کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

۲

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس

 

 
 
 
 
 

  
خدایه، ولې باید واده وکړم؟ (دنيس کالهون)
په کالج کې له داسې ښځې سره چې راته غوره مېرمن کېدلای شوای؛ آشنا شوم. د آشنایۍ په هماغو لومړیو شېبو کې تر نظره کېده، چې موږ تل له یو بل سره وو؛ خو د کالج له بشپړولو وروسته هغې په شیکاګو کې کار وموند او ما په هوستون کې هستوګنه غوره کړه.
یوه ورځ مې د تمرین پر مهال د واده لپاره، د خپلې علاقې په اړه دروني استاد، ماهانتا ته ووېل.
ما ورته د یوه خواخوږي موندلو لپاره خپله اړتیا روښانه کړه. که اک (الهي روح) دغه چاره حل کړي او دغه چاره د ټولو په ګټه وي، نو دا کار به ما ډېر خوښ کړي.
مېاشتې تېرې شوې؛ خو زموږ په حالت کې هېڅ مثبت بدلون رانغی. نو بیا موږ پرېکړه وکړه، چې له نورو وګړو سره راشه درشه وکړو؛ نور نو داسې څه نه تر نظره کېدل، چې زه دې شیکاګو ته د تللو شم، یا دا چې هغه دې هوستون ته راشي. بیا ډېر ژر زه د جي په نوم له یوې بلې نجلۍ سره آشنا شوم او موږ دباندې په وتلو شو.
څو مېاشتې وروسته، هغه شرکت چې ما ورسره کار کاوه، یوه لویه خبرتیا صادره کړه. شرکت پرېکړه کړې وه، چې په شیکاګو کې یو دفتر پرانیزي او پروګرام دا ډول و، چې زه هغه ځای ته لېږدېدلم.
ما ځان سره وانګېرله، چې دا ډیر غوره فرصت دی. ما هرڅه ته څټ واړاوه او اک شیکاګو ته د تللو او هلته د کالج د مهال له دوستې سره د واده کولو لپاره ما ته لاره پرانیسته. خو دمخه تر دې چې له هوستون څخه را خوځېږم، جې خپل احساسات راته را په ډاګه کړل. هغه په دې باور وه، چې موږ له یو بل سره تعلق لرو او ډاډمنه وه، چې زه هم د هغې په وړاندې دا ډول احساسات لرم؛ او چې رښتیا شي؛ نو همداسې هم وه؛ خو زما په فکر کې دا را ګرځېدل، چې زه شیکاګو کې د خپلې دوستې نجلۍ په لور رهنمایي شوی یم.
شیکاګو ته له رسېدلو سره سم موږ ډېر ژر سره کوژده وکړه. زموږ رابطه آرامه او د رضایت وړ وه. داسې وه، لکه پخوا هم چې موږ سره واده کړی وي. خو ډېر ژر هرڅه د خرابۍ په لور ولاړل. داسې چې نور موږ یوه ته هم د واده لپاره زموږ نخشې ښې نه برېښېدلې؛ ځکه نو مو په ناراحتۍ سره شوې کوژده لغوه کړه.
ما دغه مساله یو ځل بیا مراقبې ته یوړه. ځواب روښانه وه: د خپل زړه ومنه. ولاړ شه او جي ووینه!
تردې ځایه ما له خپل ذهن څخه کار اخیستی وه او بری مې ونه مونده. ځکه نو دا ځل مې په هوستون کې له جي سره اړیکه ونیوله. په ما کې یو بې ساری احساس را پیدا شو او داځل ډاډمن وم، چې په رښتیا هم غواړم له جي سره واده وکړم. خو تر دې مهاله د مسالې په دلیل نه وم پوه شوی.
آیا دا سمه وه، چې یوازې د خپل زړه پر احساس باندې پر ډډې لګولو سره داسې لویه پرېکړه وکړم؟
مخکې تردې چې زه او جي د خپل واده نېټه وټاکو، موږ په یوه مېاشتني سفر نیواورلیان ته ولاړو. هلته مو د قدم وهلو پر مهال د خپل واده د جزییاتو په اړه خبرې سره کولې. په همدې همدې کې موږ د فرانسویانو د هستوګنې په سیمه کې یوې خوا ته تاو شو، چې له دې سره زما سترګې په یوه انګړ ولګېدې، له دې سره زه هیښ پاتې شوم.
هغوی د خپلو تېر ژوندونو ټولې ګډې تجربې په یاد وروړې.
په حیرانۍ سره مې د جي خوا ته وکتل؛ پوه شوم، چې هغې ته زما په شان څه ور پېښ شوي دي. موږ په خبرو پېل وکړ، هغه شېبه تصور کړئ، چې موږ پوه شولو، چې دواړو د خپل یوه تېر ژوندانه یو راز انځورونه موندلي!
د ۱۸۵۰لسیزې د وروستیو کلونو په هغه ژوندانه کې، زه د متحده ایالاتو د جنوب یو ځوان اوسېدونکی وم. په ۱۸۵۹ کال کې زه اړ شوم، چې د طب په پوهنځي کې د زده کړو د لګښت برابرولو په غرض د کارکولو لپاره شمال ته کډه شم. هلته مې له یوې شمالي نجلۍ سره لیدنه وشوه ( هماغه چې په دې ژوند کې زما هم ټولګۍ وه)، موږ واده سره وکړ. د هغې کورنۍ شتمنه وه، او زما د پوهنځي لګښتونه یې پر غاړه واخیستل. ډېر ژر کورنۍ جګړه ونښته او زه د یوه ډاکتر په توګه، د جنوب له ټلوالې سره خدمت کولو په مقصد بېرته جنوب ته را ستون شوم.
په نیواورلیان کې د هستوګنې پرمهال ما له یوې نجلۍ سره ولیدل (هغه څوک، چې په اوسني ژوندانه کې جي نومېږي) ما په هغې زړه بایلود؛ خو ما واده درلود؛ ځکه نو ددې مینې په وړاندې زما لاسونه تړلي وه. ورپسې جګړه پای ته ورسېده.
زه له نیواورلیان څخه بېرته شمال ته ولاړم او هلته له خپلې مېرمنې سره یو ځای شوم. ما او جي بیا هېڅمهال یو بل سره ونه لیدل او ما خپل پاتې ژوند، په پوره پرېمانې کې له هغې ښځې سره، چې نېږدې وه په دې ژوندانه کې هم بیا ورسره واده وکړم، تېر کړ.
له دې تجربې وروسته پوه شوم، چې ولې له ټولګیوالې ملګرې سره زما اړیکه دومره ښه وه. موږ دمخه واده سره کړی وه؟. زه حتا د خپل دې فکر په علت، چې باید له هغې سره واده وکړم، پوه شوم. د ذهن آسانه او راحت لارې خوښېږي؛ خو زما زړه، د زیاتې ودې لپاره نویو تجربو ته اړتیا لرله، او غوښتل یې په څټ ولاړ شي او په نیواورلیان کې نیمګړې پاتې شوې مینه بیا له سره پېل کړي. ما او جي ډېر بریالی او ښه واده او ګډ ژوند درلود.
اوس دوه جلاجلا آوازونه اورم، چې یو یې د خپل ذهن او بل یې د خپل زړه ګڼم. زه پوهېږم چې کوم آواز له الهي روح څخه راځي. زړه ډېری مهال له روح- واقعي خپل سره همغږی دی.
د افکارو سرچینه ذهن دی. ذهن ښه خدمتګار او کمزوری رییس دی.
اوس زه خپلو دوستانو ته مشوره ورکوم، چې د شک پر مهال د زړه ومني.

د زما پر خلاف یوه مرګنۍ سیالي (دبي کاپلان)
د اکنکار په سیمینار کې له ګډون څو مېاشتې دمخه، ما یوه له اضطراب څخه ډک خوب لیدلی وه. په هغه خوب کې ما د سیمینار د اصلي تالار په لور منډې وهلې. ما ورونه پرانیستل او د تالار دننه مې وکتل. په تالار کې را ټول وګړي ټول د ویلچرونو د پاسه ناست وه.
له خوبه له راپاڅېدلو سره د خپل خوب په معنا پوه نه شوم؛ خو ما په خپله کتابچه کې ولیکه.
وخت تېر شو. دوه مېاشتې وروسته د ژوند ملګري راته د وزن پورته کولو د دستګاه پېرودلو وړاندیز وکړ. ما دغه وړاندیز ومانه. بیا دوه تنه کور ته راغلل، چې دغه دستګاه نصب کړي. خو داسې تر نظره کېدل، چې د دستګاه اساسي لاستی نیمګړی دی. نصبوونکو د یوه زاړه او قدیمي ماشین لاستی ما ته را کړ او ویې وېل چې هېڅ ستونزه نه پېښېږيو. او کولای شئ، له پلورنځي څخه د نويو لاستو تر را رسېدلو پورې له دې لاستي کار واخلئ. هغوی ووېل، چې د نویو لاستو په را رسېدلو سره به یو له هغو کور ته را واستوي. هغوی ولاړل او ما د ماشین په آزموېلو پېل وکړ. پنځه دقیقې لا نه وې شوې، چې لاستی له ماشین څخه جلا شو او او زما پښه یې له ورانه را پرې کړه.
هغه شېبه دومره اوږده شوه، چې ما ګڼله زمان له حرکت ودرېدلای. ما خپلې پښې ته اوښکې توېولې، چې ماهانتا مې خپل څنګ سره ولیده. هغه پرته له یوې خبرې ماته ووېل، چې هرڅه به سم شي، دغه «پېښه» د یوه تېر ژوندانه کارما وه او زه به ښه شم.
له هغې وروسته هرڅه په بېړه رامینځته شول. آمبولانس زه په بېړه روغتون ته ورسولم. جراحانو د پېښې د عملیاتو پر مهال راته ووېل، ډېره بختوره یې، چې وژغورل شوې. خو د روح په توګه، زه ددغې پېښې د اصلي دلیل په لټه کې وم. زه باید پوه شوې وای، چې ولې دا پېښه رامینځته شوه. کومه کارمیکي غوټه ددومره خونړۍ پېښې د رامینځته کېدلو لامل شوه؟ ځکه مې له دروني استاد څخه وغوښتل، چې زما په ژوند کې د روان علت او معلول د اړیکې بشپړ انځور را وښیي.
ما له یوه لوړ واصل سره د خپلو هغو خوبونو په اړه، چې کېدلای شول، ددغه ټپي کېدلو په اړه پوهه راکړي، خبرې وکړې. هغه را ته غوږ وه او د هغه د غوږ نیولو پر مهال داسې تر نظره کېدله، چې انځور بشپړېږي.
هغه کارما، چې ددې ټپ لامل شوه، له هغو دوو سړیو سره یې اړیکه لرله، چې ماشین یې راوړی او کور کې نصب کړی وه. په تېرو دوو ژوندونونو کې له هغوي سره زما دې ته ورته چلند، د هغوی د مړینې لامل شوی وه.
ما د روح په توګه دغه ژوند انتخاب کړی وه، چې په اوږدو کې یې له معنوي قوانینو څخه خپلې سرغړونې پور ادا کړم. هغه مهال مې، چې د خپل ژوند جزیاتو ته پام واړاوه، پوه شوم، چې دغه پېښه ښایي زما د ژوند د پای ته رسېدلو په معنا وه.
خو ماهانتا له ما څخه په ملاتړ سره، مینځکړی شو.
د اکنکار په طریقه کې ټول کولای شي، د خپلې کارما زیاته برخه یا په خوب او یا هم د اک د معنوي تمرینونو په مرسته وسوځوي- له مینځه یوسي. زه په ناقصدي توګه د زمان پرخلاف په مسابقه کې را ښکېل شوې وم. خو اوس هم ماهانتا د لطف او مهربانۍ له مخې، ددغه کارمیک بار پوره برخه لږ کړی وه؛ ځکه نو دغه پېښه زما د مړینې لامل نه شوه.
تېرې ته په کتو سره، را یاد شول، ما د اکنکار د غړیتوب له تر لاسه کولو درې څلور کاله دمخه، د اکنکار د مطالعې لپاره سخته سوزونکې علاقه درلوده، چې اوس یې په لامل پوه شوم. دا زما د دروني زمان پر خلاف یو مسابقه وه. بې له شکه زما دومره ژر مړینه د پنځو ماشومانو لپاره ډېره سخته پرېوته؛ خو اوس کولای شم د هغوی را لوېدل ووینم.
ددې ترڅنګ دغې پېښې مرسته را سره وکړه، چې د ویلچر په اړه خپل خوب درک کړم. په دې ورځو کې ویلچر زما د حرکت وسیله ده. خو زه پوره هیله منه یم، چې یوه ورځ به بېرته په خپلو پښو په لاره ولاړه شم.
زه له ماهانتا څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې د ما ساتنه یې وکړه او مرسته یې را سره وکړه، چې د معنوي درسونو، مینې او زیاتې ودې په موخه نوره هم ژوندۍ پاتې شم.

له معنوي آسانتیاو لېرې کېدل (بورلي فاستر)
داسې را تر نظره کېدله، چې د ژوندانه ټولې معجزې مې پای ته رسېدلي دي. ما او خاوند مې هیڅمهال غوره اقتصادي شرایط نه لرل. پیسې به مو، چې لرلې؛ نو د پاچایانو په شان به مو مصرفولې، او پیسې به چې خلاصې شوې نو بیا به د سوالګرو په شان وو.
په دا ډول حالاتو کې موږ پوره وسه کوله، چې خپل اقتصادي شرایط کنترول کړو؛ خو داسې تر نظره کېدله، چې ددې کار لپاره هېڅ لاره نشته. په هغو کلونو کې مو ټوله تکیه پر الهي روح وه، او تر نظره راتله، هر هغه مهال، چې موږ د یوه ناتار/فاجعې په لور نېږدې کېږو؛ نو یوه معجزه موږ ژغوري.
یو کال مې یو ښه د ګټې کار خوشې کړ. موږ د کور د پورونو د ورکړې لپاره هېڅ پروګرام نه درلود؛ خو د تقاعد له خوندي کړو پیسو، د خپلو کورنیو له ډالیو او د مېړه د حقوقو په یوځایولو سره مو وکولای شول، چې پورونه ورکړو. څو کاله وروسته زما خاوند خپل د کمپیوټر شرکت پرانیست. له پروژو څخه یوه یې د یوه سافت ویر بشپړول وه، او هماغه مهال ما د یوې آزادې لیکوالې په توګه خپله دنده پېل کړه.
له هغې را په هیسته، هر مهال به چې اقتصادي ماتې سره مخ کېدو؛ نو یا به زما یوه مقاله وپلورل شوه، یا به یوه وګړي ناڅاپه موږ ته زنګ وواهه او د یوه کمپیوټري پروګرام فرمایش به یې راکړ. د اضافي ډالیو، نه اټکل شويو میراثونو، او نورو هغو ډالیو، چې زموږ د ژوند په ډېرو سختو شېبو کې به را رسېدې، دا ښووله، چې خدای تعالی په ورځني ژوندانه کې هم زموږ ساتنه او پالنه کوله.
یو اوړی، په ډېرو بدو شرایطو کې را ایسار شوي وو. او دا ځل لږ برېښېدله، چې معجزې دې رامینځته شي. ما خپله دنده پرې ایښې وه او موږ له یوه بل اقتصادي ناورین سره مخ وو. که لږ نور چانس مو لرلای او کولای مو شوای، چې زیاتې پېسې لاسته راوړو، او که مو هڅه کړې وای، چې خپل ورځنی لګښت کنترول کړو: نو له دې ناروینه وتل شوني وه.
خو که داسې نه وای شوي، نو تر زیاته حده شونې وه، چې د کور را وروسته قسطونه ورنه کړلای شو. د یکشنبې په ورځ د اک معبد ته د عبادت په موخه تللو پر مهال، د الهي روح له لارې یوې داسې اشارې ته انتظار وم، چې ورسره هرڅه ښه شي.
سري هارولد کلمپ وینا کوله. ما په وارختایۍ سره سترګې پټې کړې او زړه مې هغه ته پرانیسته. د ځان دننه مې وپوښتل: آیا زموږ حالت به ښه شي؟ هغه خامخا پوهېده، چې زما منظور څه شی دی.
او ورپسې د خپلې غوښتنې تایید ته منتظر شوم؛ خو په مقابل کې، د هغه له وینا څخه درې ټکي زما په زړه را کښېناستل. «خپل ملاوستني(کمربندونه) ټینګ وتړئ.»
هغه مهال چې (بیروني استاد) سري هارولد کلمپ له ستیج څخه دغه جمله ادا کوله، ماهانتا (د هغه دروني برخه) په لوړ غږ زما په معنوي غوږ کې ووېل، چې ددې جملې موخه ته یې!
البته دا زما د انتظار وړ علامه وه؛ خو هغه علامه نه وه، چې ما غوښتل وایې ورم. له مراسمو وروسته زه د خپل اقتصادي حالت څارلو په موخه مخامخ د خپل کار دفتر ته ولاړم. په ویره او وارخطایۍ مې له ځانه پوښتل، چې د لګښتونو کومه برخه باید لېرې کړم. موږ تقریبا د نویو جامو را نیول ودرولي وه، سینما ته نه تلو. کله نا کله مو رستورانت کې ډوډۍ خوړله او ما د خوړو له ارزان بیه هټیو څخه توکي رانیول. بل څه کار مو باید ترسره کړی وای؟
له زیاتې مطالعې دا جوته شوه، چې کېدلای شي ډېر کارونه تر سره شي. ما په را روانو شپږو مېاشتو کې د خپلو بېلونو ټولې پېسې سره جمع کړلې، حسابونه مې را لږ کړل او پاتې پېسې مې په متعادلې بڼې د هرې اونۍ لپاره ووېشلې. دا هغه برخه پېسې وې، چې کولای مو شول مصرف یې کړو. له دې زیات لګښت مو نه شوای کولای. یوازې په دغې لارې باندې په تللو سره مو کولای شول خپل پورونه ورکړو او همدې سره د پنځمې مېاشتې په پای کې بریالي شو. حتا د کریسمس لپاره مو اضافي پېسې هم لرلې.
له واده وروسته مو په لومړي ځل مالي پلان درلود. په حقیقت کې حالات ډېر هم خراب نه وه. د خاوند ګټه مې زموږ تر لګښتونو لوړه وه؛ خو د مالي پلان له مخې ژوند کول راته یو څه سخت وه. خو موږ د تېښتې لپاره هېڅ لاره نه لرله. ماشومانو د پخوا په شان خپل بوټونه ځړول او اشتها مو د رستورانتونو د قیمتي خوړو لپاره هېڅ نه وه لږه شوې. خو دا ځل د حالاتو د ښه کولو لپاره هېڅ ډالۍ یا د زیاتې ګټې د کار وړاندیز را ونه رسېد. خو موږ د خپل مالي پروګرام له مخې همداسې تر پنځو مېاشتو پورې مخته ولاړو.
په پای کې فکر ته راغلل، چې له دروني استاد څخه وپوښتم، چې د تېر ژوندانه کومې کړنې مې ددغو مالي ستونزو لامل شوي. ددغې پوښتنې ځواب مې په آرامۍ سره د خوبونو او مراقبې له لارې تر لاسه کړ.
د یوې ورځې سهار مهال مې تر مراقبې دمخه دغه پوښتنه تکرار کړه: «ما څه کړي، چې اوسنی ژوند مې له دغو اقتصادي ستونزو ډک دی.
ورپسې مې سترګې وتړلې او هیو، د خدای لپاره د مینې غږ مې زمزمه کړ: «هغه مهال، زما دروني سترګه پرانیستل شوه، ځان ته مخامخ مې یوه ځوانه ښځه ولیدله. د هغې ګڼ وېښتان د ورځې له مود سره سم لنډ شوي وه او شنې سترګې یې ډېرې آرایش شوې وې.
هغې په ماشومانه غږ سره له پېسو د را ولاړېدونکي فساد په اړه خبرې کولې.
هغې ووېل: «زما پلار ته وګوره. هغه خپلې ټولې پېسې په قدرت لګوي؛ خو دا ورته ارزښت نه لري، چې په دې معاملو کې چا ته زیان رسېږي.»
زه کولای شم، داسې ظالم او هوسګر مور او پلار مجسم کړم، چې پر دغې مېرمنې یې دومره ډېر ظلم کاوه، چې هغه له دې حالته د خلاصون په موخه پاریس ته تښتي، او پاتې عمر د هغه ځای په ککړو اوبو کې تېروي.
هغه مهال چې پوه شوم، دا ښځه زه خپله وم، نو ومې کولای شول، چې د هغې د دنیا او د خپلې دنیا ترمینځه لاړه شم او راشم او حقایق له دوو لیدلورو ووینم. د تېر ژوندانه د ځوانۍ په موسم کې ما یو آسوده ژوند درلود؛ خو په قدر یې پوه نه شوم. شته زما لپاره لکه هوا، یا اوبه او یا زما ښکلا داسې وه. دا څیزونه تل را سره وه او هغه مهال، چې ځان ته به مې په دې اړه د فکر کولو اجازه ورکړه؛ نو داچې شتمنه وم او نورو زما په اندازه شته نه لرل؛ نو د ګناه احساس به مې کاوه.
د مراقبې پرمهال مې، په همدې ژوندانه کې د شتمنېدلو لپاره ډېر هغه فرصتونه ولیدل، چې ټول مې له لاسه ورکړي وه. په کراتو مې پر نورو ځان ور تاوان کړی وه، چې راڅخه ساتنه وکړي. د پېسو په برخه کې خپلسرۍ زه له مسوولیت او خطا معاف کړې وم.
ځکه نو ما له هغې ښځې سره خبرې وکړې او دا مې ورته روښانه کړه، چې د زمان په اوږدو کې څه ډول د هغې کړنو بدلون موندلی او ما ته یې دغه تنګسیاوې رامینځته کړي. هغه زما له خبرو سره پوره موافقه وه.
هغې هم دې ته اشاره وکړه، چې له بېوزلۍ څخه وېرې، زه ددې ژوند په ترڅ کې له ډېرو قیمتي تجربو څخه بې برخې کړې یم. زه حیرانه وم؛ خو دا رښتیا وه. بیوزلي موږ ته د فداکارۍ او نظم درس را کوي په داسې حال کې چې شتمني تبعیض او په مینه بخششول را په زړه کوي. موږ له یو بل سره دغه وروستي حدود حذف کړي وه؛ خو د همدې کار په ترڅ کې مو ځانونه په ډېرو لږو نویو تجربو را محدود کړي وه.
موږ یو بل ته قول ورکړ، چې دا ټول محدودیتونه به له مینځه وړو. او زه د آرامتیا له احساس سره له مراقبې راووتم.
اوس مو د مالي پروګرام سختۍ لږې شوي دي؛ خو حالات زیات نه دي بدل شوي. موږ اوس هم اړیو، چې خپل لګښتونه وڅارو؛ خو دا د کلونو په ترڅ کې الهي روح ته د مرستې د لاس غځولو په پرتله آسانه کار نه دی؛ خو د مالي خپلواکۍ په لور هر مثبت ګام، پر خپلو وړتیاو د باور کولو او د غرور د احساس تر لاسه کولو لامل ګرځي.
په دې توګه هغه مهال، چې زه له معجزې پېښېدلو څخه ناهېلې شوې وم، په حقیقت کې تر ټولو ستره معجزه را په برخه شوه. ددې اثبات، چې د ماهانتا عشق کولای شي ما ته را وښيي، چې په خپلو پشو ودرېږم.

3
د تېرو ژوندونونو په یاد راوړل
ولې باید تېر ژوندونونه په یاد راوړو؟
موږ باید دا درک کړو، ټولې هغه ننګونې، چې ورسره لاس او ګریوان یو، زموږ د تېرو ژوندونونو راز راز تجربې په ځان کې لري. هغه مهال، چې له نورو ژوندونونو سره ددغو ستونزو په اړیکو وپوهېږو، نو بیا کولای شو د هغو د حل لپاره غوره لارې پېدا کړو. موږ کولای شو له کلونو را سره پاتې د کارما ځنځیر وشلو.
وګړی بشپړې معنوي آزادۍ ترلاسه کولو لپاره باید د کارما ټول پورونه ورکړي. یو افریقايي سړی د خپلې ماشومې لور ناڅاپي مړېنې سخت غمجن او ناراحته کړی وه. مور ماشومه د یوې عادي ناروغۍ له امله روغتون ته بیولې وه؛ خو مشرې پرستارې غلط درمل ور پېچکاري کړل او له دې سره د هغوی لور انتقال شوه (مړه شوه).
د نجلۍ پلار سخت پرېشانه وه، هغه د روغتون له رییس او مشرې پرستارې غوښتل، چې د لور د مړینې لامل یې روښانه کړي. هغه چیغه کړه او ویې پوښتل: تاسو څه کار کړی دی؟
ځواب یې واورېد: موږ تېروتنه نه ده کړې. داروګان اغېزمن نه وه.
خو د روغتون چارواکو دغه سړی نشو قانع کولای. د هغه سړي لپاره ډېره ډېره ستونزمنه وه، چې په هغه سخته ذهني پرېشانۍ کې خپل عصابانیت کنترل کړي او نرس ته زیان ونه رسوي.
خاور ته سپارلو وخت راورسېد. ټول آشنایان د ډاډګېرنې ورکولو لپاره راغلي وه. د هغوی په ټولنه کې کورنۍ اړیکې ډېرې پېاوړې دي؛ ځکه نو ټول د انتقال شوې ماشومې د فزیکي کالبوت د خښولو لپاره حاضر وه.
هغه مهال، چې مور او پلار د ماشومې د مړینې لپاره غم نیولی وه، د خلکو په سر پورې یوه طلایي رنګی شوپرک څرخونه خوړل او پای کې وزورنه وښورول او ولاړه.
وروسته، چې پلار د کبر شاوخوا خاورو ته کتل، یوه ځنځه یې ولیده، هغه پوه شو لوړو دنیاګانو ته سفر کوونکی روح هغه چنجي ته ورته دی، چې په شوپرک بدلېږي. د غمرازۍ د مراسمو د ګډونوالو سر پورې د شوپرک د څرخ خوړولو پر مهال، غمځپلي پلار حس کړې وه، چې د سپینو او آبي الوتونکو یو دولس کسیز خېل ددغو خلکو د پاسه په فضا کې الوت کاوه.
سره له دې، چې دغه سړي د یوه لوړ هدف د تایید لپاره دغه دوه معنوي نښانې موندلې وي؛ خو بیا هم غمجن او پرېشانه وه. هغه کور ته را ستون شو، ځان یې تر څادر لاندې پټ کړ او ښه یې وژړل. او د ژړا په ترڅ کې زارۍ کولې او وېل یې، چې ماهانتا، ولې دې اجازه ورکړه، چې لور مې دا ډول ژوند له لاسه ورکړي.
په پای کې د زیاتې ستړیا له امله خوب یوړ او په خوب کې یې له ماهانتا سره ولیدل. ماهانتا هغه ته ووېل، چې تا تر اوسه د اکنکار له زده کړو هېڅ نه دي زده کړي؟ زویه، زه کوښښ کوم، چې تا ته زده کړه در کړم؛ خو ته تر اوسه پورې د یوه ماشوم په شان چلند کوې.
صحنه بدله شوه
لور یې په خونه کې را ښکاره شوه، هغه ولاړه وه او د سړي په لیدلو سره یې را منډه کړه او هغه یې په غېږ کې ونیو. څو دقیقې د یو بل په غېږ کې له نیولو وروسته نجلۍ بې تابي پېل کړه. هغې غوښتل د پلار له غېږې را کوزه شي، منډه کړي او خپلې لوبې وکړي. ماهانتا بیا ووېل: یوازې یوه شېبه صبر وکړه. پرېږده، چې څه شی تاته در وښیېم. لطفا نجلې ونیسه.
ناڅاپه پر دیوال یو تلویزیون را څرګند شو او په هغه کې یو فلم نندارې ته وړاندې شو. ماهانتا ووېل: موږ پخوا زمانې ته او د دلفي وړاندې ویونکي (پیشګو) ته ورځو.
ورپسې د تلویزیون پر مخ یوه صحنه راغله، صحنې په مرګونې جګړه کې یوه را ایساره جنګیالۍ ډله ښووله. له جګړونو څخه دوه تنه یې د نجلۍ پلار او مور وه. او د هغوی لور هم په جګړه کې ګډون درلود. صحنې ښووله، چې دغه ماشومه نجلۍ د دښمن د پوځ یو ډېر زړه ور جنګیالی دی، هغې د خپلې مور او پلار د قبېلې دوه تنه وګړي وژلي، خو دوه زړه ور سرتېري، چې دا مهال د نجلۍ مور او پلار وه، پر دغه جنګیالي (خپلې لور) باندې بریالي شول.
ماهانتا سړي ته دغه ټولې صحنې شرحه کړې. ماهانتا ووېل: په دغه جګړه کې ستاسو لور یو داسې ځواکمن جنګیالی وه، چې دوه تنه یې وژلي وه. یو له وژل شویو جنګیالو څخه د روغتون رییس او بل یې مشره نرسه وه. که تا په دې ژوندانه کې مشرې پرستارې ته زیان رسولای وای، هغه مړه کېدله او د کارما ځنځیر تر یوه بل دور پورې اوږدېده.
ماهانتا ادامه ورکړه: ددې کارما د سوځولو لپاره یوازینۍ لاره دا وه، چې ستا لور دا پور ادا کړي او دې کار هغه د ځمکې پر مخ له وروستي ژوند څخه آزاده کړه.
دا مهال د نجلۍ پلار پوه شو، چې دغه شخصتونه، یعني، خپله دی، مېرمن یې، لور یې، د روغتون رییس او مشره نرسه له یو بل څخه پردي نه وه. هغوی په هغه تېر ژوندانه کې له یو بل سره وه. په هغه ژوندانه کې د کارما بېلګه له تعادل څخه وتې وه؛ دغې تجربې د قدیمي کارما ځنځیر غوڅ کړی وه، او ددې لامل شوې وه، چې نجلۍ د خپل معنوي ژوندانه په لاره کې پرمختګ وکړي او بیا ځمکې ته را ستنه نه شي. هغه اوس له نور او ښادۍ ډکه وه او لوړو او ښادو ځایونو ته د تللو آزادي یې لرله.
هغه وخت چې سړي هرڅه سم ولیدل او درک یې کړل؛ بیا راویښ شو او خپل خوب یې مېرمنې ته ووایه.
هغوی اوس هم کولای شي د خپلې لور له لاسه ورکولو لپاره ویر وکړي؛ خو اوس ددغې په ظاهره بې عدالتۍ په دلیل ښه پوه دی، او په دې هم پوهېږي، چې د لور مړینه یې خپله عدالت دی. رښتینی عدالت.
په پای کې هغه دواړه هم آرمۍ ته ورسېدل.

د ځانونو په اړه پوهېدل
څو کاله دمخه په لومړي ځل پاریس ته ولاړم. زه په دغه افسانوي ښار کې د قدم وهلو په حال کې وم، هغه ځای چې رومي نیواکګرو له مېلاد څخه دمخه په ۵۲ م کال کې د یوې کلني په بڼه مینځ ته راوړ. دغه ښار په شپاړسمه پېړۍ کې د فرانسې پلازمینه شو او په اتلسمه پېړۍ کې د فرانسې د انقلاب په مرکز واوښت او وروسته بیا د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د نازیانو لاس ته ولوېد. اوس مهال پاریس د اروپا ښکلې کرېشمه ګره ده.
په هوایي ډګر کې یوې شپېته کلنې ښځې په ویاړ سره خپلې خاطرې بیانولې. او په دې کې شک نه وه، چې د دویمې نړیوالې جګړې په اړه ډېرې خاطرې لري. هغې وېل: هېڅوک په پاریس کې خوندي نه دی. زه په دې پوهېږم. دا زما ښار دی!
هغه کومه راهبه نه وه.
په وروستیو ژوندونونو کې پاریس زما ښار هم وه. وروستی مهم ژوند مې پر مسکو باندې د ناپلیون د ۱۸۱۲ کال غملړلي یرغل پر مهال وه.
ناپلیون د جولای په مېاشت کې، له خپلو څلور سوه زرو سرتېرو سره، د روسیې پر پولو ور واوښت؛ خو په اکتوبر کې روسانو هغه اړ کړ، چې د ژمي په مرګوني یخنۍ کې بېرته په شا شي. یوازې پنځوس زره سرتیري ژوندي راووتل، نور ټول مړه شول.
د نورو ځوانو فرانسوي مېړونو په څېر زه هم اړ وم، چې خپله مېرمن او کور پرېږدم او جګړې ته ولاړ شم. که رښتیا خبره شي، نو بل انتخاب مو هم نه درلود. ټولو روغو وګړو ته امر شوی وه، چې د ناپلیون له ستر لښکر سره یو ځای شي.
روسې باندې یرغل په اوړي کې پېل شو، او موږ د بوردینو د سپتامبر د مېاشتې له جګړې پرته بل ځل ډېر لږ له دښمن سره مخ شو. هغوی د سیوري په شان یو ځواک وه، چې له هر راز مخامخ جګړې څخه یې ډډه کوله.
د تاریخ په اوږدو کې، د روسیې ژمي، د روسیې د خلکو ځواکمن ملاتړی وه. هېټلر چې د ناپلیون تناسخ وه، د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې هم دوه ځله خپل بخت وازمویه؛ خو بیا هم هماغه پخوانۍ له مصیبته ډکې پاېلې تر لاسه شوې. د ناپلیون په شان د هغه جنګیالي هم مات او له مینځه ولاړل.
د فرانسې د لښکر له غمه ډک په شا تګ پر مهال، زه په یوې ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوم. زما د هغه ژوندانه وروستۍ ورځې د یوې ځوانې روسۍ نجلۍ ترڅنګه تېرې شوې. د هغې کورنۍ هڅه کړه، چې په کورنیو دارو درملو زما د ذات الریه ناروغي درمل کړي. خو دا چې سختو سړو وهلو زما په بدن کې د ژوند ټول ځواک له مینځه وړی وه، نو هغوی بریالي نه شول، چې ما وژغوري. هغه روسۍ نجلۍ په دې ژوندانه کې زما لور ده.
ناپلیون خپل ستر لښکر ته د خوړو او جامو د اړتیاوو په وړاندوینه کې تېروتی وه او ددې چارې اهمیت یې په لږه شمېرلې وه. ما هغه ژوند د یوه داسې سړي په توګه چې د غفلت له خوبه را ويښ شي، پای ته ورساوه. د ناپلیون لنډ پاری سیاست زموږ د بدبختیو اصلي علت وه، دغه سیاست زما د بې وخته مړینې لامل شو. زموږ د دوبي د موسم یونیفورم، چې په اوړی زړو شوی او له ښې وتی وه؛ د روسیې د وژونکې یخنۍ په وړاندې د ملنډو په څېر ښکارېده.
ما د نولسمې پېړۍ د پېل له خپل هغه ژوند څخه دوه ځواکمن احساسه له ځان سره دې ژوند ته راوړي. یو له یخنۍ څخه کرکه او بل د هغو رهبرانو درناوی، چې د هرې پروژې له پېل دمخه، د هغې لپاره محتاطانه نقشې جوړوي.

شخصيت جوړول
ډېری وګړي، د ژوندونونو په دورو کې، د روح بیا راستنېدل او بیا زېږون باندې خبر نه دي؛ خو یو شمېر وګړي دا زده کوي، چې د تېرو ژوندونونو خاطرې په یاد راوړي او له دغو تجربو څخه په خپل اوسني ژوند کې ګټه پورته کړي.
ډېری وګړي داسې ژوند کوي، چې ته به وایي همدا یو ځل د ژوند کولو اجازه لري، او همدا یو ژوند د هر څه پېل او پای دی. خو آیا دا باور لرل، چې روح یوازې یو ځل کالبوت ته ننوځي؛ جرم دی؟ یا په دې باور لرل، چې له مړېنې وروسته هېڅ تناسخ نه رامینځ ته کېږي او روح اوس یا په راتلونکې بیا زېږون نه کوي؟
نه، هېڅ جرم نشته؛ خوکه معنوي قوانینو ته پاملرنه ونه کړو. تجربه سختګیره معلم دی او زمان تر ټولو ښه ښوونکی.
زموږ شخصیت زموږ له ځواکمنو او کمزور برخو جوړ دی، او دغو ټولو ځانګړنو زموږ په تېرو ژوندونونو کې وده کړې. دا هغه دلیل دی، چې زموږ د شخصیت په پټه برخه کې عمل کوي او د له یاده وتلو ژوندونونو رواني زیانونه او زخمونه زموږ اوسنی رفتار جوړوي، او هېڅ استثنا هم نشته. خو پرته له هغه حالته، چې الهي روح زموږ اګاهۍ ته ننوځي او د ذهن پر ناخوداګاه عکس العملونو سره د ژوند پر ننګونو لاسبری شي، له دې پرته بله هېڅ استثنا نشته. الهي قانون د حقیقت پيل او پای دی. هغه قانون چې کارما او تناسخ په ځان کې رانغاړي.

پوهېدل
د نه پېشبینۍ وړ شرایطو د رامینځته کېدلو پر مهال، ښایي له دې حیران شئ، چې پوهېږئ، د هغو په وړاندې څه باید وکړئ، او پر داسې مهال ددې د پوهېدلو په احساس سره، چې پوهېږئ بل ګام څه شی دی؛ تاسو به رضایت احساس کړئ. نو پوښتنه داده، چې دغه پوهېدل له کومه ځایه راځي؟
په تېرو ژوندونونو کې مو ښایي د یوه ډاکتر په کالبوت کې، په یوه جګړه کې له نورو سره مرسته کړي وي. دغه خاطرې تر څه حده له تاسو سره ملې دي؛ ځکه د ناڅاپي پېښو پر مهال، په یوه ثانیه کې، دا احساسوي، چې څه باید وکړئ. ښایي پر داسې مهال خپله یوه پخوانۍ تجربه بیا ترلاسه کوئ.

د راوړلو لپاره پېل
د نیویارک یوه مېرمن، چې دلته یې آمبر نوموو، له وړوکوالي له کنګلیزو غرونو وېرېده. هغه اړه وه، چې په خپل ښار کې له یوه ځایه بل ځای ته د تللو پر مهال، باید له اوبو څخه تېره شوې وای، خو له سورلیو وړونکې بېړۍ څخه یې کرکه کېده. ددې په خوا کې، د پرښو ترڅنګ د لامبو وهلو پر مهال به ډېره محتاطه وه. د رخصتیو پرمهال، په پورتوریکو کې د اوبو یوې څپې هغه د پرښو پر خوا بوتله. هغه دومره وحشت اخیستې وه، چې نېږدې وه ډوبه شي. هغه د اوبو د مینځ پرښو او بېړیو پر وړاندې د خپلې عجیبه وېرې په اړه په تعجب کې وه.
له آمبر سره دغه وېره پاتې شوه او بیا نوره هم زیاته شوه؛ تردې چې پام یې شو حتا د کنګل د یوه غره د انځور په لیدلو سره هم وحشت ورپېښېږي. څه شی ددې عکس العمل لامل شوي وه؟
ډلې د اکنکار په یو درسي ټولګي کې، د تېرې زمانې یا ژوند د لیدلو لپاره یو معنوي تمرین تر سره کړ. ددغه تمرین تر سره کولو پرمهال یې ذهن کې تېر شول، ښایي زه د پېړۍ د پېل د تایتانیک د بېړۍ د ډوبېدلو پرمهال، په هغې بېړۍ کې وم؟
آمبر دغه موضوع له ځان سره مراقبې ته وېوړه او د تېرې په لیدلو یې پېل وکړ؛ خو مخکې تر دې چې نتیجه وویني، تجربه یې ودروله او انتظار شوه، چې نوره ډله معنوي تمرین پای ته ورسوي.
په بله شپه هغې خپله عادي مراقبه ترسره کړه او ماهانتا یې ولید، چې پوښتل یې: ولې دې خپله پرونۍ مراقبه ودروله؟
هغې ځواب ورکړ: ما ناوړه احساس درلود او نه مې غوښتل بل څه ووینم.
ماهانتا ځواب ورلنډ کړ: آیا دا درته ارزښت لري، پوه شې، چې په تېر ژوندانه کې دې څه پېښ شوي، ترڅو بیا وکولای شې، په دې ژوند کې پرته له وېرې ژوند وکړې؟

د تايتانيک خاطرات
په دې توګه آمبر په هغه شپه بېرته خپله مراقبه پېل کړه. ماهانتا، دروني استاد هغې ته اجازه ورکړه، چې تېر ژوند د یوه فلم په ډول وویني. کټ مټ داسې لکه هغه چې په یوه فلم کې لوبغاړې وي. هغه د تایتانیک یوه مسافره وه. خو په هغې شومه پېښه کې نه وه مړه شوې. او وژغورل شوه. هغه د ژغورنې په یوه بېړۍ کې ناسته وه او دا یې په وس وه، چې ځان وژغوري. اوبو کې څو تنو نورو مسافرو کوښښ کاوه، چې ځانونه بېړۍ ته را پورته کړي؛ خو هغې بېرته اوبو ته ټېل وهل. هغه وېرېده، چې بېړۍ به ډوبه شي او ژوند به یې په خطر کې ولوېږي.
آمبر په دې ژوندانه کې دوه بشپړ روغ بچیان دنیا ته راوړي وه؛ خو تر هغې وروسته یې څلور نور هلکان هم دنیا ته راوړل، چې د زېږون له نېټې لږ وروسته مړه شول. هغوی ټولو څو ساعته یا څو ورځې ژوند وکړ او بیا مړه شول. ددغو پر له پسې غملړلو پېښو دلیل څه وه؟
آمبر په مراقبه کې متوجه شوه، چې بېړۍ ته د ډوبېدلو په حال کې وګړو د راپورته کېدلو مخنیوی، ځاپغوښتونکی کار وه او په دې کار سره هغې له نورو څخه د ژوند حق واخیست. او دا یې د څلورو بچیانو د له لاسه ورکولو لامل وه.
دویم څیز چې ورباندې پوه شوه، هغه په یوه ځانغوښتونکې کورنۍ کې د هغې د تېر عمر زېږون وه. هغه داسې یوه کورنۍ وه، چې بخشش او خېرغوښتونکي کارونه یې نه کول او هغې په ډاګه کړې وه، چې د کورنۍ تر ټولو زیاته ځانغوښتونکې غړې ده.
له تېر ژوندانه څخه د دا ډول درک په ترلاسه کولو سره آمبر وس درلود، چې په دې ژوندانه کې ځانته نوې لاره وټاکي، له نورو سره مینه وکړي او هغوی ته خدمت وکړي.

د زېږون پر مهال زموږ کارما
هغه مهال، چې وېره ستاسو په ژوند کې په لومړي درجه لوبغاړي واوړي، نو د ژوند ټولې ولولې او آزادۍ له مینځه ځي. د هر وګړي په تل کې یو زیات شمېر وېرې شته دي. د هغو سرچینه څه شی ده؟ ستاسو ډېرې موجوده وېرې له زېږون څخه دمخه رامینځته شوي دي. وګړی له ځان سره د سل ګونو او زرګونو ژوندونونو تاریخچه لېږدوي او همدا پیټې ددې لامل کېږي، چې کله ناکله نورو ته زیان ورسوي او نورو ته هم ددې اجازه ورکوي، چې تاسو ته زیان ورسوي.
هغه مهال، چې په یوه ځانګړې برخه کې، تاسو ته بیا او بیا زیان در ورسېږي، له هغې وروسته د دا ډول ستونزې له تصور کولو هم وېرېږئ.
خلک له یو بل سره برابر دنیا ته نه راځي. هر وګړی، د هر ځل زېږون پر مهال له ځان سره د کارما ټاکلی بار لېږدوي. خو ډېری وګړي نه پوهېږي، چې څرنګه دغه بار له مینځه یوسي.
ډېری وګړي نه پوهېږي چې دا ډول څه دې شتون ولري. هغوی ځانونه په خپلو انساني وېرو کې پټوي. د ژوند له دوامه وحشت لري او له مړینې هم وېرېږي. هغوی د جنت آرزو لري. ځمکه ورته دوزخ ده؛ خو لا اوس هم جنت ته له تللو وېرېږي، ددې لپاره، چې دغه لېږد د مرګ له لارې تر سره کېږي.

معنوي فرصتونه
د تاسو ډېریو لپاره ژوند آسانه نه وه. ژوند په زورورو سوکانو د موږ ټولو هرکلی کوي. او دا د معنوي الفبا د زده کړې لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده. سخت ژوند د اګاهۍ د غوړېدلو لپاره داسې ده لکه ښه حاصلخېزه ځمکه.
ما هم ستاسو په شان له دغو سختیو څخه خپله برخه ترلاسه کړې او اوس هم دا سختې زما په ژوند کې ادامه لري. تر هغو چې تاسو پر ژوندانه غلبه ونه مومئ، ژوند تاسو ته د زیان رسولو ته دوام ورکوي.
موږ پوره پوره هڅه کو، چې ځواکمن او روغ پاتې شو. موږ د خلاقیت لپاره خپل استعداد او نورو ته د غوږ ایښوولو لپاره د غوږ ایښوولو وس په کار اچو، ترڅو وکولای شو د ژوند په هره برخه کې پرمختګ وکړو. دغه ژوند چې همدا اوس یې لرو، د سروزرو د یوه داسې کان په شان ده، چې د بیا زېږیدلو او دنیا ته راتللو د ټولو سختیو ارزښت لري؛ نو موږ باید هغه اعتماد چې را باندې شوی او هغه مسوولیت چې پر اوږو مو ایښوول شوی، هېر او له لاسه ور نه کړو. موږ د کارما سوزولو په سره بټۍ کې، له نویو او غوره لارو سره آشنا کېږو. د ژوند خوځنده زړه را ښیي، چې ځنې څېزونه د تل لپاره نه دي او یوازنی څيز چې د حساب وړ دي، الهي عشق دی.
په پای کې موږ دې پاېلې ته رسېږو، چې یوازې په الهي عشق باندې پوهېدل دي، چې د خرد اومعنوي آزادۍ کلۍ (کونجۍ) په لاس کې لري او دا کوم ډول پوهه نه ده؛ بلکې ترلاسه کول دي.

د ناخودآگاه حافظه
قهرجن وګړي ډېری مهال په لفظي او فزیکي نښتو کې را نښلي، او دا چاره ښایي د هغوی د عمر د لنډېدلو لامل شي. دا ډول وګړي ته ښایي په بل ژوندانه کې، سره له دې چې د هغوی ځانخبرې حافظه له تېر ژوندانه څخه په بشپړه توګه پاکه شوې؛ خو ښایي هغوی د سوټيو، ډبرو او چړو له را ټولولو سره زیاته لیوالتیا ولري، او دا ټول پر قدیمي دښمنانو باندې د حملې کولو او د غچ اخیستل چاره ګړندې کوي. په دې خاطر ده، چې وېل کېږي، ځانناخبرې حافظه له تېرو ژوندونونو را پاتې ده. دغه حافظه د تېرو ژوندونونو د سمو او ناسمو کړنو مخامخ درک دی. تاسو هم د نورو په شان تر څه کچې پورې دغه خاطرې له ځانونو سره لېږدوئ.
د تېرو ژوندونونو د سمو او ناسمو په اړه زموږ ځانناخبرې خاطرې کولای شي را ته روښانه کړي، چې ولې نوی کار پېلوو او ورسره داسې غوره احساس مومئ، لکه پخپل کور کې چې واوسېږئ. په نظر راځي، چې وګړي له قدیمي آشنایانو سره د راحتۍ احساس کوي او چې رښتیا شي؛ نو همداسې هم ده. تاسو پخوا د خوشالیو پر مهال هغوی لیدلي دي. ځانناخبرې حافظه په بل ډول هم عمل کوي. ښایي تاسو یوه داسې ځای ته ولاړ شئ، چې هلته یو څوک، پرته له څه دلیله، تاسو ته د سرخوږي له جوړولو څخه خوند اخلي. تاسو او دغه وګړی ښایي تر خپله مینځه یو بد پېل لرلي وي؛ ځکه چې تاسو داسې احساس کوئ، چې دغه وګړی، له هغه ځایه د تاسو د شړلو لپاره نقشه جوړوي، او په زړه پورې داده، چې ښایي تاسو په حق هم واوسئ.

په څرخه کې
د خپلوانو او دوستانو په اړه ځانناخبري خاطرې شته؛ خو دا د کارما د لویې څرخې وړوکې برخه جوړوي.
د کارما په ستر څرخ کې، ټول وګړي او ټول نژادونه شامل دي، په دې ستر څرخ کې بیا په زرګونو وړې څرخې وجود لري، چې دا بیا واړه ګروپونه جوړوي. په عمومي بڼه موږ کولای شو، د یوه نژاد، یوه ولایت، یوه ښار، کلي او محلې وګړي د انساني کارما په څرخ کې ووینو. د کارما په تر ټولو وړوکي څرخ کې دوستان او د کورنۍ غړي ځای لري.
زما د زېږېدېدلو په ځای ویسکانسین کې، هر وګړی د خپل کور په دېرش ماېلۍ کې، د خپلې ترورۍ یا ماما له یوه زوی سره مخ کېږي. هلته ټول یو بل پېژني. لویه کورنۍ یوه لویه کارمیکه ډله ده. له دې سره سره، کورنۍ څرخې ښایي له سیاسي پولو هم پراخې شي او نورو هېوادونو ته هم ورسېږي او هلته د متفاوتو قوانینو له امله ښایي متقابل متفاوت تاثیرات رامینځته کړي. په دغه ډله کې، چې مېړه، ښځه او اولادونه شامل دي، بېلابېل افکار او عملونه ورځنۍ ننګونې رامینځته کوي.
دغه کورنۍ کشالې ولې شته؟ کورنۍ یوه مهربانه ډله ده، چې په هغه کې، د کورنۍ غړي له یو بل سره په برخوردونو کولو او یا هم د یو بل د زښتو برخو په صیقلولو سره، د معنوي بښنې درسونه زده کوي.
په هره کورنۍ کې راز راز سناریوګانې پلې کېږي. د ساري په توګه په یوه کورنۍ کې ښایي زوی د پلار د بد چلند له لامله ژوبل شي، ځکه نو ښایي هغه مهال چې زوی را لوی شي، له خپلو اولادونو سره ناوړه چلند وکړي. زوړ، کمزوری او یوازې چې بیا شو، را لوی شوی زوی ښایي وغواړي هماغسې عمل وکړي او په دې توګه د بوډا اړتیاوې پوره نه کړي. او په دې ډول دښمني زیاتېږي او را روانو نسلونو ته هم غځېږي.
په راروانه کې به ټول وګړي، په بېلابېلو نقشونو له یو سره ګوري، او ټول علاقه لري، چې د زرګونو کلونو کارمیکي جګړو ته دوام ورکړي. ځکه نو ښایي پلار د لور پر ځای بیا ژوند ته راشي، مور د پلار په ډول او زوی د مور په کالبوت کې، ورسره به یو شمېر اکاګان، ماماګان، ترورۍ ګانې او د هغوي بچیان پر دغې کارمیکي سلاتې (سلاد) ور زیات شي.
دا د کارما طریقه او روش دی.
فریدریک فون لونګائو په خپل کتاب «مجازات» و کې، په بشري ټولنو کې د کارما د عمل کولو روح موندلی دی. هغه لیکي: «د خدای تعالی ژرندې ورو کار کوي؛ خو د کړنو نتیجه له لږې برخې زیات څه دي.»
د تناسخ له دغه څرخ څخه د وتلو لپاره، د خدای د نور او غږ له درک کولو پرته بله هېڅ لاره نشته. نور او غږ وګړی د هغه له وړوکي خپل (خود) او انساني طبیعت څخه پورته بیایي.
لاندې راوړې کیسه، «له ځمکې څخه د خدای په لور، مهرباني وکړئ داخل شئ»، کتاب له لومړي ټوکه را اخیستل شوې ده. ښاغلی سپالدینګ ښیي، چې له خپل رییس سره د ګډې پېچلې کارما په حلولو یا له منیځه وړلو کې ماهانتا څرنګه مرسته ورسره وکړه. هرڅه مخکې تردې چې ښه شي، لا خرابېږي.

یوه اقتصادي ننګونه، لیکوال: اد اسپالدينگ
کار مې ډېر ښه پرمخ روان وه. ما د کارموندلو د چاپ په یوه شرکت کې کار کاوه او ښه عاید مې درلود. زما د کمېشن برخه هره مېاشت زیاتېدله او زه د راتلونکې په اړه خوښ او له هیجانه ډک وم.
یوه ورځ د شرکت خاوند، «دیو» زه خپل دفتر ته ور وغوښتلم او ویې وېل: «اد، له تا څخه غواړم، چې یو نوی قرارداد لاسلیک کړې.»
هغه زما د کمېشن برخه را لږ کړې وه، او ما له دې لارې لس زره ډالره له لاسه ورکول. نوي قرارداد زما په راتلونکو عواېدو باندې نور زیات محدودیتونه هم لګول.
زما له اعتراض سره، دیو ووېل، « ستا عواېد، ستا لخوا د ترسره کېدونکي کار له ارزښته لوړ دي؛ ځکه نو زه د مجبوریت له مخې ستا د کمېشن برخه را لږه وم.
په رښتیا چې جټکه مې خوړلې وه. ددې لپاره چې قرارداد باید له سره ولولم، څه مې له ځان سره له ژبې لاندې تېر کړل او له دفتره ووتم.
د قرارداد لاسلیکول مې د څو ورځو لپاره وځنډول. هر څومره ډېره مې چې له دیو سره د اړیکې نیولو هڅه کوله، هغه لا عصباني کېده. د معنوي تمریناتو په ترڅ کې مې پام شو، چې د احساسي او ذهني پرېشانیو د غڼي په لومو کې را ایسار شوی یم. له دیو سره د خبرو کولو لپاره زما هڅه زما لپاره ډېره ځورونکې وه. له خبرو سره د هغه د نه علاقې له امله ما زیان لیدلی وه. په پای کې هغه یو التیماتوم ما ته راکړ: «قرارداد لاسلیکوې که دې اخراج کړم» پوه شوم، چې نور نو په هغه باور نه لرم. په دې ډول شرایطو کې ما څنګه کولای شول، چې د هغه لپاره کار ته دوام ورکړم؟ د تعادل بېرته لاسته راوړلو لپاره مې، دنننه د هیو، د خدای لپاره د سندرې په زمزمه کولو پېل وکړ. او ومې وېل: «دیو، زه استعفا ورکوم؛ خو غواړم د تېر قرارداد له مخې پر تا باندې د زما ټول پاتې پور پېسې، ماته راکړې.» دیو د زیات عصابانیت له امله، خپل کنترول له لاسه ورکړ. مخ یې سور واوښت او زه یې له ودانۍ دباندې وغورځولم. ډېر بختور وم، چې څه صدمه را ونه رسېده.
د تللو پر مهال مې د آزادۍ احساس وکړ. خو هغه زما پېسې خوړلې وې او زه ترې وېرېدم او نه پوهېدم، آیا په دې ارزي، چې له دومره سرخوږي سره، بیا هم په خپل پاتې کمېشن پسې وګرځم.
مجبور شوم، چې له دغو نارامه ونکو شرایطو څخه د راوتلو په خاطر، په دې اړه فکر کول بند کړم. ځان مې آرام کړ او څه مهال وروسته مې په یوه بل شرکت کې په کار پېل وکړ.
یوه ورځ، چې د نوي کارځي په لور په خپل موټر کې روان وم، پام مې شو، چې یو زوړ موټر ما تعقیبوي. د وېرې او قهر څپو پر ما فشار راوړ. دیو زما د تعقیبولو آمر کړی وه.
د پشۍ او موږک لوبه پېل شوه. موټر ته مې لاره ورکړه، چې لږ وړاندې شي او بیا یې مخه بنده کړم، خو چلوونکی را څخه وتښتید.
وروسته مې د دفتر له کړکۍ ولیدل، چې هماغه زوړ موټر د موټرو په پارک کې ولاړ دی. زړه مې په درزا شو. هیو مې زمزمه کړ او له الهي روح څخه مې د ځان ساتنه وغوښته، دباندې مې منډه کړه، چې له چلوونکي سره مخ شم. په همدې وخت کې، چې په خپل عقل مې شک کړی وه، د زاړه موټر په پنجره مې ګوزار وکړ.
سړی، چې را ګیر شوی وه، په کنځلو یې پېل وکړ. د موټر ښیښه یې را کوزه کړه او چیغه یې کړه: باید همدا اوس ښه سبق درکړم.
تر شونې کچې پورې پرځان له فشار راوړل سره مې په آرامه لهجه هغه وپوښته، دیو په څه موخه پېسې درکوي، چې ما تعقیب کړې؟
دیو وایي ته په دې مقصد له کاره ووتې، چې د هغه تجارت خراب کړی او ویې وېل، چې باید تا تر نظر لاندې ونیسم، او راته وېلي یې دي، چې که تا ته ښه سبق درکړم؛ نو دوه زره ډالره انعام به راکړي.
له حیرانۍ مې خوله وازه پاتې وه. سړي زیاته کړه: زما ورور ووېل، چې ته ښه سړی یې. هغه ته د کار له وخته پېژني او ما ته یې وړاندیز وکړ، چې دا کار ونه کړم. سړی ولاړ او زه حیران وم، چې ژوند مې ولې داسې ناڅاپه د یوه بد تلویزیوني فلم په څېر شوی دی؟
نور مې نه شول کولای له دیو څخه لاس واخلم. غوسه مې پر وېره لاس برې شوه. هغه ته مې زنګ وواهه او ورته ومې وېل غوره داده، چې زما له څارلو لاس واخلې.
هغه ددې هرڅه له انکارولو سره، زه د خپلو مشتریانو په غلا کولو محکوم کړم او ویې وېل که دا کار ونه دروم؛ نو زما پر ضد به شکایت وکړي. تیلفون مې قطع کړ، زه پوه شوم، چې باید له یوه وکیل سره سلا وکړم. باید له خپلو حقوقو خبر شوی وای. په دفتر کې مې د وکالت د یوه دفتر شمېره پېدا کړه او د لیدنې وخت مې واخیست.
له وکیل سره له لیدنې یوه شپه دمخه مې یو روښانه خوب لید، هغه داسې، چې زه بېرته د دیو دفتر ته ورغلی یم. د هغه مېرمن؛ په داسې حال کې، چې له بڼې او څېرې یې وېره او خپګان له ورایه ښکاري، زما په لور راځي او وایي: «اد، آیا ته او وکیل دی موږ بیا دې کار ته اړ کوئ؟» هغې حتا زما د وکیل نوم هم په خوله راوړ.
ورپسې دیو راغی او ویې ویل، چې زما پر خلاف به شکایت وکړي.
زما له اټکل سره سره، هغه زه له دفتره ونه وېستم او پرځای یې ووېل: تر هغو چې دلته یې، نو تر ټولو وړوکی کار دې زما مرسته کول دي. هغه پر هغې پروژې کار کاوه، چې پخوا ما ورباندې پلورلې وه، ځکه نو له هغه سره یو ځای شوم.
د کار لپاره باید ما د خوښې وړ تړون لاسلیک کړی او بیا په یوه خوندي محفظه کې ايښی وای.
او بیا خوب بدل شو. اوس زه په کور کې وم او هماغه ټوټه کاغذ مې د پست له لارې له دیو څخه ترلاسه کړی و. په هغه باندې هومره پیسې لیکل شوې وې، چې زما ورباندې پور پاتې وې.
او بیا را ویښ شوم. خپل خوب مې ولیکه او زړه مې ډاډه شو. اوس ددې وخت وه، چې دباندې ولاړ شم او خپل وکیل وګورم. هلته په رسېدو سره پوه شوم، چې وکیل هماغه نوم لري، چې د دیو مېرمنې په خوب کې راته ویلی وه. زه هک پک پاتې شوم.
خپل لاسوندونه مې وکیل ته ور وښوول او خپل حالت مې ورته روښانه کړ. د ډالرو د نښان په لیدلو سره د هغه سترګې برندې شوې. هغه ووېل، چې په دې برخه کې بری ډېر آسانه دی، او ښایي له دې لامله، چې زه یې یو څه بې علاقې ولیدم؛ نو زیاته یې کړه، چې زه له خپل معمول حق الوکالت څخه تېر یم او دا کار پېلوم. یوازې ته دلته لاسلیک وکړه.
خو زه یوازې همالته ناست وم او د خپل لیدلي خوب او د هغه د معنا په اړه په فکر کې تللی وم. داسې تر نظره کېده، چې که د دیو پر خلاف شکایت وکړم، نو یو ځل بیا د خپل تېر ژوندانه یوه قدیمي لوبه له سره تکراروم.
کاشکي د مشکلاتو د اوارولو لپاره بله لاره وای. هغه مهال زموږ کارما د تل لپاره له مینځه تله. ځکه مې وکیل ته ووېل، چې باید ډېر فکر وکړم او له دې خبرې سره د وکالت له دفتره ووتم.
وروسته مې د مراقبې پر مهال له ماهانتا سره د خپل عصانیت په اړه خبرې وکړې او هیله مې وکړه، غواړم خپل تېر ژوند، چې زما او د دیو ترمینځ ددغه ټکر لامل شوی دی، ووینم.
ماهانتا ځواب را کړ: تېر ژوندونونه به په خپل وخت ووینې؛ خو اوس مهال ددې لپاره چې تاسو د دوو ارواوو په توګه؛ تر خپله مینځه زیرمه کړې کارما له مینځه یوسئ، زه له هغه سره د ستا د لیدلو کار جوړوم.
د مراقبې په ترڅ کې ماهانتا یو ور پرانیست او دیو له خندا سره، له نوره ډک راننوت. ډېره ښه وه، چې هغه مې خوشاله او خبرو کولو ته چمتو لیده. د اګاهۍ ددې لوړ او برتر حالت هدف مو زموږ د ګډې کارما له مینځه وړل وه. ځکه نو ما له هغه څخه د انساني اګاهۍ د کړنو په اړه پوښتنه وکړه. هغه ځواب را کړ: زه له تا څخه وېرېږم.
دا ډېره حیرانونکې وه، دا ځکه چې زه هم له هغه وېرېدم. وروسته ما وپوښتل، ښه دا چې ته له ما سره خبرې نه کوې؛ نو موږ له دې ځایه بهر خپلې ستونزې څرنګه حل کړو؟
دیو وخندل او په آرامه یې ووېل: یوه لاره به پیدا کړو.
ما له هغه او له ماهانتا څخه مننه وکړه؛ ځکه چې ما فکر کاوه ستونزې ورو ورو حلېږي.
څو ورځې وروسته مې د دیو له وکیل څخه یو له ګواښه ډک لیک تر لاسه کړ؛ خو د لیک په پای کې یې لیکلي وه، د هر راز پوښتنې لرلو پر مهال زه باید له هغه سره اړیکه ونیسم. چیغه مې کړه: اوهو! دا هماغه لاره ده، چې دیو یې د خبرو لپاره وړاندیز کړی وه.
له وکیل سره خبرې ددې لامل شوې وې، چې په یوه غوره حقوقي دریځ کې واوسم. ځکه مې نو د دیو وکیل ته زنګ وواهه او خپل موقعیت مې ورته روښانه کړ او ومې وېل: زه یوازې د خپل کمېشن پېسې غواړم. څه مهال وروسته د دیو وکیل اړیکه ونیوه او ویې وېل، چې له خپل موکل سره له ډېرو سختو خبرو وروسته یې هغه قانع کړی، چې زما ټول پورونه راکړي.
بل کال ما د پست له لارې د هغه چکونه تر لاسه کول. دغه مېاشتنې پیسې ددې لامل شوې، چې خپل شرکت فعال کړم. دا هغه هدف وه، چې له ډېرې مودې یې په فکر کې وم.
ما درک کړې، چې له دیو سره دغې تجربې زه ځواکمن کړی یم. دغې تجربې زه دومره زړور کړی وم، چې د خپل شرکت د جوړولو خطر قبول کړم. په مقابل کې را ته روښانه شوه، چې له دا ډول یوه رییس سره د کارکولو په پرتله، د خپل شرکت جوړول را ته آسان دي.
له یوه کاله وروسته د دیو وکیل اړیکه ونیوه او ویې وېل، دیو د نهایي توافق په موخه، غواړي له تاسو سره وګوري. ددې په ترڅ کې، چې له دیو سره اړیکې نیولو او بیا له هغه سره کتنې ته چمتو کېدم؛ درک مې کړه، چې لا هم له هغه وېرېږم؛ ځکه مې بیا مراقبه وکړه او هغه مې ولیده. او هغه ته مې ووېل: شونې ده را ته ووایې، له یو بل سره د لیدلو پر مهال، د هغه د خونسردۍ لامل څه وه؟
له دیو سره له اړیکې نیولو سره سم مې ووېل، چې موږ سره کښېنو او هرڅه له نظره تېروو؛ خو دا چې نه غواړم له تا سره خبرې وکړم، مهرباني وکړئ په لیکلې بڼه ځواب را کړئ.
او زه پوه شوم، دا هغه لاره ده، چې مرسته کوي خپل انډول وساتم. ځکه مې موافقه وکړه. له هغه سره مې دوه سختې لیدنې درلودې او له هغه سره د بحث نه کولو قول ته وفاداره پاتې شوم. ځکه موږ هرڅه د کاغذ پر مخ ولیکل. موږ موافقې ته ورسېدو او هر یو په خپله لاره ولاړو.
له لومړۍ لیدنې لږ وروسته ما یو خوب ولید. ما خپل ځان او دیو په تېر ژوند کې داسې ولیدل، چې هغه زه د سوداګرۍ په کارو بار کې تېروېستلی وم. ما غچ واخیست او د هغه سوداګري مې ور خرابه کړه. اوس نو ښکاره وه، چې په دې ژوندانه کې د دیو له اندازې زیات عصبانیت، په تېر ژوندانه کې زما د کینې هینداره وه، چې په دې ژوندانه کې زما په لور را ګرځېدلې وه.
د هغې کارما د سوځولو له پاره، چې د هغه د قدیمي سوداګرۍ د له مینځه وړلو له امله مې رامینځته کړې وه، په دې ژوندانه کې مې له هغه سره مرسته کوله، چې شرکت یې بریالی شي. په دې ژوندانه کې د هغه لخوا زما تېروېستل زما لپاره یو طلایي چانس وه، چې له روحي پلوه وده وکړم.
ما کولای شول هرڅه په متعادله بڼه حل کړم، خو له خپل اوسني قهر او له تېر ژوندانه هغه ته ورپاتې قهر سره مخ شوم.
د دیو په بخښلو سره په حقیقت کې ما ځان بخښلی وه.
څه باندې یو کال وروسته، د واټ پر سر له دیو سره مخ شوم. زما د تصور پر خلاف ددې پر ځای چې خپل موټر ته وخېژي، زما خوا ته راغی، ویې خندل او لاس یې راکړ.
هغه ووېل: زموږ له وروستۍ لیدنې وروسته ما د زړه یوه سخته حمله تېره کړه. نږدې وه ومرم. ډاکتر را ته ووېل که غواړې ژوندی پاتې شې؛ باید خپل شرکت وپلورې.
دیو تېر کال، له خپلې کورنۍ سره په سفر تېر کړی وه او ډېر ښه وخت یې موندلی وه. هغه زیاته کړه، دا ډېره ښه ده، چې وکولای شې په ژوند کې یو غوره انسان واوسې. زما یوازینۍ پښېماني له تاسره د شوي چلند او کار په اړه وه. او په دې توګه دیو له ما څخه عذر وغوښت. ما د هغه عذر غوښتل؛ له اوښکو په ډکو سترګو ومنل او چې رښتیا شي؛ نو دواړه سخت احساساتي شوي وو.
د ماهانتا حضور مې حس کاوه او له دې حس سره مې درک کړه، چې بالاخره زموږ کارما پای ته رسېدلې. د دیو سترګو ته په کتلو سره پوه شوم، هغه ښکلی روح مې چې دننه لیدلی وه، اوس په بهرنۍ نړۍ کې ښکاره شوی دی.

4
مړینه د ژوندانه د ادامې په توګه
یوې مېرمن، چې دلته یې د لانا په نامه یادوم؛ یوه مونثه پشۍ ساتلې وه. هغوی یوولس کاله له یوبل سره ژوند کړی وه. ځکه نو د دواړو ترمینځ ځواکمن عاطفي پیوند رامینځته شوی وه. تر هغو چې دغه پشۍ ولېږدیده (مړه شوه) او لانا خپله قدیمي دوسته له لاسه ورکړه.
د پشۍ له لېږد نېږدې یو کال وروسته، لانا یو لړ روښانه خوبونه ولیدل. په یوه هغو کې، یوه تن ووېل: ستا پشۍ د جولای په ۳۱ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، بیا تناسخ کوي. لانا چې له خوبه راویښه شوه، څه مهال یې له ځان سره فکر وکړ. دا یو غوره خوب وه؛ خو زه د یوه لوی ښار په یوه اپارتمان کې ژوند کوم. نه پوهېږم زما پشۍ به څنګه وکولای شي، چې ما پیدا کړي؟ او بیا یې دویم خوب ولید.
په دې خوب کې یوه وګړي هغې ته د پشۍ دوه بچیان ورکړل. دواړه برګ وه. یو یې یوڅه روښانه او بل یې یو څه په رنګ تور وه. ماهانتا، دروني استاد ووېل چې توره یې ستا پخوانۍ پشۍ ده.
په هغه اونۍ کې، د لانا یوې دوستې مېرمنې اړیکه ونیوه او ویې ویل دوو پیشوګانو یې یو ځای بچیان راوړي؛ آیا ته د پیشۍ یو بچی غواړې؟
هغه مهال چې لانا ولاړه؛ نو ګوري چې دا هماغه پېشنګوری دي، چې په خوب کې یې لیدلي وه. لانه تور رنګی پېشنګوری واخیست او ویې ویل دا زما پشۍ ده. دوستې یې چې ووېل: دا پېشنګوری نر دی؛ نو لانا زړه نازړه شوه.
نر دی؟ خو زما پیشۍ ډېره نرمه او ښایسته وه. نشم کولای دا تصور کړم، چې هغه دې د یوه نر پیشنګوري په بڼه را ګرځېدلې وي. د خپل خوب په اړه لانا ته ناوړه احساس پیدا شو.
دوستې یې ورته ووېل: «که ته ښځه پیشۍ غواړې، نو ما سره په ټوکرۍ کې د پیشۍ یوه سپینه خاکستري وړوکې بچۍ شته. په هغې ټول ګران دي.» خو څرګندېدله، چې ددغې پیشنګورې لانا هومره نه وه خوښه شوې. ځکه نو لانا ووېل: «پوهېږې، غوره داده، چې هماغه تور برګې پیشنګوری را سره یوسم.»
له دې کوره د وتلو پرمهال لانا وپوښتل: «رښتیا، ددې پیشنګوري مور څه نومېده؟»
- نوم یې زي وه (زي د دروني استاد وازي بل نوم دی). د خپل کور په لور د موټر ځغلولو پر مهال، لانا له ځان سره فکر وکړ، چې ښایي دا په رښتیا د هغې پیشۍ وي او اوس د نر په بڼه را ګرځېدلې وي.
وروسته بیا هغې د مراقبې لپاره د اک کتاب پرانیست. په کتاب کې داسې راغلي وه: «روح د ښځینه او نارینه کالبوتونو ترمینځ یو انتخابوي او هر ځل د کارما په راټولولو او په هر کالبوت کې د هغې په سوځولو سره، لا زیات درسونه زده کوي.»
لانا خپل ځواب تر لاسه کړی وه. دغه برګی پیشنګوری د هغې هماغه پخوانۍ دوسته پیشۍ وه، چې د نر پشنګوري په بڼه بېرته را ستنه شوې وه.

له مړینې وېره
پوهان وایي: د انسان تر ټولو ستره وېره؛ له مړینې وېره ده. هغوی په دې باور دي، چې د مړینې په اړه هرڅه وېل شوي دي او دا خبره تر څه کچې رښتیا هم ده. سلیمان نبي په خپل سپېڅلي کتاب کې، په یوه فصیحه او شاعرانه کلام سره، مړینه او ژوند د یو بل په وړاندې ودرولي دي. «د هر څيز لپاره یو فصل شته او د هر هدف لپاره زمان. د زېږون لپاره زمان، د مړینې لپاره زمان... یو زمان د ژړلو لپاره او یو زمان د خندلو لپاره، یو زمان د ویر او ماتم لپاره او یو زمان د نڅاه لپاره.»
زموږ تصور دادی، چې د مړینې معنا مو پېژندلې، خو هغه مهال، چې یو خپلوان مو لېږدېږي (ومري) نو بیا ډاډمن نه یو او له ځان سره فکر کو، چې خدای زموږ په غم کې حاضر نه دی.
قدیمي فلاسفه هم له مړینې سره لاس او ګریوان وه. له میلاد څخه دمخه دریېمې پېړۍ یوناني فیلسوف اپیکور، تصور کاوه، چې فزیکي حواس د حقایقو په موندلو کې تېروتنه نه کوي. څه لویه تېروتنه! خو له دې سره سره هغه جالب ټکی ثابت کړ.
هغه وېلې دي: د هغه چا لپاره، چې پوه شوی وي، تر ټولو وېرونکې پېښه د ژوند له لاسه ورکول دي، په ژوند کې هېڅ ډارونکی شی نشته.
رومي فیلسوف او شاعر لاکریتیوس، احساسوله، چې مړینه په اصل کې څه مهمه مساله نه ده. هغه باور درلود، هغه مهال، چې روح کالبوت پرېږدي او ترې ووځي، اوسېدل یې په ټپه ودرېږي او ژوند پای ته رسېږي. څه ناهیله ونکې او غم جوړونکې فلسفه!
خو د حقیقت هغه ځلانده روښنایي، چې اکنکار یې زده کړه ورکوی؛ د هغه اورلن غشي په څېر ده، چې د دا ډول ناامیده ونکو فلسفو پوټکی څیري. اکنکار د روح د آزادۍ زده کړه ورکوي. روح پر مړینه غلبه مومي. روح خدایي سپرغۍ ده. او هستي او پاېښت یې له الهي روح یا اک، چې هماغه الهي نور او غږ دی؛ له ځواک څخه سرچینه اخلي. ځکه نو روح بریالی او مړینه یوه ماته خوړلی ده. اوس راشئ چې زېږون په نظر کې راولو.
روح د زېږون د معجزې له لارې یوه نوي کالبوت ته ننوځي. زېږون زموږ د ژوند د پیل فصل او مړینه یې د پای ته رسېدلو فصل دی؛ خو د مړینې غلبه پوره ښکاره ده. د نوي زېږېدلي ماشوم لومړنۍ ژړا، د ژېړي لمر د لومړنیو څرکونو په څېر، د شپې د استراحت د پای ته رسېدلو زېری او خبرتیا له ځان سره لري.
روح ابدي دی او دا د روح میراث دی. د زېږون د معجزې د نامحدودې څرخې په اوږدو کې، روح د هغې مچۍ په څېر، چې د ګلانو شات باید ومومي؛ هغه هم خپل خالق ته ورته کېدلو لپاره، خپلې لټې او تلاش ته دوام ورکوي.
وګړی وده کوي، بالغېږي او ورپسې مري او د هغوی جوړونکې ذرې په غبار بدلېږي. د کارما اربابان له دغه غبار څخه بل ځل کار اخلي، چې د وګړي لپاره نوی کالبوت جوړ کړي او په دې توګه وګړي ته د ژوند په څرخه کې بله دوره پېلېږي.
په دې ډول مړینه، د ژوند له یوه فصله بل فصل ته او له هغه بیا بل فصل ته د تېرېدلو په څېر ده. دا یو طبیعي بهیر دی او په تېره کې ستاسو د تجربو یوه برخه وه؛ خو تاسو کولای شئ دغه څرخه ودروئ. د اک زده کړې تاسو ته در ښیي، چې په همدې روان ژوندانه کې د معنوی آزادۍ د ترلاسه کولو وس پیدا کړئ.

له پاسه د مړینې ننداره
له آشنایانو څخه یو وګړی، په څلوېښت کلنۍ کې له خپل کالبوت څخه د وتلو دې تجربې په اړه غږېده. شخصي حریم ته د درنښت په موخه هغه د اندي په نامه یادوم. هغه مهال، پر هغه د زړه حمله راغله. امبولانس هغه روغتون ته ولېږداوه او ډاکترانو ژوند ته د هغه بېرته راګرځولو لپاره چې څه کولای شول؛ ټول یې تر سره کړل.
په دې اوږدو کې، اندي له خپل کالبوت څخه ووت. د روغتون د خونې چت سره، په هوا کې، د دوو سترګو په څېر ودرېدلو سره هغه ډېره خوښي احساس کړه. اوس نو د جراحۍ پر تخت اوږد پروت فزیکي کالبوت د هغه لپاره څه اهمیت نه درلود. وروسته ډاکتر د ستنې له لارې دغه کالبوت ته یو ډول قوي دارو ور پېچکاري کړل او دې سره، هغه چې کالبوت ته د بېرته ورستنېدلو لپاره هېڅ علاقه نه لرله؛ یوه قوي ځواک د بېهوشه کالبوت په لور وروست.
هغه وروسته د عملیاتو په خونه کې، له کالبوت څخه وتلو د تجربې په اړه نرسې لګیا وه، خو د روغتون یوه کارکوونکي هم پر دغو خبرو سر نه ګراوه.
پای کې هغه پرېکړه وکړه، چې دغه تجربه ځان سره وساتي؛ ځکه چې د روغتون کارکوونکو د هغې کیسې ته د شک په سترګه کتل؛ د روغتونوالو په تصور، د هغه ماغزه د اکسېجن د کمښت له لامله، ګډوډ شوي.
یو بل اکیست د خپل پلار دې ته ورته تجربه په یاد راوړي. دغه سړی زه دلته د کارل په نامه یادوم. کارل د هغه د ډېرې سختې ناروغۍ له لامله، ور پېښ بد بحراني حالت کې روغتون ته د هغه د وړلو مهال په اړه غږېدلی وه. کارل په دې خاطر، چې اولادونه یې ژوند د مړینې په وېره کې تېر نه کړي، دغه کیسه هغوی ته کړې وه.

نوره بیا

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۲          سال نهــــــــــم                      میزان/عقرب   ۱۳۹۲                ۱۶ اکتوبر   ۲۰۱۳