کابل ناتهـ، Kabulnath








 

ازین نویسنده گرامی:

 


دبيساک( ويساک) Baisakh
تاريخي اهميت
 



ديوالي
يا ديپا والي درڼا ګانو
اختر




دهندوانو او سکهانو هيوادوالو
 سره د هر ډول تعصب،
تو پير
 او تبعيض په ټينګه
مخالف يو او
غند نه يې کوو




د هند د فريد آباد

په سيمه کې 
د خوست د سيمې


 

افغاني موسيقۍ ته د ميرمن ژيلا
دستاينې وړهنري خدمتونه




 

د پښتو ژبې

سندر غاړې پشپاهن
























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
شرون اوسر
د پښتو او دري ژبو نامتو سندرغاړې

 
 
دکتور لطيف ياد - استر اليا
 
 

شرو ن او سر هغه هندي هنر منده او سند رغاړې ده چې نه يوازې د ا فغانانو سره مېنه لري ،بلکې ددوی په ژبه يې هم ډېرې خوږې او په زړه پورې سندرې  ورته ويلي دي ٠

 

شرون اوسر په اصل کې د هند د مهاراشټرا د ايالت د مر کز بمبئي چې اوس ورته  مو مبای و ايي او سيدونکې ده ٠ کله چې لا کو چنۍ وه د سندرو د ويلو او مو سيقۍ سره يې مېنه پيدا شوه، هما غه و چې په ښونځي کې يې د هند دکلا سيک ميو زيک په زده کړه پيل وکړ٠ ورو سته د هندي ار کسترو نو او ميو زيک ګر وپونو او ډلو سره يو ځای شوه٠ شرون او سر د هند د باليووډ د مشهور سينما يي لو بغاړي جا ني ليور دهنري ډلې سره د هندو ستان په دننه او دهندو ستان نه بهر په کنسر تو نو کې ګډون کړی او سندرې  يې پکې ويلي دي٠ همداراز هغې د هندو ستان د بلې نا متو سندر غاړې فا لګو ني پا ټک سره هم سندرې يلي دي چې په د غو سندرو کې يوه هم( چوري جو چمکي)نو  ميږي يعني هغه بنګړي چې ځليږي٠

 

 شرون اوسر اوس دسويډن په هيواد کې استوګنه لري او په ډېرو ارو پا يي هيوادونو لکه :سو يډن، ناروي او ډنمارک او په تيره بيا په لندن کې يې کنسر تو نه ور کړي دي٠

 

شرون اوسر هغه وخت افغاني  او په تېره بيا پښتو سندرو ته مخه کړه چې ددې ژبې د ميو زيک او ميلو ډي تر ژورې اغېزې لا ندې راغله٠ د هغې لو مړ نۍ پښتو CD   کر شمه نو ميږي چې درې کا له دمخه يې د افغا نستان د تکړه هنر مند او سندر غاړي ښا غلی هما يون صا حبزي سره يې په ګډه ويلې او با زار ته را وتلې ده٠

شرون اوسر دافغانستان او پښتو نخوا دبيلا بيلوهنر مندانو او سندرغاړو د غږونو سره مېنه لري چې په دغو هنر مندانو کې د استاد مهوش، نغمې، هنګا مه، بخت زمينې، قمر ګلې، فر هاد دريا، خيال محمد،ګلنا ر بيګم، هدايت الله ،سردار علي ټکر، ماه جبين قز لباش، شکيلا ناز،نا زيه اقبال او رحيم شاه نو مو نه د يا دونې وړ دي٠

 

 

شرون د پښتو مو سيقۍ او په تېره بيا د رباب سره ځا نګړې مېنه لري٠ هغې د پښتو ژبې دتکړه هنر مند او سندر غاړي ښاغلی استاد يارمحمد سره هم څلور پښتو سندرې ريکارډ کړي دي٠ هغه په لندن کې دافغا ني نا متو سندر غاړي ښا غلی عبيدجو ينده سره هم يوه پښتو او يوه دري سندره ثبت کړې ده چې دهمدې کال په ورو ستيو کې به بازار ته راووځي ٠ ددې سندرو ميو زيک دهند دبا ليووډ مشهور ميو زيک ډاير يکټر ښا غلی سا جد واجد له خواچمتو شوی دی٠

 

شرون اوسر سږ کال د اکتو بر د ميا شتې په ١١ نېټه د انګلستان د بر منګهم په ښار کې هم په يوه کنسرت کې ګډون کوي اود هندي سندرو سر بېره به پښتو اودري سندرې هم خپلو مېنه والو ته وړاندې کړي  ،همداراز شرون ما ددې مقا لې ليکوال سره ټينګه ژ منه کړې ده چې دپښتو ژبې د نا متو سندر غاړې پشپا هن هغه پښتو سندره به چې اشنا سهار دی نو ميږي د بر منګهم په کنسرت کې وايې٠شرون وايې چې زه د خپلو پښتوسندرو داوريدو نکو اوليدو نکو نه ډېره مننه کوم چې زما سندرې خو ښوي او ما په خپلو هنري کا رو نو کې هڅوي٠

 

د شرون او سر ځينې هغه سندرې چې تر او سه يې ويلي دي په لا ندې ډول دي:

 

١-ستا د محفل نه بېنوا را غلمه

٢-بغير له تا وختو نه نه تير يږي

٣-بيا که بريم به مزار ملا محمد جان

٤-ډېره ښا يسته يم ډېره حسينه

٥-د منګي غاړه مې شنه لمن يې سپېنه که نه** * اوس په غاړه مې زنګيږي تا ويزونه که نه

د پو ر تنيو سندرو سر بېره هغې نورې ډېرې پښتو سندرې هم ويلي دي چې تا سو کو لای شئ چې دشرون او سر بلاګ پښتانه او هم د هغې سندرو او رېدو ته په لا ند نيو لينکونو کليک وکړئ!

 

http://www.youtube.com/user/shirinjaan

 

http://dranapukhtana.com/2008/05/29/pashto-songs-by-sharon-osser/

  

http://www.dawatfreemedia.org/music/Videos.html

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 102           سال پنجم         اسد / سنبله   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی        اگست 2009