کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 

۹

 

۱۰

 

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
د بل بدلولو دوزخ
د ټول ژوند او ژوندو د خدای تعالی په نامه

 

 

دېرشم ګام

«عشق هر څه دی. بې له هغه هېځ نشته، زه عشق یم او عشق زما «خپل» دی.»

 

د کاغذي حقیقت نمانځنه

موږ حقیقت په خپله ژبه بدل کړی- ښه ده ووایو: پخپله ژبه اړولی.

موږ حقیقت ټوټه کړې لکه دغه پنځه توري «ح ق ی ق ت»!

موږ حقیقت کاغذي کړی.

حافظه په کاغذي حقیقت میېنه ده. له هغه سره یې نکاح کړې، له هغه بچي او لوڼې راوړي.

دغه له بدویو معصومې لوڼې او اشراف زامن، له ښکاره او پټو ناروغیو د معافیت په تصدیقپاڼو باندې قومونه، ښارونه، کلي، هیوادونه، ملتونه، نژادونه، را نیسي؛ ځکه نو په ژوند او مړینه یې خزانو او زیارتونو ته د سرو او سپینو قافلې را روانې وي. (موږ یو د قارون نوم اورېدلې! ښایي قارون ژوندی وي، قارون زموږ خپل وي، او قارون دننه را په کې پټ وي.؟)  

او دغه حقیقت تر هغو پاکستاني زراعتي چرګانو ډېر غیر طبیعي دی، چې موږ په هغو باندې، په ارزانه طریقه سره، د ودونو او مېلمستیاو بار اوچتوو!

حقیقت په لومړي او اصلي او ژوندي وضعیت کې دی.

ځکه حقیقت بې ژونده نه کېږي.

حقیقت فقط همدا شېبه حاضر حقیقت دی.

 

زما سوې کوکارې!

لویه خدایه!

قلم مې د ژوند سندرغاړی کړې.

دغه پر وجودي هسته (اروا) را چاپېر د ذهن، حواسو، عواطفو، غرایزو او روان کالبونه؛ ټول د ژوند په خدمت کې کړې!

له ما یو څيرې ګریوان عاشق خدمتګار جوړ کړې.

لویه خدایه!

ته مې ذهن، حواس، شعور، روان...ټول وجود د حقیقت په سپین اور کې سپینه ډیوه کړې.

ته مې ورته سندرماره شپېلۍ کړې،

ته مې دومره له ځان- من- څخه تش کړې، چې یوازې حقیقت پاتې شي.

ته مې دومره چوپ او ساکت کړې، چې یوازې حقیقت واورېدل شي.

ته مې دومره بې قدرته او بې شهرته کړې، چې یوازې د مشهور حقیقت قدرت ولیدل شي.

لویه خدایه!

ته مې په ټول ژوند او ټولو ژوندو ور میېن کړې.

ته مې په یوه یوه ژوند کې،

ته مې په ټول ژوندانه کې،

د حقیقت په شاهدۍ را ویښ او را زړور کړې. 

لویه خدایه!

زړه مې د ټول ژوند له تنوع او له عطرو ډک کړې.

لویه خدایه!

ته د هر ژوند او هر ژوندي د څېرې په ګاڼه کې خپله ننداره را باندې وکړې. 

ته د ژوندۍ کلمې ناچاپه تصویر راباندې ووینې! ته مې د ژوندۍ کلمې هېنداره او دریڅه کړې.

لویه خدایه!

ته مې د ټولو ژوندو،

د ټولو تفاوتونو

د منلو، پوهېدلو او درناوي کولو په اندازه زړه را لوی او بیباکه کړې.

لویه خدایه!

ته مې د ټولې پوهې په لور پرانستې ولرې.

ټوله پوهه له تا سره ده،

او ټول دا بېلیونونه ارواوې، وجودونه، انسانان، بنیادمان دي،

چې په تورو، سپینو، ژېړو او سرو رنګونو- نژادونو،

دوه درې زره ژبو،

لسګونو مکتبونو- مذهبونو کې ستا په لور مزل وهي.

او هر یو ستا په لور مزل وهي؛ ځکه ټول زړونه ستا د مینې له رنګه  نقاشي شوي.

 

لږ خپل ګریوانه ته سر ور کښته کړو!

آه، وخت څومره تېر شو؛ خو زه د «د بل بدلولو دوزخ» له کاره نه یم خلاص شوی!

راځئ د غږ په سپینه لمبه کې، د بل د بدلولو دوزخ ذهن، اوبه کړو!

نو لویه خدایه!

د ژوند او ژوندو خدمت مې مسلک کړې، مسلک کړې، مسلک کړې...

بل ګام ته به یوه دمه ونیسو!

 

یودېرشم ګام

«هرڅه باید ستا له نېښ وهلو په آمان وي. خو تل د خپل زړه دننه هغه عشق ولره، چې خدای تعالی یې د خپل هر مخلوق لپاره لري، هغه وخت هغوی ته هېڅ زیان نشي رسېدلای. د خپلو همنوعانو او نورو مخلوقاتو حرمت وساته؛ د زړه له تله.»

 

پنځوسمه لسیزه وه، چې له یوې خوا د اکتوبر د مادي مساوات سور شمال او له بلې خوا د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې، په غربت او تحقیر ځپلې اسیا او افریقا کې، د ملتپالنې را پارېدلي هیجانات، او له بلې خوا له مصر څخه راپورته شوي د مکتبي دینپالنې فکرونه او سیاسي ایډیالوجۍ په افغانستان را چاپېر شول او د جګړن قوم د ځوان نسل ذهن او حواس یې چا د «کور، ډوډۍ، کالي»، چا د«تاریخي عظمت او شرافت» او چا هم د «دنیا او مافیها رستګاري» په شعارونو سره فتحه کړل.

هغه مهال د ماشومتوب له سپین جنته د «لویۍ» دوزخ ته په کډه کولو وم. هغه مهال زما سپین او بې طرفه ذهن، حواس، او سپین سترګی زړه، د پلار په امر او د سوټي په زور، د اخلاقو په چهارچوکاټ کې، د ماشومتوب له ساده بې پروایۍ او بېباکۍ څخه، د تعلیم انضباطي چوکاټ ته په انتقال کې وو.

هغه مهال د زمانو کوډو را ایسار کړي او خوبولي ولس کور کور، لس دولس بچیان راوړل. بچیان څه د شړوبو په ویټامینو، څه د پیر او ملا په تعویذونو را لوېدل او د چا چې ژوند قسمت نه وه، سپین سپین ماشومان د کبر خاورینو کورګیو کې کرل کېدل، چې په خپلو تقدیري جنتونو، برزخونو او دوزخونو کې بیا بیا را شنه شي.

لکه تر وښو لاندې اوبه، همداسې په خپه کې، د مادي، اجتماعي او کلتوري فقر په کږلیچو او ګړنګونو کې ستړي او پکو ځوانان، د ایډیالوجیکو بیرغونو آرمانګرو صفونو ته ورلوېدل. ښه استاذۍ ته رسېدلي ایډیالوجیک جنګیالي نطاقان، ددغو بیرغونو تر سیوریو لاندې، د ژبې په جادو سره، د فیلسوفانو او «ناجیانو» په کاغذ ضبط شوي الهامات او آرماني ایتوپیاګانې تفسیرولې. او د ایډیالوجۍ د واکسین په سره تبه اخته شنه زلمیان، د ماهرو نطاقانو، د ویناوو له هیاهو سره اوښتل را اوښتل.  

بله ورځ چې له ښوونځي کور ته را ورسېدم، پلار راغلی وه! په لومړي ځل وه، چې پلار د هفتې د رسمیاتو په یوه ورځ کې، کلي ته راغلی وه!

ډوډۍ مې لا له ستوني تېره شوې نه وه، چې آبا ووېل: «انوره! ډوډۍ دې ژر خلاصه کړه، کابل ته ولاړ شه، د یوسف احوال راوړه!»

خدای خبر لاسونه مې په لمنه، که د شکور په څنډه او که بل شي پاک کړل. آبو جامې را ته ایښې وې. دادی اوس زه د استاذ ویس الدین سرویس موټر ته ور پورته شوی یم. اوس مې سترګې سیخې نیولي دي، چې څه وخت به د سیلو د ژړې او لوړې ودانۍ په لوړ برج لګیږي. او بیا به دغه داودخاني شعار لولم:

«ژوندۍ دې وي افغانستان

تــل دې وي جمهوریت»

 

څو روپۍ په بازار پور کړه، خپل زوی په کابل لوی کړه!

زما پلار سرکاتب محمد اکبر امرخېل غوښتل، چې مشر زوی یې اول نمره شي. اول نمره له مکتبه خلاص او په جګو سترګو د کانکور له آزموینې تېر شي. زوی یې د طب یا انجنیري یا زراعت فاکولته کې داخل شي!

واه واه که د امریکې یا جرمني یا فرانسې په بورس ولاړ شي او بله ورځ ډاکتر یا انجنیر وطن ته را ستون شي او نیکه «خزاندار عیسی خان» او غور نیکه، ملک «نظامو» د شملې نوم بیا را تازه او د اکبرخان شمله ورجګه کړي.

لږ به دمه شو، یو غړپ د اوبو یا چای به وکړو؛ ګوندې که تازه تازه ګامونه واخلو!

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۳                            سال دهم                            سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی            ۰۱ سپتمبر  ۲۰۱۴