کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

یوویشتم ګام

«مینه، د مینې په غوښتلو په لاس نه راځي؛ بلکې مینه د هغه چا پر لور ورځي، چې نور ته مینه ورکوي.»

ژونده! زه عذر غواړم!

اوس وېره نشته؛ ځکه بیا څوک په خپل فکر-باور نه را جذبوم، ځکه خدای تعالی لرم او کامل «قدرت، پوهه او عشق»، له هغه سره په «اوسېدلو» کې موندل کېږي.

چې له خدای سره واوسم، څه کار به را پاتې شي؟

چې عاشق نه شم، هغه نشته!

چې پرته له توپیره، په ژوند میېن نشم، هغه نشته!

چې له ټول ذهن، حواسو، او ټول زړه او وجود سره عاشق نشم، له هغه بل ځای یم.[1]   

عشق له کلمې لوړ دی. تر بري ژور دی. له ماتې بهر دی. عشق د خدايي ژبې ټول نوم دی. عشق ټول کلام دی. 

د ژوندي کلام استاد په وینا: «دې ژوندانه کې ډېره مهمه ده، چې یو څوک له ځانه ډېر را باندې ګران واوسي. څه یو انسان وي، یا یو کورنی حیوان.»

 

زړه له جنته راوړې برخه

رښتیا چې زړه ژوندی وي، زړه واکمن وي، زړه پاچا وي، هرڅه سپېڅلي کېږي.

دا بیا زېږون دی. دا نوی ژوند او نوی ژوندون دی. دا له سره ژوندي کېدل دي.

یوه ماشوم ته پام شئ! هغه پرېږدئ، چې د خدای تعالی په دې سپېڅلې ژوندۍ دنیا کې، سپېڅلی او ناسپېڅلی سره بېل کړي،

هغه ته حق ورکړئ، چې د وګړو او خدای تعالی ترمینځ نېږدېوالی او لېرې والی جریب کړي،

هغه پرېږدئ، چې ځمکه او آسمان سره جلا کړي!

ماشوم دا یو هم نه کوي؛ ځکه ماشوم سپېڅلی دی، دنیا یې سپېڅلې ده.

ماشوم داسې خاندي؛ لکه د خلقت په زړه کې چې وي.

ماشوم ته په مرغانو ډکه فضا آسمان دی.

هغه، ځاله کې ناست مرغه هم د آسمان په برج کې ويني.

ماشوم د حقیقت ګاونډی دی. او زه هم په بیا زېږون سره حقیقت کې هستوګنه پېلوم.

ماشوم خپل جنت دی.

سترګې یې یوازې جنتي ښکلاوې، رنګونه، ښایستونه ویني.

غوږونه یې یوازې جنتي ترانې اوري.

زړه یې مخامخ د الهي عشق او رحمت له بحره اوبه څښي.

خوله یې یوازې سپین، سوچه او ژوندي احساسات وایي، وایي، وایي...

تر هغو چې مشران یې زړونه، حواس او جنتي مستۍ، د عقل او اخلاقو په مسلخ کې ترې را وباسي او کبرجنو کتابدارانو ته یې وسپاري، چې مامور ملا، یا ملا مامور ترې جوړ کړي.

 

مرګ د ډارنو کلتور

ژوند زړور زړه غواړي او یوازې عاشق زړه زړور دی. او د عشق قحطي عظیم ډار او هغه بیا په انتحار پښه ږدي.

ځان وژل، ژوند نه کول، او له ژوند څخه مخ اړول، بې وسي ده.

تېښته ده او زموږ د نه پېژندلي درانه ډار لپاره پړونی دی.

ژوند د آزمېښت ډګر دی. ژوند مبارزه ده. ژوند زړورتیا ده. ژوند اتلولي ده.

د مرګ په جوړولو سره غازي کېدل څه ځواني ده!؟ زه او ته باید د ژوند غازيان شو.

د ژوند غزا میېن زړه غواړي.

ژوند د سختیو تجربه کول دي.

ژوند په لوړه ختل دي.

ژوند د غرونو له مینځه د لعل او مرجان را وېستل دي.

ژوند کار دی، زیار دی، زده کړه ده، آزموینه ده.

ژوند درد سر دی. ژوند د نامعلومو معلومول دي.

ژوند نوې لار، نوی حرکت، نوی سفر دی.

ژوند آسمان زده کول، آسمان ته ختل او آسماني کېدل او اوسېدل دي.

ژوند د حقیقت شرق ته تر رسېدلو پورې، پرله پسې لوېدل او را پورته کېدل دي، لوېدل او پورته کېدل دي...

دومره به لوېږې، چې لوېدل دې تمام شي.

دومره به پورته کېږې، چې هېڅ شي پورته پاتې نشي.

دومره به ځې، چې «هغه» ته هېڅ لاره پاتې نشي.

دومره به د ځان شمع بلوې، چې یو څاڅکې ماده، ذهن، احساس او عاطفه در پاتې نشي.

په داسې «هېڅ» کې به څوک پاتې شي؟ ووایه پرته له خدایه به بل څوک پاتې شي؟

هېڅ کې هېڅ نه شته پرته له یوه هغه څخه!

او دا ټول د خدمت لپاره، د الهي عشق لپاره او د الهي سپرغۍ (روح) لخوا، د خپلو ذاتي الهي صفتونو د خپلولو په خاطر تر سره کېږي!   

او عشق بې تعریفه دی، یوازې په «آرامتیا، هوسایۍ، خوشحالۍ، اګاهۍ، بې طرفۍ او بې غرضۍ...» سره تمثېلېدلای شي.  

نه! عشق بې کلمې دی.

عشق بې کلمې کلمه دی.

عشق الهي سرود دی.

ټوله هستي، ټول ستوري، ټول کیهانونه، ټول آدمیان، خزنده ګان، الوتونکي، غرونه، سیندونه، د باران څاڅکي، د هر شي غږونه، دغې شپېلۍ پو کړي.

نو:

لویه خدایه! زړونه مو ستا شول، لږ د مینې، اګاهۍ او آزادۍ باران!

یو څه ساه به واخلو!

برکت یوسئ

 

دوه ویشتم ګام

نقل دی، چې ملنګ ووېل:

هغه چېرې ولټوم؟

ویې وېل: چېرې دې ولټاوه، چې ودې نه مونده؟

تذکره الاولیا، ابوسعید ابولخیر

 

انسان د نفسي ذهن په تیارو کې اسیر ګل

نشته داسې ګل چې له یو متنوع او په خپل فردیت را غوړېدلي انسان سره یې مقایسه کړم. 

او د هر یوه بل فکر، باور، نظر او ژوند په شتوالي سره، دغه ټول آزاد انسانان، د خدای تعالی د ارادې په خدمتګارانو بدلېږي.

انسانان او ژوندي موجودات جلا جلا زړونه او غږونه دي او په دومره غږوره سمفونيکه دنیا کې، ژوند عجیب موسیقار جشن جوړېږي.

 

د بل په بخښلو سره د ځان بخښل

د ژوند رود له الهي سرچینو را بهېږي.

دغه رود سپېڅلی دی. هغه پنځولی او هغه مطلق «ښه» دی؛

نو زه ولې دغه ښه رنګ نه خپلوم؟ ولې ښه په خپل فکر، باور او دریځ سره نه ځلوم؟

ولې د «کامل»، کاملې «ګاهۍ، آزادۍ او قدرت» لپاره لاره، مجرا، دریڅه، او همکار نه ګرځم؟

آیا له ابدي حقیقت څخه پرته بل ښه هم شته؟ آیا ددې ارزښت نلرم، چې د حقیقت شپېلۍ او سندره شم؟

د کلمې د ژوندي استاد په خبره:

« هر فکر، کلمه او یا عمل، یا زموږ کالبوت پاکوي، یا یې ککړوي.»

نو لویه خدایه! ته مو زړونه د حقیقت د مینې لیوني کړې.

ته مو زړونه او ذهنونه د ژوند لیدلو او پاللو، مرستۍ او همکارۍ لپاره، د قدیمي قدیمي ذهني میراثونو له خوسا خیرو او تیارو را خلاص کړې!

ته مو په ټول وجود له ژوند سره مینې کولو ته وزګار او چمتو کړې!

د ژوند او ژوندي حقیقت ښکلا او ځلا او مطلق ښه والی نشم ویلای. دا کار د ذهني ادبیاتو او ساینسي معلوماتو په وس نه دی!

حقیقت د زړه ژبه غواړي او د زړه ادبیات لا د کلام میراث خواره رب النوعه ګان، د ادبي صنایعو او فنونو شاهانه بازار ته نه ور پرېږدي.

دې بازار ته به د یوناني اسطورې له دروازې ور تېرېږې.

دې بازار ته ننوتل د مخورو دروازه بانانو په اجازې سره کېږي.

دلته به یا لرګینې پښې ځان پورې تړې یا به خپلې چنار چنار پښې اره کړې غورځوې. 

دلته د مړو سرودونو او کتابونو د دودونو عطر دي، چې د تخلیق د ډولۍ شهزاده ګان او شهزادګۍ به ور باندې مسموم شوي، د واکمن فکر او دریځ بازار ته ننوځي.

زړه بې اجازې میېن دی. حقیقت هم په ټولو نظمونو، سرودونو، کتیبو، لوایحو، سنګ نوشتو، کاغذي متونو، او د وینډوز په جاوګریو مشر دی.

حقیقت بې اجازې شتون درلود او بې اجازې ژوند کوي او راتلونکې هم ددغه بې اجازې حقیقت یوه ننداره ده.

حقیقت تر ټولو مشر پوه او مشر ذهن او مشر وجود دی.

حقیقت د انساني ذهن له اجازې پرته ژوندی ؤ، ژوندی دی او ژوند به تل له الهي سرچینو په حقیقت ډک او مالامال راځي او بیرته ورځي.

حقیقت بې پلاره دی، بې موره دی.

نه فکر لري او نه د یوه فکر مخالف دی. موږ په ذهني دبدبه، د حقیقت په ښکار پسې را وتي یو.

خو حقیقت ته ځان سپارل، ټوله سوله ده، ټوله فتحه ده. او حقیقت د هرڅه کمال دی.

نو د خبرو پر ځای به یو دمه حقیقت ته غوږ شو.

 

درویشتم ګام

«د بل وګړي د آزادۍ له پېلېدلو سره، زموږ آزادي ودرېږي؛ دې ته د مسوولیت واټ واي.»

بت شوی حقیقت

حقیقت کې یوازې آزادي، اګاهي او قدرت اوسېدلای شي. حقیقت زموږ په فردي آزادۍ، اګاهۍ او مینې سره تمثیلېدلای شي.

موږ د حقیقت مادي- ذهني کنډولي یاستو. حقیقت زموږ د اګاهۍ د کنډولي په اندازه را سره شته.

غوړېدلې اګاهي غوړېدلی حقیقت،

او متحجره، باورمنده، بشري تالیفاتو او عادتونو جوړه کړې اګاهي، هماسې زړه قدیمي او مرګ صفته اګاهي!

هر وګړی د فردي اګاهۍ مظهر دی. موږ خپلې فردي اګاهۍ را په ډاګه کړي یاستو.

اګاهي فردي انتخاب دی. ځکه نو حقیقت هم فردي دی.

وګړی حقیقت د خپلې اګاهۍ له قد څخه ویني، هغه بیانوي او په نورو تطبیقوي!

ځکه نو حقیقت د انساني اګاهۍ په خاوره، لرګیو، ژېړو، مسو او وسپنو سره بت شوی او اوس پر ځمکه باندې حکم چلوي.  

موږ ښایي د یوه یوه بت شوي حقیقت بتخانه واوسو!

موږ ښایي بندیخانې، زنځیرونه او زولنې، د اعدام او ګویتین رسۍ او ساطورونه د «بت حقیقت» راضي ساتلو لپاره جوړ کړي وي!

ښایي ډېری وینې تویېدنې د بت شوي، یا وچ او زاړه شوي، مړه خو «تاریخي» حقیقت په خاطر رامینځ ته شوي وي!

 

آزادي د فرد سرنوشت

خو: له دې ټولو ذهني-نفسي کوډو سره سره، آزادي د فرد سرنوشت دی.

آزادي دومره ډېره، ناپایه او له تصور دباندې ده، چې یو سر یې له «ما، تا، هغه» سره دی او بل سر یې د حقیقت په نو پورې تړلی. او وګړي ټول د حقیقت اولادونه دي!

آزادي د حقیقت له مدینې را پنځېږي.

آزادي خدایي ابدي کلمه ده.

«آزادي» په ټوله هستۍ کې، د خدایي کلمې په توګه لوړې ژورې وهي، تر هغو چې یو فرد د «صغیر حقیقت» یا «صغیر کیهان» په فردي اګاهۍ کې را ویښ شي. 

دا نوی فرد دی. دا نه څوک بدلوي، نه څوک جوړوي، نه څوک مقدس یا ناولي کوي.

دا فرد یوازې ژوند، آزادي، اګاهي او مینه ویشي.

په داسې «نوي فرد» کېدلو سره یو انسان، یو ژوند ژغورل کېږي.

یوه فرد کې آزادي پنځیږي. او نوی فرد د آزادۍ په نا نوشته سپین کانال بدلېږي.

د فرد سرنوشت د خپلې فردي آزادۍ پوره تجربه کول دي.

 

انسان هومره آزاد، چې کولای شي!

انسان آزاد دی، چې مادي شي یا معنوي شي.

انسان آزاد دی، چې ځمکه خپل پایتخت جوړ کړي یا په خپله فردي او نه تجربه شوې لاره، آسماني پایتخت په لور الوت وکړي.

انسان آزاد دی، چې د ګېډې، حواسو او ذهن د اشتهاوو لپاره ټول ژوند مصرف کړي یا ځان د ټول ژوند خدمتګار وګرځوي.

انسان آزاد دی، چې بې قید او شرطه مینه ګر شي، یا د شهرت په ګټلو کې خپل زړه له لاسه ورکړي.

انسان آزاد دی، چې د انسان سوزولو بټۍ جوړې کړي یا د زړه له دریابه نوی تاج محل راوباسي.

انسان آزاد دی، چې دنیا په ځان او «ځان» د ذهني نفسانیاتو په شیطان وخوري!

او هغه انسان هم آزاد دی، چې ځان له مادي-ذهني خوبه راپاڅوي، او ځان کې ټول جهان را ویښوي او د خلقت د فلسفې په اراده، د ژوند او ژوندو او د ژوند د نغمه ګرې سرچینې خدمتګار ګرځي.

دادی آزاد انسان! دادی د آزادۍ ځواکمن خدمتګار، دادی د ژوند د ټولو رڼاګانو او نغمو همزولی. 

دغه نوی انسان پسې به یو څه لټه وکړو؛ ګوندې زموږ دننه تیاره برخه کې خوب وړی وي!

 


 

[1]  د مقري د ساده زړه خبره کوله نو زه د خپلې هرې هغې خبرې، هر هغه حرکت، هر هغه چلند، هرې هغې وینا، لیکنې، دریځ او هر هغه عمل په خاطر، چې د خدای تعالی د یوه آزاد مخلوق د فردي آزادۍ، شخصي قلمرو، او ګټو پر خلاف- ولو که په نااګاهانه ډول- تر سره شوی وي، د زړه له کومې عذر غواړم! 

زما په عذر او بخښنې غوښتلو سره یو، یو، یو... ژوند ژغورل کېږي.

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۱                            سال دهم                             اسد           ۱۳۹۳  خورشیدی               اول اگست  ۲۰۱۴