کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
     

  

 
 
 
 


دیارلسم فصل

د کوچنیانو مړینې ته نیږدې تجربې

«نور ته تر ټولو نیږدې» او «د نور په وسیله بدلون موندل» کتابونو لیکوال ډاکتر ملوین مورس مړینې ته نیږدې تجربې ډېرې د پاملرنې وړ ګڼي. د هغه په باور کوچنیان له هر راز روزنیز انحراف څخه لیرې دي او د زړه له کومي هرڅه چې تجربه کوي، هغه په خوله راوړي. په دې توګه هغه کوچنیان چې مړینې ته نیږدې خپلې تجربې څرګندوي، ډېر ساده او رښتیني دي او هېڅ راز قصد نه لري چې ځانګړي مذهي باورونه په اثبات ورسوي.
له هغو ماشومانو څخه چې مړینې ته څېرمه تجربو په ترڅ کې له تیاره دهیلزه تېر شوي، زیات شمېر ته یې، د غږ او نور په قلمرو کې پرښتو وېلي و چې هلته یې د پاتې کېدلو وخت لا نه دی شوی او باید ځمکې ته ستانه شي. دا ډول ماشومانو ته ددې حق ورکول کېده چې یا هلته پاتې شي او یا ځمکې ته بېرته ستانه شي.
ډاکتر مورس په خپلو تجربو کې دې پایلې ته رسېدلی، هغه کوچنیان چې راستنیږي هوښیاري یې زیاته ده او دې مفهوم ته رسېدلي چې ژوند ځانله مقصد او هدف لري.
له دغو کوچینانو څخه یوه یې ووېل:
«ژوند د ژوند کولو له پاره دی او نور په بل ګام کې ځای لري.»
د «نړۍ پراخ منظر»د تلویزیوني خپرونې ویاند او «د مړي په لټه»کتاب لیکوال جفري ایورسون د یوه پنځه کلن کوچني مړینې ته نیږدې تجربه باندې داسې رڼا اچوي: دغه کوچنی د خپلې مور او پلار د حیرانۍ سبب شو. دا ځکه چې وېلي یې و چې په نهه مېاشتنۍ کې مړینې ته نیږدې تجربې څخه ژوندی راوتلی دی. په حقیقت کې ددغه کوچني زړه هغه مهال چې نوی پیدا شوی و، په روغتون کې له حرکته ولوېد. په باور سره چې پلار او مور یې هغه مهال د خپل ماشوم له دا ډول تجربې څخه خبر نه شول. کوچني ووېل هغه شېبه یې په یاد راځي چې د یوه تونل دننه، د یوه ځلانده نور په لور مخته څښېده. هغه له دې تجربې سره یوځای له پورته څخه ډاکتران، نرسان، خپل نیکه او مور لیدل؛ خو یو ډول دیوال دوی له یو بل څخه جلا کول.
وروسته له هغه چې څه مهال په تونل کې څښیږي، یو مرستندویه لاس وړاندې راځي او هغه پورته کوي او د بې شانه ځلانده نور په لور یې بیایي. نور نو هغه نه څښېده؛ بلکې د الوتلو او لامبو وهلو حالت یې خپل کړې و.
هغه په یاد راوړي چې داسې یو جمعیت یې لیدلی و چې سپینې جامې یې په ځانونو وې او همدا شان یې یوه طلایي لاره لیدلې وه. ماشوم په یاد راوړي چې د بې شرطه او مستقیم درک له لارې هغه ته وېل کیږي چې آیا غواړي هلته پاتې شي یا بېرته ځمکې ته ورګرځي؟ که څه هم چې غوښتي یې و، چې د نور او غږ په خالصه دنیا کې پاتې شي، خو د مخامخ درک له لارې هغه دا هوښیاري ترلاسه کوي، چې باید ژوند ته راستون شي، داځکه چې یو مقصد او هدف یې په مخکې دی. وروسته له هغې نوی پیدا شوی ماشوم روغتون ته راستون شو او درې مېاشتې د بې هوښۍ په حالت کې پاتې شو.
د کوچني مور او پلار ایورسون ته ووېل چې یوه ورځ ناڅاپه د غرمنۍ خوړلو پر مهال دغه موضوع پرته له کومې یادونې یا مقدمې د هغوی د زوی مارک له خولې راووته، هغه یو ناڅاپه ووېل:
«پوهېږﺉ چې زه مړ شوی وم؟»
«اوه، رښتیا؟!»
مارک د هغې شېبې ټول جزیات داسې په دقت په یاد راوړل چې پلار او مور ورته هک پک پاتې شول. هغه د روغتون خونه، جراحي او د ډاکترانو ډله ټول یو یو په یاد راوړل او یاد یې کړل او په پای کې پلار او مور قانع شول چې رښتیا هم زوی یې په نهه مېاشتنۍ کې مړینې ته نیږدې تجربه تېره کړې ده.
د بریتش کولمبیا د پوهنتون پروفیسور او د ماشومانو متخصص ډاکتر دیوید سمیت خبریال ازموند چوکي ته د وینې د سرطان د دوو تنو قربانیانو، څلور کلنې ساندرا او درې کلنې کریسي باندې هغه راغلې پېښه چې د ارواح په دنیا کې له یو بل سره مخ شوې وې، شرحه کړه.
د ډاکتر سمیت د خبرو له مخې، دغه دواړه کوچنۍ نجونۍ چې د وینې د سرطان له لامله په روغتون کې بستري وې، د درملنې پر مهال له یو بل سره مخ شوې. ساندرا له روغتون څخه ووېستل شوه، چې د ژوند وروستۍ شپې له کورنۍ سره تېرې او وروستۍ لیدنې سره وکړي. هغه خبره نه وه چې کریسي مړه شوې ده.
د کریسي له مړینې دوه ورځې وروسته ساندرا په کوما ولاړه او هغه مهال چې بېرته په هوښ راغله مور ته یې ووېل چې کریسي یې په جنت کې ولیدله. ساندرا په پېل کې یوه نوي چاپېریال ته په ورتللو ډاره شوې وه؛ خو کریسي دوستې یې هغې ته وېلي و، چې د هېڅ راز وېرې له پاره ځای نه شته او هغه ددې له پاره ور په مخه شوې چې هغې ته لاره وښي.
ډاکتر سمیت ووېل:
«شونې نه ده چې ساندرا دې د کریسي له مړینې خبره شوې وي. دغو وړو دوستانو څو څو کیلومتره له یو بل لیرې ژوند کاوه. او څو مېاشتې کېدلې چې ددوی ترمنځ هېڅ راز اړیکه نه وه.»
د ډاکتر سمیت په وینا، ساندرا مړینې ته نیږدې تجربې څخه وروسته، یوه آرامه او ډاډمنه نجلۍ شوې وه. ډاکتر دا دواړه ناروغانې د ونکوور په روغتون کې تر درملنې لاندې نیولې وې. ساندرا هغه ته وېلي و چې یوه ډېر ښکلي او له رڼاوو ډک ځای ته تللې وه او ډاډ لري چې هرڅه به ډېر ښه تېر شي، ځکه چې کریسي هلته شته او ددې انتظار ګالي.
ساندرا ورو ورو د بې هوښۍ حالت ته ولاړه او په سبا یې مړه شوه.
ډاکتر سمیت ووېل:
«هغې له مړینې هېڅ وېره او وحشت نه درلود. د کریسي مړینې خاص مفهوم له ځانه سره درلود. هغه د یوه داسې کوچنۍ لارښوده شوې وه، چې له هغې وروسته مړه کېدله.»
د نیویارک د بروکلین هستوګن دوه څلویښت کلن جان لیون خپله مړینې ته نیږدې تجربه داسې وایي:
«مور مې وایي چې زما زېږون ډېر ستونزمن و او د هغو نویو زېږېدلو ماشومانو په ډله کې وم چې هغوی د شنو اوښتو ماشومانو په نامه یادوي. دوه ورځې زه په روغتون کې تر درملنې او مراقبت لاندې وم، ټول مخ مې شین اوښتی و او د سترګو شاوخوا مې هم تورې کړۍ را تاو وې. مور مې وایي چې داسې ښکارېدم لکه ټول د مخ پوټکی یې چې رانه جلا کړې وي، داځکه چې زه یې په طبي الو دباندې راوړی وم، او مصنوعي تنفس یې را کاوه. اوس مې ښي غوږ د اورېدلو ځواک بیخي له لاسه ورکړې دی.
جان په یاد راوړي چې له هماغه ماشومتوبه هغه یو خوب په کراتو کراتو لیده، داسې چې:
«د زنګنونو پر سر په لاره تلم او هڅه مې کوله یوه تناب ته یو یو شان برابرې غوټې ورواچوم. کار د پای ته رسېدلو په حال کې و، چې غوټو به په خلاصېدلو پېل وکړ او ناڅاپه به مې په مخ یو ګوزار وخوړ.»
وړوکي جان به د داسې خوب په لیدلو سره چغه کړه او له خوبه به راپاڅېد؛ خو وروسته له وختو هغه له دې تجربې سره روږدی شو او له «غوټې، تناب او ګوزار» سره سره به ویده پاتې کېده.
دغه خوب دا ډول دوام وموند:
«داسې لکه له ښۍ خوا چې یو ځلانده نور زما پر خوا راته، وروسته مې کیڼې خواته کتل او یوه ښځه مې په اوږدو جامو کې لیدله. د هغې څېره ښه نه تر سترګو کېده. په هماغه مهال به پوهېدم چې هغه ښځه زه پېژنم. زړه مې غوښتل ځان هغې ښځې ته ور ورسوم. هغې ته مې ور غږ کاوه؛ خو داسې راتر نظره کېدله داسې نه کیږي چې زه دې هغې ته ورسیږم او خوب به همدلته پای مونده.»
جان کلونه کلونه خپل دغه خوب دوستانو او روغتیایي سلاکارانو ته وایه؛ خو هېڅوک نه پوهېدل چې له دې خوبه څه پایله راوباسي.
په ۱۹۸۶کال یې د جان کیسه صفرا ووېستله او دا مهال و چې د وروستي ځل لپاره یې دا خوب ولیده.
د«تناب، غوټې، په اوږدو جامو کې ښځې او ځلانده نور» خوب د جان د ځانګړو رازونو برخه پاتې شو. تر هغه مهاله چې هغه د ملوین مورس اثر «نور ته تر ټولو نیږدې» کتاب ولوسته.
«په یوه باراني ورځ پلی د کار په لور تلم. دغه کتاب مې پر ځمکه پروت وموند. تر دې مهاله لا وچ پاتې و. داسې لکه چا چې همدا څو شېبو کې پر ځمکه غورځولی وي. شاوخوا مې نظر وځغلاوه؛ خو د کتاب خاوند مې ونه موند، ځکه نو کتاب مې له ځان سره را واخیست.
د شپې مې چې د کتاب په لوستلو پېل وکړ، اریان شوم چې نورو کوچنیانو هم زما په شان د خوبونو تجربې تېرې کړي دي. میرمن مې په دې فکر وه، چې ښایي ما خوب نه لیده؛ بلکې هغه ټول واقعیت و. ښایي ما مړینې ته نیږدې تجربه درلودله! او د تناب او غوټې مفهوم هغه وخت پورې اړه موندله، چې زه د مور په رحم کې د نو له مزي سره د کشماکش په حال کې وم. او ګوزار خوړل په دې معنا وي چې ډاکتر غوښتل ما په طبي اله راوباسي. داسې تصور کوم چې وروسته له هغې زه مړ شوم او د نور په لور ولاړم.
وروسته له څه مودې جان په یوه کنفرانس کې برخه واخیسته او خپلې مړینې ته نیږدې تجربه یې څرګنده کړه.
«بتي له ماسره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه چې جنتي مخلوقات ېې ولیدل، چې د یو نوراني څیز پرخواوشا یې څه شی اوبدل. ډاکتر اتواتر چې هلته ولاړ و، ووېل چې هغه څیز هماغه اوبدل شوی نور دی او د ښځې اوږدې جامې مې هم چې په خوب کې لیدلې، له نور څخه اوبدل شوې وې.»
ډاکتر اتواتر په اوبو کې د ډوب شوي څلورکلن ماشوم مړینې ته نیږدې تجربه څرګنده کړه:
«د ماشوم مور شک کاوه؛ خو هغه مهال چې څلورکلن ماشوم د خپل ورور د لیدلو خبره وکړه، مور ترې وپوښتل:
«ګرانه، ورور دې؟ ته خو پوهېږې چې تا کوم ورور نه درلود؟»
ماشوم خپله مور سخته اریانه کړه، داځکه چې هغه ووېل:
«هو، مورې، زه خپل ورور یادوم! ته چې څوارلس کلنه وې هغه یې ستا له نسه ووېست!!»
ښځه هکه اریانه پاتې شوه. دا حقیقت و. هغې دا پېښه هېچا ته نه وه وېلې. حتا پلار، مور او مېړه یې هم له دې پېښې خبر شوي نه وو.
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۴،          سال    هشتم،        اسد/سنبله   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۱۶ اگست      ۲۰۱۲ عیسوی