کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

۲

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې 

 

 

 

 

لومړۍ برخه

د سفارت خبر او د تښتولو پېښه

 

زما د سفارت له خبر سره دغه پېښه

د پاکستان حکومت، له درې مېاشتو ځنډ وروسته، د ۲۰۰۸ کال د سپتامبر په ۲۳ مه نېټه، اسلام آباد کې د لوی سفیر په توګه، زما د مقررېدلو اګریمان یا موافقتنامه، زموږ سفارت ته واستوله. تر دې وخته زه پېښور کې جنرال قونسل وم.

زه دفتر کې ناست وم، چې ما ته دا خبر را کړل شو، خو له دفتره چې ووتم؛ زما د اختطاف واقعه رامنځته شوه.

 

هغه خوب چې رښتیا شو

عجیبه وه، یوه ورځ دمخه مې دغه د اختطاف پېښه کټ مټ په خوب ولیده. د تښتونکو هماغه موټر، هماغه څېرې، هماغه اندامونه، هماغه پوځي جامې او د مخونو ماسکونه...ټول کټ مټ هغه ډول وه، چې یوه ورځ وروسته، په عملي ډول پېښ شول! فقط ته به وایې، چې هماغه خوب دی!

خوب کې تښتونکو، هماسې موږ محاصره کړو. زه یې را ونیولم. له موټره یې کش کړم. زور او جبر یې راسره وکړ. د هغوی تور ماسکونه په مخونو وه. ماشیندارې یې را ته نیولې وې، چې رښتیا خبره شي، خوب سخت وېرولی وم او سخت ټکان یې راکړی وه.

سهار چې له خوبه را پاڅېدم، خپه او خسته او ستړی وم. زړه مې نه وه، چې له کوره ووځم او یا دې کار ته ولاړ شم -وایي چې ارواوې زړې دي او په هرڅه پوهېږي؛ خو کارونه پاتې وه! نه کېده! ذهن را ته وېل: باید کارونه خلاص کړم!

سباناری مې وشو. تشناب ته ننوتم. غسل مې هم وشو. رسمي درېشي مې واغوسته. له کوره راووتم. خالد –زما ډریور- زما د سندونو بکس موټر کې کښېښود.

بلې، خالد...خالد بې جوړې انسان وه...خالد له ښې کورنۍ څخه وه. کور او دفتر کې را سره وه، کار یې کاوه. هغه زما ښه همکار وه. شپه تر ناوخته به را سره وه. سهار به یې زما لاسي بکس او تپانچه له ځان سره اخیستل او موټر ته به یې وړل.

لنډکروزر موټر مو زرهي نه وه. زه به د موټر د څټ سېټ کې کښېناستلم او خالد به موټر چلاوه او تپانچه به یې څنګ سره ایښې وه.

 

بېرغ هېر شوی وه

موټر روان وه. د افغانستان قونسلګري په مال روډ پرته وه. موږ په لاره وو. پام مې شو، چې د لنډکروزر په پوز باندې بېرغ نه رپيږي- پخوا به همیشه دا بېرغ د موټر د پوز یوه اړخ ته ځړېده. خالد ته مې ووېل، بېرغ دې ولې نه دی وهلی!؟

خالد ووېل: حاجي صاحب حالات خراب دي. اسلام اباد کې مریوت هوټل باندې حمله شوې. دلته هم حالات نه دي ښه، ځکه مې بېرغ ونه واهه! ترڅو دښمن زموږ موټر ونه پېژني.

ما ووېل: څوک چې وغواړي حمله وکړي، هغه د بېرغ په وهلو او نه وهلو نه دي بند...موټر ودروه او بېرغ ووهه!

ډریور ووېل: اوس لاره کې یاستو، دلته بازار دی، چې تېر شو...

له بازاره ووتو، قونسلګرۍ ته ننوتو. له موټره کوز شوم. خپل دفتر ته ننوتم.

بیا سر پر سر کارونه وه. یوه بجه شوه، زه نور بې وسه، ستړی او د نور کار نه وم... چې رښتیا شي، نور مې هېڅ کار زړه نه غوښت. یو ځانګړی رواني حالت را پېښ وه! په ځان سم نه پوهېدم. راووتم. کور ته تلم، خو ومې وېل ته راځه دا ظاهر بابري ته سر ور ښکاره کړه!

هو رښتیا: مخکې تردې چې له دفتره راووځم، دوه درې ځله تېلفونونه راغلل، یو ځل مې مېرمن وه. بل ځل مې خسر وه-ضیا مجددي- هغوی ته مې ووېل چې اسلام آباد کې زما د سفیر کېدلو اګریمان رارسېدلی دی. هغوی وېل احتیاط کوه، وضعیت ښه نه دی!! خسر انجنیر ضیا مجددي سره په خبرو کې څه خبره له خولې را نه ووته، هغه را باندې پوه شو. ویلی یې څه پېښه شوې؟ ما وېل:

«هېڅ!»  

خو ها د چا خبره ارواوې زړې دي، اروا پوهېږي، چې په سړي څه راځي! زه هم بې دلیله نآرامه، خپه او ستړی معلومېدم. وجود مې هوښیار شوی وه، چې څه پېښېږي، خو د ذهن او عقل زور مې په دې خبرو نه رسېده! ځکه نو زه په نارمل شکل له کوره ووتم او خپل دفتر ته ولاړم.

قونسلګرۍ ته هم څه خلک راغلي وه، او وېل یې، چې پولیسو بیا څه کډوال نیولي دي!  

د هغو د ډاډ لپاره مې اسلام آباد کې، د افغانستان سفارت شاژدافیر مجنون ګلاب ته زنګ وواهه. له هغه مې وپوښتل، چې هلته خو به مهاجر نه وي نیول شوي؟ وېل یې نه! ما هدایت ورکړ، چې که کډوال نیول کېدل؛ نو ما خبر کړه، زه بیا د سوبه سرحد ګورنر سره وږغېدم!

د بابري مېلمه!!!

رښتیا، زه خو له دفتر په دې نیت راوتی وم، چې ظاهر بابري سره کښېنم او خپل پام په بله واړوم، چې رښتیا شي، نو ښه نه وم. ښایي د لیدلي خوب تاثیر به وه! بس بابري ته ور روان وم. هغه زما ډېر خوږ همکار وه. هلته یې په قونسلګرۍ کې د فرهنګي اتشه په توګه کارونه ترسره کول...زه ور روان وم، چې پخپله په مخه راغی! ومې وېل راځه دفتر کې دې کښېنو. هغه وېل راځه! زه بل  مېلمه هم لرم! [1]

بس له دې خبرې سره، زه له خپله پلانه تېر شوم او له قونسلګرۍ راووتم؛ خو خبر نه وم چې دا به مې وروستي وتل وي!

 

ما وېل دا سم منظم عسکر دي!

زما کور د حیات آباد په فیز تري کې وه.[2]  موږ کور ته پر لاره و، د کمپلکس برخې ته به رسيدلو وو، چې په لاره تیلفون راغی. یوې ښځې، چې چېرې یې انجو کې کار کاوه، د کار پوښتنه کوله...ما وېل کار دې کېږي، زه خارجي سره غږېدلی یم. زه لا په تېلفون ږغېدم...ناڅاپه تیز زرغون رنګی پراډو موټر زموږ خواته را واوښت، را نږدې شو، بیا ډېر رانږدې شو او زموږ له موټر سره ولګېد. ما په لوړه پر ډرېور ور ږغ کړ: خالد، چه ميکني؛ احتیاط کن!

هغه ووېل: مه ملامت نیستم، او اشترنګ زد.    

زه لا په تېلفون کې ږغېدم، چې دا ځل یې موټر زموږ له موټر سره ښه سم وجنګاوه. زموږ د موټر د مخې ټیرونه د حیات آباد د دوو سړکونو د منځ د شنه چمن پر سمټي جدول ور پورته شول او موټر ځای پر ځای ودرېد.

ما ګڼل، چې هسې نورمال اکسېډنټ دی. خو ومې لیدل، چې د پراډو سپرو کسانو منظم فوجي یونیفورم اغوستی! ما وېل زه دا تعلیم یافته عسکر دي، خبره به سمه شي.

ډریور کوز شو. هغوی سمدواره وار پرې وکړ، خو یوه په خپلو ملګرو ږغ وکړ، چې دا قونسل نه دی؛ هغه د څټ په سیټ کې ناست دی!

اوس نو زه پوه شوم، چې دا نور کسان دي! هغو ټولو تور تور ماسکونه په سرونو او مخونو را کش کړي وه. او لاسونو کې یې هم تورې تورې ماشینګڼې وې؛ دا عادي کلاشینکوف یا تمانچې نه وې! ما وېل دا خو اختطاف ګر-سړي تښتونکي- دي.

لاس مې اوږد کړ، چې تپانچه را واخلم. خو تپانچه په خپل ځای نه وه. دا په دې اتو کلونو کې لومړی ځل وه، چې تپانچه له خالد څخه کور کې هېره شوې وه...که رښتیا خبره شي، دا به د خدای رحم او د هغه حکمت وه! که تپانچه وای، نو ما په اوو اتو مرمیو څه کولای شول، له هغو سره تورې تورې عصري ماشینګڼې وې!!!

دې وخت کې هغوی را حمله کړه. زه یې له نېکټایۍ ونیولم او لاندې یې کش کړم...هغوی پنځه شپږ کسه وه. ټول په فوجي یونیفورم کې او مخونه یې هم په تورو ماسکونو پټ!

انسان هم عجیبه مخلوق دی! داسې شېبو کې د سړي هېڅ له پامه پټ نه پاتې کېږي. ذهن او حافظه په عجیب ډول فعالیږي او هرڅه په خاطر کې پاتې کېږي، اوس دادی څلور، پنځه کلونه له هغې پېښې تېر شوي؛ خو همدا شېبه ټوله صحنه را یادېږي.

هغوی چې کش کړم، سترګې مې په ها غاړه سړک ولګېدې. که ګورم، چې د بل اړخ سړک کې وړې او غټې موټرې تېرېږي، او ټول زما سیل کوي!!! دې بلې خوا ته، زموږ په لاس کې بیا ټول موټر ولاړ دي، او سورلۍ یې حیران حیران را ګوري خو یو یې هم له خولې اه! نه باسي، ټول پرته له څه ږغ او غوږه زموږ په سیل باندې بوخت دي. [3]

 

زه یې موټر ته اچولم، مګر هغو ساړه ساړه را کتل

څومره مې چې نظر ځغلېده؛ څټ ته راپسې موټر ولاړ وه. خو هېڅوک نه راوړاندې کېدل. دې وخت کې خالد لاس ورسره واچاوه. بیا لېرې شو، په بېړه او وارخطایۍ یې له جیبه تیلفون را ویسته...خو ما بیا خالد ونه لید...دا زما او د هغه وروستي لیده کاته وه.

مخ پوښلو فوجيانو زه لکه غوټه پورته کړم او هغه خپل موټر ته یې ور واچولم. د سترګو په رپ کې یې نیکټایي له غاړې را څخه ووېسته او زما لاسونه یې ورباندې وتړل. نور نو وار نه وه راباندې. چا جیبونه را لوڅول، چا ساعت را نه خلاصاوه، چا په ډډو او نور ځان لاسونه را تېرول، چې که څه بل شی هم پیدا کړي...

موټر ته یې حرکت ورکړ؛ خو موټر جنګېدلی وه او سم نشو روانېدلای. ما نور څه نه لیدل، د موټر ښیښې تورې وې. یوازې ږغونه مې اورېدل. احساس مې کړه، چې د پرادو موټر د څټ ښیښه یې کوزه کړه. یوه یې بل ته ږغ وکړ، د څټ موټر ته ووایئ، چې راشي! په اشترنګ ناست ځواب ورکړ، نه، نه تلای شو!!!

ډزې وشوې. ما وانګېرله، چې هوایي ډزې دي. خو... دوی...زما په ډرېور ډزې کړې وې. دې کیسې ته وروسته راځم! اوس زه هغوی له سیمې وېستم. [4]

 

د کلمې زور وه، که پولیس خپل وه!؟

د حیات آباد له فیز تري څخه رینګ رود ته تر اوښتلو پورې زما سترګې خلاصې وې. موټر چې په پله ور روان شو، ګورم، چې هلته اته یا لس پولیس ولاړ دي. یوه افسر پولیس هم په عسکري زرهي ګاډي تکیه کړې او را ګوري.

هغوی د وسلو ګېټونه کش کړل او کلمې یې وېلې. ټول پښتانه وه! یا به نه وه؛ خو ټول په پښتو ږغېدل. هغوی په چټکۍ زما په مخ دستمال را کش کړ او سترګې یې را وتړلې او له دې سره پر ما توره شپه شوه، نه مې دوی لیدل، او نه هلته ولاړ پولیس.

زه د موټر د څټ په سیټ کې وم. ښي او کيڼ څنګ ته مې په فوجي جامو پټ وسله وال اختطافګر ناست ول.

احساسول مې، چې موټر له پولیسانو او د هغوی له زرهي موټره تېر شو. دې وخت کې یې زه له لاسو او له پښو ونیولم او د غوټې په شان یې، د موټر ډالې یا ټرنک ته واچولم. بیا یې د ماشیندار په کونداغ ووهلم. او ویې ویل، چې ږغ دې ونه باسې! او بیا یې د څټ دروازه را پسې کولپ کړه.

موټر له پولیسو تېر شوی وه! د موټر ښیښې هم تورې وې. موټر په رینګ رود روان وه. زه نو دا وخت ژوبل یم، هغوی په کنداغ وهلی یم او د ناڅرګند سرنوشت په لور روان یم. فکر مې کاوه، چې د پشتخرې او شمشتو کمپ ته جلا شويو سړکونو دوه لارې ته رسېدلي یو.

زه وارخطا یم. هغوی نه دي را ته ویلي، چې څه غواړي؟ ما چېرې وړي؟ ولې مې وړي؟ او نور به څه کېږي؟؟؟

زه یې د پرادو موټر په ډاله کې اچولی وم! داسې وم لکه په واړه قبر کې چې کړوپ ناست وم. ښایي لس دولس دقیقې وروسته موټر ودرېد. له څټه وړوکی ټویټا موټر راپسې را ورسېد. زه یې د تړلې بوجۍ په څېر واخیستلم او سر یې راته ددغه موټر تر مخکني سيټ لاندې ننویست او راباندې یې ږغ وکړ، چې ږغ ونه باسې! پوهېدم، چې دوی د ټوکې خلک نه دي! ځکه نو د هېڅ عکس العمل ښوولو په لټه کې نه شوم.

اوس نو ټویټا نامعلوم پلو ته ځغلي. ځان سره مې وېل، پرادو موټر عوارض پېدا کړي وه، نور د تللو نه وه، ځکه یې دې موټر کې واچولم! ښایي هغه موټر، زما له دفتري موټر سره په جنګولو سره، نور د هغه نامعلوم سفر نه وه.

هغوی هم راسره سپاره وه. خو یوه خبره یې له خولې نه راوته. نه د مبایل زنګ راته او نه دوی ږغ له خولې ویسته. خو ما حدس واهه، چې د دره ادم خېل پښتانه دي. [5]

 

 

 

د کرزي زو!

نه پوهېږم پنځلس، یا شل دقیقې به تېرې وې، چې موټر یې یوې ودانۍ ته ننویست. ښایي جومات یا مدرسه به وه. زه یې واخیستم او په یوه خونه یې ننویستم. دروازه یې وتړله. بیا یې د هماغې تورې ماشیندارې یو کنداغ راپورې کړ. «د کرزي زو، ته لا تر اوسه د کرزي دفاع کوې!؟»

له هغو څخه یو یې، چې لهجه یې زموږ والو وه، پرې را ږغ کړ: «د وهلو حق نه لرې!»

لا روژه وه. زما حال د نه وېلو وه. هغوی مښلې استعمال شوې وطني جامې راوړې او دریشۍ یې راباندې ووېسته. دا جامې مې واغوستې. جامې زړې وې؛ خو پاکې. بیا هغوی درانه درانه زنځیرونه په پښو او په لاسونو کې رابند کړل. زنځیرونه یې کولپ کړل. زه یې سوټ بوټ وتړلم.

زنځیرونه، لکه درانه درانه ماران، زما په پښو او لاسو را تاو شوي وه. تا به وېل، چې دا زنځیر شوې اوسپنې ژوندۍ دي او د قهر او غضب د ورځې د مارانو په څېر هم سړی وېروي، هم ځوروي او هم د بدن په کمزورو غوښو، عضلو او هډوکو خپل پڅ پڅ غاښونه را لګوي!

زما حال خرابېده. روژه هم وه. زما بې کسي، بېوسي، کمزوري، ناروغي، ناخبري او له دې خلکو او دې ناآشنا محیط سره نابلدي هم وه، او زه پوهېدم او خدای مې خبر و، چې په څه بدو اورونو کې سوځېدم.

 

یوازې د مدرسې ږغونه وه!

هغوی یو ګیلاس اوبه راوړې، هغه مې وڅښلې-خدای خبر زما حال به څنګه وه- بیا یې مخ ته اوبه را وشیندلې. درې ورځې همدلته راباندې تېرې شوې. پرته د ملایانو او چړیانو او مدرسې د درسونو او آذانونو څخه، د بل شي ږغ نه را باندې لګېده.

دلته هغوی بیا زما په جیبونو را ونښتل. ښایي اووه سوه ډالر او څه کلدارې وې، ټولې یې واخیستلې. د ډرېورۍ لیسانس، کارت، ویزت کارتونه او نور څه چې زما سره ول، ټول یې ور سره واخیستل.

مبایل، ساعت او ځینې نور شیان یې هالته حیات آباد کې، را څخه اخیستي وو.

دوی ټول ځوانان وه. عمرونه یې د شلو او پنځوویشتو کلونو معلومېدل. هغوی محلي پښتانه وه، خو له حرکت او چلندونو څخه یې جوتېدل، چې ښه روزل شوي وه! لکه د خاصې کومانډو عسکر داسې چالاکه او ګړندي وه! داسې یې سړي ته کتل، چې ساه یې سړي ته په سینه کې وروچوله! تر دې سخته په نظر نه راتله، یا به زه داسې وم. [1]

زه له ډېرو خطرونو او زحمتونو تېر شوی وم. په کراتو د مرګ له منګولو روغ وتی وم. په ځلونو، حالات را باندې ترخه او سخت شوي وه. څو څو ځله له ناچارۍ سره مخ شوی وم؛ خو داسې څه مې په ژوند نه لیدلي و او نه مې په بل د لورېدلو ؤ.

دې حال پر ما د روسانو، او د هغوی د افغاني همکارانو سختې ورځې هېرولې.

داسې نه وم، چې له مرګه وېرېدم. ژوند او مرګ خو د خدای تعالی په لاس دي. او له خدایه تېښته نشته؛ خو دا بل څه وه. دا بل شان خلک او بل شان حالات وه! هره شېبه داسې څه پېښېدل، چې په خوب هم سړي ته نه ورتلل.

هغوی چې زما لیسانس ولید؛ نو وې وېل: «ښه ته د امریکې وروستۍ برخه کې اوسې!» زه پوه شوم، چې په انګلیسي هم پوهېږي! ما ګڼله، چې د پیسو لپاره یې ځان سره پورته کړی یم. دې ته سخت زړه تنګی وم، چې ژر راته ووایي، څومره روپۍ غواړي! خو هغوی د پیسو خبره په خوله هم نه راوړه. اصلاً د پیسو خبره نه وه. خبره بل څه وه، او زه هېڅ نه پوهېدم. دې کار سخت عذاب راکاوه. [2]


 

[1] ما سرګردانۍ، لالهاندۍ او بې وطنۍ تېرې کړې وې، خو هېڅ یوه سختي او ترخه ورځ مې له دې ورځې او حال سره نشول مقایسه کولای.

انسان آزاد پیدا شوی او آزادي یې فطري او خدایي حق دی. خو له فطرت او حقیقت څخه لېرې شوي انسانان، آزادي یوازې د ځان لپاره غواړي. هغوی یوازې خپل فکر، خپل نظر، خپل روش آزاد پرېږدي او په نورو ټولو کرښه را باسي.

دغه نا اګاه انسانان د بل انسان، بل فکر، بل طرز او سلوک آزادي نه مني. دغه شان انسانان له بل فکر والا انسان څخه آزادي اخلي. دا افغانستان او شاوخوا کې مو دا حال له دېرش څه باندې دېرش کلونو روان دی.

پېل یې د ۱۳۵۷ کال له ثور څخه وشو. هغو کسانو چې په توپ او طیارې سره یې واک قبضه کړ، د نورو انسانانو پر آزادۍ ور ونښتل. له هغې راهیسې دا سره ورځ ده. د بل زغم او طاقت نشته. داسې انسانان، چې یوازې خپله خبره، خپل فکر او خپل سلوک ور باندې ښه لګېږي، له خپلې حلقې بهر خلک تړي، وهي، په زنځیرونو او زولنو سره تړي، بند ته یې اچوي او له خپلوانو، دوستانو او ټولو انسانانو یې جلا، یوازې ځان بند ساتي. 

 

[2]  بابری له پېښې په خبرېدلو سره لیکي: « بیا نو په ځان نه یم پوه شوی! د قونسلګرۍ له دروازې په وتلو د موټر په هارن مې لاس ایښی و! نه پوهیږم، چې په ځومره بیړه د پېښې ځای ته ورسیدم، په لسګونو موټر په لارو کې ولاړ وو او په سلګونو خلک را ټول شوي او په لسګونو خبرېالان له خپلو کمرو سره راغونډ وو. د ښاغلي فراهي موټر د سړک له ګلدان سره لګیدلی ولاړ و. خوا کې یې د سړک په منځ کې د شهید خالد مړی پروت و! ټولو به همدا ویل د افغانستان سفیر د وسله والو کسانو له خوا اغوا شوی او ډریور یې ورته وژلی دی.»

 


 

[1] د قونسلگری د کلتوری اتشه خاطره: د ۸۰۰۲ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتی نیټه یوه نه هیریدونکی ورځ

د ورځی یوولس بجی وی، په خپل دفتر کې ناست وم، چې ښاغلي فراهي راته زنګ وواهه او راته یی وویل، چې یو ځلې زما تر دفتره راشه! ورغلم! د دفتر ځنې نور دیپلوماتان هم رسیدلی و! ښاغلي فراهي راته هغه فکس وښود چې دی په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی و! موږ ټولو ته د خوشحالۍ ځای و! موږ چې له څو کلونو راهیسې له ده سره د یو ګډ ټیم په حیث کار کاوه.

د هغه ټینګار دا و چې په اسلام آباد کې به هم له ده سره خپله ملګرتیا او همکاري جاري ساتو. موږ ټولو د ده د تګ په اړه او هلته د چارو د سمبالښت په اړه د مراسمو د تابیا لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه له ده سره شریک کړل. خبرې ډیرې وې، د ورځې یوه بجه شوه. ښاغلي فراهي وویل زه به اوس کور ته ولاړشم او تاسو به ماښام د روزه ماتي لپاره زما کور ته راشئ. پاتی خبرې به هلته سره وکړو.

 

[2]  واده مې د جهاد وخت کې وکړ. اوس درې لورانې او دوه زامن لرم. «لامعه» مې مشرۍ لور ده، واده یې کړی، د خاوند نوم یې مصطفی دی، دوې لوڼې لري. دویمه لور مې «عادله» ده او دریېمه هم «غزاله» درېواړه په پوهنتونو کې لوړې زده کړې کوي.

مشر زوی مې «سمیل» نومېږي، او دویم هم «اتل» دی. دوی ګرده پوهنتونونه وایي.

 

[3]  بابری لیکي: هو!  رښتیا هم د پیښور په یوه ډیره مصئونه سیمه کې، د عمومي سړک په منځ کې، دموټرو په ګڼه ګوڼه کې، چې هره ګړۍ په سلهاوو موټر په دې لاره تېریږي راتېریږي، د افغانستان د یو دیپلومات، د افغانستان سفیر، د افغانستان یو سیاسي نماینده، په رڼا ورځ، د وسله والو له خوا اختطاف کېږي او ډریور یې هم په قتل رسیږي.

خبرېالانو او کمره مینانو هرې خوا ته کمرې لګولې وې او رپوټونه یې جوړول. یوه ګړۍ لا نه وه تېره چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ددې پېښې خبر خپور شو.

د یوه دیپلومات او په خاصه توګه د یوه جنرال قونسل او یا یو سفیر مصئونیت د کوربه هیواد له مهمو مسوولیتونو څخه شمیرل کېږي. اما د افغانستان له دیپلوماتو سره د کوربه هیواد دغه ستره جفا خپله د پوښتنی وړ ده! په همدې اساس د کوربه هیواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلي رحمان ملک ددې لپاره چې ځان له دې مسوولیته خلاص وګڼي په خپله یوه غولوونکې مرکه کې وویل، چې موږ د ښاغلي فراهي لپاره ساتونکي ټاکلی وو؛ خو هغه به له ځانه سره نه ګرځول، کله چې ما دغه مرکه واوریده، زه هک پک شوم چې ولې لکه د تل په شان په خپلو دوه مخو پالیسیو سره دوی د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي، ځکه موږ ته معلومه وه چې دوی هیځکله هم د جنرال قونسل لپاره امنیتي ساتونکي چې د باډیګارد په ډول ورسره وګرځي؛ نه و ټاکلي. ددغو بې شرمانه څرګندونو سره موږ ته دا پوښتنه هم پیدا شوه، چې د دوی د استخباراتي کړیو د موټر سایکل سورو له خوا زموږ هر یو دیپلومات له دفتره تر کوره ځارل کېده! ولې ددې پېښې پرمهال دوی عکس العمل نه دی ښودلی؟ دا صحیح خبره ده چې د دوی څار زموږ د حفاظت لپاره نه؛ بلکې ددې لپاره وو، چې موږ چیرته ځو او څه کوو؟ اما د یوه امنیتي مسوول په حیث دوی ولې په دغه مساله کې غلي پاتی وو؟

 

[4] پېښور قونسلګرۍ کې افغان کلتوري اتشه ظاهر بابري په دې اړه لیکي: ښاغلي فراهي د معمول مطابق له قونسلګرۍ څخه ووت. موږ لا خپل دفتر کې و، نیم ساعت نه و تېر شوی، چې زموږ د یوه ډریور زنګ راغی، په نیولي او ژړغونیي غږ یې وویل:

«ژر راشئ! د حیات آباد د فیز فور په عمومي سړک، د خالد مړی په سړک پروت دی او حاجي صاحب یې وړی دی

 

 

 

[5]  بابری په خپل یاددښت کې کښلي: له همدغې ورځې وروسته موږ د ویرې او امتحان یو نوی پړاو ته ور داخل شو! ویره دا وه چې څنګه به دځان او د خپلی کورنۍ ساتنه وکړو؟ او امتحان دا و چې څنګه به بیرته ښاغلی فراهي ژوندی او روغ رمټ ترلاسه کړو

پیښور کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ یوه له هغو سیاسي نمایندګیو څخه ده، چې له سیاسي او تاریخي پلوه ډیره مهمه ګڼل کېږي، او له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته ددغې سیاسي نماینده ګۍ مسوولیتونه د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوي، ځکه په پښتونخوا ایالت کې د میلیونونو افغانانو اوسیدل او ددغو افغانانو د ستونزو هواری، د دوی د تعلیمي او فرهنګي فعالیتونو د تنظیم چارې او نورو چارو ددې ادارې کارونه یې زیات کړي، همدارنګه ټولو ته معلومه ده د افغانستان د دښمنانو ځالې او روزنځایونه، چې د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ ګڼل کېږي، هم همدې حوزې پورې مربوطېږي.

 

 

 

 

 

 

نوره بیا

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۳                    سال  یــــــــــــازدهم                    سرطان        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول جولای     ۲۰۱۵