کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

څلورویشتم ګام

«ته خپله د ځان مشکل یې. باید پوه شې او مخکې تر دې چې د خدای راز درک کړې؛ پېل کې باید د خپل کوچني «زه» راز کشف کړې. دا قانون د «ځان» دی او  خدای قانون دی. ځکه نو تا ته وایم، تر هغو دې چې خپل دننه پټ «زه» فتحه نه کړې، او د هغه معما دې نه ده حل کړې، د خدای په لټه مه وځه.» 

 

«اصل انسان»

انسان په خپل فکر، دریځ او چلند سره نوی پیدا کېږي. دا بیا زېږون دی. دا نوی او تازه انسان دی. دا شان لوړ او «اصل انسان» د بل نسکورولو د مکتب او باور له زولنو آزاد دی.

هغه هر بل ژوند او هر ژوندي ته د خدایي نښې په سترګه ګوري.

هغه ټول آزاد انسانان، د خلقت د آسماني شعر کلمې، استعارې، تشبیه ګانې، انځورونه او اهنګونه ګڼي.  

آه! څه وکړو! دا معاصر، باشعوره، روزل شوی،

په څیره ښوی، په جامو ښایسته، په نوم سرلوړی،

په قوم، ژبه، نژاد، باور او تاریخ او هرڅه اصیل انسان ولې د بل له سر او مال څخه لاس نه اخلي!؟

ښایي ځکه چې موږ د اپلاتوني سمڅې هغه لرغوني سړي یاستو، چې د حقیقت تت سیوري مو په خپلو انساني اګاهۍ کې حفظ کړي!

بیا مو هغه ته پټ په پټه، د رب النوعګانو او خدایګوټو جامې، څېرې، شاخ او برېت ورکړي او تر دې اوسه اوسه د هغو په خاطر، خپل او د بل سر او مال په قمار وهو.

د سمڅې د فلسفې له مخې، هر وګړی یوه شخصي اګاهي او یو شخصي حقیقت دی. له توازنه وتي حواس او ذهن، دغه شخصي حقیقت- هماغه د سمڅې په دیوال د حقیقت پروت تت انځور- په پرستش بدلوي او ددغه ذهني خدایګوټي په خاطر نه ځان آرام پرېږدي او نه بل څوک خپل خپل فکر، دریځ او باور ته پرېږدي!

 

د شخصي حقیقتونو سور ډګر

دا په جنګ سره میدانونه،

دا په ډاګ پراته بې تنې سرونه، او بې سره جسدونه،

دا جنګ ته رنګ کړي، خموش ولاړ زغروال ټانکونه،

دا د مېګ او اف۱۵، ۱۶، ۱۷...، اواکس او میراژ کورنۍ جټ الوتکې، ټول د فردي او بت ګرځولي حقیقت، په مکتوبه اراده جوړ شوي، چمتو شوي او پراخو نورو وینې تویولو او د نورو بدلولو آمر ته ولاړ دي.

حقیقت یو دی. حقیقت تازه دی، نوی دی، ژوندی دی او حقیقت همېشه او همیشنی دی.

خو زموږ اګاهي، چې د پلرو او نیکونو د غوره اخلاقو په دم او دعا او د اوږدو شوګیرو د قصیدو په زور را کړل شوې؛ اصلي حقیقت-ژوندی حقیقت- نه ویني.

حقیقت شته؛ خو موږ یې کتابتونو او موزیمونو او د قبرونو په لوحو او د معبدونو د خدایګوټو د مینجاورانو له خولې اخلو.

زموږ اګاهۍ حقیقت ورک کړی، ځکه چې حقیقت په هېڅ راز حواسو او ذهن کې نه ځاېږي، ځکه نو حقیقت د زړو نښو په بڼه، موږ کې زیارت شوی. 

هغه د ستر «رومي» د انګور، عنب... کیسه به مو اورېدلې وي!

ټولو انګور یاداوه، خو نومونه یې مختلف ورته کارول! او څو انسانان، په بېلابېلو ژبو کې د انګورو بېلابېلو نومونو سره په جنګ کړل.

څه ښه خبره ده: « خدای هغه څه دی، چې ته باور پرې لرې. هېڅ انسان د خدای د هستۍ په اړه تېروتنه نه کوي؛ خو یو انسان هم په سمه توګه نه پوهېږي، چې دده پېژندنه له خدای څخه څه شی ده؟»

 

د انګورو د نوم پر سر جنګ

انساني اګاهۍ حقیقت محدودوي. انساني اګاهۍ حقیقت لکه غوږ، پزه، ژبه داسې له اصلي سرچینې را پرې کوي.

زموږ حقیقت، د «حقیقت» یوه څېره ده. حقیقت په بېلیونونو څېرو وېشل شوی دی. هر وګړی یو فردي حقیقت دی؛ خو «کامل حقیقت» نه دی.

کامل حقیقت د ذهني-حسي اګاهۍ له محدودو بهر او آزاد دی، ځکه نو پر ځمکه د حقیقت ګلیکانې دروغجنې دي.

یو څه دمه، یو څه به ورو شو!

اخر ټول حقیقت ته په مزل کې یو!

 

پنځه ویشتم ګام

«د رستګارۍ ادعا مه کوه؛ تر هغو چې آوازې ستا پاملرنه ورجلبوي؛ تر هغې ورځې چې د بل ملامتیا، له خپلې هغې زیات ستا د اندېښنې وړ ګرځي، تر هغې د خپل «زه» پر مشکل لاسبری شوی نه یې.»

 

حقیقت د جنګ مدرسه!

حقیقت ژوندی دی او په هر لور روان دی؛ ځکه چې هېڅ لور ته پرته له حقیقت څخه هېڅ شی نشته.

خو حقیقت چې وچ شو، بیا نو مړی دی؛ لکه بې روحه انسان چې مړی دی.

ژوند د حقیقت ټاټوبی دی. هستي د حقیقت ننداره ده. نیستي د حقیقت نه پېژندلې هستي ده.

حقیقت یوازې په ټول حقیقت کې ځایږي، لکه کائنات، لکه ځمکه، لکه آسمان، لکه ستوري، لکه د خداي تعالی ټوله خدایي چې ژوندي حقایق او حقیقت دي.

لکه خدای تعالی چې په هېڅ شي نه بیانیږي، حقیقت داسې تر هر ډول ذهني بیان او عقلي تفسیر او استدلالي جادوګریو لوړ او بهر ودرېږي. 

انساني اګاهۍ حقیقت برخه برخه غلا کړی او دومره مهال انساني ټبر د حقیقت په وچو، بې ساه او بې ژونده نښو، د تقدیس لوحې لګولي او د خپل ډول کشیشان خپل کار وبار کوي.  

 

جنګ د انساني اګاهۍ تولید

جنګ د نفس اولاد دی.

یاغي، له کنتروله وتلو ذهني نفسانیاتو (قهر، شهوت، مادي ذهني تړلتیا، طمعې او ځانپالنې) حقیقت په شنه اور بدل کړی! په دا ډول فضا کې، حقیقت د جنګ مدرسه ده!

انساني منظمو او متمدنو ټولنو، حقیقت مکتبي کړی او ددغه مکتب طلبه، د ژوند پر ضد جنګ ته په ډول او په باجه روان دي.

ژوند خدای تعالی پیدا کړی، خو معاصر باورمند او روزل شوی انسان، ژوند په کاڼو ولي.

خدای تعالی ژوند په بیلیونونو او تریلیونونو او...څيرو او نژادو او رنګونو کې پنځولی، خو انساني اګاهۍ بل رنګ، بل فکر، بل باور، بل دریځ...نه مني.

انسان ته «بل» دوزخ دی!

د «روا» او «ناروا» پولې انساني اګاهۍ جوړې کړي.

انساني ذهن په دې میېن دی، چې هر شی- حتا حقیقت- د شي په بڼه وویني!

ذهن له زړه سره ضد کړی، چې خامخا به حقیقت په شکل، جسم، زمان او مکان کې خپل اوج څرګندوي.

انسان دومره مهال لګیا دی، چې «حقیقت» د شي په بڼه تر لاسه او د خپلې خېلخانې، قبېلې لپاره یې ثواب ګټونکی میراث پاتې شي.

دغه د (قهر، شهوت، تړلتیا (وابستګۍ)، طمعې او ځانپالنې)  په وحشي اژدهاوو سپور انسان، حقیقت- د حقیقت سیوری- خپل ملکیت ګرځولی.

دغه انسان، په ذهني- نفسي اسارت کې، بل فکر- باور او دریځ ناروا ګرځولی.

دغه باورمند موجود، ځمکه په «خپل» او «پردي» وېشلې ده. او پردي ته زین کړي آسان ساتي، چې د لوی قهر په یوه جګړه کې یې له ځمکې ورک کړي.

 

د اخلاقو کتاب!

انسان سره له دې، چې غاښونه یې د سبو او میو خوړلو ته جوړ دي، خو غوښه خور را لویږي.

هغه پر ژوندي ستوني تیره تیغ را کشول، د اخلاقو په معتبره کتاب کې ځای کړي.

حیوانات د خپل فطرت او طبیعي اړتیا له مخې، د یو بل غوښې خوري؛ خو انسان، چې عقل یې، په کاغذونو کې ثبت شوي؛ د کلونو، قرنونو او زرګونو کلونو زړو تجربو، پوهو، احکامو او اخلاقو پړسولای او ډک کړی دی. همدغه ډول انسان د بل آزادي، ژوند او مال هدف نیسي او خپل یرغلونه، نیواکګرۍ او غوبلونه، په جشنونو کې نمانځي.

انسان ولې سولې باندې د جنګ اور را کوز کړی؟

دا څه شی دي، چې له سپینو شودو را لوی شوی انسان، په قتل باندې پښه ږدي او قتل خپل لرغونی سرنوشت پېژني؟

 

ځانپالی ذهن قاتل دوزخ!

د بل په ژوند، مال او حیثیت باندې تېری، په انساني اګاهۍ کې زوکړه کوي. ځانپالی ذهن قاتل دوزخ دی.

د انسان ټول کرکجن کارونه ذهن نقشه کړي، ذهن په ځان کې پاخه کړي او بالاخره ذهن د انسان په اراده او عمل باندې بدل کړي.

ذهن کوډګره بلا ده. د ذهن لومړی قرباني هغه وجود دی، چې مکتبی او مدون ذهن یې په زړه، اګاهۍ، حواسو، عواطفو او ناخوداګاه کې د قتل هګۍ اچولي.

های های، له انساني ځانپرستې اګاهۍ څه مړ، خوسا، عتیقه او قدیمي بوی خېژي!

دمه به شو، کنه دا لوړې چیغې به په ځان کې لمبه شي!

 

شپږویشتم ګام

«له تا سره بیا د معما په ژبه خبرې کوم. خو د هغه چا لپاره، چې د حقیقت د اورېدلو وس لري،                  زما یوه خبره هم معما نه پاتې کېږي. کلمې حقیقي دې او نه فناکېدونکې...

ځکه نو وایم: هر کلام چې د خدای په نامه ادا شي، د خدايي علت پیغام برسېره کوي. ځکه نو غوږ کښېږده او پوه شه.»

 

انساني اګاهي او د قتل او غلا سواد

ماشوم له دې انساني غمه بیغمه دی. وګړي د خوسا فکر ککړتیاو داسې په خونړۍ رنګ اړولي.

څه به یې کړې، چې فکر وي، خو د چا د وژلو، بندولو، لوټلو او نفرینولو!

ولې د ماشوم خندا زموږ له مدونو، اصولي، او مهر و موم شویو فکرونو، مانېفستونو او مکتبونو لوړه ښکلا وېشي؟

ماشوم خدایي دی. هغه د قتل او غلا سواد نه لري.

ماشوم ساده دی، کټ مټ د حقیقت په شان، نه چا ته بادار دی او نه غلام ته لاس د مچولو لپاره ورکوي.

ماشوم نه سر ټیټوي، او نه سر ټیټي سړي ته ګوري.

ماشوم فقط سترګو ته ګوري.

ماشوم د سترګو له لارې خپل ساده خدای ته رسېږي.

ماشوم نه چا ته صاحب وایي او نه د صاحب کارونه کوي.

د ماشوم ژبه یوه بې پروا خندنۍ سندره ده.

هغه د هېچا نوم نه پېژني. خو د هر چا په سترګو کې یو څه شی پېژني، چې له آسماني کوره یې په یادېږي.

ماشوم آسماني راه بلد دی. هغه په خدای خبر دی. هغه له خدایه ډاډه دی. هغه له هېچا وېره نه لري، حتا له خپل څښتن سره داسې بې پروا او آسانه اوسېږي، چې ته به وایې د لمر په غېږ کې پروت دی، د جنت ونو ورباندې سیوری جوړ کړی، پرښتې ورته په ګډا دي او د ځمکنیو پاچاهانو، خرمسته آسان یې له مخې نشي تېرېدلای.

ماشوم د پرښتو په درجه دی،  د لمر په اندازه دی، د جنت برابر یې زړه دی، او کورګی یې د خپل خدای په لوی کور کې امن دی.

ماشوم نه درجه دار جنرال دی، نه د هندوانو د ټیټې طبقې رټلې انسان شکله حیوان!

ماشوم ته یوازې خپل خدای لوی ښکاري او بل هېڅ شی لوی نه ویني!

خدای یې دومره لوی دی، څومره یې چې زړه غواړي.

ماشوم د خپل زړه موټرک دی.

ماشوم د خپل زړه په «زړه» ځغلي.

زړه یې سلطان دی او دی یې ټول سلطنتي هیواد په خپل زړه، ذهن، حواسو، روح او ټول ځان کې، د خدایي ښار او کلي په لور وړي.

ځکه نو خپله یوه شېبه خوښي د احمد او د محمود په پاچاهۍ نه ورکوي.

 

زموږ غټانو ډک ذهن او پوچ حقیقت

ماشوم په حقیقت ډک دی، ځکه د حقیقت لټه نه کوي. د حقیقت لټه غټان، سړیان  او مشران کوي.

ماشوم یو پل هم په حقیقت پسې نه اخلي.

ماشوم په خپل حقیقت کې مېشت دی، ځکه د پلرونو او نیکونو نیک کارونه، حتا لمونځونه، روژې او نور عبادتونه په خوله ور زده کېږي. دا پوهه ماشومان اخلي او داسې یې انساني اګاهۍ قد باسي. 

خپله رښتیا به در سره شریکه کړم:

هغسې چې لازمه ده، لا د بل بدلولو، موږ خپل جوړ کړي دوزخ پوره انځور نه جوړېږي!

حقیقت زموږ پر ټولو معلوماتو، فکرونو، اندونو، باورونو، قضاوتونو او وېشنو مشر دی.

حقیقت زړه غواړي او زړه چې د فکر مېاشو او مچانو په خپلو هګیو ډک کړی وي، حقیقت ته مخ نه لري.

 

وېره او شرم د ذهني معبد خښتې او لرګي

زموږ ذهنونه، حواس، غرایز، حتا زړه مونث حالت لري.

زموږ مشرانو په ډار کې را غټ شوي زړونه، حقیقت ته د ورتګ نه دي.

ډارن زړونه له حقیقت څخه شرمېږي او وېرېږي.

حقیقت زړور دی.

دغه سودایي ذهن د حقیقت زړه نشي کولای؛ ځکه وېریږي. ځکه نو زموږ مشرانو سودایي ذهن ویره وایي، ویره روزي، ویره ترویجوي، ویره زیاتوي، او ویره لمانځي.

ذهن د انساني اګاهی یو کمپیوټر ډوله ماشین دی. دلته د ویرې معبد جوړ دی.

ذهن د بل د آزادۍ، ژوند او مال غل دی، ځکه نو ویره د ذهن سرنوشت دی، ځکه چې ذهن هماغه قاتله شیشکه ده، چې موږ یې له خواږه ماشومتوبه راپاڅولي او په ویره ویره کې د مخ او څټ، سر او صورت په ويښتانو ببر مبر کړي ياستو.

شیشکه نشته! شیشکه زموږ پټه او ژوره څېره ده، چې په شپه او تیاره کې ځان را ښیي.

موږ له تیارو، له یوازیتوبه، له نابلده ځایونو تښتو. موږ یوازې خپل ذهن ته آشنا ځایونو، څیرو او څیزونو سره خوري او وروري کولای شو.

موږ د لوڅ حقیقت نه یاستو.

موږ له سمندرونو ژور، له لمر او کهکشانونو لوړ، له امیب وړوکي، له غره، لیوه، تندر، دوزخ او جنت څخه د لوی حقیقت نه یاستو.

موږ د حقیقت نښو پسې چراغ را اخیستی.

موږ د حقیقت پټ مخ ستایو.

موږ یوه تور افریقایي، یا هندو، یا بل جادوګر په شپه کې د «فیل» نندارې ته ور وېستلي یاستو. موږ د تېلو او غوړو د دوړو وهلي لرغوني شمعدان په نیمه رڼا- نیمه تیاره کې، د فیل د غوږ یا خرطوم یا د میتازو کړلو د الې عکس، د حواسو له لارې لیدلی، او بېرته د جادوګر په یوه قیو سره خپل ملک کې را ویښ شوي یو.

زموږ وېره له حقیقت څخه ده.

موږ ته حقیقت تر ټولو زوروره وېره ده.

موږ د حقیقت لیدل او اوسېدل او پوهېدل مخصوص سړي ته پرې ایښي.

موږ د پټ مخي حقیقت خلک یاستو. موږ یوازې د پردې مریدان یاستو.

موږ په دیوال او دروازه عادت یاستو.

موږ حقیقت د خپل وخت نه فتحه کیدونکي دیوال څټ ته بندي کړی، دروازه مو ور تړلې او د قصیدو استاد جادوګر ته غلا کړی د چرګ هګۍ، نذرانه ور وړو، چې دروازه په خپل کنترول او حکم کې وساتي.

موږ د فلج، ولاړ، بې ساه حقیقت خاورې له شودو سره ګډوو او خپلې ویرې ور باندې نېشه کوو.

زموږ په اګاهۍ کې، د حقیقت مخته ولاړه دروازه ورځ په ورځ لویېږي، ډبلیږي، او په مرموزو کولپونو تړل کېږي.

زموږ دوام، د دروازې، کولپ، وېرې دوام دی.

ځکه یو بل په لاسو، په پښو، په خولو سره شکوو.

آه، څومره ضرورت دی، ځان سره یوې دمې ته! 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴