کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ګرداب

    

 
سرلیکنه

 

 

يوه نوې تر سره شوې سروې ښيي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د ٢٠١٢ زېږديز کال په پرتله له ١،٦ ميليونو کسانو څخه ٣ ميليونو تنو ته لوړه شوې ده.دغه سروې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامې روغتياوزارتونو له لوري د امريکا د متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزارت دقانون د تنفيذ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په مرسته د«په افغانسان کې له نشه يي توکو څخه د ګټې اخيستو ملي سروې » په نوم تر سره شوې ده، چې پايلې يې څو ورځې مخکې په کابل کېاعلان شوې.
 

د سروې پايلې څرګندوي چې په ملي کچه له نشه يي توکو څخه دګټه پورته کوونکو کسانو کچه يوولس سلنې ته رسېدلې چې په نړۍ کې يوه لوړه شمېره ګڼل کېږي. په کليو او بانډو کې له نشه يي توکو څخه د ګټې پورته کولو په اړه دافغانستان او امريکا متحده ايالاتونو په ګډه بيانيه کې راغلي، چې په کليوالو سيمو کې د ښار په پرتله له نشه يي توکو څخه د ګټې پورته کولو کچه درې برابره لوړه ده او د افغانستان ١٣ سلنه کليوال خلک په داسې حال کې له نشه يي توکو ګټه اخلي، چې دغه شمېر بيا په ښارونو کې پنځه سلنه دى.
 

سروې څرګندوي چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمېر درې ميليونه ته لوړ شوى، چې له دې ډلې يې ډېرى ځوانان دي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ٩ سلنه ماشومان تر ١٥ کلنۍ کښته يو يا څو ډوله نشه يي توکي کاروي.
 

د سروې له مخې، په ٢٠٠٥ کال کې شاوخوا ٩٢٠ زره روږدي په افغانستان کې موجود وو، په ٢٠٠٩ کال کې دا شمېره يو ميليون روږدو ته زياته شوه او د ٢٠١٢ کال سروې ښودلې وه چې ١.٦ ميليونه تنه د هېواد په کچه روږدي شوي دي.
په ورته وخت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ويلي چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې پر شاوخوا ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او له دې لارې ٥٦٠٠ ټنه ترياک توليد شوي و، په داسې حالکې چې په ١٣٨١ کال کې د هېواد په کچه پر ٧٤ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. سرچينه دغه راز زياتوي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور او قاچاق کاروبار کوي.
 

شاوخوا ١٤ کاله وړاندې د امريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره دنشه يي توکو د مخنيوي لپاره ٧ ميليارد ډالره مرسته کړې وه او ځينو نورو هېوادونو لکه بريتانيا هم په دې برخه له افغانستان سره مرستې کړې، خو دا دى وينو چې دغو مرستو مثبتې پايلې نه دي لرلي، ځکه نه يوازې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره لوړه شوې، بلکې د کوکنارو د کرکيلي کچه هم لوړه شوې ده.
جګړه، نا امني او بې ثباتي په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدېدو د زياتوالي سبب شوې او بايد له دې ښکارندې سره سخته مبارزه وشي. په دې برخه کې مهم ټکى دا دى چې نشه يي توکي د سيمې او نړۍ لپاره هم ستره ستونزه او ګواښ دى، په کار ده چې په مخنيوي کې يې هغوى هم خپل رول تر سره کړي. اوسني وضعيت ته په پام سره نړيواله ټولنه بايد افغانستان يوازې پرېنږدي او په هېواد کې د نشه يي توکو سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړي.
 

د نشه يي توکو د کر او قاچاق تر څنګ په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د ډېرېدو يو لامل دا هم دى چې افغان دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکام دى، په کار ده چې له دې ښکارندې څخه د هېواد د ژغورنې لپاره له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي، څو قانون پر ټولو يو ډول پلى شي.
 

د امنيت تامين، کار موندنه، د خلکو د اقتصادي وضعيت ښه کېدل، د افغانستان د کرنيز سيسټم ښه والى او په هېواد کې د کرنيز سيسټم د ودې په موخه له کروندګرو سره مرسته کول د نشه يي توکو د قاچاق نورې لارې چارې دي.
خو د دې ستونزې حل او ورسره مبارزه د افغانستان او نړيوالې ټولنې رښتينې ګډې همکارۍ ته اړتيا لري . اداره

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۰                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور/جوزا         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶  مَی     ۲۰۱۵