کابل ناتهـ، Kabulnath




 

ازین نویسنده گرامی:

 


دبيساک( ويساک) Baisakh
تاريخي اهميت
 


ديوالي
يا ديپا والي درڼا ګانو
اختر



دهندوانو او سکهانو هيوادوالو
 سره د هر ډول تعصب،
تو پير
 او تبعيض په ټينګه
مخالف يو او
غند نه يې کوو



د هند د فريد آباد

په سيمه کې 
د خوست د سيمې


 

افغاني موسيقۍ ته د ميرمن ژيلا
دستاينې وړهنري خدمتونه


 

د پښتو ژبې

سندر غاړې پشپاهن


 

شرون اوسر
د پښتو او دري ژبو نامتو سندرغاړې





Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
ديوالي يا د رڼا ګانواختردې
 زموږ ټولو هندوانوهېوادوالو ته مبارک وي
 
 
 

دکتور لطيف ياد - استراليا

 

داکتو بر دمياشتې ١٧ نېټه زموږ د هندوانو هېواد والو او په ټوله نړۍ کې د اوسيدونکو هندوانو د ديوالي  يا ديپا والي يا رڼا ګانو او ډيوو او مشالونو د بلولو اختر دی٠ دغه اختر په اصل کې پر تيارو باندې دروښنايې دغلبې او پر ظلم، زور زياتي او تيري باندې دبر ياليتوب اختر دی٠

په دغه ورځ باندې د ټولې نړۍ هندوان پر راوڼ باندې چې دلنکا يا اوسني سرېلا نکا پاچا او واکمن و او د ايو دهيا شهزاده رام چندر جي ور سره وجنګيد د بر ياليتوب ورځ لما نځي٠ پر دغه ورځ رام د خپل ورور لچهمن او هنومانجي په مرسته خپله ميرمن سيتا د ديو صفته راوڼ د منګولونه وژغورله او تر ١٤ کلونو تبعيد وروسته بېر ته د خپل هېواد پلاز مېنې  ايو دهيا ته ورستون شو او خلکو دډيوو او رڼاګانو په بلولو سره د خپل شهزاده هر کلی وکړ٠

 

د ديوالي جشن د ډېرو خوښيو دمرا سمو په ترڅ کې لمانځل کيږي٠ خلک خپل کورونه پا کوي، نوی فرش او لوښي رانيسي، نوې جامې اغوندي او داسې ويل کيږي چې په دې شپه دشتمنۍ الهه لکشهمي هغو کورونو ته ځي چې سپيڅلي او پاک وي٠

 

د ديوالي د جشن په شپه خلک دخپلو کورونوپه بليو، بامونواو دکوټو په تاخچو کې شمعې او ډيوې بلوي، مندرونو ته ځي او د ساز او سرود سره يوځای عبادت کوي چې د دغه مذهب يوه ځا نګرتيا ده٠ همدراز په دې شپه خلک پټاکۍ الوزوي٠

 

دوستان او خپلوان د خپلودوستانو کره ځي٠ له ځانونو سره خواږه سو غاتونه وړي او يو بل ته يې ډالۍ کوي٠ په دغو خوږو شيانو او ميټا يانو کې ځلوبۍ،رسکولې،لډوان، بر في ، ګلاب جامن، راجبهوګ او نور ډول ډول ميټايان شامل وي٠

 

دديوالي د اختر بله ښيګڼه په دې کې ده چې هغه دوستان چې دتېر کال په ترڅ کې يو له بله سره خواشيني شوي وي دوی سره نږدي کوي او د دوی له زړونو کدورت، کرکې او کينې له مينځه وړي، ځکه په دغه اختر کې ټول دوستان او ياران يو دبل کورته ورځي، يوبل ته سره غاړه وځي او يو بل ته مبارکۍ ورکوي٠

 

دغه اخترنه يوازې زموږ د هېواد دهندوانو له خوا لمانځل کيږي، بلکې په هندوستان، نيپال، پاکستان، بنګله ديش، مليشيا، سنګاپور، انګلستان، دامريکي په متحده ايالتونو، کاناډا او استراليا کې هم د هندوانو له خوا په پر تمينو مر اسمو سره د سندرو په و يلو او د کنسرتو نو په ور کولو سره يو ځای لما نځل کيږي٠

 

زه د خپل ګران هېواد افغانستان ټولو هندوانو هېواد والو ته هغه که دافغا نستان په دننه کې دي او که له افغا نستانه بهر دي د ديوالي دپر تمين جشن او اختر مبارکۍ وړاندې کوم او هيله کوم چې که خدای کول يوه ورځ  به زموږ ټول هېوادول دهيواد ټولې ملي ورځې او اختر ونه سره يو ځای دسولې او امن په شرايطو کې يو له بل سره دورور ګلوۍ او امن په فضا کې ولمانځو٠

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 106           سال پنجم        میزان/ عقرب   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       اکتوبر 2009