کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

٢

 

 

۳

 

 

 

٤

 

۵

 

 

۶

 

 

 
 
   
غږ او رڼا زما وزرې


انور وفا سمندر
 
 

د وږي ۴ مه

۵۰

فرد (انسان) په پنځو ځاني لومو کې:

(شهوت، قهر، طمعه، تړلتیا او ځانپالنه)

تر کومه مې چې ژوند لیدلی او څکلی

او نړۍ کتلای شم؛

پایله یې داده چې ځمکه ځکه هغه ایټوپیا نه کېږي،

چې دغه نه پېژندلی دروني پنځه لومه­ییز (دام)

د وګړي د تل په سمڅو کې دننه غوړول شوی

او موږ (جګړه) دباندې د نورو وګړو او جغرافیو ډګر ته ور وېستلې!

ځکه ایډیالونه، مانیفسټونه، او تدوین شوي افکار یوه روپۍ هم نه ارزي.

لږ به دغو لومو ته ور وګورو:

شهوت: په افراط او تفریط ولاړ جسمي خوند او نوره مادي استفاده.

قهر: دروغ، تهمت، چلبازي، دسیسه، او هر راز زورونې او ورانکارۍ.

طمع: په مادي-انساني ډګر کې له بهرنۍ نړۍ، فزیکي-حجمي موادو،

او متضاد جنس زیاته استفاده او د ځان لپاره د انحصاري زیرمو جوړول.

تړلتیا: له نېږدې وګړو، او مادي-فزیکي او حتا ذهني لاسته راوړنو سره تړلتیا.

ځانپالنه: ځان د هستۍ مرکز ګڼل؛

ددې لپاره اراده چې خپل فکر- چې زړو او تللو نسلونو پنځولی- باور،

او هر راز خوښونې د پالنې پړاو ته ورسول شي.

(وګړی) که یو ځل په دقت له ځان سره مخ شي،

ښایي د ډېرو ګیلو، شکایتونو، قضاوتونو، او دریځونو لوری بدل کړي.

که چېرې ددغو پنځو دروني لومو اغیز

د خپل دروني کیهان په جوړښت کې ووینو؛

نو ښایي ددې لیدل او منل راته آسانه شي،

چې راسره مېشتې تیارې، وېرې،

خپګانونه او د غچ اخستونې ریښه

زموږ له خپله ځانه راټوکېدلي؛

خپله یې لامل یو!

نو پر دې مهال به ددې پر ځای چې د راپېښ غم او قضاوت لپاره

بهرنۍ نړۍ په توره یا په قلم داغ داغ کړو؛

ځان کې دننه جګړې ته ور ودانګو

او خپله فردي نړۍ بې وینو تویولو فتح کړو.

«زه-وګړی څرنګه ددې ځاني بلاوو ځاله او زېږنتون ګرځو؟»

هر وګړی یوازی خپل (ځان) کې ژوند کولای شي.

او ژوند هغه دی، چې زه یې لرم،

ځکه نو د هر وګړي لپاره دده فردي درد او رنځ لومړنی دی.

ځکه ځم او له خپله پېله یې را ګورم، چې را سره را لویې شوې ماتې،

غمونه، دردونه، شکایتونه او قضاوتونه له کومه را وټوکېدل؟

وګړی په فزیکي زېږون کې له غوښو او هډوکو جوړ یو قالب لري.

دا قالب یا ماشین په سپینو حسي ابزارو او سپین او تش ذهن سنبال دی.

(د لاشعور او ټولنېز لاشعور بحث به دلته پرځای پرېږدو)

زه د حواسو له لارې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیسم.

دغه اړیکې د عصبي ځنځیرونو له لارې ذهن ته لېږدول کېږي

او د خپل دریځ له لارې زما شخصیت یا هویت په ډاګه کېږي.

حواس په دوو ډلو کې دندې سرته رسوي:

سترګې، لاسونه او د فزیکي غړو نور حسي- لمسي قابلیت

بهرنۍ نړۍ، وګړي، فکرونه، باورونه په هندسي ډول ویني او تجربه کوي.

دی ته د (چیتا) رکن هم وېل کېږي.

او له بلې خوا د خولې، پزې، غوږو وړتیاوې، د (خوند، بوي او تون) له پلوه

بهرنۍ نړۍ د فردي عقل دننه منعکسوي.

او دا هم د ذهن د (ماناس) رکن جوړوي.

په دې ترڅ کې چې بهرنۍ نړۍ، پېښې، خوځښتونه او فکرونه

ددغو دوو کړکیو له لارې ذهن ته ننوځي؛

نو زه بیا ځېنې شیان خوښوم، ځېنې نه خوښوم!

زما له خوا (خوښول نه خوښول) یو شخصي کار دی.

دلته دی چې زه د خپل شخصیت بنسټ ږدم؛

خو ماشوم وګړی په یوه کورنۍ،

په یوه تمدن او په یوه فکري باور پورې تړلی دی

او دا هغه څه دي چې دغه نوي وګړي ته

د خپل انتخاب له مخې-چې د ماشوم له فردیت سره بیخي پردی دی-

د (ښو او بدو) زړه قراردادي پوهه ورکوي.

دلته ده چې د ذهن دغه دوه کړکۍ له بې­پرې او سپین دریځه وځي

او وګړی د بل (واکمن زه) د انتخاب له مخې په خوښولو او نه خوښولو سنبالېږي.

(خوښې شوې) او (نه خوښې شوې) پېژندنې

د ذهن درېیم قابلیت یا د عقل (بودهي) برخې ته لېږدوي،

هلته قضاوت ترسره کېږي او حکم صادریږي.

په څلورم ګام کې زه یا (ایګو) اراده کوي او په اقدام لاس پورې کوي.

دا د ذهن د (اهنکار) رکن په نوم هم یادېږي.

په عادي حالت کې وګړی خپله طبیعي وده او عادي کړنې سرته رسوي،

خو هغه مهال چې دغه څلور کړنې خپل انډول له لاسه ورکړي،

او د کورنۍ- چاپېریالي روزنې له لامله په غیر متعادل ډول وده وکړي،

دلته ده چې د وګړي دروني جهانونه بې انډوله کېږي،

درد او رنځ را منځ ته کېږي،

او دا چاره وګړی د (شهوت، قهر، طمعې، تړلتیا، ځانپالنې) په یوه

یا دغو پنځو واړو لومو کې را نیسي او وګړی پرته له دې چې خبر واوسي،

عملاْ د غلام په دریځ کې ژوند او چلند کوي؛

چې ورسره سم په ځمکه کې د انسان د وینې څاڅکی را تویېږي؛

د بشر په ژوند کې د جګړې ټوله لاره له همدې دروني سمڅو تېرېږي.

اوس نو ګورو چې زموږ ذهني زیرمه، زموږ خوښوونې او نه خوښونې،

زموږ قضاوتونه او شکایتونه څومره زموږ خپل او اصلي دي.

ګورم چې زه له تعادله د یوه وتي ذهن خاوند یم!

ځکه ده چې بشري تمدن له خپل دومره اوږده سفر سره

یوه داسې (فردیت) په ځان کې روزلی،

چې نه آزادي لري او نه خپل مسوولیت پېژني.

«زه» یعني یو نا آزاد او غیر مسوول وګړی!

زه چې هرڅومره بشري کاروان باندې را څرخم، تردې بل څه نه وینم.

ځکه خپل زېږون دغه شېبه ګڼم؛

دغه شېبه چې په هرڅه کې (خپل) و اوسم؛

یو آزاد او مسوول وګړی.

را ته ښکاري چې زما او ایټوپیا کرونده دننه ده.

له دننه پنځېږي.

راته ښکاري، چې جګړې او فاتحین یې زما په ذهن

او خاطرو کې څومره دروغجن اوسېدلي!

راته ښکاري، چې بشري پوهه د حواسو یوه لوبه ده،

چې «زه» یې یم له ځانه سپمولی.

زه دننه، زما زمان او زما جهان دننه؛

همدا یې شېبه ده، چې واوسم.

همدایې شېبه ده، چې ویې وینم،

همدایې شېبه ده چې وپوهېږم...

 

٭٭٭

د وږي ۷مه

۵۱

په انسانانو او راز، راز ژوندو موجوداتو- نباتاتو،

کیمیاوي موادو، فضا،

آسماني ستوریو، لمر او سپوږمۍ ...

باد او توپان، باران او سمندر په جال کې روان وګړی؛

«زه» له دې حق سره اوسم:

« خوښول» یا «نه خوښول!»

په دې انتخاب سره زما پوره شخصیت زېږون مومي

او د حسي-ذهني عکس العملونو له لارې ځان څرګندوي.

دغه (خوښول یا نه خوښول) زما باندنی او دنننی شخصیت را جوړوي.

دغه شېبه زه، زما حواس، زما عواطف...

او دروني حواس په څه لذت او درد اخته دي؟

لذت او درد د (خوښولو او نه خوښولو) له کړکیو

په ما کې لاره موندلې.

دا د نورو تجربې، انګرېرنې او اندونه دي، چې پر ما ننوتلي،

له ما راوتي او د ما په نامه د وینو

او چیغو له بویونو ډک څلي شاوخوا ودروي.

زه هغه څه یم، چې خوښ مې کړ، او دننه مې را پرېښود!

بدن هسې یو خاورین کنډولی یو پالنځی دی،

چې هغه اصیل «زه» په کې ژوند په خوبونو تېروي.

زه ویده یم «عقل- احساس» ویښ دی؛

ټول ژوند او ژوندي هماغو وخوړل.

دغه لذت یا درد که زما د درک مرکز او محور وي؛

نو زه هماغه یم.

زه هغه یم چې درک یې لرم

او زما درک همدا لذت یا درد دی،

چې همدا شېبه،

بې له ځنډه ما کې څپې وهي

غورځې پرځې کوي.

په خوښولو او نه خوښولو سره ما څه وکړل؟؟

ما ماشومتوب پرېښود!

زه له ماشومتوبه را کډه شوم!! مشر شوم!!!

زه په پوهه- عقل ډک، سنبال شوم.

فکر او عقل زړې وسلې دي،

چې زما اوږې یې وړي.

زما لاسونه ډزې پرې کوي،

او زما ګوتې یې تاریخ لیکي.

زه به اوس په هره خبره او هرګام سره دغه

«پلرنی عقل» دباندې راوباسم.

اوس زما چلند، دریځ، عمل...

ټول د لومړني عقل- چې نه زما له ذاتي جنس څخه دی

او نه ما تجربه کړی- تر سیوري لاندې؛

په ځان، کورنۍ، چاپېریال،

هېواد، نړۍ... را پېښه کوي.

زه هغه څه کوم، چې هېڅ شخصي تجربه ورڅخه نه لرم.

زه له «ځان» هېر په یوه حسي-عقلي ماشین کې

خوځېدلی یم، ترڅو نور- نړۍ اصلاح کړم!

نو زه هغه څوک اوسم، چې خپله نه یم!!!

داده تراژیدي؛

لویو لویو تمدونونو زوکړه وکړه؛

خو «فرد» لا نه دی راوتی

له دې غوښن زندان دباندې!

ښایي هغه چې زه او وګړی، وګړی یې

را ښکاره کېدلو ته له وچ عقل

او مادي لوږې سره انتظار ناست یم- یو؛

هماغه «زه» وي چې له وړکتوبه را په کې ویده دی پاتې!

هی، هی!

څومره مفلس، څومره بېوزلی،

څومره لوټ شوی روان یم؛

خو همدا یوه شېبه دمخه مې خوب لیده،

چې زه لوی نوم، لوېه دبدبه، لوی وګړی، لوی هنروال یم،

چې یونلیک یې

ژوندی غږ د تاریخ په وچو توریو کې وژلی!!!

هی، هی...

څومره پردي دي هغه څه چې ما خوښ کړي.

څومره رانېږدې دي

هغه څه چې ما له ځانه بهر غورځولي- سوځولي!

نه! لا نه یم شوی!

لا د لمر د کتلو نه یم،

لا مې زوکړې ته زړه نه دی،

لا ددې نه یم چې له مړه واقعیته ووځم؛

په ځان ننوځم،

ځان را ویښ کړم.

ما هغه څه خوښ کړي، چې دمخه وېل شوي.

ما له هغه څه کرکه کړې،

چې «مېړه عقل» راته وېلي...

«دادی ټول «زه» مؤنث وخوت!!!»

ما هغه بڼه، شخصیت او دبدبه ځان ته ورکړې،

چې (پلار فکر) یې پاڼه لیک کړې!!!

آه، لږ به په ځان ننوځم،

لږ به ځانته ور مېن شم.

لږ به ځان په غېږ کې واخلم:

ګوندې وشم، ګوندې وشم، ګوندې...

٭٭٭

د وږي ۸مه

۵۲

«زوووووووووووووو...»

دا «زووو...» څه دی؟ او (غږ) څه دی؟

هغه ماشوم چې مېاشت دمخه یې سترګې په دې مادي دنیا کې

وغړولې او دا شېبه له وروستي «ووووو...غ» سره

بېرته د جسم له کپسه والوت؛

څه ووېل؛

و...غ یې څه و؟

کوم دفتر او کتاب را واړوم، چې په سوزنده غرمه کې

د مار نه کښل کېدونکی غږ را ترجمه کړي؟

څوک کولای شي د  غره او سیند ژبه کاغذ ته،

کتاب ته راواړوي؟

غږ د څه له پاره دی؟ غږ څه جوړوي؟

غږ څه وخت زوکړه کړې؟؟؟

غږ ولې په ژبه را ترجمه شو؟

غږ له (هغه) څخه دی؛

نو زه ولې (ژبې) ترې را باسم؟!

د ژبې پوهه ډېره ده که د غږ؟!

یو مخ په راز راز ذهني ماشینونو کې ژبې رژېږي،

خو «غږ» ترې تویېږي.

غږ، زیات «غږ» دی؛ لوی غږ دی.

یو غږ دی. او غږ یو دی؛ نه ترجمه کېږي،

نه په ژبه او ژبو کې ځایېږي.

شمس ځکه ګونګ پاتې کېږي.

سقراط ځکه ګونګ ګونګ غږېږي. او دومره پوهېږي،

چې نه پوهېږي.

ټول ځنګلونه چې وچې دړې کړې،

رباب او سرنده یې کړې.

دوتار او سه تار یې کړې؛

«سایره» به نه شي، د سایرې یو «څرررررر...» به نه شي.

زه د توریو په تارونو کې غږ ځېلوم.

تارونه مړه دي.

غږونه تازه، ژوندي؛

غږ یو مخ ځغلي؛

هومره چې «ژبه» یې نه شي وېلای،

ګوتې یې نه شي کښلی

او ذهن یې نه شي په ماده کې ځایولای. 

غږ ځغلي. څېرې، او ډولونه پنځوي.

دنیا، کاینات، لیدلې او نا لیدلې هستي...

هرڅه د یوې ګډې سمفونۍ څپې دي،

څپرکي دي.

دنیا په غږ سپره راغلې؛ په غږ سپره لوی،

«لوی» ته لاره ورغلې

غږ زوکړه ده،

غږ زما «زه» ده،

غږ بلنه ده،

ټول مینه ده،

مینه یوازیني په لور لاره ده

...

غږ د هستۍ بېړۍ،

غږ سوچه؛ نګه،

غږ؛ یو دی  

یوازې یو یادوي.

غږ د (لوی) ذکر دی.

غږ د ستر نوم دی.

لوی داسې وري،

داسې اوسي؛

زه، څوک نشته؛

یوازې غږ یې اوسېږي.

دا څېرې، رنګونه

نژادونه، مکتبونه؛

«سړی»، «مېږی»

«ډیناسور»، «لوموبا»

جامونه دي:

چې سره مین شي، سره غاړه په غاړه شي؛

یوازې یو وویني.

مینه همدا ده. هغه همدې لپاره غږ

غږ راځي.

غږ ټوله هستي تالیف کړې او لا لیکوال

را لېږي.

زه د غږ لاره

چڼچڼه د غږ لاره

شپېلۍ او ګوزنه غږ په اوږو اخستې.

غږ ټول ځغلوي.

غږ مو وړي او راوړي؛ څو مینه له ځانونو خوشې کړو،

مینه وړیا کړو،

مینه ورکړو،

مینه­ګر شو.

مینه نه شخصي ده، نه پر وګړي پورې ده تړلې...

مینه ډوډۍ ده د لومړي دسترخان

چې په «غږ» او «رڼا» کې یې بهېږي.

نو غږ دادی: های­ی­ی...!

زه مین یم!!! غږ دلته دی، دلته ځغلي،

ځکه نیستي راته کڼه ښکاري.

موږ چیغې وهو، چې نیستي خبره کړو،

راویښه یې کړو، او نېستي د ځان په پلو راواړوو.

غږ دا نه دی. غږ هغه دی، چې (هغه) غږېږي.

غږ سکوت دی.

غږ د سکوت بېلابېلې څېرې او سیوري

څېرې نه شته، دبدبې او مجسمې نه شته،

لاندې او باندې نه شته:

ټول د غږ نښې، نښانې دي.

هره څېره غږ دی یو څاڅکی

موږ مسافر غږونه،

وطن مو بې غږي... 

که غږ نه وي، څېره به څه کړو.  

که توري نه وي، نومونه به له کومه شي؟

که متن نه وي، څوک به غږېږي، څوک به غږېږي...؛

«زه»!

خو نه دغه تذکره، دغه دبدبه، او دغه یونلیکپاڼه!

«زه»!

هغه لومړنۍ ویښه، هغه چې هېېېې...ره مې ده.

آه، چې ژړلای مې شوای...

سرنوشت خو ده مینه، سرنوشت ده مینه، مینه، مینه...

 

٭٭٭

د وږي ۱۰مه

۵۳

غږ، خو چې څېره ونه لري.

بې څېرې غږ له نا لیدلي را الوتې سپرغۍ،

چې د ژوند له یوه، یوه غړي څخه تېریږي

پنځېږي، هغه ته رسېږي.

زه د غږ له پاره لاره یم. دا زه نه یم؛

غږ دی چې تېرېږي. هسک داسې نېږدې کېږي،

داسې لاره وهي.

غږ نه شته، خو چې زه ورته شم لاره

بیا غږ دی؛ «زه» نه یم.

زه یې کوڅه یم.

دغه کوڅه غږ شنه کړې، رنګونه غږ راوړي.

ښکلا غږ راوېستلې. مینه غږ جوړه کړې.

ژوند غږ دی غځولی، خوځولی...

چې یو یو تن اوږد شي تر «کوره» پورې.

غږ لارښوود دی.

غږ راه بلد دی.

غږ سکنی دی، خپل دی؛ مینه کوي.

مینه،

په غږېدلو، په لاره رڼولو، په کور موندلو،

په ځان پېژندلو سره ژوندۍ ده؛

خدایي دی، غږ خدایي دی.

غږ، یې کوي؛ پیدا کوي، جوړوي، رنګوي...

څېره او بڼه ورکوي.

غږ علت دی. څېره، نوم، رتبه او دبدبه

ټول معلول معلول زما ذهن کې ولاړ دي.

زه غږ یم، څېره، پزه، شمله، لاره، کوڅه

کور، کلی، هیواد...

او دا وړوکی د بدن خاورین کیهان مې معلول دي.

غږ دلته دی، داسې تېرېږي. مینه کول؛

د غږ، غږېدل دي.

«چیو، چیییییییییی...»، یو «چیووووو...»

څه دي؟

مرغۍ څه تر لاسه کړل. مرغۍ پر چا غږ وکړ...

«څزززز...څززززز...» ولې له ځانه را وباسي؟

مرغۍ په توره، سخته، زیږه ډبره ناسته،

له غږه «څززز، څززز...» وېشي!

«زه»،

ډوډۍ، کلا، میراث، کفن، ګوډ تیمور، شاه زمان، ملاورور،

شوربازار، منارجام،

حوره، باباغر...جوړوي.

نه زه غر یم، نه کفن، نه سپوره ډوډۍ او نه هم د بابل برج!

غږ، نه د چا میراث دی، نه نوم، نه غر!

که نوم نه وي، بېلابېل څیزونه به څه کېږي؟

غر که نوم ونه لري، له آسمان سره ګډېږي.

څاروی که نوم ونه لري، له ... سره ګډېږي...

هرڅه سپک دي، تش دي، نوم پړسولي.

نومونه مو بارونه- باورونه دي.

رتبې مو ځنځېرونه؛ طبقې مو زندانونه دي

او غږ په دې ټولو کې را څخه چڼېږي.

نو غږ هغه سندره ده، چې یو یادوي.

غږ که له توریو او کلمو وباسو، د چا به شي؟

نومونه چې نه وي، څوک به وي؟

نومونه چې نه وي، څه به وي؟!

نومونه چې نه وي، غږ به د څه شي معنا خپروي؟

آیا کله مې غږ داسې تجربه کړی؟!

آه،

زما خو هېڅ نه دي زده! آه زما خو هېڅ نه و زده!!!

 

٭٭٭

د وږي ۱۳مه

۵۴

زه څه یم؟ څوک یم؟ ولې یم؟؟؟

شېبه مخکې زه څه، څوک او ولې وم؟!

وم؛ خو نه مې پوښتل چې څه، څوک او ولې یم؟

چې کول مې څه و؟

د څه و؟

او ولې و؟

وم؛ خو اوس ولې هغه نه یم؟!

«اوسېدل» اسانه دي؛

خو څرنګه اوسېدل

د ستورو کار دی.

«ډبرې» اوسېږي

«ستوري» څرنګه اوسېږي!

دا د (کړو، وړو) زمانه رښتیا ده، یا که ما نوې زوکړه کړې؟!

هو، زه «څه» «څوک» او «ولې» یم!

دادی ښکاري چې زه دقیقاً هغه څوک یم چې ځان داسې پوښتي!

یوازې دا شېبه رښتیا ده. یوازې ژوندی زه رښتینی یم؛

یوازې ژوندی فکر، ژوندی کلام رښتیا دی.

پرون ولاړه، نوره نه شته؛ ها پرونی زه هم نه شته.

زمانه اوس ده، زه هم اوسنی؛

نه هغه شېبه شته چې ما اکوبکو زده کوله،

نه هغه زمانه، چې زما په زیري ډم له

«ابګۍ، بودرۍ، کشمالو او ادکۍ»،

وېشولې هګۍ او سره دستمالونه غوښتل!

نه شته! دا څه شول؟!

ټول سره خټه او اوبه شول، زه یې ورژولم.

دا د بدن خښته، خښته هغه اور پخه کړه،

چې په زماني ځنځیر کې ما کړۍ، کړۍ جوړاوه، غورځاوه.

زه له ځانه را جوړ یم.

آه، دا مې څه ووېل؟!

«زه» له کومه شو؟ چېرې و، چېرې دی، چېرې به ځي؟!

له هغې شېبې دمخه چې مور دنیا ته راوړم،

له هغه ځایه وړاندې، چې په لومړي ځل پرې ایښوول کېدم؛

زه چېرې او په کومه زمانه کې وم؟؟؟

وطن چېرې دی؟ لاره چېرې ده؟

هغه له زېږون دمخه «زه» مې چېرې دی؟

ټول دننه!

زه دننه، وطن دننه، لاره دننه؛

«دریواړه دننه!»

څنګه به وشي چې دا ذهن- حافظه ووینځم،

چې یوازې (زه او وطن او لاره) پاتې شم؟!

آه، چې له دې معلوماتو، له دې معلوماتي پوهې او علم را ونه وځم؛

ځان نه یم...

زه، خپل او خپله لاره او خپل وطن کې نه یم.

آه، څومره ښه شول:

آرزوګانې ولاړې، پلانونه، مقصدونه او هدفونه ولاړل؛

یوازې یو زه یم، یوه مې لاره، هغه هم کټ مټ زما وطن ته!

 

٭٭٭

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٤     سال        هفتم                ثــــور/جـــــوزا       ۱۳۸٩  خورشیدی                     می ٢٠۱۱