کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

همدلان کابل ناتهـ

 

آرشيف صفحات اول

 

 دريچهء تماس

 

نظر و پيشنهاد شما

 

Deutsch

 

دروازهً کابل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د راتلونكي پارلمان رنګ او انځور

 وحيد سپين غر - كابل

 


 دراتلونكي پارلمان داستازو درايوشميرني لړۍ دټول هيوادپه كچه مخ په وړاندي روانه ده ،تراوسه څه دپاسه په سلوكي پنځوس درايو شميرني كاربشپړسوي اووروستي رايي شميرني به هم په څوراتلونكوورځوكي پاي ته ورسيږي
 تراوسه چي كومي رايي شميرل شوي دي له هغونه ډيري عجيبي اوپيچلي پايلي ترلاسه شوي دي ،دساري په توګه دهيوادپه مركز كابل كي درايوشميرني په نتيجه كي دپخوانيووسله والوتنظيمونومشرانو اولوړپوړيو كسانوزياتي رايي ترلاسه كړي دي ،په پلازمينه كابل كي تردامهاله حاجي محمد محقق ، يونس قانوني، استادسياف او مصطفي كاظمي درايوشميرني په جدول كي يوپه بل پسي دنورو كاند يدانو په پرتله زياتي رايي ګټلي دي ،د رايوشميرني له دي بهيرنه ښكاري چي په ټاكنوكي تنظيمي اوقومي رنګ ډير پياوړي و.
 دغه رازدهيوادپه لويوښارونوكي هم درايوشميرني نتيجي ښيي چي هلته هم تنظيمي اوقومي اړيكوخپل ځانګړي رول لوبولي دي
 دكندهارپه ولايت كي خالدپښتون ،احمدولي كرزي ،قيوم كرزي ،نورالحق علومي اوامير لالي دګټونكوپه ليكه كي شميرل كيږي ،امير لالي داستادسياف داتحاداسلامي دتنظيم يومشهورقوماندان و،خالدپښتون ،احمدولي كرزي ،قيوم كرزي ددموكراسي اواوسني دولت پلويان دي ،خونورالحق علومي دخلك دموكراتيك ګوند غړي اودهغه وخت يولوړرتبه عسكري جنرال دي چي يووخت په كندهاركي ددغه ولايت تنظيمه رئيس وو،داچي څنګه يي په اوسنيوټاكنوكي ډيري رايي ترلاسه كړي علت يي قومي بڼه لري ،ويل كيږي چي له هغه سره خپل قوم مرسته كړي ده .
 له دينه ښكاري چي په اوسنيوټاكنوكي قومي فكټورډير اغيزمن اوبنسټيز رول لوبولي دي او دپخوانيوګوندي اوتنظيمي اختلافاتورنګ يي ډير پيكه كړي اوولس خپله فيصله پرقومي اصولوكړيده ده
 دغه رازدخوست دولايت درايودشميرني نه جوته شوي چي دكورنيوچاروپخواني وزير سيد محمد ګلابزوي درايي شميرني په جدول كي دګټونكوكانديدانوپه مقام كي راغلي او ډيري رايي يي ترلاسه كړي دي ،دنوموړي په هكله هم ويل كيږي چي دسياسي اړيكوترڅنګ قومي ملاتړ زيات اغيز ښندلي دي
 دهيوادپه شمالي ولاياتوجوزجان ،سمنګان ،سرپل ،فارياب ،شبرغان كي دجنرال عبدالرشيد دوستم د جنبش ملي ګوندغړي درايوشميرنوپه پايله كي زياتي رايي ترلاسه كړي دي اوداسي بريښي چي له دغوولاياتونه به په زيات شمير كي دهمدي ګوندغړي راتلونكي پارلمان ته لاره ومومي
 يوپه زړه پوري خبر دزابل ولايت په اړه دادي چي هلته ملاعبدالسلام راكټي تراوسه پوري له ټولونه زياتي رايي ګټلي دي اوڅرګنده ده چي دهيوادپارلمان ته به داستازي په توګه لاره ومومي
 ملاعبدالسلام راكټي دطالبانوپه اداره كي يولوړرتبه چارواكي و،خوداوسني دموكراتيك بهير څخه په ګټي اخيستني سره يي په ټولټاكنوكي ځان دكانديد په توګه ونوماوه اودبرياليتوب په پايله كي به دولس داستازي په توګه پارلمان ته لاړشي
 دغه رازويل كيږي چي دطالبانوداداري ځيني نورچارواكي هم شايد راتلونكي پارلمان ته لاره ومومي اوپه دي توګه به په پارلمان كي دبيلابيلوطبقو،اقشارواوسياسي تنظيمونواوبيلابيلوسياسي ګوندونواستازي ګډون ولري
 ځيني سياسي څيړونكي دهيواد دراتلونكي پارلمان په هكله مثبت نظرنه لري اوراتلونكي پارلمان يوكړكيچن اوناندريزپارلمان ګڼي اوولس ته يي دخدمت كولوجوګه نه بولي خوددي پرخلاف ځيني نوربياپه دي نظر نه دي هغوي دپارلمان دنه موجوديت نه ديوه ضعيفه پارلمان موجوديت هم ددموكراسي ديوه ركن په توګه ستايي اوداهيله كوي چي راتلونكي پارلمان به دټولوشتوستونزوسره سره دهيوادوالولپاره دخدمت مصدروګرځي داډله كسان دليل راوړي چي دهيوادراتلونكي پارلمان به داسي يوپارلمان وي چي په هيواد كي به دتل پاتي ملي يووالي اوملي پخلايني يوروښانه اوڅرګند انځوروړاندي كړي ،داسي يوپارلمان چي په هغه كي به دبيلابيلونظرياتولرونكي كسان غړيتوب ولري اودولس د ستونزواوغوښتنوپه اړه اودهيواد دملي ګټوپه هكله به ديوه ميزترشاه خپلي نظريي اوعقيدي وړاندي كړي چي داپخپله داوسني دموكراتيك بهير دبرياليتوب يوه ډيره ستره نښه بلل كيږي .
 داچي زموږ د هيوادسياسي مشران وتوانيدل چي دڅه كم څلوروكالوپه موده كي په هيوادكي داسي فضا رامنځته كړي چي پخوانيو سياسي مخالفينو ديواوبل دتحمل كولوتوان پيداكړ داپخپله بايد دسولي ديوه عالي فرهنګ اودهيواددراتلونكي آبادي اوسوكالي په لاره كي ديوه ستراومهم ګام په توګه وګڼل شي
 دافغانستان دولس نه چي ددوه نيمولسيزودخونړي جګړي ناپايه ستونزي اومشكلات يي ليدلي دا هيله چي هرڅه بايد دپرمخ تللي نړي په شان په چټكتيا ترسره كړي دحقيقت نه ليري يوه ايده آله غوښتنه وي .
 خوهغه څه چي موږ هيله من كوي هغه په دي لږه موده كي په افغاني ټولنه كي دجګړي اوخشونت په ځاي دسولي اودموكراسي دلاري خپلول دي
 داچي داوږدي مودي جنګ جګړونه وروسته افغانان ديوه پارلمان څښتنان كيږي او په دي پارلمان كي دتنظيمونونه نيولي دهيوادبئلابيلي سياسي ډلي ،دهيوادروحانيون اودقومونو مشران دولس داستازوپه توګه راغونډيږي اوخپل ټول پخواني ددښمني نه ډك اختلافات شاته غورځوي داپخپله دافغانانوپه اوسني سياسي ژوند كي يوه لويه سياسي برياده
 موږ په دي باوريوچي دهيواد دراتلونكي پارلمان استازي به په پوره ايمانداري اوصداقت سره داساسي قانون په چوكاټ كي خپلي دندي اومكلفيتونه درك كړي اوخپلوهيوادوالوته به دصادقوخدمتګذارانوپه توګه دشريفانه خدمت مصدروګرځي

 

د بینوا ویب پانه نه مننه

***********

بالا

 

دروازهً کابل

سال اول            شمارهً چهارده                اکتوبر   2005