کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ګرداب

    

 
جنرال عبدالرازق: حکومت دې د سولې
په نوم هېواد نه قرباني کوي

 


جنرال عبدالرزقا

 

د کندهار امنیه قومندان خبرداری ورکړ، چې په نظام ګې استخباراتي کړۍ ننوتلې او غواړي، چې افغانستان د بحران لور ته بوځي.
لوى پاساول ج ا نرل عبدالرازق دغه څرګندونې د کندهار لپاره د نوي والي د معرفي کېدو په مراسمو کې وکړې، هغه وويل د دې ادعا د ثبوت لپاره ځينې اسناد هم لري. نوموړي د افغانستان په شمال کې وروستیو ناامنو ته په اشاره سره وويل، چې دغه جګړه د سولې د خبرو د فشار لپاره پر افغان دولت تپل شوې دي. د کندهار لپاره د نوي والي همایون عزیزي د پېژندنې په مراسمو کې جنرال عبدالرازق له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چي افغانستان دې د سولې د تش په نوم خبرو نه قرباني کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې په هڅو کې بې ځایه تلوار د دې سبب شو، چي ناامنۍ د افغانستان شمال ته ورسیدې او که دا تېروتنه بیا تکرارېږي، نو پايلې به يې د ټول هېواد لپاره ناسمې وي.
نوموړي په ځانګړي ډول په افغان سوله کې د پاکستان مرستې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چي ياد هېواد په دې بهیر کې رښتينی نه دی. هغه وويل: «پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې رښتينى او صادق نه دى او افغان دولت بايد د دغه هېواد په خبرو تېر نه وځي. »
د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله دې اندېښنې ته په جواب کې وويل، چې سوله د افغانانو اړتیا ده خو په هغه بیه يې نه غواړي چې افغانان يې قرباني شي. همدا اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله والو طالبانو، اسلامي حزب او افغان دولت تر منځ د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه خبرې روانې دي. که څه هم د ملي وحدت حکومت په پيل کې د افغان سولې په اړه ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او د کابل او اسلام اباد د لوړپوړو تر منځ پرله پسې ناستي وشوې، خو د ډېرو په باور له تمې سره سم پايلې ورڅخه نه دي تر لاسه شوي.

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۹                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول  مَی     ۲۰۱۵