غفورلېوال

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

همدلان کابل ناتهـ


دریچهء تماس

 

Deutsch

دروازهً کابل

 

 

 

دافغانستان وركې خزانې

 

ددوه زره پينځم كال داپريل په يوويشتم ماښام دامريكې په پلا زمينه واشنګتن ښاركې دا فغاني سفارت او نشنل جيوګرافيك سنټر په مټ دافغان لرغونپوه ښاغلي زمريالي طرزي د هڅو او په ټوليزه توګه دافغانستان دلرغونوآثارو په  هكله ديوه فلم پرانيستنه وشوه ، چې (( دافغانستان وركې خزانې ))  نوميږي . په  دې فلم كې دباميان دسترو بوداګانو راپرځېدل وښوول شول خو تر څنګه يې په سيمه كې ددرييم بودا چې په (( ويده بودا)) مشهور دى ،دموندلو لپاره دښاغلي طرزي هڅې او برياليتوبونه هم دپام وړ وو. دفلم جوړونكي باور لري چې دا په نړۍ كې تر ټولو ستر ه مجسمه ده چې اوږدوالى يې د ايفل تر برجه هم ډير دى . ښاغلي طرزي وويل، له ډيروڅېړنو او كيندنو وروسته موددغه بودا دپښو يوه برخه وموندله ، خو كله چې ډاډه شوم هغه دلته دى نو كاريګروته مې  وويل چې بيرته خاورې پرې ورواړوي چې بيا بل وخت په ډاډ اوحتياط سره كيندنې پرې وشي. دفلم  بله په زړه پورې برخه دطلا تپې دقيمتي خزانې په هكله وه چې له نيكه مرغه تر اوسه دولسمشرۍ په ما ڼۍ كې خوندي ده . د ويده بودا رابرسيره کېدل په نړيواله سطح يوه ستره فرهنګي پېښه ده،وړاندوينه کيږي چې ددغه بودا تاريخي ابهت اواهميت به دمصر له اهرامونو سره برابر وي٠ياد شوي فلم عاطفي جوړښت درلوده چې دليدو پرمهال يې پر ځينو افغانانو بر سيره بهرنيانو هم خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. ما له خپلو اوښكو سره څو كلېمې هم مل كړې چې دلته يې لولئ:

 

وركه خزانه

 

 بودا!

       ويده شه

               دتاريخ تر خر وارونو خاورو لاندې آرام وغځيږه

لا (( اپه ګان ))  دخپل نيكه څېره دغم دغبار شاته ويني

لا شغهار دغشيوخيژ ي  لا ګوربت زخمي دى

او د ((لوى غر )) د ذهن ځالې له لمبو ډكې دي

لا  پښتين  نه شي اوريدلاى ستا د سترې ډ برينې سينې ورك درزونه

 لا تور شيطان د (( براهې )) ګردونه مينځي  د (( سيندو )) پر اوبو

لا هم پر موږه لمر دتور دجال له كوره خيژي

لاستا ددواړو تنديسونو  له سوغاړو نه دودونه خيژي

 

 

بودا!

ويده شه

 په آرام پريوځه

 

 هو دا ريښتيا ده چې بخدي كې كې يې د (( ساك )) دپاچا ښكلې لور بربنډه كړله

طلا غونډۍ كې يې دسرو زرو له تاج څخه هډوكي تش كړل

خو ته ويده شه

                     ته آرام پريوځه !

دبخدينۍ شهزادګۍ روح لا له ګاڼو سره په كور پاتې دى

لا له  سيندو  يا له  آمو  څخه اوښتى نه دى

لا خو دساك دلور دګڼ كميس پاولي شرنګيږي

او لا دستر نورستان (( لام )) په (( الينو )) مين دي

لاهم ددنګو پكتانيو د قمې  زرين لاسوندي بريښي

نو ته ويده شه،  ته آرام پريوځه!

دبخدينۍ پيغلې ښايست ته مې سلام دى بودا

ستا دخوبونو پريشانۍ ته مې هم پام دى بودا

زه لا دزروكلوشاته بخدينۍ وينمه

چې اووه كنيزې پرې چاپيرې دي سينګار يې كوي

څوك يې باولۍ ، څوك يې والۍ څوك يې پېزوان سموي

څوك يې په هسكه سينه ږدي د (( سات ديوا )) زر څېره

بودا ښايست ته يې حيران يم خو ويريږمه پرې

چې څوك يې نن را نه هډونه له سيندو تير نه كړي

يا خو يې غلۀ د لا جوردو  له آمو تير نه كړي

زه هم پوهيږم زړه مې ريږدي خو ويده شه بودا

ته دتاريخ د خروارونو خاورو لا ندې پټ شه

چې زه دخپلې بخدينۍ ښكلې ګاڼې وساتم

بودا ويده شه

                     ته خو ښه خبر يې 

چې ستا دهډ هډ ماتوونكي څوك وو

تا خو دخپلو تنديسونو پرځېدل ولېدل

چې له (( ارك هنډ )) څخه ورهاخوا يې ديوان نشه كړل

نو ته ويده شه، په آرام پريوځه !

كله چې ما د ارشاك توره بيا په لاس ونيوه

او كانيڅكا مې بېرته راوست د باګرام ماڼۍ ته

كله چې لمر له  پكتيانا څخه راوخوت او سوريا وخندل

ګندهارا ته چې مرغۍ له پرښاپوره راغلې

چې آسمايي بيا  د ويشنو دپلاز بيرغ پورته كړ

او روهيليو دكوترو سپين خيلونه په هوا پورته كړل

بيا به ارجن  له بهارته  راشي

كليو پاترا به دنيل غاړې څخه راوړي زر مصري آسونه

آشيل به راشي دزيئوس پيغام به راوړي طلايي بګۍ كې

او سكندر به خپل زرين تاج ستا پښو ته كيږدي

زرتشت به راوړي د بخدي پيغلې ولور كې د كوبا ارغوان

اود روم پيغلې به ګاڅونو ته نڅيږ ي له لنډيو سره

اراكوزي زلمي به اچوي د څڼو څپې مست اتڼ ته

او هيندوګۍ راڼۍ به ناڅي دخيبر اتڼ ته

سمرقندي كوڅۍ به څرخي كاكړۍ غاړو ته

او هيندوكڅ به له پامير سره پيالې كړنګوي

بيا به نو تا راويښوو له اوږده خوبه  بودا

 بيا به دې باسو دتيارو له تور آشوبه بودا.

ددوه زره پينځم كال داپريل يوويشتمه

واشنگتن ښار-امريكه

 

 

-  اپه ګان : دافغان لرغونې بڼه

- ګوربت : په ميدان وردګ كې ديوه غره لرغونى نوم دى

-  لوى غر: د لوګر لرغونى نوم

سيندو : نننى اباسيند، يونانيانو اندوس باله

بخدي: دبلخ زوړ نوم

-  ساك : ساكيان دافغانانو هغه لرغونى پښت و ،چې سلګونه كاله يې پر هېواد واكمني درلوده.

طلاغونډۍ : طلا تپه چې زرګونه لرغوني زرين آثار ور څخه موندل شوي.

-  بخدينۍ : بلخي شهزادګۍ

-  لام : دنورستان په افسانو كې هغه پهلوان دى چې په شهزادګۍ الينو مين و.

-  الينو ( الينا) : دنورستاني افسانو اتله ، د لام معشوقه او دافسانوي ښكلا خاونده، د الينګار اوسنى نوم هم له همدې څخه اخيستل شوى او مانا يې د الينا مېنه يا كور دى. 

 - سات ديوا : ديوا په سانسكريت كې ځواكمن واكمن ته وايي چې د اوستايي دورې ارباب الا نواع به يې په دې القابو نومل ، سات ديوا دساتونكي ځواكمن په مانا ده ، چې زرينې مجسمې به يې دشاهي كورنۍ له مړيوسره خښولې چې ګواكې د هغوساتنه وكړي.

-  ارك هنډ : د اټك  زوړ نوم .

-  ارشاك : آريايي اتل

-  كانيڅكا : كانيشكا نامتو افغاني واكمن

-  كوبا : دكابل زوړ نوم

پرښاپوره : دپېښور زوړ نوم

آسمايي : په كابل كې ددغه غره نوم له دوو ريښو آسه يانې نيكمرغي او مايي يانې مور څخه جوړ شوى چې مانا يې دنيكمرغي مورده.

-  ويشنو: له هندي ارباب الانواعو څخه

-  ارجن: هندي اتل، د مهابهارت په اتم پرب ( فصل) كې يې له خپل تربور كرن سره دجګړو كيسه راغلې.

-  كليو پاترا : نامتو مصرۍ ملكه-آشيل او زيئوس : ديوناني اساطيرو دوه نامتوڅيرې

-  ګاڅونه : ګاتهونه يا ګيتونه زاړه اوستايي سرودونه چې دهېواد دلرغوني فرهنګ وياړمنه برخه ده.

-  اراكوزې (اوسنى كندهار)

-  پكتيانا (اوسنۍ پكتيا)،

ګندهارا (اوسنى ننګرهار) دلرغوني افغاني مدنيت درې مهم منځي ( مركزونه ) .

-  هيندو كڅ  : هيندوكښ اوسنى هندوكش.

 

 

   

دروازهً کابل

 

سال اول                   شماره چهارم               نیمهً اول ماه ثور       نیمهً اول     ماه می        2005