کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

دريم څپرکی

 

 

په نولسمه پېړۍ کې د رياليزم نوابغ

 

۱ــ بالزاک [1]

«ما په خپلو مغزو کې يوه بشپړه ټولنه ځای کړې ده»

(بالزاک)

بالزاک، د ټولنيز رمان منلی استاد او په ادبياتو کې د انسان د نوي مفهوم هستوونکی دی، چې د هغه له کبله د فرد موجوديت يوازې د هغه پيوند له کبله چې له ټولنې سره يې لري؛ تر څېړنې لاندې نيول کېږي. د بالزاک هنر له هغه اعتقاد سره چې دی يې د انسان کوميډي په سريزه کې لري؛ نه شلېدونکي اړيکي لري: «انسان د خپلې ټولنې او طبيعي چاپېريال محصول دی».

د بالزاک په اند ، د ټولنې هر څه ، له کوڅو او وړو کوڅو نه راپیل تر ګران بيه تابلوګانو پورې، له ورځنيو هلو ځلو نيولې تر لوړو اندېښنو پورې د ټولنې او د هغې د غړو ترمنځ د اړوندو اړيکو بيانوونکې دي . هر څيز په يو ډول نه يو ډول د انساني او طبيعي ارزښتونو او بدلونونو بې پايه اړخونه څرګندوي. "

د ټولنې خپلمنځي جوړښت د بالزاک د هنر بنسټيزه تومنه او د هغو تصويرونو نمونه ده، چې هغه يې د نولسمې پېړۍ د فرانسوي ټولنې په څير انځوروي . د هنر د تاريخ د يو ستر مخور د وينا له مخې «انساني کوميډي خپل يووالی د راتلونکي داستانونو په داستاني طرحه (Plots) يا د وګړو د ژوند په دوام پورې نه تړي؛ بلکې هغه څه چې هغو ته يووالی بښي، دغه حقيقت دی، چې نوموړی ستر کتاب د ټولنيزو عواملو پر بنسټ ولاړ دی او په واقعيت کې د فرانسې د ټولنې تاريخ ګڼل کېږي.» (۱) د خپل وخت له عمده اقتصادي ټولنيزو اصولو نه د بالزاک خبرتيا او د هغو ټولو طبقاتو د ژوند په جزياتو پوره پوهېدل، چې د (تجارتي صنايعو) د توپان په تګ لوري کې راغلي د نولسمې پېړۍ د رياليستي ادبياتو په تاريخ کې بې ساري اثر دي او د تعجب وړ خبره نه ده، چې ستر متفکر او اقتصاد پوه فردريک اعتراف کړی دی، چې: (د بالزاک د ټولو هممهالو اقتصادي او تاريخ  پوهانو په پرتله يې ، له ده نه زياته زدکړه کړې ده.)

دغه راز رياليستي نابغه ، انسان پرته له ټولنيز جوړښت نه په بل څه کې نه توصيفوي. د بالزاک د رياليزم اساس پر ټولنيزې حالاتو د وجدان د ستنو درول دي. له همدې کبله هغه هېڅکله خپل اتلان دې ته نه هڅوي، چې د خپل ټولنيز موقعيت يا طبقاتي ګټو پر خلاف څه و وايي او يا د پېښو پر وړاندې پرته له هغه څه چې د هغه د طبقې غوښتنه وي؛ بل څه څرګند کړي. بالزاک د (زولا) او (ګنکور د وروڼو) پر خلاف چې ځانونه يې د بالزاک وارثان ګڼل، تل د اوسنیو ټولنيزو حالاتو جرړې د ورځني ژوند تر قشر لاندې پلټي . په خپل تحليلي ميتود سره د مادي ژوند او ايډيالوژۍ د تګلوري اړيکي څرګندوي؛ په (اوژني ګرانده) کې هنري سودخور، بوډا ګرانده د ستر انګليسي اقتصادپوه بنټام (Bentham) د اقتصادي تيورۍ هغه برخه چې د هغه د (ځانغوښتنې) سره جوړه ده ، په داسې شوق او مستۍ سره زدويي او په داسې ځيرکتيا سره يې په کار اچوي ، په رښتيا سره تیوري او نظریات ، له  وچو ، بې روحه حالت او فورمولو ، را وزي او ژوندی ټولنيز موجوديت پيدا کوي.

بالزاک په هغو ګوتو په شمېر ليکوالو کې راځي، چې خپله هممهاله ټولنه يې په ډېرې ځيرکتيا او واقعيت ليدلې او له حقايقو سره د ذهني معتقداتو د ګډولو نه پرته يې غندلې ده. د فرانسوي ټولنې پر وړاندې د بالزاک په دعوا کې ، هغه د فرانسوي ټولنې له ټولو فجايعو او سرطاني غديو نه په بېرحمۍ بې مبالغې او له غرضه پرته پرده پورته شوې ده . هغه دا ښيي، چې د هغه هممهاله ټولنه د نه پخلا کېدونکې جګړې په ډګر بدله شوې ده، چې په هغه کې هر څوک د بل پر وړاندې جنګېږي. هغه ډګر چې: «په هغه کې خورا وحشت، بې رحمي او ځانځاني بريالۍ کېږي» د (حوا لور) هلته چې خلک د «عنکبوت د تهرونو په څېر سره لاس او ګريوان دي او يو بل خوري» (بابا ګوريو) هغه موږ له دې خبروي، چې د فرانسې پانګوالې ټولنې د وګړيو اندېښنې او وجدان د پېر او پلور توکيو په څېر اړولی. «پر خپله وينا اوعقايدو مه درېږﺉ او هرکله چې چا وغوښتل پرې خرڅ يې کړی.» (بابا ګوريو)

په داسې ټولنه کې هرڅه ګډوډ، بې قانونه، بې بنسټه او په را پرځېدو دي. له هغه ځايه چې ټولنيزه هوساينه او ارامي د فردي ګټو په ګروۍ کې ده، چې د هېچا سبا مالومه نه ده او هېڅ اصل او قانون چې وکولای شي؛ د ژوند بنسټ پرې ودروي، لاسبرتيا نه لري. لکه هغه شان چې (وترن) د باباګوريو په داستان کې وايي: «هېڅ يو ټاکلی اصل نشته. يوازې يو لړ پېښې دي، هېڅ قانون نشته. يوازې د شرايطو او اصولو يو مزی دی. له دې کبله هغه څوک چې قدرت، توان او شته نه لري، په کار دئ؛ (بخت) ته سترګې په لاره  و اوسي او خپل برخليک تصادفاً، قضا او قدر ته وسپاري، يا بايد دا چې د قدرت د خاوندانو په چوپړ کې شي؛ ځکه په داسې ټولنو کې شرافتمندانه کار او بډای کېدل دوې بېلې لارې دي. «يا په يوه کوټه کې د چت لاندې په تقوا سره ژوند وکړي او په دواړو لاسونو کار ته اړم شي، يا دا چې بلې لارې ته مخه کړي.» (بابا ګوريو)

بالزاک د ليبرالانو د افکارو غير واقعي والی چې هغوی ، سترګې په لاره وو؛ د دوی د منځنۍ طبقې حکومت به «اکثرو افرادو ته د زياتې نيکمرغۍ د اصل عملي کول له ځان سره ولري؛ ښکاره کوي» «د عمومي ګټو قانون چې د هيواد پالنې بنسټ لري؛ د خصوصي ګټو د قانون په وسيله سره چې د ځانځانۍ زړي کري او ثمر ته يې رسوي؛ لغوه کېږي» (د کلي طبيب). «يوازې يوې هيلې او هدف موږ ټول تسخيرکړي يو او هغه دا ، هر څنګه چې کېږي؛ بايد ځان د پرتم خوندونو او د بيهودګۍ جنت ته ورسوو او د دغې په نښه شوې ځمکې د ژر تېرېدونکې لاسته راوړنې په خاطر بايد خپل روح و وژنو او خپل جسم خوار کړو.» (اوژني ګرانده) او د کرستينياک په باره کې چې د فرانسې د اشرافي پانګوالې ټولنې خوسا ډنډ ته د ښويېدو په حال کې دي وايي: «هغه دنيا هغه شان چې ده؛ تر سترګو کړو. قانون او اخلاق يې د شتمنو په باره کې بې اغېزې او شته او مال يې د دنيا وروستی دليل وليد.» (باباګوريو). لنډه دا چي بالزاک د خندوونکو، غم لړليو او کرغېړنو څېرو په لوبولو سره چي د صنعتي تمدن ودي را زېږولي او فساد غواړي؛ ښکاره کړل، چي د فرانسوي ټولني تر اډو يې ځان رسولی دی.

بالزاک د ټولنې داخلي قوانين او د خپلې زمانې د تحولاتو قوانين چې تر ټولو بنسټيز يې د تضاد قانون دی؛ تل په ځيرکتيا او هر اړخيزه توګه څېړي. هغه د ټولنې له علمي مطالعې څخه داسې پايله اخلي، چې له تاريخي پلوه (نيکي) او (بدي) اړيکي سره لري او ژوند «د تضادونو اوناهماهنګيو تر قانون» لاندې راغلی دی. (د حوا لور) هغه شان چې د بالزاک يو مفسر پروفيسر دارګان (Dargan) دې ټکي ته چې اشاره کوي او وايي: «پخپله رمان ليکونکي معتقد دي، چې ناهماهنګي يا د روح اختلاف (داستان موضوعګانې دي! نو له همدې کبله د هغه په داستانونو کې تقريبا هر ښار (ايسورون، سامورد، پالنکون او نوره) د متضادو قوتونو د اخ او ډب ډګر ګرزي».(۲)

 

بالزاک ساده ټولنيزي اړيکي د ځانګړيو ګټو د ټکرونو په کړۍ کې را نغاړي او مجسموي يې. د ټولنيز نظام بېلا بېل قوتونه او موسسې چې د يوه عادي ليکوال لپاره له انسانه د مافوقو قوتونو ښکارندوی دي؛ د هغه لپاره يوازې او يوازې د ټولنيز اقتصادي تګلوري د ماهيت وړې وړې څرګندونې دي. د ساري په توګه هغه هېڅکله محکمې له ټولنې نه د کومو خپلواکو موسسو په توګه نه هروزي.(۳) په دغو عدالتونو کې هر ګټه لرونکی د هغه په څېر دی، چي په دعوا پوري د تړلو بېلا بېلو ګټو اخ او ډب د هغو مزي جوړوي. هره هغه پرېکړه چې قاضيان کوي، د مخالفو قوتونو په هغه موقعيت پورې اړه لري، چې هر يو يې په دغو وهلو ټکولو کې لري. د مثال په توګه د بالزاک (هارلو پرمختګ) او دغه راز «له لاسه تللو اوهامو» کې د وترن له خولې وايي او معتقد دی، چې: «هغه قاضيان چې غله محکوموي، د بېوزلو او بډايانو تر منځ د واټن ساتونکي دي . . . » د هغه په نظر قانون د حق او عدالت غږ نه دی؛ بلکې يوه وسيله ده! د هغه واکمن لږه کي د ګټو د ساتنې لپاره چې د قدرت واګي يې په لاس کې دي. «هغوی چې له قانونه استفاده کوي؛ قانون جوړوونکي به هم وي.» (بزګران)

بالزاک د بزګرانو په داستان کې د فرانسې د طبقاتي مبارزې تګ لوری انځوروي. څنګه ملک لرونکي فيوډالان د سودخورو پر ضد جنګېږي او څنګه بيا بزګران د دغو دواړو پر وړاندې مبارزه کوي. (که څه هم مادي اړتياوې هغوی دې ته اړ باسي، چې د سود خورو تابعيت ته غاړه کېږدي). هغه ښکاره کوي، چې له لوی فيوډال څخه د وړوکي مالک خلاصون په اغېزمنه توګه د زبېښاک يو بل ډول را زېږولی دی. پور ورکوونکي سودخواره د هغوی اړتيا او په هغو پورې د دوی تړل هغه شان چې يو کليوال وايي: « زموږ پښې څه ارباب تړلې وي او څه اړتيا. په هر حال محکوم يو، چې ټول عمر په کروندو کي خولې توی کړو» دغه راز د «لومړنۍ پانګې ټولونې» پړاو «د منځنۍ طبقې په ګټه د اشرافو د جايداد مصادره کول يا دوکا ماري او په نورو وسيلو» او نور ټولنيز اقتصادي عوامل چې د منځنۍ طبقې د بريا او د اشرافو د ماتې لاره يې هواره کړه. په بې سارې او ماهرانه موشګافۍ سره چې يوازې د يو اقتصاد پوه او رښتيني مورخ په توان کې دي، په دې رمان کې انځور شوي دي.

که څه هم بالزاک فرد او انډيويدواليزم د ټولنيزو ګټو ضامن نه ګڼي، خو ځانګړي او ځاني ګټه هم په پټو سترګو نه محکوموي. د هغه رياليستي نړۍ ليد تل د دې خنډ دی، چې د ګټې پالنې او ځان خوښونې له هغې ونډې نه سترګې پټې کړي، چې د تمدن د پرمختګ سبب شوې دي او يا هغه له يوې مخې ورانوونکې او بې هوډه وګڼي. هغه ښه پر ځای را په ګوته کوي، چې چېرې فرد تر ټولنيزو سياسي، مذهبي او فرهنګي وسپنيز پړاو ساتنې لاندې نيول کېږي؛ (د منځنيو پېړيو ټولنه) هلته چې وګړی له ټولنې نه محکوم دی او د ګټو د پرمختګ لار ګرانه ده؛ د ښه ژوند په لور هر ډول هلې ځلې ټکول کېږي، ټولنيز سکون او دريدا به ټول څيزونه په غېږ کې نيسي او د پرمختګ پښه به له تګه لوېږ ي. «صنعت، سوداګري او هر ډول د اندېښنو بدلون به يې د خوځېدا امکان ونه لري.» (د کلي کشيش) بل ځای په ډېره خوږه ژبه وايي: " که له ځانګړيو هلو ځلو او چارو نه د ګټې حق له منځه لاړ شي، ژوند به بې خاصيته او حيواني شي او د مادي هوساينې، فرهنګ، تمدن، هنر، احساسات او د ژوند شور او ځوږ به يو يو له منځه ورک شي." (۴)

له همدې کبله بالزاک ددې پر ځای چي د رمانتيک ليکوالو په څېر د منځنيو پېړيو (سولي او ميني) ژوند ته د ګرځېدو لپاره د خپلو هيلو او ارزوګانو د پل نښو ته سمدستي لاړ شي؛ د واقعيت د تګ لوري پل نيسي او هلته رسېږي، چې پانګوالې ټولنې په ټاکلو اجتناب نه منونکو شرايطو کې پيدا کاوو. واقعيت (دا په ده مني) چې له ځانځانۍ او انديويدواليزم نه پرته د تمدن پيدايښت او پرمختګ امکان نه لري. که څه هم د هغه عقيده دغه نظر وېروونکی حقيقت ترسيموي او هغه د فيوډاليزم او اشرافو د حکومت را لړزېدل دي؛ خو له هغه ځايه چې بالزاک يو رياليست ليکوال دی، د خپلو هيلو په عملي کېدو کې ګټې نه لري؛ بلکې د حقيقت د ټينګېدو او د ټولنې د پرمختګ د عيني قوانينو غوښتونکی دی. په عين حال کې بالزاک دا پتېيي، چې که څه هم ځانځاني د مادي هوساينې او د علمي او هنري پرمختګ د تامين خورا ښه هڅونه ده؛ خو په هغه شېبه کې چې د ژوند د قانون په څېر او د ژوند د څرخ د ګرځېدو يوازينی عامل وبلل شي، د ټولنيزو شتو د نابودۍ، د فردي آزادۍ د ورکېدو او د انساني احساساتو او عواطفو د فساد سبب ګرځي.

بالزاک د ( ژوئيه مونارشي) ليکوال (۱۸۴۸ــ۱۸۳۰) يا په ښه وينا د هغه دوران تاريخ ليکونکی دی، چې د پيسو توري شبيهې د ژوند او فردي ذهنياتو پر ټولو برخو پرده غوړولې ده. هر څه د هغه پر وړاندې په ګونډو شوي دي. ټولو څيزونو يې چوپړ ته ملا تړلې ده او هر څيز د هغه پر وړاندې سپکوالی او فحش ته غېږ خلاصوي. په دې دوران کي ، که د سرو زرو سکه په يوه څيرونکي ځناور بدله شوې ده، چي د هومر په وينا «ښارونه لوټي او نارينه د کورني ژوند له غېږي شړي» ټول ذوقونه، استعدادونه او ټوله مېړانه د پيسو په کالبوت کي ويل کېږي. د وګړو او څيزونو تر منځ ټول موجود کيفيتونه او کميت تر کچي را پرزېږي. په دې دوره کې پيسه د ټولو سياسي او اداري ستونزو اورېدونکې ده. د هر ټولنيز فعاليت څرخ د پيسو په مرسته چورلېږي او آن پخپله اعليحضرت لويي فليپ هغه دوکه مار سوداګر دی، چې په دم او قدم کې خپلو وګړيو ته وايي: «پيسې پيدا کړئ» هغه شان چې توکوويل (Tocqueville) پېژندل شوی فرانسوی مورخ وايي: په دې اتلسو کلونو کې دولت د يوه (تجارتي شرکت) په شان وو.

نو له دې کبله د تعجب وړ نه ده، چې د (انساني کوميډي) زياتې پاڼې د معاملو او بازاري ستاينو او د پيسو هغه نقش ته چې د انسانانو په سرنوشت کې لري؛ اختصاص شوې دي. د اوژني ګرانده په څېر پرتمين داستان د هغه سړي پر ژوند را څرخي، چې معتقد دی او زيار باسي؛ نور هم په دې متعقد کړي، چې مرګ هېڅ شی نه دی. بې شرفي هيڅ شی نه ده. مصيبت دادی؛ چې «پيسې ونه لرې» د دې ارمان له سره تر پايه بالزاک په هنري زيار سره هلې ځلې کوي، چې دا څرګنده کړي، چې په دې ټولنه کې چې پيسې د ژوند بنسټيزه تومنه جوړوي، د بشري ارزښتونو ټاکونکی او د قضاوت غږ به هم وي. د هغه ښار ساده وګړي چې (ګرانده) په هغو کې مخور دی، د هغه پر وړاندې سرټيټوي او له هغه نه چې هر ډول ناوړه او بېلارې خبره او ګرځېدا وشي؛ د هغه بې پايه شتو له کبله سترګې ترې پټېږي. ټول هغه د (ژوند سرمشق) په توګه ګرځوي او زيار باسي، چې د هغه ويناوو او کړو ته په پوره پاملرنه او ځيرکتيا سره د رښتنوالې راز پيداکړي. هغه ځان چې د ده کړه وړه څاري؛ څو دوی سره پوه شي، چې څوک بايد وپېري او څوک يې وپلوري.

ګرانده او ګوبسک (د يو بل داستان اتل) دواړه  په ژوند کې يو ارمان لري: په پيسو سره ځان پېژندنه؛ د هغوی لپاره د ژوند ټولې هلې ځلې او انساني هيلې خوسا او ناڅيزې دي او د هغوی د خوښۍ يوازينۍ تومنه د سود د ګټو د سندونو په شمېرلو او د سکو جېب په جېب کول دي. هغه توپير چې د (ګرانده) او (ګوبسک) تر منځ شته؛ دا دی، چې لومړنی فطري موزي او دويم قراردادي خسيس دی. ګوبسک زيار باسي، چې د عقلي ډاډ له لارې ځان زرپال او موزي و روزي او په ځان دا ومني، چې په نړۍ کې پرته له پيسو بل واقعيت نشته. « تاسو به هر ډول عقيدې لرئ؛ حال دا چې زه يوازې په يوه څيز ايمان لرم ... يوازې يو مجسم او د ليد وړ واقعيت چې دومره هر اړخيز دی، چې په دې ارزي، چې سړی ټول او يوازې پر هغه زړه بايلي او هغه سره زر دي.»

بالزاک موږ ته دا ښکاره کوي، چې څنګه د زر پالنې توره ساه د ژوند په ټولو اړخونو کې ننوتلې ده او هر انسان او څيز په هغه لړل شوی دی. د ښځې، مېړه او کورنۍ مينه سره شلېدلې ده. سرو زرو د پلرونو او ميندو مينه د هغو له اولاد سره وژلې ده. (اوژني ګرانده) د ماشومانو مينه يې له مور او پلار سره ورکه کړې ده. (باباګوريو) او واده يې د سوداګرۍ په يوه معامله بدل کړی دی. (د ښځې او مېړه په شخړه کې د پل دومانرويل او ناتلي داستان) د مينې چاري فحشا ته رسېدلي دي. په (کوزن بت کي د مادام مارنف) دوستي خيانت او تيریوستو ، ته رسېدلې ده (له لاسه تللي اوهام. لوستيو او لوسين) او کورنۍ اړيکي په دروغو .دوکو او کرکو بدلې شوې دي. (کوزن پونس).

ښکاره ده؛ په هغه ټولنه کې چې د ټولو شيانو ارزښت او معيار په زرو سنجول کېږي، د لوړو اخلاقو اصول د تقوا او سمې لارې دود نيمګړی کېږي او د ټولنې د وګړيو يوازينۍ هيله شتمني وي او د ښو اخلاقو يوازينی اصل پيسې وي؛ لکه هغه شان چې راستيناک وايي: «شته هماغه تقواده» او د باباګوريو په وينا «پيسې ژوند دی» لنډه دا چې پاريس عجيب خوسا ډنډ دی. «هغه څوک چي په موټرګوټو کي په دغه خوسا ډنډ کي ډوبېږې؛ شرافتمند وګړي دي» خو هغه څوک چې په پلې توګه په دې خوا را برابرېږي؛ رزيلان دي . . . که کوم بې ارزښته څيز غلاکړي؛ تابه د يو بې ښکرو او بې لکيه ځناور په څېر د عدالت په ډګر کې نندارې ته ودروي؛ خو که يو مېليون غلا وکړې، تا به د يوه بېساري او پياوړي چا په توګه سره څرګند کړي» (بابا ګوريو)

په دغه اخ او ډب کي چي هر چا د هر چا په جېب منګولي ښخي کړې؛ ښخي يې کړې. د اصلزي او نوي دوران رسېدلی ، تر منځ هيڅ توپير نه شته. د اشرافو او منځنيو طبقو وګړي يو پر بل هېڅ ډول اخلاقي لوړوالی نه لري؛ ځکه دواړو په يوه تله خپل شرافت او حيثيت په پيسو پلورلی دی! نو سنګين چې په نوموړي رمان کې نوی ميدان ته را وتلی سوداګر او بانکدار دی؛ خپلې ښځې ته وايي: « تاته اجازه درکوم، چې هر ډول خطا وکړې؛ خو په دې شرط چې ما پرېږدې، چې د خلکو پيسې را پټې کړم» او (کنت دورستو) له اصلزيو او لويانو سره د خپلې ښځې ملاسته په ډېرې خوښۍ زغمي؛ خو په بدل کې يې له خپلې ښځې څخه دا غواړي، چې: «که هر وخت مې درنه وغوښتل؛ بايد د خپلو شتو د خرڅلاو سند لاسليک کړې.»

د شخصيت جوړونې له پلوه د بالزاک د هنر رياليستي اړخ هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري. هغه ښه پوهيږي، چې هر ټولنيز سيستم په وګړيو کې سره ورته ځانګړتياوې را زېږوي؛ نو له دې کبله د خپلو داستانونو د شخصيت په پنځولوکې هم فردي ځانګړتياوې او هم عمومي او طبقاتي ځانګړتياوې را ټولوي او هم هغه پيوندونه چې د ظاهر سره توپير لرونکو تيپونو تر منځ شته دي؛ را څرګندوي. هغه روش چې د (تيپيکو) او نمونه شخصيتونو په ترسيم کې يې بالزاک لري؛ ډېر د پام وړ دی. د هغه تکيه تل د داستان د شخصيتونو پر اساسي ځانګړتياوو وي. نمونه وګړي له معمولي هغو سره نه ګډوي او د ترسيم په لړ کې په سولېدلو او له پامه لوېدليو جزياتو باندې نه درېږي. د هغه اکثر اتلان د استثنايي او هر اړخيزو کيفياتو لرونکي دي او همدا کار د دې سبب شوی دی، چې بالزاک وکولای شي؛ د يوه ټولنيز پړاو ټول بنسټيز اړخونه د څو اتلانو په څېرو کې انځور کړي. دغه راز د هغه ځينې اتلان –دیو - ډوله انسانانو ته ورته دي، چې په ورځني ژوند کي يې ډېر لږ ليدلای شو*.

دغه رياليزم په (تصوري) اصطلاح د عالي رياليزم ډول دی. د بالزاک شخصيتونه ځکه (غول وزمه) ښکاري، چې هغه توان لري؛ هغه څه چې په انسان کې د ليدلو او پېژندلو دي؛ وويني او ويې پېژني. هغه د انساني ځانګړتياوو  پر بنسټ زړه بايلي. (او هغه ليکوال او لوستونکی چې د بالزاک په څېر ليد او انګېرنه ونه لري؛ څه شی به درک نه شي کړای.) که د يوې طبقې او يا يوه تاريخي پړاو لوبې او ځانګړتياوې يې په يوه وګړي کې را ټولوي؛ دا د دې لپاره دي، چې دغه نامجسمې ځانګړتياوې په خورا ښه ډول را ژوندۍ کړي .

داسې بايد ونه ګڼل شي، چې د جګ ونو او استثنايي وګړيو ترسيم د دې سبب شوی دی، چې بالزاک په تاريخ کې د شخصيت د نقش په اړه مبالغه کړې ده. هغه د تولستوی په شان لويې تاريخي پېښې د لويو شخصيتونو زېږنده نه بولي. که څه هم ناپليوني ارمانونه او د هغه د امپراتورۍ فکري محتويات د بالزاک په رومانونوکې خورا په زړه پوري او ارزښتناک ځای لري.

د ناپيليون شخصيت ډېر لږ په داستانونو کې ليدل کېږي او په را پيدا کېدو کې هم اساسي دنده په غاړه نه لري. د بالزاک تکيه تل پر هغو عواملو ده، چې تاريخي مهمې پېښې د هغو زېږنده دي او د هغو وګړيو انځورونه باسي، چې د دغو پېښو اصلي تومنه او د تاريخ د څرخ ګرځوونکي دي؛ نو دتعجب وړ نه ده، چې د اشرافيت او مطلقه حکومت پلوي بالزاک د خپلې زمانې د ساده او زيار ايستونکي ازادي غوښتونکي انسان څخه په ستايونکې نېکي يادونه کوي او له هغه چا سره خواخوږي ده، چې د هر ملت د وينو ګلبول ګڼل کېږي.

هغه شخصيتونه چې بالزاک د هغو نه په درنښت يادونه کوي، د جمهوري غوښتنې د اتلانو په څېر ټول د هغه سرسخته سياسي دښمنان دي. هغه (زوړ نېسرون) چي له (ژاکو بينانو) نه موژا کوبين دي؛ داسي ترسيموي. «د پولادو په څېر کلک او د ورځې په شان سپېڅلی او يو مخی وو. د خلکو په خوا ودرېد او پر جمهوري حکومت يې ايمان راوړ . . .خپلې اندېښنې او عقايد يې، په خپلو وينو ژوندي وساتل، يوازې زوی يې مورچل ته لاړ؛ خو هغه تر دې زيات څه له خلکو ځار کړل. له خپل عايد او مادي ګټې نه چې د شخص وروستۍ قربانۍ دي؛ سترګې پټې کړي.» (بزګران) د ميشل شرسين په مرګ کې د سن مري يو اتل چې د ۱۸۳۰ او ۱۸۳۶د پاڅونو نه ، په يوه پاڅون کې ، وژل شوی دی، بالزاک یې داسې ارمان کوي: « د جمهوري غوښتني خورا ستر متفکر ... هغه سياستمدار چي د سن ژوست او دانتون جوګه وو؛ خو ساده زړخوږي پېغلوټي ته پاتېږي. مرمۍ ، د يو پلورنځۍ والا يو ی خورا شريف سړی ، داسې شریف ، چي تر نن ورځي پوري يې د فرانسې په خاوره کي ګام ايښی وو؛ د خاورو خوراک کړ» (په پاريس کې يو پياوړی ښاري).

د بالزاک د هنر پرتم د رښتيني انځور زېږنده دی . هغه انځور ، چې هغه يې ، له خپلې هممهالې فرانسوي ټولنې نه انځوروي. پرته له دې چې هغه د ټولنيز ژوند يو بنسټيز او يا اوسني اقتصادي سيستم تضادونه له قلم څخه را وباسي. د زولا او موپاسان پر خلاف هغه (د ژوند سکښتونه) نه څېړي؛ ځکه هغه معتقد دی، چې ټولنيز ژوند په عين جلاوالي او مطلق تضاد کې د يووالي او مطلق وحدت درلودونکی دی او د ژوند د يو اړخ بېلول د دې سبب کېږي، چې هغه عوامل او شرايط چې د دغه اړخ د بېلوالي سبب شوي دي؛ پټ پاتې شي. بېهوده نه ده، چې - انساني کوميډي - د فرانسې د نولسمې پېړۍ دايرة المعارف او بالزاک د هغې زمانې ټولنيزمورخ نومول شوی دی.

د دې ځای دی، چې د ادبياتو د دغه نابغه په اړه خبرې اترې د ګنکور د يوه ورور په دغو څو څرګندوونکو سره چې د خپل يادښت په کتابچه کې يې ليکلې دي؛ پای ته ورسوو:

«همدا اوس مې د بالزاک بزګران ، دویم ځل پای ته ورساوه. هېچا تر اوسه بالزاک سياستمدار نه دی ګڼلی، حال دا چې احتمالاً هغه زموږ د زمانې يو خورا لوی سياستمدار و. يوازينی سياستمدار چې  و يې کولای شول؛ زموږ ناروغي تر زړيو وڅېړي. خپله توله فرانسوي ، ټولني تجزيه او سره شيندل شوې بڼه یې له ۱۷۹۰م کال نه را په دې خوا و څېړي. د رښتينو قوانينو له انګېزو پرده پورته کړي. حقايق له خبرو بېل کړي. تر ظاهري نظم لاندې د بې لارو شويو ګټو ګډوډي وښيي. د ناروا واکونو کړه وړه بيان کړي. دغه حقيقت چې د قانون پر وړاندې برابري د قاضي پر وړاندې د برابرۍ د نشتوالي له کبله نابوده شوې ده؛ څرګنده کړي. لنډه دا چي د ۱۷۸۹م کال د کړنلارې دروغ چې غټې سکې يې د غټو لقبونو په ځای کېنولې او مارکيزان يې په بانک لرونکو بدل کړل؛ له يو مخې رسوا کړي او دا ټول يو رمان ليکونکي سر ته ورسول.»(۵)

 


 

[1]  هانري دي بالزاک (Honore De Balzac) په ۱۷۹۹م کال کي د تور په ښار کي و زېږېد. پلاريې يوفعال سړی وو، چې هم يې د فرانسې په ستر انقلاب او هم يې د ناپليون په امپراتورۍ کې خدمتونه کړي وو. انوره له ۱۸۰۷ تر ۱۸۱۳م پورې تور ته نيژدې بې له رخصتيو په يوه مدرسه کې وو. په ۱۸۱۶م کې يې د پلار په ټينګار په پاريس کې له يوه قاضي سره د کار زده کړه پيل کړه. په هغو وختونو کې دپاريس ټولنه د سرو زرو په ستنو راتاوېده. د ګټې کولو روح د ژوند په هر څه کې ننوتلی وو او بالزاک د زرو او مال له ټولولو پرته بله سودا په سرکې نه لرله؛ نو له دې کبله  څو وخته په بازاري سوداګرۍ بوخت وو. له سود خورو،کسبه کارو او دلالانو سره به يې سر ښوروه. دغه هلې ځلې او هغه پورونه چې پر ده باندې راغله؛ د دې سبب شول، چې دی خپله معاصره ټولنه په ځيرکۍ ژوره او هراړخيزه وپېژني او د شتو پر ځای د انساني کوميډي (Comedie humaine) پانګه را منځته کړي. دغه ستر کتاب چې په واقعيت کې د فرانسوي ټولنې دايرة المعارف ګڼل کېږي؛ د هغو داستانونو مجموعه ده، چې دغه نابغه ليکوال ليکلي او لږ تر لږه سلو ته رسېږي.  د دې ځانګړتيا په لرلو سره چې هر داستان وګړي په راتلونکي کې څرګندېږي د بالزاک ژر را رسېدونکی مرګ په يوپنځوس کلنۍ کې په ۱۸۵۰م کې پېښ شو.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۷                      سال  یــــــــــــازدهم                       حمل         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول اپریل     ۲۰۱۵