کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

اتلسم فصل
 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
         

 
 


نولسم فصل

د ایمان او دعا معجزه

هغه مهال چې «دیل¬ داوني» درې ورځنی و، ډاکترانو یې مور ته ووېل چې ژوندی به پاتې نه شي. هغوی دې ستونزې ته اشاره وکړه چې د ماشوم زړه، ګېډه او ځیګر له عادي حالته وتلي. خو نوی زېږېدلی ماشوم سخت په ژوند پورې تړلی و. هغه د خپل فزیکي ژوندانه په لومړیو شپږو مېاشتو کې، د زیات درد او ستړیا له لامله یوازې کولای شول ویده واوسي.
په دا ډول شرایطو کې د هغه ژوندي پاتې کېدلو ډاکتران اریان کړي وو. کوچني دیل ته ژوند کول د بې پایښته ناروغیو په معنا و. هغه موږ ته ووېل:
«زه یو ناروغ ماشوم وم. تل مې درمل کارول. هر مهال به مې چې یو څه وینه زما په رګونو کې وغوړېده او ډاکترانو به تصور کړه چې حال مې ښه دی او ژوندی پاتې کیږم، بیا به د یوه جراحي عمل لپاره روغتون ته تلم.»
د ډاکترانو له سخت مراقبت سره سره دیل په څوارلس کلنۍ کې په شنه ټوخله اخته شو. له دې سره هممهاله د زړه په کمزورۍ او هپاتیت ناروغۍ هم اخته شو.
«سختې تبې او د ساه راکښلو ستونزې زه کوما ته بوتلم. هېڅ څیز مې نه لیده او خپله بېهوښي مې حس کوله. مطلقې تیارې زه را چاپېره کړې وم.»
دیل هېڅ مهال دومره له پښو نه و غورځېدلی. هغه په ټول ژوند کې راز راز ناروغۍ او بېلابېلې جراحۍ تېرې کړې وې؛ خو هېڅ وخت یې دومره د یوازېتوب او وېرې احساس نه و کړې.
«کورنۍ مې عادت درلود هره ورځ انجیل ولولي او دعا وکړي. ما تر دې مهاله درې ځله مړینه تجربه کړې وه...بل ځل مې ددې انتظار نه درلود چې له مطلقې تیارې سره مخ شم. زړه مې غوښتل ځان په یوه سپیڅلي ځای کې ومومم.»
له هغې وروسته ناڅاپه دیل ځان د روغتون د بستر له پاسه وموند. پلار، مور، دوو وړو خوېندو «روث» او «راشل» او همدا شان ګران دوست «میلتون¬نورث» یې د هغه ګردچاپېره لاس په دعا راټول شوي وو.
د څو شېبو لپاره دیل احساس کړه چې اروا یې دې دنیا کې د پاتې کېدلو او یا بلې دنیا ته د تللو په کشمکش کې ده.
«په روغتون کې مې سترګې وتړلې او بیا مې په ویرونکې تیاره کې را لوڅې کړې. یا په بله ژبه هغه مهال مې چې په روغتون کې سترګې تړلې؛ پرته له مطلقې تیارې بل هېڅ نه و؛ خو چې بیا مې پرانیستلې د روغتون د تخت له پاسه وم.»
هغه مهال چې دیل ووېل، همدلته په روغتون کې خپل سکاتلنډي سپی «باکي» ویني، نو مور یې سل په سلو کې په دې باور شوه چې د وفاداره زاړه سپي روح راغلی چې تر جنت پورې یې د زوی ملګرتیا وکړي.
«ډېره عجیبه وه. زوړ باکي د روغتون خونې ته راغی. د ځوانۍ د وخت په څېر له ځواک او زړه ورتیا ډک و. هغه مهال چې باکي ژوندی و، زه هومره ځواکمن نه وم چې ورسره په کروندو او ځنګلونو کې داخوا هاخوا وځغلم؛ خو له ځان سره مې خپل خدای ته ووېل چې: ای لویه خدایه! که زه د مړینې په شېبو کې یم، پرېږده چې له باکي سره د ځغاستې یوه مسابقه وکړم.
په یوه شېبه کې مې احساس کړه چې له خپل رنځور او په شنه ټوخله اخته بدن څخه وتی یم او د روح په کالبوت کې؛ په باکي پسې منډې وهم. باکي د روغتون په دهلیز کې د دیوال په لور منډه کړه. ما په هغه پسې ورمنډه کړه او ناڅاپه لکه له یوې دړې چې تېر شوی وم، جنت ته ورته یوه ځای ته ننوتم.
د لمر وړانګې، د سروزرو د اورښت په څېر اورېدې او په یوه شنه او ښکلي چمن کې باکي د ما په مخکې و. چمن په راز راز وحشي ګلانو، شوپرکانو او د شوتلې په شنه کښت ډک و. په یاد مې دي د چمن مخې سره د مڼو د ونو منځ کې وړوکی رود روان و. د ژورې ساه په راکښلو سره د هغه ځای مستوونکی بوی ګوګل ته راننوت.
منډو وهلو عجب خوند درلود. په ټول عمر کې دا لومړی ځل و چې ما منډې وهلې. ورپسې مې په خندلو پېل وکړ. دا زما د ژوند لومړنۍ خندا نه وه، دا مې د مړینې لومړنۍ خندا وه.»
که څه هم چې دیل دا داستان څلویښت کاله وروسته په ډاګه کړ، باور لري چې د هغه د خندا غږ و چې پریښتې یې را وبللې او راغلې چې وویني چا د هغه پاک ځای ارمتیا ګډوډه کړې.
«ناڅاپه دوه خدايي مخلوقات زما په لور راغلل، یوه یې راته ووېل:
تا په ژوند کې ډېر درد او رنځ ګاللی...
ما ورته ووېل: دوه پښې لرم چې کولای شم ورباندې په لاره ولاړ شم. دوه لاسونه لرم چې کولای شم ورباندې لیکل وکړم. سترګې لرم چې کولای شم لاره ووینم او غوږونه لرم چې ورباندې د پیانو غږ اورېدلی شم. د خدای رحمت راباندې اوري...مور او پلار لرم چې راسره مینه کوي. نو ژوند مې هومره هم بد نه دی.»
خدایي مخلوقاتو ورته ووېل نیت لري هغه د اوبو تر هغه ډنډ پورې بوځي. دیل هلته کښېناست په باکي یې لاس راکش کړ. په دې مهال یې د اوبو په آرامه سطح یې د خپل ټول ژوندانه برخلیک ولید. هغه له درده ډکې صحنې یې ولیدې چې ډاکترانو په چړو سره د هغه بدن جراحي کاوه. هغه ځان لیده چې له ډېره درده او رنځه اوښته رااوښته.
«دغو صحنو زیات وخت ونه نیوه؛ خو ماته داسې را تر نظره شوه لکه د خپل ټول ژوند فلم چې وینم.»
ورپسې دیل د هغو موجوداتو د پوښتنو په ځواب کې د خپلو مسوولیتونو د منلو خبره وکړه او ویې وېل چې هېڅ مهال یې داسې تصور نه دی کړې چې ګڼې بدبخته او بېچاره انسان دی.
«له کروندو څخه یو ډېر ښه وږم او بوی راباندې ولګېد. د تازه پخې شوې ډوډۍ بوی او هغه بوی چې د اوړي د موسم له باران څخه وروسته هره خوا خوریږي، پر ما راغی. ما «د لوست وړ ټولګې» کتاب د لوستلو پرمهال د خپلو خوېندو او پلار خندا واورېده. له ځان سره مې د کورنۍ د ټولو غړو، دوستانو او خپلوانو، خدای او حتا د زاړه باکي مینه احساس کړه.»
پرښتو هغه ته ووېل چې په پوره اندازه درد او رنځ یې ګاللی، اوس به د هغه بدن بېرته شفا ومومي او ور زده یې کړل هغه مهال چې لوی شو، له نورو سره مرسته وکړي او په تېره بیا د کوچنیانو غمخور او مرستندوی واوسي.
یوې پرښتې ورته ووېل:
« ته نه شې کولای تر څه مهاله دلته راستون شې او موږ ووینې.»
دیل خپلې سترګې پرانیستې او پام یې شو چې روحاني پلار «مک¬نالي» یې د کورنۍ له غړو سره یو ځای شوی.
«ټولو کسانو راته دعا وکړه. ناڅاپه مې احساس کړه چې درد او ناروغي مې له بدنه وتي. ساه راکښل راته آسانه شول او سږي مې نور په عذاب نه وو.»
له هغې ورځې وروسته دیل داوني عادي ژوند پېل کړ. د زړه او نورې ټولې هغې ناروغۍ او ستونزې چې د هغه د درد او رنځ لامل ګرځېدلې له دې وروسته نه وې پاتې. داسې تر نظره کېده چې بې ساری ځواک یې ترلاسه کړې. هغه په لویتوب کې په هېڅ ناروغۍ اخته نه شو او بیا د جراحۍ د میز د پاسه تر عملیاتو لاندې را نه غی.
دیل پوهنتون ولوست. واده یې وکړ او ښوونکی شو او وروسته یې د شفا ورکولو یو مرکز پرانست.
د شفا ورکولو یوه بله پېښه د مونتانا ایالت د میسولا سیمې ته څېرمه په یوه پارک کې رامنځ ته شوه.
دیل او میرمنې یې د نورو په غوښتنه درې شپې په هغه پارک کې چې کورنۍ به په ګرځنده تفریحي موټرونو کې ورته راتللې، پاتې شول. په نورو وګړو کې یوه مور هم له خپل شپاړس کلن زوی سره چې ګوزڼ وهلی و او د مور په خبره یې دا تېر اووه کاله یې خبرې نه شوای کولای هم پارک ته راغلې وه. مور له دیل څخه وغوښتل چې زوی ته یې شفا ورکړي.
«ما د پرښتو عاشقانه دروني غږ ته غوږ ونیو. لاس مې د هلک پر سر کېښود او له خدای څخه مې وغوښتل چې شفا ورکوونکې ځواک د هلک بدن ته ننوځي.»
مخکې تردې چې دیل او میرمن یې له پارک څخه ولاړ شي، هغه شپاړس کلن هلک چې د مور په وینا یې نه یې خبرې کولای شوې، نه یې خپلې جامې بدلولای شوې او نه یې له خپله لاسه ډوډۍ خوړلای شوه، نور یې هم خبرې کولې او هم د عادي وګړو په څېر په لاره ته، جامې یې هم په خپله بدلولې او ډوډۍ یې هم خپله خوړله.
د روغ شوي هلک مور دیل ته په یوه لیک کې ولیکل چې زوی یې روغ رمټ شوی او اوس هنري اثار پنځوي.
دیل وایي چې له خپلې ښځې سره په موټر کې روان و چې زړه ته یې ولوېدل همدلته کوز شي او د یوه داسې نا اشنا کور، چې هېڅ اړیکه یې نه ورسره درلوده، ور وټکوي.
په هغه کور کې یوه اوولس کلنه ناروغه چې ډاکترانو ځواب کړې و؛ له خپلې مور سره اوسېده. دیل د هغې له درملنې وروسته خپل کور ته ستون شو او هغه نجلۍ رکه روغه شوه. بله ورځ مېړه او ښځه د روم په ښار کې دي. او ښځه له مېړه پوښتې فکر کوې هغه نجلۍ به په رښتیا درمل شوې وي. دیل ورته وایي:
«ته داسې تصور کوې چې موږ تر هغې نجلۍ په خدای ډېر ګران یاستو؟ ته داسې ګڼې چې خدای غواړي زه او ته روغ رمټ او هغه نجلۍ ناروغه او نیمګړې واوسي؟»
له دې خبرې لس ورځې تېرې نه وې چې ښځې او مېړه ته یو لیک راورسېد. په لیک کې د هغې ناروغې نجلۍ د مور له خوا لیکل شوي و، چې ناروغه لور یې په بشپړه توګه روغه شوې ده.

سره له دې چې زیاتره ډاکتران او روانشناسان د روحي شفا ورکولو او مړینې ته نیږدې تجربو په اړه علاقه ښي؛ خو لاهم تر دې مهاله د غیرفزیکي تجربو او له روحي لارې د شفا ورکولو په اړه شک او تردید څرګندوي.
په هغه رسمي وینا کې چې څوکاله دمخه خپره شوه، داسې راغلي:
«کله کله داسې شوي چې یو ناروغ د طب د علم له نظره د علاج وړ نه و؛ خو وروسته پرته له هر ډول د توضیح وړ علمي دلیله، ناروغ روغ شوی...»
ټول روحي شفاورکوونکي، د شفا ورکولو امتیاز په یوازېني خدای، هغه قادر مطلق یا هرڅه یې چې نوموﺉ، پورې تړلې ګڼي. له دې سره سره په تېرو دېرش، څلویښتو کلونو کې د دعا او ذکر له لارې د شفا ورکولو مینه وال ډېر شوي دي.
د دالاس د روغتون رییس او د «شفاورکوونکې کلمې او د دعا او داروګانو ځواک» د کتاب لیکوال ډاکتر لاري دوسي د بېلابېلو مذهبونو او فکرونو د ۱۳۰ کسانو په اړه لیکي چې د دعا او ذکر له لارې درمل شوي. د هغه په نظر:
«هغه مهال چې وګړي د دعا په ترڅ کې ځانګړی حال ترلاسه کړي؛ نو هغه څه چې غواړي ترلاسه کوي یې.»
د هارورد د پوهنتون پروفیسور ډاکتر پل تیلچ په ۱۹۵۵کال کې د «نوې درملنې»په نوم کتاب کې، پر مسیحي کشیشانو اعتراض وکړ، چې هغوی د دعا له لارې درملنه او شفا له نظره غورځوي. او دا یې د هغوی غفلت وبوله.
یو بل کشیش او روحاني عالم بیا وایي:
په انجیل کې د شفا ورکولو داستانونه راغلي دي؛ خو موږ کشیشان، متخصصان او عادي وګړي دا هېرو چې له «ناجي» څخه مراد هماغه «شفاورکوونکی» دی. او شفا ورکوونکی هغه څوک دی چې په روح یا جسم کې رامنځ ته شوی درز رغوي.»
یو له هغو کشیشانو څخه چې د دعا له لارې شفا ورکول مني، وایي:
«هغه مهال چې جسم، روح او فکر له توازن څخه ووځي، د بدن طبیعي سیستم له منځه ځي او د ناروغۍ لامل ګرځي. د خدای په مرسته موږ کولای شو ددې دعا وکړو چې دغه توازن بېرته رامنځ ته شي.»
یو له هغو ډاکترانو څخه چې په سترو روغتونونو کې په درملنه لګیا دی، د خپلې فلسفې په اړه داسې وایي:
«مډرن علم او نوی طب باید تل له امید او خواخوږۍ سره مل وي...زه ډېر ځله د جراحۍ د عملیاتو پر مهال دعا او ذکر کوم.»
د ۱۹۱۲ کال د طب د برخې د نوبل جایزې وړونکی ډاکتر الکسي کارل، په خپلو سترګو لیدلي وو چې د سرطان له یوې ډېرې خطرناکې دانې څخه یوازې د ټپ داغ پاتې و او دا چاره د ناروغ له خالصانه دعا وروسته رامنځ ته شوې وه. ډاکتر کارل وایي:
«دعا د بشر تر ټولو ځواکمنه انرژي ده.»
له الکسي کارل څخه څو غوره اثار پاتې دي، چې یو یې هم«انسان، نه پېژندلی موجود» دی. الکسي کارل د خپل ټول څېړنیز او علمي ژوند پایلې په دې کتاب کې راوړي او وایي چې ننني علم حقیقت ټوټه ټوټه کړې. د طب علم انسان سره وېشلی. یو ډاکتر یوازې د هډوکو په اړه تخصص اخلي او بل د وینې او بل هم د اعصابو...د الکسي کارل په نظر که یو ځل طبي څېړنې وکولای شي چې انسان د یوه کل په توګه وګوري او د طبي علومو پوه ددې وس ومومي چې د انسان ټول بدني قابلیت، فعالیتونه، ځانګړنې وپېژني؛ نو د درملنې په چاره کې ښایي یو انقلاب رامنځ ته شي.
رښتیا داده چې د ننني علم بنسټ تجزیه ده او ځکه نو دغې تجزیې د بشپړې درملنې چاره زیانمنه کړې. نننی پاستوریزه طب د لویو آسانتیاوو او بریاوو ترڅنګ دا ډول درمل بازار ته وړاندې کړې چې جانبي عوارض پېښوي، هغه د مرض شکل درملوي، له ریښې او بنسټیز لامل سره اړیکه نه نیسي. ددغه طب موخه جسمي، ذهني درملنه او د فزیکي عمر اوږدول دي؛ ځکه نو د الکسي کارل له خوا ورکړل شوې نظریه نن ورځ هم د طب موجوده پوهه ننګوي.



















 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۸۰،          سال    هشتم،      عقرب/قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ نومبر      ۲۰۱۲ عیسوی