کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ملی سرود خو هم یو داستان لري

 

 

لیکوال: عبدالباري ( جهاني)

 

د کال ٢٠٠٢ د اپرېل د میاشتی په شاوخوا کی می د افغانستان د جمهوریس جلالتمآب حامد کرزي په غوښتنه د ملی سرود متن ترتیب کړ، او له ده څخه می د ملاقات غوښتنه وکړه. جمهوریس کرزي د خپلی همېشگي مهربانۍ سره سم په هغه ورځ د ملاقات وخت راکړ ، او کله چی د هغوی دفتر ته ورغلم نو تصادفا درې تنه نور پښتانه عالی رتبه مامورین هم ناست وه. د ملی سرود متن مي ، چی ډېر اضافی بندونه می د هغوی د نور انتخاب دپاره پکښي ځای کړي وه، ورته ولوست. البته جلالتمآب جمهوریس هغه سمدستي رد کړ او ما ته یې وویل چی په دې سرود کی باید تغیرات راوستل. په دفتر کی ناستو پښتنو مامورینو هم د تایید په علامه سرونه وښورول او سرود گواکي رد سو. د سرود ډېره لویه نیمگړتیا دا بلل کېدله چی د پښتنو نوم په سر کی راغلی او دا خبره دنورو قومونو حساسیت را پاروي.

دا وطن افغانستان دی

دا د ټولو خلکو ځان دی

دلته هر وگړی خپل دی

دلته هر سړی افغان دی

دا وطن د پښتنو دی

دا وطن دی د تاجکو

دلته کور دهزاره دی

دلته اور دی د اوزبکو

د ورورۍ د سولي مېنه

دا ټاټوبی د جرگو دی

دا کیږدۍ د وروڼو خویندو

دا وطن د مرکو دی

څوچی نوم د دې نړۍ وي

دا به کور وي د افغان

تور او سور زرغون بیرغ به

وي د هرمنبر نښان

پر غلیم چی مو لاس بر دی

زور د الله اکبر دی زور دالله اکبر دی

 

څه باندی یو کال وروسته زلمی هیواد مل، د جلالتمآب جمهوریس صاحب سره امریکې ته راغلی وو او ماته یې په ټلفون کی وویل چی د ملی سرود په اړه ماته څه ویل غواړي. کله چی زه په واشنگټن کی دافغانستان سفارت ته ورغلم نو هلته هیوادمل راته وویل چی د ملی سرود یوه لویه نیمگړتیا دا ده چی پښتون قوم لومړی ذکر سوی دی او بله نیمگړتیا یې دا ده چی د نورو قومونو یادونه نه ده سوې. نو لومړی خو باید د نورو قومونو یادونه وسي او بله دا چی پښتون په منځ کی یا په پای کی چېرته واچول سي. ما بیا هم د ملی سرود هغه پخوانی متن ورته فاکس کړ او ځینی بندونه مي ورسره زیات کړل، چی د زلمي هیوادمل قناعت یې طبعا نه سوای حاصلولای. نو طبیعی خبره ده چی هغه سرود ونه منل سو او څه موده وروسته خبر سوم چی د پښتو ژبي د یوه خوږ ژبي شاعر ډاکټر محمد اکبر اکبر شعر د ملی سرود دپاره غوره سوی دی. خدای سته چی په دې خبری بېحده خوښ سوم او فکرمی وکړ چی یو لوی بار می له اوږو لیری سو. دا خبره لا توده وه چی څه وخت وروسته می واورېدل چی د ډاکټر اکبر شعر بیرته رد سوی او پر ځای باندی یې د حبیب الله رفیع نظم، چی لومړۍ برخه یې د پښتو د مشهور شاعر او لیکوال عبدالروف بېنوا او د قومونو او د الله اکبر برخه یې د حبیب الله رفیع ده، د ملی سرود دپاره غوره سوی دی. زه نه پوهېږم چی حبیب الله رفیع به د یوه مشهور شاعر او لیکوال په حيث دې کار ته څرنگه تن ورکړی وي. ځکه چی دا کار خو د ټولو ادبی موازینو په خلاف عمل دی، اوهیڅ ادبی او مطبوعاتی قانون اجازه نه ورکوي چی د یوه شاعر له شعر سره، چی هغه هم تقریبا دوه ویشت کاله مخکی وفات سوی وي، د بل شاعر شعر وتړل سي،اوداسی مواد پکښي اضافه سي چی ښایی هغه مرحوم به هیڅ موافقه نه ورسره درلوده.

زما دپاره د خوشالۍ خبره بیا هم دا وه چی دملی سرود د جوړولو څخه بېغمه سوی وم. ځکه چی جلالتمآب جمهوریس هم هغه منلی او ډېرو مجلو اوورځپاڼو یې متن خپور کړی وو. خو دروان کال د اپرېل په میاشت کی یوه ورځ محترم جمهوریس حامد کرزي کورته ټلفون راته وکړ او راڅخه یې وغوښتل چی د ملی سرود متن ورته ترتیب کړم. ما د ملی سرود یومتن د د وی د ټلفون په ورځ ترتیب کړ، په هغه ماښام می د هغوی د فتر ته ورفاکس کړ، او دوی هم څلور پنځه ورځي وروسته افغانستان ته وبللم. زه هم افغانستان ته ورغلم او د ملی سرود په باب د خبرو دپاره څلور ځله ارگ ته د ماښامنۍ دپاره وبللم. دا هم هغه متن چی ما د دوی دغوښتني سره سم تریب کړ.

 

دا وطن افغانستان دی

دا عزت د هر افغان دی

کورد سولي کور د توري

هر بچی یې قهرمان دی

دا وطن د ټولو کور دی

د بلوڅو داوزبکو

د پښتون د هزاره وو

د ترکمنو د تاجکو

د ورورۍ پرمېنه گرځي

پشه یان نورستانیان

چی سمسور کړي خپله مېنه

مله یې وروڼه پامیریان

دا هیواد به تل ځلېږي

لکه لمر پر شنه اسمان

په سینه کی د اسیا به

لکه زړه وي جاودان

را ژوندی به کړو له سره

تاریخی افغانستان

راغی کور په کور اختر

ږغ د الله اکبر ږغ د الله اکبر

 

دا شعر د ملی سرود د ارزیابۍ هغه کمېسیون ته ، چی ریس یې اعظم رهنور زریاب دی، وسپارل سو. د محترم زریاب د پښتو سواد ټولو وطنوالو ته معلوم دی، او دا د تعجب وړ خبره ده چی څرنگه د پښتو ژبی د یوه نظم د ارزیابۍ د کمېسیون مشری داسی یوه چاته سپارله کېږی چی هغه په پښتو ژبه نه پوهېږی. دا خبره باید په یاد ولرو چی د کمېسیون د ريس او غړو انتخاب ټوله په زلمي هیواد مل اړه درلوده. دې کمېسیون ته څه باندی سل نظمونه وړاندی سول او ټول په یوه او بل نامه رد سول. څو بالاخره د کمېسیون ريس ښاغلي زریاب دونه جرأت پیدا کړ چی په یوه مجلس کی یې پېشنهاد وکړ چی که تاسی د سرود متن نه سی ترتیبولای نو موږ به یې په فارسی درته ولیکو او تاسي به یې په پښتو ترجمه کړی.

په هرصورت د جلالتمآب جمهوریس کرزي په کور کی په لومړي ماښام مي هغوی ته وویل چی که چېری په ملی سرود کی د قومونو د نومونو یادول ضروری وي نو په نهو قومونو نه خلاصېږو. لږ تر لږه شیعه گان، عربان، قیرغیزیان، سیکهان او هندوان باید په سرود کی شامل سي. او که چېری دا ټول قومونه په ملی سرودکی شامل سي نو حمید ماشوخېل، چی زموږ پښتنو شاعرانو سالار دی ، هم نه سي کولای چی ښایسته سرود درته جوړ کړي. بهتره به داوی چی د قومونو د نومونو د یادولو پر ځای د هغو منطقو نومونه واخیستل سی چی دا ټول قومونه ژوند پکښي کوی. او په د ې توگه به د ټولو قومونو شکایتونه لیری سوي وي. د دې خبری سره سم می خپل هغه سرود ورته ولوست چی تازه می لیکلی او زما په نظر له هره پلوه جامع او غني وو.

له امو تر ننگرهاره

له هلمنده ترمزاره

له پامیر تر هریروده

له بامیان ترکندهاره

یو بیرغ دی یو هیواد

یو ملت پکښی آباد

تل دي وی افغانستان

هم دي ښاد وي هم آزاد

ټینگوو ملي وحدت

ځو پر لار د عدالت

نوم دحق مو دی رهبر

وایو الله اکبر وایو الله اکبر

محترم کرزي صاحب ویل واه واه دا بهترین سرود دی. خو هیواد مل، چی په دغه راز وختونو کی همېشه ویښ وي، سمدستی مداخله وکړه ویل یې دا سرود به کمېسیون ځکه ونه مني چی د اساسی قانون د تصویب په خلاف د قومونو ذکر پکښی نسته. په هر صورت دا سرود په هغه شپه رد سو او پخوانی سرود، چی د قومونو لیست یې په ځان کی درلود، مطرح سو.

 د ملی سرود د متن د ارزیابی کمېسیون زما پر لیکلی شعر باندی عجیب او غریب انتقادونه درلودل. مثلا ویل یې چی سرود په

دا وطن افغانستان دی پیل کېږي. خو که چېری دا سرود په کوم بل هیواد کی ویل کېږی نو هلته خو بیا معنی نه ورکوی. مثلا موږ به په اسلام اباد یا واشنگټن کی څرنگه وایو چی دا وطن افغانستان دی. اوس نو د کمېسیون محترم غړي په دې نه پوهېږي چی په خارج کی معمولا یوازي د سرود موسیقي ږغول کېږی، او که چېری شعر هم ورسره وږغول سي نو پرته له زریاب څخه به هیڅ ساده سړی دا فکر ونه کړي چی افغانانو په اسلام اباد یا واشنگټن دعوه کړې ده . یو انتقاد یې دا وو چی د وطن پر ځای باندی که چېری د فارسي د سرزمین معادله کلمه راسی بهتره به وي. خدای سته په دې پېشنهاد یا انتقاد نو زما هم چندانی سر خلاص نه سو. یو بل انتقاد یې دا دوو چی په دې شعر کی راغلي دي چی دا هیواد به تل ځلېږی لکه لمر پر شنه اسمان. او کله چی سړی دا شعر اوري نو فکر کوي چی افغانستان په اسمان کی دی. زه هیڅ فکر نه کوم چی د زلمي هیوادمل د غوره کړي کمېسیون له غړو څخه پرته دي بل هیڅوک دا شعر دغه راز تعبیر کړای سي.

 کله چی زلمي هیوادمل د دوهم ځل لپاره د کمېسیون بې معنی انتقادونه را وسپارل نو مي په جواب کی ورته ولیکل چی د ملی سرود د متن د ارزیابۍ د کمېسیون محترمو پوهانو، عالمانو، لیکوالانو او شاعرانو. ماته داسی څرگنده سوه چی که زه د سرود په متن کی هر څونه تغیرات راولم ستاسی له انتقادونو څخه نه خلاصږم. زه دادی متن تاسي ته درسپارم او تاسي ته اختیار درکوم چی د خپلی خوښي سره سم بشپړه لاس وهنه پکښي وکړی. زه له دې افتخار څخه چی د ملی سرود پاره به زما شعر غوره کېږی تېر یم او دا افتخار تاسي محترمو پوهانو، فاضلانو او لیکوالانو ته درسپارم.

 ستاسي وطندار جهاني.

 په دې لیک ، د زلمي هیواد مل ډېر چرت خراب سو،خو زه صرف دوې درې ورځي وروسته له افغانستان څخه امریکې ته ولاړم او سرود می زلمي ته پرېښود. څه کم یوه میاشت وروسته د جولای پر دوهمه نېټه محترم جمهوریس صاحب ماته زما دمېرمني د فاتحې راکولو په ترڅ کی په ټلفون کی وویل چی د ملی سرود پاره یې زما شعر غوره کړی دی، او اوس به نو د موسیقۍ اوکمپوز غم خوړل کېږی. خو له دې څخه زیات وکم پنځه لس ورځی وروسته د جمهوری ریاست نوي نطاق کریم رحیمی په ټلفون کی راته وویل چی باید په شعر کی پنځه نور قومونه زیات کړم او د پای هغه بیت چی وایی را ژوندی به کړو له سره تاریخی افغانستان ورڅخه وغورځوم. او په نتیجه کی له سرودڅخه داسی شی جوړ سو چی پرته د قومونو له لیست څخه د بل شي نوم باندی ایښودل کېدلای نه سی

دا وطن افغانستان دی

دا عزت د هر افغان دی

کور دسولي کور دتوري

هر بچی یې قهرمان دی

دا وطن د ټولو کور دی

د بلوڅو د اوزبکو

د پښتون دهزاره وو

د ترکمنو د تاجکو

ورسره عرب، گوجر دي

پامیریان ، نورستانیان

براهویی دي، قرلباش دي

هم ایماق هم پشه یان

دا هیواد به تل ځلېږې

لکه لمر پر شنه اسمان

په سینه کی د اسیا به

لکه زړه وی جاودان

نوم د حق مو دی رهبر

وایو الله اکبر وایو الله اکبر

البته زلمی هیواد مل په دې هم بسیا نه سو او د خپلی ورسپارل سوي وظیفې ، چی تر نامعلومی مودې او یا تل لپاره د پښتو ملی سرود ځنډول، بې خاصیته کول اوحتی مسخره کول وه، سرته رسولو دپاره یې دا ملی سرود عامي نظر غوښتني ته واچاوه . څو لږ ترلږه د دې سرود لیکونکي ته د یو څو بې مسولیتو لیکوالانو په خوله پوچ او فحش ووایی. ځکه خلک نه دي خبرچی دا سرود اصلا په څه شکل وو او بیا د زلمي هیوادمل د کمېسیون په فرمایش څه تغیرات پکښي راغلي دي.
زه باید دا خبره وکړم چی ما دملی سرود متن یوازي او یوازي د جمهوریس حامد کرزي په غوښتنه کړی دی. او دا کار می له هغوی سره د اوږدو دوستانه اړېکو په اساس کړی دی. هغوی زما بې اندازې زیات قدر کړی او زه دهغوی د قدردانۍ پوروړی. البته زه په دې توگه له مسولیته نه خلاصږم او په کار خو دا وه چی کله زما لیکلی متن ونه منل سونو باید چی ما هم فرمایش نه وای منلی. او اوس مي له حکومت څخه دا صمیمانه غوښتنه ده چی دا سرود کمپوز نه کړي او له بل چا څخه د سرود جوړولو غوښتنه وکړي. د ملی سرود د متن په برخه کی باید ټول وطنوال په یوه اواز د اساسی قانون د تسوید پر کمېسیون باندی اعتراض وکړي چی ولی یې په سرود کی د قومونو ذکرول حتمی کړي دي، ځکه چی دا کار ملی یوالی نه بلکه ملی انشعاب او بې اتفاقي تشویقوی. د بلی خوا د الله اکبرد مقدسی کلمې څخه باید سیاسی استفاده ونه سي ځکه چی الله اکبر د آذان پر منبر ویل کېږی او له ساز اوموسیقۍ سره یې ویل ناروا دي.

له محترم جمهوریس حامد کرزي څخه د یوه وطندار، دوست او ورور په حيث غوښتنه کوم چی نور دي نو د دغه راز مشاورینو څخه، چی ده ته پرته له بدنامۍ او تنفر څخه نور هیڅ نه ور په برخه کوي ، ځان خلاص کړي اوکنه نو

اگر این مسجد است و این ملا

حال طفلان خراب مې بینم.

 تشکر از همدلی سایت استاد بینوا

***********

بالا

 

دروازهً کابل

سال اول            شمارهً سیزده               سپتمبر/ اکتوبر   2005