کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د داکتر اکرم عثمان د ژوند اويايم پســــــرلی

 

 

 

د هیواد او سیمی هغي نامتو څیری ته چي ډیرو ته اشنا او ګرانه ده

 

د مبارکۍ پیغام :

خبر شو چی د افغانستان او سیمی د یوی وتلي فرهنګی څیری داکتر اکرم عثمان د ژوند اویایم پسرلي پیلیدونکي دي.

 

ژوند په بیړه روان دي او لکه د اوبو په څیر بهیږي . باور مي نه راځي چي داکتر صاحب اکرم عثمان دي د ژوند اویا کا له دومره په بیړه پوره کړي وي .

 

کله چي مي د هیواد د نن او پرون په تصور کي ډوب شم، هغه غرونه هغه دښتي او هغه سیندونه مي تر سترګو شي ، هغه کلي او بانډی او هغه تاریخي او لرغوني ښارونه راپه زړه کړم، او بیا هلته د استوګن افغان اولس زوړ مدنیت او شتمن کلتور ، هنر او ادب ته تم شم ، نو هرو مرو مي په اوسني ژوندي نسل کي د یو شمیر نورو فرهنګي او علمي څيرو تر څنګ ښاغلي داکتر اکرم عثمان د څپلو فرهنګي او ادبي شتمنیو له امله مخ ته ولاړ وي .

 

دغه د یادښت او درنښت وړ شخصیت نه یوازي زموږ په هیواد اوسیمه کی د یو ښه کیسه لیکونکي، شاعر او لیکوال په نو م مشهور دي بلکه دشعر او نورو هنری ادبي نثرونو په لوستلو کي د خپل اغیزمن او خواږه غږ له امله ځانګړي او د پام وړ ځاي لري . موږ په داسی حال کي چي نوموړي ته لازیات نیکمرغه او ارزښتمن ژوند غواړو پخپله ښاغلي داکتر صاحب اکرم عثمان ، دد درني کورنۍ ، دوستانو او فرهنګیانو ته دد د ژوند داویایم پسرلی له امله مبارکي وایو .

 

په درنښت

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني

د مشرتابه جرګي په استازیتوب

پوهنمل ر . ځواکمن

 

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷