کابل ناتهـ، Kabulnath




Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
دبيساک( ويساک) Baisakh تاريخي اهميت
 

دکتور لطيف ياد- استراليا

 

سلطا نپور د ننګر هار ولايت د سره رود ر ولسوالۍ چې سرخرود يې هم بو لي مرکز دی چې د جلال اباد د ښار په شمال لو يد يز اته کيلو مترۍ کې پروت دی٠

د سره رود ولسوالي يوه شنه او ښيرازه سيمه ده چې د کر نې زر خيزه ځمکې لري او ښه شنه فصلونه او با غو نه لري او د کرنې حا صلات يې غنم، جوار، ګني او شو لې دي٠

سره رود په خپله غيږ کې ډير پو هان او نا متو شخصيتو نه روزلي دي چې کو لای شو د ارواښاد دکتور عبد الرحمن پژواک چې د افغا نستان يو وتلی ديپلو مات او ښه ليکو ال او شا عرو، اروا ښاد بر کت الله کمين او استاد عبد الله خد متګار بختاني نو مو نه وا خلو چې هر يوه د افغا ني علم او ادب په ډګر کې د ستا ينې وړ خد متو نه کړي دي٠

 

په سلطا نپور کې چې د سره رود مر کز ګڼل کيږي يو لر غو نی بڼ شته چې په دغه بڼ کې  ډول ډول ونې لکه پيپل، سر وې ،نا جو ګان او نا رنجان ولاړ دي، سر بيره پر دې هلته يوه چينه هم شته چې د لمبلو له پاره پکې ځانګړی بندو بست شو ی دی٠ ويل کيږي چې ددې بڼ اهميت هغه وخت لا زيات شو چې سراج الملت و الدين امير شهيد امير حبيب الله خان دغه بڼ ته ځا نګړې پا ملرنه وکړه٠ ده دغه بڼ د جلال اباد دنورو بڼو ڼو په څير په زينتي بو ټو او ګلانو ښا يسته کړ، چار چا پيره يې ور نه ديو الو نه تاو کړل او د چينې په سا حه کې يې د غسل او لمبلو له پاره مخصوص او ځا نګړي ځا يو نه جوړ کړل٠ ددغې چينې اوبه ډيرې رڼې او صا فې دي٠ چينې ته څير مه د خا ورو يوه غو نډۍ هم مو جو ده ده چې مخر وطې بڼه لري او که چيرې څوک ددغې خا ورينې مصنو عي غو نډۍ پر سر و خيژي نو د سلطا نپور او د هغه د شا او خو ا نږ دې کليو ښه ننداره کو لای شي٠

د سلطا نپور تا ريخي اهميت په دې کې هم نغښتی دی چې په لر غو نو تا ريخي کتا بو نو کې هم ترې يا دونه شوې ده دبيلګې په تو ګه: شاه جهان نامه، عا لمګير نا مه او فتو حات عا لمګيري کې٠

 داسي روايتونه هم شته چې د سکهانو د مذهب بنسټ ا يښو دونکي او لو مړ نی لا رښود ګورو نانک ديو(١٤٦٩- ١٥٣٨ ميلادي) چې په افغا نا نو کې د بابا نانک په نا مه سره شهرت لري د خپل څلورم سفر په تر څ کې چې د افغا نستان له لا رې يې مکې مکر مې ته کاوه نو لو مړی جلال اباد ته راغی او له هغه ځا يه سلطانپور ته راغی او داسي ويل کيږي چې نو مو ړي د سلطا نپور په چينه کې لمبلي هم دي٠ دا هغه زما نه وه چې پر هند با ندې پښتون واکمن سلطان ابر ا هيم لودي پا چا هي کو له٠

 

د بيسا ک( ويسا ک) Baisakh تا ريخي اهميت:

 

بيساک Baisakh هغه ميله ده چې ز موږ سکهان هيوادوال يې هر کال د اپرېل د ميا شتې په ديا ر لسمه نيټه چې دوري(حمل) د ٢٣ نيټې سر ه سمو ن خوري  لما نځي٠ دا ځکه په همدې ورځ با ندې په کال ١٦٩٩ ميلادي کې د سکهانو لسم مذ هبي لار ښود ګورو ګو بيند سنګ د خا لصه( د سکهانو دورو ر ولۍ) بنسټ کيښود٠ څر نګه چې دغه ميله د بيسا ک په ميا شت کې لما نځله کيږي نو ځکه  د بيسا ک په نا مه يا ديږي٠ له بلې خوا دغه ورځ د هند په پنجاب کې د نوي کال ورځ ده٠ په دې ورځ سکهان خپل مذ هبي عبا دتځای ته چې ګورو دواره يې بو لي ځي او مذ هبي سندرو يا کر تانز Kirtans ته غو ږ نيسي او د خپل مذهبي کتاب ګورو ګرانت صا حب ته چې په ګور موکهي [زبان پنجابی را گورموکهی هم میگویند] ليکدود( رسم الخط) ليکل شوی دی د درنا وي سر ونه ټيټوي٠ تر د غو مر اسمو ورو سته په ر اغلو خلکو د سو جې اوړو نه پخې شوې خوږې حلوا ګا نې ويشل کيږي او همد ا راز خلکو ته د لنګر له خوا په وړيا تو ګه غر منۍ ور کول کيږي٠

په دغه ورځ سکهان نوې جا مې جوړوي او دغه ورځ په ډيره خو شا لۍ او دبنګړا په نڅا وو سره لما نځي٠

 

په سلطا نپور کې د بيسا ک( ويساک) دوديزه( عنعنوي) ميله:

 

په سلطا نپور کې د ويساک ميله ډيره لر غونې وه او تقر يبا د څو سوو کلو نو را په ديخوا دغه ميله په ډيرو شا ندارو مر اسمو سره لما نځل کيد له٠ ويل کيږي چې دغې ميلې هغه وخت ښه رونق و مو ند چې امير شهيد حبيب الله خان د سلطا نپور بڼ په ښکلي او ښا يسته بڼه جوړ کړ٠ تر امير حبيب الله خان ورو سته د افغا نستان د خپلو اکۍ د ستر اتل غازي امان الله خان دواکمنۍ  په زمانه کې د بيساک ميلې ښه رو نق در لود٠داعليحضرت محمد نادر شاه او تر هغه ورو سته د اعليحضرت محمد ظا هر شاه په دوره کې ددغې ميلې رو نق مخ پر زيا تيدو شو چې ان دو لتي لوړ پوړي چا رو اکي به هم په دغو ميلو کې ګډون کاوه٠ دمحمد د اؤد د جمهو ريت په دوره کې دغه ميله ښه په جم او جو ش سره روانه وه٠ د شهيد د اؤد خان ورو سته دغه ميله تر دوو نورو کلو نو پورې و لما نځل شوه ، خو ورو سته دا منيتي ستو نزو له کبله دغه ميله يوازې په جلال ابادکې د سکهانو په ګو رودوا  ره کې لما نځل کيد له.

 

هغه وخت چې دغه تا ريخي ميله په سلطا نپور کې لما نځل کيدله  نه يو ازې زموږ  هندوان او سکهان هيوا دوال    د ننګر هار،لغمان،غزني، کندز، پروان، پکتيا، خو ست، کند هار او هيلمند نه ور تلل،بلکې دپښتو نخوا ،هند، پا کستان اواير ان سکهانو هم په دغه ميله کې د ګډون له پاره سلطا نپور ته تلل او په دغه ميله کې به يې بر خه اخيستله٠

 

دمبلي ګډون کوونکو ته به د بيساک د ميلې د مرا سمو نه يوه اونۍ د مخه د سلطا  نپو ر په بڼ کې خيمې دريدلې او امنيت به يې د ګورو دو ا ر ې د رضا کارې ډلې او هم د سره رود ولسو الۍ د پو ليسو له خوا نيول کيده٠

 

د  ويساک دميلې مر ا سم د جلال اباد د ښار د سکها نو د ګو رو دوارې نه په دا سې حال کې د ګهيځ له خوا پيل کيدل چې په يوه ځا نګړي مو ټر کې به د سکها نو مذهبي کتاب يعني ګورو ګر انت صا حب ايښودل شوی و او د نا نک سر ودونه به ويل کيدل٠ يو شمير تنکي ځو انان چې ښا يسته جا مې به يې په تن وي ددغه مو ټر شا ته په بل مو ټر کې ناست وو او ددې مو ټر تر شا به نور په زرګو نو مو ټر ونه روان وو او د سلطا نپو ر خو اته به رهي شول٠ د  جلال اباد - سلطا نپور د واټ په دواړو غاړو به ګڼ شمير نندار چيا نود دوی ننداره کو له٠ د لارې په اوږدو کې به ټينګ امنيتي تد ابير نيول شوي وو٠ کله به چې ددغې ميلې ګډون کوونکي سلطا نپور ته ور سيدل د سره رود د و لسوال او ځايي چا ر واکو له خوا به ورته هر کلی ويل کيده٠ د ميلي د مر اسمو په پيل کې به د ننګر هار والي، د امنيې قو ماندان، دسره رود ولسوال او نورو دو لتي جګپوړو چار واکو ګډون کاوه٠ سر بيره پر دې به د سره رود قو مي مشرانو په دغه ميله کې بر خه اخيستله او زموږ هند و انو او سکها نو هيود والو ته يې ددغه اختر مبا ر کي ور کوله٠

 

د ميلي په تر څ کې به  ټو لو خلکو ته چې په ميله کې به يې ګډون کاوه د لنګر له خوا دوړيا ډوډۍ بندوبست شوی و٠ د سلطا نپور د بيساک د ميلې په تر څ کې به بڼ دننه ښکلي دو کا نونه په با رو نقه تو ګه جوړ شوي وو چې په دغو دو کا نو نو کې به ډول ډول ټو کران، بنګړي او دښا يست او سينګار وسايل خر څيدل٠ په بله خوا کې به خواږه ميټا يان،جلبۍ،ګلاب جا من، رسکو لا،لډواو ليوړۍ پخيدلې. د همدې ميلې په تر څ کې به دسکهانو ډيرو کو رنيو ځو انا نو او پيغلو ودونه کول او دويساک د ميلې نه به يې خو ندونه ا خيستل٠

 

په سلطانپور کې ميشته او سيدونکي هند وان او سکهان او مسلمانانو به خپلو هندو انو او سکهانو هيوادوالوته مبا رکۍ ور کولې٠ دغه ميله چې يوه اونۍ يا لس ور ځې به يې دوام کاوه په ر ښتيا هم يوه مشهوره او تا ريخي      ميله وه٠

 

 دا د ١٣٤٤ لمريز کال کيسه وه کله چې زه د سره رود د ميا فقير الله په ليسه کې د څلورم ټو لګي زده کوونکی وم اوزه او زما کو رنۍ په هغه و خت کې په سلطا نپور کې او سيدلو او زما پلار په هغه وخت کې دسره رود په ولسوالۍ کې دو لتي دنده در لوده٠ ښه مې په ياد دي چې زما په ټو لګي کې زماد هندوانو او سکهانو همصنفيانو دولت رام ،مهتاب سنګ او سو يندر سنګ سره يو ځای دې مېلې ته و لاړو او ددې ميلې خو ږې خا طرې مې تر او سه له يا ده نه دي وتلي٠

 

له بده مر غه اوس په تيرو دريو لسيزو کې دغه ميله د امنيتي ستو نزو له کبله په سلطا نپور کې نه لما نځله کيږي او يوازې د بيسا ک ميله د جلال اباد ښار د سکهانو په ګورو دواره کې لما نځله کيږي٠ 

 

لطفـــــا به این لینک نیز نظر اندازید

http://www.kabulnath.de/Salae_Soum/Shoumare_47/Waisaki_1.html

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٨۲           سال چهـــــــــارم                  میــــــــزان/ عقـــــرب    ١٣٨۷                 اکتوبر 2008