کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

 

اتلسم فصل
 

 

نولسم فصل
 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
          

 
 

شلم فصل

له روزل شویو څارویو سره مخامخېدل

«ملاني رونستاین» په لس کلنۍ کې، هغه مهال چې له مور او پلار سره سیل ته تللې وه، ناڅاپه د اور منځ ته ور ولوېده او سخته وسوځېده.
هغه په یاد راوړي:
«له ډېره درده په کړاو کې وم. او هغه مهال چې د شوک په حال کې له خپلې مور سره روغتون ته ولاړم، احساس مې کړه چې لاره پای نه لري. د اور له منځه زما د راښکلو پرمهال د پلار لاسونه هم سوځېدلي وو. تر روغتونه پورې د اوږده واټن په ترڅ کې څوځله له خپل کالبوت څخه ووتم او بېرته ورننوتم. راته دردونکې وه چې زیات مهال په خپل سوي بدن کې پاتې شم. ما ښه بلله له خپل جسم څخه ووځم.»
ملاني وایي چې هغه مهال یې څو ځله مړینې ته نیږدې تجربه تېره کړه.
«زه له اوږده او نیم تیاره تونل څخه خبره وم او هغه ته ننوتم. تونل ته د ننوتلو پرمهال مې د مور غږ اورېده خو داسې لکه له ډېر لیرې ځایه چې راځي. هغې ماته وېلې چې راویښه او په¬سد شم، مړه نه شم او هغوی پرېنږدم. تر نظره مې راتله چې د هغې غږ په خونې کې انعکاس مومي او زما غوږ ته رارسیږي.»
هغه مهال چې د ملاني مور، موټر د بېړنیو مرستو د ځای مخې سره ودراوه، ملاني احساس کړه چې په تونل کې ډېره وړاندې او ژوره تللې او خواوشا یې یو مخ تیاره ده.
«د تونل په پای کې ځلانده نور را ترسترګو شو او زه د هغه پرخوا ولاړم. زړه مې غوښتل چې ډېر ژر نور ته ور ورسیږم او هغه لمس کړم. ناڅاپه نور لیرې شو او پرځای یې له کورنیو حیواناتو ډک باغ را ښکاره شو. هلته راز راز څاروي وو او ما ګومان وکړ خامخا زه د څارویو ځانګړې دنیا ته ننوتی یم. د رمې د سپیو په لور ولاړم او هغه مهال چې غوښتل مې لمس یې کړم، احساس مې کړه چې له دې کاره خوند اخلي. هلته د آسانو، یابوګانو او یو شمېر بیزوګانو ګلې تر سترګو کېدې. همدا شان د توتیانو، کنریانو په څېر بې شمېره مرغانو او الوتونکو خیلونه هم هلته وو، ما وګڼله که دا د څارویو ځانګړې نړۍ وي؛ نو خامخا زما پیشو «زنوبیا» هم دلته شته. زنوبیا لس مېاشتې دمخه مړه شوې وه. له دوه کلنۍ هغه له ماسره وه. زه سخته له هغې سره عادت شوې وم. او اوس ورپسې خپه وم.
یو اشنا غږ مې واورېده. کتل مې چې راته ګرانه پیشو زنوبیا ده. ما وپېژانده، هماغه پخوانۍ پیشو مې وه. هغه ځلېدله او رنګارنګ ښکلې وړانګې ترې تیتېدې. هغه ډېره راته ښکلې ښکاره شوه. ما تل ګڼله چې هغه یوه ځانګړې پیشۍ ده او اوس هغه د پیشوګانو ملکه وه.»
همدا چې ملاني لاس زنوبیا ته ور اوږد کړ، ناڅاپه هغه په منډو شوه.
«ځان سره مې ووېل، اوه نه! هیله کوم لږ ترلږه په دې دنیا کې د تښتې لوبه مه را سره کوه. زه ډېره وېرېدلې وم او په هغه دنیا کې مې د یوازېتوب احساس کاوه. ما په رښتیا دې ته اړتیا درلوده چې زنوبیا په غېږ کې واخلم.»
زنوبیا په کږه وږه لاره هغه ځای ته ولاړه چې په ښکلو رنګارنګ ګلانو ډک و.
«په دې وخت کې مې پام شو چې هغه نه تښتي، هغه غواړي ما ته یو ښه ځای راوښیي.»
وروسته له څه مهاله ملاني او زنوبیا د یوه غره په ډډه، د وړې سمڅې مخې سره ولاړې وې.
«هغه مهال چې سر مې په سمڅه کې دننه کړ، ډاکتران او نرسان مې ولیدل چې زما پر بدن اخته وو. پوه شوم چې زنوبیا غواړي ما ته ووایي چې بېرته له درد او رنځ څخه ډکې دنیا ته را وګرځم. هغې ځان زما په لاسونو وموښه او ګوتې یې را وڅټلې. په یاد مې دي چې چغې مې کړې: اوه نه! زنوبیا ته را باندې ګرانه یې. خو همدا چې وړه شیرچایي ژبه یې زما په ګوتو ولګېده، احساس مې کړه چې د روح په کالبوت کې سمڅې ته ننوتم او له دې سره په خپل جسم کې را په سد شوم.»
سبا سهار ډاکتر د کتو پرمهال له ملاني وپوښتل:
«زنوبیا څوک ده؟»
ډاکتر روښانه کړه، هغه مهال چې ملاني د په هوښ راتللو په حال کې وه، د زنوبیا په نامه یې چا ته ووېل چې ورباندې ګرانه ده.
«په یاد مې راځي، هغه مهال مې چې ډاکتر ته ووېل، زه د خپلې پیشو زنوبیا، په وسیله بېرته ژوند ته راګرځېدلې یم، هغه وخندل.»

ډاکتر اتواتر موږ ته ووېل، دا چې کوچنیان مړینې ته نیږدې تجربې پرمهال د ژوند ها غاړه حیوانات ویني کومه غیرعادي چاره نه ده. هغه وایي:
«دې نتیجې ته رسېدلی یم چې کوچنیان حیوانات، په تېره بیا داسې حیوانات وویني چې په وروستیو کې مړه شوي وي؛ ډېره عادي خبره ده. سربېره پردې ځینو کوچنیانو چې مړینې ته نیږدې تجربه یې لرله، وایي چې د بنیادمانو جنت ته د رسېدلو لپاره لومړی باید د حیواناتو له جنت څخه تېر شې.»

د مونتانا د پوهنتون د خوړو د علومو په پوهنځي کې پروفیسور «وېلیام ساردلي» وایي، ډېری هغه وګړي چې مړینې ته نیږدې تجربه یې لرله، وېلي یې دي چې په تجربه کې یې خپل نوي مړه شوي اهلي حیوانات لیدلي دي. هغه یوه بېلګه داسې رایادوي:
«هغه اووه کلن کوچنی چې د څو دقیقو لپاره له طبي پلوه مړ و، ووېل: روح یې هغه مهال چې په یوه تونل کې د لامبو په ډول وړاندې تلو، د خپل ګران سپي له روح سره چې په همدې نیږدې وختونو کې مړ شوی و، مخامخ شو. هغه خپلو معالجو ډاکترانو ته ووېل، هغه مهال چې سپی یې د هغه د مخ په څټلو شو، دی بېرته په روغتون کې په هوښ راغی.»

«کارلتون مایرز» څرګنده کړه چې د ماشومتوب پر مهال مړینې ته نیږدې تجربې په ترڅ کې، په نیږدې وختونو کې، له خپل مړه شوي سپي سره مخامخ شو، او سپي یې هغه ژوند ته راوګرځاوه.
«د عمر دولسم کال مې نه و بشپړ شوی، چې د خوړو د مسمومیت له لامله سخت ناروغ او د کوما حالت ته ولاړم. له خپلې خواوشا هېڅ خبر نه وم. وروسته پوه شوم چې تقریباً له دې دنیا تللی وم.»
کارلتون په یاد راوړي چې څرنګه نرس امپول ورولګاوه؛ خو په نور څه پوه نه شو. یوازې دومره یې په یاد دي چې لکه له پوکاڼې چې باد ووځي؛ دې هم له خپله جسمه ووت.
هغه له خپلې تجربې څخه یوه داسې تته خاطره په یاد لري او وایي چې چا له ښاره د یوې وتلې ښکلې سیمې په لور، د هغه لارښوونه کوله.
«په یاد مې دي چې له چا سره د خبرو په حال کې وم. وروسته مې هغه سیمه وپېژندله چې کټ مټ په «مینه¬سوتا» کې زما د نیکه د کور د چاپېریال په څېر وه. شېبه وروسته د هغې هوارې ډبرې له پاسه کښېناستم چې د لرګیو د یوې بېکاره کارخانې مخې سره ایښې وه. «توبي»، زما ګران تور او سپین سپی مې هم له څنګ سره و.
کارلتون په یاد راوړي چې توبي یې په غېږ کې ونیوه او بیا یې ښه وژړل.
درې کاله دمخه هغه مهال چې کارلتون نهه کلن و، یوې وحشي پیشي پر هغه حمله وکړه او کوچني وفادار سپي، د خپل څښتن په خاطر ځان په خطر کې واچاوه او هغه یې له وحشي پیشي وژغوره؛ خو خپله ووژل شو.
«له هماغه مهاله پوهېدم که مړ شوم، زما ګران او کوچنی اتل به زما هرکلي ته راځي.»
وروسته له څه مهاله د کارلتون پام شو، چې مړینې ته نیږدې تجربې بل برکت هم درلود، ددغې تجربې له لامله کارلتون کولای شول د تله¬پاتي (مخامخ او مستقیم درک) له لارې له توبې سره اړیکه ونیسي. ځکه نو کارلتون له توبي څخه وپوښتل چې کله له وحشي پیشۍ سره مخ شو، ولې ونه تښتیده؟ توبی ووېل:
«هغه لیونۍ پیشۍ په بده ناروغۍ اخته وه، هغه مهال یې چې پر تا حمله وکړه زه پوهېدم چې ته نه شی کولای هومره تېز وځغلې چې د هغې له غاښونو په امان شې.»
«خو موږ د غونډۍ له پاسه ښکاري لیده، چې ټوپک یې په لاس کې و. موږ کولای شول هغه ته پناه ور وړوو. لازمه نه وه ته زما ګران کونګری، له هغه وحشي حیوان سره جنګیدلی وای.»
توبي د کارلتون لاسونه وڅټل او له دې سره د هلک له سترګو اوښکو دارې وکړې.
«نه، تا نه شول کولای وتښتې، ځکه نو زه پاتې شوم چې ورسره وجنګیږم.»
دلته ښکاري چې د یوه حیوان شعور او اګاهي څومره لوړه ده. هغه په خپل حیواني وضعیت کې هرڅه څاري، دقیقه ارزونه کوي او په هغه څه لاس پورې کوي چې د بې قیده او شرطه مینې ځانګړنه بلل کېږي.
د هغې خونړۍ پېښې صحنې د کارلتون په نظر کې بیا را ژوندۍ شوې. هغه په یاد راوړل چې څنګه وحشي پیشي په هغوی حمله وکړه. یو ځل بیا د حیوان د فش فش غږ ور تر غوږه شو چې اوبه یې له خولې څڅېدلې. هغه څومره چې کولای شول تېزه منډه کړه، چې په غونډۍ ولاړ ښکاري را خبر کړي. په وړو پښو سره یې د غونډۍ په وښو پټې لمنۍ باندې منډې کړې؛ خو له څټه یې د توبي د غاښوونو کړچهاری اورېده او د غونډۍ تر نیمایي ختلی و چې د توبي خونړی او له درده ډک غږ یې واورېد.
ښکاري د وحشي پشي د نښه کولو لپاره راغی؛ خو نور اوبه له ورخه تېرې وې؛ نور نو د کارلتون تر ټولو ګران دوست وژل شوی و. دغه ټولې صحنې د سینمایي فلم په څېر د کارلتون له نظره تېرې شوې. وروسته یې ځان ولید چې د توبي جسد یې په غېږ کې نیولی و.د ماشوم کونګري ستوني پرې او وینې ترې په وښو توېدې.
توبي هغه ته زیاته کړه:
«ما هڅه کوله چې چغه ونه باسم؛ خو د تورې پیشۍ حمله ډېره دردونکی وه. په هر حال وروسته مې کوم درد حس نه کړ.»
کارلتون د خپل حیوان دوست له دې خبرو سره سره لا سم نه دی پوه شوی او پوښتي:
«نو ته ولې د هغه جنګ ته ورغلې؟ ته خو ښه پوهېدې چې د یوې وحشي او لیونۍ پیشۍ مقابلې لپاره ډېر کوچنی یې.»
د توبي ځواب آسانه او غوڅ دی:
«ځکه چې ته ډېر را باندې ګران وې. ما په خوښه او خوشحالۍ مړینه ومنله، ځکه چې پوهېدم ته روغ پاتې کیږې.»
یو ځل بیا د کارلتون اوښکو دارې وکړې او ویې وېل:
«خو تا زه یوازې پرېښودم!»
«کارلتون او توبي تل له یو بل سره دي. ځکه چې له یو بل سره مینه کوي.»
په دې مهال و چې کارلتون په خپل روحي کالبوت باندې غیر عادي کشش حس کړ.
«هغه نه لیدل کېدونکی لارښوونکی چې هلته نیږدې راسره و، په خبرو پېل وکړ او ماته یې ووېل چې توبي ددې لپاره راغلی چې ما ته زړورتیا، عشق او فروتني را زده کړي. هغه ووېل چې باید د خپل شعور او اګاهۍ د وړاندې کولو لپاره څرګند شواهد او مدرکونه وړاندې کړم او د هغه موجود څخه چې ځان یې له ما څخه ځار کړ؛ د زړه له کومې منندوی واوسم. همدا شان باید شرافتمندانه ژوند ته مخه کړم او د نړۍ نور مخلوقات د خپلو شخصي علایقو او غوښتنو لپاره قرباني نه کړم.»
کارلتون له دغې ژوندۍ تجربې دمخه یو بې پروا هلک و، هغه به الوتونکي او واړه حیوانات ښکار کول؛ خو همدا چې د ناروغۍ له بستره را ولاړ شو، خپل ټوپک یې لیرې وغورځاوه او اوس چې د منځني عمر دی، د ژوند د چاپېریال ساتنې او د حیواناتو د ملاتړ په لاره کې فعالیت کوي.
«اوس لوی سړی شوی یم او تر پخوا په ښه توګه کولای شم، خپله مړینې ته نیږدې تجربه وارزوم. دی نتیجې ته رسېدلی یم چې توبي څه په دې دنیا او څه په ها بله دنیا کې ما ته بې قید او شرطه مینه را زده کړه. او ما ته په ډاګه شوه چې مړینه نشته، یوازې زموږ دنیاګانې بدلون مومي.»


 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۱،          سال    هشتم،     قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی