کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

بخش اول

 
 
   

غږ او رڼا زما وزرې

 
 

۴

د ځنګله ونو ته مې کتل او ورسره ویښ شوم!

دا ونې- دا نومونه دي، چې کرل شوي

ونې روانې دي، خېژي!

ونې، ځانته پښې کېږي؛

ونې، خپل سرنوشت پېژني؛

ونې، په خپل قد وښکلو سره، خپل سرنوشت ښکلوي؛

ونې، فضا ډکوي...

تشه چې خدای پیدا کوله؛

چېرې وه؟

تشه چې خدایي ده؛ نو پر څه شي ډکه شوې؟

تشې څه شی تمثیل کړي.

په تشه کې هرڅه شته، خو دا انځور نه ده چې «زه» یم «هغه» دی...

تشه سپینه؛ هومره چې یوه کلمه یې نه شم لیکلی.

تشه، د غږ یو نوم، یوه کلمه، بې متنه کتاب.

هغه څه دی چې دا شي، هغه شي؛

کتاب هم شي.

غټه کلمه همدا ده.

 

٭٭٭

 

۵

کلونه کېږي، چې غږ له ما لاره کړې؛

خو نه لیکل کېږي!

کلمه په غوښه، هډوکي، ډبره، پاڼه

او د انټرنټ پر څپو نه ځاېږي.

پر کلمه غږېږم؛ خو کلمه نه غږېږي...

کلمه سپینه ده؛ خو نه هومره سپین مخ چې زه یې لیدلو یم.

کلمه حاضره ده؛ خو نه هغه هندسي کتاب چې پر سر سر یې را ایښی

یا ما پر دې لوستونکي ور ایښی.

کلمه تر خبرې دمخه او وروسته شته؛ خو کېږي لا نه!

زه کېږم او کلمه ورک کوم.

موږ کلمه ورکي ویناوال مروو؛

چې کلمه واوسي؛ له سره زېږون مې همدا دی.

ددې زېږون اقلیم زما دننه دی؛ ستا دننه دی؛ د هرچا دننه دی؛

ځکه د هېچا نه دی!

که چېرې ذهن له کتابخانو او معبدو

او د غوښو هډوکو د خدای­ګوټو له مړه کاروانه وڅنډو،

کلمه پاتې کېږي.

کلمه تر هرې ژبې دمخه ده.

کلمه کټ مټ له خدای سره ده او هغه ذهن وژلې.

د نېچې دومره زده و، چې په خپله زه باندې ددغې وژنې جنایت ومني، د ملاصدرا په خبره:

«خدایه!

څه یې وموندل چې ته یې ورک کړې

څه یې ورک کړل چې ته یې وموندلې!»

 

٭٭٭

۶

 

دغه ګل چې زه یې وینم؛

ولې مري؟

آیا زه هغه ګل نه یم، چې هغه مې مړینې ته اوښکې تویوي؟

آیا کاڼی ددې وړ نه دی، چې سنګ شکن اوښکې پرې توېې کړي؟

آیا زه د یوه بل جنس ډبره نه یم،

چې سنګ شکن مې په اوښکو- تل کې زړه را شین کوي؟

...

آه، ښې شوې دا کرښې!

زه څه شی افشا کوم!

دا څه شی پټ دي چې په دې شکلي کرښو را بربنډ شي؛

هغه په څه شي وژباړم؟!

په رښتیا چې ذهن یم وژلی!!

دا زما زوکړه ده؛ زه په هغو دریو ټکو کې پټ شوم، چې حتا خپل ذهن مې هم نه پرې پوهېږي،

«سپینه پر ما ډکه ده.»

په هر شي چې نه یم غږېدلی، هغه ډک دي.

خدای شته او ذهن په نومونه کې ما مات ګوټ خوځوي،

چې زه او «زه» سره لېرې شي.

ذهن همدا دی.

ذهن د شیطان لویه بلا ده.

ذهن په خپلو ویناوو سره یوازې فاصلې اوږدوي.

خو زما او (زه) فاصله یو وېښته ده.

وېښته هم نه شته؛ وېښته هم یوه بله تیاره ده.

د ژوندانه ټوله تیاره همدا یو وېښته ده.

څومره چې زده کوو، یا یې ورزده کوو،

 نومونه او واټنونه ډېرېږي؛ تیاره خاورې کېږي.

«زه»، له هغه وخته شته،

چې له هرڅه سپین و؛ د «یوه» نوم هم نه و؛ ځکه نو یوازې یو بې نومه و!

 

٭٭٭

۷

پر آسمانڅکې ودانۍ مې سترګې ولوېدې.

ودانۍ پورته په لمبو دي، چې انسانان وخېژي!

هرڅه په خپلو پښو روان دي. د ډبرې پښې په ډبره کې دي.

زاڼه مخکې تر دې چې هګۍ شي، بچۍ شي او والوزي

خپلې پښې ورسره وې.

باد په خپلو پښو روان دی، الوزي

ذهن په خپل جنس کې الوت کوي،

او په هر الوت کې لس نور نومونه راوباسي،

نومونه ډېرېږي؛ ځکه «زه» او هغه سره ورکېږي.

...

د (هغه) نومونه همداسې یو پر بل ور ولوېدل، ولوېدل، ولوېدل...

کعبه یوه ده. هر حرکت د کعبې ذکر دی.

خدای ته چې نه ورځو؛ نو چېرته به رسېږو؟ بل وطن نه شته. له هغه پرته وطن نه شته.

پرته له یو خدایه بل نه شته...

څنګه به شي، چې په ټوله هستې کې کړیکه کړم:

«زه خپله ویښه یم، خپله خبرتیا یم؛ زه خپل درک یم»

یوازې همدومره مې زده شول؛ نوره اګاهي نه شته.

دا شېبه زه د ذهن په وران بازار کې ولاړ یم؛ هېڅ نه شته. ټول مې دروغ په ځان روزلي و!

پر ذهن چې ور بر شوم، یو دم سپک، تازه، نوی او اولنی شوم.

پرته له اوله، زه هېڅ نه یم.

خدای اول پیدا کړم، بیا مې دومره خوبونه په پښو، لاسو...حواسو وکرل؛

ښه شول ټول مړه وختل، لمرونو او بادونو شنه کړل او سره کړل...

ټول را څخه سوزېدلي پاتې شول

زه یو شوم؛ ځکه چې یو د «یوه» لپاره دی.

زه دادی نغد پاتې شوم.

چې خدای شته، هېڅ نه شته.

دادی ټولې پولې مې په مخکې مري.

یوازې اګاهي ده، چې د هرڅه په ګاونډ کې ده؛ زړه کې ده.

اګاهي هرڅه جوړوي.

موږ د اګاهۍ ننني، پروني او سباني لوښي یاستو.

که اګاهي وغوړو، له ټولو پولو هغه ته ورنېږدې کېږو.

اګاهي هغه هنداره ده؛ څومره چې زه په کې سپینه هستي لیدلای شم.

 

٭٭٭

۸

زه خدای غواړم؛

هغه پشۍ چې شړپه، شړپه اوبه څښي، خدای غواړي؛

خو لږ یې غواړي؛ ځکه خپله تنده په اوبو سړوي

او اوبه هغه څېره ده، چې له خدایي عشقه یې موندلې...

پشۍ اوبه نه ځنډوي.

پشۍ زه په خونه او پر دسترخوان او بالښت نه پرېږدم؛

پشۍ ککړه ده، حتا دومره لیونۍ چې خپل څو ورځنی بچی هم خوري؛

خو دا څرنګه پیدا شوه؟ (پشۍ) د اګاهي یوه څېره، یوه برخه او ننداره ده.

پشۍ نه شته؛ زه د اګاهۍ د غوړېدلو یو پړاو وینم.

پشۍ راغلې، چې لومړي ته د ورتللو یو پړاو تجربه کړي.

اګاهي د آسمان د دسترخان خواړه دي.

وژل ځکه کوم، چې دسترخان مې تنګ دی.

تېارې ځکه شته، چې آسمان لږ را په کې ویښ شوی.

قضاوت ځکه کوم چې آسمان را کې خلاص شوی

قضاوت د آسمان پرځای د تورو او شنو رنګونو ټوکرۍ ده،

چې د دنیا زیارت کې مې د چرګانو د هګیو، د لاندي د غوښو

او وچې شوتلې نذر راټولولو ته اوبدلې؛

ایښې!

څومره چې قضاوت غټ وي، لوږه مې لویه وي.

قضاوتونه زما د لوږې وختونه دي.

قضاوتونه، له آسمانه زما را پرېکېدل دي.

محکمه هغه معبد دی، چې موږ په کې خپلې لوږې لمانځو!

هره څپه خپل مرکز ته ور ګرځي، هر حرکت د ځان په لور ور ستنېدل دي.

خدای چې شته، هستي، مخلوقات،

دا د عشق رنګین نژادونه به چا ته ورځي؟

بله لاره نه شته، بل ځای نه شته، بل سرنوشت نه شته،

په هره خوا چې ځم؛ په هغه به ورټولېږم.

تېښته نه شته. بې­خدایي نه شته...له ما به ورک وي؛ خو زه هېڅ مهال نه یم ورک؛

خدای چې شته، له چا به ورک یم؟!

دا (حرکات) دا (نومونه-سرلیکونه) دا (تاریخي او جغرافیایي) زمان او مکان،

ټول له خپل سرنوشت سره د یوازې کېدلو په خاطر دي.

ځان کې دې چې وموند، بیا د اګاهۍ په یوه داسې مرکز بدلېږې،

چې ټوله هستي او نیستي یې خاوره او ځمکه ده

نو ته په خپل حرکت سره د «هغه» په لور لاره جوړوې!

په خپل غږ سره هغه ته د «هغه» د نوم سندره ګرځې!

«ځان» ورک کوې، ځکه نه وې...

«هغه» نه کتاب لري، نه شناخته او نه د خاطراتو کتابچه!

پشۍ هېڅ څلی نه لري، پشۍ چې مړه شوه، سپیان یې خوري؛

پشۍ په خپل مردار کالبوت پسې نه ژاړي.

پشۍ هلته روانه ده، چې آبدي غږ وربللې.

نو زما دومره خدای غوښتل څه شول؟؟؟

خدای شته؛ آه ه ه... ما خو ځان مړ مړ کړ!

د سرنوشت مانا خو یوازې خدای غوښتل و!

 

٭٭٭

۹

 په ښکلا کې څه شی دي، چې ما د ځان په لور ورکاږي...

آیا زرغون رنګ یوازې کروندې اغوستی، چې زما خوښېږي؟!

د بوډۍ ټال چا لاسلیک کړی، چې زه دومره ورته هیښ پاتې شم،

رودونه څه لري، چې زه یې په رباب او سه­تار نشم بازار ته راوېستلای؟

ستوري، څومره رڼا راکوي، چې زه یې نندارې ته له څو ولتاژه برېښنا را وځم؛

کښینم!

ښکلا څومره اقتصادي ده، چې زه د خپلو خولو او شپو، شپو شوګیرو بیه پرې ورکړم؟؟

ښکلا، رڼا، غږ، مینه ما چېرې زده کړي،

چې په دې ژوند یې رایادوم؟

زه چېرې وم، چې نن یې ښکلا او عطر دلته لټوم؟

زما ځای، هیواد، ټاټوبی چېرې و،

چې له خپل تل څخه یې د غوښتلو چېغې اورم...

ټوله مانا پیدا شوه:

ما هرڅه لرل؛ خو پر شیانو او نومانو مې ورکړل!!!

ما (مور- پلار) خرڅ کړي؛

ما (هیواد) د ذهن په کوډو په قمار وهلی

زه هلته ولوېدم؛ چې خدای نه وم پیدا کړی!

خدای سره وم؛ نېږدې نېږدې؛ خو چې «زه» نه وای!

 

٭٭٭

۱۰

دا څېره مې چې اغوستې، شېبه په شېبه خاورې دوړې کېږي.

هره ساه چې را کاږم، بې­شمېره اټومونه زما سږو او بدن غړو ته ننوځي،

دا اټومونه، هګل هم را ښکلي، فیثاغورث او

د (خواجه اسحق) زیارت په سوزنده غولي پروت سپي هم را ښکلي

زه د چا یوه برخه یم؟

که دا میلیونونه واړه او زاړه فیلسوفان او نقاشان چې

څېرې او دبدبې یې خاورې دوړې شوي،

زما برخې دي!

چا راوړی یم؛ څوک مې راوړي دي؟

څه یم، چې پاتې شم؟؟؟

یوازې یو شته!

یو د هېچا نشي کېدای؛ ځکه یې ټول لري.

آیا ټولې بشري تمدني لړۍ پر دې ارزي، چې یوه خپلواکه اروا، یوه «زه» خاورې دوړې شي؟!

موږ چېرې ورکېږو؟

کومه خوا لېرې کېږو؟

پر څه شي ورټولېږو؟

چېرې به ځو چې نه ورک شو؛ نه پیدا؟!!!

زه چې پر دې نه پوهېږم، بشري معلومات په څو روپیو شول؟

زه هغسې چې یم، کېږم؛

راټولېږم...

ټول مې پرېښول چې په همدې درېو ټکو کې شته؛ خو بې لوستلو پاتې شول!

٭٭٭

 

نوره بیـــــــــــا

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳۸       سال شـــشم           دلو/حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی        فبوری ٢٠۱۱