کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 

۹

 

۱۰

 

۱۲

 

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

پنځه دېرشم ګام

«هرڅوک په خپل ځای کې او له خپلې پوهې سره په مطابقت کې دي.»

پوهه، واک، آزادي

دا هغه الهي صفات دي، چې ځانخبرې اروا یې ځلولای شي. هغه ښه پوهېږي، دقیق پوهېږي، او په هرڅه؛ تر ټولو کامل پوهېږي!

نو سرنوشت مو ښکلی دی. ځکه بل کار نشته؛ «حققت» کامل دی. ښه کار، رښتینی خدمت د حقیقت ځلول دي، په وینا کې، په فکر کې، په دریځ او په عمل کې.

د کامل حقیقت په هستۍ کې هېڅ کار ته-ولو که د بل اصلاح کول هم وي- ځای او اړتیا نشته.

ځکه چې کامل «کامل» دی.

وچ به سین ته څرنګه اوبه ورکړي!؟

 

هېنداره د حقیقت جنګ ته راوتلې

له تیلو، یا غازو، یا د اوبو، باد او لمرینې برېښنا غوښن سولرونه به څرنګه لمر ته رڼا ورکړي!؟

سیند او لمر، غر او جهان، او آسمانونه او هستي او نیستي پوره دي. دا د ستر کیهان لاسونه او پښې، سترګې او غوږونه، مغزونه او اعصاب دي.

له مادي-زماني فکټورونو جوړ انسانان، چې ذهني اګاهي یې د څلورو عناصرو له ویتامینو او پروتینو را شنه شوې، د «کامل حقیقت» وړوکې شوې څېرې او سیوري پر موږ کې بت شوې ودروي!

دغه وړوکی په خپل فکر، دلیل، حکم او فیصلو سره فقط د حقیقت جنګ ته راوتلی.

دغه وړوکی کیهان تر هغو، چې د خپل کوچنیوالي حقیقت تجربه نه کړي، د لوی پر مخ یې لارې بندې دي. 

کامل نه فضا ده، چې ډکه شي، نه زمانه ده، چې څوک یې انتظار شي، او نه شکل او ماده ده، چې ترلاسه او اشغال شي.

کامل فقط شته. هغه کامل دی، او بل هېڅ کار نه لري، پرته له مینې کولو.

هغه فقط مینه کوي. او موږ لومړي درجه سوي به څوک له هغه کامل حقیقت څخه لېرې وغورځوي!

ټول تبعید، ټوله فاصله او ټول ټیټوالی یا لوړوالی، فقط انساني اګاهۍ جوړ کړی.

موږ د حقیقت باران مست کړي یو.

موږ څمڅه مست سیندونه یو.

موږ د حقیقت یو تت تصور ځانپاله کړي یو.

موږ ځانپالنه د حقیقتپالنې په نوم زورورو مانیفستونو او کتیبو کې، نسلونه نسلونه محفوظه ساتلې.

 

یو پټی رشقه یې وخوړه ته یې لا مږه بولې!

د ایډیالوجۍ بلا، انسان د خدايي سولې، آرامتیا او بسیاینې له مورنۍ غېږې تښتولی او د شر جغرافیې کې ایسار کړی.

د بل بدلولو فکر، باور او دریځ هغه لومړنی سپین او خدایي انسان قاتل کړی. انسان یې انسان ته اور کړی. او لګیا دی، چې د ژوند په رشقه نور هم ورمېږ وکړي او لم واچوي!

خدایي انسان، له ژوند او هر ژوندي سره یو ځای د الهي شکر نغمه غږوي؛

خو ذهني شوی او ذهني اشتهاګانو په مخه کړی انسان، د «قدرت او شهرت» په لوږه اخته شوی.

د انسان جګړه په خبره پېلېږي،

خبره ذهن کې تولیدېږي،

او ذهن په مادي حواسو حقیقت پېژني

او د خپلې پېژندنې تجربه د فکر، باور، اخلاقو او رسم او رواجونو په اساسي تومنه بدلوي.

ځکه نو انسان د ځان قرباني دی.

انسان خپلو مادي-ذهني استعدادونو خراب کړی.

انسان د ځان په زیارت مینجاور شوی. 

آه، ځار مو له حوصلې او شریفو زړونو شم؛ لږ را څخه دمه شئ!

 

شپږدېرشم ګام

«ټول د خدای تعالی په لور په سفر کې دي.»

موږ باید واقعي او ناواقعي سره جلا کړو.

یوازې خدای تعالی واقعي دی.

پرته له واقعي ته ورتللو بل هدف نشته.

نو هره لاره پر هغه ور روانه ده.

خو د قدرت او شهرت لوږه، آزادي خوري.

دغه لوږه جنګي ذهن، جنګي افکار-باورونه او دریځونه زده کوي!

بیا یې په طریقه او روش بدلوي!

بیا یې په آرامه او په شخړه ترویجوي

او د مرګ تر شېبې پورې آزاد ژوند تر قضاوت لاندې نیسي.

د قدرت او شهرت لوږه، زړه او پخوانۍ لوږه ده. دغه لوږه هغه وخت خطرناکه ده، چې فکر- باور، اخلاق او رواج یې بهانه وګرځي.  

اندېښنه شته، چې په دومره اورونو بار کلمې یو دم را چپه نشي!

بس څه چې خدای تعالی غوښتي وي. څه چې خدای تعالی غوښتي وي، وړاندې به خپل انسان تل ته سر ور ښکاره کړو:

 

مکتبونه د ایډیالوجیو په رنګینو لمبو کې

معارف د ایډیالوجۍ په واکسین اخته شوی وه. (درې څلور لسیزې څټ ته پاتې خاطرې یو ځل بیا راویښوم) دا واکسين ډېر خوږ وه؛ ځکه نو چا د لینین فاړسي شوی کتاب په ګنډه کې پټاوه، چا د دین د احیا لپاره له مصره را صادرې شوې نوې سیاسي سیپارې په ګوښه کې، او په پټه په مکتبیانو باندې وېشلې.

او شاهي یا جمهوري ارګنشینان، د خپلو خانداني مړو په زور چلېدل! د هغوی په خانداني ګډ تقدیر کې حکم کول او پر دغه ملت شپني کول لیکل شوې وه! خو دا وخت د هغو بزګرانو بچیان، چې شاهي قانون ښوونځي کې زده کړه ورباندې فرض کړې وه، د شاهي او خانداني نظام پرضد په مظاهرو او لاریونونو شول.

نور هم په لاریونونو او مظاهرو شول. چا خلکو ته ځمکه د مساوات هندسه جوړوله، او چا ځمکني برجونه ورانول او نقش او نګار بیرغونه یې سوزول، چې که د وعده شوې «ایتوپیا» ورکه دروازه، په ذهني ذکر او د اوږدو شپو قصیده پخولو په اجر کې را ښکاره او را خلاصه شي.

هی هی! د ډوډۍ شعارونه هم ولاړل!، د خلاصون لوظونه هم په مرګ ویده شول!! دا ټول د بل د بدلولو له اوره ډک ډک ګلڅېره ګلڅېره ځوانان هم د انقلاب او انقلاب ضد په کبرونو کې خاورې ایرې شول!!!

 

په وینو ککړ سره، شنه او سپین بیرغونه

مړي دومره ډېر شول، چې چا ته ګور او کفن نه رسېده. وینې دومره تویې شوې، چې نه یې سره او نه یې شنه او نه یې سپین بیرغونه په پاکولو او وچولو پسې رسېدل.

اوس یې نړیوال را غوښتي. د «روبسپیر» او جورج واشنګتن د تصنیف شویو سیاسي ارزوګانو، په اکاډمیک غرور سنبال اته څلوېښت هیوادونه په ښکاره او ګاونډیان په پټه، له موږ څخه «نفر کشي» کوي!

د رنسانسي او ولسواک عقل مشعلداران، په زغره والو جامو کې، دلته د خپلو ګرځنده لپتابونو له حافظې څخه چادري پوشه ښځو او زده کړیالو نجونو، کونډو رنډو ته د سوداګرۍ، او قانوني او شورایي ادارو ته ودرېدلو لپاره  وړتیا موندلو درسونه را باسي. او رسنۍ وایي، چې مدني ټولنه، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د تاوتریخوالي د زیاتېدلو له امله اندیښمنه ده!

اخر ولې معلولیت؟ ولې منفعل سرنوشت خپلوو؟ ولې موږ ټول یو مجبور نفوس یاستو؟؟؟ 

 

واجب الاحترام او غیر مسوول نفوس

د جنګ جادوګر، زموږ دنګ دنګ بدنونه، د ایډیالوجیو په یکشنبه بازار کې دستچین کوي او ذهن او زړه مو د جنګ  د شرابو په اعتیاد اخته کوي او ځکه بې اختیاره خپل سړي را څخه وژل کېږي.

ځکه وران افغانستان د روس او امریکې، ایران او پاکستان کارنامه ګڼل کېږي.

ځکه د نامدارو او بې نومه شهیدانو له یاد او خاطرې نه شرمېږو.

ځکه شکایت، او قضاوت او د نورو یو مخ ورک کول را ته مسلک ګرځېدلي.  

زموږ پر اورمېږ خپله توره را خښه ده.

موږ پر ځان ماشه را ښکلې.

موږ د خپل ذهن له جام څخه د «شکران جامونه» څښلي. 

له دغو اوږدو خبرو سره به یوه بله دمه هم واخلو!

 

اووه دېرشم ګام

«یوازې خدای تعالی واقعي دی، پرته له هغه هېڅ شی واقعي نه دي.»

 

موږ په جنګ پیدا یو. موږ یې جنګي را لوی کړي یاستو.

موږ مجبور سربازان او مجبور وژونکي یاستو!

زما د ماشومتوب چیغې د ټوپک له چیغو ټیټې وې!

او تر اوسه پورې زما غږ، زما خبره، زما د زړه وینا،

د ټوپک له غږه ټیټه او وروسته پاتې شوې؛

ځکه د ټوپک چیغه لومړۍ جایزه اخلي او د معصوم غږ په زرینو اشارو او نښانو کې پټه نوې وینا،

د فکر او فتوا د  ګمرک د قاضیانو او مفتیانو، تر قلم لاندې چلیپا خوري!

او ددې خطر شته، چې قواله دار مفتیان، د سرنوشت په پاڼه، ټوپک ورته رسم کړي!!!

ښه څه چې خدای تعالي غوښتي وي!

پرته له خدایه هېڅ «قدرت، پوهه او آزادي» نشته.

موږ وژل په ماشومانه لوبو کې زده کوو.

موږ ته یې جنګ د غیرت په ناوکۍ کې پټ کړی.

دلته نظم د وژلو پړونی او دستار شوی.

دلته ننګ او غیرت د ژوند وینه خوري.

دلته هم په ادب او هم په عرف کې بل کچه، ناچله، او بیګانه معرفي شوی.

دلته «بل» دوزخ دی، دوزخ دی، دوزخ دی!!! 

زما مشر ماما، د شاهي دورې ژاندارمه پولیس به د ځوانو ټانکستانو او پیلوټانو د عسکري انقلاب په وختونو کې له درده وېل: هېڅ خبره نه ده؛ پسونه یې په تیاره کې څوک شنه، څوک سره او څوک ژېړ رنګ کړي او په خپل مینځ کې په جنګ خوشې کړي!

ښه دا د یوه داسې چا د نظر پانګه وه، چې اوس یې له دې مادي ژونده کډه کړې- هماغسې چې موږ او تاسو هر یو به په خپل وخت سره کډه کوو!

دلته جنګ د کورنیو ورځنی درس دی.

دلته توره او ټوپک، لاسي بم او واسکټ د کورونو دیوالونه، تاخچې او نور ځایونه ښایسته کړي.

دلته جنګ په فرهنګ اوښتی.

دلته ماشوم د مور له تيو سره د لاسونو حرکات زده کوي؛ خو د اختر په ورځ، چې کوڅې ته راووت، د پاکستاني پټاقیو او پلاستیکي ټوپکونو په ذوق او شوق اخته کېږي.

بله ورځ، د یوه ځانګړي فکري-باوري دریځ په خپلولو سره، په خوله او په کوتک، په توره او په ساطور، په ټوپک او په واسکټ او په څه شي او څه شي سره، د بل بدلولو په لښکر کې . ټولعمره عسکر کېږي.

زموږ کورونو کې یوازې د «شهیدانو» عکسونه مجاز ګڼل کېږي.

شیهدان مو په وسله او چانټه، لاسي بم یا ارپی جي راکټ انداز شانداره ښکاريږي.

د شهید څېرې، برېت او ږېرې، ادا او د سترګو تور و برېښ، زموږ حواس، ذهن او حافظه په جګړه تغذیه کوي. موږ کې جنګي کلام، جنګي فرمان، جنګي نغارې بغس کوي.

جنګ د «زئوس» او «هلاکو» کار دی.

جنګ د نفس بچی دی او موږ خپل څنګ سره ودرولی او په خپله ککره «خان» کړی.

جنګ د قدرت لوږې اختراع کړی.

د جنګ میدان کې د سړي شهرت پیدا کېږي.

او په څېره معاصر او نازک؛ خو په زړه وچ، زوړ او تیږه ګرځېدلی انسان جنګ -د بل بدلولو جنګ- یوازې او یوازې د «قدرت او شهرت» د نفساني اشتها لپاره اختیار کړی.       

اخر څه وکړو، جنګ را ته د ژوند مالګه جوړه شوې!

نوم یې توریالی را باندې ایښی.

تاریخ مو جنګیالۍ ډرامه ده.

د مکتب د کتاب شعري برخه هم ماته قسم را کوي:

«که په میوند کې شهید نه شوې...»

مزل اوږد شو، لږه دمه به واخلو!

 

اته دېرشم ګام

«ښادي یوازې په ابدي کور کې موندل کېږي. او تر هغې ورځې، چې حقیقي «زه» پرته له خدایه د بل څه لټه کوي، د خدای د اقلیم په لور به سفر ونشې کړای؛ بلکې ددې خاورینې دنیا په زنځیرونو کې به زنداني وې.»

«ته څه غواړې؟ په آزادۍ کې ژوند او له خدای سره، که په زمکني زندان کې د وخت تېرول؟»

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۶                           سال دهم                          میزان           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی           ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۴