کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۸  برخه


دکتور لطيف ياد
   
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

جلندهر (जलंधर ) :
جلندهر د هند دپنجاب په ايالت کې يو مشهور او لرغونى تاريخي ښاردى . دجلندهر نوم د هند په ډيرو زړو او تاريخي متونو او دهغو نه په مهابهارت کې هم راغلى دى . په مهابهارت کې دجلندهر نوم د پر ستهالا په نامه ياد شوى دى . دهند په سپيڅلو مذهبي کتا پو نو کې ددې خبرې يادونه هم شوې ده چې د لارډ شيوا بل نوم جلندهر و.
دجلندهر ښار دپنجاب ددوو سترو سيندونو ستلج او بيا س تر مينځ پروت دى. دتاريخي څيړنو پر بنسټ جلندهر د سند دتهذ يب يا تمدن يوه برخه گڼل شوې ده او دلرغون پيژندونکو دکيندنو په پايله کې چې په دغه ښار کې يې کړي دي دجلندهر تهذيب دهړپه (هراپه او موهن جودارو) دتمدن پورې اړه لري چې دسند دوادي دتهذيب په نامه سره هم يا ديږي .
دهغو تاريخي اثارو نه چې دجلندهر د ناګر په سيمه کې د لر غون پوهانو له خوا کشف شو ي دي ټول هغه آثار دي چې د سند دوادۍ په تمدن پو رې اړه لري .
دجلندهر په اړوند داسې تاريخي روايتونه هم شته چې د کنيشکا د واکمنۍ په وخت کې کله چې کو شا نيانو په شمالي هند باندې واکمني کوله دلته د بودايي مذهب پنډتانو يوه لويه مذهبي غو نډه هم جوړه کړې وه.
په اوومې زيږديزې پيړۍ کې چينا يې زاير هيون سونګ دهر شه وردان د واکمنۍ په وخت کې د شمالي هندو ستان سيمو ته راغى نو د جلند هر نه يې هم ليدنه کړې وه.
همداراز په منځنيو پيړيو کې هم جلند هر ډير مشهور ځاى تير شو ى دى، په تيره بيا د هندوستان د خلجيانو ( غلجيانو)،لوديانو ،سوريانو ،مغولو او بيا په معا صرو پيړيو کې د انګريزانو په وخت کې هم مشهور و.
په او سني وخت کې د جلندهر دتاريخي ښار مشهور او دليدو وړځايونه په لاندې ډول دي :
دبګهت سينگ ميزيم،کمپني باغ،نيکو پارک، حويلي ،دامام ناصر مزار او جامع جو مات، شيو مندير ،دتلهان صاحب ګورو دواره ،سودال مندير ،تولسي مندير او دسينټ ميري کاټيدرال چرچ (کليسا).
دپښتو ژبې ستر ليکوال او دمغولي واکمنا نو داستبداد په وړاندې ستر مبارز حضرت پير روښان عليه الرحمه هم په جلندهر کې زيږيدلى و .


ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاند ې ډول وګورئ !
 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۹،          سال    هشتم،      عقرب  ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                 ۰۱ نومبر      ۲۰۱۲ عیسوی