کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

دویمه برخه :

درياليزم ضد

«هـــــغوی چې ويښ دي، ګډه دنيالري؛ ولـــې هغوی

چې په خوب کې دي؛ خپله کوچنۍ دنياګۍ لري.»

(هراکليد)

لومړی څپرکی :

 

د رمانتيزم افسون

«موږ بدمرغه نسل يو. له همدې کبلــــه له خپلې

 بېچارګۍ نه ناچاره يو، چــــې د هنر د دروغو په

 مرسته ځان د ژوند له واقعيتونو نه لرې کړو.»

(جورج ساند)

هغه شان چې په سريزه کې یادونه وشوه، رمانتيزم د هنري بيان له مخې د هغو کسانو هلې ځلې وې، چې زيار يې يوست؛ د صنعتي دنيا له نادودو او ستونزو نه د موهومې او خيالي نړۍ هغې غېږې ته پناه يوسي . هغو هڅه کوله چې د هغې زمانې او وخت د پيسه پالي او فرد پالي ټولنې ، له ګډوډۍ نه لوړ او لاسبرې وي. دغه ادبي خوځښت هغه هنرمندانه ګوتنيونه وه، چې دروني اړخ يې درلود او له نااميدۍ، وهم او باطل سره نغښتل شوي وو. الفرد دموسه (Alfreddemusse) د خپلې زمانې د هنرمندانو په اړه ليکلي دي، چې زموږ له نظره د رومانتيزم دغه اړخ روښانه کوي:

«او په ډله کې جلاوالی راغی؛ په يو اړخ کې رنځ ځپلي پراخ زړي او رنځ ځپلي سره راټول شول، چې د ارامۍ او ازاد فکرۍ په هيله يې سرونه ګرېوانونو ته ځوړند کړل او اوښکې يې په لمنو کې تويولې. هغو خپل ځانونه د خپلو ناروغو خيالونو په جامو کې ومروړل او د خاورو او ډکو په څېر د خواشينۍ او ترخو د درياب په څپو کې ورک شول او په بل اړخ کې د دنيا خاوندان پر پښو و درېدل، چې له ټولو خوشګذرانيو سره جوړ نه وو او د خپلو شتو له شمېرنې پرته يې له بل هېڅ شي سره مينه نه درلوده. له يوې خوا د ژړا شور او ځوږ او له بلې خوا د خندا کړس کړس اورېدل کېده، چې يو له ځانه را پورته کېده او بل له تنه »(۱)

لنډه دا چې رومانتيزم د ټولنيز نظام او د هغه د ارزښتونو پر وړاندې د منځنۍ طبقې د روشنفکرانو درېدل وو.

د منځنۍ طبقې روشنفکر د خپل فکري جوړښت او د خپل ځانګړي نړۍ ليد له مخې دا توان لري، چې په هنري يا ټولنيزه مبارزه کې د خپلې طبقې له فکري چاپېريال نه وړاندې ګام واخلي. موهوم پالنه، لنډ نظري، ګټي، رېږدېدل او ځانځاني چې د هغه د طبقې عمده ځانګړتيا ده؛ تل د هغه په ذهن کې پاينده وي او د هغه د اندېښنو لمنه را لنډوي او په عين حال کې هغه په وهم لړي. که څه هم د دغې طبقې د ارزښتونو پر وړاندې به ودرېږي؛ البته کله چې په دې پاڅون کې زيار باسي، چې يوازې په ځان او په خپلو (روشنفکرو يارانو) ډډه ولګوي. په بله وينا هغه وخت چي د الهام منبع لږ او ډيره د هغه په طبقه کي وي؛ همدا دی، چي (رومانتيک پاڅون) له درون کتني او اندېښنو له رېږد سره ملګری دی او له ګوشه ګيرۍ او لريوالي نه را پيلېږي؛ په نهيلي کي څرګندېږي او په مرګ پای ته رسي.

د پاريس د رومانتيزم ځينې بدلونونه په دې برخه کې ژوندۍ بېلګې دي. د تور رمانتيزم (دودېدل) هغه رومانتيزم چې پرته له وېرې او نااميدۍ او مرګه بل رنګ او بوی نه لري. په پارسي شعر کې له هغو محروميتونو رومانونو سره تړلي دي، چې د ايران منځنۍ طبقې له کلونو را هيسې هغه زغملې دي او هم د هغو ناکاميو او ترخو زېږنده دي، چې په دغه دوره کې د بېکس او ځان ليدونکي شاعر سره لاس او ګرېوان دي. فريدون توللي چې هنرمند ځانته خطاب کوي وايي:

«لاړ شه اې نارينه، لاړ شه! د يوه آواره سپي په شان ومره.» په حقيقت کې د يوه هنرمند هغه درد پهروونکی حالت څرګندوي، چې ټولنې د هغه قدر نه دی پېژندلی او خپله يې هم د ښه راتلونکي د اټکل کولو توان نه دی لرلی؛ بله لاره يې نه ده پيدا کړې، مګر دا چې و وايي:

له ټولو د ناپېژندلي په څېرتېر شوې

 څوک دې په ژبه پوه نه شول هروو ح يې در و نه پېژاند.

د لاري تيږي وي؛ د خلقت له کرکې يې بل څه په برخه نه شول

د غم چنګ وي او  د مرګ له منګولو پرته ،بل چا ونه غږولې

هغه هيله او ناهيلي چي د تور رومانتيزم د ښوونځي استازي نادريور او توللي يې په خپلو شعرونو کي څرګندوي. څه د کيفيت او څه د ترسيم له مخې، زموږ د هيواد د منځنۍ طبقې د ټولنيزو فکري بدلونونو د څپڅپاند بهير يوه برخه جوړوي. خو دغه رنځ يوازې طبقاتي رنځ نه دی؛ بلکې د هغه هنرمند رنځ دی، چې نه يوازې په هنر نه پېژندونکې ټولنه کي ، بلکې د خپلې طبقې په منځ کې يې دا توان نه دی پيدا کړی، چې ځانته کومه لاره پرانيزي (که څه هم د هغوی نااميدي په خپله يوه طبقاتي پديده ده)*

پر نوي ټولنيز نظام ، د رومانتيکانو منفي او درون بينانه نيوکه ، په نه راستنېدونکي توګه د ژوند او ټولنيز تګلوري په باب چې موهومه او غير تاريخي بڼه يې درلوده؛ د لارو چارو د پيداکېدو سبب شوه. په هماغه اندازه چې نويو صنايعو پرمختګ کاوه، په هماغه اندازه چې د ژوند بڼه لا توره او زښته کېده او په بله خوا کې د رومانتيک د هنرمند تر سترګو د لرغونو زمانو اننګي لا ځلېدونکي او زړه وړونکي بريښي. هغه دا توان درلود؛ خو دا توان يې نه درلود، چي وکولای شي؛ د صنعتي ټولنې تاريخي اړتيا او د هغې تضادونه درک کړي! نو له لرغونو زمانو، يانې د منځنيو پېړيو غېږ ته يې پنا يووړه. د سروالټر سکاټ (Sir walter scott) رومانونه چې منځنۍ پېړۍ يې بيا را ژوندي کوي؛ د هغه بېلګې دي.

په هغه دوران کې چې ټولنيزه اله ګوله، اقتصادي ناهمغږي، روحي نارامي، د اندېښنو ګډوډي، پرديتوب، پښيماني او يوازيتوب پر ټولو شيانو د سيوري لمن غوړولې ده. تېر وخت  د فرد لپاره د اوسنيو رنځونو نه د تېښتې خورا غوره وسيله ده؛ نو له دې کبله هنرمند تېرې دنيا ته پنا يووړه او هغه يې د خپلو نه غوړېدلو آرزو ګانو ځاله جوړه کړه او په هغه خيالي نړۍ کې «يوه شېبه په آرامۍ ويده شو» والپول (Walpole) انګرېز ليکوال د تېرو زمانو و غېږو ته د پنا وړلو «ګټې» په ډېره مينه داسې توضيح کوي.

«پوهيږې! ليرې سيمې ، تل زما تر سترګو لاندې دي او له هغه ځايه چې هومره لا زوړ شوی نه يم، چې د دې منظر له له کچوالي نه ګيله وکړم؛ تصور کوم، چې هېڅ فضيلت تر دې ښه نه دی، چې انسان هغه څه چې د ژوند واقعيت بولي؛ له خيالونو سره بدل کړي. لرغونې کلاګانې، پخواني تصويرونه، تېرې هېرې نېټې او د پخوانيو زګېروي، د دې سبب کېږي، چې د انسان لرغونی ژوند چې نااميدي او خواشيني زېږوي؛ بيا ولټوي. مړي نور زموږ د غولولو توان نه لري. اوس نورکولای شو؛ په کاترين دومديس هم ډاډ وکړو» (۳)

خو سره له دې هم دغه (هنرمندانه معجون) د رومانتيک هنرمند رنځ دوا نشو کړای؛ له روحي شکنجو نه و نه ژغورل شو؛ بلکې د هغه فکري توپان ، د جنون تر کرښې ور زيات شو.

ګويټه ،  رومانتېزم ناروغي او کلاسيزم روغتيا بللې ده. په دې کار نه لرو، چې له دې پرتلې نه د هغه موخه څه وه. په دې اړه څېړنه چې ايا کلاسيزم په رښتيا د روح او فکر د سلامتيا نښه ده. د دې کتاب په حوصله کې نه ده؛ خو رومانتيزم په رښتيا هم يو ډول ناروغي بللای شو. په تېره بيا د هغې اړيکې له مخې چې د رومانتيک هنر مند او ټولنيز تاريخي تګلوري تر منځ شته. رومانتيزم له دې کبله ناروغي ده، چې يوازې د واقعيتونو د مجموعې يو اړخ دی، چې د ګډوډۍ او تضاد سره لاس او ګريوان دی. د تاريخي تحولاتو په څېړنه کې يوازې يو عامل په پام کې لري او پر هغه باندې په ټينګار سره نور عوامل پريږدي. د تاريخي تګلوريو په اړه ، دغه راز يو اړخيزوالی او اغراق ډوله لنډ نظري د فکري انډول د نشتوالي څرګندونه کوي، چې په خپله د روح د ناروغۍ نښې دي.

د ژوند په دنيا کې جسماني روغتيا د هغه انډول زېږنده ده، چې د انسان او طبيعي چاپېريال تر منځ شته دی. دغه انډول د شته والي او توازن د طبيعي قوانينو سره د سم درک او پر له پسې پېژندنې د اړتيا له لارې را منځته کېږي او د هغه دوام د چاپېريال د پېژندنې په وده پورې اړه لري. هغه شاعر چې په ژمنۍ سپوږمۍ مين شوی او د جذبې او بېخودۍ په حالت کې يبلي پښې له کوټې د باندې ګرځي، هرومرو به يې ساړه وشي؛ ځکه هغه د چاپېريال له عاملينو څخه يوازې د ښکلا عامل موندلی او شمېرلی دی او نور لاملونه لکه د هوا سړښت يې په پام کې نه دی نيولی. د انډول د اړتيا درک، د فکر او روح په روغتياپالنه کې همدا ونډه لري. هر کله که د روحي حالت او بهرني واقعيت د تناقص په پايله کې روحي انډول را و پرزېږي؛ د لاسته راغليو فکري بحرانونو دوام به په ناروغۍ بدلېږي.

له بده مرغه، رومانتيک هنرمند د دغه انډول اوتوازن نه درلودونکی دی. هغه د بهرنۍ نړۍ ټول اړخونه نه ويني. د هغو له زیاتو اړخونه تښتي او هغه يې هم چې ويني؛ د خيالونو په تروږميو کې ورکېږي. تل تر تله په فکري پريشانۍ اخته دي او بې مراندو د بېډي په څېرکږه وږه کېږي او په پای کې هم چېرې نه رسېږي. هغه لرغونې زمانه غنيمنت ګڼي؛ خو د خپل دروان له تاريخي درک نه پاتې کېږي، يانې د دې ټکي په درک کولو نه بريالی کېږي، چې يوازې نننۍ زمانه د لرغونو وختونو مېوه ده؛ بلکې د راتلونکې مېوې زړي هم په ځان کې نغښتي لري. څنګه چې د هغه پوهه په اوسنۍ زمانه کې هېڅ ثمر رسوونکی شی نه شي پيداکولای، يا لرغوني مړه ځبېښي او يا خپلي ټولي هيلي په افسانوي او موهومه راتلونکې پوري تړي.

خو آن هغه تصورات چې د نولسمې پېړۍ رومانتيکانو د لرغونو زمانو په اړه لرل، موهوم غير واقعي او «ناروغ ډوله» وو. هغه ځمکه چې دوی د خپلې زوکړې په نامه وټاکله؛ هغه ژوندۍ او رښتينې ايټاليا، له هغه پرتم او اتلانو سره نه وه، چې هغوی د کاتوليزم موميايي شوې او کنډواله شوې ايټاليا او د هغو د خلکو ځپل شوی روح چې کشيشي استبداد هغوی د جهل تر دالانونو لاندې ساتلې وستايله. هغه څه چې رومانتيکانو په دې برخه کې د نورو برخو په څېر په هغو پورې زړه تاړه؛ د لرغونو زمانو ورکه شوې او محوه شوې سندره وه، چې له يوې کنډوالې نه بلې ته تېرېده.

په ټوليزه توګه هغه تجربه چې رومانتيک هنرمند يې له تاريخ څخه لري، له اوسنۍ زمانې نه  د وېرې او بېزارۍ سبب کېږي، چې دا کار د اوسنيو ټولنيزو شرايطو د پېژندنې درک له امکانه لرې کوي او يا د امکان په صورت کې يې پېچلی او غير واقعي جوړوي. هغه تصورات چې رومانتيکان يې د تاريخ په باره کې لري؛ زياتره معنوي او فلسفي بڼه لري او له يو ډول تاريخ عرفان څخه تومنه اخلي. د هغوی په قاموس کې هره پديده د مطلقو او ټوليزه اصولو ښکارندويه او انځوروونکې ده، چې د ناپېژندل شويو او نه درک کېدونکو قوتونو په وسيله لاس ته راځي. له همدې کبله د رومانتيزم د ټولنيز پاڅون ځانګړتيا په دې کې نه ده، چې مترقي اړخ و لري يا ارتجاعي او يا له انقلاب سره ملګرتيا کوي، يا د هغه پر وړاندې درېږي. (د فرانسوي او انګليسي رومانتيزم خواخوږي او د الماني رومانتيزم دښمن) بلکې مسله دا ده، چې رومانتيک هنرمند په دواړو حالاتو کې خپل تاريخي او ټولنيز نظريات له خيالي غير عقلاني او د مکاشفې له لارې تر سره کوي. که په ساده وينا سره ووايو، د رومانتيزم انقلابي ګبڼۍ او محافظه کارانه وچوالی ، هيڅ يو د ټولنيزو رښتينيو شرايطو د تاريخي درک زېږنده نه دي. هم فرانسوي انقلابيان او هم رومانتيکان دواړه د لرغونو دودونو او دستورونو د را پرځولو غوښتونکي او د يوې داسې نوې دنيا د بنسټ ايښودلو هيله مند وو، چې يوازې انساني ځانګړتياوې يې د هغو د ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو ټاکونکې وي؛ خو سره له هغه هم انقلابي مېړنو زيار يوست، چې د عقل او منطق قوتونه خپلواک پرېږدي! څو ټول څيزونه را وپرځوي او بيا نوي بنسټونه کېښودل شي؛ خو رومانتيکانو ټول څيزونه د احساساتو، روح، هنرمندانه نبوغ او نور نابودول او بېرته یې ودانول . د فرانسې د ستر انقلاب د لارښوونکو له نظره، عقل هغه يوازينی بوټی دی، چې کولای شو؛ ټول اصول او ارزښتونه په کې اوبه کړو او نوی ترکيب جوړ کړو. حال دا چې رومانتيکانو روح يوازينۍ ګرمخانه بلله، چې ټول څيزونه چاڼ کوي او د ښکلا سپېڅلي او راڼه څاڅکي را زېږوي؛ نو که د فرانسې له انقلاب سره د رومانتيکانو خواخوږي زيات دوام و نه کړ؛ د تعجب وړ نه ده.

«د لرغونو زمانو پر ښکلا او پرتم» برسېره رومانتيکانو «پېژندل او نه پېژندل شوي لویوالی» هم د اوسنۍ زمانې له ناښکلو او فلاکتونو سره پرتله کړل. هغوی په ډېره مينه د «ناپيدا» او «ليرې» په پلټنو پسې شول او هغه څه يې وستايل، چې د تعجب وړ افسانوي او بې پايه وو. رښتينی ژوند او مادي نړۍ د هغه تر سترګو د کرکې پهروونکې ښکارېده؛ نو له دې کبله يې يو په يو خپل سفر د دنيا له «ډنډه» را و يوست. «ناښکلي پېژندل شوي» او «تېرېدونکې ښکلا» يې له ځانه وشړل او ځانونه يې د «ناپېژندل شوې ښکلا» او«ابدي ښکلا» په ستاينه بوخت کړل؛ لکه هغه شان چې ايلم ماري کارو (Elme-Marie caro) د رومانتيک ښوونځی تيوريسن، يادونه کوي، چې هنر بايد د هغې اندېښنې جاذبه او کشش ولري، چې د هغوی د ښکلا خوا ته ور الوزي. بايد طبيعت يواځي «د الوتو د پيل ځای» په توګه وګڼل شي او «د مطلوب کمال» په پالنه کي چي له هره پلوه تر واقعيت ښه دي؛ لاس پوري کوي. (۴)

لکنت دوليسل(Leconte de Liisle) هم په کال ۱۸۵۲م کال کې په فرانسه کې د انقلاب تر برياليتوب وروسته، د شعر دنده «دمطلوب ژوند کمال بښل هغو ته چې رښتينی ژوند نه لري.» وګڼله او نوواليس (Novalis) خو دا عقيده درلوده، چې رومانتيک شعر «هغه صنعت دی، چې ټول څيزونه په عجيب او پام وړ توګه زړه را ښکونکي کوي. هغه صنعت چې ټول څيزونه پرته له هغه چې د هغو جذابيت او اشنا رنګ کم کړي؛ په لرې واټنونو کې ږدي.» د هغه له وينا سره سم کولای شو، چي هر څيز شاعرانه او رومانتيک وښيو؛ خو په دې شرط چې هغه له سترګو لرې وساتو. «او يا دا چې عادي څيزونه مرموز انځور کړو؛ پېژندل شويو ته د ناپېژندل شويو لويوالی ورکړو او هغه څه چې محدود دي؛ نامحدود و ښيو»(۵)

«هغه نسخه چې نوواليس د طبيعت «د رومانتيک کولو» لپاره ورکوي؛ د دې څرګندويه ده، چې رومانتيک هنرمند يوازې په رومانتيک والي نه قانع کېږي؛ بلکې د رومانتيزم هنري اصول د خپل ژوند هدف او کړنلاره ګرځوي. نه يوازې زيار باسي، چې واقعيت په رومانتيک ډول تصوير کړي؛ «تحريف کړي، اسرار وښيي او چاڼ يې کړي» بلکې د دې غوښتونکي دي؛ پر ځای د دې چې هنر له واقعيت سره همغږی کړي. واقعيت له هنر سره تطبيق کړي او محسوس ژوند د خيالي هنر لاس پوڅی وګرځوي.

دغه ټکی د رومانتيک ښوونځی فلسفي اړخ را څرګندوي. د رومانتيکو ادبياتو بنسټ د ايډياليزم د فلسفې پر بنسټ درېدلی دی. که څه هم رومانتيک ليکوال د بهرنۍ نړۍ ښکارندويه د خپل ذهن مخلوق نه ګڼي.  لاکن هغه د خپل احساس او اندېښنې زېږنده انګېري. پېښې هغه شان انځوروي، چې د دوی باطني تلوسې يې غوښتنه کوي او وګړي د خپلو روحي غوښتنو له مخې انځوروي. لنډه دا چې د نړۍ هستۍ ته د خپلو احساساتو له کړکۍ ورګوري. رومانتيک شاعر هم خپل «حال» په هر څه کې نغاړي او طبيعت هغه شان چې دی نه؛ بلکې هغه شان چې دی يې هيله لري؛ ستايي او انځوروي يې. هغه وخت چې هغه مينه کوي، ګلان، ويالې، لمر، سپوږمۍ او ستوري هم مينه ناکې تلوسې لري. کله چې معشوق جفا کوي، طبيعت هم په خواشينۍ او غم کې ډوبېږي. هغه چې د عالم په مرکز کې ولاړ دي؛ يوازې هغه شيان د ويلو وړ ګڼي، چې د هغه په ځان کې نغښتي وي. «زه» تل د هغو په سندرو کې تر ټولو بر ناست دی؛ ګواکي يوازې هغه دی، چې درک کوي يې او پاتې کسان د غم او ښادۍ وړتيا نه لري. تر دې ځایه

هغه څه چې رومانتيکانو له ټولنيز ژوند نه د لريوالي په بدل کې وغوښتل؛ هغه دادي، چې د خپلو اندېښنو د زېږندو لاسته راوړنو په جوړولو او هستولو کې بې پايه خپلواکي ولري؛ خو د دغه «حق» نه په ګټې اخيستنې سره د يو ې خيالي دنيا په جوړولو او په هغه کې يې په اوسېدنې قناعت ونه کړ. د رښتينې نړۍ د سپړلو لپاره يې پښې له خپل ټغره اوږدې کړې او زيار يې ويوست، چې د رښتينولۍ معيار د خپلې افسانوي نړۍ په معيار سره وټاکي او لنډه دا چې خيال د ژوند پر ځای کېنوي. زياته به مو نه وي ويلي؛ که و وايو، چي د رومانتيکانو تکل دا وو، چې ټولنه «د هنر د امپراتوري ښکېلاک» کړي؛ ځکه يوازې د هنر په اقليم کې واکمني کېدای شوه.

د هغې بې پايه بېزارۍ له کبله چې رومانتيکانو له واقعيت څخه لرله، هغه څه چې مجسم او ليدونکي وو؛ و هغو ته زښت بدرنګه او سوليدلي وايسېدل. يواځي د رښتيني نړۍ هغه برخه چي نغمه ډوله، سندريزه، پېچلې او په تروږميو کي وه؛ د ستايني وړ وه. همدا دی، چې د رومانتيک شاعرخاطر او خيال يوازې په شپو کې کرارېږي. د هغه ژبه هغه وخت پر خبرو راځي، چې توره وېره د هرې ذرې په زړه کې ور ننوزي. د پېچلتيا پرده پر طبيعت غوړېږي، يوازېتوب او وېره پهروونکی سکوت ټوله هستي را وسپړي، ژوند او طبيعت بې پايه يو رنګه او بې هدفه تر سترګو شي.

د شک ځای نه دی، چې د ژوند او ښکلا دغه راز پېژندنه په پای کې ښکلا او ژوند نفي کوي. د کېټس (keats) زړه وړونکې ننواتې د هغه په خلاف چي دی يې انګېري؛ د ژوند د ښکلا په خاطر نه ده او په حقيقت کې د ده د ناموندلي او موهومي ښکلا په خاطر ده، چې ژوندي عالم ته لاره نه لري. واقعيت او ژوند د تل لپاره د هغه له لاس برتيا نه لرې پاتې کېږي او هغه څه چې دی د ژوند او ښکلا په نامه په مينه او شوق سره ژويي؛ د ژوند او ښکلا له سيوري پرته بل څه نه دي.

د اندېښنې بې پايه خپلواکي او د احساساتو خوځېدل چې د رومانتيک هنرمند په خلاقيت پورې تړلي دي، رومانتيزم يې د يوې ابدي سرمستۍ او نغښتل شوي خيال په توګه را ګرځولی دی. حقيقت دا چې رومانتيزم د اندېښنې له ګډوډۍ او خيال نه پرته بل څه نه دی. د نولسمې پېړۍ رومانتيکانو له نواليس بايرون او شاتوبريا نه نيولې تر هاين (Heine) او ورډز ورث (Words worth) او بودلر پورې زياترو يې خپل کورونه د خيالونو د واټونو تر څنګ ودان کړل. (کولريج) (Colridge) رومانتيک ليکوال او شاعر وايي «خيال زما په ژوند کې د سيوري بڼه لري. خيال زما قوت او ډوډۍ زما د ناکاميو تومنه ده.» ښکاره ده، هغه هنرمند چې د خپلو اندېښنو او عواطفو مزي د چټک وزري خيال لاس ته سپاري او ټوله هيله يې دا ده، چې ځان د مکاشفې په سيند کې هېر کړي؛ پرته له خيال پالنې به بل په زړه پورې والی و نه لري. د رومانتيکي تصوراتو راز چې رومانتيکان يې د فرهنګ او انساني تمدن په باب لري؛ په همدې کې نغښتی دی.

د رومانتيزم تراژيدي په دې کې نه ده، چې رومانتيک هنرمند له واقعيت نه تښتي؛ بلکې پر واقعيت باندې د خيال او وهم لاسبرتيا رښتينې تراژيدي ده. د ساري په توګه رومانتيک هنرمند هغه سړي ته ورته دی، چې ډوډۍ خوري؛ ولې هضمولی يې نه شي. هغه د نړۍ واقعي او عيني مظاهر په خپلو خيالونو کې ور ګډوي، حال دا چې دغه مظاهر هماغه شان ټينګ، سرسخته او کلک د هغه پر وړاندې پر خپل ځای ولاړ پاتې کېږي. (د ژرژ بنديز) په نوموړي کتاب کې لړزوونکې جملې تر سترګو کېږي. د يوه نامتو رومانتيک هنرمند په ستاينه کې ليکلې شوې دي؛ خو د يوې رنځووونکې تراژيدۍ ښکارندويي يې کوي، چې ټول رومانتيکان پرې اخته دي. نوواليس ټول څيزونه دروني نړۍ ته تبعيدول. دغه اقليم هر شی بې پايه چاپېريال له انقلابه نيولې تر ضد انقلابه پوري په ځان کي نغښتي وو.

د روح ټولو زمريو ته يې هتکړۍ اچولې دي او د تاريخ ټول غرني قوتونه په کې طلسم شوي وو. شپې هغه په خپله لمن کې مروړلي وو، د مرګ او تيهرو شهواني خوندونه يې ټول تسخير کړي وو. د هغو ژوند، هغو نباتاتو ته پاتې کېدی، چې په تيږو بدل شوي وي . . . د سرو او سپينو زرو هغو ټوټو ته ورته وو، که د ځمکې په تل کې پرتې وي او شاعر د معدنچي په څېر په تل او ژورو کې په پلټنو پسې ګرځېدی او د هغې پټې شتمنۍ په ليدو سره به په شوق او خوښۍ راته.

خو په هغه موده کي چي دی به د ځمکي په تل کي و؛ ټولو څيزونو به د ځمکي پر مخ خپل همېشني ژوند ته دوام ورکاوه. بهرنۍ نړۍ (چاپېريال) له دې چي د شاعر او فېلسوف وجود تر هغو په باطن کي ټوټې ټوټې کوي، تندی هم تريو نه کړي؛ ځکه شاعر او فېلسوف پر ځای د دې چي د (ميرابو) يا (ناپليون)   په څېر عيني واقعيت په چټکۍ او ټينګار سره په کار واچوي. يواځي يې په خپله باطني دنيا کي د هغو څېړنه او تجزيه وکړه؛ خو هغه وخت چي هرواحو شاعر پرېښود او هغه بيرته د معدن له تل نه بهرنۍ نړۍ (چاپېريال) ته چي سره ورانه او شيندلې يې انګېرلې وه. هم هغه شان يي پر خپل ځای ټينګه ولاړه وليده او هغه څه چي هغه په خپل زړه کي ويلي کړي وو، د ده په وړاندي ساړه او کلک وو؛ خو له هغه ځايه چي هيڅکله په رښتيا هغه له بهرنۍ نړۍ سره مينه نه درلوده. ځکه چي هغه يې د خپلي باطني دنيا په څېر خواشينې تياره او خوبولې ګڼله؛ نو يې د هغه شته والی د خپلي لاري اغزی و نه ګاڼه او پر خپل ستروالي يي پرېښوده، چي هم هغه شان ټينګه پاتې شي.»۶

طبيعي خبره ده، چې د بهرنۍ نړۍ پر وړاندې چې رومانتيک هنرمند دغه ډول منفي غبرګون له ځانه ښيي، له هر ډول مثبت هدف او هلوځلو نه خالي دی. بېځايه نه ده، چې د فريدريک شلګل (Schlegel) په خپل پېژندل شوي کتاب لوسيند (Lucinde) کې حقيقتاٌ رومانتيک ژوند د ټنبلې ځانپالني له (فضيلت) نه پرته امکان ناپذيره ګڼي. هغه د ډېرو نورو رومانتيکانو په څېر بېکاري او ځان هوسايي د شاعرانه الهامونو د پانګي کيلي او د اندېښنو د پراخوالي او د نظر د ژوروالي سبب ګڼي.

څنګ ته کېدل او کراره ناسته هرومرو د خيال او خاطر د پراګندګۍ او د اندېښنو د آشفتګۍ سبب کېږي. د رومانتيک هنرمند تر سترګو، ژوند په کوم نظم او قاعده ولاړ نه دی، چې وکولای شو؛ هغه سره روږدي کړو. له همدې کبله رومانتيک شعر د فکري جوړښت له کبله په ټوليزه توګه نظم او وحدت نه لري او يوازينی عامل چې هغو ته يووالی وربښي، د شاعر «حال» او احساس دی، چې هغه هم د پسرلنيو ورېځو په څېر شېبه په شېبه يوه بڼه پيداکوي. نواليس وايي: چې «حقيقي شعر» د خيالونو د پړاوونو نه زياته درېدنه او يووالی نه لري. کله (څېره، کړه وړه) او آهنګ يې ښکلي دي؛ خو له هر ډول پرله پسې والي او مانا نه تش دي. تيت، پرک او جلا ټوټو ته ورته دي، چې هر يو په خپل ځای کې درک کېدای شي؛ خو د په ټولي توګه زموږ لپاره کوم ځانګړی مفهوم نه لري. » ۷

رومانتيکان يوازې هغه څيزونه «روح» لرونکي بولي، چې مروړلي، آشفته، پټ، نه درک کېدونکي، مړاوي او حرمان وهلي وي او هغه څه چې د مادي عالم روڼ ذهن شور، شوق، پياوړتيا، درېدو او د فکر سلامتۍ نښې ولري؛ د هغوی تر نظر بې روحه برېښي. د آلمان رومانتيکان «ګويټه» د هغه د انځوروني د پياوړتيا په خاطر نه؛ بلکي د هغه د ځينو اتلانو په خاطر لکه هاربر مېګنون چي شپول اور يي څېره له څلورو خواوو نه رانيولې ده؛ خورا لوی رومانتيک شاعر ګڼي او له بلې خوا لسينګ او شيلر خو اصلاً شاعران نه ګڼي؛ ځکه د هغوی پياوړې اندېښنې د بهرنۍ نړۍ لور ته الوزي. ۸ دغه راز قضاوت هم د رومانتيکانو د ايډياليستي تفکر زېږنده دی، چې روح، ماده، جسم او ځان يو له بل سره نه جوړېدونکي او په ابدي توګه يو له بل نه جلا او شلېدلي انګېري.

اوس د دې ځای دی، چې د رومانتيکانو شخصيت جوړوونکي خبرې اترې او هغه نظريات چې رومانتيکان يې د انسان د طبيعت، ټولنيز او تاريخي تګلوري په اړه لري؛ را ميدان ته کړو.

رياليست ليکوال د انسان اراده د بېلا بېلو ذهني عناصرو د ترکيب او ځلا وسيله بولي. له دې کبله په روحي تحليل او سپړنه کې جلاوالی او يووالی سره ګډ ويني. د هغه له نطره د انساني هوډ او ارادې له واک نه کړو ته رسېدل د هغه ذهني تحليل نښې دي، چې د فرد د ذهن يا د فرد د ذهن او نورو افرادو تر منځ شته دي؛ نو له دې کبله رياليست ليکوال د دغه او هغه د ذهني ځانګړتياوو تضاد او توپير د دې خنډ نه بولي، چې د انسان د کړو وړو په وخت کې يو ځانګړی فعال موجود ترسيم نه کړي.

اپوټه رومانتيک ليکوال د فرد د شخصيت لمن د نورو افرادو او نسلونو ژوند ته ورباسي او هغه ګواکې له زوکړې او مرګ نه وړاندې او وروسته ژوند کړی تصويروي او په دې توګه هغه رښتينی شخصيت او ځانګړتيا له منځه وړي او هغه له خپلو اخلاقي ځانګړتياوو بې برخي کوي او د نورو ځانګړتياوې له هيڅ ډول مکاني او زماني ځانګړتياوو له پيوند نه پرته په هغه پورې تړي. له دې کبله دي، چې هغه مطلق او خيالي يووالی وښيي او واقعي يووالی پر ځای څرګندوي او له همدې کبله دي، چې رومانتيک ليکوال د افرادو د فکري تجمع او پيوستون او ټولنيز يووالي درک او توصيف توان نه شي لرلای او ډېر داسې پېښېږي، چې په پای کې د خپلو داستانونو وګړي د منفردو موجوداتو په څېر انځوروي، چې په خپله ځانګړې او محدوده دنيا کې زېږي. د ژوند لپاره هلې ځلې کوي او په پای کې په هماغه ځای کې مري؛ نو له دې کبله هغه وګړي چې رومانتيک ليکوال انځوروي يا په مطلق يوازيتوب او يا مطلق وحدت اخته دي. او دغه تضاد د يو ډول ځانګړي تفکر زېږنده دی ( نه دا چې بېلا بېلو تضادونو هغه منځته راوړی وي) او هغه د انسان د ټولنيز ژوند په باب د رومانتيکانو ناسم تفکر دی.

په ټوليزه توګه د رومانتيکانو د داستانونو شخصيتونه د روح زېږنده دي. هغوی تروږميو او لړو فضاګانو په خپل غېږ کې را نيولي وي، هغه يوازينی مزی چې دوی له بهرنۍ نړۍ سره نښلوي؛ جسماني اړتياوې دي؛ خو دغه اړتيا هم کله کله داسې هغوی کېښکاږي، چې له هغوی بې نيازي هم موهيبت دی. رنه شاتو بريان ، داسي په خپله خيالوره دنيا کي ډوب دی؛ ان چې کله کله له خپله ځانه چي دی له رښتيني نړۍ سره نښلوي؛ هم بېزاره کېږي او د دې (خاورين کالبوت) نه د روح د آزادولو لپاره لاس او پښې وهي.

ډېر لږ رومانتيکي شخصيت پيدا کېږي، چې په خپل له شور او ځوږ نه ډک ژوند کې عملي او مثبت هدف ولري. هغه يوازينی هڅوونکی قوت چې د ژوند په ډګر کې هغوی پر وړاندې بيايي؛ د هغو د اوهامو او احساساتو فشار دی. ټول په مينه د خپل ارمان په لټه کې دي، ولې هغه د دې په واقعيت کې نه؛ بلکې د واقعيت په خيال هڅوونکي سيوري کې پرته له هغه چې د مادي نړۍ او ضاع او احوال د هغوی د لارې خنډ وي؛ لټوي. همدا دی، چې د هغوی سرکشي هيلې او اتلوالی، هلې ځلې هېڅ ځای ته نه رسېږي. هغوی هغه حقيقت پسې چې ګرځي پيدا کوي يې؛ خو په خپل نفس کې د هغوی د بخت يوازينی لارښوونکی د هغوی خپل وجود دی او بې له هغه چې له کايناتو سره اړيکي لري. د نړۍ پر تندي ځلېږي. د هغوی دنيا د ارامۍ، صفا او بې خبرۍ دنيا ده. هيڅ زښت او ناښکلی څيز په کې نه تر سترګو کېږي. هغوی هيلې لري؛ خو اراده نه لري. فکر کوي؛ خو د هغوی جسم ناپيدا جادويي دی. هغه عکس العمل چې د واقعي نړۍ پر وړاندې له ځانه ښيي. له بې ارادګۍ او ناتوانۍ سره لړلی دی. هغه دا چې څه سرته نه رسوي؛ بلکې هر څه چې ددوی په باب اجرا کېږي، هغه يوازينی حالت او احساس چې هغوی د بهرنۍ نړۍ خوا ته ور کاږي «انتظار» دی او هغه ځانګړي معجون دي، چې له اړتيا، تلوسې او ناتوانۍ څخه جوړ شوي دي. ويلهم د ګويټه اتل هېڅ ډول هلې ځلې او زيار نه باسي او د انتظار په حالت کې پاتې کېږي. په لومړي سر کې خپل ارمانونه د صحنې په مخ کې لټوي او وروسته د ژوند په لټه پسې ځي.

له دې کبله چې د رومانتيزم ستنې د ايډياليستي فلسفې پر بنسټ درول شوي دي. رومانتيک ليکوال افکار او اندېښنې د ټولنيز ژوند جوړوونکي بولي. په نتيجه کې د ټولنيزو شرايطو بدلون د فکري او اخلاقي تحولاتو محصول ګڼي او ټولنيزې نه روغتياوي د روحي معجونو په وسيله سره درمانوي. مثال راوړو.

«ژان والژن» د بېنوايانو په پيل کې هغه «دېو» رنګه سړی دی، چې آن د هغه چا کپړې چې ده ته يې پناه او ډوډۍ ورکړې وه، هم غلا کوي؛ خو په پای کې د رحمت په يوه پرښته بدلېږي، چې چمتو دی؛ خپله ټوله شتمني د نورو تر سر ځار کړي.

هغه عوامل چې د دغه ژور بدلون په را منځته کېدو کې ښکاري، ټولنيز عوامل نه دي؛ بلکې د هغه روحي او اخلاقي هڅونو له کبله ورته پيدا شوه، چې (ژان والژن) له (ابه ميريل) سره په کتنه کې تر لاسه کړي وه او هغه دا چې (مطلق ښه والی) په ځان کې څرګندوي؛ نو له دې کبله د هوګو تر نظر نیکي ، هغه ټولنيزه پديده نه ده، چې د ټولنيزې وضعې او حال د پړاونو تابع وي؛ بلکې د انسان په روح کې د خدای ، د نور يوه څرګندونه او ښکارونه ده، چې همېشنۍ او بريالۍ ده. (۹) حال دا چې رياليست ليکوال، نيکي، سپېڅلتيا او تقوا مطلقه او خدايي نه ګڼي او هغه د نادودو، ناسمو څېرو په څېر د ټولنيز تګلوري محصول ګڼي او په نتيجه کې تقوا تل بريالۍ بولي. هغه شان چې (وترن) د بالزا ک د اثر باباګوريو (اتل) چې د ښاري ژوند او ټولنې د نادودو او ناسمو ترسيموونکی دی. د (ژان والژن) پر خلاف چې د نېکۍ له مظاهرو سره تر مخامخ کېدو وروسته ماته خوري. له راستينياک سره په مخامخ کېدو سره بريالی کېږي او د هغه تقوا ځان ته را کاږي او يا دا چي د (استاندال د سره او تور اتل) ژولين سورل له ټولو سپېڅلتاوو، سرکشۍ او پاک لمنۍ سره او سره له هغې روحاني روزني سره چي پالل شوی وو؛ ورو ورو په هغه واښکي کي چي ټولني ترې چورلولی او اوبدلی دی؛ را ايسارېږي او د ځان مقام، مال او شتو په لټه کې ناپېژندل شويو کندو ته ور لوېږي.

له دې کبله چې رياليست ليکوال انساني ژوند ته د تاريخي تګ لوري په توګه ګوري؛ د هغو اتلان ټول وده موندلي، ټولنيز او تاريخي انسانان دي؛ خو رومانتيک هنرمند لومړني انسانان انځوروي. له دې کبله ځان د طبيعت او ماشومتوب له پړاو سره چې لا ټولنيز رنګ يې نه دی اخيستی او «لړل» شوي نه دي؛ اخته کوي. طبيعت د هغه تر سترګو د هغه او د هغه د اتل د احساساتو او اندېښنو انعکاس دی. هغه د ژوند بدلون او اووښتون د طبيعت د رنګ او بوی په بدلون او اووښتون کې ويني.

د فصلونو بدلېدل، د شپې او ورځې تګ راتګ، غم لړلي سيوري، د سرګردانو بادونو ننواتې، د غرونو رغونو وېره او د دريابونو درنګي ژورتياوي، د ماشومتوب د وختونو خوندناکي خوښۍ . . . ټولې د هغې پرتمينې ارکسترا برخې دي، چې د انساني برخليک سمفوني غږوي. همدا علت دی، چې د رومانتيکانو اتلان يوازې د طبيعت په لمنه کې خپله هستي پيداکوي، خپلې اندېښنې روزي او پالي او خپل ځمکه نيوونکی استعداد او پياوړتيا ته روزنه ورکوي. هغوی هغه ټولنيزې لارې چې د انسان لپاره د آزادۍ او تکامل يوازينۍ وسيلې دي. د مرګ روماني دالانونه ګڼي او د دې پر ځای چې د انسان په اخلاقو، هلو ځلو او زيار سره خپل رنځونه او مخونه کم کړي، طبيعت او لرې تېرې زمانې ته ورتښتي او يو په يو ځان هغو ته سپاري. پای ته به يې ورسوو:

که څه هم رومانتيزم په لومړيو پړاوونو کې له ټولنيز ژوند او رښتينې نړۍ نه يو ډول ډډه کول او لرې والی وو (تېرو زمانوته په ګرځېدو، د طبيعت او ماشومتوب غېږې ته پنا وړلو او نورو سره) خو په وروستيو پړاوونو کې يې رښتيني عالم او واقعي ژوند ته د هنرمند د ګرځېدو بڼه پيدا کړه؛ خو دغه را ستنېدل د دې لپاره نه وو، چې رومانتيک هنرمند واقعيت او ژوند منونکی دی؛ بلکې د هغه هيله دا وه، چې هستي او واقعيت د خيالي او موهومو مقياسونو او د خپلې خوښې په مرستې سره جوړ کړي. (پر واقعيت د راز او افسانو د رنګ وهلو له لارې، په مرموزه او پېچلې توګه د څرګندو ښودل، د ځان خښول او د روح د را ژوندي کولو او ابدي ژوند پيدا کولو او نورو لارو نه) د رومانتيزم او نورو ،ټولو ايزمونو ته چې له رومانتيزم نه يې تومنه اخيستې ده، خطر په همدې ټکي کې نغښتی دی. بايد زياته کړو، چې رومانتيزم، ګواکي چې څه موده استعدادونه د غوټو د غوړېدو سبب شو. لارې يې د لويديزې نړۍ د هنري ارکانو د پرزېدو لپاره خلاصې کړې. رومانتيزم د هنرمند او انديويدواليزم ازادي پرته له محدوديته پر ټولو څيزونو برلاسې کړه او همدا علت د هنر د انحطاط سبب شو. انساني هنر چې پرته له انديويدواليزم او فردي آزادۍ نه بنسټ نه شي پيدا کولای. په انفراديت او انديويدواليزم کې د افراط له کبله له پښو پاتې کېده؛ هغه شان چې له پلاره پرته کورنۍ جوړېدای نه شي؛ خو د کورنۍ تر جوړېدو وروسته هم که د پلار کورنۍ ټول څيزونه ځانته ځانګړي کړي، کورنۍ سره شيندل کېږي.

په سمبوليزم او سور رياليزم او نورو ښوونځیونو کې د رومانتيک انديويدواليزم دودېدل او پراخېدل لکه څنګه چې وبه يې ګورو؛ د دغه انحطاط او ورځ تر ورځې زياتېدونکې شيندنې شاهدان دي.

 

دلومړي څپرکي ماخذ:

 

۱ــ د پليخانوف له کتاب نه نقل شوی (۴۵ــ ۴۶) مخونه.

۲ــ جورج بريندز ــ په نولسمه پېړۍ کې د ادبياتو رښتيني بهيرونه ــ دوهم ټوک (۲۰۱) مخ ( دلندن چاپ).

۳ــ د ف . ل . لوکاس کتاب ، د رومانتيکواندېښنو ماته او پرزېدل ۳۷ــ ۳۸ مخونه ( دامريکا چاپ).

۴ــ واينبرګ ، د فرانسې رياليزم (۱۳۰ ) مخ.

۵ــ ا، هاوزر ، دوهم ټوک (۶۶۴ــ ۶۶۵) مخ.

۶ــ جورج بريندز ــ هماغه کتاب ۲۰۱ ــ ۲۰۲ مخونه.

۷ ــ نوواليس ، دبريندز په نوموړي کتاب کې (۱۱۶) مخ.

۸ــ جورج بريندز ــ هماغه کتاب ، ۱۸۲مخ.

۹ــ فاطمه سياح «د رياليزم او رومانتيزم موضوع» د مهر مجله ۳ګڼه ۳کال (۸۰ــ ۲۷۹) مخونه

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۰                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور/جوزا         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶  مَی     ۲۰۱۵