کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

 

۲

 

۳

 

 

 

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس

 

 
 

   د کارل کیسه
دا هرڅه کلونه وړاندې؛ هغه مهال، چې د طب علم دومره پرمختګ نه وه کړی؛ پېښ شوي وه. د هغه زړه نور نه تپېده او ډاکتر ژوند ته د هغه د بېرته را ګرځولو لپاره هېڅ ډول چانس نه لیده. پر همدې مهال کورني ډاکټر هڅه کړې وه، چې د زړه په مساج سره هغه ژوند ته را وګرځوي.
دې وخت کې، کارل له خپل کالبوته وتلی وه او د چت له موقعیت څخه یې ددغې منظرې له لیدلو خوند اخیست. هغه د دوو ډاکترانو د سختو تلاشونو ننداره کوله.
په دې ترڅ کې د هغه پاملرنه نوې منظرې ته واوښته. هغه ځان لیده، چې په یوې تاو را تاو زنیې باندې پورته خېژي، څومره چې پورته ته، یوې جادویي سندرې هغه نور هم د ځان په لور ور بوله. هغه کالبوت ته د بېرته ستنېدلو لپاره هېڅ راز علاقه نه لرله. ناڅاپه هغه ځان د یوې دروازې مخې ته ولید. داسې تر نظره کېده، چې که له دغې دروازې تېر شي؛ نو ځمکنی ژوند یې پای ته رسېږي. هغه د دروازې په لور ورغای. دا له جنته د راغلې ډالۍ په څېر وه.
په خواشینۍ سره، چې په همدې مهال کې ډاکتر د زړه د مساج لپاره زیات تلاش کاوه او همدې کار کارل عصباني کړ. د ډاکتر د لاس ضربو هغه له هغې دروازې څخه چې په آرامتیا کې د یوه ابدي ژوند زیری یې هغه ته له ځان سره درلود، لېرې کاوه او پای کې هغه راوګرځېد او هغوی ته یې په کنځلو او د هغوی په ملامتولو لاس پورې کړ. ډاکترانو او نرسانو ګومان وکړ، چې دغه عکس العملونه د پرته غږېدلو له لامله دی، ځکه یې پام ورته ونه کړ. د هغوي په عملي باور ناروغان تل داسې کارونه کوي.
له دې تجربې وروسته د کارل روح بیا هیڅ مهال له مړینې ونه وېرېد. دا هغه تر ټولو ښکلې کیسه ده چې یو وګړی کولای شي، هغه خپلو اولادونو ته یې را نکل کړي. خو راشئ، چې روغتون ته ور وګرځو او له کالبوت څخه د کارل د وتلو په اړه بل شاهد تر لاسه کړو.
یوه ډاکتر د کارل د بېرته را ژوندي کېدلو د پېښې د هیجان له لامله خپل خودکار ورک کړی وه. کارل نرس ته ددې کیسه وکړه، چې د کالبوت د مرګ په شېبو کې یې څه ور پېښ شول، خو نرس یې خبرې رد کړې. اوس د نرس د تعجب هغه شېبه تصور کړئ، چې کارل ورته ووېل د ډاکتر خودکار چېرې پروت دی. هېچا ددغې کیسې د باور کول زړورتیا نه لرله؛ خو هېچا دا نه شوای توضیح کولای، چې د ډاکتر د خودکار له ځایه؛ چې یوه ډاکتر هم نه وه موندلای؛ هغه څرنګه خبر وه.
کارل د اکنکار غړی نه دی؛ خو زوی یې، چې دغه کیسه یې راته وکړه، څو کاله کېږي غړیتوب ترلاسه کړی.
هغه وایي: زما پلار د اکنکار غړی نه دی؛ خو وایي، چې له ټولو مکتبونو زیات اغېز لري. دا له هغه چا څخه چې پوهېږي، ومنئ.
دغه دواړه سړي، چې له کالبوت څخه د وتلو تجربه یې لرله، ځواکمن وګړي وه او د ګناه یا مړینې وېره هغوی نشي وېرولای. هغوی د خپلو افکارو او کړنو مسوولیت پر غاړه اخیستی او د نورو د فشار له لامله یې بل دین یا مذهب نه دی منلی. هغوی پخپلو عقیدو باورمن ول.
دا ډول ګواښونه، لکه: «موږ سره یوځای شئ یا د لعنت کېدل ومنئ»، هغه پوچې خبرې دي، چې هېڅ اغېز نه لري. په متحده ایالاتو کې زیات شمېر وګړي دا ادعا لري، چې لږ تر لږه یو ځل یې الهام یا دروني بصیرت ترلاسه کړی. دا ډول ادعا، له یوه نه هېرېدونکي خوب څخه نیولې بیا له جسم څخه تر وتلو پورې سره په بدلون کې وي. دا تجربه په هره طریقه چې را مینځته شي، د خدای تعالی له لوري د معنوي ویښتیا یوه نښه ده.
ډیر وګړي د تجربې له لرلو وروسته په یوه پلټونکي اوړي؛ خو ښایي په دې ژوندانه کې بیا هم د خپلې ځوانۍ د دورې د کلیسا غړی پاتې شي؛ ځکه هغوی وېرېږي، چې د خپلې عبادي ډلې په پرېښوولو او د اکنکار په انتخاب سره، کورنۍ یا خپل ټولنیز چوکاټ نارامه نه کړي؛ خو د هغوی برعکس ځنې دا مني، چې اکنکار د هغوی د کلیسا په پرتله ډېر د هغوی معنوي پوښتنې ځوابولای شي. او رښتیني پلټونکي همدا وګړي دي.
ښایي هغوی په خپل را تلونکي ژوند کې د حقیقت د خپلولو زړورتیا پیدا کړي. هغوی تاریخي قدامت لرونکې پوښتنې، چې ټول ریښتینو پلټونکو پوښتلي؛ تکراروي: «زما هدف څه شی دی؟ د ژوند معنا څه ده؟» او پر دې مهال استاد را څرګندېږي.

د یوه روح په توګه ستاسو برخلیک
روح دې نړۍ ته راځي، چې یوه لړۍ کارونه تر سره کړي. د هر وګړي لپاره د معنوي پاکولو جلا جلا روشونه شته. په عمومي توګه دغه دندې د یوه وګړي برخلیک رامینځته کوي. روح له خپل ماموریت سره د همغږۍ لپاره، په جلا جلا کالبوتونو او شرایطو کې متناسخ کېږي. یو مهال یوه کمزوري کالبوت او بل مهال قوي کالبوت، یو مهال په شتمن حالت کې او بل مهال په بېوزلۍ کې، کله هم له زیاتې هوښیارۍ سره او کله هم له منځنۍ هوښیارۍ سره، د پوټکي په معمول رنګ سره یا غېرمعمول رنګ سره، په ښځینه کالبوتونو کې یا نارینه کالبوتونو کې متناسخ کېږي.
د یوه مفهوم په توګه د برخلیک فکر، په اوسنۍ لوېدیزه نړۍ کې هومره ځای نه لري. وګړي غواړي د خپل ژوند څښتنان واوسي، خپل برخلیک په خپله جوړ کړي او خپلې راتلونکې ته پخپله بڼه ورکړي. خو دا چاره د کارما د دقیق قانون او په تېره بیا د عشق د قانون په اړه له پوهې درلودلو او دغو قوانینو ته له ارزښت ورکولو پرته څرنګه شونی شي؟
د هغو افسانو پرخلاف چې وګړي یې د خپل ژوندانه د واکوالو په اړه اختراع کوي، هغوی حتا نشي کولای د خپل زېږون شرایط وټاکي او د کارما او تناسخ قوانین همداسې له رازه ډک او پټ پاتې کېږي او هغوی د خپلو پروګرامونو له پاېلو څخه ناراحته او ناهیلي کېږي.
ځنې داسې فکر کوي، چې د کارما قانون هغوی په ځان کې نه رانغاړي. هغوی داسې انګېري، چې له هرڅه لوړ او برتر وګړي دي؛ ځکه نو له دې قوانینو څخه مستثنا دي.
په عمومي توګه وګړی نه، بلکې د کارما اربابان د هر وګړي لپاره کورنۍ انتخابوي او له هغې وروسته باید روح د برخلیک د امر اطاعت وکړي او هغه فزیکي کالبوت ته ننوځي.
د کارما ارباب د وړوکي ساتونکي په شان دی، چې معنوي ماشوم(نوزاد) د ځان له خوا باور پرې کوي او هغه بیا دا ټاکي، چې کومه کورنۍ د روح د ودې لپاره تر ټولو غوره شرایط برابرولای شي، ترڅو ماشوم ور سره یوځای شي. د تناسخ د مکان او زمان یوازینی ټاکونکی، د کارما ارباب دی او هغه همدا شان د کالبوت، سلامتیا، کورنۍ او راتلونکې په انتخابولو کې پر روح باندې واکمن دی. د ډېری وګړو برخلیک د کارما د اربابانو لخوا ټاکل کېږي.
تناسخ د کارما وړوکې او ساده برخه ده. د کارما قانون دغه ټول بدلونونه څاري. او د کارما ارباب یوازې یو موظف مامور دی.
د هر تناسخ زړی په هغه برخلیک کې پټ دی، چې موږ یې د تېر ژوندانه کارما نوموو. په تجربي حالت کې، جنتیکي، تاریخي، ټولنیز عناصر له یوبل سره لاس ورکوي او په دې نړۍ کې د روح مقام ټاکي. د هغو وګړو د تناسخ د ځای او زمان په اړه، چې د بقا په ټیټه سطحه کې دي؛ یوازې د کارما اربابان پرېکړه کوي.
دغه لوبه له زېږون وروسته، د ژوند او بقا په نامه نومول کېږي، چې د مقیاسي تعریف له مخې، د هر وګړي بالفعله غریزه ده. خو د هغو وګړو لپاره، چې د معنوي مقیاس په لوړه پوړۍ کې دي، د کارما دا راز ځای پرځای کېدل نور ستندردونه لري. ډېری دا شان وګړي، د انساني کالبوت، د زېږون د ځای په برخه کې، د انتخابولو آزادي لري. هغوی د معنوي آزادۍ اړتیا حس کوي. دغه احساس له ډېرو تېرو شویو ژوندونو او د هغوی له مسوولیت منلو څخه لاس ته راځي. ځکه نو دغه ارواوې د خپلو تناسخونو د انتخاب د څه ډول والي په اړه له ځانونو څخه نوې او خلاقانه ایدیاوې ښیي او د هغوی ډېری یې بریالي او ښاد وګړي دي.
په تېرو ژوندونونو کې د دغو وګړو معنوي لاسته راوړنې، هغوی ته د خپل اوسني تناسخ د ځنو شرایط په انتخاب کې، د عمل آزادي ورکوي. هغوی دغه حق پخپله تر لاسه کړی دي.
برخلیک ته د یوې داسې وسیلې، استعداد یا ډالۍ په سترګه وګورئ، چې هر وګړی یې له ځان سره دغه ژوندانه ته راوړي. ټول له ځانونو سره یو الهي وکالتپاڼه لري، ترڅو په دې دنیا کې د ژوندانه د ښه کولو لپاره ګټه ترې واخلي. او زموږ دنده داده، چې په خردمندۍ/ هوښیارۍ سره دغه کار تر سره کړو. د لویدېځ ډېری ټولنو د برخلیک یا تقدیر پر ایدې ملنډې وهلي؛ خو اوس هم دغه ایدیه د معنوي ژوندانه د یوه قدیمي اصل په توګه پاتې دی.
د برخلیک پرخلاف د تاریخي مخالفتونو سرچینه له کوم ځایه پېلېږي؟
وګړي د برخلیک په اړه په یوه ګونګ حالت کې را ایسار شوي. هغوی په دې اړه فکر کوي، چې څرنګه کېدای شي، چې برخلیک او آزاده اراده د یو بل په خوا کې واوسي. برخلیک د زېږون شرایط کنترولي؛ خو ډېری هغه څه چې وګړی یې له زېږون وروسته تر سره کوي، د آزادې ارادې له مخې دي. فردي اراده ددې وس لري، چې برخلیک ودروي، او یا حتا پر هغه بریالۍ شي؛ خو دا چاره یوازې د فردي اګاهۍ د راېښېدلو پر مهال شونې ده. او وګړی په دې وخت کې وس مومي، چې خپل مادي او معنوي ژوند ته شکل ورکړي.
په لنډه توګه: برخلیک د زېږون شرایط ټاکي؛ خو آزاده اراده موږ ته ددې انتخاب حق را کوي، چې له هغې وروسته څه ډول چلند وکړو.

د هر ژوندانه درسونه
له دې سره سره، چې ښایي په خپل اوسني ژوندانه کې، له زیانمنو شویو وګړو سره د غمرازۍ هېڅ احساس ونه لرو؛ خو تېر ژوندونونه د هغه خوځونکي ځواک په شان دي، چې له نورو سره شفقت موږ ته را زده کوي. ښایي یو مهال یو شکنجه ګر، په زړه سخت خان او مالک، یا هم ښایي یو ترهګر به وو او اوس بیرته د کارمیک تعادل د ساتلو لپاره، د یوه قرباني په بڼه را څرګند شو. ځکه نو د یوه شکنجه شوي، مظلوم او زورول شوي وګړي په توګه را ګرځئ.
په دې لوبه کې ټول ګډون لري.
هر ژوند، زموږ د زده کړې لپاره، له ځان سره لږ تر لږه یو درس او ځنې وختونه هم زیات درسونه لري.
رښتیا معمولي ژوندونونه هم شته، چې د پام وړ هېڅ درس له ځان سره نه لري. کېدلای شي، دا ډول ژوندونونه د بیا رغېدلو او تفکر په حساب وګڼل شي. ښایي تاسو له یوه له پېښو ډک ژوند څخه یوه آرام ژوند ته ولېږدول شئ. وګړي د لا غوره کېدلو په موخه ځمکې ته را ګرځول کېږي. ښایي هغوی د کلیو په شان په آرامو ځایونو کې متناسخ شي، دا ډول ځایونه د هغه جنت په یاد راوړونکي دي، چې روح ورڅخه را لېږدېدلی دی.

د عشق په اړه زده کړه
یوه اروپايي سړي دغه کیسه د خپل پلار او مور په اړه کړېده.
یوه ورځ پلار-چې دلته یې آرون نوموم- د زړه سکته وکړه او امبولانس روغتون ته ولېږداوه. هغه له څو اونیو وروسته روغ شو او بېرته کورته ستون شو؛ خو لاهم کمزوری وه.
څه مهال وروسته یې مېرمن هم د زړه سکته وکړه. ډاکتران پوه شول، چې ددغه سړي مېرمن یوه وژونکې ناروغي لري، ځکه نو یوازې څو ورځې ژوندۍ پاتې کېدلای شي. هغې مېرمنې دغه خبر په پوره آرامۍ شره واورېده او هېڅ راز وېره یې ښکاره نه کړه. هغې دغه خبر په آرامۍ سره قبول کړ او آرون ته یې ووېل، چې اندېښنه مه کړه او له دې سره بېرته روغتون ته ستنه شوه. ډاکتران، چې په نورو کورنیو کې د دا ډول ناورینونو پرمهال رامینځته شویو حالاتو سره بلد وه، نو ددغې مېرمنۍ داسې آرامتیا ته هک پک پاتې شول.
د مېړه او ښځې د جلا کېدلو په وروستیو ورځو کې، هغوی یو بل ته زړه تنګي کېدل او ورپسې د آرون مېرمنې یوه تجربه وآزمویله. هغې له مېړه سره د پاتې کېدلو لپاره یو تصوري تخنیک وکاراوه، وروسته هغې خپل زوی ته خپل تصور ښکاره کړ، هغې په آسانۍ ځان په کور کې داسې تصور کړ، چې د آرون له څنګه اوږده غځېدلې.
آرون د تجربې په بل سهار راويښ شو او زوی ته یې عجیبه خبره وکړه: « مور دې تېره شپه د تخت دپاسه زما له څنګه پرته وه.»
زوی، چې یو اکیست وه، او د الهي روح له روشونو او د پلار او مور له مینه ناکې اړیکې څخه خبره وه، د هغوی دواړه لپاره د خوشالۍ احساس وکړ.
څو با ارزښته ورځې تېرې شوې. دغې جوړې خپلې ډېری شپې له یوبل سره په داسې یوه روش تېرولې او څه موده وروسته آرون د اک الهي غږ اورېده. هغه د زوی په وړاندې اقرار کاوه، چې د الوتونکو غږ یې هېڅ مهال داسې روښانه نه دی اورېدلی. هغه کولای شول الوتونکي د هغوی له غږونو وپېژني.
خو دا د ځمکنیو الوتونکو غږ نه وه؛ بلکې د الهي روح، اک غږ وه، چې د الوتونکو د نغمې په ډول راڅرګندېده؛ ځکه چې په هغه فصل کې، هغه راز الوتونکي په سیمه کې نه وه.
د آرون مېرمن، روغتون ته له راوړلو لس ورځې وروسته ولېږدیده-مړه شوه. هغې له لېږدېدلو دمخه، د وروستي ځل لپاره، د دروني دنیا په جنتونو کې له آرون سره ولیدل او ویې وېل، چې په راراوانو دریېو ورځو کې به ونه شي کولای هغه وویني؛ ځکه چې په دروني دنیا کې یې یو لړ تجربي په مخکې دي. خو بېرته به راوګرځي.
هغې ټوله موضوع په داسې ساده ژبه روښانه کړه، چې د سړي لپاره د درک وړ وه. مړینه لکه یوه بل ولایت یا ولسوالۍ ته د لېږدېدلو په معنا وه، او هغې باید ځنې وسایل او څیزونه، لکه د موټرځغلولو لیسانس، د موټر کارت... له ځان سره اخیستل او نوی کور او دې ته ورته څيزونه به یې چمتو کول.
د مړینې په څلورمه ورځ آرون راویښ شو او زوی ته یې خبرې پېل کړې.
«ما دې مور ولیدله. هغه ځوانه او ښکلې وه. هغې خپلې د نرسۍ اغوستې وې. کټ مټ هماغه شان، چې موږ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې له یو بل سره آشنا شو.»
څه مهال وروسته، چې زوی د پلار د خونې له څنګه تېرېده، پام یې شو، چې خور یې په خونه کې دننه د پلار د تخت له څنګ سره ده؛ ځکه نو خونې ته ننوت. آرون سترګې پرانیستې او زوی ووېل، هرڅه جوړ دی، دا زه یم.
خو آرون هغه ته نه کتل. داسې تر نظره کېده، چې پلار خونې ته را ننوتي بل څه ته ګوري. د هغه سترګې په حیرانۍ کې پرانیستل شوې. په هغو کې نه درد لیدل کېده او نه وېره؛ بلکې د خوښۍ یوه حالت په کې څپې وهلې او په داسې شېبه کې هغه له خپل کالبوت څخه ووت او د جنت په یوه ښېرازه برخه کې له خپلې مېرمنې سره یو ځای شو. د پلار پر ټپ شویو شونډو او څېره باندې غوړېدلې موسکا، پر مړینه باندې د ژوند د غلبې شاهدي ورکوله.
زوی له دې وروسته، چې له ستړي او رنځور کالبوت څخه د پلار د لېږد شاهد وه؛ د زړه له تله شکر وکړ. دغه پېښه د هغه په معنوي ژوندانه کې هم یو د پام وړ ټکی حساب شو.
د مور او پلار د لېږدېدلو پر مهال د هغه تجربې، پر هرڅه باندې او په تېره بیا پر مړینه باندې د عشق د ځواک د برترۍ په اړه زیات درسونه هغه ته ور زده کړل.

د پلو یا پټو یوه مجموعه
ژوند د پلو(پټو) د یوې مجموعې په شان دی. موږ د یوه ژوندانه په ترڅ کې، له یوه ځایه بل ځای ته او ورپسې بل ژوند ته ځو. ځنې مهال، ښایي د هیجان، ستړیا یا یو بل داسې حس ولرو. دغه حس یا ښایي د ټول ژوند لپاره پاېښت ولري او یا یوازې د څو ساعتونو لپاره دوام ولري او له هغې وروسته، موږ ته د تفکر او سوچ کولو موقع برابرولو په موخه، بېرته د آرامتیا زمان را ورسېږي. په دغه فرصت کې موږ تېرې او راروانې ته نظر ځغلو، او هغه درسونه مو، چې په دغه مدرسه کې زده کړي، ځان ته ور په یادوو.
د تفکر او تامل دوران د حقیقت د پوهېدلو او د عشق د موندلو شوق په موږ کې را ویښوي او نوې ولولې وربښې. او پر داسې مهال د اک زده کړې را څرګندېږي.
ژوند او مړینه مشخصې پولې نه لري. مړینه پرته له یوې دروازې بل څه نه ده؛ خو ژوند هرڅه په ځان کې رانغاړي. په اکنکار کې زده کوو، چې ژوند وکړو، له حرکته ډک واوسو، او ځان د ژوندانه له هغه ستر سیند له ناپایه ریتم سره، چې په مینځ کې یې موقعیت لرو، همغږي کړو.
د لمر د تودونکو وړانګو، وړې پلوشې، په یوه مناسبه موقع زموږ د ژوند تېارې او سړې شېبې را رڼوي. دغه نور، الهي مینه ده. هغه مهال، چې موږ دغه نور ته خپلو زړونو او ذهنونو ته د ننوتو اجازه ورکوو، د ټولو تیارو او وېرو ریښه له بیخه را وځي. هغه مهال چې عشق زموږ پر دروني وېره ور بریالی کېږي، موږ بیا ددې وچې پرمخ نورو ژوندونو ته اړتیا نه لرو او یوه لوړ موقعیت ته لیږدول کېږو او ددې وس مومو، چې له خپل خالق څخه زیات برکت تر لاسه کړو.
د کارما او تناسخ ځواک تر کنترول لاندې راځي او ډېره معنوي آزادي مو په برخه کېږي.
«دي» او «کتي» د مړینې او ژوند له اسراره ډکو اړیکو په اړه کیسه کوي. دغه کیسې د «له ځمکې د خدای په لور، مهرباني وکړئ ننوځئ» کتابونو له لومړي او دویم ټوکه را اخیستل شوي دي.

د پلار تناسخ: (دي مرديت)
د اکنکار د یوه غړي په توګه مې تل دا فکر کاوه، چې څه راز تناسخ ځانته ثابت کړم. ایا تېر ژوندانه ته زما فلش بکونه، یوازې زما د تخیل محصول وه؟
پلار مې ډېر پخوا لېږدېدلی وه (مړ شوی وه). ما یې د ځنازه په مراسمو کې برخه نه وه اخیستې؛ خو دننه، په الهي جهانونو کې ددغه روح د راویښېدلو پر مهال، زه حاضر وم. څه مهال وروسته هغه بېرته عادي حالت موندلی وه او په دروني جهانونو کې، د خپل کور د چارو په اړه یې زده کړه کوله.
له هغې وروسته، ما زیاتره مهال په خپلو معنوي مراقبو کې، هلته سر ورښکاراوه. دا راته په زړه پورې وه، ووینم هغه قوانین چې له مړینې دمخه مو د هغو په اړه بحث کاوه، اوس یې هغه ته د عمل جامه اغوستې.
دغه دروني کتنې نېږدې لس مېاشتو لپاره روانې وې. خو یوه ورځ چې د هغه لیدلو ته ورغلم، هغه هلته نه وه. پېل کې مې وانګېرله، چې پلار وتې لنډ چکر ووهي او ژر به بېرته را ستون شي؛ خو دروني استاد زما پوښتنه داسې را ځواب کړه: پلار دې په ځمکه کې د یوه بل تناسخ لپاره چمتو کېږي. زه حیرانه شوم؛ خو درک مې کړه، چې پلار مې د یوه روح په توګه باید خپلې لارې ته دوام ورکړي.
یوه ورځ مې کارځي کې غږ واورېد، غږ زما دننه په نرمۍ سره وېل، چې په را روانو څو مېاشتو کې د خپل پلار تناسخ ته انتظار واوسم او دې سره زه سخته حیرانه شوم. تر کومه ځایه چې په یاد مې راوړلای شول، له هغو ښځو څخه چې ما پېژندلې یوه یې هم امیدواره نه وه.
او وروسته هغه ځوانه جوړه را یاده شوه، چې د پلار له لېږد وروسته ما لیدلې وه. موږ ډېر ژر سره دوستان شولو. داسې ښکارېدله، چې ګڼې موږ کلونه کېږي یو بل پېژنو. هغه اوس امیدواره وه او زه پوه شوم، چې پلار مې د هغې د بچي په کالبوت کې دنیا ته بېرته را ګرځي.
له زېږنتون څخه د هغې مېرمنې د رخصتېدلو په ورځ، زه یې لیدلو ته ورغلم. کور ته په ننوتلو سره ما ولیدل، چې ټول په نوي زېږېدلي ماشوم را ټول دي. ماشوم ته په لومړي نظر ما دا درک کړه، چې د هغه فزیکي بڼه د پلار پخواني کالبوت ته ورته ده. ماشوم زموږ د نسل په شان نري ژېړ رنګي ګډوډ وېښتان لرل.
د ماشوم په کالب کې دغه را ګرځېدلي روح ته مې په سکوت کې ښه راغلاست ووایه. د ماشوم بې تجربې سترګو په یوه اګاهانه نیت سره هڅه کوله، چې پر ما متمرکزې شي. ما د هغه دریېمه سترګه، په خپلو ګوتو سره لمس کړه. له دې سره طلایي رنګ نور د باندې وړانګه وکړه او ورسره د هغه ټول سر په نور کې پټ شو او ددغه درې ورځني ماشوم بڼه خندا وپوښله.
هغه هڅه کوله، چې خپل غږيز تارونه په کار واچوي او ناڅاپه یې په زیاتې هڅې سره زما د مستعار نوم ناره وکړه. د هغه د نوي پلار او مور ژبه بنده شوه. په خونه کې د عشق جریان په څپو وه او موږ تولو په ناڅاپي ډول وخندل.
په هغه شېبه کې ما او نوي ماشوم ترمینځ زیات څه رد او بدل شول. دا له یوه روح څخه بل روح ته د معلوماتو یو ډول ناڅاپي راکړه ورکړه وه. څه چې ما درک کړل، دا وه، چې پلار په هغه کالبوت کې د خونجېدلو احساس درلود!
ما هر وخت، له هغه مور او پلار څخه، ددغه روح حال پوښته او وخت ناوخت به چې د هغه لیدلو ته ورغلم، نو زما د غږ په اورېدلو سره به د ماشوم پر مخ آشنا موسکا وغوړېده.

د عشق په نوم ځانګړی احساس (کتي ماتيو)
په د طبي خدمتونو په بېړنۍ څانګه کې مې د نرس په توګه کار کاوه. دا هغه ځای دی، چې هر ورځ ناروغان هالته مري. د یوه اکیست په توګه طلایي فرصت لرم، چې الهي عشق او شفقت نورو ته ور وبخښم.
په لومړي ځل مې چې مایک ولید، پوه شوم، چې یوې کارمیکي اړیکې موږ دغه ځای ته راوستي یو. د هغه په وړاندې د بې قیده او شرطه مینې له ځواکمن احساس سره مې غوښتل، د ژوندانه وروستیو ورځو شپو په آرامۍ تېرولو لپاره هغه ته غوره شرایط جوړ کړم.
یوه ورځ مې چې د هغه مخ ور وچاوه، هغه دم په دم په هوښ راته او بېا بې هوښه کېده، له ځان سره مې فکر وکړ، چې کوم تېر ژوندانه موږ دغه ځای ته راوستي یو.
د هغه مخ ته مې کتل، او ورسره یو ځای مې پر ماهانتا باندې تمرکز کاوه، چې دې وخت کې ما په ښکاره توکه یو ډز واورېد. معنوي سترګه پرانیستل شوه. ما ځان د یوه داسې ځوان سرتیري په بڼه ولید، چې پر ټټر یې ګولۍ خوړلې ده. بل سرتېری، چې تر نظره کېده په دې ژوندانه کې به همدا مایک وي؛ زما په لور رامنډه کړه. هغه زه په اوږه واخیستم او یوه ژور ځای ته یې ویوړم او زما د مړه کېډلو پر مهال یې، د خدای په اړه خبرې راته کولې.
او اوس، په ۱۹۹۲کال کې، زموږ رولونه له یوبل سره بدل شوي وه. دغه روښانه تصویر له هغه سره زما د ژورې مینې علت ښود. څو ورځې وروسته، د هغه د مړینې پر مهال، زه هلته وم. د هیو آواز مې ورته ووایه او د الهي نور او صوت او درونی استاد، ماهانتا په اړه مې خبرې ورسره وکړې. همدا شان ددې موقع مې هم لرله، چې مور او ورور ته یې ډاډګېرنه ورکړم.
څومره لویه ښادي ده، چې په بشپړې معنوي هوښیارۍ کې، په خپل غاړه پاتې د مننې کولو دین او پور بېرته ادا کړې.

5
د تېرو ژوندونونو په یاد راوړلو او حل کولو لپاره معنوی تمرینونه
زموږ ډېری خوبونه تېرو ژوندونونو پورې اړه مومي. که دغه موضوع درک کړو، نو وس مومو، چې د حافظې په بانک کې له پټو شویو تجربو ګټه واخلو او د تېرو ژوندونونو ګټور درسونه خپل اوسني ژوندانه ته را ولېږدو، چې له دې سره کولای شو، په دې ژوندانه کې، د خپل موقعیت په اړه غوره درک ولرو.
د تجربو دغې خزانې ته د لاسرسي روشونه څه ډول دي؟ په دې فصل کې راغلي ساده معنوي تمرین سره یې پېل کړئ.
په دغه سخته مدرسه کې، پخوا پخوا تر لاسه کړې پوهې او خرد کونجۍ/کلۍ، ستاسو دننه ځای لري. دغه کونجۍ یو رښتنی شوق دی. تاسو باید د زړه له تله معنوي وده وغواړئ، او بیا د تېرو ژوندونونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه، د خوبونو مطالعه پېل کړئ.
نو ددغې هڅې مرکز او جوهر به څه وي؟ پرېږدئ، چې په یوه غوره انسان د بدلېدلو رښتینی شوق په تاسو کې رامینځته شي.
د ژوند زیاته برخه عشق او قدرداني جوړوي. د خوبونو مطالعه تاسو ته دغه ځواک درکوي، چې خپل زړه د خپل رښتیني ماهیت پر مخ پرانیزئ. تاسو څوک یاست؟ دغه معنوي تمرینونه له تاسو سره مرسته کوي، چې ددغې پوښتنې ځواب ومومئ او پر خپل نفس واکمن شئ.
لاندې راغلي معنوي تمرینونه، ولولئ او ځانته تر ټولو په زړه پورې او راښکونکی یې غوره کړئ. له دغه تمرین سره کار وکړئ او وګورئ، چې دغه تمرین کومې خوا ته تاسو بیایي. او ورپسې دا کار له نورو تمرینونو سره وکړئ.

د پردې طریقه (د دروني لارښوود د موندلو لپاره)
مناسب ځای ومومئ، آرامه کښېنئ او خپلې سترګې پټې کړئ. اوس د دروني نندارې یوې تابلو ته وګورئ او تصور کړئ، چې دا د سینما یوه پرده ده. کېدای شي پرده توره، سپینه یا ښایي خاکستري واوسي. په خپل وخت سره به د ژوند یوه صحنه، د خوځنده تصویر په څېر را څرګنده شي.
پردې ته سترګې ونیسئ. لږ ځنډ وروسته اجازه ورکړئ، چې ستاسو دروني لیدل، د سینما د پردې، ښي یا کیڼ لور ته میلان ومومي. د سترګو له کونجو مو، د پردې پرمخ د هر راز حرکت په لټه کې اوسئ.
د دروني لارښوود د موندلو لپاره دا یوه ګټوره طریقه ده.
اوس نو ستاسو ټوله پاملرنه د پردې مرکز ته ده، له دې سره هم مهاله په یوه آرام حرکت سره، د دروني پردې څنډو ته وګورئ. اوس د هیو یا د خدای تعالی د یوه بل نوم زمزمه پېل کړئ.
دغه تمرین د هیو له زمزمې سره یو ځای تر سره کړئ. په دغه کار سره د روح په تصفیه کېدلو او ځلېدلو پېل کوي او پر نفس نه باور، دروني خبرې کول، وېرې او ځان خطااېستلو په څېر قدیمي عادتونه، خپل ځواک له لاسه ورکوي او عشق یې ځای نیسي.

د شرلوک هلمز تکنیک
که کومه ستونزه یا پوښتنه تاسو ځوروي، نو دې باندې پوهېدلو لپاره، چې آیا ریښه یې ستاسو په تېرو ژوندونونو کې ده که نه؟ له دغه تکنیک څخه کار واخلئ.
پېل کې خپلې سترګې وتړئ او شرلوک هلمز تصور کړئ، چې له خپلو عجیبه جامو او خولۍ سره، په ځلانده آبي رنګ کې، ستاسو په دروني سترګه کې را څرګندېږي. دغه لوړ او نري قدی سړي لاس کې ذره بین نیولی، او رانېږدې کېږي، تاسو ناڅاپه دا مومئ چې دا ماهانتا، د اک ژوندی استاد دی.
هغه له تاسو سره روغبړ کوي او وبه وایي: له ماسره راشئ، د ستونزې لپاره به دې یوه حل لاره ومومو. بلنه یې ومنئ او له هغه سره ملګري شئ. پر هغه را تاو شوی آبي نور، د یو ځلانده سپر په څېر پړکېږي او تاسو پوهېږئ، چې د هغه له ذره بین څخه تېرېدونکی نور، د لاسي څراغ په څېر دی. تاسو له هغه سره یوې وورو او غبار پوښلې دښتې ته ننوځئ. د اک آبي نور لاره درته روښانه کوي.
له ماهانتا سره د ګام وهلو پر مهال د هیوآچ کلمه زمزمه کړئ. دغه کلمه هیو ته ورته وېل کېږي او له دغه تمرین سره یو ځای کارول کېږي. له دروني استاذ سره، چې نومیالي کارپوه په ډول جامې یې اغوستي، ګام وهلو ته دوام ورکړئ.
ژر هغې اوارې ډبرې ته رسېږئ، چې لاره یې تړلې. ماهانتا، چې لا تر اوسه یې د شرلوک هلمز په څېر جامې پرځان دي، پرته له څه زحمته ډبره پورته کوي او خپل ذره بین لوړ نیسي، ترڅو تاسو یې له مینځ څخه ووینئ. هغه آبي نور، چې د ذره بین له مینځه تېرېږي، په سپین نور بدلېږي او تاسو کولای شئ، د ډبرې دپاسه د خپلې ستونزې او مشکل حک شوی ځواب ووینئ.
دغه تمرین د یوې مېاشتې لپاره، د هرو دوو شپو په ترڅ کې یو ځل ترسره کړئ. او په دې توګه هغه ته د خپل عادي تمرین ځای ورکړئ. په دې توګه کولای شئ، د خپل ذهن مقاومت له مینځه یوسئ او په ځان کې دننه پټ اسرار کشف کړئ.

د راډیو د ویاند تکنيک
آیا داسې فکر کوئ، چې ژوند مو یوه در څخه ورکه معلوماتي برخه لري. د ساري په توګه له تېر ژوندانه سره م یو تړلی خوب یا ځورونکې ستونزه؟ که داسې وي، نو ددغې ورکې شوې برخې د موندلو لپاره دغه تمرین وآزمویئ.
مراقبې ته ولاړ شئ. سترګې مو وتړئ او خپل زړه او ذهن پرانیزئ. اوس د اک صوت ته غوږ شئ. دغه صوت کېدلای شي هر عادي او آشنا غږ واوسي او حتا شونې ده، چې هېڅ غږ وانه ورئ.
تصور کړئ، چې رادیو روښانه ده او تاسو د ویاند غږ اورئ. او بیا د خپل خوب د غټو ټکو او یا هغې ستونزې، چې تاسو ته روښانه نه ده، په اړه د ویاند جمعبندۍ ته غوږ شئ.
د آرمتیا ترلاسه کولو لپاره څو دقیقې هیو زمزمه کړئ. دغه کار کېدلای شي، د خپرونو د مینځ تبلیغاتي اعلانونو په څېر وي. له هغې وروسته تصور کړئ چې د راډیو ویاند دا اعلانوي، چې «او اوس، ستاسو پاتې خوب.» اجازه ورکړئ، چې هغه ستاسو د خوب ورکه برخه ډکه او معنا یې درته را ښکاره کړي.
که خوب مو بد او وېرونکی وي، نو ډاډمن اوسئ، چې د خوب سانسورګر اجازه نه ده ورکړې، چې ټول داستان ووینئ؛ نو په دې فرض سره پېل کړئ، چې د خوب یوه برخه نیمګړې ده او تاسو په ټولو جزیاتو نه پوهېږئ. په دې توګه اجازه ورکړئ، چې ستاسو ذهني ځواک، د رادیو د ویاند د تکنیک په مرسته سم ځواب ومومي.
سم ځواب کېدلای شي، د همدغه معنوي تمرین په ترڅ کې یا وروسته په خوب کې ترلاسه شي او تاسو د خوب او ستونزو په پوره درک سره، له خوبه راپاڅئ. په دې خاطر تل هوښیار اوسئ.

د فرمول تکنيک
د ډېریو اکیستانو په شان، چې مراقبه کوي یا د خوب له سفرونو خوند اخلي، زه هم په دروني جهانونو کې ډېرې عجیبه کیسې لرم. خو ډېری مهال په دقیقه توګه نه پوهېدم، چې په اثیري طبقه کې یم، که په علي او یا که په ذهني طبقه کې یم؟
زموږ لپاره ددغو طبقاتو معنوي اهمیت توپير لري. په اک کې د خپلو لومړیو کلونو د دروني تجربو په ترڅ کې، زیاتره مهال نه پوهېدم، چې دغه تجربه په کومه سیمه کې ترسره شوې.
یوه شپه، د اک استاد، پدارزاسک ماته یو داسې تکنیک راکړ، چې د هغه په مرسته کېدلای شول، په دروني جهانونو کې د فرد دقیق موقعیت وټاکل شي. هغه ووېل: « دا یوې خاصي طبقې ته د تللو د ویزې په څېر ده او هر څوک؛ که هغه د لومړۍ حلقې واصل وي یا د څلورمې حلقې واصل، کولای شي له هغه استفاده وکړي.» هغه ووېل تجربې ته د اجازې ورکولو او بیا خپل موقعیت پېژندلو په اړه ځانګړې نښې ته د انتظار کېدلو پرځای، څلور ساده تمرینونه شته دي، چې په برترو جهانونو کې ستاسو موقعیت مشخصوي. ورپسې هغه د فرمول د تکنیک دغه څلور تمرینونه ما ته را زده کړل.
هغه ووېل، فزیکي طبقه، لومړنۍ طبقه ده، ورپسې اثیري طبقه قرار لري. دریېمه یې علي او وروستۍ یې ذهني طبقه ده.
دویم فرمول (لومړنی فرمول نشته) په اثیري طبقه کې د ګرځېدلو را ګرځېدلو لپاره ده. دوه ځله د هیو ذکر ولولئ او له هغې وروسته دو ځله ژوره ساه واخلئ. دغه کار له خوب دمخه، د پنځلسو دقیقو لپاره تر سره کړئ. او له هغې سره هم مهال، په یاد ولرئ، چې د اثیري طبقې (احساسي طبقي) لیدلو ته څومره شوق لرئ.
له دروني استاد، ماهانتا څخه وغواړئ، چې د فزیکي طبقې پرمخ ستاسو د ژوندونونو یوه مهمه تجربه در وښیي. دغه تجربه ستاسو د چلند بدلونونه، علاقې، کرکې او بې دلیله وېرې روښانولای شي.
دریېمه شمېره فرمول، له دریېمې طبقې یعني علي طبقې سره مناسب دی. هماغه د دوېم فرمول لارښوونې تکرار کړئ؛ خو داسې، چې درې ځله هیو زمزمه کړئ او بیا پرته له دې زمزمې، درې ځله ژوره ساه واخلئ. دغې طبقې زموږ د ټولو کارونو کر په ځان کې پټ کړی دی. مخکې تر خوبه ځان په علي طبقه کې او هغه هم د اطلاعاتو په تالار کې تصور کړئ. په دغه ځای کې، په فزیکي او اثیري طبقو کې ستاسو د مخکنیو ژوندونونو اطلاعات ساتل کېږي.
څلورم فرمول د څلورمې طبقې یعني ذهني طبقې لپاره دی. څلور ځله هیو زمزمه کړئ او د هیو له زمزمې پرته، څلور ځله ژوره ساه واخلئ. دغه طبقه د ریاضیاتو، فلسفې، لوړو ایډیالونو او دې ته ورته مواردو سرچینه ده.
پنځم فرمول د پنځمې طبقې یعني د روح طبقې لپاره دی. پنځه ځله هیو زمزمه کړئ او بیا پنځه ځله ژوره ساه واخلئ. پنځمه طبقه د لاندې مادي طبقو او پورتنیو خالصو معنوي طبقو ترمینځ فاصل حد دی. دا ځای همدا راز زموږ د ټولو روحي اطلاعاتو زیرمه تون دی. په فزیکي، اثیري، علي او ذهني طبقو کې زموږ د ټولو ژوندونونو ټول دقیق معلومات او اطلاعات هلته ساتل کېږي.
د تمرین له پېله دمخه، د خپلو خوبونو په کتابچه کې ولیکئ، چې غواړئ کوم فرمول وکاروئ. وروسته تر دې، چې په هر تمرین کې تر څه کچې بریالي شوئ، د یوې ناحیې ټول تمرینونه سره پرتله کړئ او د هغو ترمینځ شته پیوند ووینئ. د تېرو ژوندونو د له نظره تېرولو پرمهال، له علي طبقې سره د اثیري طبقې د جوړښت توپېرونه یاددښت کړئ. دغه تکنیک یوه غوره طریقه ده. هغه همدا نن شپه وازمویئ.

د فایلونو نه هم فشرده کولو تکنیک
ښایي په خوب کې د تېرو ژوندونونو لیدلو وړ اطلاعات، په پوښونو کې د زیرمه کولو لپاره وړو شویو فایلونو په شان وي. د اک استادان کولای شي، اطلاعات او معلومات، د تله پاتي په شان، د اړیکو په ډېرو موجزو او فشرده روشنو سره تاسو ته در کړي.
اوس داسې تصور کړئ، چې کمپیوټر روښانوئ. یو فلاپي یا هر راز بل ډسک، چې د دروني استاد زده کړې په کې زېرمه دي، کمپیوټر ته ور داخلوئ. فایل نافشرده کړئ. په ورځنې ژبې باندې د تله پاتۍ د ژبې د اړولو پر مهال به، کمپيوتري پروګرام د دیسکورونو معنا ته وفادار پاتې کېدلو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. دا په داسې حال کې، چې هېڅ کمپیوټري پروګرام ددې وس نه لري، چې د دروني ژبې دقیقه ژباړه وړاندې کړي.
نو هڅه وکړئ، چې روح پیغام تر لاسه کړي.
خو که چېرې ستاسو خوب له دغې شرحې سره برابر نه وه، مه خواشیني کېږئ. یوازې ددې تمرین ترسره کول له ځان سره قدرت راوړي. دغه تمرین یو داسې پټ او نا ښکاره ځواک آزادوي، چې کولای شي، په راز راز طریقو سره، اړتیا وړ تېر ژوندونونه تاسو ته را ښکاره کوي. دغه تمرین په حقیقت کې، د تېرو ژوندونونو په اړه ستاسو د یاددښت فعالول دي.

د کارما د له مینځه وړلو لپاره یوه ساده طریقه
که په اوسني وخت کې د تېرو ژوندونونو د کارماوو پیټی حس کوئ، ددغه پیټي او فشار د له مینځه وړلو لپاره ساده طریقه شته.
ټول کارونه د خدای او د اک د ژوندي استاد، ماهانتا په نامه تر سره کړئ. پرېږدئ، چې هرکار ستاسو ټوله مینه له ځان سره ولري. حتا د کور د غولي د جارو کولو په څېر یو وړوکی کار مو هم د الهي وجود لپاره ستاسو د ټولې مینې لیاقت لري.
دغه تمرین ستاسو مخې ته مینه راولي. هغه کار چې په الهي مینې ترسره شي، کارما سوزوي او الهي بخشش له ځان سره راوړي. حتا هغه څوک چې خلاق ذهن لري، کولای شي، په دغه تمرین کې تغییر راوړي او هغه د روح د سفر لپاره په یوه طریقه بدل کړي. د دروني استاد غږ ته غوږ کښېږدئ. که تاسو لازم معنوي چمتوالی ولرئ؛ نو د لوړو دنیاګانو د لیدلو لپاره به د روح سفر لا زیات امکانات تاسو ته در په برخه کړي.
دغه تمرین هره ورځ، هغه هم د یوې اونۍ یا زیات وخت لپاره ترسره کړئ. په داسې حال کې به ومومئ، چې ژوند د اک د ژوندي استاد، ماهانتا، چې د دروني کانال له لارې له تاسو سره خبرې کوي؛ د اورېدلو لپاره زیرکانه طریقې تاسو وړاندې کوي.


نوره بیا

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۳          سال نهــــــــــم                      عقرب   ۱۳۹۲                اول نوامبر   ۲۰۱۳