کابل ناتهـ، Kabulnath


















































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
دهندوانو او سکهانو هيوادوالو سره
د هر ډول تعصب، تو پير
 او تبعيض په ټينګه مخالف يو او غند نه يې کوو
 

 دکتور لطيف ياد- استراليا

 

 

د کابل نا تهـ دويب پاڼې د ١٣٨٧ لمريز کال د ليندۍ دميا شتې په ګڼه کې مې د افغا نستان د بشر دحقو قو دسازمان غړې محتر مې انار کلي هغه مر که چې د افغان پرس سره يې کړې وه او په ضمن کې د کابل ناتهـ د ويب پا ڼې د چلوونکي او تکړه ليکوال ښاغلي ايشورداس هغه مقاله  چې عنوان يې و( يک اقليت قو مي در حال تر ک افغانستان) زما پا ملر نه ځا نته واړوله، چې په رښتيا سره يې د يوه با احسا سه افغان په تو ګه سخت خوا شينی کړم٠

 

په دې کې هيڅ شک نشته چې هغه هندوان او سکهان چې په افغا نستان کې ميشته دي دوی ددې خاورې بو مي او سيدونکي افغا نا ن دي٠ دوی نه يوازې د نورو افغا نا نو په څير ددی خاورې بچيان دي ،بلکې  ددې هيوادپه ټو لو مقدراتو کې د خپلو نورو وروڼو په څير شريک دي او پوره ونډه لري٠

 

که چيرې دتاريخ پا ڼو ته ځغلند نظر وکړو کابل شاهان چې په اصل کې هندوان ووددې هيواد په غو ړيد نه او مدنيت کې لو يه ونډه در لوده چې نن يې هم پخواني اثار چې دکابل د شير دروازې او اسما يي غر ونوهغه ديو الو نه مو جو د دي چې د بهر نيو د تيريو په وړاندې پياوړي سنګر ونه وو٠

همدا راز موږ داسي تا ريخي بيلګي لرو چې هند وانو او سکهانو زموږ د ګران هيواد افغا نستان په د فا ع کې په تيره بيا د افغان-انګريز په درو ګو نو جګړو کې ونډه اخيستي او خپله هيوادنۍ دنده يې سر ته رسولې ده٠

دروسي ښکيلا کګرو پر خلاف هم زموږ ځينو هندو انو او سکهانو هيواوالو دمقا ومت له ليکو سره مالي او معنوي مر ستي کړي دي چې بيلګې يې په ننګر هار، پکتيا او لغمان کې مو جودې دي٠

 

د هيواد د خپلواکۍ داتل غازي  امان الله خان ديوان لا لا نر نجنداس نو ميده چې غازي اما ن الله خان ته ډير نږدي سړی و چې نو موړی د انګر يزانو سره د خبرو له پاره د اماني دولت دهيئات نما ينده ګي هم کړې ده٠

د انګرېزانو پر خلاف د هند دنيمې وچې ستر مبارز او  دازاد هند د پوځ مؤ سس نيتا جي سو بهاش چندر بوس  چې د انګر يز انو سر سخته دښمن و، کله چې يې غو ښتل يې دافغا نستان پر لاره ځان په پټه تو ګه جر مني ته ور سوي د کا بل  په شو ر بازارکې زموږ د يوه هندو هيواوال اوتم چند کا بلي کره او سيده چې په حقيقت کې دا خبره ددې ثبوت ده چې  په هغه وخت کې  زموږهندوانو هيوا د والو دانګر يزي ښکيلا ګرو په وړاندې څو مره کر که در لودله٠

 

له بلي خوا زموږ هندوانو او سکها نو هيواد والو زموږ د ګران هيواد د اقتصاد او سو داګرۍ په غو ړيدنې کې فعا له ونډه اخيستې ده٠ د افغا نستان د جمهوريت د مؤسس شهيد محمد داؤد خان  په وخت کې مهر چند ورما دافغا نستان دسو داګرۍ چارو په وزارت کې د سو داګر يزو خو نو رئيس و چې په خپلو کا رونو کې يو بر يالی او مؤ فق سړی و٠ د افغا نستان په با نکو نو لکه دافغا نستان با نک، ملي بانک او پښتني تجا رتي با نک کې هندوانو او سکهانو هيوادوالو د با نکدارۍ په چاروکې د قدر وړ خد متو نه تر سر ه کړي دي چې ځينو يې د صر ا فا نو او ځينو يې د با نک د کا ر کو نکو په تو ګه خپلې دندې تر سر ه کړي دي٠

 

درو غتيا او طبي چارو په بر خه کې هم زموږ هند وانو او سکهانو هيواد والو ونډه معلو مه ده٠ مشهورو ډاکټر انو لکه بالمکنداس چې ديورو لوژۍ متخصص و او ډاکټر ګجندر سنګه چې دداخله نا رو غيو متخصص و، زموږ د هيواد والو په تداوۍ کې يې پر اخه ونډه اخيستې ده٠ همداراز د يو نا ني طب حکيمان لکه دننګر هار په ولايت کې حکيم تارا چند سرخرودی چې په حکيم تاري سره مشهورو او د خو ږ يا ڼيو دو لسوالۍ د کږې په بازار کې حکيم بيشن د وخت د مشهورو يو نا ني طبيبا نو نه ول چې ددوی د تداوۍ په وجه به نا روغانو ته خدای شفا ور کوله٠ په کا بل کې دحکيم مهر سنګه او حکيم مهتاب سنګه نو مو نه هم ديا دولو وړدي چې زموږ ډير هيوادوال د دوی دتداوۍ په وجه شفا مو ند لې ده٠

 

د هيواد نه  د دفاع په بر خه کې هم زموږ هندوانو او سکها نو هيو ادوالو خپله دنده په ښه تو ګه سر ته رسولې او د افغا نستان د عسکري مکلفيت د قا نون له مخې دوی د نورو هيو ادوالو په څير دملي اردو او پو ليسو په ليکو کې خپلې دندې سر ته ر سو لي دي٠

 

زموږ هندوان او سکه هيوادوال چې زياتره په کا بل، جلا ل اباد،لغمان، غزني، ګرديز، خو ست،کندز، کند هار او هيلمند کې او سيدل ډير شمير يې د ٣٠ کلنې تباه کونکې جګړې په تر څ کې دنورو هيوا دوالو په څير د خپل هيواد پر يښو دلو ته اړ شوي دي، په تيره بيا کله چې تنظيمي جګړې پيل شوې نو دوی د خپلو او خپلو کو رنيو د خو ندي سا تلو له پاره مها جرت ته اړ شول٠ په کا بل کې دوی تحقير شول، ښکنځلې ورته وشوې او ان ددوی شتمني چور او لوټ او کو رونه يې د يوه معلو م الحاله تنظيم له خوا د کابل په کا رته پروان کې غصب شول چې اوس هم د هما غه تنظيم ډيرو قو نا ندا نا نو ددوی په کورونو او شتمنيو خيټه اچولې ده او هغه يې غصب کړي دي، چې با يد او سنی دولت چې دحق او عدل خبرې کو ي ددغو ټو پکسا لا رانو نه ددوی په زور غصب شوي کورونه خلاص کړي او خپلو اصلي ما لکا نو او خا وند انو ته يې وسپاري٠

 

زه ددې مقالې ليکوال چې تقر يبا ١٥ کلونه مې په هندو ستان کې تير کړي دي  هند وستان ته ددغو مها جرو هندوانو او سکهانو  هيوادوالو دراتلو شا هد وم چې څو مره په زيا تو ستو نزو يې هغه هيواد ته د ځمکې او هوا له لارې ځا نونه راورسول٠ په پيل کې د هندو ستان دولت يو شمير خلکو ته کمپونه جوړ کړل٠ ډير شمير يې دهوا سره دنه مطا بقت په وجه نا روغه ول٠ زموږ خو ستوال هيوادوال ډهلي ته نږدي د فريد اباد په ښار کې ميشته شول او زموږ پا تي هندوان او سکهان هيوادوال د ډهلي په بيلا بيلو بر خو لکه ويکاس پوري، او تم نګر،پچيم بيهار،پنجابي باغ، راجا ګارډن، مو کر جي نګر،موتي نګر او نورو بر خو کې ميشته شول٠ دوی په پيل کې دنورو افغا نا نو په څير د اقتصادي ستو نزو او د کو رو نو د کر ايې په وجه په ډيرو ستو نزو اخته وو، دما شو مانو فيس يې نه در لود او يوازې او يوازې دUNHCR له خوا د ريفيو جي کو رنيو سر  ه لږ شا نته مر سته کيده چې هغه هم ډيره نا څيزه وه٠له بلې خوا هندو ستان يو غر يب هيوادی چې د نفو سو د ډير والي په وجه يې خپلو خلکو ته کا رونه نه پيدا کيږي ،نو مهاجر ته خو څو ک کار نه ور کوي٠ ما به چې کله په ډهلي کې د ملګرو ملتو نو په دروازو کې ټو ل مهاجر افغا نا ن او په تيره بيا زموږ هندوان او سکهان هيوادوال ليدل، نو ويل به يې چې خدای دې په افغا نستان کې کر اري او ارامي  راولي چې موږ بير ته خپل خواږه هيواد افغا نستان ته لاړ شو٠

 

اوس به راشو دې خبرې ته چې ولې په او سني وخت کې زموږ د هند وانو او سکهانو هيوادوالو سره په افغاانستان کې تبعيض  کيږي ، دا په اصل کې دوروسته پاتي والي او د ټو لنې دخلکو تر مينځ دعلم  او پو هي نشتوالی دی، که نه نو دافغا نستان د جمهوريت اساسي قا نون په صر احت سره وايې چې دافغا نستان ټول اتباع مساوي حقو ق لري او دغه  مساوي حقوق د دوی هر ډول،سياسي، فردي، ټو لنيزي او مذ هبي ازادۍ تا مينوي٠

 

موږ په داسي حال کې چې په په افغا نستان کې د هندوانو او سکهانو هيوادوالو په وړاندې له هر ډول تعصب  او تبعيض نه بيزاره يو او کر که او نفرت ترې لرو دافغا نستان د جمهوري دولت له لوړ  پوړو چارواکو نه هيله من يو چې زموږ د هندوانو او سکهانو هيوا دوالو ته دسو له ايز او دتبعيض او تو پير نه پر ته ژوندانه شر ايط  بر ابر او لا ند يني ګا مو نه پو رته کړي :

 

١- داو قا فو وزارت دې دوی ته په يوه منا سب ځای کې د مړو د سوځو نځي( هندو سو زان) په بر خه کې مر سته وکړي، ځکه او سنی ځای چې د څر خي پله په بر خه کې دوی ته ور کړل شوی دی منا سب ځای نه دی او د امنيتي پلوه خو ندي نه دی٠

 

٢- د پو هني وزارت بايد دهندوانو او سکهانو هيوادوالو بچيانو ته  دکابل په کارته پروان او هندو ګذر کې د ښونځيو بند وبست وکړي ، څو چې ددوی بچيان د ښوونې او روزنې له نعمته بې بر خې پا تې نه شي، ځکه په نورو ښوونځيو کې ددوی د ما شو ما نو سره  تبعيض کيږي او وهل او ټکول کيږي٠

 

٣- د کو رنيو چارو وزارت بايد دهندوانو او سکهانو د مړو د سو ځو نځي( هندو سوزان) پورې ددوی امنيت وساتي چې څوک پرې ډبرې وانه چوي او يا هم ددوی مر اسم اخلال نکړي٠

 

٤- عدلي او قضايي مقا مات ددوی هغه کورونه چې دټو پکسالارانو له خو ا په زور ا وجبر نيول شوي او قبضه شوي دي ددوی اصلي خا وندانو او ما لکا نو ته وسپاري٠

 

دا دافغا نستان د جمهوريت داړونده مسئو لينو دنده ده چې د خپلو اتبا عو د حقو قو در ناوی وکړي، که نه نو خدای مکړه دا هيواد وال به هم د نورو مها جر ينو په څير خپل هيواد او ټا ټو بی پر يږدي او په پر ديو هيوا دونو کې به دمها جرت تر خې شپې او ورځې تيروي٠ 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸۷          سال چهـــــــــارم                 جـــــــدی    ١٣٨۷  خورشیدی             جنــــــوری 2009