کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

روح الامین حسن

    

 
اقتصادي غښتلتیا، که سیمه ییزه ارامتیا!!

 

 

افغانستان، هند او پاکستان د سیمې هغه درې
هیوادونه دي چې یو له بل سره خورا زیات
سیاسي، اقتصادي اړیکې او اغیزې لري. او
په ځانګړي ډول پاکستان له افغانستان سره د
سیاسي او اقتصادي اړیکو تر څنګ ټولنیزې
اړیکې هم لري. د دې سيمه يیز مثلث په راس
کې افغانستان قرار لري. دا ځکه چې د بریتانوي
هند له تجزیه کېدو وروسته او په « ۱۹۴۷ ز» کال د
پاکستان له رامنځ ته کېدو سره د هند او پاکستان
هر اړخیزه او څرګنده دښمني پیل شوه، دواړه په
خپلو کې سره کلک وران شول او تل يو د بل د
سیاسي او اقتصادي تخریب په هڅه کې دي.
دواړه هیوادونه د سیمې په کچه اتومي ځواکونه
هم دي، خو دواړه بیا له افغانستان سره ښکاره
ښه ډیپلوماټیکي اړیکي لري، په دې مانا چې د
دواړو هېوادونو له افغانستان سره بالمقابل سفارتي
او نړیوالې اړیکي شته. دا چې د پردې تر شا څه
ډول چلند کوي دا به وروسته واضح کړو. تر ډېره
بریده دواړه هیوادونه په څرګند ډول خپل منځي،
سیاسي مداخله « Political Interference » نه شي
کولای، نو دواړه هڅه کوي چې په غیر مستقیم
ډول يو بل تخریب او مداخلت وکړي، نو د دې
موخې د لاسته راوړلو لپاره افغانستان د خپلې
سیاسي لوبې ښه میدان بولي، سربېره پر دې
دواړه هیوادونه خپل سیاسي دوستان او رقیبان
هم لري. پاکستان د چین، سعودي عربستان او
امریکا سره ډېر غښتلي روابط لري. له بلې خوا بیا
هند له روسیې او ایران سره نژدې اړیکې لري،
کوم چې پاکستان یې ورسره نه لري، او په همدې
ډول هند بیا د چین، سعودي او امریکا سره دومره
قوي تړاو نه لري لکه پاکستان یې چې لري. نو
دا دواړه هیوادونه د خپلو دوستو هیوادونو د بهرني
سیاست او پالیسۍ په مقابل ډول ښه مننونکي او
يو بل ته تېرېدونکي او یو په بل ولاړ دي. که
څه هم هند په خپل بهرني سیاست« Foreign
Politics » او بهرنۍ پالیسۍ« «Foreign Policy
کې تر ډېره حده خپلواک، خو پاکستان بیا په
خپل بهرني سیاست او پالیسۍ کې په مطلق ډول
خپلواک نه دى، بلکې د خپلو دوستو هیوادونو تر
اغېز لاندې او د دوی سیاسي تګلارې ته په کتو
خپله بهرنۍ پالیسي- په ځانګړي ډول د افغانستان
لپاره- عیاروي. په نژدې وختونو کې د طالب او
القاعدې راتګ، د امریکا مداخله، د القاعدې
ځپل،اسامه وژل او له افغانستان سره د ګنګ
سیاست- نه ښکاره دوستي او نه ښکاره دښمني-
یې ښې بېلګې دي.
له بلې خوا هند له افغانستان سره د هغو پنځو
سترو مرسته کوونکو هیوادونو له ډلې یو هیواد دى
چې په ټولیزه توګه یې مرستې د دوه میلیارده ډالرو
څخه زیاتې دي. دا چې په هیواد کې په سمه او
وړ توګه نه دي لګېدلي او د درد نه دي دوا شوي
دا بېله موضوع ده، خو موږ یې احسان مند یو او
هغه هم د کړي احسان د بدلې په تمه دى..! او
مهالنى سیاست هم همدا ایجابوي. دا د هند هغه
پالیسي ده چې ځان یې له افغانستان سره سخت
خواخوږې او بې هدفه ښودلى چې د پاکستان په
پرتله یې په زیاته کچه ځان ته ولسي او حکومتي
محبوبیت حاصل کړى، دا چې په حقیقت کې څه
دي دا بېله مسئله ده.
پاکستان په سیمه کې هغه هیواد دى چې د
«سب سے پہلے پاڪستان » یا له هر څه لومړی
پاکستان، په نظر یې جوړ دى، دا یې يوازې شعار
نه بلکې په ملکي او حکومتي ډول دې ته ټول
پوره درناوی او هر څوک یې تر خپلې وسې پورې
په پلې کولو کې بوخت دی، حکومت په لوړه کچه
او ولس په ټیټه کچه. له دې نظریې څخه هدف
د پاکستان ملي استحکام او پایداره کېدل دي
چې بهرنى سیاست او پالیسي یې هم په همدې
اساس استواره ده. که د دې موخې تحفظ د
سیمې د هیوادونو او په خاصه توګه له افغانستان
سره په جنګ کې وي او که په سوله کې، په
اسلام کې وي او که نه وي ورته په مطلق ډول
تیار اوپوره ژمن دى.!! او د دې لپاره هره لار په
کار اچوي. په دې اړه لازم ګڼم چې د مولانا کوثر
نیازي چې د پاکستان پخواانى وتلى سیاستمدار
او د ذالفقار علي بوټو نژدې دوست او د ده او د
بې نظیر بوټو مشاور او د مختلفو وزارتونو وزیر وو.
د پاکستان پخواني داخله وزیر نصیر الله بابر له
خولې په خپل د خاطراتو کتاب کې د « ۱۴۵۰ »
او « ۱۴۶۰ » کلونو په اړه چې دا مهال بابر د سرحد
والي وو، لیکي چې صدر اعظم بوټو ویل چې:
«د سردار محمد داود خان حاکمیت او سیاست د
پاکستان د امنیت او موجودیت لپاره ستر ګواښ
دې، او د ډیورنډ لاین معاهده اوسمهال په خطر
او له منځه تلو کې ده، نو د دې لپاره باید د داود
خان د حاکمیت او سیاست مخه ونیول شي، او
په هر شکل چې کېږي باید افغانستان بې ثباته
او غیر مستحکم شي..!!»نو کوثر نیازی دلته بیا
د بابر د خولې لیکي چې: موږ د بوټو دا نظریه
ومنله او په ښې طریقې سره مو داسې پلي کړه
چې: لومړی مو د دې کار لپاره د کابل پوهنتون
په داخل کې پر حکمتیار، رباني او مسعود باندې
کار وکړ او حمایت مو ورڅخه وکړ او دوی مو د
سردار د نظام تر ړنګولو پورې د پېښور په بالاحصار
کې وساتل او وروزل، ترڅو وتوانېږي چې د
راتلونکي حکومت په مقابل کې زموږ په پالیسۍ
وجنګېږي… نو په دې اساس د ډیورنډ مسئله په
یو افسانوي شکل بدله او د روس په راتګ سره
دا کار نور هم اسانه شو چې په افغانستان کې
مو افغاني قواوې په خپلو کې سره واچولې.. او
پرې مو نه ښودل چې د پاکستان خاوره بې ثباته
او خطر ورته متوجه شي.. !!» نو تېر تاریخ او
مهالني سیاست ته په کتو دا خبره باید موږ ته په
ثبوت رسېدلې وي چې«له هر څه مخکې لومړی
پاکستان»
له پخوا څخه د کرزي صیب د واکمنۍ تر اخره
پورې د پاکستان ثبات د افغانستان په بې ثباتۍ
کې نغښتى و. که څه هم کرزي صیب ډېرې هلې
ځلې وکړې او ۲۰ ځله یې پاکستان ته په همدې
موخه سفر وکړ، ورته یې د ډېر نژدې دوست
خطاب وکړ، له امریکا سره د اړیکو له خرابېدو
وروسته یې په زغرده اعلان وکړ چې د پاکستان
دښمن د افغانستان دښمن یانې ښمن مو شریک
دى..، دلته یې د هند دوستي هېره کړه..! او
په پاکسان باندې د یرغل په صورت کې یې د
پاکستان دفاع په ځان لازمي وګڼله، خو مقابل
لوري ته دې ټولو کیسو د توت قدري اهمیت هم
ور نه کړ، څه یې چې غوښتل، هغه یې وکړل…!
خو په دې اړه د کرزي صیب سیاست هم څرګند،
قوي او پایداره نه وو. بلکې بدلېدونکى او ناپایداره
و.کله یې ورور، کله دښمن او کله يې د ترهګرۍ
ځاله بلله.!!
که څه هم پاکستان د اشرف غني د راتګ
مخالفت او دې ته یې کار وکړ- ځکه چې پاکستان
د غني له راتګ څخه وېرېده، غني او د افغانستان
لپاره یې غني سیاست ورته څرګند وو..، نو ځکه
یې په دې ستراتیژۍ کار وکړ خو په کې بریالى
نه شو. اوس چې دوی خپلې موخې ته و نه
رسېدل او غني راغې، نو دوی په خپلې پالیسۍ
کې تغیر راوست او لا راولي به یې. دا یې د ټولو
سیاسي ګوندونو، پارلمان او پوځ غوښتنه ده، ځکه
چې د غني دریځ څرګند دى. غني د افغانستان
لپاره منظمه بهرنۍ سیاسي پالیسي لري، چې
په بالمقابل دوستانه اړیکو، سيمه ییز ثبات او
اقتصادي پرمختګونو ولاړه ده. غني په خپلو ۱۱
موثرو بهرني سفرونو کې خپله دا سیاسي تګلاره
واضحه او د ټولو سر يې پرې خلاص کړ، غني
څرګنده کړه چې په ټوله کې سوله، سيمه ییز ثبات
دى چې د کورنۍ سولې او هر اړخیزو اقتصادي
پرمختګونو لامل کېږي، نه يوازې اقتصاد.
غني په دې یقیني دى چې د سولې ریموټ له
پاکستان سره دى، ځکه یې لومړى له پاکستان
سره د سولې غوښتنه وکړه، نه له طالب سره!. غني
د پاکستان نژدې دوستو هیوادونو لکه سعودي او
چین په خپلو بهرني سفرونو کې په اعتماد کې
واخیستل، خپله پالیسي یې ورته څرګنده کړه او
د پلي کولو لپاره یې د هغوی مرسته وغوښته. پټه
دې پاتې نه وي چې سعودي او چین دوه هغه
هیوادونه دي چې پاکستان یې له خبرې نه شي
تېرېدای.
دا چې چین له نورو هېوادونو سره د اړیکو معیار
تر ډېره اقتصادي جنبه لري او په نړۍ کې د ستر
اقتصادي ځواک پاتې كېدو تکل لري، نو په
همدې اساس له پاکستان سره قوي اقتصادي
اړیکي لري. چین اوسمهال په پاکستان کې« ۴۶ »
میلیارده تازه پانګه اچونه کوي، دا هغه بنسټیزې
پروژې دي چې دواړه هیوادونو ته بې سارې
ګټورې دي. له بله پلوه چین له افغانستان سره
د مسو د عینک کان د استخراج په پروژه درې
بيلیونه ډالره پانګه اچونه کړې او د امو سیند په
سیمه کې د تېلو د استخراج لپاره د چین د ملي
پټرولیم کمپنۍ ۱.۵ میلیارده ډالره پانګه اچونه
کړې او په راتلونکې کې د کونړ پر سیند او نورو
ورته ګټورو پروژو د پانګې اچونې امکان هم شته.
او د وریښمو د لارې د بیا فعالولو خبر یې هم
ورکړى چې یاده لاره له افغانستان، پاکستان او
ترکیې تېرېږي او چین له اروپا سره نښلوي.
د سعودي نوی حکومت هم غواړي چې په نړۍ
کې خپل سیاسي موقف ښکاره کړي او په دې
اړه یې عملي اقدامات هم وکړل او لا یې کوي
چې د افغانستان او پاکستان په شمول یې نورو
هیوادو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه. نو د دې
هیوادونو د خپلمنځي قوي اړیکو په لرلو سره او
خپلو اقتصادي او سیاسي حالاتو ته په کتو سره
د سیمې ثبات ته ډېر اړ دي او په خاصه توګه
پاکستان بیا ډېر مجبور وو، چې زموږ په هکله
پالیسي بدله کړي او د تروریزم په خلاف خپل
دریځ څرګند کړي، چې په تړاو یې عملي اقدامات
هم کړي، دا ځکه چې د دوی زېږنده تروریستي
ډلې اوس يوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه دی،
بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره ستر ګواښ
دی.
ختیځ ترکستان چې په چین پورې تړلې او وګړي
یې اکثر مسلمانان دي اوس غواړي له چین څخه
جلا شي، چې د شرقي ترکستان په نوم هلته
فعاله جنګي ډله شتون لري چې د چین حکومت
ګواښوي او تړاو یې د نورو جنګي ډلو سره هم شته
چې کله نا کله یې جنګیالي په افغانستان کې هم
نیول کېږي.
دا چې اوس پاکستان غواړي چې په رښتوني ډول
د سولې او ثبات لپاره ځان ژمن معرفي کړي او په
سیمه کې د هندي نفوذ مخنیوي هم وکړي، چې
په دې اړه ورسره وېره هم موجوده ده او په دې
هم ډاډه دى چې که دا چانس له لاسه ورکړي
نو پر ځای یې هند نور هم نفوذ پیدا کوي، چې دا
کار د ځان لپاره ګواښ ګڼي او دا ورڅخه ولسمشر
غني هم غوښتي چې د رښتینې سولې او ثبات
لپاره خپله ژمنتیا او عملي اقدامات له سیمي او
افغانستان سره وښيي، نو په همدې اساس یې د
پوځ او استخباراتو مشران څو ځله کابل ته راغلل
او په دې وروستیو کې نواز شریف هم راغى چې
بالاخره د امنیتي او استخباراتي همکاریو په پلمه
په هوکړه لیک د دواړه لورو سلا وشوه، چې په
تړاو یې تېره ورځ په رسمي ډول طالبانو ته اخطار
ورکړى او ترې غوښتي یې دي چې ژر تر ژره
په افغانستان کې خپل روان عملیات ودروي، د
پاکستان معتبرې رسنۍ «اکسپرس ټریبیون» دا
هم لیکلي چې د جګړې د نه درولو په صورت کې
به طالبان د پاکستان او افغانستان له ګډ پوځي
اقدام سره مخامخ شي.
له بلې خوا یې طالبانو ته د ملا دین محمد په
مشرۍ په چين کې د سولې د خبرو په موخه
بستر برابر کړ، چې دغه سفر په اسلام اباد کې
د چین او پاکستان د انسټیټیوټ مشر، سناتور
مشاهد حسین سید تائید کړ، سید د پاکستان
په سنا مجلس کې د دفاعي کمېټې مشر دى او
په دې اند دى چې چین د افغانستان د سولې په
بهیر کې اغېزناک رول لوبولاى شي، ځکه چین
په افغانستان کې په پوځي ډول ښکېل نه دى
پاتې شوې او له بله پلوه د پاکستان کلک دوست
هم دې..!! خو د افغانستان حکومت ته اوس
په کار ده چې له داسې سم او اغېزناک سیاست
څخه کار واخلي چې نه دا قیمتي چانس له لاسه
ورکړي او نه د هند په څېر دوست هېواد. هند دې
په دې قانع کړي چې له هند سره دوستي او رابطه
پرته له سولې او سيمه ییز ثبات څخه ناشونې ده،
او په دې د دواړو هیوادونو هند او پاکستان سر
ور خلاص کړي چې له هریوه سره د افغانستان
دوستي له بل لوري سره د دښمنۍ او ناثباتۍ
لامل کېدای نه شي.
که پرته له سولې کېدای، نو اوس به هند د
حاجیګک درې کاله مخکینۍ پروژه فعاله کړې
وای، چین به د مسو د عینکو پر کان چې « ۸.
۱۰ »میلیارده ډالره پانګه اچونه پرې اټکل شوې،
پوره کار پیل کړى وای، د کونړ په سیند به اوس د
برېښنا ډېم جوړ وای او د داسې نورو ډېرو بنسټیزو
پروژو شاهدان به وای. خو نه،! دلته اصل سوله
ده، نه پانګه اچونه..!
نو سوله او ثبات هغه فکتورونه دي چې د کورنۍ
او بهرنۍ پانګې اچونې لامل کېدای شي او بس.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۱                    سال  یــــــــــــازدهم                      جوزا         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۰۱ جون     ۲۰۱۵