کابل ناتهـ، Kabulnath
۱
۲
۳
د ذ. آسمایی ژباړه
څلورمه او وروستۍ برخه ۶ - د هزاره ګانو په شا تمبولو شواهد داسی شواهد شته چې د هزاره ګانو پرمختګ د نورو قومی ډلو په منځ کې یو ډول نارضایتې راپارولې ده. هغه نوی قومي نظم چې هزاره ګانو پکې واک او امتیازاتو ونډه ترلاسه کړیده ، په نړیواله کچه د طبیعې یا دایمي په توګه د منولو وړ نده. په مستقیمه توګه د فشار راوړلو مثالونه تراوسه پورې نسبتا لږ او د هزارګانو د دریز د ګواښلو لپاره کافی ندي. خو د ملي سیاست قطبي کول او د پښتنو د شکایتونو کیسې اوریدل ، دا په ګوته کوي چې د هزاره ګانو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي. د شیعه ګانو د سخت دریزې ټولنې پر وړاندې د غبرګون تر ټولو سخته بیلګه هاغه وه چې د کال ۲۰۱۱ د محرم په مراسمو کې د ځو بمي بریدونو په بڼه راغله. د طالبانو غورځنګ په چټکۍ سره د بریدونو غندنه وکړه او داسی ښکاریده چې دا کومې افراطي ډلې کار وي. د محرم په هکله د هزاره ګانو ډیر څرګند چلند د غیر شیعه ګانو لخوا شکایتونه رامنځنه کړل چې دوی فکر کوي هزاره ګان په کابل کې د ځواک په توګه د ښودلو لپاره له دغو مراسمو څخه ګټه پورته کوي. یولړ شکایت کوونکو په دغو مراسمو کې د ایران سپانسر رول په هکله تاکید کاوه چې له یوی بلې خبرې سره هم مطابقت کوي. کله چې هزاره ګان هرات ته مهاجر شول ، په چټکۍ سره داسې اوازی ګډې وې چې ایرانی اجنټان هزاره ګانو ته د څمکې پیرودلو تمویل له لیارې په سیمه کې ستراتیژیک شتون رامینځته کوي. دا اوازې او وړاندیزونه ځکه د منلو وړ نه وو ، چې ګواکې د ایران حکومت راستنیدونکو ته سخاوتمندانه مرستې کوی ، مګر دا خبره د کډوالو راستنیدونکو سره د سخت چلند راپورونو سره مستقیم توپیر لري. داسې مالومیده چې د هزاره ضد دا آوازې په ښار کې د یو ډول قومی سیالیو سره تړاو درلود. داسې شواهد هم شته چې هزاره ګانو د نورو ډلو په پرتله د سیاسي غنیمتونو ترلاسه کول ، کوم چې دوی یې په لټه کې وو ، ډیر ستوځمن موندلي. پارلیمان باید د ولسمشر لخوا غوره شویو وزیرانو ته د تایید رایه ورکړي ، ځکه چې په دې پروسه که د قدرت معامله وه. په لومړي سر کې د قومی قدرت دلالانو به له ولسمشر سره د خپلو نوماندو د وزیر په توګه د وړاندیز لپاره خپله معامله سرته رسوله ، خو ورسته به نوماندان باید پارلیمان ته مخامخ شي او اکثریت ترلاسه کړي. کله چې رییس جمهور کرزی په کال ۲۰۰۹ انتخاباتو وروسته کې خپله کابینه وړاندې کړه ، هزاره دلالانو ته ناممکنه شوه چې د پارلیمان له لیاری خپل نوماند تثبیت کړی. د اییتلاف معامله چې په بریالیتوب سره یې د نورو ډلو نوماندان وټاکل ، ظاهرا هغه وخت مات شو چې د هزاره ګانو وار راورسید. د هغه اوږد مهاله سیاسی بحران په زړه کې چې د ۲۰۱۰ کال د پارلیمانی ټاکنو وروسته را منځته شو ، د غزنې په ګډ ولایت کې د هزاره ګانو د بریا پر وړاندې د پښتنو پاڅون وو. ولسمشر کرزی لومړی دریځ چې د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره د قضایې اقداماتو ملاتړ ، له دې مفکورې څخه الهام اخیستۍ وه چې هغه ټاکنې چې هزاره ګانو ته د غزني د کنټرول ورکوي ، حتی که په قانوني توګه هم د اعتبار پایله ولړي ، بیا هم د پښتنو د حقدارۍ احساس به زیانمن کړي. دې شخړې له اجرایوي واک او ټاکنیزی دیموکراسۍ د کارکوونکو تر منځ د پام وړ توپیر را منځته کړ. په کوچنۍ کچه ، د اروزګان څخه مخکښ هزاره نوماند ، له پراخو شواهدو سره ادعا وکړه چې د ټاکنو چارواکو په خپل سر ده هغه رایې لغوه کړې ، ځکه چې هغوی له دې احتمال سره مخ وو چې د هزاره ټولنې لوړ ګډون کولای شي په دې پښتون اکثریت ولایت کې څوکۍ وګټي. د مخالف وسله والو کمپاین د هزاره ګانو ضد هر هغه احساساتو لپاره چې د ټولنې د ودې له امله راپاریدلي دي ، یوه څرګنده لیاره برابروی. په دې لړ کې ، کله نا کله د سخت تاوتریخوالي پیښي شوي چې پکې هزاره ګانو داسې شکایت کړی چې دوی په ځانګري ډول په نښه شوي دي. ترټولو زیات زیان منونکي هغه هزاره ګان دي چې د پښتنو سیمو په شاوخوا کې او یا د قومي لومړۍ کرښې په اوږدو کې ، چیرې چې طالبان فعال دي ، ژوند کوی. ډیري یې هغه اعدامونه دي ، کوم چې طالبانو په لویو لیارو کې چې هزاره ګانو پرې تګ راتګ کاوه ، دوی یې په نښه کول. د یوې بیلګې په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د بامیانو ولایتي شورا د هزاره غړی تښتول او وژنه ده ، چې د کابل او بامیان تر منځ په لیاره کې یې له پروان ولایت څخه سفر کاوو. په ورته ډول ، د ترانزیت لویې لیاره او هزارجات تر منځ د قره باغ ولسوالۍ ته تلونکي هزاره مسافر هم وخت په وخت تر بریدونو لاندي راغلي دي. د تاوتریخوالي نمونې د تیرو دورو یادونه کوي چې پکې هزاره جات ددې لارو په اوږدو کې محاصره شوی وو. په عین حال کې ، د یاغیانو پروپاګندې او تبلیغ کوونکو داسی کیسه جوړه کړې چې د کابل رسمی دریز ته انعکاس ورکوي او هغه دا چې قومي مسایل غندی او پرځای یې ملی دریز غوره کوي. د موادو لویه برخه په پښتو ژبه ده او کلتوري مسایلو ګټه اخلي ، کوم چې پښتنو ته معنی لری. خو دوی پشتانه د بهرنیو پوځونو او فاسد حکومت پر وراندی ، پرته له دې چې کوم ځانګړی قومي دښمن په ګوته کړی ، راټولوی. په ګرافیک اسنادو کې له رژیم سره تړلي ټولو پخوانیو مجاهیدینو مشرانو ته پکې اشاره کوي ، چې په قصدي ډول د ټولو قومي ډلو مشران پکې شامل دي. شواهد ښیي چې د طالبانو د هزاره ضد احساساتو ډیرې کیسې دی ، چې د هزاره ګانو له راپورته کیدو څخه رضایت نلری او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به یې له منځه یوسي. کابل میشتو څارونکو یادونه کړې چې د ۲۰۰۹ کال شاوخوا وروسته سیاسي بحثونه او ورته اعمال د قومي قطبي کیدو له لیاری تیر شوي وه او په ټولو څلورو لویو قومي ډلو په ډله ایز شعور سره سیاسی مشران چمتو وه چې قومي شکایتونه بیان کړي. خو داسې کوم شۍ نشته چې د قصبي کیدو عوامل په اسانۍ سره مشخص کړي ، خو د قومي سیاست د بیا را ژوندي کیدو تمایل په عامه خبرو اترو کې د قومی پلوه تورنو مسالو د ننوتلو په لیاری په اسانۍ سره څرګند شوی دی. د ژبې مساله له اوږدې مودې راپدیخوا د قومي تاوتریخوالي په لیاره کې یوه وسیله وه. د خبرو په وخت کې د هزاره ګانو پلویان داسې ادعا کوي چې پښتانه شیوونستان د ولسمشرۍ مانۍ څخه په ګټې اخیستو سره غواړی د افغانستان د څوکلتوری هویت د له منځه وړلو په لیاره کې خپل ماموریت تعقیب کړي او د پښتو ژبه او کلتور د نورو په پرتله مخکې کړي ، نو ځکه چې ډیر وخت قومي شکایتونه یو بل ته ورته دی. هزاره ګان او تر یوې اندازې پوری اوزبیکان و تاجیکانو شکایت دادی چې اجراییه قوه د پښتنو شوونستانو په لاس کې ده ، چې د هیواد ثبات له خطر سره مواجه کوي او د نورو ډلو په پرتله ، د پښتنو ګټو ته وده ورکوی. په همدې ډول پښتانه د نورو ګروپونو رهبران ملامتوی چې د فدرالیزم رواجولو له لیارې د هیواد ویشلو لپاره کارکوي. ۷ - پایله د افغان د لاسته راوړنو او پلورالیزم دوام د هزاره ګانو پرمختګ وروسته له کال ۲۰۰۱څخه د پام وړ ده. هغه ټولنه چې د مشرانو یې په یاد ده ، د پښتنو د شاهي کوره نی لپاره یې د غلامانو په توګه خدمت کاوه ، اوس اوس یې ځان په ملي سیاست کې د مهم رول لوبولو او د اقتصادی ودې څخه د لومړي ځل لپاره د ګټې اخیستونګي په توګه ځای پر ځای کړی دی. خو د ۲۰۰۲ کال څخه وروسته لسیزه کې ترلاسه شوي ډیر پرمختګونه کوم قانوني یا اداري بنسټ نلری او په سیاسي عمل ولاړ دي چې د هغو شرایط له امله را منځته کیږي چې احتمالا لنډ مهال وی. دا د یوه لیواله اقلیت د ستونځې جوهر دی. هزاره ګانو له طالبانو وروسته په سیاسي او ټولنیز پرمختیایي پروسو کې د نورو ډلو په پرتله هغه وخت پرمختګ وکړ ، چې په لیوالتیا سره یې پکې ګډون وکړ ، په داسې حال کې چې تر ټولو لویه قومي ډله ، پښتانه ، ددې پروسو په اړه په زیاته توګه نرمښت وښود. په داسې حال کې نړیواله مداخله چې د لسیږی اوږد سیاسي نظم ملاتړ یې کاوه ، پای ته رسیږي ، هزاره ګان دې ته اړ دي چې په پام کې ونیسې تر څو دوی کومې لاسته راوړنې کولای شي و ساتي او کومي لنډ مهاله دي. داهم باید وویل شي ، هغه نړیواله مداخله چې د کال ۲۰۰۱ څخه وروسته نظم پرې ولاړ دی ، بالاخره د وخت محدودیت لري. په هغه سیاسی مسایلو چې هزاره ګان خوشالیدل ، د ولسمشر ماڼۍ له خوا ، د ملاتړ په توګه هزاره اشرافو ته ورکړل شول. په دې کې شک ده چې دغه قراردادونه به ترڅه وخته پورې دوام پیدا کړي. که چیرې په سیاسی منظره کې بدلون راشي او د بغاوت پای ته له رسیدو سره د پښتنو د ګډون زیاتوالي ته لیاره هواره شي ، نو ښایي چې دا قراردادونه به په خپل ځای پاته نشي. ددغو ټولو پرمختګونو سره سره ، بیا هم هزازه ګان د هیواد بیوزله ټولنې دي او د تبعیضی کړنو د بیرته راستنیدو د مخنیوي په برخه کې ونډه لري. نو له همدې امله ، یوه هغه اساسي لیاره داده چې هزاره ګان که غواړي د خپلو لاسته راوړلو د ساتنې لپاره هڅه وکړی ، باید چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د قومی اړخونو په اړه د عقلي بحث او څیړنو لپاره ځای پرانیزي. په ټولنیزو او اقتصادي لاسته راوړنو کې د پاته قومي تشو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ، کولای شي د مثبت عمل یا تبعیض ضد اقداماتو لپاره د پالیسي جوړولو یو اساس چمتو کړي. یو له دغو اقداماتو څخه به دا وي چې ملي سرشمیرنه تر سره شي. د هزاره ګانو او نورو توکمیزو ډلو لپاره سرشمیرنه به یوه څرګنده لیاره وي چې ددوی د ځینو سیاسي او ټولنیزو لاسته راوړنو ادعا پاوړې کړي. په تاکنو کې د هزاره ګانو ګټې د سیاسی فضا ددفاغ لپاره ښه پکاریږی ، دا په دې معني ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو یا د پارلیمان د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هځو په وړاندې مقاومت کول دي. د قومي محاسباتو منطق دا څرګندوي ، چې که چیرې نوۍ ولسمشر هڅه وکړي چې د واک د ویشلو کنوانسیونونه له سره جوړ کړي ، مجبور به وي چې د اکثریت ساتلو په خاطر ، هزاره اشرافو ته ددوی د هڅو په برخه کې قناعت ورکړي. د هزاره ګانو د پرمختګ هغه ارخ چې په ممکن ډول دوامداره به وي ، حتا د سیاسي چاپیریال کې د بدلونونو سره سره ، یوه تعلیمی لاسته راوړنه ده او دا د ټولني د پیوستون او تشبث له لیاری تر لاسه شوې ، او د حکومت په ملاتړ پورې تړلې نده. په زړه پوری ده چې پښتانه د خپلو هزاره ګاونډیانو د بدلیدو په هکله تبصرې کوي. باید وویل شي چې دا د هزاره ګانو په تعلیم که پانګونه ده چې پښتانه یې داسې حیران کړي چې یوه ورځ به هزاره ګان پر دوی واکمن شي. په کلتوری او دودیز ډول په سیاست کې د افغانستان جوړښتي بحثونه د غیر مرکزي په مقابل کې د مرکزي کولو په اړه دي. شایسته سالاري او ملاتړ دواره د قومي ډلو د راتلونکي لپار اغیزې لري. که څه هم هزاره ګان په دودیز ډول په غیر مرکزي کولو کې اخته دي ، له کال ۲۰۰۱ را هیسې ددوی د اشرافو یوه عملي ستراتیژ تعقیب کړې ، کومه چې د ولسمشرد تیم لخوا تعقیبږي او هغه د مرکزي کولو ملاتړ دی چې ترڅو ښې ونډې ترلاسه کړي. د هزاره ګانو لپاره به یوه لار دا وي چې د خپلو لاسته راوړنو د بنسټیز کولو لپاره د غیر مرکزي کولو اجندا ته مخه کړي ، ځکه چې په ځینو مرحلو کې متمرکز سیستم باید په ملي دولت بدل شي داسې یوه ملي اداره منځته رواړي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو لپاره د خیر غوښتنو چلند تعقیب کړی. شایسته سالاری د اصلاحاتو راوستلو لپاره ښه مفکوره ده ، خو لکه څنګه چې معني لري ، پلي کول یې ستونزمن ثابت شوي دي. په داسې حال کې چې هزاره مشران د غیر متمرکز کولو غوښتنه کوي ، مګر دوی په دې هکله پرمختللې اجندا نلري چې څنګه ډاډ ترلاسه کړي چې ددوی خلک به وکولای شي د کار په بازار کې په مساوي شرایطو سیالي وکړي. داسې د تبعیض ضد افغان اجنډا رامنځته کولو ته اړتیا ده چې داسې میکانیزمنونه پکې شامل وي ، ترڅو د واسطه بازی د کړنو په مقابل کې کار وکړي. له ۲۰۰۱ کال را پدیخوا د هزاره ټولنې وده د اشرافو د سیاسي ستراتیژۍ ، له ښکته څخه پورته او د سیاسي چاپیریال د ترکیب له لیاری تر لاسه شوي ده. ددې لاسته راوړنو ساتل به هم د هزاره ګانو د سیاسي ستراتیژۍ په پراختیا پورې اړه ولري. په همدې ډول پلورالیږم په افغانستان کې په هیڅ دول هم خوندي نده ، خو دا حقیقت چې هزاره ګانو ځانونه دومره پورته کړي ، چې پرته له کوم رادیکال غبرګون سره مخ دي ، هیله را منځته کوي. تر اوسه مالومه نده ، هغو شرایطو چې هزاره ګانو ته یې ددې پرمختګ توان وکړی ، وبه لیدل شي چې څومره وروسته له سیاسې او امنیتي انتقال څخه ، چې ټاکل شوې وروسته له ۲۰۱۴ څخه څومره به دوام وکړی. پای
بالا
دروازهً کابل
الا
شمارهء مسلسل ۴۸۷ سال بیستیکم سنبله ۱۴۰۴ هجری خورشیدی اول سپتمبر ۲۰۲۵
څلورمه او وروستۍ برخه
۶ - د هزاره ګانو په شا تمبولو شواهد
داسی شواهد شته چې د هزاره ګانو پرمختګ د نورو قومی ډلو په منځ کې یو ډول نارضایتې راپارولې ده. هغه نوی قومي نظم چې هزاره ګانو پکې واک او امتیازاتو ونډه ترلاسه کړیده ، په نړیواله کچه د طبیعې یا دایمي په توګه د منولو وړ نده. په مستقیمه توګه د فشار راوړلو مثالونه تراوسه پورې نسبتا لږ او د هزارګانو د دریز د ګواښلو لپاره کافی ندي. خو د ملي سیاست قطبي کول او د پښتنو د شکایتونو کیسې اوریدل ، دا په ګوته کوي چې د هزاره ګانو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.
د شیعه ګانو د سخت دریزې ټولنې پر وړاندې د غبرګون تر ټولو سخته بیلګه هاغه وه چې د کال ۲۰۱۱ د محرم په مراسمو کې د ځو بمي بریدونو په بڼه راغله. د طالبانو غورځنګ په چټکۍ سره د بریدونو غندنه وکړه او داسی ښکاریده چې دا کومې افراطي ډلې کار وي. د محرم په هکله د هزاره ګانو ډیر څرګند چلند د غیر شیعه ګانو لخوا شکایتونه رامنځنه کړل چې دوی فکر کوي هزاره ګان په کابل کې د ځواک په توګه د ښودلو لپاره له دغو مراسمو څخه ګټه پورته کوي. یولړ شکایت کوونکو په دغو مراسمو کې د ایران سپانسر رول په هکله تاکید کاوه چې له یوی بلې خبرې سره هم مطابقت کوي. کله چې هزاره ګان هرات ته مهاجر شول ، په چټکۍ سره داسې اوازی ګډې وې چې ایرانی اجنټان هزاره ګانو ته د څمکې پیرودلو تمویل له لیارې په سیمه کې ستراتیژیک شتون رامینځته کوي. دا اوازې او وړاندیزونه ځکه د منلو وړ نه وو ، چې ګواکې د ایران حکومت راستنیدونکو ته سخاوتمندانه مرستې کوی ، مګر دا خبره د کډوالو راستنیدونکو سره د سخت چلند راپورونو سره مستقیم توپیر لري. داسې مالومیده چې د هزاره ضد دا آوازې په ښار کې د یو ډول قومی سیالیو سره تړاو درلود.
داسې شواهد هم شته چې هزاره ګانو د نورو ډلو په پرتله د سیاسي غنیمتونو ترلاسه کول ، کوم چې دوی یې په لټه کې وو ، ډیر ستوځمن موندلي. پارلیمان باید د ولسمشر لخوا غوره شویو وزیرانو ته د تایید رایه ورکړي ، ځکه چې په دې پروسه که د قدرت معامله وه. په لومړي سر کې د قومی قدرت دلالانو به له ولسمشر سره د خپلو نوماندو د وزیر په توګه د وړاندیز لپاره خپله معامله سرته رسوله ، خو ورسته به نوماندان باید پارلیمان ته مخامخ شي او اکثریت ترلاسه کړي. کله چې رییس جمهور کرزی په کال ۲۰۰۹ انتخاباتو وروسته کې خپله کابینه وړاندې کړه ، هزاره دلالانو ته ناممکنه شوه چې د پارلیمان له لیاری خپل نوماند تثبیت کړی. د اییتلاف معامله چې په بریالیتوب سره یې د نورو ډلو نوماندان وټاکل ، ظاهرا هغه وخت مات شو چې د هزاره ګانو وار راورسید. د هغه اوږد مهاله سیاسی بحران په زړه کې چې د ۲۰۱۰ کال د پارلیمانی ټاکنو وروسته را منځته شو ، د غزنې په ګډ ولایت کې د هزاره ګانو د بریا پر وړاندې د پښتنو پاڅون وو. ولسمشر کرزی لومړی دریځ چې د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره د قضایې اقداماتو ملاتړ ، له دې مفکورې څخه الهام اخیستۍ وه چې هغه ټاکنې چې هزاره ګانو ته د غزني د کنټرول ورکوي ، حتی که په قانوني توګه هم د اعتبار پایله ولړي ، بیا هم د پښتنو د حقدارۍ احساس به زیانمن کړي. دې شخړې له اجرایوي واک او ټاکنیزی دیموکراسۍ د کارکوونکو تر منځ د پام وړ توپیر را منځته کړ. په کوچنۍ کچه ، د اروزګان څخه مخکښ هزاره نوماند ، له پراخو شواهدو سره ادعا وکړه چې د ټاکنو چارواکو په خپل سر ده هغه رایې لغوه کړې ، ځکه چې هغوی له دې احتمال سره مخ وو چې د هزاره ټولنې لوړ ګډون کولای شي په دې پښتون اکثریت ولایت کې څوکۍ وګټي.
د مخالف وسله والو کمپاین د هزاره ګانو ضد هر هغه احساساتو لپاره چې د ټولنې د ودې له امله راپاریدلي دي ، یوه څرګنده لیاره برابروی. په دې لړ کې ، کله نا کله د سخت تاوتریخوالي پیښي شوي چې پکې هزاره ګانو داسې شکایت کړی چې دوی په ځانګري ډول په نښه شوي دي. ترټولو زیات زیان منونکي هغه هزاره ګان دي چې د پښتنو سیمو په شاوخوا کې او یا د قومي لومړۍ کرښې په اوږدو کې ، چیرې چې طالبان فعال دي ، ژوند کوی. ډیري یې هغه اعدامونه دي ، کوم چې طالبانو په لویو لیارو کې چې هزاره ګانو پرې تګ راتګ کاوه ، دوی یې په نښه کول. د یوې بیلګې په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د بامیانو ولایتي شورا د هزاره غړی تښتول او وژنه ده ، چې د کابل او بامیان تر منځ په لیاره کې یې له پروان ولایت څخه سفر کاوو. په ورته ډول ، د ترانزیت لویې لیاره او هزارجات تر منځ د قره باغ ولسوالۍ ته تلونکي هزاره مسافر هم وخت په وخت تر بریدونو لاندي راغلي دي. د تاوتریخوالي نمونې د تیرو دورو یادونه کوي چې پکې هزاره جات ددې لارو په اوږدو کې محاصره شوی وو.
په عین حال کې ، د یاغیانو پروپاګندې او تبلیغ کوونکو داسی کیسه جوړه کړې چې د کابل رسمی دریز ته انعکاس ورکوي او هغه دا چې قومي مسایل غندی او پرځای یې ملی دریز غوره کوي. د موادو لویه برخه په پښتو ژبه ده او کلتوري مسایلو ګټه اخلي ، کوم چې پښتنو ته معنی لری. خو دوی پشتانه د بهرنیو پوځونو او فاسد حکومت پر وراندی ، پرته له دې چې کوم ځانګړی قومي دښمن په ګوته کړی ، راټولوی. په ګرافیک اسنادو کې له رژیم سره تړلي ټولو پخوانیو مجاهیدینو مشرانو ته پکې اشاره کوي ، چې په قصدي ډول د ټولو قومي ډلو مشران پکې شامل دي. شواهد ښیي چې د طالبانو د هزاره ضد احساساتو ډیرې کیسې دی ، چې د هزاره ګانو له راپورته کیدو څخه رضایت نلری او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به یې له منځه یوسي.
کابل میشتو څارونکو یادونه کړې چې د ۲۰۰۹ کال شاوخوا وروسته سیاسي بحثونه او ورته اعمال د قومي قطبي کیدو له لیاری تیر شوي وه او په ټولو څلورو لویو قومي ډلو په ډله ایز شعور سره سیاسی مشران چمتو وه چې قومي شکایتونه بیان کړي. خو داسې کوم شۍ نشته چې د قصبي کیدو عوامل په اسانۍ سره مشخص کړي ، خو د قومي سیاست د بیا را ژوندي کیدو تمایل په عامه خبرو اترو کې د قومی پلوه تورنو مسالو د ننوتلو په لیاری په اسانۍ سره څرګند شوی دی. د ژبې مساله له اوږدې مودې راپدیخوا د قومي تاوتریخوالي په لیاره کې یوه وسیله وه. د خبرو په وخت کې د هزاره ګانو پلویان داسې ادعا کوي چې پښتانه شیوونستان د ولسمشرۍ مانۍ څخه په ګټې اخیستو سره غواړی د افغانستان د څوکلتوری هویت د له منځه وړلو په لیاره کې خپل ماموریت تعقیب کړي او د پښتو ژبه او کلتور د نورو په پرتله مخکې کړي ، نو ځکه چې ډیر وخت قومي شکایتونه یو بل ته ورته دی. هزاره ګان او تر یوې اندازې پوری اوزبیکان و تاجیکانو شکایت دادی چې اجراییه قوه د پښتنو شوونستانو په لاس کې ده ، چې د هیواد ثبات له خطر سره مواجه کوي او د نورو ډلو په پرتله ، د پښتنو ګټو ته وده ورکوی. په همدې ډول پښتانه د نورو ګروپونو رهبران ملامتوی چې د فدرالیزم رواجولو له لیارې د هیواد ویشلو لپاره کارکوي.
۷ - پایله
د افغان د لاسته راوړنو او پلورالیزم دوام
د هزاره ګانو پرمختګ وروسته له کال ۲۰۰۱څخه د پام وړ ده. هغه ټولنه چې د مشرانو یې په یاد ده ، د پښتنو د شاهي کوره نی لپاره یې د غلامانو په توګه خدمت کاوه ، اوس اوس یې ځان په ملي سیاست کې د مهم رول لوبولو او د اقتصادی ودې څخه د لومړي ځل لپاره د ګټې اخیستونګي په توګه ځای پر ځای کړی دی.
خو د ۲۰۰۲ کال څخه وروسته لسیزه کې ترلاسه شوي ډیر پرمختګونه کوم قانوني یا اداري بنسټ نلری او په سیاسي عمل ولاړ دي چې د هغو شرایط له امله را منځته کیږي چې احتمالا لنډ مهال وی. دا د یوه لیواله اقلیت د ستونځې جوهر دی. هزاره ګانو له طالبانو وروسته په سیاسي او ټولنیز پرمختیایي پروسو کې د نورو ډلو په پرتله هغه وخت پرمختګ وکړ ، چې په لیوالتیا سره یې پکې ګډون وکړ ، په داسې حال کې چې تر ټولو لویه قومي ډله ، پښتانه ، ددې پروسو په اړه په زیاته توګه نرمښت وښود. په داسې حال کې نړیواله مداخله چې د لسیږی اوږد سیاسي نظم ملاتړ یې کاوه ، پای ته رسیږي ، هزاره ګان دې ته اړ دي چې په پام کې ونیسې تر څو دوی کومې لاسته راوړنې کولای شي و ساتي او کومي لنډ مهاله دي. داهم باید وویل شي ، هغه نړیواله مداخله چې د کال ۲۰۰۱ څخه وروسته نظم پرې ولاړ دی ، بالاخره د وخت محدودیت لري.
په هغه سیاسی مسایلو چې هزاره ګان خوشالیدل ، د ولسمشر ماڼۍ له خوا ، د ملاتړ په توګه هزاره اشرافو ته ورکړل شول. په دې کې شک ده چې دغه قراردادونه به ترڅه وخته پورې دوام پیدا کړي. که چیرې په سیاسی منظره کې بدلون راشي او د بغاوت پای ته له رسیدو سره د پښتنو د ګډون زیاتوالي ته لیاره هواره شي ، نو ښایي چې دا قراردادونه به په خپل ځای پاته نشي.
ددغو ټولو پرمختګونو سره سره ، بیا هم هزازه ګان د هیواد بیوزله ټولنې دي او د تبعیضی کړنو د بیرته راستنیدو د مخنیوي په برخه کې ونډه لري. نو له همدې امله ، یوه هغه اساسي لیاره داده چې هزاره ګان که غواړي د خپلو لاسته راوړلو د ساتنې لپاره هڅه وکړی ، باید چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د قومی اړخونو په اړه د عقلي بحث او څیړنو لپاره ځای پرانیزي. په ټولنیزو او اقتصادي لاسته راوړنو کې د پاته قومي تشو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ، کولای شي د مثبت عمل یا تبعیض ضد اقداماتو لپاره د پالیسي جوړولو یو اساس چمتو کړي. یو له دغو اقداماتو څخه به دا وي چې ملي سرشمیرنه تر سره شي. د هزاره ګانو او نورو توکمیزو ډلو لپاره سرشمیرنه به یوه څرګنده لیاره وي چې ددوی د ځینو سیاسي او ټولنیزو لاسته راوړنو ادعا پاوړې کړي.
په تاکنو کې د هزاره ګانو ګټې د سیاسی فضا ددفاغ لپاره ښه پکاریږی ، دا په دې معني ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو یا د پارلیمان د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هځو په وړاندې مقاومت کول دي. د قومي محاسباتو منطق دا څرګندوي ، چې که چیرې نوۍ ولسمشر هڅه وکړي چې د واک د ویشلو کنوانسیونونه له سره جوړ کړي ، مجبور به وي چې د اکثریت ساتلو په خاطر ، هزاره اشرافو ته ددوی د هڅو په برخه کې قناعت ورکړي.
د هزاره ګانو د پرمختګ هغه ارخ چې په ممکن ډول دوامداره به وي ، حتا د سیاسي چاپیریال کې د بدلونونو سره سره ، یوه تعلیمی لاسته راوړنه ده او دا د ټولني د پیوستون او تشبث له لیاری تر لاسه شوې ، او د حکومت په ملاتړ پورې تړلې نده. په زړه پوری ده چې پښتانه د خپلو هزاره ګاونډیانو د بدلیدو په هکله تبصرې کوي. باید وویل شي چې دا د هزاره ګانو په تعلیم که پانګونه ده چې پښتانه یې داسې حیران کړي چې یوه ورځ به هزاره ګان پر دوی واکمن شي.
په کلتوری او دودیز ډول په سیاست کې د افغانستان جوړښتي بحثونه د غیر مرکزي په مقابل کې د مرکزي کولو په اړه دي. شایسته سالاري او ملاتړ دواره د قومي ډلو د راتلونکي لپار اغیزې لري. که څه هم هزاره ګان په دودیز ډول په غیر مرکزي کولو کې اخته دي ، له کال ۲۰۰۱ را هیسې ددوی د اشرافو یوه عملي ستراتیژ تعقیب کړې ، کومه چې د ولسمشرد تیم لخوا تعقیبږي او هغه د مرکزي کولو ملاتړ دی چې ترڅو ښې ونډې ترلاسه کړي. د هزاره ګانو لپاره به یوه لار دا وي چې د خپلو لاسته راوړنو د بنسټیز کولو لپاره د غیر مرکزي کولو اجندا ته مخه کړي ، ځکه چې په ځینو مرحلو کې متمرکز سیستم باید په ملي دولت بدل شي داسې یوه ملي اداره منځته رواړي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو لپاره د خیر غوښتنو چلند تعقیب کړی. شایسته سالاری د اصلاحاتو راوستلو لپاره ښه مفکوره ده ، خو لکه څنګه چې معني لري ، پلي کول یې ستونزمن ثابت شوي دي. په داسې حال کې چې هزاره مشران د غیر متمرکز کولو غوښتنه کوي ، مګر دوی په دې هکله پرمختللې اجندا نلري چې څنګه ډاډ ترلاسه کړي چې ددوی خلک به وکولای شي د کار په بازار کې په مساوي شرایطو سیالي وکړي. داسې د تبعیض ضد افغان اجنډا رامنځته کولو ته اړتیا ده چې داسې میکانیزمنونه پکې شامل وي ، ترڅو د واسطه بازی د کړنو په مقابل کې کار وکړي.
له ۲۰۰۱ کال را پدیخوا د هزاره ټولنې وده د اشرافو د سیاسي ستراتیژۍ ، له ښکته څخه پورته او د سیاسي چاپیریال د ترکیب له لیاری تر لاسه شوي ده. ددې لاسته راوړنو ساتل به هم د هزاره ګانو د سیاسي ستراتیژۍ په پراختیا پورې اړه ولري. په همدې ډول پلورالیږم په افغانستان کې په هیڅ دول هم خوندي نده ، خو دا حقیقت چې هزاره ګانو ځانونه دومره پورته کړي ، چې پرته له کوم رادیکال غبرګون سره مخ دي ، هیله را منځته کوي. تر اوسه مالومه نده ، هغو شرایطو چې هزاره ګانو ته یې ددې پرمختګ توان وکړی ، وبه لیدل شي چې څومره وروسته له سیاسې او امنیتي انتقال څخه ، چې ټاکل شوې وروسته له ۲۰۱۴ څخه څومره به دوام وکړی.
پای