کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 


دوهم څپرکی :

په رمان او لڼده کيسه کې رياليستي شخصيت جوړونه

د نولسمې پېړۍ تر دويم نيمايي د مخه لا ، د رياليستي شخصيت جوړونې اهميت پوره درک شوی نه وو. په ۱۸۵۶م کال کې فرانسوي کره کتونکي هانري تولي (Henri thulie) يو لړ مقالې خپرې کړې، چې د رڼا د يوه مزي په څېر يې د شخصيت جوړونې تياره اړخونه رڼاکړل. دغه مقالې په لاندې ډول کولای شو؛ را لنډې کړو:
الف: شخصيت (پرسوناژ) چې د رومان او لنډې کيسې اساسي عناصر دي؛ بايد د يو فرد په توګه انځور شي! نه د يو ټيپ يا ټوليزي نمونې په توګه؛ خو سره له دې هم بايد د فرد په هستولو کې ټولې ځانګړتياوې چې له ټولنيز موقعيت او چاپېريال نه را زېږي؛ په پام کې و لرو. شخصيت بايد يوازې له دې کبله چې د خپلې طبقې د ټولو ځانګړتياوو درلودونکی دی؛ نمونه يي او (تپيک) بڼه ولري. هغه بايد هرو مرو نننی وي او له هرې ټولنيزې طبقې را پاڅېدلی وي؛ نه دا چې يوازې د يوې طبقې استازی په ادبياتو کې لاره ولري.
ب: توصيف يوازې د کيسې د شخصيتونو د روزنې د وسيلې په عنوان د پام وړ دی. منظره او صحنه بايد د شخصيت په وجود کې اغېزمنه وي. دغه راز څيزونه کالي او د کور نور اسباب بايد د شخصيت د انځورونې په توګه په ځيرکتيا سره ترسيم شي.
ج: کړه وړه یا ناسته ولاړه ، هم د شخصيت د وجود اړونده دي. هغه څه چې د کړو وړو سبب کېږي؛ بېلابېل خصوصيتونه دي، چې د داستان د وګړو تر منځ شته دي . او د کړو وړو دوام ، د دغو ځانګړتیاوو ، لا سپړنه غواړي . (۱)
د دې ټولو هغو بدلونونو سره په پام کې نيولو سره چې تر نن ورځې رياليزم کړي دي، کولای شو؛ و وايو، چې د رياليستي رمان شخصيت له هرڅه د مخه بايد هغه څوک وي، چې د يوې طبقې استازی وي. په داسې حال کې چې د خپلې طبقې د عمده ځانګړتياوو درلودونکی وي ، باید د ځينو عاداتو او صفاتو درلودونکی هم وي ، چې یوازې په ده پورې اړه لري. د شخصيت (تپيکوالی) او نمونه والی نه يوازې دا چې د (ځانګړيتوب) نه جلا نه دی؛ بلکې دوام يې يو په بل پورې تړلی دی. د جورج لوکاچ د وينا له مخې «تيپ هغه ځانګړی سنتېز دی، چې څه د شخصيتونو په برخه کې او څه د دریځونو په برخه کې خاص له عام سره په ارګانيک ډول تړي.» (۲)
ځانګړی شخصيت د هغو ژوندیو اړيکو انځور دی، چې د انسان ، هغه هم ، د يوه يوازيني موجود په توګه او د هغه انسان تر منځ چې د ټولنې غړی دی؛ شته دی! نو له دې کبله په رياليستي داستان کې تفکيک او تعميم دوه سره تړلي څيزونه دي. يعنې دا چې ليکوال په هماغه حال کې، چې د خپل داستان پرسوناژ داسې هستوي، چې له نورو وګړو نه ځانګړتيا ولري. د هغه عمومي او طبقاتي اړخونه هم انځوروي او په دې توګه هغه له نورو سره پيوندوي.
لنډه دا چې تيپ د هغه ټولنيزو تلوسو او بدلونونو زېږنده دی، چې د وګړو په وجود کې نغښتل شوی دی. يوازې د وګړو د احساساتو او ځانګړتياوو په کالبونو کې کولای شو؛ ټولنيز نامجسم عوامل انځور کړو او مادي هڅونې له وچ او بېروح حالت نه را وباسو. ليکوال هم د پوهانو په شان نړۍ ته ګوري؛ خو د خپلو ليدنو د عموميت په وسيله کلي قوانين لاس ته راوړي. د علمي عموميت او هنري عموميت توپير په دې کې دی، چې په ادبياتو کې کلي تصورات په ځانګړو او منفردو کالبونو کې انځورېږي. حال دا چې علمي ځانګړتياوې د کلياتو په توګه سپړي؛ يانې دا چې د جزياتو په ليدلو سره کلي قوانين عموميت پيداکوي.
« افګیني انيګين» د فيوډالي روسيې يو بېلګیز شخصيت دی، چې پوشکين د هغه په وسيله سره د فيوډالي جامعې کلي حقايق ترسيموي. ولې دغه شخصيت په عين حال کې د ځان لپاره د ځانګړو عاداتو او کړو وړو درلودونکی او په ځان پورې د تړلو خواصو خاوند دی. دغه راز صادق هدايت حاجي آقا او مېرمن علويه دواړه د هغې طبقې د غوښتنو، عاداتو او کلي ګټو استازي دي، چې دوی په هغو پورې اړه لري؛ اما په عين حال کې هر يو د ځانګړي شخصيت او په اصطلاح د خپلو کړو وړو درلودونکی دی. د سترو ليکوالو هر يو اتل چې په پام کې ولري؛ وبه ګوري، چې د هغو په هستولو کې دغه اصل يانې د خاص او عام د پيوستون اصل په پام کې نيول شوی دی. د ليکوال د هنرمندۍ درجه د عمومي ځانګړتياوو په تصويرولو او انځورولو کې د هغه په توان پورې تړلې ده چې د پېژندنې او لاکولو عمومي ځانګړتیاوې لري .
کله چې ليکوال د خپل اتل تلوسې او ځانګړتياوې تر کلي حقايقو ځار کړي. که څه هم دغه حقايق به يې په ډېر عالي رښتينوالی سره انځور کړي وي ، خو د هغه داستانونه به د لوستونکي زړه ته لاره پيدا نه شي کړای. (فريدريک) حق درلود، چي مينا کاويڅکي (Minna kautsky) له دې کبله وغندي، چې د (ارنولدشخصيت «د هغه د داستانونو يو وګړی» بالکل په اصولو کې ډوب شوی دی.)
د بېلګیز او عادي معمولي وګړو تر منځ يو اساسي توپير شته دی، چې د رياليزم او ناتوراليزم په شخصيت، ټولنيزو ټاکونکو جريانونو د انځورولو له لارې چې د فرد په ورځني ژوند کې را پيدا شوي وي؛ را هستوي. حال دا چې ناتوراليست ليکوال هر هغه څه چې معمولي، منځني او بې کاره دي؛ نمونه ګڼي. زولا معتقد دی: « هرڅومره چې داستان خورا معمولي او ناکاره وي، د هغه نمونه والی زيات دی.»(۳)
دلته دی، چې يو بېروحه معيار د يوه ژوندي بېلګیز ترکيب او فرد ځای نيسي . د فردي ځانګړتياوو او ټولنيزو تمايلاتو تر منځ اغېزې له منځه وړل کېږي او عادي پېښې او معمولي وګړي د (و او نه و ) نمونه ګرزي. رياليست ليکوال د ناتوراليست پر خلاف له دې حقيقت نه خبر دی، چې يو ستر ادبي اثر ، نه يوازې کولای شي؛ په عادي او بې خاصيته وګړو تکيه وکړي او نه پر هغو شخصيتونو چې د يوازيوالي نه د نېستۍ په چوله کې حل شوي دي. رياليزم د ژوندۍ نمونې لاسبرتيا ته هلې ځلې کوي او هغه؛ هغه شخصيت او موقعيت دی، چې اکثر د (استازي) جنبه ولري او د هغو عناصرو په پام کې نيولو سره چې ورځنی موجود نړيوال او فردي واقعيت خورا ښه انځور کړای شي! نو له دې کبله رياليزم نه يوازې (معمولی تيپ) د نمونه فرد په ځای نه ګوري؛ بلکې د هغو شخصيتونو پيدا کولو ته هلې ځلې کوي، چې د هغو انځوروونکي هغه ټولنيز ارمانونه دي، چې لومړۍ درجه اهميت لري. که څه هم په ورځني ژوند کې به دغه ټول ارمانونه د يوه فرد په وجود کې سره راټول نه وي.
د بالزاک (اوژني ګرانده) د خپلې ډلې يانې موزيانو او خسيسانو د ټولو اصلي ځانګړتیاوو انځوروونکی دی. ګواکي په ورځني ژوند کې داسې څوک موندلای نه شو، چې د دغو ټولو کړو وړو او ځانګړتیاوو درلودونکی وي. هغه شان چې يو ايټالوي کره کتونکی ليکي: «حقيقي رياليزم بشپړ انسان او بشپړ واقعيت ترسيموي او هېڅکله ځان په ناپېژندل شوي او تصادفي واقعيت کې نه را ایسهروي ».
د رياليستي اثر شخصيتونه هېڅکله په رښتيا سره د اصالت د مفهوم له مخې نشته دي؛ ځکه د هغه بشپړ تيا او بشپړ چاپېرياليز حالت له کبله، چې لري يې؛ تل له هغو وګړيو نه چې په رښتيا سره شته؛ توپير لري.» (۴) په حقيقت کې رياليستي نمونه شخصيت په عين حال کې د ډېرو ځانګړيو صفاتو او کړو وړو درلودونکی دی. د کلي او چاروالو حقايقو بېلګه هم دي، چې د انسان موقعيت په يوه ټاکلې تاريخي دوره کې څرګندوي.
د رياليستي شخصيت جوړونې بل اړخ، د داستان د پېښو په لړ کې د داستان د اتل د استعداد څرګندېدل دي. يا دا چې شخصيت جوړونه هغه وخت رياليستي ده، چې د داستان د وګړيو شخصيت د رښتينو پېښو او عکس العملونو زېږنده وي، چې فرد يې د پېښو پر وړاندې ښکاره کوي. د دې تګلوري بل اړخ د (ذهني بهير) لاره ده، چې د سايکالوژي د ښوونځي استازي هغه کاروي. دغه لاره ليکوال ته دا توان ورکوي، چې د خپل اتل په ذهن کې د څېړنو له لارې د عيني او سر ته رسېدل شويو پېښو نه پرته د هغه استعدادونه و روزي. هغه شان چې جيمز جويس (James joyce) په خپل اوليس (Ulysses) نومي شهکار کې د استفن په ذهن؛ شخصيت په عيني موقعيت کې له په کار اچولو نه پرته داسې را جوړوي؛ ته وا ټولې پېښې د استفن په ذهن کې پېښېږي. دغه لاره دخپل طبيعت له مخې نه شي کولای؛ په رښتينولۍ سره د ژوند حقيقي تګلوری، د وګړيو د شخصيت وده او اووښتون ترسيم کړای شي. د انسان د برخليک او شخصيت طرحه په چوله (خلا) کې نه تومنه کېږي؛ بلکې د ټولنيز چاپېريال، پېښو او کړو وړو او هغه مبارزه يې، چې د طبيعت او ټولنې له قوتونو سره يې کوي؛ د هغه برخليک او شخصيت را جوړوي. د (ذهني بهير) شيوه د داستانونو وګړي د زمان او مکان له کړۍ څخه را باسي. ذهني څپڅپاند حالت مادي نړۍ له پېښو نه را جلا کوي او روحي حالت پر عيني واقعيت لاسبری ګڼي! نو د دې لارې هرو مرو پايله دا ده، چې ليکوال د خپل اتل د برخليک او ارادې په تنظيم کې مطلق اختيار پيداکوي؛ خو حقيقت دا دی، چې دغه اتلان له هر ډول اتلوالې نه لري دي؛ ځکه چې نه شي کولای؛ عملاً له رښتينو پېښو سره منګولې ولګوي. خپل توان و ازمايي، زياته يې کړي او د خپل پخواني ژوند له بهیر سره اړخ ولګوي. دغه راز (اتل) په اصل کې بې ارادې ناوکۍ (لوبته) ده، چې د ليکوال په خوښه را منځته کېږي، ژوند کوي او مري.
هغه وګړي چې لويو رياليستو ليکوالو هست کړي دي، همدا چې د کتاب په پاڼوکې پل ږدي، يو مستقل ژوند را پيلوي. چي د ليکوال د ارادې له کړۍ نه د باندي وي؛ د هغوی تګ راتګ، رنځونه او خوښۍ په لنډه توګه د ليکوال په اراده نه ټاکل کېږي؛ بلکې ټول د هغو روحي او چاپېرياليز شرايطو زېږنده دي، چي ليکوال په هغو کي هغه درولي دي. د بالزاک اتلان د داسې يو برخليک لرونکي دي، چې بالزاک يې نه غواړي؛ د هغوی سرنوشت د هغه اخ وډب زېږنده دی، چې هغوی يې د ټولنيزو دروني تضادونو سره لري او همدا علت دی، چې بالزاک د خپلې ارتجاعي طبعې له مخې چې درلوده يې؛ د داستايوفسکي پر خلاف خپل مترقي او چټک تلونکي اتلان نه رټي. هغه په دې پوه دی، چې رښتينی ليکوال د خپلو اتلانو پر برخليک لاسبرتيا نه لري او نه شي کېدای، چي په هغوی باندې د نکلونو د شپو د ناوکۍ په څېر لوبې وکړي.
هغه شان چې جوته ده، تولستوی د خپلو رمانونود ليکلو په ترڅ کې په دې نه پوهېدی، چې د کتاب په راتلونکو مخونو کې اتل ته څه پېښېږي او کله به داسې کېده، چې بالزاک د خپل اتل پر مرګ وژاړي. په بله ويناد بالزاک د اتلانو مرګ نه يوازې د هغه لپاره ناڅاپه و؛ بلکې د هغه په خوښه هم نه و، را لنډوو يې:
«رياليزم د رمان او لنډې کيسې جوړښت د طبيعت او ټولنې د قوانينو په بست دروي او روحي پديدې د (د ټولنيزعلت) په رڼا کې څېړي. د وګړي د برخليک ريښې د چاپېريال او فردي ځانګړتياوو په شرايطوکې پلټي، ټولنې ته د ژوندي او خوځنده موجود په څېر ګوري. مخکې له هغه چې انسان له بيولوژيکي پلوه تشريح کړي، له تاريخي او ټولنيز پلوه انسان مطالعه کوي. د داستاني شخصيتونو د پرمختګ او د سرګذشتونو تکامل لاره د تصادفي او ناڅاپي پېښو پر مخ بندوي او تر ټولو لا مهمه دا چې د انسان د انځورولو د ټيټې پر ځای هغه په لوړه څوکه کې انځوروي.
د ناتوراليزم پر خلاف چې د انسان تاريخي تکامل او د هغه د لومړنيو ټولنيزو غرايزو تحول په پام کې نه ساتي، بشر رياليزم د تاريخ جوړونه ګڼي. د رياليست ليکوال تر سترګو هغه څه چې له انسان نه (اشرف مخلوقات) جوړوي؛ هغه د حيواني غرايزو په اجتماعي کولو کې د هغه قدرت دی. انسان د اړتياوو په درک کولو او د چاپېريال د پېژندنې په شرايطو سره کولای شي؛ خپلې ړندې غريزې له ټولنيز چاپېريال سره جوړې کړي او په پای کې پر هغو لاسبرتيا پيداکړي. له طبيعت سره د انسان ډله ايزه مبارزه هغه ته دا توان ورکوي؛ پر ځای د دې چې خپلې غريزې يا غوښتنې تر هر څه د مخه وګڼي، خپل ټولنيز وجداني حکم د حيواني انګېزو په تيهرو دښتونو کې روا کوي. له دې کبله انسان پر طبيعت د لاسبرتيا د خپل برخليک د بدلولو او د ازادۍ په لاسته راوړلو کې توان لري. رياليزم دغه حقيقت يانې د انسان د پرمختګ تګلوری بيانوي! نو له دې کبله انسان په خپله لوړه څوکه کې انځوروي. رياليزم د انسان د پرمختګ او پرتم نه خبرتيا ده او رياليست زيار باسي، چې دغه پرتم او پرمختګ مننه هرڅنګه چې وي؛ پيدا او انځور کړي.

د دويم څپرکي پايليکونه
۱ــ د واينبرګ د کتاب ۱۲۴مخ
۲ــ د جورج لوکاچ د کتاب ۶مخ
۳ــ د جورج لوکاچ د کتاب ۹۰مخ
۴ــ ا، بورلي (ايټالوي فلمونه ترکومې اندازې رياليستي دي) ۱۳ مخ
پرګنې او اصلي بهير د (۹۵) کال د نومبرګڼه (د امريکا چاپ)



 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۶                      سال  یــــــــــــازدهم                        حوت/حمل         ۱۳۹۳/۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶ مارچ     ۲۰۱۵