کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

داکتر عبدالباری جهانی

    

 
بودا فکرونو وړی

 

 


.



د ۲۰۱۵م کال د سپټامبر پر لومړۍ نېټه؛ د لوګر ولایت د مِس عینک په سیمه کي، د بودايي تمدن د ورانو کنډوالو او له هغه ستر تمدن څخه د پاته سویو یادګارونو او مجسمو د لیدلو لپاره تللی وم.

هري وراني مجسمې او نړېدلي معبد او خلوت، د حال په ژبه؛ خپلي غم لړلي کیسې کولې. د ځینو سترو مجسمو یوازي پښې، د ځینو زنګنونه او د ځینوتنې پاته وې. ناترسو غلو او داړه مارانو؛ د ګاونډیو او پردیو سوداګرو په لمسه؛ د ښایستو مجسمو سرونه او لاسونه غوڅ کړي او د خپلو پلرونو او نیکونو د هنري افتخاراتو د ډک تاریخ، پرتمیني خزانې یې؛ د څو پیسو په بدل کي، د زلخوږو تاجرانو تر دوکانونو رسولي وې.

په دې لړ کي د بودا یوه مجسمه؛ چي ګوره څرنګه د ظالمو داړه مارانو له منګولو څخه نبستاً سالمه پاته وه، داسي ښکارېده لکه په اوږدو فکرونو او چورتونو کي چي لاهو وي. دا نظم هغې مجسمې ته لیکل سوی دی.

بودا فکرونو وړی..!

بودا پرون مي د فکرونو په معبد کي لیدې
عُمرونه کېږي، پېړۍ کېږي، زر کلونه کېږې
ځانته یوازي ناست یې
او د فکرونو او غمونو په دریاب کي لاهو،
په مرګ هم نه یې چا آرام پرې ایښی
هم پر مغزي هم مړوندونو دي تېشې خوړلي
سترګو غوږونو دي چړې خوړلي
خپله لمن دي د وجود له ټوټو ډکه ښکاري

وایه بودا ته څه چورتونه وهې..؟
د پاچهۍ تاج دي ارمان خو نه دی؟
د خپل بابا دربار خو نه یادوې؟
د سره پالنګ ارمان خو نه زنګوې؟
لښکري، برم او خزانې خو به دي نه یادېږي؟
د شرابونو فوارې خو به دې نه یادېږي؟

نه نه! بودا زموږ د نیکونو بودا
د جګو څوکو، لوړو غرونو بودا
د دریابونو هیوادونو بودا
نه د لښکرو، نه د تاج او خزانو تږی وې
نه د پالنګ، نه د عیشونو، نه نشو تږی وې
نه د قدرت او نه د وینو تویېدو تږی وې
نه دي د پلار، نه دي د ورور د قتلېدو تږی وې
ته د انسان د پوهولو لوړولو تږی
ته د ښو کړلو، ښو ویلو، اخیستلو تږی
تا د خپلوۍ، تا د نېکۍ لپاره
د هیوادونو او ښارونو د دوستۍ لپاره
د غلیم زړونو د خپلوۍ لپاره
اغزني لاري، سره دښتونه پی کړل
اوس په خلوت کي له غمونو ستړی
ورکو چورتونو او فکرونو وړی
لکه بې وسه بې توښې وګړی
لکه پردېس او بې خپلوانو مړی
په هېرو سویو کنډوالو کي اسیر
له ستړو ستړو سفرونو زهیر
پر زنګانه له زنګېدو لوېدلی
له پاڅېدلو ویښېدو لوېدلی
په تور خلوت کي زمانې تېروې
په تنهایي کي ورځي شپې تېروې
وایه بودا ته څه چورتونه وهې؟

لکه چي ته هم زورېدلې زموږ له وران تقدیره
زموږ د قسمت له ویره
ته هم خبر وې چي پر موږ به سېلابونه راځي
تندر سېلۍ او توپانونه راځي
د ناکسانو یرغلونه راځي
د ګاونډیو تور پوځونه راځي
کډي بارېږي، ژلۍ اوري، خړ سېلونه راځي
اسمان غورېږي، مځکه رېږدي، تندرونه راځي
زلمي ښخېږي، جنازې راځي، غمونه راځي
د خپل تربور او د خپل ورور په وینو
د پلار په وینو او د خور په وینو
ساده اولس به سره لاسونه راځي
او چي ژوندي څوک د وژلو نه وي
او چي نور هیڅ د سوځولو نه وي
د چا قلا د ورانولو نه وي
د چا پر سر چي ټیکری پاته نه وي
د چا لمبې ته نغر ی پاته نه وي
چي کلي تش وي سړی پاته نه وي
نیکریزي نه وي، بنګړي پاته نه وي
پر ګودرونو شرنګی پاته نه وي
پېغلي شهیدي وي اوږوته منګی پاته نه وي
نوستا ترغاړې به تېشې او کُلنګونه راځي
ستا پر خلوت او پر معبد به یرغلونه راځي
خریداران به دي د سر او د لاسونو راځي
اندام اندام به د اغیارو بازارونو ته ځې.

د ۲۰۱۵ م کال د نومبر اوومه،
کابل، وزیر اکبرخان مېنه
 


 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۵۲            سال  یــــــــــــازدهم                   عقرب / فوس       ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         ۱۶  نوامبر    ۲۰۱۵