کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

 

۲

 

۳

 

 

۴

 

 

 

 

 

 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس
 
 
 

   دویمه برخه
خوبونه
6

 

خوبونو ته یو معنوي نظر
یوه ورځ سهار مهال څلور بجې راویښ شوم، د سیمه ییزې رادیو ویاند خپله خپرونه معرفي کوله، زه ورته غوږ ږدم. راځئ هغه د جیم په نوم ونومو. ویاند د خپل خوب کیسه کوله، هغه باور درلود، چې خوب یې ډېر مفهوم درلود.
جیم څه مهال مالي ستونزې لرلې او خپلو ستونزو ته د حل لارو په فکر کې وه. هغه له ځان سره فکر وکړ، چې ښایي د منظرې بدلول، یوه حل لاره ور وښیي؛ نو له دې فکر سره د خپل دوست په ملتیا، د کمپینګ په سفر ولاړ. دغه کار هغه ته ددې فرصت ورکاوه، چې د ورځني ژوندانه له شورماشوره واټن ونیسي، په یوه تازه نظر ځان وویني، خپلې وړتیاوې له سره وارزوي او ومومي چې په واقعیت کې دی خپله څوک دی؟
د سفر په یوه شپه یې خپله آنا په خوب ولیده. خوب د آنا په پخلنځي کې رامینځته شوی وه. هغې یو کاتالوګ (د یوې موسسې د تولیداتو لیست یا د یوې دستګاه د بېلابېلو برخو توضیحي لیست) جیم ته ورکړ او ویې وېل، دا کولای شي ستا د مالي ستونزو لپاره یوه حل لاره واوسي.
د هغه د خوب په کاتالوګ کې د ایتالیایي لامبر موډل موټرسایکل د اعلان خواوشا کرښه را تاو شوې وه. دا موټرساېکل، له کلونو را هیسې کور کې ایښي هېر او بیکاره موټرسایکل ته ورته وه.
له راوېښېدلو سره جیم خپل دوست ته د خوب نکل وکړ، خو وروسته یې خوب هېر کړ. سختو مالي شرایطو دوام درلود؛ خو که داسې مهال ناڅاپه د هغه لاس ته دوه زره ډالر ورتلل، کولای شول، دغه ستونزې اوارې کړي.
دوه مېاشتې تېرې شوې. یوه ورځ چې جیم له خپل یوه بل دوست سره خبرې کولې؛ په تصادفي ډول یې کور کې ایښي موټرساېکل ته اشاره وکړه، هغه ووېل سره له دې، چې کلونه مې له هغه څخه کار نه دی اخیستې خو بیا هم جوړ تیار دی.
دوست یې وپوښتل: موډل یې څه دی؟
یو لامبرتا دی.
د کوم کال؟
او جیم یې ځواب ورکړ.
دوست یې ځواب ورکړ، دغه موټرساېکل دوه زره ډالره ارزي.
د جېم غوږونو پړنګ وواهه. دوه زره ډالره، یو جاودیي عدد! له دې خبرې سره هغه خپل خوب بیرته په یاد راوړ. په پای کې هغه خپل موټرساېکل وپلوره او مالي ستونزه یې اواره کړه.
دا یوه بېلګه وه، چې ښیي معنوي حقیقت څه راز زموږ ورځني ژوند ته پښه ږدي. ولې د جېم آنا د هغه په خوب کې را ښکاره شوه؟ ځکه چې هغه ورباندې ګران وه. نو دلته موږ دوو اصلونو ته رسېږو:
خدای تعالی عشق دی، او روح وجود لري؛ ځکه چې خدای ورسره مینه کوي. دغه اصل زموږ او د ټولو موجوداتو د هستۍ دلیل دی.

د زړه پوهه
خوبونه، د زړه له لارې د پوهې ترلاسه کولو یوه لار ده. د حقیقت موندلو په لټه کې رښتیني وګړي- اړینه نه ده، چې خامخا دې د اک لاروی وي- د هغو خوبونو په لیدلو پېل کوي، چې هغوی د حقیقت په لور بیایي.
خوبونه انسان ته نوی بینش یا بصیرت ورکوي. خو د ډېریو لپاره، د خوبونو زیاته برخه، د یوې ککړې هېندارې له څټه د نندارې کولو په څېر ده.
ډېری مهال وګړي پوښتي: په اکنکار کې له نورو روشونو سره د خوبونو د پوهې توپير په څه کې دی؟
د خوبونو روزنه، له ساده روحي کچې تر لوړې کچې توپیر لري او هر خوب، د وګړي د اګاهۍ له سطحې سره سم، له هغه سره مرسته کوي. په اکنکار کې د خوبونو پوهه، د اک د روزنو له لوی جوړښت څخه پیروي کوي.
هغه د فزیکي او معنوي (زموږ دروني او لطیفې برخې) واقعیتونو پر بنسټ رامینځته شوي دي. هغه څوک چې غواړي د خوبونو د زده کړو لپاره د اک روشونه او طریقې زده کړي، کولای شي د اک د خوب لیدلو دیسکورسونه ولولي. دغه درسونه د اکنکار د غړیتوب یوه برخه بلل کېږي.
له بلې خوا، یو پلټونکی کولای شي، د خوبونو مطالعه، د خوبونو په اړه د اک د یوه کتاب؛ لکه همدغه کتاب چې په لاس کې مو دی، په لوستلو سره پېل کړي. دغه هڅې، د اک د خوبونو پېلني او ابتدایي جهانونه، د خوب لیدونکي پر مخ پرانیزي. دا کار د ځانګړو خوبونو د لیدلو او د هغو د عمل طریقې په لور لومړنی ګام دی.

د چرت وهلو زمان
تاسو کولای شئ، د خوبونو لوست، له خپلو لنډو خوبونو پېل کړئ. ددې احساس په موندلو سره، چې ارام کولو ته اړتیا لرئ، د ساعت زنګ شل دقیقې را وروسته برابر کړئ. یوه کتابچه خپل سر پورې کښېږدئ. دا به ستاسو د خوبونو کتابچه یا دفتر وي. خپله ټوله توجه د اک د ژوندي استاد، ماهانتا پر تصویر یا حضور ور متمرکزه کړئ. دا کار لکه د یوه پخواني دوست لیدلو په څېر، په ساده او دوستانه طریقه تر سره کړئ. اوس ځانته ووایئ، چې له یوه آرامتیا بخښونکي چرت څخه خوند واخله. ځان ته ور په یاد کړئ، چې د خوبونو پېښې له راوېښېدلو سره سم په یاد ولرئ او بیا پرېوزئ او وګورئ، چې څه شی تجربه کوئ.
ساعت چې زنګ وواهه، او راویښ شوئ، نو څه مو چې په یاد دي، یاددښت یې کړئ؛ مهمه نه ده، چې څومره احمقانه یا ناڅیزه په نظر راځي. په خپل وخت به د خوبونو په اړه ستاسو پوهه زیاته شي. دا د آسانه خوبونو د مطالعې طریقه ده، چې حتا په ګڼ کسیزه کورنیو کې هم د اجرا وړ ده.
هڅه وکړئ، د دوو اونیو لپاره، هره ورځ دغه کار تر سره کړئ. خو په یاد مو وي، چې د هر بل کار په څېر، د خوبونو لیدلو مهارت هم وخت ته اړتیا لري.

د خوبونو مرسته
د غنا یوې مېرمنې، چې دلته یې ایریس نوموم، ځان یوې وړې جراحۍ ته چمتو کاوه. او ډاکتر ورته وېلي وه، چې د بېهوښۍ په خاطر، له جراحۍ څخه دمخه له خوړولو او څښلو ډډه وکړي.
ایریس د عملیاتو په ورځ، مخکې له دې چې د عملیاتو وخت شي، کلینک ته ولاړه، چې د یاد ډاکتر د عملیات کېدونکو وګړو په لیست کې راشي. د ایریس د وینې شکره ټیټه وه او نه یې شول کولای له دولسو ساعتونو زیات بې خوراکه پاتې شي. ایریس له ځان سره حساب کړی وه، داچې له نیمې شپې راهیسې یې روژه نیولې، نو کولای شي تر غرمې پورې تاب راوړي؛ خو کلینک ته چې ورسېده او د ډاکتر پروګرام یې ولید، پام یې شو، چې د عملیاتو وخت یې د ماسپښین په دو بجو دی. هغه نه پوهېده، چې تر هغه وخته څرنګه ځان ټینګ کړي. هغه نارامه په څوکۍ انتظار کښېناسته.
نېږدې لس بجې ایریس احساس کړه، چې حال یې ښه نه دی، ځکه نو د نرسې خونې ته ورغله. تالې یې وې، چې نرسه یې یوه پخوانۍ دوسته وخته. نرسې اجازه ورکړه، چې د عملیاتو د وخت تر را رسېدلو پورې؛ د نرسانو په خونه کې آرام وکړي. په دې وخت کې یې د خور مشوره ور په یاد شوه. هغې ورته وېلي وه، چې کله دولس ساعته پوره شول؛ نو ته هیو زمزمه کړه. (هيو، دا د خدای ټول نومونه په یوه کلمه کې دي.)
په دې توګه ایریس د هیو په زمزمه پېل وکړه او له دې سره خوب پرې راغی او داسې خوب یې ولید.
په خوب کې ایریس خپل ښی لاس، چې عملیات کېده به، اوږد کړی وه او چا یې پر لاس تود چای تویاوه. دا یو ښه احساس وه او هغې هیله کوله، چې دا کار همداسې دوام ومومي.
د دروازې غږ ایرس د خوب له ټاټوبي را بهر کړه. ایریس خپلې سترګې پرانیستې او ډاکتر یې ولید، چې په خونه کې ولاړ دی او هغې ته ګوري.
ډاکتر ووېل: ما نن ورځ زیات شمېر بېړنۍ جراحۍ لرلې، په خواشینۍ سره چې نه شم کولای د ماسپېښین تر څلورو بجو تاسو عملیات کړم. غوره ده دباندې ولاړه شئ او څو پېالې چای وڅښئ. خواړه ونه خورئ؛ یوازې چای وڅښئ. ایریس له ځان سره فکر وکړ، دا کټ مټ زما د خوب په شان ده، هلته چا زما په لاس چای تویاوه او ما غوره احساس درلود. دروني استاد، ماهانتا د هیو د زمزمې په ځواب کې داسې وېلي وه: خپه مه اوسه، هرڅه به ښه شي.
له دې سره ایریس له څوکۍ څخه ټوپ کړل او له خونې یې دباندې منډه کړه. تاوده چای د وینې شکره متعادله کړه او حال یې ښه شه، تر هغو چې په څلورو بجو جراحي پېل شوه.

ځلانده نورونه
ډاکتر خپل نظر بدل کړ او ایریس ته یې ووېل، چې یوازې موضعي جراحي په وکړي. ځکه نو هغه د جراحۍ پر تخت غځېدلې وه او د لاس تدریجي څیرل کېدل یې احساسول. ناڅاپه یوه سپین رنګي نور د جراحۍ تخت روښانه کړ او د جراحۍ د خونې دننه څراغونه هم لا زیات روښانه شول.
نرسې له ډېرې حیرانۍ سره وپوښتل دا څه شی دي؟
ډاکتر، نرس او ایریس، دریېواړو دغه سپین اثیري نور لیده. ډاکتر د نور د سرچینې لټولو په موخه، چې آن د جراحۍ د خونې څراغونه یې اغېزمن کړي وه، د خونې چت ته کتل. ایریس پوهېدله، چې دا د خدای تعالی نور دی. دا د ماهانتا لخوا د آرمتیا او ډاډ یوه علامه وه.
د جراحۍ له پای ته رسېدو وروسته، ډاکتر چې سخت د نور تر اغېز لاندې راغلی وه، ایریس ته ووېل، خدای مو ډېر درسره نېږدې دی.
ایریس، اونۍ وروسته، د طبي آزموېښتونو ترسره کولو په موخه، په کلینک کې، له هماغه ډاکتر سره لیدنه لرله. ډاکتر د هغې له لیدلو ډېر خوشاله وه او په لاس سره، د جراحي شوې برخې له کتلو وروسته یې ایریس ته ووېل، چې ټپ په ډېره ښه بڼه رغېږي، او بیا یې وپوښتل: ستاسو مذهبي باور څه شی دی؟
ایریس ځواب ورکړ: اکنکار.
ډاکتر ووېل: د حیرانتیا وړ نه دی. زه هېڅ حیران نه شوم.
د اکنکار کلمه په ډېری افریقایي هېوادونو کې پېژندل شوې ده. له لوړ پوړو دولتي چارواکو نیولې تر لاندو ټولنیزو طبقو پورې ټول له اکنکار سره آشنا دي.
ډاکتر هڅه کړه، د عملیاتو پر مهال رامینځته شوې پېښه په منطقي استدلال سره توجیه کړي. آیا کېدای شول، چې دا د هغه د ډېرو ساعاتونو کار له سعادته وي؟ دا شان کېدلای شول د هغې د وینې شکره هم را ټیټه شوې وي؛ ځکه چې هغې نه شول کولای د جراحۍ په پېل کې، په آسانۍ سره، د خپل لاس حرکت وویني. خو هغه وخت یې چې هڅه کړه، ښه وویني؛ نو دغه له اسراره ډک نور را څرګند شوی وه او د جراحۍ بریالي ترسره کېدلو لپاره یې پوره اندازه نور برابر کړ.
ایریس د ډاکتر له مرستې مننه وکړه او ویې وېل: خدای تعالی له موږ او تاسو ټولو سره دی.
جنتي نور له ډاکتر سره مرسته کړې وه؛ خو آیا له نرس او نورو ناروغانو سره کړې مرسته یې، له ډاکتر سره تر کړې مرستې لږه وه؟ د خدای تعالی نور ټول لمسوي. ایریس، چې له خونې وته؛ نو له ډاکتر څخه د قدردانۍ په موخه یې، د اک یو بروشور هغه ته ورکړ، او په دې توګه یې د ډاکتر پر مخ نوې معنوي لاره پرانیسته.

ولې خوب وینو؟
خوبونه زموږ د دننه پټو برخو د لیدلو لپاره د سروزرو کلۍ (کونجۍ) دي.
نیکول د کالیفورنیا د فلم جوړولو په یوه ستدیو کې، د منشي په توګه دنده سرته رسوله (په دغه کیسه کې د وګړو لپاره کارول شوي نومونه، د هغوی واقعي نومونه نه دي.) نیکول، یو غوره او منلی منشي وه؛ ځکه نو کمپنۍ هغه د یوه واقعي هرکاره په توګه، د شرکت یوه مدیر، توني ته ور وپېژانده. همکارانو یې ددې خبر په اورېدلو سره، هغه ته د بري هیله وکړه؛ دا ځکه چې توني په تېر یوه کال کې دولس منشیان بدل کړي وه. په رښتیا، چې توني یو د نه منلو وړ سړی وه، له هغه سره ګوزاره نه کېده او له هغه سره کار کول، د یوې اوږدې او له رنځه ډکې محکمې په څېر وه.
نیکول په دې شرکت کې درې کاله کار کړی وه او د کمپنۍ د کار له طریقو ښه خبر وه. هغه داسې تصور درلود، چې کولای شي له توني سره داسې مرسته وکړي، چې له سرخوږي خلاص او لوړو مقاماتو ته ځوابویونکی واوسي. هغه په خپله تجربه ډاډمن وه او داشان په شرکت کې د کارونو د بهیر په اړه یې پوره پوهه لرله.
خو توني د یوه داسې هلک په شان وه، چې تل له آمره سرغړاوی کوي. هغه ځان په سرخوږي کې اچاوه او په خپله طریقه او روش یې ټینګار کاوه. خو له دې ټولو سره سره، نیکول او توني تر خپله مینځه غوره کاري اړیکه لرله.
مېاشت وروسته، کمپنۍ له نیکول وغوښتل، چې د شرکت په یوه بله برخه کې کار وکړي. د کارځای بدلولو وخت را نېږدې کېده او نیکول هڅه کړه، چې د الهي روح د مجرا په توګه، د ځان پرانیستي ساتلو له لارې، په دې ځای کې د خپلې تشې مهال لپاره توني چمتو کړي. په بله وینا، هغه په ټول وس هڅه کړه، چې د توني لپاره کارونه آسانه کړي.
خو نوي کارځي ته له روانېدو یوه ورځ دمخه، حالات ډېر خراب شول. توني داسې چلند کاوه، چې ګڼې نیکول د خپلو دندو سرته رسولو وس نه لري. هغه د نیکول له ټولو ارزښتناکو خدمتونو انکار کاوه. له دې حالت سره د نیکول زغم ختم شو او ویې وېل، دا هغه ټول کار وه، چې ما تر سره کولای شو! او له دې سره په عصبانیت له خونې ووت.

د خوب درس
نیکول به پخوا، له داسې موقعیتونو سره د مخ کېدلو پر مهال په ستونزه کې را ایسارېده. هر مهال به چې بحراني شرایط رامینځته کېدل؛ نو خپله آرمتیا به یې له لاسه ورکوله او په افراط به یې لاس پورې کاوه؛ خو پوهېده به چې داسې چلند له معنوي پلوه هغه ته زیان رسوي. هغه پرېکړه کړې وه، چې له توني سره غوره چلند ولري.
ځکه نو را وګرځېد او له توني څخه یې بخښنه وغوښته، له دې پېښې سره دواړه د خپلو اختلافونو په اړه سره وغږېدل او پای کې ټولې ستونزې آوارې شوې.
د سبا ورځې په سهار نیکول چمتو کېده، چې د یوې اونۍ لپاره نوي کارځي ته ولاړ شي او دا وخت وه، چې توني ورته ووېل، غواړي، چې د هغه کار له پای ته رسېدلو سره سم بېرته ما سره کار ته راستون شې. او نیکول دا ور سره ومنله، چې په دې اړه له فکر کولو وروسته به هغه خبر کړي. توني یوه کال کې خپل دولس منشیان بدل کړی وه او نیکول فکر کړی وه، چې له یوې مېاشتې وروسته به له توني سره د کار کولو وس نه وي ورته پاتې؛ خو له دې سره یې توني ته په دې اړه د فکر وعده وکړه.
خو په نوی کارځي کې، یو چا ورته د دایمي دندې وړاندیز وکړ. دا کېدلای شول، چې د هغه لپاره یو عالي کار واوسي او هغه پرېکړه وکړه، چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي.
نیکول له توني سره اړیکه ونیوه او له خپلې پرېکړې یې خبر کړ. نیکول له توني سره کارکولو ته نه ورستنېده او توني اړ وه، چې د ځان د مرستې لپاره بل څوک ومومي. توني هڅه کړه، چې پر نیکول خپل واک وساتي؛ ځکه یې پرېکړه وکړه، داسې وښیي، چې ګواکې ده پخپله پرېکړه کړې، چې نیکول بېرته خپلې لومړنۍ دندې ته را ونه ګرځي.
ددې لیدل، چې وګړي کولای شي، د نورو د کنترولولو لپاره تر کومه ځایه هڅې وکړي، پر سړي لاره ورکوي. توني د خپلې بې وسۍ د پټولو لپاره زیاته کړه: زه تاته نوره اړتیا نه لرم! دا داسې وله، لکه د دا ډول خبرې وېل چې څه شی بدل کړي. توني کولای شول د خپلو لنډمهالو منشیانو بدلولو ته دوام ورکړي؛ خو نور نو نیکول یوه نوې او دایمي دنده درلوده او د هغه له واکه آزاد شوی وه.
دغې پېښې نیکول کنجاوه کړی وه. ددغې پېښې څټ ته څه پټ وه؟ او له دغه نه تحمل کېدونکي سړي څخه څه معنوي درس باید زده شوی وای؟ ځکه نو نیکول له سره هرڅه وڅېړل.
د اونۍ د پای له وروستۍ رخصتۍ دمخه، له هغه سره خپل تر سره کړی چلند ور په یاد شو. تونی هغه د یو شمېر بې ارزښته چارو په اړه ملامتاوه؛ خو هغه يې سوړ له څنګ سره ولاړ وه او هغه ته یې د کنګل په شان سړه موسکا په خوله لرله. په هماغه شېبه کې یې د اک له کتاب څخه یو متن په یاد را وړه: که یو ناوړه موقعیت کې را ایسار شوئ، هیو زمزمه کړئ او تصور کړئ، چې ماهانتا مو څنګ سره ولاړ دی.
نو په هماغه حال کې، چې توني تر خپلو ملامتیو لاندې نیولی وه، د هیو زمزمه او له څنګ سره د اک د ژوندي استاد، ماهانتا د شتوالي تجسم پېل کړ. هغه دننه د هیو زمزمې ته دوام ورکړ او په پای کې یې د خپل زړه په لور د الهي عشق د تودې سرچینې بهېدل احساس کړل او له همدې ګرم احساس سره یې سړه موسکا په یوه ژوند بخښوونکې موسکا واوښته.
هغه د کارما لوبه، د یوه ناوړه فلم په څېر لیدله؛ خو دې چارې هغه نور نه ځوراوه. هغه ددې وس درلود، چې توني وساتي؛ ځکه چې هغه په نه غوښتولې توګه نیکول سره د خپل قهر په کنترولولو کې مرسته کوله او دارنګه یې هغه ته ددې وس ورکاوه، چې په دې مخامخ کېدنه کې پټ معنوي درسونه زده کړي.
د توني د کار له سیمې له تللو لږ وروسته نیکول یو ځانګړی خوب ولید او دغه خوب، په هغه موقعیت کې اوسېدل ورته لا روښانه کړل.
د خوب په تجربه کې، هغه د خونې دننه په یوه خبرپاڼه باندې کار کاوه، چې دې وخت کې ناڅاپه یو زمری په وره کې را ښکاره شوه. زمري د یرغل کولو حالت له ځانه ښود. نیکول خپلې سترګې وتړلې او د هیو زمزمه یې پېل کړه، له دې سره یوځای یې ماهانتا تر خپله څنګه مجسم کړ. همدغه ساده تمرین زمری له یوې بد ځناوره، په یوه د دوستۍ وړ او ځواکمن موجود واړاوه او بیا زمري ترې ولاړ.
نیکول له دغه معنوي خوبه له راپاڅېدلو سره دا درک کړه، چې له دغه عجیبه سړي، توني سره یې د کارما ځنځیر پای ته ورسېد.

د خوب دفتر
د خوب د دفتر یا کتابچې، په اړه لومړنی قانون، ددغه دفتر ساده ساتل دي. د کلمو په کالب کې د پېچلو انځورونو او ایدیالونو بیانول ستونزمن کار دی. د اصلي څیزونو له لیدلو څخه د خوب لیدونکي بې برخې ساتلو په موخه خوب کولای شي زیات جزیات ولري.
ددې کار د مخنیوي لپاره، څومره چې شونې وي، خوب په ساده ورځنۍ ژبه ولیکئ. او بیا یي له نظره لېرئ کښېږدئ. د مېاشتې په پای کې تر ټولو برجسته دروني تجربې یاددښت او را خلاصه کړئ. داسې وانګېرئ، چې د «ریدرز دایجست» اوډنه (ایډیټ) کوئ.
په پای کې له خپلو خوبونو تر ټولو غوره تجربې را ټولې او بیا یې د اک ژوندي استاذ ته واستوئ. د اک واصل کولای شي، هغه د خپل وصل په راپور کې هم ولیکي. د خوبونو راپور، د کارما د له مینځه وړلو یوه آسانه لار ده.
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۴          سال نهــــــــــم                      عقرب/قوس   ۱۳۹۲                ۱۶ نوامبر   ۲۰۱۳