کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 

 

۱۳

 

۱۴

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

دولسمه برخه

«ته ایله کېږې!»

حاجي ته اېله کېږې!

جالبه کیسه دا وه، چې په دې ځای کې، دغه ډله جنګیالي چې زه یې ساتلم او څارلم، یوه برخه یې هماغه القاعده عربان وو. خو پاکستاني طالبان هم ورسره وو. دغه د مولوي فقیر ډله ښیم.[1]

ددغو جنګیالو لوی مشر هماغه لوی عرب شېخ وه، چې ما د عبدالحق  په نامه پېژانده.

دې کې یوه ورځ دغه مشر راغی هغه ووېل:

«حاجي مبارک دې وي، ته ایله کېږې!»

ما وېل: څنګه!؟

هغه وېل: کار دې خلاص دی.

ما پوښتنه وکړه: څرنګه خلاص دی!؟

هغه لهجه بدله کړه:

«حکومت دې، نه درپسې ګرځي. زموږ نفر نه را خلاصوي، پیسې نه راکوي. ډېر انتظار شو؛ خو حکومت دې په کیسه کې نه شو!

زما له چوپتیا وروسته یې زیاته کړه:

«موږ اوس پاکستان سره ډیل (معامله) وکړ. زموږ اته نفره، چې دوه په کې ښځې دي، را خلاصوي. او دولس میلیونه ډالره یې هم موږ سره معامله وکړه!

دا معامله یې یوازې زما پر سر کړې وه. هغوی زما پر سر له افغانستان څخه د څلوېښت کسو د خلاصولو غوښتنه کړې وه. پیسې خو جلا وې!

دوی وېډیو کلېپ واخیست. او خط یې راباندې ولیکه.

دوی را ته وېل او ما هماغسې لیکل:

«مجاهدین ښه خلک وه. ډېر اسلامي شیان مې ترې زده کړل. شکنجه نه وه! ښه برخورد یې کاوه. زموږ حکومت هیڅ را پسې ونه ګرځېد. مجاهدینو انتظار ووېست. خو هغوی زما کیسه کې نه شول. بالاخره مجاهدینو پاکستان حکومت سره تماس ونیو او پاکستان حکومت د دوی تقاضا ومنله او زه فعلاً آزاد یم.»[2]

 

موږ وبخښه!

عربانو ما ته تحفې راکړې. چوټې، لنګوټه، کالي، اسلامي کتابونه-البته په عربي ژبه- دا یې راکړل. معذرت یې وغوښت، چې که شکنجه شوی وې، موږ وبخښه!

بیا یې زه ودرولم. عرب جنګیالي را سره ودرېدل. هماسې نقابونه یې په مخونو وه. زما عکسونه یې داسې واخیستل.

ما وېل: ما ته فرق نشته، چې پاکستان یا افغانستان معامله درسره کړې، زه خوشحاله یم. چې آزاد شم.

 

اوس په مخ نه راځي!!

تر دې دمخه، یوه شپه عبدالحق راغی. خو د هغه له راتګ دمخه یې زما لاسونه او پښې را وتړل. پښو کې یې زنځیرونه را واچول. دا را ته غیر معمول کار وه.

ومې وېل: کوم مشر راغلی؟

محافظ ووېل: هو مشر راغلی.

د محافظ د ځواب هدف عبدالحق وه. خو دا ماته معمولي خبره وه. عبدالحق ما سره داسې چلند نه کاوه! هغه به سمې خبرې راسره کولې؛ نو سوال راته پیدا شو، چې دا څه خبره ده؟؟؟

دا شپه راته غیر معمولي غوندې شوه. زه دلته په زنځیرونو تړلی او ها بل اتاق نه نا آشنا ږغونه راتلل. دا معمول جنګیالي عرب عادي ږغېدل؛ خو یو دوه کسو، په غیر معمول ډول ډېرې ورو او په احتیاط خبرې کولې. ما یې مازې ګونګوسی اورېده. پوه شوم هغوی نه غوښتل څوک یې ږغ واوري.

خدای خبر، خو زما ګومان همدا دی، چې نه به یې غوښتل زه یې ږغ واورم؛ ځکه زه یې ږغ پېژنم...

دا به څوک وه، چې خپل آواز یې له ما پټاوه!؟ انسانان یو له سترګو ښه پېژندل کېږي او بل له ږغه. نو دا څوک وه، چې له ما یې خپل ږغ پټاوه!؟ البته دا به ما څه پېژانده! ښایي چېرې به مو سره لیدلي وه!! څه مو ترمنځه خامخا وه؟؟؟

غټ سوال وه! زما سر نه پرې خلاصېده او دې خبرې زما په زړه ډېر فشار راوړ.

حیران وم. زه داسې سوټ بوټ تړلی، بې کسه، بې وسه، یوازې، بندي، ناچاره، نه له خپلې نن خبر، نه له سبا خبر، نه د کور او کورنۍ څه احوال؟؟؟ او دا مهم سړی له ما ځان پټوي!!!

خدایه! هرڅوک چې دی، زه یې تا ته سپارم. څه چې ستا اراده غواړي، هماغه په دې دواړو سترګو منم.

بیا یې زه په همدې سوچونو او دردونو کې، همداسې زنځیرونو کې تړلی ور ووېستم.

اوړی وه. دباندې ترپال آوار وه. ما نه څه لیدل او نه له څه خبر وم. نه پوهېدم څوک شاوخوا را چاپېر دي؟ دا کسان چې زه یې نه وینم، څوک دي، څه غواړي، د دوی پر ما څه ښه کېږي، چې زه یې داسې په زنځیرونو کې تړلې ورته راووېستم؟؟؟

عبدالحق زه په غېږ کې ونیولم. هغه زه دیوال ته تکیه کړم. ږغ یې کړ:

«شربت ورته راوړئ!»

ها څه خبر چې زه د څه بدو زهرو مار په زړه چیچلی یم. خدای خبر، ښایي زما له حالته یې څه حس کړي وي. ویې وېل:

«حاجي صاحب خوب هستي؟»

زما د پښو زنځیر یې په څه شي وتاړه. پوه نه شوم، چې په دروازه، تمبه یا څه شي یې د زنځیر سر ور ټینګ کړ؟

عبدالحق ما سره مرکه پېل کړه. [3] عبدالحق لګیا وه. زما د کېس موضوع یې را اخیستې وه. هغه وېل:

 «کېس دې په خلاصېدو دی. یو نیم لک ډالر را رسېدلي او نورې پیسې هم را رسېږي. هغه چې راورسېدې، ته خلاصېږي، نور آزاد یې!»

نیم ساعت دا خبرې روانې وې. هغه خبره اوږده کړه:

«کورنۍ ته به دې ورشې. ته ډاډه اوسه موږ چا سره شخصي کار نه لرو. دا کارونه؛ خو د الله او د قرآن لپاره کوو...»

بېرته یې کوټې ته، له کوټې څاه ته او د څاه له منځه بیا بلې بدرفت ډوله نوې تېارې کړې څاه ته دننه کړم. د پښو زنځیرونه یې را څخه واخیستل او نور یې پرېښوولم.[4]

زه په تعجب کې پاتې وم، ولې یې داسې لاس او په پښو تړلی دباندې کړم او ولې هېڅ حال را معلوم نه شو!؟ عربانو خو پخوا داسې نه و راسره کړي!!!

هو، کوم وخت به چې ددوی غټ څوک راتلل؛ نو په دې ډول به یې پښو ته زنځیرونه را اچول. خو داځل څوک رانغلل...یا راغلل خو له ما پټ شول. هغوی له خپلو څېرو شرمېدل.

ښه هرڅوک یې له ځان سره کوي. څه چې کوې هغه به ریبې. هرڅوک پوه شه او خپل حساب او کتاب یې پوه شه، دا خبره به پرېږدم. زه خو خلاصېدم. عبدالحق را ته وېلي وه. او عربو دا امتحان راکړی وه، چې لوظ به یې عملي کاوه.

نور نو زه اوس خپل خلاصېدلو ته سترګې په لاره وم.

عبدالحق را ته ویلي وه، چې اختر ورځې به له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې.

سپېده داغ مهال راپاڅېدم. دوی د جمعې لمونځ ورکاوه. زه ور نه جلا وم. خو د عربانو د جمعې ږغ له ورایه راته. بیا یې اوږده دعا وکړه. دعا یې هم د سفر وه. ږغ د عبدالحق وه.

لمونځ چې خلاص شو، د دروازې ټک ټک شو. عرب پهره دار راننوت:

«سترګې دې وتړه.» عبدالحق پرې را ږغ کړ:

«مه یې ورتړه!»

عبدالحق راننوت. خپله تپانچه یې د ملا په کمربند کې تړله. «حاجي دعا بکن!»

ما ووېل:

«دعا برایت میکنم...» ما وپوښته:

«ما و تو باز دیده میتوانیم؟»

عبدالحق فکر وکړ، چې زما مقصد له خلاصېدلو او زما له آزادېدلو وروسته دی. هغه ووېل:

«اګر سکیورټي مه اجازه داد.»

ما ووېل چې نه مطلب مې دغه وخت دی، چې له تاسو سره به وم!

عبدالحق ځواب راکړ، چې هو! زه به خپل ایمیل ادرس هم درکړم.

هغه په همدې سهار ووت.

 

د القاعدې دریېم کس!

دمخه مې له عربانو څخه راډیو غوښتې وه. عبدالحق دا ځل یوه وړه راډیو راکړه. په دې راډیو مې له نورې دنیا ځان خبراوه. خبرونه مې اورېدل. بل کار مې نه وه. په خپلو افغاني ژبو (پښتو او دري) اردو او انګلیسي ژبو مې خبرونه او راپورونه اورېدل.

په دریېمه ورځ راډیو خبر تېر کړ، چې «د القاعدې دریېم کس ډرون الوتکو وویشت.»

تړک زړه ته راولوېدل، چې اخ! دا دریېم شخص، خپله همدا عبدالحق دی! هو زړه دا راته وېل او بیا زما د زړه خبره رښتیا وخته.

زه د عبدالحق په اصلي نوم نه پوهېدم. ځکه چې عرب جنګیالو مستعار نومونه لرل. عبدالحق هم هسې ما په دې نوم یاداوه. ما د خپلې اړتیا له مخې، خپله شاوخوا فضا، اشیا او سړیان یو ډول ځانته نومول.

 

له دې ځایه د لس پنځلس دقیقو مزل دی!

لس پنځلس ورځې تېرې وې. ماښام لمونځ ادا شوی وه، چې دروازه را ټک ټک شوه.

په انګلیسي را ته ووېل، چې کالي دې ټول کړه، سترګې دې وتړه، له دې ځایه وځوو!

کتل مې یو پاکستانی پښتون ورسره وه. هغه په پښتو ستړي مه شي راسره وکړه:

«مشره ستړی مه شې!»

ما وېل: «خېر یوسې!»

پاکستانی پښتون: «د سترګو پټه دې لږ پورته خوا کش کړه!»

لاسونه یې مخې خوا ته را ولچک کړل. وېل یې:

« له دې ځایه د پښو د څو دقیقو مزل دی! ته یوازې خپلو پښو ته ګوره. شاوخوا به نه ګورې!»

له دې ځایه یې ووېستم.  

یو ساعت- دومره پیاده لاره وه. غرنۍ لاره وه. داسې شیله ځای وه.

زما چوټې په پښو وې او په ډبرو، بوټو او شګو کې ختم او مخته روان وم.

پښتون جنګیالی راسره خواته روان وه. هغه زه له مټ نیولی وم. څټ ته ها عرب را پسې وه.

یاره یو پنځلس دقیقې به داسې د غره په لمن او شېله کې تللي وو، چې د ډرون آواز شو.

ډرون زموږ پر سر ولاړه وه. داسې (غوووو...م) آواز یې درلود.

ما فکر وکړ، چې ځای پرځای دلته پر موږ بم را اچوي! بس ودرېدم. څه چې د خدای خوښه وه هغه به کېدل.

خو حال دا چې هلته لېرې، د ډرون الوتکې د لګېدلي راکټ رڼا پورته شوه. ځای یې ښه په تېزۍ وځلېد.

پښتون سپاهي راته ووېل:

«کلمه دې ووایه!»

ما او ده هر یوه جلا جلا خپله کلمه وېله.

دغه سپاهي زه له لاسه نیولی وم. هغه زه ځان سره د یوه بوټي څنګ ته کښېنولم.

له دې مرګه هم خلاص شوم.

 

له جمهور رییس سره وږغېږه!

چې رښتیا شي، هومره مې پر مرګ خوا نه بدېده. ځکه د عبدالحق په وعدې وخت وتلی وه. ډېرې ورځې تېرې شوې وې. اختر هم تېر شوی وه، خو زه دا دی بیا هم د بل پردي سړي په اختیار کې تړلی روان وم. یقین مې وه، څه یې چې زړه راته وغوښتل؛ هغه را سره کولای شي!

په زنځیرونو تړل، په څاه کې اچول، بې خوبه کول، د سلهاوو پوښتنو ځوابونه غوښتل، په زور وېډیو راباندې ثبتول. په زور خط را باندې لیکل...

مرګ خو یوه شېبه وي. لکه باد راشي، لکه باد روح له ځان سره واخلي او بیا تېر شي. نور نو بیا ته پوه شه او فکرونه او عملونه دې. تردې به بدتره لاڅه شی ول!؟

زه او دا پاکستانی جنګي طالب د بوټي شا ته خپ شوي، واړندې عرب را ته څار او متوجه، لاره نامعلومه، وطن پردی، ځای پردی، سړي پردي...هرڅه پردي... زه له هرڅه خلاص وم. هغه مې وپوښته:

«دا شېخ صاحب څه شو؛ هغه قول کړی و، چې تر اختره خوشې کېږې! دا دی دوه درې هفتې تېرې شوې...

پښتانه ووېل:

«هغه د خدای وبخښي. هغه بلې دنیا ته ولاړ.»

فراهي: «څه وایې هغه ما سره وعده کړې وه...»

پښتون بله خبره را واخیسته:

«د پاکستان کیسه کې مه کېږه!

زموږ مشران چې راغلل، سټلایت ترې وغواړه! جمهور رییس سره وږغېږه!! دوه نفره دې راخلاص کړي او پیسې دې راکړي...!!!»

ځان سره په چرت کې شوم: عبدالحق له کابله د ۴۰ بندیانو بېرته ور سپارل او پیسې غوښتې وې. دی وایي، چې دوه نفره دې راخلاص شي!!!

زه ډېر مایوسه شوم. ما ګڼله، چې اختر به له کورنۍ سره وم، خو دې کار سره، چې عبدالحق مړ شو، زما دا خوب هم راته اوبو وړی ښکاره شو!

ډرون، مرکچي نښه کړ

دا سړی چې ډرون ووېشت، هغه ځای ته روان وه، چې ښایي د مخکني پلان له مخې، پاکستان دوی ته عرب بندیان ورښوول. دغه مرکچي یا نماینده غوښتل ډاډه شي، چې رښتیا هم راوستي سړي د دوی عربان دي که هسې کوم چل روان دی!؟ دا زما حدس او ګمان ؤ، په اصل خدای پوه شه!

خو دا عرب ډرون وویشت. معامله هم لکه چې دلته ختمه شوه!!![5]

 

هرڅه د الله لپاره!

له دې چې را تېر شم؛ نو عبدالحق به وېل:

«زه د اسامه څخه ډېر جایداد لرم. ټول مې د الله او قرآن لپاره خوشې کړي.»

هغه زیاتره یا ټول جهادي مشران پېژندل. خپله یې هم د افغانستان جهاد کې سهم درلود. په عمر به تر ما لږ څه کشر وه، ځکه ږېره یې لا هم توره برېښېده. هغه په قوم او په نژاد عرب وه. خو دا چې د کوم مملکت دی؛ نه ما پوښتنه کړې نه هغه څه وېلي، او ضرور هم نه وه، ځکه ما ته یې لا اصلي نوم نه وه معلوم.

عبدالحق به راسره کیسې کړې. دغه جهادي مشران چې دولت کې دي، دا یې بد ګڼل، وېل به یې: «پلانکي جهادي مشر ته ووایه، چې څرنګه کفر سره کار کوې؟

 

د قبر له پاسه زما خیالونه

ډرون ولاړه. موږ وخوځېدو. یو ساعت به مو مزل کړی وي، چې یوې هدېرې ته ورسېدو. ناڅاپه امر را باندې وشو:

«څمله!»

دا ږغ د هغه پښتانه جنګیالي وه، چې زه یې له څنګلې نیولی وم.

زه هم څملاستم. سر مې په قبر کښېښود، چوټې مې تر سر لاندې کړې. پهره دار ووېل:

«دلته دېرش، څلوېښت دقیقې وخت لرې. آرام وکړه!»

ما ته داسې ښکاره شوه، چې د ماسخوتن لمانځه وخت دی. دوی زه دلته هدیره کې پټ کړم، چې د سیمې خلک جمعه وکړي او کورو ته ولاړ شي. او هېڅوک پر ما خبر نه شي. بیا مې بوځي او ځای پر ځای مې کړي.

ما ته ږغونه راتلل. د موټرو، موټرسایکلونو ږغونه مې ښه سم اورېدل، خو د پورته کېدلو او ځان خوځولو اجازه مې نه لرله! نو د قبر په خاورو او شګو آرام پریوتم. [6]

له هدېرې یې بل ځای او بیا بل ځای ته بوتلم.

زما سرنوشت معلوم نه وه.

دلته په کابل کې زما کورنۍ، په تېره بیا زما خسر انجنیر ضیا مجددي، ورسره خواښې او مېرمنې مې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، چې ما له دې عذابه ژوندی راوباسي.

خسر مې د جمهور رییس حامد کرزي سخت آشنا وه. همالته په ارګ کې پروت وه. نه کرارېده، ترڅو زه را خلاص شوم! دا کار دوه مېاشتې را وروسته وشو. کیسه یې یو څه وخت نیسي.

خدای ښه خبر؛ پنځه څلوېښت دقیقې یا ساعت داسې په هدیره کې پر قبر پروت وم، چې بیا یې پاڅولم. ددې کلي یوه کورته یې دننه کړم. کور په لوړه وه. کښته کوڅه او سړک وه. کور له خټو او پخو خښتو جوړ وه.

زه یې یوه کوټه کې واچولم. دا د هستوګنې کور او ځای معلومېده. خو تش وه. هلته یوه زړه چارپایي او زاړه کالي پراته وه.

دلته دوه درې ساعته وم.  

یو عرب جنګیالی را سره دننه کوټه کې وه. نور څوک مې ونه لیدل. لاره کې هم عرب راپسې وه. مخونه نقابپوشه، وسلې ورسره، او ګام په ګام ما ته متوجه، چې زه کومه خوا مخه نه کړم!

یاره چې زه چا لیدلای وای، او ور سره یې داسې تکړه او تر مرګه ولاړ تریننګ شوي مذهبي جنګیالي را باندې مقرر ښه کتلي وای، نو له حیرانۍ به یې- ها د چا خبره- ښکر کول!

زه نور نه د تېښتې وم او نه له چا سره د مقابلې وس او زړه را په کې پاتې وه.[7]

ښه فکر وکړئ، دا زمان یو ځل له ځان سره د زړه په حواسو حس کړئ! یو څوک چې پوره ۷۹۰ ورځې، چې په ساعتو یې واړوې، ۱۸۹۶۰ ساعته او په دقیقو هم ۱۱۳۷۶۰۰ دقیقې او ۶۸۴۰۰۰۰  ثانیې...له هر راز آزادۍ خلاص وي. نه د خبرو اجازه ولري، نه د څه اورېدلو، نه د چا د لیدلو، نه چا ته د ځان ور ښکارولو! داسې بنیادم د تېښتې، یا پر چا د حملې، یا بلې خرابکارۍ دي؟؟؟

رښتیا دلته دوه درې ساعته په دې کوټه کې وم. هغوی له څټه د هغه بل مرکز، چې له کوټې به یې څاه ته تلې، له څاه به بل سفتیک څاه ته ورته د اوسېدلو سوړې ته ننوتې؛ د هغه ځای ټول سامان او وسایل را بار کړي وه.

بیا یې له دې ځایه ووېستم. د شپې په ماسخوتن یې کوڅه کې روان کړی یم. له لېرې مې موټر ولید. مازدا ټرک وه! د هغه څټ ته یې سامان بار کړی وه: لرګي، څوکۍ، ترپال او داسې نور شیان.

زما عرب پيره داران ټول دې موټر کې سپاره وه. زه یې مخکې سيټ ته ور پورته کړم. دوه نفره نور هم سیټ کې را سره ناست وه. دغه دواړه عرب سپاهیان وه. موټر حرکت وکړ.

بیا د موټر په حرکت د پنځلسو، شلو دقیقو لاره وه. دلته یې سترګې راباندې سمې په پټاره را وتړلې. بیا یې توره کش توبره ډوله خوله زما په سترګو را کش کړه. نور هېڅ نه را معلومېدل. دومره مې حس کوله، چې کوڅې ته ورته ځای وه.

 

زما او ایراني دیپلومات کړې وعده

بالاخره یې یوه ځای ته وېوړم. کوز یې کړم. سرای ته یې ننوېستم. یوه غټه کوټه کې یې کښېنولم. دوی جارو کوله.

د جارو کولو ږغ مې اورېده. دوړې مې هم حس کولې. سترګې هم پټې، لاسونه هم ولچک، زړه هم زخم زخم، حواس هم زخم زخم...ورک یې کړه، ما کې څه روغ پاتې وه!؟ په ټول ځان زخم زخم. حتا روح مې هم ژوبل ژوبل وه.

دوی جارو روانه کړې وه. کوټه یې چمتو کوله. بس مخ مې نور هم پټ کړ. خپل غم او درد مې نور هم را سره خپل کړ.

«خدایه! هر زنده سر چې داسې په عذاب کې وي، ته یې آزاد کړې.»

«لویه خدای تعالی! ته د آزادۍ دښمني زموږ انسانانو له زړونو او ذهنونو ورکه کړې!»

یو وخت یې چې سترګې را خلاصې کړې، ګورم چې هماغه پخوانۍ لویه کوټه ده. هغه د تاریاکو ځای ښیم.

اوږده، ارته، لویه کوټه، چې غټې غټې فلزي کړکۍ یې لرلې. دې ځای ته یې دوه ځله دمخه هم راوړی وم. دلته به زه او ایرانی دیپلومات یوه کوټه کې پراته وو، خو د ترپال ډبله پرده به منځ کې وهل شوې وه.

ایرانی شپږ مېاشتې دمخه خلاص شوی وه.

هغه وخت، چې خدای را خلاص کړم. بیا خدای ژوند راکړ. کور او کورنۍ سره یو ځای شوم؛ نو ایراني سره مې په تیلفون تماس ټینګ کړ. (اوس یې نوم یاد ته نه راځي، خو ښایي کتابچه کې یې پوره نوم را سره وي).

هغه عذر وغوښت، چې زما کورنۍ سره یې تماس نه دې ټینګ کړی. ایراني ووېل، چې د آزادولو پر مهال یې ټول څېزونه، او شخصي یاددښتونه ترې اخیستي وه. او ځکه یې نو عذر وړاندې کړ، چې کورنۍ ته یې زما احوال نه وه رسولی!

ما د بند پر مهال هغه ته خپل ایمیل ادرس او د کورنۍ او دوستانو تیلفون شمېرې ورکړې وې. هغه وعده کړې وه، چې تماس به نیسي او زما احوال به نورو ته رسوي.

زموږ وعده او لوظ داسې وه، چې هر یو دمخه خلاص شو، نو د بل کورنۍ ته به پوره احوال رسوو. نو که زه دمخه خلاص شوی وای، تصمیم مې درلود، چې ایران ته به ځم، ایران جمهور رییس او د هغوی خارجه وزیر سره به ګورم او تماس به نیسم. او د دیپلومات د خلاصولو خبره به ور سره کوم! خو هغه تر ما دمخه خوشې شو.

ښه وه، ما ځان سره د هغه تېلفون شمېره درلوده. جالبه داده، چې عرب جنګیالو سره سخت بند، زه هم ډېر سخت سری کړم. ما زده کړل، چې ایمېل ادرس یا تیلفون شمېرې په داسې ډول ولیکم، چې هغوی یې هرڅه وګوري ورباندې پوه نه شي، نو د ایراني دیپلومات شمېره را سره وه ځکه تماس مو سره وشو.

ښه، ایرانی خلاص دی او زه لا په بند کې یم. اوس یې دغه نوی ځای ته انتقال کړی یم.

 

د سیند ناتمامه نغمه

دا کوټه او دا سرای په لوړه دي، لاندې هم سیند روان دی. د سیند نغمه مې شپه او ورځ اورېده او دې نغمې زه له ځان سره وېستلم. دغه خدایي ږغ زه له دې بند ازادولم او د خدای په لویه دنیا کې یې، ګرځولم.

ښه وه د سیند ږغ چا نه شو را باندې بندولای. د سیند د اوبو ږغ زړه را سپکاوه.

اوس پوهېږم، چې وګړي ولې مرغان ساتي، ولې توتیان، سایرې، ګُلسرې، کنرۍ په کورو کې ساتل کېږي؟

شاید موږ په ناخوداګاه ډول ښیو چې موږ هم په خپلو فکرونو، عادتونو، رواجونو او حتا باورونو کې بند پاتې یو، کنه انسان په انسان څه کار درلود!؟

د مرغه ږغ څه لري؟ له دې ږغه نه د چا نوم او نه کومه کلمه جوړېږي؛ خو په زړه او حواسو ښه لګېږي.

ماته همداسې شوه. سیند راته ګډ وه. سیند ږغېده. سیند ترانه ویله. سیند رباب ږغاوه. سیند شپېلۍ وهله. سیند استاد اولمیر او استاد قاسم او نور استادان را په زړه کول. سیند د ټولو ږغونو خوند په ځان کې انتقالاوه. د سیند ږغ رښتینې مالګه له ځان سره لرله. دا په هر غوږ آشنا لګېده. [8]

تقریباً یوه هفته به دلته وم. پخوانی ایرانی نور را سره نه وه او اوس یوازې وم؛ خو سیند چېرې یوازې پرېښوولم. شپه او ورځ به د سیند ذکر روان وه. او ددې ږغ په اورېدلو نه چا پېسې غوښتې او نه چا بازار ته د خرڅولو لپاره، له ما څخه وړلای شو.

کوټه کې یوازې وم! خو پوه شوم، چې د ځای تنګوالی او وړوکوالی ښه دی، خو خدای د زړه له تنګوالي او خفګانه ساته. نور څوک نه وه راسره! اوس یو زه وم او هر خوا داسې تربیه شوي، جنګي، نه پخلاکېدونکي ځوانان!

 

چادري یې لا بل غم!

یوه هفته وروسته یې له دې ځایه وېوړم.

سهار دوخته یې ولچک لاسو ته راواچول. په مخ یې هماغه توره پټاره را کش کړه، دپاسه یې توره چادري په سر را واچوله. ورپسې یې موټر ته ور واچولم. پراډو موټر به وه.

بازار ته یې وېوړم. هلته بل کس، یو پاکستانی طالب راغی. روغبړ یې را سره وکړ. دا د پاکستاني طالبانو له مشرانو او قومندانانو څخه وه.

دلته یې خو زما سترګې تړلې وې. موټر کې ناست وم، خو له دې خبر نه چې بازار څه ډول دی؟ څوک هلته کار او بار کوي؟

 

 

 


 

[1]  د ۲۰۱۳ کال فبروري مېاشت کې رسنیو اعلان کړه، چې پاکستاني طالبانو جګپوړی قومندان مولوي فقیر د افغانستان استخبارتي ادارې، د ننګرهار په ولایت کې نیولی.

 

[2]  دا هغه شپې ورځې وې، چې رسنیو په دې اړه خبرونه خپرول. هغوی د بهرنیو چارو وزارت له قوله- هغه مهال ډاکتر رنګین دادفر سپنتا بهرنیو چارو وزیر وه- اعلانوله، چې له دیپلوماتیکو لارو یې پېښور کې پخوانی افغان کونسل او اسلام اباد کې تازه ټاکل شوی سفیر عبدالخالق فراهي، را خلاصولو په اړه یې سیال پاکستاني لور همکارۍ او مرستې ته رابللی. او سیال لوري ژمنه کړې، چې د نوموړي راخلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي او ژر به فراهي را خلاص شي.

 

[3]  زه خبر نه چې څوک را ته ناست دی او زما ننداره کوي. خو زړه هوښیار دی. زړه خپله جلا سترګه لري. هغه څه ویني، چې نه د ذهن او نه د حواسو زور پرې رسېږي. زړه په خپلې مخصوصې سترګې څه شی لیدل او روح په دې باندې ښه پوهېده.

زړه څه شی لیدل. زړه چې څه شی ویني؛ روح ورباندې پوهېږي او خبرېږي. او له دې زه ناخبره وم! عبدالحق هم زما له دې پټې خبرتیا ناخبره وه.

ښه نو! ټول به په خدای وسپارم. ځان به هم په خدای وسپارم او هغه څوک چې لکه غل، زما نندارې ته ناست وه؛ هغه به هم په خدای وسپارم.

دا په څېره نارینه خو په خوی زنانه به اوس  ژوندی وي. دا دردونکې کیسه به دلته د کاغد په پاڼو کې له نظره تېروي. ډاډه به وي، ځه سړی نه دی را باندې پوه شوی!

یاره چې انسان هم له خدایه بیګانه شي، نو څه څه کارونه کولای شي. داسې انسان بیا هسې پوست د انسان لري او دننه په کې لوی شیطان پروت وي او هغه وحشتونه او لوبې کوي، چې د هیڅ زنده جان عقل کار نه شي ورباندې کولای.

 

[4]  دباندې په بل چا پوه نه شوم. ذهن ته څه نه راتلل، خو زړه په ذهن نه قانع کېده. زړه څه لیدلي وه، خو ذهن نشول منلای. ذهن خو په حواسو تکیه دی، او زما خو حواس ټول بندي وه. نه مې په سترګو څوک لیدلای شوای. نه مې لاس چا ته ورکولای شوای. نه په پښو د چا خواته ورتللای شوای. نه مې په ذهن د څه شي په اړه فکر کولای شوای. د ذهن کړکۍ خو همدا حواس دي او حواس یې را زنداني کړي وه.

څه چې چا را څخه نشول بندولای، هغه روح وه. روح الهي سپرغۍ او الهي موجود دی. په روح د دنیا د ټولو بندیخانو او ټولو زنځیرونو او زولنو زور نه رسېږي.

د روح کړکۍ زړه ده. او زړه چې د خدای له یاده او محبته ډک وي؛ بیا په هر شي پوهېږي. دا بې واسطې پوهه ده. او په دې شک نه دی په کار.

زه هم ډاډه وم. خو ذهن خاپوړې کولې، چې له دې شیانو خبر شي. خو روح ذهن ته څه شی نه ورکول.

ښایي ذهن ډېر بې استعداده وي. دا چې ذهن یوازې د ظاهري حواسو له لارې معلومات تر لاسه کوي؛ نو معلومېږي، چې ذهن یوازې په ظاهري شیانو خبرېدلای شي. باطن د روح کار دی. او زه په دې ډاډه وم.

یو زړه را پاتې وه او د زړه په هکله ذهن بېسواده وه. زړه پوهېده، چې شیطان په څه جامه کې ځان پټ کړی او  څنګه یې د یوه په زنځیرونو کې بند انسان په نندارې سره، خپل ذهني او نفسي هوسونه پوره کول؟

ښه نو له ما خو پټ شو، خو له خدایه به چېرې پټ شې؟ له خدایه تېښته نشته! ذهن عجب غولونکی دی. د مړز په څېر د سړي سر په لوېشت غنمو کې پټ کړي او وایي څوک مې نه ویني!  

[5]  ډېرې پوښتنې وې؛ خو یو خدای خبر، چې ډرون چا راغوښتې وه؟ دغه هدف چا ډرون ته ور ښوولی وه؟ پاکستان جانب وه که نه دلته د سي ای یې سازمان ډلو دا نښه ډرون ته ور ښوولې وه؟؟؟

زه څه نشم ویلای. ډرون زموږ پر سر ولاړه وه. موږ ور لاندې وو. موږ نه ختا کېدو! موږ یې بیخې نښې ته برابر وو!!

هلته وړاندې هم دوه عرب پر موږ پهره ولاړ وو. هغو سره به هم خامخا وسلې وې. څېرې او بڼې یې هم له ورایه پېژندل کېدلې. بیا ډرون خو لکه غټه ساینسي سترګه داسې ده. د ډرون له لارې هر زنده جان لیدل کېدای شي. هغه خو مسلکي متخصصین رهبري کوي. قومانده او د راکټ یا بم انداخت یې هم د کمپیوټر او انترنتي جال له لارې، له نیویارک یا بل ځایه کېږي! عمل او انداخت یې هم فقط د یوې بټنې په وهلو سره تر سره کېږي. نو خبره چېرته وه! دا څه پلان او پروګرام وه؛ زما خو والله که تر اوسه سر ورباندې خلاص شوی وي!

ته وګوره، ډرون غوندې مډرنه جنګي وسیله سر پورې راته ولاړه، خو بل څه پېښ شول! نو نه پوهېږم، چې د دا ډول پېښو څټ ته څه اهداف او مقاصد پټ دي!؟ ډورن ولې هغه هدف وویشت؟ ښایي دا به د امریکې له پټو ګټو سره مطابق ؤ! دې مسالې د روان جنګ مشکل ډېر پېچلی کړی دی، ځکه تقریبا ټول لوري، د یو بل په اړه له غلط پوهاوي سره مخ دي، او دې کار د آینده اټکل ټولو ته ګران کړی دی. 

 

[6]   تر ما لاندې قبر وه. د یو چا تن او بدن تر دغو یو خروار خاورو لاندې خښ وه. دا به څوک وه؟ د چا ورور او د چا زوی به وه؟ د چا پلار او د چا لمسی به وه؟ څه به یې په ژوند تېر کړي وه؟ اوس به یې روح څه حال درلود؟ له چا به خپه او له چا به خوشحاله وه؟... آیا که اوس ژوندی وای، څه به یې کول؟؟؟

هغه به ژوند کاوه. هغه به خندل! هغه به ښې مرکې او ښې ویناوې کولې.

څوک خبر!؟ د خلکو خدمت به یې کاوه که نه ټوپک به یې غاړې ته کاوه او بل بنیادم به یې د مخالف فکر او دود رواج په خاطر نښه کاوه؟

نه پوهېږم، بنیادم څرنګه ددې زړه کوي، چې بل بنیادم ووژني؟ یا دې هغه وتړي، بندي دې کړي، تورو سیاه چالونو ته دې واچوي؟؟؟

او بیا دې په سرو سترګو وایي، چې په دې کار سره خپل الله خوشحالوي!!!

د بل په بدلولو، یا له آزادۍ محرومولو او وژلو سره به څرنګه د ثواب تله درنه شي؟ په دې کار سره د جنتونو، حورو او غلمانو ګټل، ما ته خو ډېره عجبه ښکاري!؟

خدای تعالی ته څه سخته وه، چې ټول زنده جانان بنیادمان پیدا کړي؟ بیا ټول بنیادمان د ما په عقیده او باور پېدا کړي؟ او ټول تر یوه بیرغ، یوه نظام، یوه مذهب او یو مشر لاندې راټول کړي؟؟؟

په اصل کې خو د خدای تعالی لوی شهکار دادی، چې هر انسان یې جلا جلا، په ځانته فکر او خیال پیدا کړی. د خدای دا لویي ده، چې د هر چا زړونه او ذهنونه او دنیاګانې ځانته وي. هر بنیادم خپل حساب او کتاب ولري، او هر یو یوازې د ځان ځواب ووایي.

خدای پالنه، د آزادۍ پالنه ده. که داسې نه وای، نو خدای تعالی به انسانان بې اختیاره پیدا کړي وای او اوس به په ټوله دنیا یو فکر، یوه عقیده، یو ډول اخلاق او یو ډول رواجونه موجود وه.

په دې سره مې زړه یو څه آرام شو. ذهن کې د چا او د چا څېرې را وګرځېدې. موږ بنیادمانو عجیبه نقابونه اغوستي. دروغ او چل څومره لوی حکومت لري. موږ په نقلي څیرو سره څومره له یو بله پردي شوي یو. دا حالت مو څومره شرمناک دی!

 

[7]  خپله فکر وکړئ، یو څوک چې دوه کاله او دوه مېاشتې، ناخبره، ناڅاپه، په وچ ظلم، لکه د هوا مرغه ښکار شي، په داسې ځایونو کې بند شي، چې د هیچا څېره، احوال، خبره، نه وینې او نه اوري، هغه څه کولای شي؟

ډېره سخته ده. حتا فکر کول یې سخت دي. زه وروسته له وختو دا خاطرې را یادوم؛ کنه د ډاکتر په مشوره مې هغه هرڅه بیخې له پامه لوېدلي وه.

 

 

[8]  عجیبه داده، چې سیند او باد او داسې باران، او ټول طبیعت، هر ځای په یوه ژبه او یوه ریتم ږغېږي. هغه نه انګلیسي وایي، نه زموږ زېږه پښتو ورځي. نه د لغاتونو کتابچه لري او نه ګرامر. سیند بېسواده دی. او بېسواده ږغ  د ټولو ږغونو مور دی.

سیند او طبیعت له زړه سره شریکه ژبه لري. انسان چې خوله چوپ کړي او طبیعت ته غوږ شي. د ږغ په خوند او الهي سرچینه پوهیږي.

شاید ږغ د روح ژبه وي. څوک خبر، شاید هر مرغه به یوازې د خدای لپاره نارې وهي. او د خدای لپاره به ترانې وایي. د سیند او باد ږغ او وږم به هم داسې وي.

ښه نو، زه خو قفس کې آزاد مرغه د اچولو سړی نه یم. خو ږغ راباندې ښه لګېږي. او هلته سیند دا ږغ وړیا را کاوه. سیند به هم خپل ږغ د لوی خدای لپاره وېسته. سیند لوی نغمه ګر وه. آفرین پر دې خلقت او پر دې راز راز نغمو او وږمو!

په زړه او روح د خدای نوم ښه لګېږي. او هره ناره او آواز چې د خدای لپاره وي، هغه د ټولو په زړه ښه لګېږي! دا د زړه دوا او دارو دي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۵            سال  یــــــــــــازدهم                  جدی       ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی        اول جنوری    ۲۰۱۶