کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د
ماشومانو تجربې) 

 
 

 

دویم فصل

 

           

              په کوچنیوالي کې مړینې ته څېرمه تجربې

 

 

موږ په غونډو او ویناوو کې، د شخصي علاقې له مخې، د کوچنیانو مړینې ته څېرمه تجربو په اړه خبرې کوو. هغه پوښتنې چې له ۱۹۶۸کال را په دې خوا مطرح شوي دي، تر یو څه کچې یې د عادي وګړو د ژوند معما حل کړې ده.

له هغو نیږدې دېرشو زرو تنو وګړو څخه چې مړینې ته څېرمه تجربو په اړه یې د براد ستایګر پوښتنو ته ځواب وېلی دی، ۶۴ سلنې یې دا ډول تجربې تېرې کړې وې، چې بیا د هغو ۸۲ سلنې یې په ډاګه کړه چې دا ډول تجربې یې له دولس کلنۍ دمخه درلودې.

یو شمېر وګړو بیا په ډاګه کړه چې له وړوکتوب څخه نیولې بیا تر زړښت پورې یې د ژوند په ټولو پړاوونو کې د ارواوو له دنیا سره اړیکې درلودې.

حرفوي انځورګر توماس(Thomas) په یاد راوړل چې د لس کلنۍ پرمهال له ګاډي سره د ټکر په پېښه کې ژوبل او درې ورځې د بشپړې کوما په حالت کې و.

«هغه مهال چې پلار او مور زما په هوښ را وستلو لپاره لاس په دعا وو او ډاکترانو او نرسانو زما د ژغورلو لپاره ټولې هڅې کولې، زه د داسې له شکوته ډکو موجوداتو ترڅنګ ولاړ وم، چې ځلانده بنفش رنګې چپنې یې اغوستې وې او له سترګو یې مینه او مهرباني اورېده او کله کله له هغه پاسه، خپل بدن ته چې د روغتون پر یوه تخت پروت و، ورکتل. هغو موجوداتو زه وپوهولم چې ورباندې ګران یم او هر وخت چې زما اړتیا وي راته راځي.»

بل ځل کله چې پنځلس کلن توماس په عصبي او تشوېشي حالت د آسمان په لور کتل، هغه موجودات له ځلاندو بنفش- آبي رنګو چپنو سره را څرګند شول.

«هغوی دا ځل راته ووېل چې زه په جنت کې کور لرم. وروسته یې نصیحت را ته وکړ چې هېڅ مهال سخت زړې و نه اوسم. ناڅاپه را په سد شوم او پام مې شو د یوې داسې وړتیا او استعداد خاوند یم چې دمخه مې نه درلود. له هغه وروسته ډېر وخت تېر نه و چې ما د لرګي پرمخ انځورګرۍ او حکاکۍ ته مخه کړه او په دې برخه کې د ځانګړي مهارت خاوند شوم.»

د توماس د وینا له مخې، په را وروسته عمر کې به هر مهال چې له څه ستونزې او خنډ سره مخ کېده، هغه آبي پوشه څېره به یې مرستې ته راتله.

د لارښوونې د ښوونځي سلاکار بوني(Bonnie) هغه مهال چې د یوولسو کلونو و، د پنسلین د آمپول په لګولو سره د کوما او بېهوښۍ حالت ته ولاړ. څلور پرله پسې اونۍ بوني په هماغه حالت پاتې شو.

هغه وایي:«پوره خبر وم چې رښتینی وجود مې په ټولو هغو څلور اونیو کې له دې خاورینې نړۍ جلا په بله نړۍ کې ژوند کاوه او ما پر هغه مهال له آسماني او څو بُعدي موجوداتو څخه ډېر ارزښتمن څیزونه زده کړل.»

هغه وخت چې بوني اولس کلنۍ ته ورسېد، اعتراف یې وکړ چې له یوې هغې پرښتې سره اړیکه لري چې هغه یې د بېهوښۍ په څلورو اونیو کې د نااشنا ځمکو په لور بیوه.

«زه پرله پسې له دغه آسماني موجود څخه پیغامونه ترلاسه کوم او ترلاسه کړي معلومات زما لپاره ډېر حیاتي او اهمیت لرونکي دي. هغه آسماني موجود په کاري برخه کې زما سلاکار او لارښود دی او دا لارښوونه د الهام او دروني سترګې (څوک یې دریېمه سترګه او دا شان تیسراتیل هم نوموي) له لارې ما ته را رسیږي.»

د ایستر (Esther) په نامه یو مسلکي عکاس د یوولس کلنۍ پرمهال د غوږ د مکروبي کېدلو له لامله د مرګ تر پولې ولاړ.

« له دوه اونۍ درملنې وروسته ډاکتر ناهیلی شو او زه یې د غوږو، ستوني او پزې جراح ته وسپارلم. د جراحۍ د عمل پر مهال مې له وس وتی درد تجربه کړ، ځکه نو د نورو په درد او رنځ ښه پوهېږم او هغوی احساسوم. ما دا زده کړي چې ټولو ژوندیو موجوداتو ته د درنښت په سترګه وګورم او د هغوی له ځورولو لاس واخلم.

ایستر مړینې ته څېرمه تجربې په ترڅ کې له خپلې لارښودې پرښتې سره نیږدې اړیکې جوړې کړې، دا اړیکې بیا تر زړښت پورې روانې وې.

«هرځل مې چې پرښتې باندې غږ کاوه، مرستې ته مې راتلله او د سختو بیوسیو او ناهیلو پر مهال یې زما پوښتنو ته ځواب وایه.

د ګواښ پرمهال ما ته خبرتیا را کوي او زه له څو شېبو وروسته پوهېږم چې ګواښ څه شی و.

دا پرښته انساني حالت نه لري، هغه د نور په بڼه را څرګندیږي.»

لورین(Lorriane) چې دا مهال د پوهنتون پروفیسوره ده، په یوولس کلنۍ کې د کوچنیانو د فلج په ناروغۍ اخته شوه، او د ناروغۍ پرمهال یې له پرښتې سره لیدل وشول.

هغه وایي:

«دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې لا د ماشومانو د شل والي واکسین نه و کشف شوی. هغه مهال چې زه په دې ناروغۍ اخته شوم، د تخت له څنګه مې لوړه له شوکته ډکه پرښته را څرګنده شوه او ما ته یې ووېل چې له ماسره پاتې کیږي او زه به هېڅ مهال یوازې پاتې نه شم.

که څه هم چې سخته ناروغه وم او پلار او مور مې زما په اړه خپل امید له لاسه ورکړې وه، خو بېرته روغه شوم. زما د بدن هېڅ غړی شل او فلج پاتې نه شو. او بل مهال هم د هغې ناروغۍ هېڅ اثر زما په بدن را ښکاره نه شو.»

لورین وروسته ووېل چې له روغېدلو را په دېخوا یې نه شول کولای خپله ملاتړې پرښته وویني، خو د راتللو او تللو پر مهال یې د هغې د ګامونو آواز اورېده. هغه دا هم وایي:

«زه که څه هم چې نه شم کولای هغه ووینم، خو حضور یې احساسوم.»

تر شپیته کلنۍ پورې له پرښتې سره د لورین اړیکې روانې وې.

«د دعا او نیایش پرمهال له پرښتې سره چې سپینه جامه به یې په ځان وه، مخامخ کېدم. هغه هماغه خیرغوښتونکې پرښته وه چې په کوچنیوالي کې ماته راتلله. هغه موجود به زه د خلسې یا خوب پر مهال کایناتو او د هغو بې شانه مخلوقاتو لیدلو ته بیولم چې زه یې د شان او شوکت د بیانولو نه یم.» 

هغه وګړي چې مړینې ته څېرمه تجربو لرونکو کوچنیانو سره نیږدې وو، وایي چې دغو کوچنیانو بېرته خاورینې نړۍ ته په را ستنیدلو سره له بشپړې روغتیا سره دا یو ډول په ډاګه کوله چې ګڼې د ځان لپاره د ترسره کولو یو ځانګړی ماموریت لري.

خیریه کارکونکې جین(Jean) په پنځه کلنۍ کې په غذایي مسمومیت واوښته. هغه وایي:

«هغه شېبه کې یو ښکلی موجود چې بالاپوښ یې اغوستی و، په مخه راغی او ما داسې وانګېرله چې ګڼې حضرت مسیح دی. هغه ماته ووېل چې ما بېرته پلار او مور ته ور ستنوي، دا ځکه چې زه د خلکو د خدمت کولو ځانګړی ماموریت لرم. دا شان یې ماته ووېل هغه په ټول ژوندانه کې زما لارښوونه او مرسته کوي.»

لوییس(Lois) لس کلنه وه، چې په وژونکې ناروغۍ اخته شوه. هغه کیسه کوي:

«ډاکتر په سړه سینه زما پلار او مور ته ووېل چې زه به ژوندۍ پاتې نه شم. په هغه شپه زه له بدن سره له نښلولو شویو شپږ، اوو مزو سره د روغتون د تخت د پاسه پرته وم. له ټول بدن سره مې مزي نښلول شوي و. هغه مهال چې له څلورو نوراني مخلوقاتو سره مخ شوم، داسې مې وګڼله چې مړه شوې یم. داچې زه یوه مذهبي نجلۍ وم، انګېرله مې چې ما جنت ته بوځي، خو د هغو نوراني مخلوقاتو له خوا ما ته ددې الهام وشو که څه هم سخته وژونکې ناروغۍ اخته یم، خو هغوی هڅه کوي چې له مړینې مې وژغوري او زیاته یې کړه چې زه د خاورینې نړۍ د پاسه ځانګړی مسوولیت لرم. زه باید هغه مسوولیت سرته ورسوم او تر هغې دمخه ونه مرم.»

لوییس دامهال (د کتاب انګلیسي نسخې لیکلو پرمهال) نهه وېشت کلنه ده او دوه ډوله سختې ناروغۍ لري، خو تر اوسه ژوندۍ او خندانه ده. هغه د یوه استثنایي وړوکتون ښوونکې ده او معیوبو وګړو ته ځانګړي شوي المپیک په برخه کې فعالیت کوي.

«د ستړیا او ناروغۍ احساس کوم. څلور نوراني مخلوقات د خوب په تجربو کې راځي او یو ډول حرکتي انرژي زما بدن ته ننباسي او کله کله احساسوم چې له جسم څخه بهر وتې یم.

د هېڅ راز شک ځای نه شته چې دا نوراني مخلوقات پر دې ټینګ دي چې زه له استثنایي کوچنیانو سره خپل کار نور هم پرمخ بوځم او داسې انګېرم چې دا نوراني مخلوقات او همدا شان هغه کوچنیان چې ورسره کار کوم، زما د برخلیک شاملې برخې دي.»

موسیقي پوه او شاعر والاس(Wallace ) په نهه کلنۍ کې پر شنه ټوخله باندې د اخته کېدلو له لامله نیږدې و ومري. هغه په خپله کیسه کوي:

«په یاد مې راځي چې له بشپړې روغتیا موندلو دمخه یوه پرښته راغله او زه یې په سړه هوا او د لمدې ځمکې په خټو او چیکړو کې، د لوبو کولو له امله پړ کړم.

بل ځل مې چې هغه پرښته ولیده، زه نیږدې یوولس کلن وم. په یاد مې راځي چې هغې داسې سختې کلمې په کار ویوړې چې ما ته یې مفهوم نه درلود، خو چې لږ، لږ نور هم را لوی شوم، ددې وس مې وموند چې په معنا یې پوه شم. د هغې منظور دا و چې ما باید صبر کړې وای، ترڅو لوی شم او بیا هغه مهال وکولای شم له خپلې خواوشا روحي دنیا څخه خبر شم او له نورو سره مرسته وکړم، چې وکولای شي له فزیکي مړینې څخه زما د ژغورلو راز درک کړي.»

سلاکار روانشناس دبورا(Debora) موږ ته ووېل؛ پرښتو په دې شرط اجازه ورکړه چې فزیکي ژوندانه ته را وګرځي، چې نور مړینې ته څېرمه تجربې لرونکي وګړي ومومي او مرسته ورسره وکړي.

«په یو ولس کلنۍ کې د اورلګېدنې له لامله د اکسیجن په کمښت کې زه خپګۍ ونیوم او د مړینې پولې ته یې ورسولم. په دې وخت کې آسماني موجوداتو ماته ماموریت را وسپاره چې کوچنیان، په تېره بیا ډېر واړه ماشومان چې مړینې ته څېرمه تجربې یې لرلي دي، پیدا کړم او هغوی وپوهوم چې په دې نړۍ کې یوازې نه دي او دا شان تجربې د هغوی پر استثنایي موجودیت دلالت کوي.»

دوه څلويښت کلنې دبورا د کور د میرمنې په څېر د مور او سلاکار روانشناس په توګه له خپل ماموریت څخه خوښه ده او په خندانه بڼه د داسې تجربو له لرونکو سره مرسته کوي. دا مهال هم د هغې ډلې ځوانانو ملاتړې ده چې مړینې ته څېرمه تجربې یې تېرې کړي دي.

پاتریشیا(Patricia) چې دا مهال د روحي او ماورالطبیعه چارو د رادیویي خپرونې چلوونکې ده، په پنځلس کلنۍ کې مړینې ته څېرمه تجربه تر سره کړې. د هغې په خبره ورته وېل شوي و چې خاورینې نړۍ ته ستنه شي او د خدای پیغام ټولو ته ورسوي.

...پاتریشیا وایي چې پر لومړنۍ تجربې سربېره، څو ځله نوره هم د لارښودې پرښتې په مرسته له بدن څخه وتې.

شریل(Cherryl) یوولس کلنه وه چې مړینې ته څېرمه تجربه یې ترسره کړه او له دې سره یې د وړاندوینې حس پیدا کړ. ددغې تجربې په پای کې شریل ووېل چې د هر انسان پر فزیکي جسم سربېره؛ د هغه په وجود کې یو بل څه هم شته او هغه یې معنوي شخصیت دی.

دې ډول پوهې او ډاډ له شریل سره مرسته وکړه چې د نوې ځوانۍ موسم په آرامتیا کې تېر کړي، په تېره بیا پرهغه مهال چې له صوتونو سره مخامخ اړیکې به مړینې ته څېرمه ترسره کړې تجربه ور په زړه کوله.

شریل راز راز پیغامونه ترلاسه کول:

«روحاني لارښوونکي زما د لارښوونې ترڅنګ کله کله زما په وړاندې شته ګواښ په اړه  خبرتیا راکوي.»

...په دې وختونو کې شریل په ډاګه کړه چې د ځمکې د وچې د بدلونونو په اړه یې پیغامونه ترلاسه کړي دي.

«زما لارښوونکي او سلاکاران د نوراني انوارو په څېر را څرګندیږي. له دغو مخلوقاتو څخه ځینو یې راهبانو ته ورته لویې جامې اغوستې وي او ځینې یې بیا لوړ قدي دي چې ډېرې ښکلې او زړه راښکوونکې بڼې لري. د څېرو رنګ یې نیږدې برنجي وي، بادامي سترګې یې یا شنې یا خاکستري رنګ لري، لنډه دا چې هرڅه یې ډېر ښکلي دي.»

د کوچنیانو روانشناس آرتور(Arthure) په خپله لس کلنۍ کې پرښته ولیدله. هغه د خپل تره د کور په حوض کې د ډوبېدلو په حال کې و چې دا تجربه ورپېښه شوه. خپله وایي:

«وروسته هغې پرښتې ماته ووېل چې په را روان ژوندانه کې به د نوم څښتن شم. پرښته چې په یوه نوراني پرده کې راپوښل شوې وه، د یو شفاف نور په وړاندې ولاړه وه او ماته یې دا هم ووېل چې له دې نوره لیرې نه شم.»

آرتور د خپلو خاطرو په راوړلو سره وایي هغه مهال چې د څوارلسو کلونو و؛ نو پلار او مور یې هغه د میامي په ایالت کې د خپلوانو لیدلو ته واستاوه، آرتور هغه مهال یو شرمناک او پسمانده هلک و.

«هغه پرښته بیا راته راغله او راته ویې وېل چې کولای شم سندرې ووایم. ما هېڅ مهال سندره نه وه وېلې؛ خو د هغې ورځې په ماسپښین مې دومره په مهارت سندره ووېله چې ټول را ته هک اریان شول. د تره زوی مې له ډېر تمرین سره سره، لا تر دې مهاله چا نه پېژانده، ولې زه په یوه مېاشت کې ټولو پېژندلم او بیا همالته په میامي کې پاتې شوم.»

آرتور د شپاړسو کلونو و، ښوونځی یې وایه، یوه ورځ چې کورته را ستون شو، نو خپل پلار یې په خونه کې مړ وموند. هغه د درد دغه شېبې داسې بیانوي:

«ډېر مهال مې د پلار لپاره ماتم ونیو؛ خو مړینې ته څېرمه تجربې ماته ښوولې وه، چې باید مړینه د معنوي دنیا د یوه واقعیت، برترۍ او کامیابۍ په توګه ومنم.»

ارتور په اوولس کلنۍ کې خپله ټوله کورنۍ خبره کړه چې ورور به یې په یوه ټرافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړي. هغه کیسه کوي:

« ځان مې د ورور د مړینې لپاره مخکې له مخکې چمتو کړې و، دا ځکه چې په خدای مې باور درلود او له فزیکي ژونده وروسته ژوندانه واقعیت مې هم درک کړې و او له پرښتو سره مې هم خبرې کړې وې. ما د ورور د مړینې په شپه، هغه د روح په حالت ولید او ورسره وغږېدم. همدا شان مې له هغه سره مرسته وکړه چې پاتې لاره ووهي او د پرښتو تر ملاتړ لاندې واوسي.»

مړینې ته څېرمه تجربو لرونکي او همدا شان هغه ځانګړي وګړي چې د روح د سفر له اصل سره اشنا دي، وایي چې کله روح له فزیکي کالبوت څخه وځي، نو له یوه تیاره دهلیز څخه باید تېر شي، د دهلیز ها غاړه بې شانه نور پړکونه وهي او الهي استازې، یا پرښتې له روح سره په پاتې سفر کې ملګرتیا کوي.

آرتور دا مهال د اته دېرشو کلونو دی، هغه څرګندوي تر دې مهاله یې چې هر څه وېلي، په ژوند کې رښتیا شوي. هغه را روانې پېښې په خوب کې ویني.

د روح د سفر لرغونې پوهه د تجربو له لارې هر فرد ته دا شونې کوي چې د خوب او اروا د سفرونو له لارې نا اشنا جهانونه وویني او د فزیکي مړینې وېره په ژوند کې پای ته ورسوي. د خوب جهانونه او سفرونه هومره حقیقي دي لکه زموږ فزیکي تجربې. ډېر ځله موږ په خوب کې یو څه د لیدلو ترڅنګ حس کوو هم. د خوب په تجربو کې دا راته شونې ګرځي چې هم په خپله په تجربه بوخت و، هم تجربه ګورو او هم په هر څه پوهېږو.(لیدل، اوسېدل او پوهېدل) د ځان پېژندې اساسي ځانګړنې دي، چې د روح صفات بلل کېږي.

آرتور به یوازې وړاندوینه کوله، خو داسې وګړي هم شته چې له مړینې ته څېرمه تجربو څخه له بېرته راستنیدلو سره، د ځانګړي قدرت خاوندان شوي او هېڅوک نه شي ورباندې برلاسی کېدای.

جان(John) چې دا مهال د ښوونځي ښوونکی دی، په اته کلنۍ کې د موټر د ټکر له سختې پېښې وروسته پوره دوه مېاشتې په روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې و. د هغه په خوله:

«ډېر مست باران اورېده. زه مې له پلار سره په موټرکې ناست وم. سړک د نورو موټرونو په څڅېدلو تیلو غوړ و، دا مهال زما د پلار تېزرفتار موټر وښوېد او پلار مې ونه شول کولای موټر کنترول کړي، نو موټر په یوه سخت ګوزار سره، د خاورو او خځلو غوچوړي ته ور ولوېد. ناڅاپه زه له خپل بدن څخه ووتم او له پاسه مې سیمه څارله، چې نور موټر د ټکر له وېرې دا خوا ها خوا ځي. پلار مې ولیده چې سر یې د موټر په اشترنګ ایښې، خو احساس مې داسې و چې حال به یې بېرته ښه شي.»

جان په یاد راوړي چې له یوه لوی تش او تیاره ګودام څخه تېر شو او بیا یې په یوه نوراني مخلوق سترګې خوږې شوې. هغه بیانوي:

«له هغه موجود څخه خورېدوکې رڼا او نور دومره تېز او ځلانده و چې زه اړ شوم خپل لاس د سترګو په وړاندې ونیسم. څه مهال د هغه نور خواوشا وګرځېدم، بیا هغه نور زما په لور راغی او زما لاس یې ونیوه. له هغه وروسته هرڅه د یوه مبهم نور په بڼه ښکارېدل او بیا هرڅه په تیاره کې ډوب شول.»

له دې تجربې وروسته جان په داسې حال کې چې سخت درد یې درلود، بېرته خپل بدن کې راویښ شو.

«د نورو له غبرګون څخه پوهېدلم چې د ژوندي پاتې کېدلو نه یم. ما هغوی ته ښه وکتل، ژر مې د نرسانو په سترګو کې ناامیدۍ احساس کړه، داسې ښکارېدله چې هره شېبه شونې ده زه ومرم او له دې سره د مور او پلار له سترګو د غم اوښکې دارې وکړي؛ خو زه پوهېدم چې خدای تعالی بېرته ژوند ته ور ستون کړې یم. له درې ځلو جراحي عملیاتو سره چې ما تېر کړل؛ حتا ډاکترانو پردې باور نه شو کولای چې زه د دومره ژر را روغ شم.»

جان د ادعا نه لري چې دده لاس نیونکي نوراني مخلوق سره چې هغه یې بېرته بدن ته راستون کړ، همیشنۍ اړیکه لري، خو وایي چې اوس د مثبت فکر یو داسې متفکر دی چې زیات پروګرامونه په سر کې لري.

 دا رښتیا ده، هغو ماشومانو او لویانو چې مړینې ته څېرمه تجربې یې تېرې کړي، بیا د ژوند په ټولو پړاوونو کې پرښتو، نوراني مخلوقاتو او نورو روحاني موجوداتو د هغوی مرسته او ملګرتیا کړې؛ خو ځینو وګړو پرته له دې چې څوک وویني؛ د ژوند په ټولو پړاوونو او سختو شېبو کې خالص صوت، له هغوی سره ملګری و.

دورتي(Dorothy) چې یوه خبریاله ده، په دیارلس کلنۍ کې یې د سخت خپګان، بې خوبیو، غټو کولمو، ګېډې، سینوزیت، وینې کموالي، برانشیت او وینې دوران کې ګډوډۍ په څېر جسمي ستونزو له لامله سخته کړېده. هغه وایي:

«یوه شپه چې د خپل تخت د پاسه اوږده غځېدلې وم، پام مې شو چې ساه نه شم را ښکلی. هڅه مې وکړه چې خپله تنفسي سپرې را واخلم، خو په هماغه شېبه کې مې پر سترګو توره پرده را پرېوته او بېهوښه شوم.

که رښتیا شي وروسته نه پوهېدم چې څه پېښ شوي، خو په یاد مې راځي چې د نارنجي رنګې پوکاڼې په څېر شوی وم او چت ته نیږدې؛ لکه لامبوزنه داسې ښورېدم. له پورته مې لاندې پر تخت خپل خوار، له حرکته پاتې، بدبخته او مرګ په حال کې جسد ته کتل او له هغه سره مې د پرديتوب احساس کاوه. رښتیا داده چې زما خیال له دې خوښ و چې ناروغه او له پښو پاتې بدن مې د مړینې په حال کې دی. په لس دولسو ناروغیو اخته بدن پرځای په همدې د ګردې نارنجي بڼې اوسېدل را ته ډېر په زړه پورې و.»

دورتي له همدې تازه او بې غمه آزادۍ څخه د خوند اخیستلو په حال کې وه، چې یوه امرانه او غوڅ غږ وپوښتله:

«ما خپلې خواوشا ته څوک ونه لیدل، خو هغه امرانه او عمیق غږ چې تر زیاته حده یې مهربانه او نرم حالت درلود، ما اورېده. غږ له ما وپوښتل چې غواړم ومرم که ژوندی پاتې شم؟!

زه اریان او بې ارادې پاتې شوم. هغه آزادي را ته ډېره ګرانه وه، چې زه یې له بدبخته او له غمه ډک بدن څخه خلاصولم، خو آیا زه چمتو وم چې پلار، مور، دوستان او خپل ښوونځی پرېږدم؟ که ژوند تریخ او سخت هم وي، بیا یې هم پرېښوول ناشوني دي، بیا په تېره چې ما غوندې د نوې ځوانۍ په موسم کې وي. سربېره پردې هومره ډېرې ناروغۍ را پېښې وې، بیا هم زما زړه غوښتل نور ډېر څیزونه ووینم او خپل نور کارونه هم سرته ورسوم.

غږ یو ځل بیا خپله پوښتنه تکرار کړه، تر نظره مې راغلل چې ګڼې د ښوونځي مدیر غواړي د لوډسپیکر له لارې یو خبر اعلان کړي. هغه پوښتنه چې نه پېژندلي پوښتونکي له ما څخه کوله، د ښوونځي د مدیر له خبرو ډېره مهمه وه. هغه ځواکمن غږ له ما پوښتل ژوند غواړم که مړینه او زه په ټینګه پوهېدلم چې هره پرېکړه ونیسم؛ همغسې کیږي. ما باید پرېکړه کړې وای.»

او له دې سره دورتي چغه کړه چې غواړي فزیکي ژوند ته را وګرځي. او ورسره سم یې دا احساس کړه:

«ناڅاپه مې په خپل بدن کې د حرکت احساس وکړ. داسې و لکه یو څراغ چې د روښانېدلو په حال کې وي. شېبه زه په یوه ژور عشق کې ډوبه شوم. اوس چې د دوڅلویښتو کلونو یم، د هغو خاطرو په را په زړه کولو سره بې واکه زما له سترګو د شوق اوښکې بهېږي. له هماغه وخته پوه شوم چې هېڅ مهال به یوازې پاتې نه شم او کولای شم د هر راز زورور درد او کړاو په وړاندې ځان ټینګ کړم.»

دورتي خپل بدن ته ور وګرځېده، خو لا یې هم نفسک واهه او په ناهیلۍ یې زور واهه چې هوا خپلو سږو ته دننه کړي.

«داسې مې تر نظره کېدله چې زمان په ټپه ولاړ دی. په هرڅومره زیار سره چې و په پای کې مې تنفسي سپرې را واخیسته او په خوله کې مې ونیوه. په څو شېبو کې زما تنفسي سیستم عادي حالت ته را وګرځېد.»

بله اونۍ دورتي د ډاکتر له معاینو وروسته یوازې د وینې د کموالي له ناروغۍ سره لاس او ګریوان وه او ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره هم د خوړو د یوه متخصص تر نظر لاندې راغله او د هغه په مرسته یې د سلامتۍ په لاره ګام اخیستل پېل کړل.

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۳       سال       هشـــــــــتم          حـــوت    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         اول مارچ ٢٠۱٢ عیسوی