کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

۱۱

 

۱۲

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

 

لسمه برخه

د تحقیر نوي ډولونه، حجاب او چادرۍ او دویمه ګوانتانامو

 

عربي حجاب یې را پر سر کړ!

بیا یو سهار درې یا څلور بجې زورور عربان راباندې هماسې د پخوا په شان راتویې شول. زموږ لاسونه یې را ولچک کړل. سترګې یې هم را وتړلې. خو دا ځل په ډېره نرمۍ؛ ځکه یوسف ته ما خپل لاسونه وروښوول او ورته ومې وېل:

« وګوره! دا څرنګه ظلم کوئ؟ پاکستاني داسې ظلم را باندې وکړو، مېاشتې مېاشتې کېږي، خو تر اوسه زخمونه نه وچېږي، او نه رغيږي!»

یوسف خوشخویه سړی وه. لاسونه یې آزاد را وتړل. هغه ووېل:

«I am sorry! this is for your safety!...» یعني:(خواشینی یم، خو دا ستاسو د امنیت لپاره دي!)

بس لاسونه تړلي، سترګې تړلې...له پاسه یې تور عربي حجاب پر سر را واچاوه. لکه توره کڅوړه چې درواغوندي.

له دې ځایه مو حرکت وکړ. دوه ساعته لاره وه. لاره تر یوه ځایه ناهمواره وه. بیا لاره همواره شوه. ایرانی هم را سره وه. لا مو په څېره نه وه سره لیدلي.

 

دویمه ګوانتانامو کې انسان شکله مرغان!

موږ یې بل جنګي مرکز ته ورسولو.

لویه کلا ده. لویه دروازه یې ده. ددې کلا منځ کې ساختمان دی. هغه زیاتره له لرګو نه جوړ شوی. دا ډېره غټه کلا ده.

د کلا دیوالونه ډېر لوړ وه. د کلا یوه کونج کې د ترصد لپاره اوږده زینه ایښوول شوې وه.

د کلا بل کونج کې یې یو غټ باز تړلی وه.

د ساختمان دننه، تا به وېل بل ګوانتانامو ده. داسې ښه په نقشه او ترتیب سره څلور، پنځه واړه واړه اتاقونه، د لرګو په تختو له یو بله جلا شوي وه. دا اتاقونه دومره واړه وه، چې پښې مو نشوای په کې غځولای.

له دغو لرګینو تختو جوړو وړوکو کابینونو چت نه درلود. له پاسه ورباندې له غټو سیمانو جوړې ټینګې جالۍ را نصب شوې وې.

دا اتاقونه په اصل کې لرګین کپسونه وه. او موږ په کې پراته انسان شکله مرغان وو.

 

زه او د ناشناسه خزندو ښکار

له پاسه به راز راز، بدشکله خزندې را توېدې. داسې خزندې ما نه په قواره او نه په نوم پېژندلې. دا لس پنځلس قسمه ناشناسه خزندې او چینجي وه، چې وخت پر وخت به له پاسه را باندې را لوېدل. موږ به یا ویښ وو، یا به ویده و او دې خنځندو به سخت ډارولو.

وړوکی لاسي څراغ را سره وه. موږ هر یو -زه داسې وم ښایي نور بندیان به هم داسې وه- پر اسفنجي توشک پراته وو. خزنده یا چینجي به چې له پاسه را پریوت، ترپ ږغ به یې شو. او ما به هم سمدستي وړوکی لاسي څراغ ورپسې را واخیست او خزندې به چې ځان خوځاوه، په همدغه لاسي څراغ به مې مړه کړه.

همدا مې د هرې شپې کار وه.

دلته زه، ایرانی تجارتي سکرتر او یو بل پاکستانی ځوان جلا جلا بندیان وو! (خدای خبر نور څوک به هم ول!) 

ددغه مرکز پر سر د مخابرې غټ انتن نصب وه. بس غژ او پژ به یې وه. کله به په عربي او کله به په اردو، د جړو ږغونو غژ او پژ پورته وه. ددې مرکز چت کې غټ سورور پیپ پورته ختلی وه.

 

د جسم او حواسو جېل[1]

یوه ورځ چې پر لمانځه ولاړ وم، خیال کې مې یو غټ مار را تر نظره شو. ما ګڼله مار څنګ سره نږدې را ته ولاړ دی! سر یې لوړ نیولی او ښایي حمله وکړي!! په نېښ مې ووهي!!!

سلام مې وګرځاوه. څنګ ته مې وکتل مار نه وه! بل څنګ ته مې وکتل؛ خو مار نه وه؛ خو زړه را ته وېل، چې مار شته!

اوس نو زه په یوه لویه لرګینه خونه کې بند وم. پاڅېدم. لږ وړاندې ولاړم. کتل مې چې د خونې په کونج کې یې کونجله وهلې او سر یې جیګ را ته نیولی دی.

د کوټې بنده دروازه مې وټکوله او پر عربو مې ور ږغ کړ، چې هلئ مار دی!

عرب سپاهیان له غټ سوټي سره په کوټه را ننوتل. مار یې ولټاوه؛ خو مار په لاس ورنغی. په غوسه او شک را وګرځېدل او را ته ویې وېل: «ته دروغ وایې!»

 ما ووېل: «مار وه! ما په خپلو سترګو ولیده!!»

 خو عرب په غوسه ووتل.

بیا ساعت دوه وروسته دباندې ږغ ږغ شو. شېبه وروسته عرب راغی ویې وېل: «you are right!» (تا رښتیا وېل.)

هغوی مار د تشناب د چت په خاشو کې موندلی او همالته وژلی وه.

 

د خزندو د وژلو د بوختې دوام

زه له کوچنیتوبه له ماره وېرېدم. خو هلته پرته له ماره نورې هر راز خزندې پېدا کېدې. له چته به راز راز پېژانده او ناپېژانده خزندې را باندې ترپ ترپ را توېدې. بل شان خزندې وې. هغه یې چې ما پېژندلې، دا زموږ له وطني خزندو څو چنده غټې او اوږدې وې. هلته داسې اوږدې او غټې ځنځې ما ولېدلې، چې تر لوېشتې لا زیاتې اوږدې وې. ځنځې به د مار په شان کونجوله وهلې وه او په غولي، په اسفنج توشک به راته ناسته وه او زما به ور پام شو او بیا به زه وم او د خزندو وژل.

 

د محبس دورې څو چنده قابلېتونه

د محبس دوره کې او بیا د یوازیتوب دوره کې، د سړي وجود نوی قوت پیدا کوي. عکس العمل او مقاومت یې د عادي حالت په اندازه څو چنده کېږي.

زه داسې وم. ډېر شیان مې پرته له لیدلو او اورېدلو حس کول. مقاومت مې هم لوړ شوی وه. کنه اوس یې چې را یادوم، سخته ده، چې د بنیادم نازک وجود دی، داسې سختۍ او عذابونه تحمل کړای شي!!!

دا بیا له خلاصون را وروسته؛ هغه وخت چې امریکې کې د ذهني او رواني امراضو ډاکتر ته هم ورغلم؛ هغه هم ومنله او ویې وېل، چې که تاسو یوه پشۍ د خونې په یوه ګوښه کې را ایساره کړئ، نو که در باندې حمله یې کړه، ستاسو سترګې به راوباسي! هغه ووېل، چې داسې حالت کې د وجود مقاومت څو ځله زیاتېږي، او ما پر ځان همداسې ولیدل!

خپلې تجربې را وښووله، چې د داسې بند پر موده، د سړي د بدن طاقت او د امراضو مقابل کې مقاومت، له معمول حالته ډېرېږي. او هم یې د احتمالي خطرونو په مقابل کې هوښیاري، چمتوالی او قوت زیاتېږي.

دا جنوبي وزیرستان وه.

بیا نو ګرمي را باندې داسې حال راوستی وه، چې د سر، مخ، لاسو او نور بدن پر خولو سربېره، آن دننه ځیګر، زړه او نور اعضا به د زیاتې ګرمۍ له امله سوځېدل او دا ما هره لحظه احساسول.

د سر دننه به داسې وه، چې ته به وایې، بخار دیګ دی. او اوس به سره وچوي! یاره سخت یې ناطاقته کولم؛ خو چاره څه وه! بس خولې به د چایجوشې د تودو اوبو په شان په ډډو، مخ او سر را روانې وې او ما به تسبېح اړولې یا به مې په پخوانیو خاطرو خپل پام غلطاوه.

ما تجربه کړه، چې کله سړی ډېر بد را ایسار وي. زړه یې له درده ډک وي، او دې حالت کې یې لاس او پښې هم تړلي وي او هېڅ خوا یې لاس نه رسېږي، نو بیا هم یوه لاره ورته په کار ده، چې خپله غوسه، خپله دغه منفي روحیه او انرژي خوشې کړي.

او ما تسبېح لرلې. تسبېح به مې اړولې او دې سره به ورو ورو حالت یوڅه په کنترول کې شو. یو څه به صبر شوم او یو څه به بیا پر ځان تکیه شکوم.  

 

لس زره لغتونه مې خپل کړل

هغه وخت زما حافظه ډېره قوي وه.

ما د بند پر موده لس زره انګلیسي لغاتونه زده کړل. نه یوازې حفظ مې کړل، بلکې په جملو کې مې استعمال کړل او په مختلفو زماني حالاتو کې مې استعمالول.

ګوانتانامو ډوله انفرادي اتاقونو کې هم دغه انګلیسي ډېکشنري، او نور هغه عربو راکړي څو د انګلیسي ژبې کتابونه له ما سره وه. خو دا نور کتابونه را ته بېخونده وه. نوې موضوع په کې نه وه. هسې یو مخ پروپاګنډې کار یې کاوه. او له داسې شیانو زه نور ستړی وم! نو ډېر مې نه کتل. داسې شیان نور راته جالب نه وه! خو انګلیسي ډېکشنري مې خط په خط او لغت په لغت زده کړه. خو نور څه مې لاس ته نه راتلل. راډيو، ټلویزیون، اخبار، جرېدې او نور آزاد کتابونه؛ نه چا درلودل او نه ما ترلاسه کولای شول.

 

حاجي عبدالحق ته مې ګیله وکړه!

هغه عرب مشر، چې ما ورته «حاجي عبدالحق» وایه- هسې هم عربانو مستعار نومونه لرل- د هغه کیسه به لږ را واخلم: (دا د هغه وخت کیسه ده، چې زه او ایرانی یو ځای خو بېل بېل یو له بله بندیان وو.)

یو وروسته وروسته، وخت بیا ناټو او امرېکې اعلان وکړ، چې د القاعدې دریم کس یې په ډرون الوتکه نښه کړی، او هغه همدغه حاجي عبدالحق عرب وه.

دی لا ژوندی وه. یو ځل ما ورته ووېل، چې نوره دنیا کې بندیان څومره حقونه لري؛ د سویس غوندې هېواد کې، بندي هرو پنځلسو ورځو کې خپل کور ته ځي. کورنی ژوند جوړوي او نورې ډېرې اسانتیاوې هم لري. راډیو، ټلویزیون، اخبار، مجلې، کتابونه، هر شی چې غواړي، هغه که د هر مذهب او عقېدې یا فلسفې وي؛ نو بندیانو ته یې ورکوي؛ خو دلته هېڅ نشته. موږ ته هېڅ نه را کول کېږي. حتا یوه راډيو را سره نشته.

 

د درې ورځو راډیو

بیا یې راډیو راته راوړله. خو مؤظف عرب به راډیو داسې په بغل کې پټه نیولې وه، چې ایرانی یې ونه ویني! پر ما یې هم منلې وه، چې راډیو به د غوږۍ له لارې اورم. نو د ساتونکو په نظر ایرانی هېڅ نه پوهېده، چې ما ته یې راډیو راوړې او زه راډيو اورم!

خو ما خبره له ایراني نه پټوله. هغه ته به مې وېل، چې څه مې اورېدلي!

دغه عرب له ایراني سره ډېر سخت حساسیت درلود. بیا یې یو وخت زه په خبرو ورسره ګیر کړم؛ نو را ته ویې وېل:

 «دا کافر دی! ورسره خبرې مه کړه!! دا به له اسراېیلو سره په یوه لیکه کې ودرېږي!!!»

بیا نورو ورته ووېل، چې دا اسلامي نه ده، چې یو دې راډیو آوري او نور دې نه اوري!

هغو ورځو کې د افغانستان د ریاست جمهورۍ د دویمې دورې انتخابات وه. او ما دا خبرونه له راډیو اورېدل، چې حامد کرزي دویم ځل هم د ریاست جمهورۍ انتخابات وګټل.

راډیو درې ورځې را سره وه، بیا یې واخیسته. بیا یې له دې ځایه انتقال کړم.

 

 

د خوراک او درملو حالت  

اوس نو خوراک دې پورې تړلې وه، چې څومره دغه جنګي مرکز او د ټرېننګ ځای، ښار او ښاري سیمو ته نږدې دی. په دې برخه کې یې کوښښ دا وه، چې خوراک او څښاک شیان را پیدا کړي او ما ته به یې هم پوره را کول. خو څه خاصه غربي غذا نه وه په کې، ولې ځني ضروري درمل، لکه اسپرین، انټي بیوتیک، پېچکارۍ او داسې نور شیان یې تیار درلودل او چې و به مې غوښتل را رسول یې.

هغوی کوښښ کاوه، چې له خپلې عقیدې او پوهې سره سم «اسلامي خواړه او غذاګانې» را باندې وخوري. شات، خرما، یو ډول وړې وړې سپېرکۍ ډوله تورې دانې-ښایي سیاه دانه به وه- دا به یې همېش خوړل او ما ته یې هم راوړل.

وېل به یې چې دغه وچې دانې د اسلام پیغمبر (ص) هم خوړلې! نو زیاتوله به یې، چې هم صحت ښه کوي او مهمه دا چې د سنت طریقه ده او ثواب لري.

سربېره پردې به یې وېل، چې دا د ګېډې او فشار لپاره ښه دارو دي.

هلته شات ډېر وه. داسې پنېر، هګۍ به یې هم را کولې. خو ځینې ځایونو کې بیا هر شی نه وه؛ البته نه به موندل کېدل. له ښارو به لېرې وو. خدای خبر؛ زه خو نه په ځای پوهېدم او نه په وخت!

 

د ستنې یو سوری نه وه!

ما ډېره هڅه کوله. هر خوا به مې پام ساته. په لټه کې وم. فکر به مې کاوه.

کوم وخت به چې موقع برابره شوه، د غره په څوکو او فضا به مې سترګې ولګېدې، نو حالات به مې له پخوا سره مقایسه کول! ځکه زه د جنګ او جهاد په کلونو کې، په شمالي او جنوبي وزیرستان، ډېر تېر را تېر شوی وم.

کوښښ مې کاوه، ځان پوه کړم، چې چېرې یم؟ فصل کوم دی؟ او زه کوم ځای ته نږدې او کوم ځای نه لېرې یم؟

باور وکړئ، چې ستنې برابر ځای یې هم نه را پرېښود، چې له خپل وړوکي ماحوله بهر څه شی یا څه نښه د ځای یا وخت ومومم!

په ما یې له هرې خوا تېاره را جوړه کړې وه. په توره سیاه چال کوټه کې به یې واچولم او چې مهربانه به وه، نو مازې یوه وړوکی ګروپ به د خونې په یوه کونج کې سترګکونه وهل.

 

 

هغوی هر کاره وه!

دغو کسانو خاصه تربیه او تریننګ اخستی وه. هغوی په هر کار کې ماهر او رسېدلي وه. هم د جنګ د میدان سړي وه، هم د کور او مورچې جوړولو!

د هغوی کارونه زموږ د وطني خانداني ملایانو، چې ملایي به له پلاره ور رسېده، په وس نه وه. زموږ دیني عالمان او ملایان عادي، ساده مذهبي کسان وه. د هغوی له عصري معلوماتو، تخنیک، تکنالوجۍ، عصري استخباراتي فنونو  سره بیخي اشنایي نه وه. او نه یې امکانات لرل او نه خپلې ملایي سلسلې ددې زده کړو او شوقونو اجازه ورکوله. ځکه نو حیران به وم، چې دغه له افریقا او عربو راغلي مذهبي جنګیالي ځوانان چا، چېرې او څه وخت دومره په عصري استخباراتي فنونو او اصولو روزلي او دومره پیچلي سیاسي او جنګي فعالیت ته تیار کړي دي؟؟؟[2]

دوی د ژوند او مرګ مالکان جوړ شوي وه. انسان ته یې دوه توته اهمیت نه ورکاوه. ژوند یې دوه روپۍ هم نه ګاڼه. آزادي او د ژوند روا حقونه یې د الله د دښمنانو مصنوعات ګڼل او ددې هر څه په سر سر کې، د هغوی پټ اهداف ولاړ وه، چې لا ما ته هم نه وه معلوم! باور وکړئ، له دومره وخت ورسره تېرولو سره سره اګاه نه وم، چې څه غواړي؟ څه وخت یې غواړي او ولې یې غواړي؟؟؟ [3]

 

زه د جهان د لیدلو په آرمان

کله کله به یې چې دباندې ووېستم. نو په هماغه قرارګاه یا قشله او مرکز ډوله ځای کې به یې، یوه وړوکې مربع ځای څخه د دیوال په ډول ډبل ترپال را تاو کړی وه او زه به یې د هغه دننه ننوېستم.

هلته به آسمان او فضا په متر را معلومېده، ما به ځان د پښو په ګوتو پورته پورته کړ. هڅه مې دا وه، چې که دا د غرو څوکې ووینم!

اخر د خوشحال او احمدشاه اولاده وم، غرونه مې خوښېدل. زړه مې په تازه هوا اوبه څښلې او سخت درد اخیستی وم، چې وروسته له مېاشتو مېاشتو یو ځل ټوله فضا، ټول آسمان ووینم. بیا چې هرڅه کېدل، کېدل به نو!

ما سره د بل شي پروا نه وه.     

وروسته له وختو به مې چې د غرو په څوکو سترګې ولګېدې؛ نو لږ لږ به پوه شوم، چې دا کوم ځای دی!

یاره عجیبه ده؛ خدای تعالی سړي ته د زړه قوت ورکوي؛ کنه سخته ده، چې داسې را تاو شویو دیوالو، بندو دروازو، او برچه په لاس عسکرو کې دې د زما په شان بنیادم زړه ونه چوي!

ځانته خندا راشي! ذهن کله یوه خوا کله بله خوا الوزي! ځکه حوادث رانه یو په بل کې ننوزي. دمخه مې د ګوانتانامو ډوله زندان کیسه را اخستې وه.

(ډېر وخت په جنوبي وزیرستان کې وم. هغه له لرګو جوړ ګوانتانامو هم جنوبي وزیرستان کې وه.)

لرګي د افغانستان د ځنګلونو وه. د ټیټ انسان په قد برابر انفرادي اتاقونه، له ماشین تراشلو او اره شوو ډبلو لرګو څخه جوړ وه. داسې پنځه شپږ کپسونه جوړ وه. یوه کې زه جلا پروت وم. پښې مې را کات کړې وې. ځکه په قد اوږد وم نه ځاېدم.

بل دا ډول تنګ کپس کې ایرانی دیپلومات او یو پاکستانی ځوان، دواړه یو ځای اچول شوي وه. 

د بل بنیادم آواز نه راته. خو نه پوهېدم، چې ولې یې هغوی دواړه یوه انفرادي لرګین کپس ډوله اتاق ته وراچولي وه!؟ وایم شاید نورو انفرادي اتاقونو کې به نور بندیان ساتل کېدل! خو د چا ږغ ما نه اورېده، ځکه مې معلومات نشته، چې آیا بل زنده سری دې هم دلته بندي وي؟

 

د پاکستاني ځوان د چیغو زلزله!

دغه هلک ځوان را معلومېده. د هغه د خبرو، او غږونو او دردمنو آوازونو له وضعیته پوهېدم، چې پلار یې پاکستان فوج کې لوی افسر دی. او دوی را تښتولي وه، چې خپل نامعلوم اهداف عملي کړي.

ما د ځوان آواز آورېده. هغوی به انترویو ترې اخیسته. ما د مستنطق پوښتنې نه اورېدې؛ خو د هلک له درده ډک ږغ را ته.

هغه به کله په پښتو او کله په اردو ږغېده. نه پوهېږم، لکه چې د پیسو غوښتنه یې ترې کوله. خو زه ډاډمن یم، چې هغه خلک په پیسو پسې نه وه راوتي! نو خامخا یې پیسې د بل مقصد لپاره غوښتې، او په دې زه چېرې پوهېدم!

خدای خبر چې خپله مستنطق به هم پوهېده که نه؛ خو هغه د یو با دسپلینه مذهبي عسکر په توګه خپل کار ښه په مسلکي او ماهرانه طریقه سرته رساوه.

د هلک سوز او درد به پورته وه او وېل به یې:

« موږ یو کور لرو. دوی خویندې مې دي. چې جایداد هرڅه خرڅ کړو، دومره پیسې نشو برابرولای، چې...»

ما پاکستانی ځوان یوازې په ږغ پېژاند.

د هغه ږغ به زما په زړه لړزه راوسته. خپل اولادونه به را یاد شول. داسې نور اولادونه او د هغوی میندې پلرونه به را یاد شول. او دې سره به غم را زیات شو.

خدای خبر څومره نور داسې دده په شان خواږه بچیان به، د نامعلومو مقاصدو په خاطر تښتول شوي او تر ظلمه تېره شکنجه به ورکول  کېږي؟

د پاکستاني ځوان ږغ، چیغې او نارې سورې به راغلې او زما د وجود دننه به یې زلزلې جوړې کړې. دا را ته عجیبه قیامت جوړ شوی وه. سخته ده، چې هغه احساس او هغه درد چا ته بیان کړای شم!

 

د ږغ قیامت[4]

څو ورځې وروسته یې پاکستانی هلک جلا انفرادي اتاق ته واچاوه.

هغه څېره، چې د هغه دردمن ږغ زما په خیال کې جوړه کړې وه- خدای ښه پوه شه- د شپاړس اوولسو کلو په عمر به وه! او دا زما د اولادونو عمر وه. هغه به را ته یو ورک زوی ښکاره شو؛ چې دغو خلکو د خدای په نامه په داسې تیاره، او قید دوزخ کې اچولی.

نه پوهېږم، دغه ماشوم زلمي ته څه ورپېښ شوي وه. ډېر هټکي به یې کول. هټکي یې هم په لوړ آواز کول. د سړي، چې مړۍ ونښلي یا ساه سمه وانشي اخیستلای؛ نو بیا هټکي کوي. هغه حالت خو کله کله سړي ته پېښېږي! خو دغه ځوان همېشه په زوره زوره هټکي کول. او دې به زه ډېر په عذاب کړم. ایرانی بندي دیپلومات هم داسې حساب کړئ.

وروسته، چې یې هغه وېوړ. ما او ایراني دیپلومات به تل د هغه هټکي، د یوې ترخې او انسان سوزه خاطرې په توګه را یادول.

هغه ناآشنا ځوان مېاشت، نیمه مېاشت را سره د لرګو په هماغه انفرادي اتاقونو کې وه. بیا ورک شو! موږ ته یې هېڅ درک ونه شو! شاید خوشې شوی وي؛ خدای پوه شه!

 

دیارلسمه شمېره بوشکه

په نارمل ډول به سهار مهال تشناب ته بیول کېدو. البته دلته هم بدرفت او غسلخانه دواړه یو ځای وه.

په څلېروېشتو ساعتونو کې به یوځل دا فرصت را ته وه، چې ډکو متیازو لپاره، دغه ګډ بدرفت او غسلخانې ته ولاړ شو.

د تشو میتیازو لپاره یې د اوبو تش بوتل را کاوه. اوس دې سره عادت شوي وو. ځینې وخت به یې تشناب ته وړو؛ نور وخت مو خپل مشکل داسې رفع کاوه.

د چار اندام اودس تازه کولو لپاره یې د غوړیو غټې تشې بوشکې را کړې وې. ددغو بوشکو سرونه یې ترې پرېکړي وه. دواړو خواوو ته یې نیولو لپاره لاستي ځړولي وه. په هغه کې به مو مخ، لاس تازه کول او لمونځ ته به تیارېدلو.

د هر چا بوشکې نومره لرله. زما د چار اندام اودس بوشکه باندې ۱۳ شمېره وهل شوې وه. د ایراني دیپلومات پر بوشکه ۱۲ شمېره وهل شوې وه. داسې د پاکستاني بوشکه ۱۱ شمېره وه.

ما ته یوازې ځان او دغه دوه نور بندیان را معلوم وه. خو د چاراندام اوداسه بوشکو شمېرې ښووله، چې ښایي نور بندیان به هم وه! دلته خو د چا ږغ نه تر غوږه کېده. خو ښایي له موږ جلا بله کوټه قلفي او بندیخانه به هم وه. ښه نو دا خبره به پرېږدم؛ ځکه اضافي معلومات مې نشته. که د خدای تعالی اراده وشوه او بل کوم څوک داسې ما په شان خپل د بند خاطرات ووایي او چاپ یې کړي؛ نو بیا به ټول پوه شو، چې نور څوک بندیان وه.

دلته دوه مېاشتې یا تر دې زیات وخت وساتل شوو، بیا یې له دې ځایه انتقال کړو.

 

بیا یې تړلي موټر ته ور پورته کړو

د هر ځل په شان یې دا ځل هم لاسونو ته ولچک را واچول. سترګې یې په پټه را وتړلې. له پاسه یې کڅوړه را پر سر کړه. او بیا یې موټر ته ور پورته کړو.

لکه غوټې داسې وو. او اوس ښه بلد شوي وو، چې څرنګه خاموشه پاتې شو! او ځان ته اضافي سردرد جوړ نه کړو!!

اراضي خامه وه. مزل هم لنډ وه. یو ساعت یا څه کم او زیات وخت کې هلته ورسېدو. دا ځای هم لکه د چا کور داسې وه. هلته مې په هغو خامک دوزیو سترګې ولګېدې، چې زنانه او پېغلې نجونې یې په لاس ګنډي. سره او شنه رنګونه، د چرګانو، ګلانو او ګلدانونو نقشونه مې ولیدل؛ ځکه نو وایم، چې دا به کور وه.

دا د خټو یو کور وه. زه جلا، ایرانی دیپلومات جلا! لیدل مو سره نه! د خوب پر مهال به مو دیوال وټکولو. په دې به مو سره پوه کړل، چې زه ښه یم ته څنګه؟ یا به مې په لوړ آواز وټوخل او پوه به شوم، چې هغه شته او جوړ دی.

په دې ډول مو «سهار په خیر» او «ښه شپه» یو بل ته غوښتل.

هلته، موږ ته د طیارو د بمبارد ږغ راته. ځای او محل مو نه لیده، خو ږغ یې اورېدل کېده. نه پوهېدم، چې د چا طیارې دي او څوک او ولې بمباردوي؟

دلته به یوه اونۍ وو. بده یې دا وه، چې تشناب ور څخه لېرې وه. ورځ کې به یې یوځل، هغه هم په مشکل هلته وړلو. ځکه د طیارو د بمبارد خطر وه.

 

کالي مو وتړئ!

یوه ورځ، مازدیګر مهال عرب را ننوت:

« move from here!» (هدف دا چې کالي مو وتړئ!»

زموږ اتاقونه جلا وه. زه یوه اتاق کې پروت وم، ایرانی بل اتاق کې پروت وه. ددې اتاقونو مخامخ ته لوی ځای او اتاق وه. هغه کې عرب جنګیالي-زموږ پهره داران پراته وه.

دلته زما د لاسونو زخمونه ښه شوي وه. هغوی موږ داسې ځای پر ځای کولو، چې اندک حرکت باندې مو پوه شي او خبرې مو واوري.

موږ ډېرو ځایونو ته انتقال شوي یو. دقیق یاد ته نه راځي؛ خو ښایي شپاړس اووه لس ځایه به موږ پټ او همداسې تړلي ساتل شوي وو.

ښایي پنځه بجې د سهار به وې! بیا یې تر مخه کړو.

لاسونه تړلي شاته، سترګې لکه پلستر داسې تړلې، د پاسه ورباندې د تورې کڅوړې اوږده خولۍ را کش کړې. عرب هم تر څنګلې لاس را تېر کړی، او په کش مو موټر ته وراچوي.

لنډکروزر موټر وه. یو ډریور وه. یو یې خوا سره بل وسله په لاس عرب، او یو څټ ته سیټ کې موږ سره ناست، دې سره موټر روان شو.

لاره اوږده شوه، اوږده شوه؛ ښه را باندې وغمېده!

یاره پرله پسې د دولس دیارلس ساعتونو مزل به وه! غرنۍ لاره وه. عامه ولسي لاره وه. د نورو موټرو ږغونه، هارندونه غوږو ته را تلل.

موټر کې زما ناستې ځای ډېر سخت وه. مزل هم اوږد وه. سترګې، لاسونه او هرڅه هم را تړلي او دې ډېر کړولم.

ځان مې یو څه په سيټ کې، د مخې په لور وښویاوه. هڅه مې وکړه، چې له تړلو سترګو سره، یو ډول، په سترګو د را تاو شوې پټارې له کونجه، بهر ووینم.

موټر به هم چې جمپ راکړ، کوښښ مې دا وه، چې سیمه ووینم. خلک ووینم. پوه شم، چې چېرې یو او په کومه خوا روان یو؟

زموږ د موټر له څنګه به نور موټران تېر او بیر شول. یا به زموږ موټر په کش کې شو. او د بل موټر له څنګه به په تېزۍ تېر شو او ما به کله کله د ولسي خلکو په وړو او غټو موټرو سترګې لګېدې. د موټرو له لمبرونو ښکارېده، چې پاکستاني دي، او سیمه هم داسې ده.

 

عرب او وزیرستانۍ لهجه

موټر کې ناست عرب مذهبي جنګیالي ولسي خلکو نه پېژندل. دوی هماسې خړې جامې، هماسې اوږدې ږېرې او هماسې څېرې ځانونو ته جوړې کړې وې. داسې زیږه پښتو به یې وېله، چې تا به وېل له اتو نسلو وزیرستانی پښتون دی.

لاره کې یې یوه رستورانت یا زموږ د خلکو په اصطلاح سماوات ته موټر ور تاو کړ. د موټر مخه یې دیوال په لور واړوله، چې څوک ما او ایرانی دیپلمات ونه ویني! څوک متوجه نشي چې زموږ په مخونو باندې یې تورې خلطې را کش کړي دي.

د غرمې ډوډۍ یې را واخیسته. سره کړي چرګان او وچه ډوډۍ وه. وخت هم دوه درې بجې د ماسپښین وه.

چرګان مو په تړلو لاسونو له وړو وړو چپاتۍ ډوډیو سره تاو کړل ومو خوړل.

داسې سفرونو کې به عربو پر مخ را کش کړې خولۍ لږ مخ پورته کش کړه، چې خوراک وکړای شو.

بیا یې انتقال کړو. دا نو شمالي وزیرستان وه. دومره مهال ټول په جنوبي وزیرستان کې وو.

 

د یوسف د مخ لیدل

دا ډېر ستړی سفر وه. موټر یوسف چلاوه. یوه نیمه پوښتنه- خبره به یې په انګلیسي را سره کوله. هغه ډېر نه ږغېده. یوه نیمه مزاحیه، ټوکه...دې ته ورته څه به یې لنډ ووېل او نور چوپ وه. ټول موټر چوپ وه. او زه په اور ناست.

لنډه دا چې دا سفر ډېر را باندې وغمېد.

هو رښتیا! په لومړي ځل مې د یوسف مخ ولیده!

وروسته به مې ځان ته وېل، چې کاشکې مې نه وای لیدلی! دومره وختونه، ورځې، مېاشتې تېرې شوې او ما د یوسف له ږغه، خپل ذهن کې د هغه جلا څېره جوړوله او ساتله.

هغه غټ او ډبل ږغ درلود. ږغ یې وزمین وه. خو د هغه مخ مې چې ولید، لکه دومره مهال چې بل څوک د هغه په نامه را سره ږغېدلی وي! هېڅ د ږغ او څېرې سره جوړه نه وه. لکه د مقناطیس دا دوه سره جلا قطبونه، لکه یو وخت چې شوروي او امریکا سره مخالف قطبونه وه.

داسې ددې څېرې او ږغ هم هېڅ خوا سره نه لګېده. هغه د خپلې څېرې په را لیدلو سره پښېمانه پښېمانه کړم. عجب تضاد ددې څېرې او ږغ تر منځ ولاړ وه.

څرنګه یې ووایم:

دا یو وړوکی مخ وه. چې تا به وېل بل شی وینم! راځه داسې به ووایم:

نه یې ښاېسته بللی شم نه بدرنګه! اصلاً له هېڅ خبرې او توصیف سره نه جوړېده. یو ډول بې خاصیته، وچ او بې حسه، حالت دغې څېرې را پرېښووه.

له هغې شېبې یو یوسف را ته دوه یوسفه شول؛ خو ښه وه، له دې وروسته مو ډېر سره ونه لیدل! اوس هم ډېر یاد ته نه راځي؛ یوازې ددې کیسې پر مهال داسې یې څېره په ذهن کې را تېره او بېره شوه.

هغه چېرې غوښتل زه یې څېره ووینم! ښایي زړه یې پوهېده، چې دا شېبه ما ته سخته تمامېده، هسې یې مخ را نه پټ ساتلی وه. هغه به هم غوښتل د ږغ له لارې زما په ذهن او حافظه کې ژوندی پاتې شي. خو داسې نه شول.

دغې دولس دیارلس ساعته لاره کې، زه ناطاقته شوم. ځان مې همداسې د موټر په سيټ کې ځوړند کړ او وغځېدم، کشاله شوم. چې ناڅاپه مې د هغه په مخ سترګې ولګېدې!!!

زه د موټر د څټ سيټ په منځ برخه کې ناست وم. یوه خوا مې عرب جنګیالی او بله خوا مې ایرانی دیپلومات ناست ول.

زما ملا هسې هم تکلیف درلود. او د سېټ په دې منځ کې، چې جګ وي؛ زه سم نه شوم کښېناستی. نو یوڅه د مخې خواته وغځېدم او څټ ته داسې کوږ تکیه شوم؛ چې ناڅاپه مې د یوسف مخ ته ور فکر شو!

ما همداسې هک حیران د هغه ووړ مخ ته کتل، چې را پام یې شو.

اوس نو سړک پوخ وه. ما تر ډېره ځایه سړک لیده.

لمر په لوېدو وه، چې یوسف زما کاتو ته متوجه شو. هغه د مخې سيټ عرب ته د سترګو او مخ په اشارو ووېل، چې ګواکی دی هڅه کوي، منطقه وګوري!

بیا د مخکې سیټ وسله وال عرب، د دواړو سیټونو ترمنځ پټو وځړاوه. او دې سره پټو زما او یوسف ترمنځ پرده شو. نور هېڅ شی سترګو ته نه راتلل.

 

جبه خانه

نه پوهېږم؛ میرامشاه ته نارسیده، موټر ښي لاس ته وګرځېد. نیم ساعت، شل دقیقې په فرعي لاره روان وه. په دې لاره پخې خښتې فرش شوې وې، نور نو کلي په شان منطقه وه. هلته موټر د یوه کور مخې ته ودرېد.  

یاره یو ساعت قدرې وخت به موږ موټر کې بند ناست وو. بیا چې ماښام او ماسخوتن شو، ایله له دغه عذابه خلاص شو.

موږ نشول ویلای، چې ستړي یو. بدن او اعضا مو شخ شوي، لږ مو پرېږدئ، چې کښته شو، د بدن شخي وباسو!

موږ ډېر ضله وو. لکه سړی چې بغرۍ یا هاونګ کې وټکوې؛ داسې ځب ځب وو.

بیا یې موټر په یوه لوی کور ننویست. لا موږ له ځایه ښورېدلي نه یو. دا لوی ځای وه.

کلي غوندې ځای وه؛ خو نیمه ښاري معلومېده. پخې خښتې او سمټ کارول شوي وه. دا لوی سرای وه. ډېر آوازونه په کې وه. ټول عرب وو. معلومېده، چې لوی او غټ مرکز دی.

د موټر د شا-ډاله- یې خلاصه کړه. ټول د مرمیو صندوقونه وه.

ما د جهاد وخت کې خپله غټه جبهه لرله. زه د صندوق په ښورولو او نیولو سره پوهېدم، چې د کومې اسلحې مرمۍ په کې دي!

د داشکې مرمۍ ډېر اواز کوي. د داشکې مرمۍ هره یوه جلا جلا آواز کوي، «ټک، ټک، ټک...» د کلاشینکوف مرمۍ بیا هسې ږغ نه جوړوي، او ما ته سمې را معلومېږي.

زه په لاره کې، د صندوقونو له غړچه، غړچه ږغ څخه پوه شوم، چې دغو صندوقونو کې هم د داشکې مرمۍ دي او هم د کلاشینکوفونو مرمۍ دي.

عرب سپاهیانو مرمۍ د موټر له شاه را کوزې کړې.

موږ یې را کوز کړو. سترګې تړلې، لاسونه ولچک، زړه او ذهن په درد، یو عالم عذاب او شکنجه؛ خو چا سر را باندې نه خوږاوه!؟

 

 

ډونټ وري کاکا!

بیا یې وړې سوزکۍ ډوله موټر ته پورته کړو.

بل نفر را سره ناست وه. دا ځل موټر هم یوه پاکستاني جنګیالي چلاوه. داسې ښکارېده، چې دا هم یو قومندان دی.

یوسف هماسې توره کڅوړه پر مخ راکوزه کړې؛ په لاس مخه ښه راسره وکړه. ویې وېل: ډونټ وري کاکا...

وېل یې ستا کېس پېشرفت کړی، په لنډو کې به سره ونه وینو!

ما ووېل: ولې؟

مخ پټي یوسف، په هماغه ډبل ږغ را ته ووېل، چې زه بلې خوا سفر لرم! نږدې وختونو کې نشم در سره کتلای!!!

 

د ایراني اشتباه!

بیا یې سوزکي کې کښېنولم. نه بیا د خوراک پوښتنه چا کوله، نه د صحرا ګشت پوښتنه، نه د بل شي پوښتنه یوه بنیادم را څخه ونه کړه. هېڅ یې ونه وېل، چې بنده ذاته، څه شی غواړې؟

سوزکي کې تړلي پراته یو. نه پوهېږو چېرې، څه لپاره، او څوک موږ انتقالوي؟

موږ نه ځان، نه سوزکي کې را سره مجهز ناست جنګیالي، نه سړک او نه سیمه لیدل! موږ صرف ږغ اورېده.

ایراني تجارتي دیپلومات یوه اشتباه وکړه. هغه د موټر په جلو ناست قومندان ته یې په انګلیسي ووېل، چې سیمه داسې ده لکه ښار، چې وي!

ما په څنګله وواهه: «سړیه څه کړې، ولې مو په لوی لاس په غم اړوې؟»

معلومېدل، چې ایراني هم څه لیدلي وه!

قومندان ووېل: «داسې ښکاري، چې ته هرڅه وینې؟»

ایراني زما له اشارې سره خبره بل خوا واړوله، ویې ویل: «نه، زه ږغ اورم؛ څه وینم نه!»

پاکستانی ورته په غوسه شو. خو ایراني دیپلومات نوره خوله ونیوه.

 

وروسته له یوه نیم کاله داسې تشناب!

څلور پنځه دقیقې سوزکي وېوړو. سپاهیانو یوه بل لنډ ځای ته ورسولو. دا بیا بل ځای وه.

د پخو سرو خښتو لویه چاردیوالي وه. لوی سرای وه. لوړ لوړ دیوالونه ورباندې را تاو شوي وه. موږ یې دننه کړو.

شپه مو دلته تېره کړه. دا زما لپاره لکس تعمیر وه. دیوالونه ګچکاري شوي وه. زما اتاق لوی وه. دا راته کارځای معلومېده. د وزن پورته کولو له څه سامان څخه علاوه، ویرونه، سیمان او د کار وساېل پراته وه.

دلته زما د لاسو ولچک نه خلاصېدل. لکه چې کلۍ د ولچک په کولپ کې ماته شوې وه. هغوی ور باندې نښتي وه او زه په عذاب عذاب اخته! تر ناوخته لګیا وه، چې بیا ولچک خلاص شول!

ما وېل چې اوس به سره ترک وچوم، چې بیا یې تشناب ته وېوړم او دې کې ساه را په کې هوسا شوه.

دا سم سنبال تشناب وه. سم سنبال کمود په کې ایښی وه. شاور یې هم درلود او هرڅه یې سم وه.

دا یو یو نیم کال شوی وه، چې داسې تشناب مې نصیب نه وه شوی.

دلته ښه هوسا شوم. خو دا ټول صرف د یوې شپې لپاره ول.

په سبا یې همدې چاردیوالۍ کې بل تعمیر ته بوتلو. اوږده، ارته؛ د شلو مترو په اندازه خونه وه. ګاډر په کې استعمال شوي وه. چت کې یې هم پخې سرې خښتې لګول شوې وې.

ددې بل شان لویې خونې یوه خوا، مخې لور ته غټې غټې، دوه پله یي اشه دارې یا کړکۍ وې. زه فکر وېوړم، چې د کور، یا میلمستون لپاره څوک داسې ځای نه جوړوي؟ نو دا ډول خونه به د څه شي او څه کار لپاره جوړه شوې وي؟

 

د تاریاکو پل پیدا شو

د کړکۍ دباندې غټه، ډبله سیمي جالۍ نصب وه. د خونې دننه، چت لاندې، د دیوالونو بر سر کې، داسې څلورو خواوو ته، د دوه لویشتو په اوږدوالي نیون ګروپونو د نصبولو ځایونه تر سترګو کېدل. خو اوس د ګروپونو ځایونه تش وه. دې هم زه حیران کړی وم، چې دا ځای یې، د څه کار لپاره، دا ډول جوړ کړی دی؟

د خونې دیوالونه او غولی سمنټ شوي وه. ځای ځای د تاریاکو د شیرې خاپونه لیدل کېدل. داسې مې اټکل کړه، چې ښایي دلته به د تاریاکو کار بار کېده، تاریاک هره خوا څڅېدلي وه.

دا عجبه غټه خونه وه. نه یې تشناب وه او نه یې بل څه داسې معلومېدل. ګومان دې نشو کولای، چې دلته دې د ژوند کولو کور یا میلمستون وي!

دلته مو ډېر وخت تېر کړ.

 

بیا هم یوه خوا زه بله خوا ایرانی!

ددې لویې خونې منځ کې یې هم ډبله پرده وهلې وه. یو خوا زه پروت وم، بله خوا ایرانی دیپلومات پروت وه.

ایرانی به یې چې تشناب ته بیوه، ما به له کړکیو لیده. توره توبره به یې پر سر او مخ ورکش کړی وه. څنګله کې به یې عرب لاس ور بند کړی وه. او ځان سره به یې بیوه.

تشناب ها خوا وه. له خونې به یې ووېستو، بیا به یې له تعمیره را تاو کړو او تشناب ته به یې له لاسه نیولي، توبره پر سر راکش بیولو او داسې بېرته راوستلو. دلته هم د هغو لخوا د موږ په نامستقیمو لارو تشناب وړلو هدف به ښایي دا وه، چې موږ د ودانۍ په جوړښت پوه نه شو، د تېښتې اراده ونه کړو!

زه او ایرانی دیپلومات دلته ډېر وخت وو؛ خو خبرې مو لږې سره کولې.

 

د ستنې سوري په بلا ورکړو!

د خونې دروازه د ایراني خواته وه. دروازه اوسپنیزه وه. ټوله بنده وه. کومه دریڅه، یا ښیښه یې نه لرله. مازې، د ستنې د سوري په اندازه، داسې وړوکی سوری په کې وه. نو داسې نه معلومېده، چې څوک دې موږ وویني.

ما به پرده یو څه کش کړه او له هغه سره به ږغېدم. ما ورته وېل، چې دروازه کې ډېر وړوکی سوری ما لیدلی. دا خلک تا ګوري. هغه وېل: «نمېتواند. همه‌ ایشان مصروف کارهای خود اند!!!»

زه نه ښکارېدم. ځکه دروازه د ایراني لور ته وه. خو خبر نه، چې هغوی زما لاس لیدلی وه، چې پرده مې کشوله.

 

له ما یې د الجبر ضرب جوړ کړ

یاره لس پنځلس دقېقې به تېرې وې یا نه وې تېرې، چې ناڅاپه دروازه په شدت سره خلاصه شوه.

لومړی یې هغه سترګې تړلی له خونې ووېست. بیا یې زه خونه کې دننه دیوال ته ودرولم. یو لاس یې یوه خوا را باندې لوړ کړ، بل لاس یې بله خوا را باندې لوړ کړ.

پښې یې هم یوه یو خوا، بله بله خوا را باندې کش کړې او مجبور یې کړم چې پښې یوه له بلې لېرې، همداسې ودرېږم. په داسې شکل لکه د ضرب علامه، داسې یې په وچ زور ودرولو.

سخته سزا ده. سړی لس دقیقو کې له پښو لوېږي. دا د شکنجې بل شکل وه، چې عربي سپاهیانو پر موږ عملي کړ.

زه د خونې دننه او ایرانی دیپلومات یې دباندې داسې ودرولی وه او تحقیق یې کاوه.

هغوی را ته وېل:

«ووایه، خبرې مو کړي!؟»

او بیا به یې تکراره کړه:

« تر سهاره دې دروم، چې ووایې خبرې مو کړي!»

ما وېل:

«نه مو دي کړي!»

عرب: «موږ لیدلې، چې پرده دې نیولې وه!»

ما ووېل: «دی له ځان سره ږغېده. ځان سره لګیا وه. ما څه ځواب نه ورکاوه!»

عرب: «تر سهاره دې ودروم! اخر به وایې، چې څنګه مو خبرې کولې!؟»

فراهي: «چې تر سهاره مې ودروې، همدا یوه خبره کوم!»

زړه کې مې وېل، چې یوځل دې «نه!» ووېلې، اوس په همدې خبره ټینګ شه!!!

زه له خپل مستنطق سره لګیا وم، چې یو بل عرب را ننوت او را ته ویې وېل: «ده (ایراني) اقرار وکړ، چې خبرې مو کړي!»

فراهي: «دی د سل کرته ووایي!»

عرب: «دادی ته یې وګوره!»

ایرانی تجارتي دیپلومات سخت ستمېده. عرب ووېل:

«ته خبرې مه کړه! ته ودرېږه اوس به یې خپله ترې واورې!»

د ایراني سترګې تړلې دي. عرب ور ته په انګلیسي ووېل: «ووایه، خبرې دې کړي دي؟»

ایراني زګیروی کاوه:

« please glass of water!» مهرباني وکړئ یو ګیلاس اوبه راکړئ!

زه خاموش ولاړ یم. بلاخره ایراني ووېل:

«خبرې مو کړي!»

زه یې راوستم. عرب په ملامتیا او سخته لهجه را ته وویل:

«تاسو دواړه سپین ږیري خلک یاست. دومره عزت مو کوم. خو که یو ځل بیا مو ولیدئ، چې خبرې کوئ، نو ځای پر ځای مو وژنو!»

ما بیا خبره ور ځواب کړه، او ومې وېل:

«زه سم درته وایم، چې موږ خبرې نه دي کړي. هغه پخپلسر ځان سره ګډ وي. ځان سره ږغېږي. ځان سره وایي، چې ډوډۍ ښه ده، یا خرابه ده یا دا داسې دي، هغه هاسې دي...»

بیا یې پرېښوده.

 

دا کافر دی!

بیا یې هغه غټ شېخ -زما په نظر عبدالحق- ته ویلي وه، چې دوی سره خبرې کوي!

عبدالحق را ته ووېل: «ده سره خبرې مه کړه! دا کافر دی!»

ما ووېل: «نه مو دي کړي. »

دلته مې ایرانی سم ولید.

دا دویم ځل وه، چې ایرانی مې په څېره لیده. لومړی ځل په جنوبي وزیرستان کې وه.

هلته دوه چنده ددې خونې برابر ځای وه. چت یې هم ډېر لوړ وه. دا ځای له لرګو جوړ وه. ښه ارت، یاره څلوېښت مترو په حدودو لوی ځای وه. دباندې ږغ نه وت. زما او ایراني تجارتي دیپلومات ترمنځ د ترپال پرده نصب وه. دواړه به یوازې وو. اهني دروازه به یې هم را پسې کولپ کړې وه. نو په مشکل زموږ آواز دباندې چا اورېدای شو.

د عرب جنګیالو اتاقونه لېرې وه. نو ږغ به یې نه اورېده. خو که په دروازه یې غوږ را ته ایښی وای؛ نو زموږ ږغ یې ورو اورېدای شو.

یوه ورځ چې دواړه دننه بند وو. آهني دروازه هم راپسې کولپ وه، ما جراآت وکړ او د هغه طرف ته ور تېر شوم.

دی پر کټ پروت وه. خدای خبر څه چرت یې واهه. د هغه چې پر ما سترګې ولګېدې؛ نو جټکه یې وخوړه، سم وډار شو.

ما لاس ورکړ. هغه سمدستي ډېر خوشحاله شو. غوږ کې مې ورته ووېل:

«پشت پرده بنشین، که آهسته با هم حرف بزنیم.»

له دې ورځې زما او د ایراني همیشنۍ خبرې شروع شوې. یو به د پردې یوې خوا، بل به د پردې بلې خوا جوخت ناست وو. نیم ساعت، پنځه څلوېښت دقیقې به سره په خبرو وو. زړونه به مو یو بل ته تشول. چې بیا به د پښو ترپ ترپ شو، نو سمدستي به سره لېرې شو. هر یو به په خپل کټ کې ولوېدو.

 

زما اشتباه

عربانو به یو یو چاکلیټ هم راکاوه. ما چاکلېټ نه خوړ. له شکر ناروغۍ وېرېدم. چاکلېټ به مې ځان سره ساته.

دې وختونو کې به ما او ایراني پټ په پټه خبرې سره کولې.

دغه لوی ځای کې، دیوال سره نښتې داسې نیم متر په بر را وتلې ژۍ وه. زه به خپلې برخې ته، هغه به خپلې برخې ته ناست وو. د موږ ترمنځ پرده وهل شوې وه. او موږ د پردې له څټه یو بل سره خبرې کولې.[5]

یوه ورځ د هغه خبرې قطع شوې. داسې لکه دا د آزادۍ راډیو یا بله راډیو، چې د برېښنا جریان قطع کېدلو سره، لنډې شېبې قطع شي.

آزادۍ راډیو مې ځکه یاده کړه، چې زه دا راډیو ډېره اورم! سهاري حتا تشناب کې چې وم؛ راډیو روښانه وي او زه ځان له خبرونو، راپورونو خبروم او نورې خپرونې یې هم اورم. دا را ته سهارنی عادت ګرځېدلی.

نو د ایراني ږغ هم داسې د برېښنا جریان د شارټۍ په څېر قطع شو. یو آواز مې واورېد؛ لکه څوک چې له ځایه وغورځي؛ خبر نه چې پر هغه حمله راغلې!

ما ږغ کړ:

«حاجي آغا، حاجي آغا؟؟؟»

د ایراني ږغ راغی:

«غش کردم!» یعنې بېهوښه شوی یم!

ما وېل:

«دروازه را بزن!»

هغه ووېل، چې د بدن د شکر اندازه یې ټیټه شوې، نه شي خوځېدای.

ما ځان دروازې ته ورساوه، ومې ټکوله. بېرته مې ځان خپل ځای ته ورساوه، چې هغوی پوه نشي، ما دروازه ټکولې.

عرب را ننوتل. ویې لیدل، چې ایرانی را لوېدلی، او شکر یې ټیټ دی. ایراني ورته ووېل، چې چاکلېټ یا نور خواږه ورکړي، چې حالت یې ښه شي.

عربو چاکلېټ نه لرل؛ نو دا وخت له ما خبره ووته، ما ووېل زه چاکلېټ لرم!

عرب زما ساېټ ته را ننوتل:

«دس ایز ناټ یور جاب!» (دا ستا کار نه دی! مداخله مه کوه. او زموږ خبرو ته غوږ مه نیسه!)

ما ځان کنترول کړ: اوکې، اوکې!

دغه ځای کې مې ایراني سره ډېرې خبرې کړي.  

دا تر دې وخته، چې دغه بل ځای ته راوړل شو؛ دوه مېاشتې دمخه به وه. او اوس دلته په شمالي وزیرستان کې، بیا داسې یوه بېرقمه خونه کې، پرده ترمنځ، یو یوه خوا، بل بله خوا بندیان وو. او دلته یې د خبرو کولو پر مهال، د اوسپنیزې دروازې له هماغه ستنې په اندازې سوري لیدلي او داسې جزایي کړو.

دلته یې درې ځله راوړی یم. په لومړي ځل ایرانی دیپلومات را سره وه. بیا یې زه او ایرانی انتقال کړو. بل ځل یې زه یوازې وېوړم. بیا یې چې بېرته راوستم، ایرانی ديپلومات نه وه. ما فکر کاوه، چې ایرانی خوشې شوی یا بل کار ورسره شوی!؟

سبا شپه یې بیا پرده ووهله. ما ځان سره وېل نوی نفر راولي؛ خو ایرانی یې بیا راوست.


 

[1]  دا زما لپاره یو عجیبه زماني وخت وه. بیا هم له پښو آزادي اخیستل شوې، له لاسو اخیستل شوې، له سترګو اخیستل شوې، له خولې اخیستل شوې، له غوږو اخیستل شوې...د جسم او حواسو بند! پښې او لاسونه، سترګې او غوږونه، خوله او ټول حواس او ذهن په بند کې ایسار وه.

یوازې د خیال او خوب کړکۍ وې، چې ما یې له لارې د خپل ژوند او سرنوشت په لور پروازونه کول. او دا مې په خپل واک کې وه. خېال یې نشو را څخه اخیستلای. داسې خوبونه هم هغوی نشو را څخه اخیستلای.

دغه پر بدن او پر اعضاوو بند، په ما کې یوه نه پېژندلې هوښیارتیا را ویښه کړه. ډېری وخت به مې خپل شاوخوا پېښې، څیزونه، سړي آن حرکات حس کول.

[2]  هغوی په هر کار کې پوره وه. هم یې نجاري له وسه وه، هم د سري استخباراتي کارونو پېلول، تنظیمول او له هر راز خطر څخه خوندي ساتل.

زه په دې هم پوهېدم، چې دوی له دې کاره ښه وتلای شي، چې څرنګه مقصد وړ خلک را محاصره کړي، او خپلو اهدافو ته ورسېږي.

هغوی په هر کار پوره وه. -دا خبره ځکه تکراروم، چې زه شپه ورځ د هغوی د دومره خاصو استعدادونو شاهد وم. چې ورته ځېر به شوې، نو وېل به دې، چې د دنیا ډېرې عصري اکاډمۍ او انستېتوتونه یې خلاص کړي. هر یو به دې چې کوت وېل به دې، دا د عسکري او چریکي جنګونو جنرال او سپهسالار دی. خو جامه او لباس او څېره به یې د عادي منطقه یي خلکو په څېر برابره کړې وه.

امید مې پرې شوی وه، چې زه به کومه ورځ په خلاصو سترګو ټوله فضا او شاوخوا دنیا ووینم. هغوی ټولې لارې  راباندې بندې ساتلې. او وېل یې چې «دا د ستا د امنیت لپاره دي» خو زه نه پوهېدم، چې کوم امنیت!؟ داسې امنیت دې اور واخلي، چې حتا د مرګ آزادي په کې نه وي!

خندا به راغله، چې که ددې خلکو وس ورسېږي، نو عزرائیل به پرېنږدي، چې په خپل سر د چا ساه واخلي.

 

[3]  دا خلک د اوسپنې په شان وه! خدای خبر خپله به هم له انتها خبر نه وه!! نه به پوهېدل، چې بیا به څه کېږي او بیا به ددوی سرنوشت څرنګه کېږي؟

هغوی ژوند نه کاوه. ژوند یې نه غوښت. فقط د یوه داسې فکر، او یوې داسې ایډیالوجۍ عسکر وه، چې پرته له ځان وړ خلکو یې ټول واجب القتل ګڼل.

هغوی د ټولې دنیا تصفیه کول خپل الهي مسوولیت ګاڼه، ځکه نو هغوی په هېڅ نه وه بند. سړی چې د خپل ژوند له صلاحیته خلاص وي؛ بیا نو خبره ورسره نه کېږي. بیا نو هغه د جوړېدو نه دی. بیا نو هغه ما او تا په شان عادي انسان نه دی، چې ژوند کوي، کورنۍ جوړوي، ژوند پر مخ وړي، ځان او ټولنه آبادوي، ځان او خلکو ته خوشحالۍ راولي. او په دې ټولو کارونو کې خدای یادوي. او په هر کار کې د خدای تعالی اراده غواړي.

د هغوی خبره، د هغوی فکر، د هغوی مرام، د هغوی اراده...دا هرڅه په کتاب کې راغلي او هغوی بله خبره نه په کې کړه او نه یې زه دومره خوښېدم، چې زما خبرې ته دې غوږ کښېږدي! یا د مازې یو ځل اجازه راکړي، چې دا ښایسته جهان په مړو سترګو ووینم.

[4]  رښتیا چې ږغ زورور شی دی.

دنیا ږغ جوړه کړې او ږغ به یې ورانوي.

ټوله هستي او نیستي په الهي کلمه کې ټالونه وهي؛ ځي او راځي. ځکه نو د چیغو زور په کاڼو هم رسېږي.

زړه ته رالوېږي، چې ږغ غر خوځولای شي او سرنوشت بدلولای شي.

های، خدایه! کاشکې ټول ږغونه تا پسې وای.

کاشکې انسانانو یوبل پرېښوول، چې هر یو په خپله طریقه او خپله پوهه او ژبه یوازې ستا نوم زمزمه کړي.

کاشکې یوازې ستا نوم؛ ستا ذکر په خوله راتللای!

د خدای نوم د ټولو شعرونو شهزاده دی.

ټول نومونه د خدای تعالی د نامه نښې دي.

خدای یو او نوم یې یو دی؛ خو دا یو نوم پر ټوله ژبه او ټول ادب زیات دی.

د هغه نوم خالص او سوچه ږغ دی. حتا د سړي زړه وایي نوم یې توري نلري!

دا هغه ږغ دی، چې په هېڅ ژبه کې نه خلاصېږي.

دا بې متنه ږغ دی. دا د هر شي ږغ دی. دا ټول ږغ دی.

ټول غږونه له یوه غږه را جلا شوي.

ددغه ځوان له چیغو او واویلای سره به زما د خیال پر پرده، د هغه څېره را جوړه شوه.

د هغه څېره به داسې معصومه شوه، چې تا به وېل، ما مه پرېږده؛ خو د خدای په لحاظ، هغه خوشې کړه!

مشره، مجاهده، غازی!

ما در سره بوځه په کنده کې مې واچوه، خو دا هلک نور آزاد پرېږده. ددغه په چیغو سزا مه راکوه.

کاشکې ټوله ژبه یوازې د خدای نوم وای

لویه خدایه! ږغ ستا د نوم د زمزمې لپاره دی. خو دلته انسانان له د سړي له ږغ ستا نوم اخلي او چیغې او دردونکې نارې او بغارې ترې جوړوي.

کاشکې خدای پرستانو داسې کار کولای، چې هر چا ستا نوم په خوله راوړلای.

 

[5]  روانشناسان په دې باور دي، چې دردمن انسانان یو داسې چا ته اړتیا لري، چې د خپل زړه غمونه او رازونه ور سره شریک کړي.

په کلیسايي مذهب کې، هر عیسوی، کولای شي، کلیسا ته ولاړ شي. او خپلې پټې خبرې، یا د هغوی په تعبیر ګناوې، نادودې، غلط کارونه، سهوې د پردې له شاه، د هغه مذهب له ملا یا کشیش سره شریکې کړي.

موږ په دې کار نه لرو، چې کشیش به رښتیا هم د چا د ګناهونو شفاعت کولای شي که نه؟ هرڅوک پوه شه او خپل شخصي حساب او کتاب یې پوه شه؟ خو په دا ډول اعتراف او د زړه د رازونو په وېلو سره، محتاج انسان تسل مومي او آرامتیا تر لاسه کوي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۳            سال  یــــــــــــازدهم                   فوس       ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         اول دسمبر    ۲۰۱۵