کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

 اوومه برخه

د بندي فردي خیالات

 

د عربي سپاهیانو جهاني پروګرام

داسې ښکارېده، چې دوی یو لوی جهاني پروګرام درلود. دوی د طالبانو د بیا راتګ لپاره علاقه نه لرله. د دوی پروګرام جهانشموله وه. لوی اهداف یې امریکا او د امریکې ګټې وې؛ خدای دې وکړي، چې دا اهداف او دا ګټې د دنیا په هر ځای او هره برخه کې چې وي! دوی په همدې تلاش کې وه، چې دغه ګټې- هغه که په افغانستان کې وې یا پاکستان کې وې- تر برید لاندې ونیسي.

ټول فوکس یې پر امریکا، انګلنډ او غربي هیوادونو باندې وه.

داسې را ته ښکارېده، چې دا عرب جنګیالي فقط مرګ او له جهادي فلسفې سره سم شهادت ته راغلي. د هغوی د جنګ او مقابلې وسله د هغوی خپل تن وه. هغوی د ژوند په بیه جنګیدل او دې جنګ ته ښه تیار شوي وه. ددې جنګ د مقابلې هېڅوک نه وه. هغوی په وسله او تجهیزاتو کمزوري وه؛ خو د پوره مسلکي زده کړو او تجربې خاوندان وه. لوی پروګرام ته یې ځانونه جوړ کړي وه. او ښکاریدل، چې په هېڅ کار بند نه وه.

انسانان وسلې جوړوي، چې ځانونه ورباندې خوندي کړي؛ خو هغوی ځانونه په وسله بدل کړي وه.

هغوی زموږ د ساده طالبانو په شان نه وه. نه یې په پیسو مخه نیول کېدای شوای او نه نورو مادیاتو. پیسې یې هم که د بندیانو په معامله کې اخیستې، بیرته یې په لویو نظامي-جهاني پروګرامونو لګولې.

هلته په دومره اوسېدلو سره ما حدس واهه، چې دوی همزمانه هم د پلان جوړولو په حال کې دي او هم عمل کوي. دا د عمل سړي وو. هېڅ شی ورته مهم نه وه! نه خپل ځان، نه پلار او مور، نه ښځې او  اولادونه، نه قوم او هیوادونه! عرب جنګیالو دغو یوه ته هم دوه روپۍ ارزښت نه ورکاوه. هغوی په داسې جنګیالۍ مفکوره او عقیده مجهز وه، چې په هېڅ ډول زماني او مکاني شرایطو یې مخه نشوای نیول کیدلای. هغوی وچ، کلک، منضبط عسکر وو، چې د ټولې مخالفې دنیا جنګ، ورانولو او فتحه کولو ته یې د مرګ تر وروستۍ شېبې پورې ملا تړلې وه.

هلته ما زده کړه، چې یو ځل یو فکر او مفکوره پر سړي حاکمه شوه، بیا نه اور ویني نه اوبه! بیا نه څه ویني، نه څه اوري، نه څه مني، نه څه شي ته غوږ ږدي او نه ژوند ته دوه روپۍ ارزښت ورکوي.

دا تېر دېرش، څلوېښت کلونه موږ ته را زده کوي، چې ایډیالوجۍ یو وخت هم نه خلکو ته آزادي ورکړې او نه یې مملکت په رښتینې معنا آزاد کړی او آینده کې هم نه وګړو ته او نه یوه مملکت او یوې انساني ټولنې ته د آزادۍ وږمه راوستی شي.[1]

ښه خدای تعالی دې هغه ورځ راولي، چې د یو بل منلو ته آماده شو او هر څوک یې خپل خدای ته پرېږدو، چې ښه سم حساب او کتاب ورسره وکړي!

رحمان بابا، د ټولو پښتنو او صوفي مشربه حلقو لپاره لوی پیر وه او دی. خو د هغه قبر او زیارت هم په بم والوزول شو. رحمان بابا وایي:

«ښه ده، ښه ده دا دنیا/ چې توښه ده د عقبا

په دنیا کې بدي نشته/ که بدي نه وي له تا...»

استاد اولمیر بیا وایي:

«وطن جنت نشان دی/ ګلان په کې کرمه...»

اوس ووایه، تر رحمان بابا به لوی مومن څوک پیدا شي. تر استاد اولمیره به لوی وطندوست څوک پیدا شي؟ [2]

اوس به راشم نورې کیسې ته:

دلته ښه وه، خونه کې یوازې وم. خوب مې هم آرام وه.

 

ښې خاطرې، تسبېح، ډېکشنري او...زما ښه یاران!

خو کله کله به یې د څراغ په رڼا زه شکنجه کولم. د خونې د وره پورته برخه کې یو وړوکی ګرد سوری وه. ددغه څراغ رڼا به یې له سوري مخامخ زما پر مخ او سترګو را اچوله او دې سره به زما حالت خراب شو.

اوس نو هوا ډېره سړه شوې وه. خونه د وچې څیلې یا لویې څیلې سړو نیولې وه. دباندې واوره اورېدله. غرونه واورو سپین پوښلي وه. او وچ شمال به لګېده.

ما ځان سره فکر وکړ، چې اوس خو درته پېښه ده. خلاصېدای هم نشې. د تېښتې لاره او چاره هم نشته. دلته دې څوک له غمه هم نه دي مړه؛ نو خپل غم نه په ژړا رفع کېږي؛ نو څه به د زړه غوښې ځان سره خورم! بس نو ځان خوشحاله ساته. ځان مصروف کړه!

ما به ښې خاطرې بېرته را په زړه کولې. او په ضمن کې د انګریزۍ ډېکشنري، او خونه کې ګرځېدل زما شخصي پروګرامونه وه.

په خونه کې به ځان سره یوازې سر ګرځېدم او دې ترڅ کې به مې د ډېکشنرۍ څو لغتونه او عبارتونه ځان سره تکرارول او ضبطول.

زیاتره وخت مې عبادت کاوه. د قرآن شریف آیتونه به مې تر ژبې لاندې تکرارول. تفاسیر به مې لوستل. بیا به مې مختلفې برخې سره مقایسه کولې. چرت به مې واهه او ځانته به مې د نامعلومو د معلومولو لټه کوله.

په ناستې به زما استرېس او نآرامي زیاتېدله. غم به را باندې بار شو او زه به یې ښه په تنګ کړم. بېرته به پورته شوم، او ساعتونه ساعتونه به ګرځېدم. دې وخت کې به مې پر اعصابو فشار نه راته. ځان به مې خدای ته وسپاره، چې آرام شم.

ځان ته به لګیا شوم، چې دا خو اوس پېښه ده! هېڅ نشې کولای!! نو راځه خپل خیال ساته. د خپل دماغ او زړه خیال ساته، چې د زړه یا مغزو حمله در باندې رانشي!

درې شیانو ښه ګټه را رسوله.

یو: ګرځېدلو او تسبېح اچولو.

دوه: خاطراتو،

درې: د ډېکشنرۍ او قرآن حفظولو.

تسبېح مې دا دومره وخت را سره ټینګې ساتلې وې. عربو هم تسبېح نه را نه وړلې. هغوی به نه پوهېدل، چې که دا را نه واخلي، زه به څومره سخت شکنجه شم؛ خو ښه وه، تسبېح را سره وې.

خو وروسته چې بیا خلاص شوم؛ اولو وختونو کې ډېر تکلیف را سره وه. دماغي حملې راتلې. فشار لوړېده. زړه ټکان کاوه. خُلق به مې تنګ وه، لکه مرم چې!

بیا کابل کې زموږ پخوانی آشنا ډاکتر متین حلیم چې د اعصابو متخصص وه، وېل، چې دا ټولې عصبي حملې دي. دا به په مرور د زمان سره کمې شي. ځان خوشحاله ساته. خو زه ډېر وخت ښه نه وم، بیا امریکې کې د قلب ډاکتر ته ورغلم، هغه هم پوه نه شو، د اعصابو ډاکتر ته یې ور معرفي کړم.

د اعصابو ډاکتر ته ورغلم. هغه ووېل: تا څنګه داسې شکنجو کې تاب راوړی؟

ښه دا را وروسته کیسه ده، زه لا هماسې په بند کې یم، بیرته به دې کیسې ته را وګرځم!

 

امریکا او د امریکا ګټې هرچېرې چې وي!

دا عرب یې بولې، القاعده یې بولې؛ هرڅه یې چې بولې؛ دا بل ډول خلک وه! دا پوښتنې، پلټنې، هلې ځلې، مبارزې یې د حکومت نیولو، یا جوړولو یا حکومتدارۍ کولو لپاره نه وې.

هغوی یو هدف درلود، امریکا او د امریکې ګټې هغه هر ځای چې وې، هغه له منځه یوسي.

دا ورته مهمه نه وه، چې پاکستان یا افغانستان کې حکومت وکړي. هغوی ته چې هره وسله په لاس ورځي؛ بس د امریکې د ګټو پر خلاف یې کاروي.

نور نه پوهېږم، چې دوی ولې د پاکستان د اټوم پروګرام په هکله پوښتنې کولې. خو دا روښانه وه، چې په پرېکړه او عمل کې غوڅ دي. خو بیا وایم، داسې نه ده، چې دوی د حکومت نیولو شوقیان دې وي. هغوی مشخص جنګي اهداف درلودل. او پرته له دې چې څوک ورباندې پوه شي؛ عمل یې کاوه.

داسې کسانو ته چې خپل دښمن د الله دښمن ګڼي، نو ددغه دښمن له منځه وړلو لپاره هر شی کاروي، شاید که په اټم یې هم لاس بر شي، نو لاس به پرې ونه نیسي![3]

ټوله توجه یې دې ته ده، چې خپل دښمن تخریب او معدوم کړي.  

 

د پاکستان غټه سهوه[4]

پاکستان، خدای خبر د څه مقصد لپاره زرګونو دیني مدرسو ته اجازه ورکړه، چې له پېښور نه نیولې تر لاهور، پنجاب، کراچۍ او هرې نقطې پورې جوړې شي؟

نه پوهېږم، زما په نظر دا د پاکستان لویه سهوه وه، چې ددغو خلکو مخنیوی یې ونه کړ. یا یې ونشول کولای، یا اګاهانه یا نااګاهانه، یا د نورو مرموزو اهدافو لپاره یې دغو عربو القاعده وو ته ځای ورکړ یا یې زور ونه رسېد؛ خو اوس دغه ایجنسۍ یو مخ د انتحار په عقیده ککړې دي. هلته دا نظر شدیداً خپور شوی.

اوس نو هره خوا همدا د انتحار خبرې او کیسې دي. همدا د قبایلي زلمیانو مشغولا ده او همدا یې ورځنۍ بوخته. هلته و دې فکر سخت ځای نیولی. [5] او داسې خلکو سره څوک نشي درېدلای؛ ځکه وایم، چې له پاکستان څخه غټه سهوه شوې.

دغو خلکو د ایجنسیو د ځوانانو مغزونه ور وینځلي او هغوی په هېڅ نه دي بند او ددې اینده څوک نشي اټکولای.

زه فکر کوم، چې افغانستان به یو وخت له دې جنګو څخه خلاص شي. خو پاکستان به کلونه کلونه په کې ګرفتار وي. او علت یې دغه درې شیان دي:

1.     سیمه بیسواده ده،

2.     خلک غریب دي.، اقتصاد یې کمزوری دی. او روزګار نشته،

3.     او دا چې په لانګ رند (اوږده وخت) کې به ورته ډېره ګرانه تمامه شي.

 

مدرسې او د انتحار رواجول

دغه د کراچۍ، لاهور او نورو سیمو زرګونه مدرسې، چې دمخه ما یادې کړې، هلته د عربو او القاعدې کافي نفوذ شته. نو اوس چې څوک فارغېږي، هغه د عادي قاضي یا امام پر ځای یو تربیه شوی مذهبي سپاهي دی، چې په انتحار پوره باور لري.

وختې چې ملا او امام په انتحار باوري شو؛ نو اوس د کلیو ځوانان چېرې خلاصېدای شي!؟

د کلي نوم او عزت جومات دی. جومات د کلي رهبري کوي. خلک ښه او بده له جومات نه اوري او مني. خلک د ملا په هره فیصله سر او مال ږدي. نو اوس چې د ملا وضعیت داسې شو، کلی به کومه خوا حرکت کوي؟ د کلي ځوانان به کوم کار ته مخه کوي؟؟؟

په کلي او خانۍ زوال راغلی

 پښتني کلي د ژوند، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري مناسباتو او تعاملاتو مستقل او فعال واحدونه وه. پښتانه د پېړیو په ترڅ کې، په کلیو کې راټول وه. کلی د یوه قوم او قبیلې لپاره مورچل او د هویت مرکز وه. [6]

 

پاکستان ته دې خدای خیر پېښوي

اوس قبیلوي او قومي ژوند هم ډېر بدل شوی. قومي مشران او مخور یا پو پناه شوي یا که ژوندي هم پاتې دي، نو د سر او ورپاتې عزت ساتل یې هدف ګرځولی او نور په کلي کې د پخوا په شان شمله جګه نشي وړلای، بس هسې خپلې اوبه پو کوي او د ځوانو ملاصاحبانو احترام او خاطر ساتي. [7]

اوس خبره له مسجده کېږي او هلته داسې ژبه ور تربیه شوی ځوان ناست دی، چې ځوانان یو مخ، جنګ، انتحار، او سرتېرۍ ته را بولي. نو بیا وایم، چې پاکستان ته دې خدای خیر پېښوي. سخت جنګ یې په مخکې دی. [8]

د پاکستان بل مشکل

بل مشکل هم پاکستان کې مخ په ډېرېدو دی. دا هره ورځ اورئ، چې شیعه جنګي ډلې سنیان په نښه کړي یا سني جهادي ډلې شیعه ګان الوزولي. دا ورځ تر بلې ډېرېږي او دا لویه نآرامي جوړولای شي. ځکه د یوه مذهب، د یوې عقېدې سره جنګ خاتمه نه لري. دا د هیچا په وس نه ده. او پاکستان پخپله ځان په کې را ګیر کړی.

اوس اور دلته بل دی. موږ ډېر نآرامه یو. خو شاید دومره موږ تاواني نه کړي، لکه پاکستان ته چې لوی او د اوږدې مودې تاوان متوجه دی. اوس ددې مشکل مخنیوي لپاره پاکستان او افغانستان دولتونو او حکومتونو او خلکو ته په کار ده، چې سرونه په ګریوانه کې کښته کړي. او ددې لوی خطر ناڅرګند ابعاد حس کړي. او مشکل په ګډه او صادقانه شکل حل کړي.

که سیاستوال، یا پوځي قومندانان په دې کې پټې شخصي ګټې ویني، نو باید نور راویښ شي. سیمې ته لوی خطر را روان دی.

ما د بند په ټوله موده کې دا خطر شېبه په شېبه احساساوه او ورځ تر بلې ډېرې اندیښنې اخیستم، چې څومره خطرناک اور په منطقه کې پټ دی. اوس هم وایم چې که یو ځل دا له سترګو پټ اور له کنتروله ووت؛ نو په ټولو به سره لمبه ورګډه کړي.[9]


 

[1] دغه انقلابي چپیان یا راستیان، چې ټولو مکتب لوستی. د دنیا نه خبر دي. او د آزادۍ او خپلواکۍ په نامه یې پټې او ښکاره نشریې او کتابونه خپاره کړي؛ خو د واک او صلاحیت د دورو تجربو یې وښووله، چې نه یې خلکو ته آزادي راوړه او نه یې خپله د آزادۍ اوبه وڅښلې.

د خلقیانو له سره انقلاب څخه نیولې، تر را وروسته بغاوتونو، کور په کور جنګونو، د نظام او جوړښتونو له منځه تللو، دا ټول د سیاسي ایډیالوجیو په امر تر سره شوي. موږ د وچو او یو اړخه ایديالوجیو قربانیان یاستو.

وایي، پک هغه دی، چې وېښتان یې نه وي؛ نه دا چې ماغزه یې وتلي وي!

ړوند به یو ځل امسا ورکوي.

موږ خپل دوه میلیونه وروڼه، عزیزان، افغانان په خاورو ننوېستل. هغوی نه ژوند ولید، نه آزادي او نه یې چا خندا او د کامیابۍ ورځ ولیده؛ خو موږ لا د یو بل په غوښو او وینو کې اوړو را اوړو!!! نه پوهېږم، څه وخت به له دې ډول فکري اسارت څخه آزادېږو او څه وخت به ځان او نورو ته په پوره آزادۍ قاېلېږو!؟

 

[2]حیران یم، چې موږ ولې په دا شان ملي ترانو باندې غوږ نه ګروو!؟ ولې یو بل ته په ژوند او آزادۍ نه قاېلېږو؟ ولې د یو بل انساني شرافت ته احترام نه کوو؟ ولې د ژوند درناوی نه کوو؟ ولې د خدای تعالی ژوندي مخلوقات، په خپل شخصي خواهش او قضاوت سره، نیست او نابود کوو؟

هر سړی پوه شه او ګور او کفن یې پوه شه! تر خدای تعالی به بل ستر قاضي څوک پیدا شي، چې په دې نیمګړې دنیا کې د چا په فکر او عقیده قضاوت وکړي؟

زه نه پوهېږم، چې ولې خپلو کورونو او د نورو کورونو ته ویر او ماتم راوړوو؟

ولې ګلالي ماشومان د پلرونو له غېږو اخلو؟ ولې وژنې خپل مسلک ګرځوو؟

ولې مېندې په غم کښینوو؟

ولې ښایسته ځمکه، چې خدای تعالی د ښو حاصلاًتو، غلو دانو او رنګ رنګ میوو لپاره موږ ته را سپارلې، په هدیرو ډکوو؟

ژوند ټول د الله په ذکر اخته دی.

هر موجود په خپله خاصه ژبه او خاص استعداد سره خدای تعالی یادوي.

ولې له ګېډې قضاوت کوو؟

هغه د بهلول صاحب کیسه را یاده شوه: وایي، چې سلطان محمود پاچا خپلو نوکرانو چاکرانو ته وظیفه سپارلې وه، چې هر چا د بهلول خندا ولیده؛ نو زه ښه سم انعام ورکوم.

له دې اعلان وروسته ټول درباریان او ناظران په بهلول صاحب پسې دي، چې دې به کله خاندي؟

د خدای کړه دي او د بنده ورته کاته دي: یوه ورځ، یو نوکر ګوري، چې بهلول صاحب د قصاب دوکان ته ولاړ دی او ځان سره کټ کټ خاندي.

بس دا زیری یې پاچا ته ورساوه. پاچا هم نوکر ته انعام ورکړ.

پاچا بهلول ور وغوښت. پاچا له هغه وپوښتل، چې تا خو په هېڅ وخت نه خندل، خو نن د قصاب دوکان ته ودرېدې او ودې خندل! ددې علت څه شی وه؟

بهلول صاحب ورته ووېل: ما داسې ګڼله، چې زما ورور سلطان دی. ملکونه نیسي. انسانان قتل کېږي. سیمې ورانیږي. نو زه به د حشر په ورځ خدای تعالی ته د خپل ورور جواب څرنګه وایم؟

خو نن مې د قصاب په دوکان کې ولیدل، چې وزه له خپلې پښې را ځوړنده وه. پسه له خپلې پښې را ځړېده؛ نو ما ته معلومه شوه، چې زه به د خپلو فکرونو او عملونو ځواب وایم او سلطان به د خپلو فکرونو او عملونو ځواب وایي. او دې سره زه خندا واخیستم او نور مې زړه له دې غمه بیغمه شو.

د بهلول صاحب کیسه به په خپل ځای پرېږدو: زه ځانته وایم، چې یو څوک په غلطه روان دی. زما د عقیدې له مخې غلط فکر او باور لري. نو زه څه کار پرې لرم!؟

هو! وختې چې خدای تعالی له هر چا جلا جلا پوښتنه کوي او هر چا ته د خپل فکر، عقیدي او عمل ثمره رسیږي؛ نو زه بیا کوم قاضي یم، چې قضاوت وکړم. یو څوک محکوم کړم. بند ته یې واچوم. یایې په دار وخېژوم، یا یې له وطنه فرار کړم!؟

ژوند توحید دی

عبادت او خدای پرستي په ژوند کېږي.

مړي به څه وکړي؟ مړی نه د ځان پېژندلو وس لري نه د خدای پېژندلو په وس پوره دی.

ژوند لوی معلم دی. طبیعت لوی معلم دی. دا ژوندي موجودات، مرغان، الوتونکي، هر یو ښه ښه شیان را زده کولای شي.

زموږ زړه چې په هره شېبه را ویښ شو، نو بیا هرڅه الهي حکمت ویني. هرڅه الهي نښې ویني. بیا نه کفر ته ځای پاتې کېږي او نه نفاق او بنده پرستۍ ته.

څوک پوهېږي، هغه کسان چې دا اوس زما له نظره، له خدایه لېرې او پردي دي، په رښتیا دې دوی هم پردي وي؟

ولې انسانانو ته دا حق نه ورکوو، چې نور هم ژوندي پاتې شي او ددې فرصت ولري، چې د توحید نښې په ژوند او خپله خواوشا کې وویني؟

زه له خپلې یادې کړې حافظې ږغېږم. درحالې چې انسانان، پرنده ګان، حیوانات، ونې، بوټي، ستوري، سیندونه او رودونه، ټول د خدای ژوندی ذکر په خوله لري.

لویه خدایه! زړه مې دومره را ویښ کړې، چې له هر ږغه ستا نوم او ستا ژوندی ذکر واورم!

زما لپاره ژوند کول، او ښه ژوند کول، عبادت دی.

شاکر انسانان، د خدای تعالی په عبادت کې اول نمره ګان دی.

 

[3] داسې جنګیالو سره سخته ده. هغوی نه په ځان بندواز دي نه په بل! هغوی ته دا دنیا دوه روپۍ ارزښت نلري. د هغوی لپاره ټول مقصد اخرت دی.

تاسو فکر وکړئ، یو انسان چې په خپل مرګ بند نه وي. او دا ژوند ورته دوه توته ارزښت ونلري؛ نو له هغه ښه سم ډار په کار دی. هغوی چې هره وسله ترلاسه کړه، بس پرته له ځنډه یې استعمالوي، ولو که ټول جهان ورباندې خراب شي.

دا دوه کاله او دوې مېاشتې چې زه هغوی ځان سره، کله دلته کله هلته، له ځان او جهان ناخبره ساتلی وم؛ ما ته را معلومه شوه، چې ټول فکر او دماغ یې په یوه موضوع را ټول دی: هغوی هرڅه د خپل فکر او عقیدې لپاره پرې ایښي وه. نه په رسم او رواج بند واز وه، نه په اقتصاد او نه د ژوند نور ارزښتونه په نظر ورتلل.

[4] د هغوی کار دا وه، چې د منطقې، ددغو اوو اتو ایجنسیو زوړ جوړښت را نسکور کړي. قومي مخور، هغه کسان چې لوی یا ملي فکر یې درلود، په تېره بیا با تعلیمه کسان په نښه او له منځه یوسي.

هغوی ډېر زیرک او ماهر خلک وه. یو ځل به یې د خلکو منځ کې دا مذهبي تعلیم والا کسان، لکه ملایان، مولویان؛ هغوی، چې د دوی مذهبي کرښو ته یې غوږ نیوه او لاس یې ورسره یو کاوه، هغوی به یې د نورو محلي او ملي مشرانو پرضد را پورته کول. نوم یې هم د دین ورکاوه او ساده، نو بیسواده پښتنو زلمو، چې د اخرت د اجرونو، حورو او غلمانو مسئلې به یې تر غوږه شوې، بیا یې بله د چا منله!

عرب او القاعده له دې ځایه (افغانستان) په شا شول، او هلته یې ساده قبایلو ته ننګ ور وړ او هغوی هم ځای ورکړ. کورونه او جایدادونه یې ور پرېښوول، خپلې ټینګې کلاګانې یې ورپرېښوولې او دوی هم د غیرت او امریکا ضد جنګ ناره اوچته کړه او خلکو لاملاتړ ورسره وکړ. هماغه وه، چې دغه ټوله حساسه غرنۍ منطقه په نظامي چوڼیو او قرارګاوو بدله شوه او خدای دې خیر کړي، چې نور به څه ورنه جوړېږي؟ او دا ځایونه ددغو عربو جنګیالو او هغوی نورو همفکرو لپاره تعلیمي مرکزونه شول. اوس دغه خلک هلته ځوانان، په تېره بیا پښتانه ځوانان په اسلامي جوش او خروش، د جنګي سپاهیانو په توګه آماده کوي. په ځای ددې چې هغوی قاضي شي، یا چېرې ملا شي امامت وکړي، هغه یو جنګي سپاهي شوی او لوی هدف یې د ځان الوزول او له ځان سره د لسګونو کسانو الوزول او له ژونده محرومول دي.

 

[5] هغوی دا یو اسلامي عمل ګڼي؛ نو څوک یې مقابله نشي کولای. که یې وکوي هم؛ نو سمدواره به سر په نیست کېږي.

 حال دا چې زما په نظر انتحار په اسلام کې نشته. څوک چې ځان وژني، هغه مرتد یادېږي. دا که په وسله وي، یا زهرو یا هر عمل چې وي، ځان وژل حرام دي. خو هلته سخته بېسوادي ده. خلک هم پاک زړي، په تېره چې واوري دا د دین کار دی، بس بیا په هیڅ نه دي اړ. ځغلي که یې سر ولاړ، که یې مال! په څه شي بند نه دي.

[6]  کلي په خانداني طریقه، د مخورو، د خپل وخت زیرکو خانانو او ملکانو له خوا اداره کېدل. خانانو، هم د وخت تر ټولو ښې او قیمتي وسلې پېرودلې او په کلي یې خپله مشري او دبدبه ساتله. دغسې د کليو خانانو زیاتې او تر ټولو ښې حاصلخیزه ځمکې، ځنګلونه، د اوبو سرچینې، رمې او څاروي لرل. خانانو په دودیزه توګه تجارت او د مالونو وړل را وړل، د کاروانونو استول. او د مالونو تبادله په واک کې لرله. او کلی د ژوند، چارو او د واک او اجتماعي، کلتوري مسایلو یو جلا او خپلواک واحد وه، چې دا چارې مخامخ د خان له خوا اداره کېدلې. کلیوال خانان د پاچاهانو غیر رسمي تام الاختیاره استازي وه، چې د جګړو، بیګارونو، جزیې اخیستلو، او جنګ یا غزا لپاره د ځوانانو راټولولو او استولو د چارو نظامي رهبري به یې هم کوله. 

کلي ساده قوانین درلودل، چې پښتنو قبایلو د پيړیو په ترڅ کې رامنځته کړي او نسل په نسل دود کړي وه. هره لانجه او اقتصادي، اجتماعي حتا کلتوري معامله به د خان او ملک په حجره کې، فیصله کېدله او ملا او امام به هم د دعا لاسونه ورپسې پورته کول.

لانجې به خلکو جوړولې او د خان حجرې ته به یې راوړلې، خو فیصله به خان کوله او ملا به هم ورپسې آمین کاوه.

خانان او ملکان، ددې ترڅنګ چې د تورې او خرپ او ترپ د ډګر سړي او مېړونه وه. ددې ترڅنګ د مصلحت او دور فکرۍ پخې تجربې او له پلرو ور پاتې پوهې یې هم لرلې.

خو افغانستان ته د فلسفي او مذهبي ایډیالوجیو په را وارېدېدلو سره، او د اوږدو کلونو داخلي جنګونو سره، د افغانستان دودیز، ټولنیز مشرتوب متلاشي شو. د هغو ځای د جنګ قومندانانو ته پاتې شو، چې له ټولنیز پلوه، زیاتره په منځنیو طبقو پورې تړلي وه، او اوس یې نظامي او سیاسي اقتدار، په مالي او اقتصادي برخه کې هم په برلاسۍ ختم شوی وه.

 

[7] اوس د کلي کنترول د خان او ملک له واکه وتی. پخوا که د «خان» او «ملک» نوم د عزت او دبدبې نښه وه، اوس «قومندان» په قوي کلمه بدل شوی. او په اورېدلو سره یې ځانګړی احساس سړي ته پیدا کېږي. نور نو څوک د خان او ملک حجرې په رسمیت نه پېژني. کلیوالي او قومي دودیزې جرګې هم له پخواني نوم او عزته لوېدلي. اوس واک جومات ته لېږدېدلی او جومات کې هم نوی ځوان ملاصاحب-یا قومندان ملا- ناست دی، چې سیاسي وعظونه کوي او په خطبه کې د آمریکا او اسراییلو او د هغوی د محلي پلویانو بربادي غواړي. ملا قومندان د جنګ فتوا ورکوي او ځوانان د جهاد او وسله وال جنګ خوا ته تشویقوي، تنظیموي او استوي یې. او نوي ماشوم حافظان سبا ورځې ته تیاروي.

دغه په سپینه پګړۍ او سپینو ملایي جامو کې پټ منور ځوان، کټ مټ د یوه عسکري ترینر په شان د جهاد او ګوریلایي جنګونو روزنه ورکوي او تنکي هلکان او ځوانان د شهادت په ارمان روزي.

[8] څوک وایي لس زره مدرسې پاکستان او قبایلي علاقو کې فعالې دي. څوک وایي چې نه تر دې لا ډېرې دي. هره مدرسه، هر کال لسګونه تازه زلمي فارغوي. اوس نو چې دغه کم سواده، غریب، ساده زړي ځوانان له مدرسو را ووتل، بس امر ته آماده دي. بیا دې ته انتظار دي، چې مشر ورته ووایي، فلانی سړی کافر دی. فلانی حکومت داسې دی، هسې دی...بس بیا نو همدا ډز او غپ دی او منطقه په همدې اور کې سوځي اخر یې هم خدای ته معلومه!؟

دا مشکل پاکستان کې جوړ شوی؛ خو پاکستان جوړ کړی او خپله پاکستان ور سره مخ دی. زه ددې ملک اینده ښه نه وینم. دا لوبه چې په ایجنسیو کې روانه ده، دا به ډېر ورانی پېښ کړي. خاتمه یې هم څوک نشي پیشبیني کولای. خدای پوه شه، چې څه به کېږي!؟

 

[9]  وایي: «چاه کن خودش در چاه است.» بیا شاعر څه ښه ویلي:

«کر د ګلو کړه، چې سیمه دې ګلزار شي/ اغزي مه کره، چې پښو کې به دې ولاړ شي.»

ما دا درک کړه، چې که دا اغزي د بل د پښو د خوږولو لپاره کرل شوي، نو یوه ورځ به خامخا د اغزو د کروندګر او پالونکي په پښو کې هم ولاړ شي. او بیا به کار له کاره تېر وي.

خلک وایي: «در کس را مزن به انګشت/  که نزند درت را به مشت!»

خو که روغ عقل خپل کړو او د ازغو پر ځای ګلان وکرو؛ نو ټوله منطقه به ګلستان شي، خلک به هوسا شي. خواري او نیستي به ورکه شي. ولسونه به سره خواږه او وروڼه شي. په هر کور او هره خاوره به خوشحالي راشي او بیا به ټولو ګټه کړي وي. او زموږ په امن او ثبات سره به د اسیا لویه وچه په آرام شي. ملتونه او هیوادونه به سره نېږدې شي، اقتصاد او تجارت به ډېر وغوړېږي او دا سیمه به د لوی اقتصادي او اجتماعي انکشاف مرکز وګرځي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۵۰             سال  یــــــــــــازدهم                    میزان/عقرب        ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         ۱۶ اکتوبر     ۲۰۱۵