کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

  

 

 

دا کتاب د پښتو ژبې او ادب هڅاند خدمتګار

محمدصادق ژړک ته په ادبي مینه ډالۍ کېږي

 

 

 

 

څو یادونې

 

تر هر څه د مخه ( په ادبیاتو کې ، ریالېزم او ضد ریالیزم ) – د کتاب اصلي نوم - داسې یو کتاب دی چې لوستونکي به ، هلته د ریالیزم له ادبي ښوونځي او د ځېنو پوهانو په وینا ، له ریالیزم ضد ښوونځيو : رمانتېزم ،سمبولېزم ،اګزيستانسيالېزم او سور ريالېزم ، سره آشنا شي .

د دغو ادبي ښوونځیو د سترو استازو ، د هغو د سترو آثارو په اړه به خورا په زړه پورې شننې او سپړنې او د کتاب د لیکوالو خپلې نیوکې او یا نظریات هم ولولئ .

زه چې کله په هېواد کې ، له نړیوالو ادبیاتو سره د پېژندنې ، د ادبي او ادبي کره کتنې په اړه ، د ځوانانو د مطالعې کچې ته ګورم ، ددې کتاب لوستل به ورته بې ګټې نه وي .

دوه ، دوه نیم کاله مخکې مې چې کله د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي ، د ماسترې د څانګې له څېړونکو سره ، د کره کتنې په اړه د تدریس په نامه مشورې درلودې ، له بدمرغه د ادبي ښوونځيو په پېژندنه کې يې ، مطالعه خورا لږ وه . د هغو له ډلې نه خو یوه تکړه او ماته ګران وویل : موږ به چې پخوا د – ایزم – خبره اوریده ، یو ډول ، د بې لارې کېدو احساس به مو کاوه ، نو له دې کبله :

هغه ځوان څېړونکي چې غواړي ، د ادبپوهنې او په ځانګړي توګه د کره کتنې ، په برخه کې کار وکړي ، وبه ګوري ، چې د ادبي ښوونځیو په تاریخ کې ، یو وخت ریالیزم ته ډېره پاملرنه کېده . دا به هم وګوري چې د همدې ادبي ښوونځي (ریالیزم) پلویانو بیا دا لاندې ښوونځي : رمانتېزم ،سمبولېزم ،اګزيستانسيالېزم او  ريالېزم ، د ضد ریالیزم په نامه ونومول .

دغه راز په دې دلایلو به دا کتاب په زړه پورې وي :

 

لومړی : دا کتاب ، د ډېرو لږو خلکو د مطالعې لپاره نه دی . دا کتاب ، هغه کسانو لپاره دی ، چې ژوره مطالعه لري او غواړي ، لا په پیچلو ، ژورو ، علمي – فلسفي ، ادبي اصطلاحاتو او یا په ځانګړي توګه د ادبي ښوونځيو په اړه ، د هغو په موخو او د ادب او کره کتنې په تاریخ کې ، د هغو په دریځ او دندو پوه شي .

دویم ، دا چې دا کتاب یو وړوکي دائره المعارف ته ورته دی چې په هغه کې ، د لسګونو ادبي ، هنري ، فلسفي او دغه د ادبپوهنې او کره کتنې په اصطلاحات او د هغو شننه راغلې ده . وګورئ چې ځېنې د تجربې خاوندان او یا د پوهنتونونو زده کړیال او یا د ادب –فلسفې او فرهنګ لېوال ، له دغو لاندینو ، ادبي ښونځيو ، ادبي –شعري اصطلاحاتو ... سره آشنا شي ، خورا زیات څه به يې تر لاسه کړې وي :

 

کلاسیزم ، رمانتېزم ،سمبولېزم ،اګزيستانسيالېزم ،سور ريالېزم ، انديويدواليزم ، ناتورياليزم ، سوبژکټيويزم ، ليبرالیزم ، ناتوراليزم ، امپرسيونیزم ، قراردادي رياليزم ، فورمالیزم  او دغه راز : فلسفه ، سفسطه ، عاج برج ، هنر د ژوند لپاره ، هنر د هنر لپاره ، ميتولوژي ، بورژوا  ، سمبوليستان  ، عرفان  ، فورماليستان ، ايماژيستان ، ايډيالوژۍ  ، رنسانس ، تمدن ، طبقه ، قشر ، اشرافيت ، فیودالیزم ، سرمایه داري ،  تز، آنتی تز ، سنتز ،ژبني قواعد ، د ورځنۍ ژبې توصيفي بڼه  ، استعارې ،  مجازي او خيالي  ، عيني ، ذهني ، بديعي صنايع ، وحي ، شعر نظم ، غږ ، وزن ، تصور ، تخیل ، تصویر ، سندریزتوب  ، تضاد ، مذهبي ، عرفاني ، ماتریالیستي ، کوډې ،احساس د احساس اصالت ، شهود ، الهام ، مجازی ، مجازي ، لفظي ، قياس ، ادبي ښوونځي ، قريحه درېیم دا چې ، د کتاب لوستونکي به ، په دې کتاب کې ، له دغو  څه د باندې اتیا نړیوالو لیکوالو سره آشا کېږي :

ارګون لولي ، آشیل ، اریستوفان ،ستاندال ، ریچارد استیل ،والتر سکات ، پل الوار ، انوردو بالزاک ، تیودر بانویل ، ژور بایرون ، آندره برتون ، سیمون دوبورا ، شارل بودلر ، پیر بومارشه ، الکساندرپوشکین ، پیندار ، تئیوگنیکس ، لیف تولستوي  . فریدون توللي ، لودویک تییک ، جیمز جویس ، آنتون چیخوف ، صادق چوبک ، فیودرداستایوفسکي ، سالوادور دالي ، دانیل دفو ، چارلز دیکنز ، جان راسکین ، آرتور رمبو ، سامویل ریچاردسون ، ژاک ریویر ، امیل زولا ، سوفوکل ، فرانسو شاتوبریان ،ویلیام شکسپیر ، اګست ویلیام شلګل ،فردریک شیلیر ، ویلیم فاکنر ، ګوستاو فریناک ،ګولد فلچر ، ګوستاو فلوبر ، هانری فلیدینګ ، میتا کائتوسکي ،المماري کارو ، فرانتس کافکا ، البرت کامو ، ګوتفرید کلیر ، سامویل کولریچ ، کیارکګار ،جان کیتس ، ادموند ګنکور ، ژول ګنکور ، یوهان گوته ، ګویته تئوفیل ، ماکسیم ګورکي ، رمیدو ګورمون ،چان ګي ، ګوته ولد لسینګ ،مارسل لوکنت ، لکونتدو لیل ، ستیفن ملارمه ، اندره مالرو ، مرسیه لویي ، چارلز دیکنز ګي دو ماپاسان ، ژان موره آ ، ژان مورآ ، الفرددو موسه ، نادر نادرپور ، نیکولای نکراسوف ، فردریک نووالیس ، هاک والپول ، پل والري ، ویلیام وردزورث ، پل ورلن ،  ارنست  تیودر هافمن ، مارتین هایدګر ، هانریخ هاینه ، صادق هدایت ، هزید ،ویکتور هوګو ، ارنست همینګوې او هومر .

که لوستونکي په تېره بیا ځوان زده کړیان او یا ځوان څېړونکي ، که له ټولو سره نه ، لږ تر لږه له دغو لیکوالو ، شاعرانو او د هغو له اثارو افکارو سره ، چې زه یې اوس نومونه بېلوم ، ځان آشنا کړي ، نو د نړیوالو ادبیاتو لومړنۍ پوهې به يې خورا د پام وړ وي .

څلورم دا چې ، که څوک زما مشوره مني نو ، د انوردو بالزاک ، الکساندرپوشکین ، لیف تولستوي  ، آنتون چیخوف ، فیودرداستایوفسکي ، ویلیام شکسپیر ، ژان پل سارتر ، فرانتس کافکا ، البرت کامو ، ماکسیم ګورکي ، ویکتور هوګو ، ارنست همینګوې او هومر ، سره هم تر يوه ځایه پېژندګلوي ، د هغو د ځېنو آثارو مطالعه به ډېر څه در په برخه کړي .

دلته په دې کتاب کې ، د هغو له ډلې نه د ځېنو پر آثارو پوره بحث شوی ، پنځم دا چې په دې کتاب کې ، ټینګار شوی دی چې ریالیزم ، تر ټولو غوره ادبي ښوونځي دي . زه فکر کوم چې د ادبي ښوونځيو یا هنري سبکونه غوره کول ، دا د هر هنرمند او لیکوال خپل کار دي . مهمه داده چې د هغه اثر د انساني ژوند ، روح او روان داسې ناڅرګندې ، را څرګندې کړي ، چې لوستونکو او ټولنې نوې او نوښت په کې نغښتي وي .

شپږم دا چې دا ژباړه ، ډېره پخوا په ښپیتمو کلونو کې شوې او هغه وخت د ښاغلي سرمحقق هېوادمل په زیار او هڅو ، د ګسټنر په بڼه خپره شوې وه . نه پوهېږم چې چېرې به هڅاند او پر ادب او فرهنګ مین ملګري محمدصادق ژړک لیدلي وي ، چې له مانه يې د هغه پوښتنه وکړه .

ما هم په زړو کتابونه کې هغه را پیدا او ښاغلي محمداسحق غزالي ، هغه را تایپ کړ .

وروسته زیار ښاغلي : د ، م ، پرې ویستلی دی . 

له ټولو دوستانو سره ، له هر یو نه جلا جلا چې ددې اثر په خپرولو کې يې پخوا او دا وار مرستې او هلې ځلې کړي ، د زړه له کومې مننه کوم . د یادونې وړ ګڼم چې د کتاب پر تحلیلي او اساسي محتوا ، په دویمه سریزې کې ، په زړه پورې خبرې راغلي ، چې ما يې ، له تکراره ډډه وکړه .

  

په ادبي مينه

دوکتور لطیف بهاند

اوکراین – کیف

د ۲۰۱۵ کال د جنوري اتمه

 

 

 

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

 

 

د دې کتاب د تحليلي کړنلارې په اړه څو خبرې

 

په ټوليزه توګه هغه لاره چې د دې کتاب په وډون (تدوين) کې ترې کار اخيستل شوی دی، ډېر لږ کره کتونکي به له هغه سترګې پټې کړای شي. د انسان ذهني هستي او افکار د هغه ټولنيز چاپېريال زېږنده دي، چې دی ژوند پکښې کوي. د دې اصل منطقي پايله خو دا ده، چې د هر فرد ذهن څه هنرمند وي او څه عامي وي؛ څه ورين تندی وي، څه بد خلقه. زياتره منځپانګه به يې ټولنيزې ځانګړتياوې وي، چې په بېلا بېل ډول انځورېږي؛ نو له دې کبله په دې لړ څېړنو کې اصلي موخه د ليکوالو او د هغوی اړوند ټولنيز نظام د علت او معلول د اړيکو پيداکول دي، چې دی ژوند پکښې کوي او دغه راز د بېلا بېلو ادبي سبکونو او د هغوی د ټولنيزو منځپانګو انتقادي تحليل.

د دې يادونه په کار نه ده، چې د دې کتاب تحليلي روش ټولنيز دی. که هنري او ښکلاييز يا په بله وينا د يوه ليکوال د آثارو په تحليل سپړنه او څېړنه کې زيار و نه باسو، چې څنګه يو هنرمند خپلې اندېښنې بيان کړې دي؛ بلکې په ټول قدرت سره په دې لګيا شو، چې يو هنرمند څه وايي او ولې يې وايي. نه دا چې د هنرمند د اندېښنو د بيان ډولونه څه ارزښت نه لري؛ که څه هم دا پر خپل ځای ډېر ارزښت لري. ولې له هغو ليکوالو سره به لوستونکي په دې کتاب کې مخامخ وي؛ که څه هم چې دوی به د (ليکوالۍ په فن کې) يا (د شاعرۍ په فن کې) په خپل کار کې ، که استادان نه وي! نو لږ ترلږه تېروتنې به ترې شوې وي. له بله پلوه زموږ غوښتنه دا نه ده، چې ځان په هنري ځانګړتياوو (ذهني ودې او تګ لوري) او د هنري خلاقيت په اړوندو مسايلو بوخت کړو. څېړنه په دې باب ده، چې څنګه هغه څوک چې هنري استعداد لري او هنرمند کېږي (هغه اور چې فرويديزم ورته لمنه وهلې) او په څه ډول د خپلو احساساتو د مناسب بيان لاره پيدا کړي. د دې کتاب له حوصلې څخه وتلې خبره ده.

د ادبي آثارو ټوليزه پرتله او سپړنه په دې تله شوې ده، چې ټولې فکري هلې ځلې مو په هره برخه کې چې وغواړي؛ و اوسي. د دې لپاره دي، چې زموږ تجربو ته عموميت ورکړي؛ نو له دې کبله د انسان، هنر او طبيعت اړيکي روښانه او په پايله کې د انسان ژوند په اسانه او په زړه پورې کېږي؛ ځکه د هنر، نوروعلومو او نورو انساني هلو ځلو تر منځ توپير نشته. هر نوی هنري اثر د انسان د هر فکري برياليتوب په توګه موږ ته دا امکان را کوي، چې د ژوري خوښۍ احساس وکړو. داسې چې د يو نه درمان کېدونکي رنځ نه ژغورل شوي او د نه زغمېدونکو پېټو (بارونو) نه مو اوږې خلاصې کړې وي. دغه ډول شهکارونه د ټولنې او فرد روحي او فکري منځپانګه پانګمنه کوي. احساسات يې سپېڅلي او ملايموي، انسان له چاپېريال او د ژوند له شرايطو سره روږدی کوي، ملت، فرد او طبقې روزي.

بايد هېره نه کړو، چې بشر نه يوازې دا چې د طبيعي او ټولنيز چاپېريال زېږنده دی؛ بلکې په طبيعت کې په زياتوالي او لږوالي سره خپل چاپېريال بدلوي او په دې توګه خپل ځان هم بدلوي؛ نو له دې کبله انسان د خپل چاپېريال زېږنده او جوړونه ده. د هغه او طبيعت تر منځ مطلق تضاد او مطلق يووالی لاسبرتيا لري. د طبيعت له قوتونو سره مبارزه کوي، خو پرته له طبيعت او د طبيعت له طبيعي قوتونو څخه نه شو کولای؛ ژوند ته دوام ورکړو. هنرمند هم په دې منځ کې مستثنا نه دی. د هغه افکار په داسې حال کې چې د ټولنيزو شرايطو زېږنده دي، په خپل وار سره د دغو شرايطو د بدلون سبب ګرزي؛ نو له دې کبله د هنر موخه پخپله هنرمند کېدای نشي او د هنرمند کار يوازې د ښکلا پنځول نه دي.

په لومړۍ برخه (رياليزم) کې زيار ويستلی شوی دی، چې د لويو سترو رياليستي آثارو بېلګې، تشرېح او وڅېړل شي او وروسته بيا د هماغو اصولو په مرسته د نولسمې پېړۍ د رياليزم د نوابغو د آثارو تحليل او د هغو ټولنيزې انګېزې او انطباقات و ښودل شي. دا ځکه چې د رياليستي ادبياتو اصول په داسې حال کې چې د رياليستي ادبياتو زېږنده دي، د هغو بنسټ هم جوړوي؛ خو د رياليزم ضد په نامه د ټاکليو اصولو بيلول او جلا کول څه اسانه کار نه دی.

په دويمه برخه کې زيار ايستل شوی دی، چې په لومړي سر کې د رياليستي ضد ښوونځيو يا د هغو د پام وړ ليکوالو په باب په پراخه توګه خبرې وشي، داسې چې لوستونکی په خپله وکولای شي، له هغه څه نه چې رياليزم سره يې جوړه نه ده. ژوندی تجسم تر لاسه کړي.

تر دې زيات په دې برخه کې خبرې کول روا نه دي. هيله ده، هغه سريزه چې پر دې کتاب ليکل شوې ده او هغه څه چې په دې لنډيز کې اشاره ورته وشوه؛ خو ونه سپړل شول. په پوره اندازه روښانه شوي وي او هغو پوښتنو ته چې د لوستونکي په ذهن کې پيداشوي وي؛ ځواب و وايي.

                                                                                                                                                                            د، م

 

 

 

 

 

ســــــــــريـــــــــزه :

 

د ټولنې تګلوري او د ادبي ښوونځيو پرمختګ

 

« ته انګېرې چې بې واکه يې، حال دا چې خپلواکه يې»

«ته انګېرې چې خپلواکه يې، حال دا چې بې واکه يې»

 

د هغو سبکونو د پيدايښت او پرمختګ عوامل چې د رياليزم ضد نومول شوي دي (رمانتېزم ،سمبولېزم ،اګزيستانسيالېزم ، او سور ريالېزم) په کار دی، چي د لوېديزې نړۍ په ټولنيزو شرايطو او بدلونونو کي په تېره بيا په لويديزو ټولنو کې د هنرمند په موقعيت (دريځ) کې و پلټو.

وروسته له هغه چې د منځنيو پېړيو ټولنيز اقتصادي نظام چې د فيوډالېزم پر ستنو ولاړ وو؛ سست شو او د سوداګرۍ دودېدو او د نويو اقتصادي قوتونو پرمختګ له کبله منځنۍ طبقې په اروپايي ټولنو کې سر لوړ کړ، د اصل او نسب خاوندانو چې تر هغه وخته پورې يې د ټولنې سرنوشت جوړاوه، کرار کرار د پانګې د خاوندانو او نويو سوداګرو پر وړاندې ځان ناتوان و ليد. آن د فرانسې د ستر انقلاب نه مخکې؛ يانې مخکې له هغه چې منځنۍ طبقه عملاً د ټولنې واک تر لاسه کړي. د دې طبقې شعهرونو، تيوري عقايدو او نورو ارزښتونو د ټولنې په بېلا بېلو قشرونو کې پلويان پيدا کړي وو او ټولنيزو افکارو، اخلاقو، فلسفې، سياسي او هنري اندېښنو د منځنيو پېړيو پر خلاف بله لاره نيولې وه. د منځنۍ طبقې په ژوند او پرمختګ پورې فردي او اقتصادي ازادي تړلې وه. د فيوډالي نظام دودونو او اړيکو دا خپلواکي او واک (فرد) ته نه ورکاوه، چې د ځانګړې ګټې په خاطر هر هغه کالي چې خپله خوښه يې وي، توليد کړي او هر چېرې يې چې زړه وغواړي؛ هغه يوسي او هرڅو ک چې يې پلورونکي دي، پرې و يې پلوري. يانې تر هر څه د مخه دا لازمه وه، چې فرد وکولای شي، آزادانه پلورل  او پېرودل وکړي او په خپله خوښه د خپل سرنوشت بنسټ کېږدي او له ځان، ارباب، فيوډال د کاتوليک له کشيشانو او  نورو ټولنيزو موسسو له مقرراتو او قوانينو سره تړلی نه وي؛ نو له دې کبله د خپلواک اقتصاد تيوري، خپلواک کسب و کار او اقتصادي رقابت، انفرادي سوداګري (انديو يدواليزم) او له هغه سره سره د ځان پالنې او د ګټې خوښونې ارزښتونه و پالل شول او د پروتستانو مذهب هم چې د کاتوليک پر خلاف مسيحي انسان ته زياته خپلواکي ورکوله؛ د وګړو په دې پر له پسې اخ او ډب باندې د اسماني مننې ګوته ولګوله.

دغه نوی زيږېدلی اقتصادي خوځښت ، که له يوې خوا د بشري ټولنې د مادي تمدن لمنه پراخه کړه او د صنايعو او علومو د بازار د پرمختګ سبب شو او د بشر د مادي ژوند د ښه والي لاره يې هواره کړه؛ له بله پلوه يې داسې لاملونه را منځته کړل، چې ټولنه د هغو کسانو د منډو ډګر شي، چې پرته د شتو له ټولولو هېڅ بل هدف يې نه درلود او دې ارمان ته د رسېدو لپاره يې هېڅ وېره هم نه درلوده، چې آن يو بل لکه ځناور وڅيري او خپل همځېلي دزرو د سکو قرباني کړي.

د بشر دوستۍ، عالي اخلاقو او عاطفي ارزښتونو درنښت نيمګړتيا پيدا کړه او وګړي د ځانګړې ګټې له کبله يوله بله په دايمي اخ وډب کې ولوېدل. چې لا تر اوسه هم پای ته رسېدلي نه دي.

په نويو ټولنو کې (هغه ټولنې چې د انساني او منځنۍ طبقې د لاسبرتيا زېږنده وي) د صنعتي تمدن وده دا حقيقت په ډاګه کوي، چې هنرمند په لوېديز کې رټل شوی او يواځي دی.

په ټوله نولسمه پېړۍ کې وينو، چې هنرمند په پر له پسې توګه هلې ځلې کوي، چې ځان د ګټې خوښونې، ماده پالنې، د انسان د ګواښلو، له انسان سره د انسان د پر له پسې جګړې له اصولو او زولنو نه چې نوي ټولنې پر هغو ور تپلي دي؛ ازاد کړي. دغه هلې ځلې کله کله د « عاج برج» ته په پناه وړلو ختمېږي او کله هم د هنرمند د موهومو مفاهيمو او د سمبولونو د کوډو نړۍ خواته ور کاږي او د هغو ځينې ډلې چې په ځان کې د درېدو ټينګار نه ويني؛ تښتي. ځينې هم په نااميدۍ هغوی ته ورتسليمېږي؛ خو ټول له هغو کرکه لري او دغه کرکه چې هره شېبه په يوه بڼه را څرګندېږي، خپل ګډ انځور په يوه تيوري کې را ښکاره کوي او هغه « هنر د هنرمند لپاره . ۱» تيوري ده.

هر څومره چې هنري تاريخ څېړو؛ را جوتېږي، چې دا تيوري تل هغه مهال را پيدا کېږي، چې هنرمند ځان  له خپلې ټولنې سره په يوه نهيلي تضاد کې و ويني او هغه وخت دود شوې ده، چې هنرمند د دغه تضاد د حل لپاره لاره نه ده موندلې او د هيلو لاره يې ورکه کړې ده.

د لاسبرتياوو او غوړېدلو هنري او ادبي وختونو په دوران کي لکه د ميلاد نه پينځه پېړۍ مخکي په يونان او يا د اليزابت د وخت (د شکسپير زمانه) په انګلستان کي (هنر د هنر لپاره) د تيورۍ څرک نه وينو.

د لرغوني يونان هنرمند او د اليزابت د دورې نمايشنامې ليکونکي دواړه نېغ په نېغه په ټولنه پورې تړلي وو. يوناني هنرمند د خپل کار تومنه د (سيته) د وګړو له معتقداتو او ټولنيزو ارزښتونو څخه اخيستې وه او د هغوی هنر په واقعيت کې د ټولنيز ژوند نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېدله.

د اليزابت  د دورې نمايشنامې ليکونکي هم له نندارچيانو سره چې په حقيقت کې د هغه د هنر او ژوند د دوام وسيله وه؛ نږدې اړيکي درلودلې. (يوازې دومره يادونه بس ده، چې له ۱۵۹۹ تر ۱۶۰۵ پورې پوره لږ ترلږه د لندن ۱۳ سلنه اوسېدونکي هره اوونۍ تياتر ته تلل او د دوی اکثريت د (دويمې او دريمې طبقې وګړي وو). بله دا چې د شپاړسمې پېړۍ په وروستيو او د اوولسمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د انګلستان منځنۍ طبقې کرار کرار د اشرافو پر وړاندې ليکي جوړولې. په دې توګه زيار ويستل کېده، چې د ټولنې ټيټې طبقې تر خپله جنډه لاندې را ولي او د اشرافيت پر ضد يې را وپهروي. په پايله کې د تيتو پرکو پرګنو تر منځ يو ژر تېرېدونکی يووالی چي د هنر لپاره يو لوی بنسټ وو؛ را منځته شو.

يوازې له ميلاده مخکې په څلورمه پېړۍ کې وو، چې د ټولنيز ژوند د رانسکورېدو او د ګډو معتقداتو په شلېدو سره چې هنر د هنر لپاره تيوري د يوناني هنرمند په ټولنه کې لاره پيدا کوي؛ نوموړی څېړونکی سورکين په دې اړه ليکي:

«هنرمند ځان له ځنځير او کړيو، مذهب، ټولنې، عمومي ګروهې او هر څه نه ازاد کړ او هنر د هنر لپاره تيوري بنده شوه! نو د دې لپاره چې بې ياره او ملياره پاتې نه شي؛ ځان يې له واکمنانو او شتمنو سره نږدې کړ -۲» خو د پام وړ ټکی په دې کې دی، چې د څلورمې پېړۍ احساساتي، وېروونکی او غم لړلی هنر څو ځله د پينځمې پېړۍ د سالم تاند او روزونکي هنر نه کم ارزښته دی او نور نو د هنرمندانو په منځ کې هومر(Homer) هزيود (Hesiod) تيوګنيکس (Theognix)پيندار (Pindar) اشيل (Aeschylus) سوفوکل (Sopocles) او ارستوپان (Aristopanes) نه ليدل کېږي.

تر نولسمې پېړۍ مخکې چې په واقعيت کې د هنرمند او ټولنې د نه جوړتيا دوره وه ، د هنر د هنر لپاره تيوري په اروپايي هنر او ادبياتو کې چندان اعتبار نه درلود. په منځنيو پېړيو کې هنرمند مذهبي اصولو او ارزښتونو ته هنري ژوند باښه؛ نو له دې کبله خامخا خپلې ټولنې سره چې په مسيحيت ولاړه وه جوړ و .

 په لاندې څو کرښو کې چې د ګنکور (Goncort) د وروڼو، يانې د نولسمې پېړۍ د دوو ستروليکوالو د يادښتونو له کتابچې نه چې د فرانسې د ټولنيزې وضعې په باره کې ليکل شوې دي؛ را اخيستل شوې دي. په ښه توګه د هغه هنرمند د روحي بدلونونو انځور ويستلی شي، چې ټولنې رټلی او د هنر لپاره د هنر ګوښه ګوټ ته يې استولی دی. «....وينم چې انسان بې له هېڅ هدفه بايد ومري. د هر دولت په سيوري کې چې منځته راځي، که څه هم له هغه کرکه ولري، مجبور دی؛ ژوند وکړي او پرته له هنر نه په بل هېڅ شي اعتقاد و نه لري او پرته له ادبياتو بلې هېڅ لارې ته غاړه نه ږدي.۳» پوشکين هم تر ۱۸۲۵ کال پورې (د دکابريستانو ازادي غوښتونکو د ټکولو کال ) د ټولنيزو لارو غوښتونکی وو؛ خو د ژوند وروستيو کلونو کې يې دې لارې ته شا کړه او منکر شو، چې: «ډله ايز احساسات» شته او د شاعر کړنلاره يې داسې وټاکله:

د ژوند د پوخ اخ او ډب لــــــه کبله نه وو، چې

دنياته راغـــــلو. د لاسبرتيا او تعهد له کبله نه

وو، چې دنيا ته راغلو، الهام چي را باندې وشي،

مــــينه وکړو. موسيقي واورو او لمونځ ادا کړو!

 

يوازې او يوازې د دکابريستانو د نهضت ټکول وو، چې پوشکين خپلې ټولې هيلې په هغه پورې تړلي دي؛ د دې سبب شو، چې شاعر د هغو نادودو او بدحالت د ښه والي لپاره چې د لومړي نيکولای په زمانه کې لاسبری وو، دعاوې او لمونځونه وکړي. هغه ويروونکی ژوند چې د ګیرڅين (Herzen -girthsun) خوږ ژبی قلم په غوره توګه د هغه انځور کاږي او وايي: (زموږ د چاپېريال فضا له نه خوځون او سکوت نه درنه ده. هر شی بې حسابه، ضد انساني نهيلی او په بې پايه توګه بې روحه تياره او سطحې دی. هغه څوک چې خواخوږي کوي، له ګواښ، وېرې، ملنډو او کله هم له وهلو ټکولو سره مخامخ کېږي.۴»

بودلر، ګويټه، بانويل، علارمه، فلوبر، د ګنکور وروڼه او په فرانسه کې د «هنر لپاره هنر» نور پلويان ټول د هنر او ټولنې او نا انډولۍ زېږنده وو. هر يوه د هغو نه خپلې ستونزې او ناکامۍ درلودې؛ خو هغوی ټول يو ګډ ټکي ځورول او هغه هم د هغې ټولنې هنري ستاينه ده، چې د دوی نه خوښېده. (له هغو ګوتو په شمېر کسانو څخه لکه د ګويټه په شان نه به تېرشو، چې په دې باور وو، چې هنر د هنر لپاره تيوري د موجود نظام د پايښت سبب کېږي. هغه يې تبليغوله) هغه پهروونکي کلمات چې ګوستاوفلوبر په خپل ليک کې خپل ملګري (لويي بويه) ته ليکي. په حقيقت کې د يوې وېرې پهروونکي پېړۍ انځور دی. «مسهلونه، مليونه، جوشاندې، تبې، سرساموالی، په شپو شپو شوګيرې، له بورژوازې نه بې سارې ټکونه او نور نور ... «دا هغه اوونۍ دي، چي ما تېري کړې ګرانه -۵».

بانويل هم «بورژوا» د يو داسې سړي په توګه انځوروي، چې يوازي د پنځم پولي سکې لمانځي او پرته د خپلې لاشې (مړي) له ساتنې بل هېڅ ارمان نه لري او په شعر کې يوازې عاشقانه تصنيفونه او په هنر کې هغه څه چې شهواني او ناوړه دي؛ خوښوي ». ښکاره ده، چې ټولو له نادودو او خواشينوونکي سولېدلي ژوند نه چې د پلورنځيو لرونکو په معيار سنجول کېدی؛ کرکه درلوده او نوی هنر چې ټول په هڅوونکي ذوق د هغه په لټه کې وو، له دغو ټولو مردارو ډنډونو او ابتذال نه دتېښتې يوازينۍ وسيله وه.[1]

د فرانسې سمبوليستانو ټول عمر په خپله خوښه کړې ګوښه کې ژوند وکړ؛ ځکه هغوی باوري شوي وو، چې شاعر بايد په بازاري او سوچه هنرکې يو وټاکي؛ خو روسي سمبوليستان بيا تر ستوني د عرفان په ډنډونو کې ډوب شوي وو او له فورماليستانو او ايماژيستانو سره يو ځای يې له ايډيالوژۍ نه لرې خپل هدف ټاکلی وو. په هماغه زمانه کې روسي روڼ اندو د ۱۹۰۵م کال د خوځښت تر ماتې وروسته د هيلو او اميد هېڅ ډيوه نه درلوده او د زمانې غږ دا وو، چې: «هر هغه څه چې سجده مې ورته کوله؛ و مې سوځول او هغه مې چې وسوځول سجده مې پرې وکړه» او سور رياليستانو د ناخود آګاه ضمير په سمڅو کې پناه غوښته؛ ځکه چې په عيني نړۍ کې څه داسې د خوښۍ وړ څه نه وو، چې د دوی تسل پرې وشي.

هربرت ريد ( Herbert Read) د سوررياليزم مخکښ ليکي: «سور رياليست هنرمند له اوسنيو اخلاقو سره ځکه تربګني کوي، چې هغه خوسا ګڼي. هغه په هيڅ ډول سره نه شي کولای، چي دود دستور او اخلاقو ته په درنه سترګه وګوري، چې بې ساري، بې وزلي يا شته نه ويني . . . هغه باور لري، چې د ټولو تنظيم شوو ټولنيزو دستګاوو او تړونونو بيان چې د اوسنۍ زمانې د اخلاقو زېږنده دی، په روحي لحاظ ناسم او په غوڅه زيان لرونکی دی. ۶»

د نوي تمدن بل علت چې هنرمند له ټولنې سره واټن پيدا کړ، د يوې سترې اورېدونکې ډلې نشتوالی وو. په اتلسمه پېړۍ کې د اشرافيت را نسکورېدل په واقعيت کې د يوې کوچنۍ بډايې او مخورې ډلې سره د هنر د نږدېوالي د نظام ماته وه. د منځنۍ طبقې د لاسبرتيا سره هنرمند يو لوی بازار ته چې پېرودونکي يې د عادي وګړو بې سارې ډلې وې؛ را وکښل شو! خو له خلکو سره د هنرمند اړيکي په برعکس ډول يانې له خلکو څخه د هنرمند د لرېوالي او جلاوالي په لور لاړې. دا کار هرومرو کېدونکی وو. دا هم تر هغې اندازې چې هنرمند ځان د هغو نورو پلورونکو په څېر وليد، چې خپل توکي يې بازار ته راوړي او ناچاره وي، چې د بازار د عرضې او غوښتنې ته غاړه کېږدي. نور نو ليکوال نشوکولای؛ چي هغه څه چې د ده تر نظر ښه او د پام وړ دي؛ وليکي. (د يو اثر غوره والي لومړی د کتاب په خپروونکي او بيا په هغو منتقدانو او کره کتونکو پورې اړه درلوده، چې کم او زيات يې له خپروونکو سره اړيکي لرلې) او لوستونکي هم نور نه شو کولای، چي د خپلي خوښي څه ولولي؛ بلکې هر هغه څه چې به ستر او بې ساريو پيسه خوړونکو خپروونکو موسسو په لاس ورکول؛ هغه به يې لوستل. له بله پلوه د کتاب د خپروونکو موسسو خاوندان دې ته اړ وو، چې زيات شمېر چاپ شوي کتابونه په واک کې ولري، چې وکولای شي؛ له خپلو رقيبانو سره دايمي جګړې ته چمتو و اوسي! نو له دې کبله يې تل هڅه کوله، چي زيات کتابونه چاپ کړي. هغه هم هغه کتابونه چې د دوی په اصطلاح (ښه بازار) ولري. د دې په پايله کې هغو هنرمندانو چې حاضر نه وو؛ ځان د بازار له غوښتنو سره برابر کړي او له خلکو سره د اړيکو پيداکولو بله لاره يې هم نه درلوده؛ نو خپل هنر يې په داسې توګه هست کړ، چې موخه يې په خپله دی وي. دغو هنرمندانو هنر د هنر لپاره تر هنر د پيسو لپاره غوره وګاڼه او هغه شان چې ګوستاوفلوبر ليکي: هغوی خپل آثار «خپلو څو تنو ناشناسو دوستانو» ته خپرول. په دې هيله چې يوازې «بې ذوقه» ليکوال کولای شي؛ زيات لوستونکي ولري.

بل علت هم چې له نورو علتونو سره پيوستون لري؛ هغه دا دی، چې واکمنو طبقو په وروستيو پېړيو کې د خلکو د ذوق پهرونې او پياوړتيا لپاره يو ګام هم نه وو پورته کړی (او له دې ټکي خوبه تېر شو، په هغه ټولنه کې چې هنر د نورو توکيو حکم پيدا کړي، له هنرسره مينه په خپله مري)! نو دلته هغه څه چې د وګړو احساسات يې په چټکا او اسانه پهرول او هغو کتابونو چې پوهېدلو يې هنري درک او فکر نه غوښت؛ ژر تر ژره د پام وړ وګرځېدل. په داسې حال کې چې رښتيني هنرمندان اکثر د «مرګ په پوله» پېژندل کېدل.

د هنر د هنر لپاره تيورۍ پرته هنرمند د خپلې زمانې په خپله هنر نه پېژندونکې او ګټه پالونکې ټولنه باندې بل اعتراض هم وکړ، چې د نوموړې تيورۍ په شان يې رومانتيکا او ابجکټيف  بڼه درلوده. دغې غندنې د بې پروايۍ، د پرو، حجرو کي ناستو، نشو، ږيرو پرېښودو او عجيبو غريبو جامو اغوستلو په بڼه ځان څرګند کړ . . . لکه هغه شان چې پوهېږو؛ په نولسمه پېړۍ کې ډنګروالي، الوتې بڼې او لوېدلوسترګو د يوه موډ بڼه وموندله او دغه راز څېرو لرونکو هڅه کوله، چې په ګڼه ګوڼه لرونکو ځايونو کې وينې توکړي . . .

ديادولو خبره خو دا ده، چې بايد ووايو؛ د ننني ټولنيز سېسټم له پرمختګ نه مخکې د رنسانس تمدن د هنرمند لپاره د خدای تر دريځ پورې لاره اواره کړې وه. رنسانس چې په حقيقت کې د منځنيو پېړيو پر ډله ايز نظام ، د انډيويدیاليزم بری وو؛ فرد يې د هر هغه څه چې د ارزښت وړ وو، سرچينه وګرځاوه. د ساري په توګه د رنسانس په ډېر يوه نوي تاريخ کې راغلي دي: «د فرد وجدان او ذهن په ژوند کې د خلاقيت يوازينۍ منبع او په وروستۍ خبره کې د نېکۍ او بدۍ يوازينۍ سرچينه او د ارزښتونو ځاله ده ».۷

د کليسا پر وړاندې په مبارزه کې د منځنۍ طبقې تر لاسبرتيا وروسته، کليسا خپل هغه دريځ چې د حقيقت د ټاکلو او بدلولو يوازينۍ مرجع وه؛ له لاسه ورکړ او فرد چې خپل روح يې له پېړيو پېړيو وروسته خپلواک ليدی؛ د قضاوت او اندېښنې کولو څوکۍته ځان ورساوه.

د مودو په لړ کې ځانګړي نوښتونه، روحي څېړنې او تجربې د خارجي حقايقو د قضاوت وسيله شوې. له بله پلوه څنګه چې هنرمند دې ته ممنونه وو، چې د واقعيت د تغيرولواو درک کولو لپاره بيا هم پخوانيو ټولنيزو موسسو لکه کليسا ته مخه واړوي؛ نو ځکه د نويو سرچينو په لټه کې شو او په دې هلو ځلو کې يې يوازې طبيعت او ځان وموند. ناتورياليزم او سوبژکټيويزم د هنرپه ساحه کې د هنرمند د افکارو او احساساتو د بيان د اصلي وسايلو په توګه ځای ونيو. هنرمند وروسته تر دې ځان د طبيعت په غېږ کې وليد.

کشش او نبوغ د خلاقيت اصلي سرچينې وګنل شوې؛ خو بيا هم طبيعت او ژوند کرار کرار خپل عينيت له لاسه ورکړ او د هنرمند په باطني دنيا کې ورګډ شول. هغه شان چې نواليس د آلمان د رومانتيکانو مشر داسې و انګېرله، چې: «زموږ د ژوند ټولې پېښې د هغو خامو موادو په څېر دي، چې هرڅه موږ وغواړو؛ ترې جوړولای يې شو» او په دې توګه د رومانتيزم نهضت کار هغه ځای ته ورساوه، چې د بهرنۍ نړۍ ټول شته او د هغو بڼې د هنرمند لپاره يوازې د هنري ازمېښتونو او يا د هغوی د احساساتو د پارېدو د عواملو وسيله و ګڼله شي او آن په خپله ژوند يو هنري اثر شمېرل کېدی.

هغه څه مو چې تر اوسه و ويل؛ د هغو ټوليزو شرايطو بيان وو، چې په لويديزې نړۍ کې پيداشوي، ليدل شوي او په هنري او ادبي چاپېريال کې يې د هغو بېلا بېلو «ايزمونو» لپاره لاره هواره کړې، چې موږ د رياليزم ضد بللي دي. څرګنده خبره ده؛ په هغه اندازه چې د دغو ټولنو ټولنيز اقتصادي تضادونه پياوړي کېږي. د دغه راز ټولنيز او انساني ضد خوځښتونو او بنسټونو بېلا بېل اړخونه لا ژورېږي او ژور ليدونکی هنرمند تر ټولو زيات د ذهن په تشو او ژورو کندو کې ننوزي. (او هغه شان چې و به ګورو، رياليزم ضد د هغو طبقو نهيلي څرګندوي، چې خپله راتلونکې تياره ويني) او پر دې ټوليزو شرايطو برسېره دغه ادبي ښوونځی، رمانتيزم ،سمبوليزم ،اګزيستانسياليزم او سور رياليزم د خپل ځانګړي وديز تګلوري لرونکي دي او ځيني ځانګړي شرايط له پورتنيو ټوليزو شرايطو سره په يو ځای کېدو د هغوی د ودې سبب شوي دي.

رمانتيزم چې د رياليزم ضد ښوونځيو د لړۍ لومړنۍ کړۍ جوړوي، له ټولو نورو دغه راز ادبي ښوونځيو نه زيات متضاد اړخونه او د ودې پېچلي تګلوري لري. په اروپايي ادبياتو کې د رمانتيزم پيدايښت له صنعتي تمدن سره د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې همزولی دی. د دې اووښتون او خوځښت دپارېدنې اصلي علت د هغو کلاسيکو دودونو او دستورونو پرېښودل وو، چې د فيوډالي او اشرافي نظامونو د غاړې هار ګڼل کېده. منځنۍ طبقه چې د سر هسکېدو په تکل کې وه او هره شېبه يې هلې ځلې کولې، چې د «خپلواکې سوداګرۍ» د «خپلواک وجدان» او د «خپلواک حکومت» شعهرونو په وسيله خلک وپهروي. داسې يوه هنرمند ته يې هم اړتيا درلوده، چې د ادبياتو په نړۍ کې هم د ازادۍ او خپلواکۍ جنډه اوچته کړي او دا اړتيا يوازې او يوازې رومانتيک ليکوال او ازاد فرد کولای شوای؛ پوره کړي. يعنې هغه هنرمند چې په خپله خوښه له کوم بند او قيده پرته ليکنه وکړي؛ نو له دې کبله، رومانتيزم انقلابي اړخ درلود او لومړی ځل وو، چې تر منځنيو تورو پېړيو وروسته هنرمند د دود، دستور او سنتونو څخه خپلواک شو.

خو رومانتيزم يوازې او يوازې د انډيويدواليزم هنري ژباړه نه وه. رومانتيزم په تېره بيا د نولسمې پېړۍ له منځنيو کلونو را هيسې هغه نيوکه وه، چې هنرمند د ژوند په ماشيني کېدلو، د بشري ارزښتونو په تخريبېدلو، د انساني عادتونو په مسخه کېدلو چې د هغې زمانې د ناوړه اقتصادي سيستم زېږنده وو؛ کوله. رومانتيزم د هنرمند د نيوکي هغه چيغه وه، چې د خپلواک انسان په مريي کېدو، د ښارونو د بېوزلو زندانيانو په زندانونو د بدلېدو او پر هغه ازاد رقابت باندې چې پر له پسې په خونړۍ جګړې بدلېده؛ پورته کېده. نو ژوند او ټولنې د اتلسمې پېړۍ د ليبرالانو خوشبيني د دې عقيدې زېږنده وه، چې نوي توليدي قواوې پرته له هغه چې د دولت يا ټولنې څارنې ته اړتيا ولري، خپل پرمختګ تنظيم کړي او په خپل سر به متضادې ګټې سره پخلا کړي؛ خو کله چې د تاريخ لاس دا دويمه پرده وڅيرله، ډېرو ليبرالانو دا ونه شو منلای، چې ازادانه ګټه او اقتصادي ځانګړې هڅې به له ټولنيزو غوښتنو سره جوړې شي او ازاد رقابت به يو الهي رحمت وګڼل شي. رومانتيزم تريوه بريده پوري د هغو کسانو نااميدۍ انځورولې، چې و يې ليدل، چي د ليبرالانو لويې غوښتنې لکه: ازادۍ، ورورګلوۍ او برابرۍ و نه شو کولای، چي په ټولنيز سازمان کې ځان ته لاره پرانيزي؛ نو رومانتيزم نه يوازې د انديويدواليزم او ليبراليزم انځور نه وو؛ بلکې د هغو د ماتې انعکاس وو.

نويو صنعتونو ورځ تربلې وده وکړه او د وروستي ارمان او واقعيت تر منځ واټن لازيات شو. د رومانتيک هنرمند نااميدي او خوابدي لا ژوره شوه. هغه په ژوند کې له ترخو او تندو پرته بل څه پيدا نشو کړای او په واقعيت کې يې د ژوند تجربې د خپلو شتو د پلورونکو په دام کې وليدې. د هغه تر نظر ښاري ژوند روح وژونکی او څو اړخيزه وو. نوی تمدن يې له يوې مخې د شعر او هنر دښمن وګاڼه. د تيهرو وېرې د هغه زړه ورکېښکود. مرګ او شپني، يوازېتوب او لرې ناپېژندل شوې دنياګۍ د هغو ليکنو او اشعهرو اصلي تومنه جوړوله او «خلسه» د هنرمندانه سرمستۍ د پيداکېدو وسيله، تياره شاعرانه ځورېدنې د شعري اصالت نښې شولې. يوازې هغه څه چې غم ځپلي، دوړو لړلي، تياره، افسانوي، اسرار آمېزه، خيالي، خمار او لېونتوب پهروونکي وو، د رمانتيک هنرمند د آرامۍ او الهام سبب کېدل او په پای کې د طبيعت غېږو ته پنا وړل، تېرو زمانو ته ورګرځېدل، د ماشومتوب د دورې د شاعرانه دنيا نمانځنه، د خيالي جوړې شوې دنيا غېږې ته تلل، ټول لاس په لاس د دغه هنرمند د خاطر د آرام او تسکين سبب کېدل  او د هغه هنري پانګه يې جوړوله.

دغه ذهني او (سويژکټيف) پاڅون د رومانتيک هنرمند سترګې د رومانتيزم له مثبتو اړخونو څخه هم وتړلې. تر هغه چې رومانتيزم له تمدن سره دکرکې مترادف شو. رومانتيک شاعر ورو ورو له ټولنې نه د يوه بې پروا ياغي په څېر شو، چې چمتو نه وو؛ هېڅ ډول ټولنيز بار پر اوږو واخلي. يا دا چې د خپلو همځېلانو پر وړاندې د کوم مسووليت احساس وکړي.

په پای کې خبره هلته ورسېده، چې د يو «عالي» شعر مواد خورا غير عقلاني او خورا موهوم موضوعات او تصورات وو. «خورا عالي» اثر هغه اثر وو، چې د جنون په دوړو لړلی وو.

هغه وخت چې ذهني تلونکو بې پروا هنرمندانو د رومانتيزم اپيمو (افيون) ته لاس ور واچاوه؛ داسې هنرمندان هم وو، چې د خپل پياوړي نبوغ او هنري نړۍ ليد په مرسته يې دا وليدله، چې د ماشومتوب خيالي ښکليو او په ښکاره آرامو کلونو ته ورګرځېدل؛ هسې د ملنډو او نه کېدو خبره ده او د ورېځو ترشا پناه کېدل ماشومانه وهم دی.

دغو هنرمندانو دا درک کړای شوه، چې نوی تمدن له خپلو ټولو نادودو او نارواوو سره هر څه چې وي؛ د فيوډاليزم تر خوسا او ولاړ بزګري تمدن نه غوره دی او هغه حيرانوونکی قوت چې نوي توليدي سيستم د انسان واک ته ورکړی دی؛ هغه يې له طبيعت سره په مبارزه کې لا پياوړی کوي. هغوی لږ او زيات په دې وپوهېدل، چې د ماشين ماتول او لرې اچول له ماشينېزم سره د مبارزې ډول نه دی او لاسبري ټولنيز اقتصادي تضادونه په تېښته له شرط منلو پرته له منځه وړای نه شي. دغه هنرمندان د واقعيت د نفي کولو او افکارو پر ځای دې ته اړشول، چې په سرکشۍ او غندنې عيني واقعيت څرګند کړي او د «هنر لپاره» هنر افسانه يې د تل لپاره له منځه يووړله. په دې توګه وو، چې نوي رياليزم چې د نولسمې پېړۍ له رياليزم سره ډېر توپير درلود، د بالزاک استاندال او ديکنز په مشرۍ را منځته شو.

د هغه توپير د درک لپاره چې د اتلسمې پېړۍ د رياليزم او نولسمې پېړۍ د رياليزم تر منځ شته، بايد له هرڅه د مخه دغه ټکی په پام کې ولرو، چې نور د اتلسمې پېړۍ تر پايه پورې منځنۍ طبقې لا د ټولنيزو چارو واک په ټوليزه توګه تر لاسه کړی نه وو او د صنعتي تمدن تضادونه لا برالا شوي نه وو[2] . د اتلسمې پېړۍ ليکوالو په انګلستان، فرانسه او وروسته آلمان کې منځنۍ طبقې چې د پاڅون په لټه کې وو؛ پلوي کوله[3] . حال دا چې د نولسمې پېړۍ ټولو رياليستو ليکوالو په انګلستان او فرانسه کې پر هغې ټولنې سختې نيوکې کولې، چې دغې طبقې را جوړه کړې وه. که په ساده توګه ووايو، چې د اتلسمې پېړۍ د لمسېدو لاملونه د لوړو طبقو پر وړاندې د منځنۍ طبقې مبارزه او د نولسمې پېړۍ د لمسېدو لاملونه د نوموړې طبقې له حکومت نه راپيدا شوي ټولنيزې بدمرغۍ او نادودې وې.

اصولاً هره هغه طبقه چې د ټولنيزي لاسبرتيا لپاره مبارزه کوي؛ په ډېره مينه ناکه او ورځ تر بلې په زياتېدونکې توګه د ژوند د ټولنيزو واقعيتونو په پېژندنه او سپړلو کې د ګټې څښتنه کېږي.

هر هغه ادبي سبک چې عيني او عملي تجربې په نه انځور شويو موهومو مفاهيمو کې ښکاره کړي، يا واقعيتونه د شاعرانه خوندونو او بې پروايۍ تر پښو لاندې کړي، يا سفسطه او لفاظي تر صريحو او سپينو خبرو ډانګ پېيليو خبرو غوره وګڼي، په خلکو کې به د ورځنيو چارو پر وړاندې او دنيايي چارو ته د بې اعتنايۍ د ودې او ګوښه ګيرۍ سبب شي او په دې توګه به د موجود لاسبري نظام سره د هغه په پايښت کې مرسته وکړي. د ژوند رښتينی تحليل تل د حاکمو او لاسبريو طبقو په تاوان او د محکومو طبقو په ګټه تمامېږي. هغه طبقې چې غواړي پر پښو ودرېږي. دې ته اړې دي، چې د اوسنۍ وضعې د غندلو او محکومولو لپاره ټول هغه شيان هغه شان چې دي؛ وګوري، احساس يې کړي، درک يې کړي، و يې پېژني او نورو ته يې ور وپېژني. په اروپا کې د منځنۍ طبقې خوځښت له دې کبله د رياليزم له پيدايښت او ودې سره ملګری شو، چې دغې طبقې پرته له دې چې د واقعيت لمنه ونيسي او د هغه څېره څرګنده کړي؛ بله لاره نه درلوده.

د پايلې په توګه به و وايو؛ چي د هنرمند مينه له هغه څه سره چې ژوندي، مجسم او محسوس دي؛ يا د هغه څه په اړه خبرې چې  ابهام، خيالبافي او مسلکي دروېشوالي نه لري دي. د هغې دورې ځانګړتياوې دي، چې د بدلون او اووښتون زړي په کې زرغونېږي.

و مو ليدل، چې د نولسمې پېړۍ رياليزم د اتلسمې پېړۍ له رياليزم سره بشپړ توپير لري. د نوي رياليزم د يواثر پرتله «د بېلګې په توګه د بالزاک انساني کوميډي» د فيلدينګ يا فريتاګ له آثارو سره نه يوازې دا چې دا توپير په ډاګه څرګندوي؛ بلکې يو بل حقيقت هم روښانه کوي او هغه هم د نوي سبک د رياليزم د اړخونو ښه والی او غوره والی د زاړه سبک پر رياليزم باندې دی. له همدې کبله په هغه څپرکي کې چې په هغه کې به د رياليزم په اړه خبرې کېږي؛ په هغه کې هر چېرې د بالزاک، ديکنز او تولستوی د رياليزم په اړه خبرې دي، چې په واقعيت کې يې د منځنۍ طبقې د لاسبرتيا د دورې ادبيات د پرتم څوکې ته رسولي دي.

پير بو مارشه (p, Beaumarchais) او مارسيه (Mercier)  د اتلسمي پېړۍ د وروستيو کلونو په فرانس کي، د ګوسا فريتاګ (G, Freytag)  او ګوتفريد کلر (G, Keller) د نولسمي پېړۍ د منځنيو کلونو په المان کي ټول هغه ريالست ليکوالان دي، چي داستانونه او نمايشنامې يې د منځنۍ طبقې ښه والی ستايي او د اشرافيت عيبونه او رذالتونه غندي.

دوکتور ميترا.. د ۱۳۳۳ل کال مرغومی

  

 

 

ريالــــــــــيزم

 

«خپلواکي د واقعيت او اړتيا درک دی »

هيګل

لومړی څپرکی

رياليزم څه شی دی؟

 

د رياليزم پېژندنه ، په دې وینا سره چې «د ژوند ښودل په هغه شان چې واقعاً دی» که څه هم سم دی؛ خو بيا هم پېچلی او په عين حال کې د ژوند د ساده انګيرلو نښه ده. رياليزم د ژوند او واقعيت رښتينی بيان دی؛ خو نه ژوند او نه واقعيت؛ يو هم ساده او يو اړخيز نه دی. ژوند يو داسې پېچلې او سره مروړلې پديده ده، چي د بېلا بېلو او ناپيژندل شويو هڅوونکو عواملو په وسيله په ټاکليو شرايطو کې منځ ته راځي، وده کوي او مري. واقعيت له هغه څه نه چې «شته» او «ليدل کېږي» خورا پېچلی او ژور دی؛ نو له دې کبله رياليزم به د هغه څيز تصوير او عکسونه نه وي، چې شته او ليدل کېږي. د واقعيت پرځای د ظاهري او قشري پديدو منل به له رياليزم نه د انحراف او ناتوراليزم ته د ورښويېدو نه پرته بله ګټه ونه لري. هغه څه چې لافارګ (Lafargue) د فرانسې ستر سترګور کره کتونکی د يوه الماني نابغه  د تحليلي کړنلارې په اړه ليکي، ډېر هغه اصول چې د رياليزم د سبک ستنې دي؛ را څرګندوي.

«هغه يوازې په قشري څېړنه بسنه نه کوله؛ بلکې ژورو ته ځيرکېده، ترکيب جوړوونکي اړخونه او برخې يې د متقابلو اغېزو په کړۍ کې و ازمايلې. د دغو برخو هره يوه يې جلا کړه او د هغوی د ژوند په څېړنه بوخت شو. وروسته يې لومړنۍ چارې له دويمو يا برعکسو هغو سره په پرتله کې وڅېړلې. له دې چارو نه وروسته د پام وړ واقعيت د پيدايښت د يو رنګه بدلون يا اووښتون په سپړنه او څېړنه بوخت شو او د هغو خورا اساسي کړه وړه يې مطالعه کړل. هغه په خپلو څېړنو کې هيڅکله يوه پديده د يوه داسې څيز په توګه چې په يومحدود چاپېريال کې يوازې او بې اړيکو ژوند وکړي، نه څېړله؛ بلکې د نړۍ پيچلې دستګاه چې په پايښتې توګه په چورلېدو او ګرځېدو ده، د ازمېيښت په تله کې کېښوده»۱

څنګه چې واقعيت به له دغه شان علمي لارو چارو نه پرته جوته نه کړای شي. رياليزم نه شي کولای، چي پرته له علمي لارو پر واقعيت لاسبرتيا پيدا کړي.

واقعيت کومه اسماني او نه بدلېدونکې پديده نه ده؛ بلکې تاريخي او ټولنيزه پديده ده، چې د متضادو جريانونو تر اغېزې لاندې تل په بدلون او اووښتون کې ده. دغه متضاد جريانونه چې په ټاکلي پړاو کې واقعيت څرګندوي؛ پخپله د بې پايه علتونو او معلولونو د اړيکو د متقابلو اغېزو زېږنده دي، چې د هغو له پېژندنې نه پرته د حقيقت درک کول او په هغه پوهېدل ناممکن دي. کولای شو؛ ووايو چې:

د حقيقت د ودې پرمختلونکی تګلوری د انسان له تاريخ او طبيعت سره د هغه د مبارزې له تګلوري نه بېل نه دی؛ خو تاريخ هم په خپله د ځانګړيو عيني قوانينو لرونکی دی او تاريخي حقيقتونه نه شي کېدای، چي په حال او مکاشفې سره درک کړل شي.

دا چې ټول ټولنيز ارزښتونه، اخلاقيات، دود او دستور، پرګنيز معتقدات، فردي او ځانګړي ذهنيتونه د ټولنيزو ټاکليوشرايطو بېلګې دي او هرکله چې په حقيقت پسې ګرځو! نو بايد دغه بېلګې د هغو شرايطو په رڼاکې چې همدا بېلګې يې محصول دي؛ وڅېړل شي. د ساري په توګه موږ ټولې سپېڅلتياوې، هڅوونکې ګڼو او ستايو يې او له ناوړه شيانو نه کرکه کوو او غندو يې . . . دا آثار ټول د رياليستي آثارو په ډله کې شمېرل کېدل؛ خو رياليزم يوازې پر هغو تصويرونو بسنه نه کوي، چې موږ يې وينو؛ بلکې ټول ټولنيز شرايط او عوامل په پام کې ساتي! نو له دې کبله رياليست ليکوال تر هر څه د مخه زيار باسي، چې په دې پوه شي، چې ولې بډايان پاک او سپېڅلي او د ښه ذوق خاوندان دي او بېوزلان بدمرغه او خيرن دي. همدا چې دا حقيقت پيدا او ښکاره شي؛ ټول شيان به بدل شي. بيا به د بېوزلو خيري د کرکې او خوا ګرځېدو نه وي؛ بلکې زموږ د خواخوږۍ حس به وهڅوي. دغه راز نور به نو د بډايانو سپيڅلتيا نه يوازې د خوښېدلو وړ نه وي؛ بلکې د کرکې او قهر سبب به کېږي.

نو له دې کبله رياليزم د ظاهري نړۍ له تصويرونو سره يو نه دی. که د ظواهرو سم انعکاس او بيان له ناسمو ټولنيزو انځورونو سره يو ځای شي، رياليزم ناتوراليزم ته اوړي. د هغه هنرمند سترګې چې يوازې يو لوری، يواړخ، يو بنسټ، يو عنصر او يا يو ډول ژوند ګوري؛ هغه شان چې ښايي نه شي کولای؛ ژوند ته وفادار پاتې شي.

اميل زولا (A. Zola) او ناتوراليست ليکوال چې د بيالوژي پوهې ته تر بشري تاريخ زيات پام ساتي، دا ټکی نه شي درک کولای، چې د انسان افکار، کړه وړه، ذوقونه او عادتونه د لاسبرتياوو ټولنيزو اړيکو زيږنده دي او يوازې په فزيولوژي سره سپړل کېدای نه شي. له همدې کبله وو، چې زولا او د هغه پلويانو باور درلود، چې د رومان لیکل په يو ازموينځي کې د علمي تجربو د سرته رسولو سره ورته دي او ګوستاوفلوبر په دې عقيده وو، چې «بشري وګړي بايد داسې و انګېرو، چې ګواکي پيل يا سوسماران دي . . . ايا دې ته اړتيا ده، چې هنرمند د يوه د جينګې خولې او د بل د لويو داړو له کبله د خلسې په دنيا کې ډوب شي. هغه وښيه، چي کالبوتونه يې سوري کړه، د الکولو په ښيښو کې يې وساتو . ستاکار همدا دی او بس. د هغوی په باب اخلاقي قضاوت مه کوه ، ته سپک کرلی یې چې دا کار کوې ؟ ۲ »

همدلته دي، چې د صادق هدايت د رياليزم او صادق چوبک د ناتوراليزم تر منځ توپير را ښکاري. هدايت ، انسان يو شريف او لوړ موجود ګڼي، چې په جبر سره په ټولنيزو مرداريو لړل شوی دی. په داسې حال کې چې د «چوبک» د داستانونو انسان په ژوند کې د شهواني او حيواني غريزو نه پرته بل لمسوونکی نه لري. د هغه ناولې ورځ او بدي د هغه د خپل ځان زېږنده ده او د دې پر ځای چې د ژوند د غوري هستۍ سره مينه و لري، د ژوند له حيواني او «غير طبيعي او خواشيني کوونکيو» اړخونو سره مينه ښيي.

د ژوند رياليستي سپړنه د واقعيت په ستنو ولاړه ده. په بله وينا د رياليزم هدف د هر څيز او له يوې پديدې سره د بلې پديدې د داخلي اړيکو څېړنه او د رښتينو کيفيتونو بيان دی. رياليستي ادبيات ټولنيز او طبيعي موجودات د منفرد او پر ځان ولاړو موجوداتو په څېر نه څېړي؛ بلکې له هغو سره د عمل او عکس العمل د ځنځير د بې پايه کړيو په څېر مخامخ کېږي.

هغه هنرمند چې د فلوبر (د نصيحت) اوازه يې په غوږو کې انګازې کوي او په ساعتونو ساعتونو يوې ونې ته مخامخ د اور يوه دل ته کېني او هغه ته ددې لپاره ځير وي، چې د هغه اور ځانګړتياوې (کشف) کړي او د هغه د هنري تناسب انځور وباسي، ځان له ژوندي واقعيت څخه محروموي.

د يوې طبيعي پديدې څېړنه د يوې يوازينۍ او ځانګړې پديدې په توګه هغه پديده له نورو پديدو او په ټوليزه توګه له طبيعت او انسان څخه جلا کوي. د خرما هغه ونه چې د عربستان په وچو ډاګونو او سوځوونکو دښتو کې ولاړه ده، هغه خرما نه ده، چې د پاريس د نباتاتو په بڼ کې ساتل کېږي. د لومړنۍ وني انساني او طبيعي چاپېريال د دويمي وني دا نه دی. څرګنده ده، چې دغه توپير لرونکي ځانګړتياوې يوازې د ونې په ځانګړې او يوازينۍ ليدنې او له انسان سره د هغې د اړيکو په پام کې نيولو نه پرته درک شي.

له چاپېريال سره د موجوداتو اړيکو ته پام نه ساتل د هنري ليد د نيمګړتيا سبب ګرزي او د بې ځايه طبيعت انځور د ژوندي او زرغونېدونکي ژوند په درک بدلوي.

رياليست ليکوال ژوند عموماً او پېښې، بشري ځانګړتياوې خصوصاً د پرمختلونکي تګلوري په توګه په پام کې نيسي؛ نه د جلا او بېلا بېلو پديدو د يوې لړۍ په توګه چې له يو بل او تاريخي شرايطو سره اړيکي و نه لري. د هغه تر سترګو تضاد او پيوستون د ټولنيز ژوند جوړوونکې ستنې دي.

که ليکوال د لوړو طبقو د ژوند يو (رښتينی) او نه اووښتونکی انځور لوستونکو ته وړاندې کړي، بې له هغه چې د لوړو او ښکتنيو (پرېوتو، ټيټو) طبقو د اړيکو تضاد وشمېري، د هغه انځور د واقعيت ترسيموونکی نه دی؛ نو له دې کبله به رياليستي نه وي.

د دغو ټکيو په پام کې نيولو سره رياليست ليکوال د زبېښناکګرو طبقو ژوند سره د زبېښل شويو طبقو ژوند هم په پام کې لري او هيڅکله نه شي کولای؛ د يوه محروميت د بل له واک او پرتم سره مخامخ ونه ويني. فلوبر سره له هغه چې د رياليستي پراخ نړۍليد له پلوه بالزاک او استاندال ته رسېدای نه شي، کله چي په مادام بوواري کي د عياشۍ، څښلو او نڅا د يوه ستر پندار پرتم او سترګي وړونکی جلال انځوروي ، وږي بزګران ښيي، چې خپل صورتونه يې د ماڼۍ په لويو هيندارو را نښلولي او په خواشينۍ سره ننداره کوي.

دغه راز د کمچنيو په بازار کې د يوې کليوالې زړې ښځې مسخه شوې او رټل شوې څېره د بورژوازيانو له سترګې وړونکي ژوند سره مخامخ کوي او وايي: « . . . هوکې، نيمه پېړۍ مرييتوب د بورژوازيانو د سترګې وړونکي پرتمين ژوند پر وړاندې ولاړ وو.»

دغه راز رياليست ليکوال چې د واقعيت په بدلېدونکي کيفيت باندې پوه دي؛ زيار باسي، چې ټولنيز او طبيعي ژوند د چاپېريال د بدلېدو په رڼا کې څرګند کړي. کله چې دو موپاسان په يوه ژوند (Une vie) کې مينه او واده د خپلو اتلانو د ژوند نورو ځانګړيو ځانګړتياوو انځور باسي! نو بې له هغه چې په چاپېريال کې راغلو بدلونونو ته پام وساتي؛ پر مخ ځي. د مثال په توګه پرته له هغه چې د اشرافيت پرېوتل تشريح او وسپړي او هغه په پام کې ولري؛ کار کوي. په حقيقت کې هغه رواني مسايل له ټولنيزو مسايلو څخه بېلوي او يو پر بل باندې متقابلي اغېزې چې دغه پر ظاهر کې؛ جلا مسايل سره لري؛ په پام کې نه ساتي. همدا دي، چې د اشرافيت ټولنيز شته والی چې د بالزاک په ليکنو کې په روح لرونکي او ژوندي ډول ښکاره کېږي، د موپاسان په آثاروکې يو مړ ژواندي ته را ښکته کېږي او دښتو، ځمکو، دوکانونو، کلاګانو، د کور اسباب او اشرافي ژوند د نورو کوپړيو ترسيم ايستل يوه مړژواندې منظره د موپاسان په واک کې ورکوي. چې د داستان له هر نوع سره هيڅ ډول ارګانيکي او ژوندۍ اړيکي نه لري. ۳

د رياليزم يوه ځانګړتيا دا ده، چې د ورځني ژوند د پېښو، ځانګړتياوې او ټولنيزې پايلې او د هغو کسانو ځانګړتياوې چې له دغو پېښو سره لاس او ګريوان دي؛ د خپل کار بنسټ ګرځوي. ناتورياليست ليکوال د دې پر ځای چې د ورځني ژوند پر ځانګړتياوو او د هغه په انساني ځانګړتياوو اړخ ولګوي؛ خپل ځان د هغو جزياتو په انځورولو لګيا کوي، چې دويمه درجه ارزښت لري. د ساري په توګه (Soeur phitomene) (د ګنکور د وروڼو ليکنه د فليومن سپېڅلی خور) روحي تجزيه او تحليل د روغتون د بيروحه جزياتوله ترسيم سره چې د داستان د پېښېدو ځای دی؛ ګډېږي. داسې چې د طبي عملياتو او جراحي وسايلو وړو وړو ترسيمونو د داستان د اتلانو ژوند او نور اساسي مسايل تر اغېزې لاندې را وستي دي. له همدې کبله يو معاصر کره کتونکی معتقد دی، چې: «دغه ډول رياليزم (د زولا او ګنکور د وروڼو) د خپلې ماتې سبب شوی دی؛ ځکه چې په ځنګله کې د جزياتو ترسيم او توصيف چې تر هيڅ ډول ټوليزو او لارښوونکو طرحو لاندې تنظيم شوي نه وي او کوم ټاکلی هدف نه لري؛ خپله لاره بيخي ورکا کړې ده. نتيجه دا شوه ، چې له ژوند نه د هغوی نقاشي ټوټې ټوټې او له دې کبله غير واقعي شوه . . .»۴

د ده د سبک پر وړاندې، دبالزاک سبک دريږي. د بالزاک سبک سره له دې چې د ورځني ژوند د جزياتو له انځورولو سترګې نه پټوي. په ټول قوت سره د ژوند د ژورو تضادونو د تحليل او تګلوريو انځور باسي. بالزاک له دې کبله د جزياتو ترسيم ته ملا تړي، چې وکولای شي؛ هغه نامجسم ټولنيز اقتصادي قوتونه، چې د پېښو او وګړيو د ژوند په تګ لوري کې اغېزمن دي؛ ترسيم او ښکاره کړي.

بالزاک د ژوند د ژورو تګلوريو پر موشګافۍ سربېره د فردي او حياتي احساساتو اغېزه د پېښو په تګلوري کې بې اغېزې نه ګڼي! نو له دې کبله هغه تحليل چې دی يې د ژوند او پيښو څخه کوي، هيڅکله وچ، مجرد او ميخانيکي نه دی. معاصر پياوړی کره کتونکی جورج لوکاس (George Lakacs) وايي:

«د بالزاک په ليکنو کې د مادي مسايلو څرګندېدل، تل د اتلانو له هغو عکس العملونو سره ملګری دی، چې هغه د ځانګړيو غريزو او هيلو زېږنده دي. دغه سبک  که څه هم خپل کار له فرد (انديويدو) څخه را پيل کوي؛ خو د ژور درک متضمن او د ټولنيزو اړيکو د پيوستون او سمو ټولنيزو تمايلاتو درلودونکی دی. چې د ده نه د وروسته رياليستانو تر وچ «علمي» ميتود په وار وار ژور او سم دی.»۵

د رياليستي ادبياتو خورا غوره ځانګړتيا ، د یوه ټولنیز موجود په توګه ، د انسان انځورول دی . په بله وينا رياليزم د انسان کړه وړه د زمانې په ټولنيزو شرايطو کې لټوي. دغه سبک د نيکۍ او بدۍ نومونې د انسان ذاتي او طبيعي پديدې نه ګڼي؛ بلکې د ټولنې زېږنده يې بولي.

رياليست هغه څوک دی، چې د وګړيو ترمنځ اړيکي له يوې خوا او د هغوی هيلې ، افکار، واهي خيالات، نهيلي او نادودي له بله پلوه د هغو ټولنيزو ټاکليو علتونو زېږنده بولي، چې په ټاکلي چاپېريال کې را منځته کېږي او تر ټاکليو شرايطولاندې نابودېږي.

هغه څه چې انسان ته ټولنيز شته والی وربښي؛ له نورو انسانانو سره د هغه اړيکي دي! نو له دې کبله هغه ټولې ستونزې چې انسان د ژوند په لړ کې احاطه کوي؛ د ټولنيزو اړيکوزېږنده دي. د مثال په توګه جوزف کنراد (Joseph conrad) هغه ليکوال دی، چې د خپل داستان وګړي ټولنيز موجودات نه ګڼي؛ بلکې طبيعي موجودات يې ګڼي. هغه څه چې د دې ليکوال سترګې ور اړولای شي؛ هغه د وګړيو تر منځ اړيکي په ځانګړي ټولنيز چاپېريال کې نه دي؛ بلکې هغه د (وګړيو) اړيکي له طبيعي چاپېريال سره څېړي. د هغه زياتره اتلان په خپل ټول قدرت د سيندونو او دريابونو سره په مبارزه کې او له هغو ګواښونو سره چې د ځنګلونو په زړونو کې پراته دي؛ ازمويي.

د کنراد ، په زياتره ليکنو کې د متمدن انسان څېره او حتی د تمدن نښې هم نه ليدل کېږي. د هغه د داستانونو ځينې اتلان د ډېرو لومړنيو نيمه وحشي انګيرنو تر اغېزې لاندې وده مومي او کله هم داسې تصور شوی، چې ګواکي په هره پېړۍ او هر هيواد کې کېدای شي؛ ژوند وکړي. (د ابلهانو د داستان لنډيز).

د يوه ټولنيز موجود په څېر د انسان ترسيمول، په دې مطلب پوهېدل غواړي، چې د انسان او د هغه د چاپېريال تر منځ ژوندۍ اړيکي شته دي. دغه مطلب د «وګړو او څيزونو د کليت» يو خورا مهم اصل دی. په يوه ريالستي داستان کې تل دغه اصل ساتل کېږي، چې د انسان برخليک او تر هغه چاپېره چاپېريال په يو ټينګ مزي سره نښلوي. د رياليست ليکوال تر سترګو ټولنيز او طبيعي چاپېريال نه يوازي د «منظرې» بڼه لري؛ بلکې د ژوندي عامل په شان د پېښو ماهيت ټاکي. په لويو رياليستي آثارو کې د بالزاک او تولستوی رمانونه، د مېلمستياوو بنډهرونه، رسمي غونډې، عدالتونه د جګړې ډګرونه، د واټونو صحنې او نورې، تصادفي منظرې نه ګڼل کېږي. دا صحنې په حقيقت کې هغه وسيلې دي، چې مفاهيم او افکار د واقعيت بڼې پيداکوي او ځان د خوځوونکو عواملو په څېر څرګندوي.

د پېښو د پېښېدلو کيفيت او د داستان د وګړيو د سرنوشت طرحې را مخې ته کوي. د هغو دروني اړيکو په واسطه چې د وګړو، شخصيتونو او داستانونو د بېلا بېلو اړخونو تر منځ شته؛ دغه صحنې له تشو تصويرونو او تصادفي منظرو څخه را وزي او د داستان د اتل د ژوند په لازمو اړتياوو بدلېږي. حال دا چې هغه صحنې چې «زولا» يې په استادۍ انځوروي. د داستان د وګړو د رښتينو اړيکو څرګندويي نه دي او اکثره د هغو پرتمينو او سترو تابلوګانو حالت لري، چې د انسان سرنوشت ته لږه لږه د قضا او قدر او نه پرمختګ بڼه ور بښي او پر چاپېريال باندې د انسان لاسبرتيا بالکل جلا کوي.

د يوه رياليستي اثر کمال په هغه تابلو پورې تړلی دی، چې ليکوال په هر هغه څه چې اساسي او حياتي دي او هغه چې د ژوند د تګلوري بنسټونه ږدي؛ تصويروي.

رياليزم د زمانې له زياتو واقعيتونو څخه د هغه خورا اساسي او ژوند بښونکي هغه را ټولوي؛ خو برخلاف ناتوراليست ليکوال  په قشري تصادفي او جزيي مطالعاتو بسنه کوي. رياليست ليکوال د هغه څه په پيدا کولو پسې چې پر له پسې والی او بشپړوالی لري؛ ګرزي او د دې پر ځای چې د ژوند د يوه اړخ په ترسيمولو قانع شي، د هغه ټول اړخونه تر مطالعې لاندې نيسي.

خو د دې لپاره چې اساسي موضوعات په بشپړه توګه په هنري قالب کې راشي؛ هرومرو لازمه نه ده، چې په بشپړه توګه مطلوبه موضوع د ټولې منځپانګې د اندېښنې منعکس کوونکې وي. د رښتيني بيان او رښتينې ليکنې مانا دانه ده، چې هنرمند هر هغه څه چې ويني، پرته له هغه چې په هغه کې لاس ووهي، يا غوره حقيقتونه په کې را خوښ کړي؛ کټ مټ تصوير کړي. د رياليزم او ناتوراليزم يو لوی توپير په دې کې دی، چې رياليستي هنري نابشپړې اندېښنې د مطالبې وړ پديدو د اساس او بشپړو اړخونو منعکس کوونکي دي. حال دا چې په ناتوراليزم کې (چې د تصور پر خلاف د بشپړو تصويرونو لپاره هلې ځلې کوي) اندېښنه چې هماغه شان نابشپړه ده، د اساسي او غير اساسي اړخونو په يوه کرښه کې دروي. (تېرله دې چې په ډېرو برخو کې عادي او د نه پام وړ موضوعاتو د منلو ځانګړتياوو باندې لاسبرتيا پيداکوي.)

د «اساسي مسايلو ټاکنه، د هغو خورا مهمو اصلونو څخه ده، چې د رياليزم وده په هغه پورې تړلې ده. رياليست ليکوال تل ځان پر هغو مسايلو بوختوي، چې په ټولو اړخونو پورې اړه ولري او په اصطلاح زمانه جوړوونکي ګڼل کېږي. بالزاک خپل ټول نبوغ د هغو هلو ګولو او تصويرونو په تجزيه او سپړنه کې په کار اچاوو، چې د فرانسوي ټولنې تګلوری يې د پانګوالۍ پر لور بيوی. اخلاقي او ټولنيزه پرېوتنه يې د خپل سر ګټې او پرده څيرونکي قلم سره څرګنده کړه. (تولستوی) د روسي ټولنيز عمومي فساد چې له يوه ساده کليواله نيولې تر مغرورو نجيبزیو پورې ټول پرې لړل شوي وو؛ د خپل کار اصلي (تيم) موضوع وټاکله. (ديکنز) محروميتونه، بدمرغۍ، پريوتنې، بې رحمي او هغه سپکاوی چې صنعتي تمدن د انګلستان لپاره سوغات راوړی وو، په غوره توګه تصوير کړی؛ خو (استاندال) زيات وکم پر هغه لاره ولاړ، چې بالزاک پر تللی وو . . .

نو له دې کبله رياليست تل زيار باسي، چې هغه احساسات، اندېښنې، رنځونه او خوښۍ چې عمومي اړخونه ولري او زياتره وګړيو د هغو خوند څکلی او ورسره لاس او ګريوان وي؛ بيان کړي. د راسکين (Ruskin) د وينا له مخې ولې (سپک) انسان نه شي کولای؛ د خپلو ورکو شويو سرو زرو په اړه شعر وليکي؛ ځکه د هغه شعر به پر چا اغېز و نه شي کړای. (البته د سپکو له ډلې نه پرته) په بله وينا په هغو احساساتو کې چې هغه يې ترسيم او انځوروي، ورسره ګډ نه دي.

دا چې يو رياليستي اثر، د خپل طبيعت له مخې د هغو ستونزو او نيکمرغيو بيانوونکی دی، چې ټولیزې ځانګړنې لري؛ نو رياليست هنر مند نه شي کولای، يوازي په خپلو ځانګړو تجربو چې ده په ژوند کې ترلاسه کړي دي؛ قناعت وکړي او يا يوازې د خپلو «غوره دوستانو» پر غوښتنو څنګ ولګوي. هغه هنرمند چې «دعاج برج ناستې» روږدی شوی دی او د ژوند له عمومي او عيني تجربو سره پيوند نه لري؛ نه يوازې دا چي رياليستي آثار نه شي را منځته کولای؛ بلکې نازېږنده او نيمژواندی هنر را منځته کوي، چې د روحي ناروغانو د خاطر د خوښۍ او د څو تنو (بديعي آثارو) د ټولوونکو له تسله پرته به پر بل چا اغېز ونه لري.

له ټولنيزو مهمو مسايلو سره پر له پسې نږدېوالی او د هغوی په رښتينې توګه څرګندول، په هنرمند کې د يوه رښتيني هنري ليد شته والی دی.  دا چې علم او هنر د انسان د ټولنيز ژوند او تاريخي ودې زېږنده دي، په ډېرو برخو کې دواړه د يوې لارې تلونکي دي. علم انسان ته دا قوت ورکوي، چې په بهرنيو حقيقتونو کې ژورې او کره کتنې وکړي. داسې چې انسان وکولای شي؛ په هغه دنيا کې چې د ده له خوا پېژندل شوې او د هغه په لاس جوړه شوې ده. په اسودګۍ ژوند وکړي. هنرمند همدغه چاره په بل ډول او بله لاره سر ته رسوي.

هنر د علم پر خلاف چې د انسان د حواسو حساسيت او توان زياتوي، د انسان احساسات لطيف، پياوړي او ثمر بښونکي کوي! نو له دې کبله هغه ته امکان ورکوي، چې د بهرنۍ نړۍ د بدلونونو او ارزښتونو پر وړاندې ژور او هر اړخيز عکس العمل وښيي. هغه شان چې علم پر خارجي واقعيتونو، الزاماتو او غوښتنو پوهيدنه ده ، هنر د دروني واقعيتونو، حوايجو او الزاماتو ليدنه ده؛ خو له دې کبله چې باطني واقعيت (د احساساتو دنيا او خارجي واقعيت (مادي دنيا) د پرله پسې بهرنيو په کړۍ کې د يو بل پر وړاندې اغېزو کې سره ولاړ دي، هېڅ يو هم په ځانګړې توګه درک کېدای نه شي! نو له دې کبله په رياليستي ادبياتو کې احساسات د تجربواو افکارو له مادي نړۍ سره  تړلي دي او رياليست هنرمند زيار باسي، چې د خپلو اتلانو ذهنونه، د بهرنۍ دنيا له محتوياتو سره ونه شلوي.

رياليزم د ادبي روان پوهنې ښوونځيو پر خلاف، د انسان روحي او ذهني ژوند او د هغوی تضادونه، يوازې او خپلواک نه ګڼي؛ بلکې تل د هغه ارګانيکه اړيکه او د باطني نړۍ اله ګوله او د مادي نړۍ تضادونه تر هر څه مخکې ګڼي. طبيعتاً رياليست ليکوال پرته له دې بله لاره نه لري، چې خپل اتل په عمل او يون کې ښکاره کړي. هر څومره چې د بهرنۍ نړۍ د پېښو او انساني احساساتو تر منځ د متقابلو اغېزو کړۍ پراخي دي؛ په هماغه اندازه د رومان يا لنډې کيسې رياليستي اړخونه زيات دي.

د رياليستي ادبياتو يو بل اصلي اړخ له قراردادي خيالونو او توهماتو يا هغو موهوماتو او توهماتو نه د عيني واقعيت بېلول دي، چې د واقعيت په اړه شته دي. د ټولنې تګلوری د خپل متضاد طبيعت له مخې هره شېبه واقعيت څرګندوي او پټوي.

ټولنيز ژوند په عين حال کې چې د انسان ذهني افقونه پراخوي، ډېر عيني واقعيتونه د دروغجن شعور په پوښ او موهومو اعتقاداتو کې مروړي. په پايله کې فرد له هغو افکارو او معتقداتو سره چې د تاريخ له تګلوري نه ليرې پاتې شوی دی؛ روږدی کېږي او هغه د خپلو اندېښنو يوه برخه بولي او هغه ناسم تصورات او وهمونه، دود دستور او کورنی چاپېريال او نور چې د طبيعت او ټولنې په باره کي يې زموږ په ‌ذهن کې ځای نيولی دی؛ ورو ورو آرام او له موږ سره روږدي کېږي او موږ دې ته هڅوي، چې سملاسي تجربې يا هغه تجربې چې افسانو ته نږدې شوې دي ، هغه يوازنیی حاصل وګڼو، چې کولای شو؛ له عيني واقعيت نه يې لاسته راوړو.

حقيقت دا چې هر څومره چې کاذب شعور ژور وي؛ زموږ اړيکه له ظاهري، ځانګړي او معمولي واقعيت سره نږدې ده؛ نو په پايله کې د عيني واقعيت سطحي درک ته هم نږدې کېږي. له همدې کبله هره ادبي تحليلي کړنلاره چې د پېژندنې په خاطر او يا د عيني واقعيت د پيژندلو په خاطر عادي او قراردادي کړنلار تر پښو لاندې کوي او هغه عملي شوي معمولي او بې خوارۍ تصورات چې له واقعيت نه يې لرو؛ نفي کوي. زموږ په اند (اغراقيز) (غير عادي) (مخرب) لنډې خبرې (نا ارامه کوونکې) راځي. د هغو کتابونو د ګرانښت راز چې پر بې خونده واقعيتونو پرده غوړوي او د ژوند د ترخو ګناهونو زړه د خوښۍ په خوږو بې پوښه کوي، يا د خيالي او ګبڼۍ راوړونکو پېښو په نندارو سره يوه شېبه موږ د ژوند د مصيبتونو او ورځنۍ اله ګولې نه ځان لرې کوي او يا د ژوند د نويو اړخونو له تازه قوتونو څخه ځان ژغوري او په دې توګه (زموږ د خاطر د نسل موجبات) برابروي، په دې کې نغښتي دي او له همدې کبله دي، چې د بازاري مطبوعاتو کره کتونکي شېبه په شېبه تلوسه لري. چې «رياليزم د ژوند هغه شان تصويرول دي، چې موږ يې وينو.» او «رياليست ليکوال د ټولنې عکاس دی.»

د بالزاک لاره د عيني واقعياتو په تحليل کې د دغه شان (رياليزم) د سبک پر وړاندې درېږي. بالزاک چې څومره زيات عيني واقعيت ته نږدې کېږي، په هماغه کچه له عادي قراردادي ، لوېدلی  او په اسانه او معمول سره د عيني واقعيت د درکولو له ډول څخه لرې کېږي . له همدې کبله دي، چې د بالزاک زياتو هممهالو د هغه لاره (اغراقيزه) او (ناکراره کوونکې) بلله. دغه لارې نه شي کولای؛ ځان له (قراردادي رياليزم) سره جوړه کړي؛ ځکه چې د حقيقت (سنتيزونه) د تضادونو د ښودنې څخه پرته نشو کولای؛ وپېژنو او کاذب شعور د (ښکلا) «هم آهنګ» (اخلاقی سپېڅلتياوو) تر پردو لاندې پوښېدای نه شي. د بالزاک هممهالو کره کتونکو حق درلود، چې د هغه د قلم (د بې عفتۍ) ملاتړ وکړي او اعلام کړي، چې «د دې لارې محصول، د هغه په عالي مفهوم سره اخلاق او سپېڅلتيا ده. حقيقت خورا عالي سپېڅلتيا ده.»۶

د رياليستي هنر هدف چې د ژوند او وجدان له عمده مسايلو سره لاس او ګريوان دی؛ هغه دی، چې د هر څيز ريښې چې غالبا د ورځني ژوند تر پرده لاندې پټي دي؛ و څېړي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره بايد هنرمند د ټولنې له داخلي جوړښت ، د هغو ناپېژندل شوو قوتونو چې د ټولنې د ودې او نابودي عوامل برابروي ، د تاريخي تګلوري نوسانات او د هغو تضادونه چې د کړۍ په څېر له ټولنې تاو دي، په اړه څرګنده او ناپیچلې پوهه ولري. رياليست هنرمند بايد پوه شي، چې واقعيت ځای پر ځای او نه بدليدونکی نه دی. هغ بايد تل ټولنې ته د يوې ژوندۍ او خوځېدونکې دستګاه په توګه وګوري او له هغه واقعيت او اړیکو نه پوره خبر وي، چې د هغه په برکت واقعيت مخ پر وړاندې درومي او په زغره یې څرګندوي.

بله دا چې د هنرمند هنري نړۍ ليد بايد له ناتورياليستي تمايلاتو پاک وي. ناتورياليستي ليکوال دا فکري توان نه لري، چې د واقعيت د تکاملي بهير لوړ او ځوړ تجربه او تحليل کړای شي او د پټو عواملو څېړنه چې څرګند ټولنيز اړيکي څرګندوي، را وسپړي؛ نو له دې کبله تل د هغه هلې ځلې د ژوند په قشر پورې محدودې پاتې کېږي. ناچاره هغه نازېږنده او جامد هنر چې را هسته وي؛ د يو ناخوځند او تشې ټولنې او هر ډول بدلونونو څخه لرې ټولنې تصوير او تشه عکاسي به وي. (او دا هغه ته پاتېږي) چې يو رواني ناروغ مو په بستر کې بې سده اچولی وي او و وايو، چې مړ دی. حال دا چې د هغه د ژوند دستګاه ټوله او پر له پسې کار کوي.

د رياليزم د ټوليزو اصولو په اړه د خبرو پای ته رسولو لپاره بايد زياته کړو، چې د ټولنيزو حقايقو رښتينې ښودنه له تبليغاتو سره جوړه نه ده. هغه څه چې واقعيت له هنرمند نه غواړي؛ يوازې د واقعيت بيان دی، نه سياسي لاپې شاپې او د هغه په اړه په نوم ، خیالي پایلې .

بالزاک چې د خپل سياسي اعتقاداتو له مخې د اشرافيت او مطلقه حکومت پلوي وو او طبيعتاً يې هيله درلوده، چې اشراف د ټولنيزو چارو واکمنان وګوري؛ نه يوازې په خپلو رومانونو کې دغه طبقه نمانځي او ستاينه يې کوي؛ بلکې په وار وار سره د اشرافي ژوند فسادونه، رسوايي او تباهي ښکاره کوي او په بې سارې ځيرکتيا او موشګافۍ سره د پاريس د اشرافو او اعيانو د ژوند په فساد سولېدلي حالت او بطلان چې يوازې په نسب او لقبونو زړه خوښوي او آن يوه بې فسقه ښځه هم په منځ کې نشته؛ تصويروي. ټولنيزو واقعيتونو دا ښکاره کوله، چې لوړه طبقه مخ پر لوېدو ده او بالزاک واقع بين هنرمند نه شو کولای؛ له دې حقيقت او واقعيته سترګې پټې کړي. د حقيقت رڼا هومره ځلېدونکې ده، چې رښتينی هنرمند دا زغمي او خپلې هغه ذهني غوښتنې چې له حقايقو سره اړخ نه لګوي، نابودې ګڼي.

له بله پلوه رياليست ليکوال ته نه ښايي، چې د حقايقو د رښتينې ښودنې نه وروسته له خپلو ذهني ارزښتونو او عقايدو سره د هغو د برابروالي لپاره سفسطه ووايي. تولستوی په خپلو داستانونو کې ډېر ټولنيز مسايل په بې سارې رښتينولۍ را منځته کړل؛ خو په پای کې يې هغو ته غير واقعي او موهوم ځوابونه ورکړل.

ولې هغه شان چې جورج لوکاچ يادونه کوي «هغه څه چې د تولستوی په اړه د اهميت وړ دي، د مسلې د طرحي ډول دی. نه هغه ځواب چې دی يې ورکوي. چېخوف بيخي حق درلود، چې د تولستوی په اړه ووايي، چې «د يوې مسلې سمه طرحه يو څيز دی او هغه ته سم ځواب موندل بل څيز.» هنرمند بايد مطلقا د مسلې پر سمه طرحه ځان اخته کړي.» ۷

د رياليزم او تبليغاتو تر منځ نه جوړېدل ، د علم او هنرمند تر منځ هغه بل ورته والی چې شته، په ياد راوړي. هغه شان چې کريستوفر کادول (Christopher coudweel) يادونه کوي. هنر او علم دواړه په يوه اندازه «تبليغوونکي» دي. علم موږ نه قانع کوي، د هغه څرګندونې يا سمې يا ناسمې تر نظره را ګرځي؛ که سمې وي! نو په اسانۍ سره زموږ ذهن کې ځای نيسي او د اګاهۍ د مجموعې د بهرني واقعيت برخه ګرزي . د هنرمند په برخه کې ، حال همداسې دی . هېڅوک موږ د ملتونو د حالت په تردید او کړکیچ نه قانع کوي . د احساسي نندارې ټوله محتوا ، په خپل سر ، زموږ په ذهني دنیا اغیز ښندي ، موږ په یو ډول نه یو ډول احساسوو .هماغه شان یې چې په چاپیریال کې د دینامیت د چاودنې پوهه وینو . » ۸

نو له دې کبله هنرمند په ټولي توګه او په تېره بيا رياليست ليکوال په رښتیا د ځانګړيو غوښتنو له غوروالي نه مخ اړوي. رياليست ليکوال معتقد دی، چې هر څه چې دي؛ په خپله واقعيت کې دي! نه په هغو قالبونو کې چې موږ له واقعيت نه اخيستي دي. د ساري په توګه ماکسیم ګورکي هېڅکله خپل لوستونکي د انځور شوې ناروا ټولنې محکومولو ته نه هڅوي. هغه د ټولنې ورځنی ژوند د محکومو شويو انسانانو په کالبونو کې داسې استادانه او ماهرانه انځوروي، چې لوستونکی په خپله واقعيت او د هغه متضاد اړخونه احساسولای شي. حقايق داسې شاهدي ورکوي، چې لوستونکی خپل لوست زده کوي؛ نو د خبرو وړ ټولنه ليکوال نه محکوموي او نه يې غندي؛ بلکې په خپله لوستونکی په خپله خوښه د ټولنې محکوميت ته خوښه ورکوي. البته ګورکي يوازې د ټولنې د استبداد انځور نه باسي. په زياترو برخو کې قضاوت کوي؛ خو د هغه قضاوت تل غيرمستقيم پټ، زيات او د پېښو له منطق سره اړخ لګوي. په بله وينا هغه حکم چې دی يې کوي، په خپل سر او زړه نه دی؛ بلکې د هغو تضادونو رښتينی (سنتز) دی، چې د داستان د رښتينو وګړيو او رښتينو پېښو زېږنده دی.

په پای کې بايد زياته کړو، چې له فردي احساساتو او معتقداتو سره د رياليزم اړخ لګول ، دا نه دي، چې هنرمند بايد د ترخو حقايقو د بيان په پايله کې يو رنګه او د بې اعتنايۍ حالت غوره کړي؛ بلکې له بشري لوړو ځانګړتياوو سره خواخوږي ده، چې هنرمند نه شي کولای؛ ځان له هغه لرې کړي.

ناتوراليست ليکوال چې د مينې او مبالغې سره ناسازي او نادودي انځوروي، له ناسازۍ ځپلو سره د خواخوږۍ توان نه لري. همدلته دی چې د صادق هدايت او صادق چوبک بل توپير را څرګندېږي. سره له دې چې د هدايت هنر همېش رياليستي نه دی؛ خو انساني تله يې تل درنه وي. هدايت د ټولنې له خوب وهلي، بې لارې شوې او کرکه ښودونکې برخې نه تل تښتي؛ خو دغه تېښته تل له هغو انسانانو سره په خواخوږۍ کې ګډه ده، چې له دغه خوسا ډنډ نه په عذاب دي. حال دا چې چوبک ځان په دغه خوسا ډنډ کې ور ارتوي، د دغه خوسا شوې ټولنې خوسا مزي سيوري ته کښېني، بويوي او زبېښي يې . بې له هغه چې يوه شېبه د هغو کسانو په اندېښنه کې وي، چې له دغو مرداريو څخه په عذاب او په رنځ اخته دي. له همدې کبله ده، چې نه شو کولای؛ د هدايت انساني رياليزم د چوبک له طاعون وهلي ناتوراليزم سره پرتله کړو.

 

د لومړي څپرکي پايليکونه :

۱ ــ د رالف فاکس د کتاب (۸۴) مخ.

۲ ــ د پليخانوف د کتاب (۵۹) مخ.

۳ ــ د جورج لوکاچ په اروپايي رياليزم کې څېړنې (۱۴۳) مخ (دلندن چاپ).

۴ــ ډيويډ ډيچز، ادبيات او ټولنه (۲۵۹) مخ (د لندن چاپ).

۵ ــ جورج لوکاچ (۵۱) مخ هماغه کتاب.

۶ ــ ب. واينبرګ، د فرانسې رياليزم (۱۲۶) مخ (د لندن چاپ).

۷ ــ جورج لوکاچ، (۱۴۶) مخ هماغه کتاب.

۸ــ کريسوفر کادول، وهم او واقعيت (۱۰۰) مخ ــ (۱۵۷) مخ (د لندن چاپ).

 


 

[1]  دپام وړ ټکی خو دادی چې  په هغې شېبه کې چې د هنر د هنر لپاره پلويانو کولی شو ځان ته يو ټولنيز مسوليت پيداکړي ،بې له هېڅ نه سمدلاسه له سوچه هنر نه لاس اخيست ، که څه هم د لنډې مودې لپاره به وه . خورا بې سارې نمونه يې (شالر بودلر ) دی . کله چې په ۱۸۴۸کال کې د انقلاب توپان راپاڅېد يوه انقلابي ورځپاڼه يې خپره کړه او د سوچه هنر تيوري يې ماشومانه لوبه وګڼله ، خو د ضد انقلاب برياليتوب ددې سبب شو چې شارل بودلر سوچه هنر په ماشومانه لوبې بيا ايمان پيداکړي . هېڅکله بايد داسې ونه انګېرل شي چې د هنر د هنر لپاره ټول پلويان د اوسنيو لاسبريو طبقاتي اړيکو دبدلون غوښتونکي وو . د هغوی اکثريت يوازې او يوازې د مشخصې طبقې له بې ذوقۍ نه خوابدي وو ، نه ددغې طبقې له حکومت نه .

[2] په انګلستان کې  منځنۍ طبقه  د اتلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې له اشرافو سره په مبارزه کې لاس وګريوان وه . په فرانسه کې منځنۍ طبقه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې منځته راغله او آلمان کې د صنعتي وروستوالي له کبله دغه طبقه د نولسمې پېړۍ ترنيمايي پورې د فيوډالانو تر لاس لاندې پاتې شوې وه .

[3]  دانيل دفو (Daniel Defoe) ريچارد استيل  (R.Steel) سمونل ريچاردسون (S.Richardson) او هنري فيلدينګ (H. Fielding) د اتلسمې پېړۍپه وروستيو وختونو کې په انګلستان کې )

 

نوره بیا

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۵                       سال  یــــــــــــازدهم                        حوت          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی         اول مارچ     ۲۰۱۵