کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

شپږمه برخه

له یوه انسان سره د القاعدو رواني جګړه

 

دا حکومت کافر دی!

دا تبلیغاتي خبرې به یې په کاغذ، په پښتو ژبه ټایپ کړې وې او بیا به یې مخې ته را ته ونیوې او هلته به یې کمره راته ودروله او زه یې مجبورولم، چې کمرې ته مخامخ هغه ولولم.

په کاغذ کې به یې نوشته کړي و:

«دا حکومت کافر دی. زه د کافر حکومت نماینده یم. قانوني او شمالي ټلواله د پاکستان ضد دي او خلک د پاکستان پر خلاف را پاڅوي. د هندوستان او ایران له خوا پیسې ورکول کېږي...

 

دا هم سپین پوستی مستنطق

ما دغه د شپږو مېاشتو مستنطق عرب ځکه سپین پوستی وبوله، چې یو ځل یې مخ لوڅ وه. هماغه توره کش خوله، چې یوازې سترګې به یې ترې راوتلې وې؛ هغه یې په مخ نه وه را کش کړې. نو دا وخت و ما ولید، چې په پوست سپین دی. د نورو په شان ږېره یې وه او دا دومره مهال له ما پوښتنې همدغه عرب کولې. بیا به چې زما ځوابونه د هغه-یا هغوی- په خوښه نه وه؛ نو بیا به یې خوراک او څښاک را باندې قطع کاوه، او شپه ورځ کې به یې یو ځل تشناب او صحرا ګشت لپاره پرېښوولم. [1]

 

د ظاهره خونسردۍ څټ ته پټه چغا

زه د هغوی له ږغونو سره آشنا شوی وم. خو کله ناکله به نوي آوازونه هم ما اورېدل. د نوي آواز په اورېدلو سره به زه پوهېدم چې نور وګړي، نور عربان راغلي؛ خو د څېرو لیدل یې زما لپاره ممکن نه وه.

دغه جنګیالي عرب خونسرده کرکټر درلود. د تهدید پر مهال به یې ځان داسې سخت او جدي کړ، چې سړي به وېل اوس به داسې کار وکړي، چې بني بشر په ژوند نه وي لیدلای!

زه به په خپلو کولپونو او زنځیرونو کې تړلی، سوټ بوټ ورته ناست وم. زړه به مې درد اخیستی وه، چې دا خدای ناترسه به اوس پر ما څه راولي اوس به نور څه را سره کوي؟

 

ته به د پسه په شان قصابي شې!

او هغه به بیا را ته شروع کړه: داسې به دې حلال کړم لکه پسه چې څوک حلالوي!!!

بیا به یې له کینې وپوښتلم: پسه دې حلال کړی؟

وېل به مې: نه!

وېل به یې پسه چې حلال کړې. سر یې ور غوڅ کړې. سر یې لېرې کېږدې. بیا نو د پسه بې سره تنه او غوښه رېږدي، پړکېږي او عضلې یې عجیبه ګډا کوي.

اوس یې در په یاد کړه: سر به دې غوڅ شوی وي. د لاسونو او پښو او تنې د عضلو غوښې به دې رېږدي، خو څوک به دې نه وي، چې درباندې وژاړي!

بچیان به دې نه وي! ښځه به دې نه وي!! هېڅوک به دې نه وي، چې درباندې اوښکې توی کړي!!!

ته به د پسه په شان قصابي شې. ښځه دې ځوانه ده، بل مېړه به وکړي!

 

د ماسکپوشانو په جامعه کې

دوی ټول عربان وو. خو په منځ کې به یې پنجابیان یا د قبایلو خلک هم وه! ځکه ما یې مخونه نه لیدل. خو له ږېرو او اندامونو به نوي خلک کله کله را پیدا کېدل. د پنجابیو خو رنګ او څېرې هم عربو ته ورته وې، خو ما نه شوای پېژندای او بل دا چې یو یې هم نه ږغېده.

دغو شپږو مېاشتو کې ما بې ماسکه څوک نه لیدل. یوازې کله ناکله سهار لمانځه مهال به چې زما خونې ته راغلل، چې د پښو زنځیران را خلاص کړي، او بیا زه اودس تازه کړلای شم؛ نو له یاده به یې وتلي وه، چې له اوداسه تازه کولو وروسته بېرته خپل تور ماسک پر مخ را کش کړي.

هغوی به یوازې د اوداسه کولو پر وخت، د ماسک د مخې برخه په وچولي ور اړوله؛ خو ما پسې به چې راتلل، ماسک به یې بېرته په مخ ور کش کړی وه، یوازې کله ناکله به اشتباه ترې شوې وه، او مخ به یې لوڅ پاتې وه. ما به چې لوڅ مخ ولیدل، نو له ځیر ځېر کتلو به یې ژر پام شو، و به ګرځېدل، او ماسکونه به یې بېرته پر مخ را کش کړل. بیا به تور مخونه را ته ودرېدل. یوازې څارګرې سترګې به یې برندې برندې ما پسې ګرځولې.

ټولو هماغه شتري رنګه یونفورمونه پر ځانونو ورکش کړي وو. همداسې ټولو به یې پر سر او صورت تورې کش توبرې را کش کړې وې، چې یوازې سترګې به یې ترې ښکارېدلې او په ژمي به د ټولو کرمچ بوټ په پښو وه او په اوړي کې به یې پلاستیکي چوټې یا چپلکې پښو کولې.

خو داسې خلک نه ښکارېدل، چې ډېر دې د ژوند هوسي واوسي. ساده ژوند یې کاوه. معمولي کالي؛ هغه هم تقریبا زاړه لباسونه یا همدغه تیز شتري یونیفورم به یې په ځانو کې وه. ما د چا پر ځان لکس کالي او لباس نه لیده.

 

امریکایي ډول شکنجې

یوسف، څه مهال وروسته یو ځل بیا دغه مرکز ته راغی او بیا د څه مهال لپاره دلته مسوول پاتې شو. دا هغه لومړی عرب دی، چې زه یې څه مهال د خټو په یوه کور کې وساتلم. او بیا یې دغه بل مرکز ته را وستم. یوسف نرم او خوشبرخورده مذهبي مبارز وه. هغه څه وخت اروپا کې هم تېر کړی وه. نو زما پالنه یې ډېره کوله. د خوراک، څښاک، درملو، غاښو برس او کریم پوښتنه به یې همیشه را څخه کوله.

دا ځل دغه عرب جنګیالي په لپټاپ کې یو فلم را وښود. یوسف وېل، دا اصلي یا اوریجنل سي ډي ده، چې دوی ترلاسه کړې او اوس یې بازار کې تیته کړې.

د سي ډي فلم کې، د پنځوسو یا زیاتو کلونو یو سپین ږیری افغان لیدل کېده، چې امریکایي شکنجه ورکوله. امریکایي د سپین ږیري غاړه کې سیم تاو کړی وه او دواړه سرونه یې د زنځیر په شان سره تاوول. او دې سره، پر سپین ږيري بابک باندې نور هم فشار زیاتیده، ساه یې قیدېده. او ددې حالت لیدلو په هر سړي او بیا ماغوندې یوه سړي خامخا اوښکې راوستې.

یو افغان هلک-ښایي د کندهار یا هلمند به وه- ترجمه کوله. امریکایي به پوښتنه وکړه. ترجمان به سپین ږیري ته په پښتو کړه. او دې سره به امریکایي د سپین ږیرې پر غاړه د ور حلقه کړي سیم دواړه سرونه سره نور هم تاو کړل. او پر سړي به یې نارې وهلې، چې ځواب راکړه!

سي ډي د کتو نه وه. امریکایي لګیا وه، همداسې کله به یې سیم پر ستوني ورټینګ کړ او بیا یې یو څه سست کړ او دغې غیر انساني شکنجې زما پر زړه چړې را کشولې.

بیا بله صحنه راغله. یو بندي دی په بګرام کې. لاسونه یې ورتړلي، تحقیق ترې کوي. دوه سپیان یې د هغه مخ ته ودرولي او د قیدي پر مخ حمله وروړي. [2]

 

ته څرنګه مسلمان ځانته وایې؟

زه د خپلو افغانانو دا ډول کړولو حالت سخت په زړه او حواسو ژوبل کړی وم، چې یوسف د عراق عکسونه را وښوول. په دغو عکسونو کې لوڅې ښځې له عراقي بندیانو سره یو ځای لیدل کېدلې.

دې پسې یوسف وپوښتلم:

« ته څرنګه ځانته مسلمان وایې، چې کفار داسې ظلمونه کوي او ته داسې حکومت ته خدمت کوې!؟»

یوسف به ډېر وعظ او تبلیغ را ته کولو، چې دا د حق لاره ده. موږ معلومات لرو، چې د روسانو وخت کې دې ښه جهاد کړی دی. کورنۍ دې ډېرې قربانۍ ورکړې. وروڼه، ترونه، د ترونو زامن دې وژل شوي او له لاسه دې ورکړي!

یوسف به خبره پسې اوږده کړه: «ستا لویه کورنۍ ده. کورنۍ دې، پلرونه دې ښه شهرت لري. نو دا غلطه ده، چې د کفر نمایندګي وکړې. ته باید د جهاد لاره ونیسې!!!

ما وېل: «ما د روسانو مقابل کې جهاد کړی. د خپل وطن د آزادۍ لپاره مو شهیدان ورکړي. سرونه مو ورکړي او کورنۍ، پلار او مشران مو تل د قومونو خدمتګار وه. زموږ کورنۍ یوه ټینګه مذهبي کورنۍ وه. همیشه یې د مسلمان ولس سره مرسته کړې. خو اوس موږ اسلامي حکومت لرو. له علماوو څخه مو دا نه دي اورېدلي، چې پردې حکومت جهاد روا دی. او ناټو او امریکا هم د ملل متحد د پرېکړې له مخې افغانستان ته نظامي قوا را استولې

ومې وېل، چې زما لوی مصروفیت له دوه میلیونه افغان مهاجرو سره مرسته وه. پاکستان حکومت به فشار پرې راوړ. ځورول به یې. بندیانول به یې. او زه په دې برخه کې لګیا وم، چې هغوی را خلاص کړم او هغوی خوندي واوسي.

په دې خبرو چا غوږ نه ګراوه. ما وېل: «تاسو دا خبره له خلکو وپوښتئ. خلک به زما د خدمت تایید وکړي.»

نور ځواب مې نه ورته درلود. همدا مې خبرې وې. خو دې خبرو په یوسف هېڅ تاثیر نه کاوه. څه به یې نه وېل.

د هغه زړه کې خدای خبر څه ګرځېدل؟ ما د خپلو خبرو د ذرې قدر تاثیر پر هغه نه لیده. هغه ټینګ وه، چې ما خپلې خوا ته ور واړوي او په دې عمر ټوپک را په غاړه او چانټه را پر ملا کړي. فدايي را څخه جوړ کړي او د کفر پر ضد مې ښه سم د ځان په شان اماده او عملي جهاد ته راوباسي. خو له ما ددې مستیو او ښکر په ښکر کېدلو وس او طاقت او دوران تللی وه. زه نور د چا د جنګ او د دعوا نه وم.

یوسف ځيرک او هوښیار اسلامي مبارز وه. هغه په سړه سینه، نرمه لهجه، دلیل او منطق سره، تاثیر ګذاره فکري جهاد کاوه. زه یې لوی مقصد وم. هغه پر ما پروګرام درلود. لا یې طمعه را ته وه، چې ورسره هو به کړم.  

                                           


 

[1] هغوی ټول مخ پټي وه. سرتېري یې، پهره داران یې، نور نفر به چې کښته پورته کېدل، ټولو به پر مخونو هماغه تور ماسکونه را کش کړي وه. جامې او یونفرم یې هم د ټولو تیز شتري رنګ درلود.

ما د چا څېره نه شوای لیدلای. هسې خو زما مخ هم پټ وه. ښایي هغه مهال، چې پر سر به یې توره توبره را کش کړه او پوښتنې به یې کولې، دا وخت به هغوی خپل مخونه لوڅول! خو دا مهال ما نشوای لیدای. زه په تېاره کې وم او هېڅ مې نه لیدل. ما مازی ږغ او اواز پېژانده. بس له دنیا او دغه سرتیرو عربانو سره مې د ارتباط همدا یو وسیله وه؛ ږغ!

د ژوندي کلام د استاد په خبره: «بې نوره کېږي؛ خو بې غږه ناشونې ده.»

 

[2] زه نه پوهېدم، دوی ته دا سي ډي ګانې څرنګه لاس ته ورغلي؟ ښه هغه پسې بلا کړه؛ خو اصلي او مهمه خبره د شکنجې وه! او دا په هېڅ صورت انساني وجدان ته د منلو وړ نه وه.

خو زما په وس څه وه؟ نه مې ممانعت کولای شو. نه مې حکومتي ادارې خبرلای شوې. نه مې له خارجیان سره د تماس او رابطې ابزار او لارې په واک کې وې، چې خپل ږغ پورته کړم او په زغرده ورته ووایم، چې دا ډول کارونه یې د انساني فطرت او انساني شرافت سره سخته جفا ده. او بیا دوی څرنګه دموکرات او لیبرال ملکونه او خلک دي، چې زموږ په غریب مملکت کې، انسانان په دې ډول شکنجه کوي؟

ښه دا د یوه خارجي کار وه. مسوولیت یې هم هغه ته ور له غاړې دی. ټول مملکت او نظام یې داسې نه دی.   

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۴۹               سال  یــــــــــــازدهم                    میزان        ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی           اول اکتوبر     ۲۰۱۵