کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

گرداب

    

 
د کجکي د برېښنا نيمايي عوايد وسله وال طالبان ټولوي

 

 

د هلمند د کجکي د برېښنا بند چې اوس تازه په کې د درېيم توربين د لګولو چارې پيل شوې، د لښکرګاه او کندهار ښارونو لپاره د برېښنا لويه سرچينه ده.
دلته لګول شوي دوه توربينونه اوسمهال د ۳۳ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري چې کاروونکي يې دولت ته محصول ورکوي، خو يوشمېر سرچينې وايي د هلمند د کجکي له برېښنا څخه نيم عوايد د وسله والو طالبانو جېبونو ته لوېږي.

د تر لاسه شوو معلوماتو پر بنسټ، د هلمند په شمالي ولسواليو کې د برېښنا زیاته اندازه عواید وسله وال طالبان تر لاسه کوي او دولت په دې خاطر دغه عواید وسله والو ته پرې ایښي، چې پر لښکرګاه او کندهار د برېښنا جريان قطع نه کړي.
په منځنۍ کچه د هلمند د کجکي له برېښنا څخه ۳۳ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کېږي، چې ٦ مېګاواټه يې لښکرګاه ښار او ۱۲ مېګاواټه يې کندهار ته ورکول کېږي، خو پاتې ۱۵میګاواټه برېښنا د هلمند په شمالي ولسواليو کې کارول کېږي چې عوايد يې وسله وال مخالفين ټولوي.
هغه سیمې چې د وسله والو تر واک لاندې دي، د برېښنا د لګښت معلومو لپاره په کې میټران نه دي نصب شوي، خو وسله وال له هر کور څخه د برېښنا کارولو پر سر د میاشتې ۲۰۰۰ زره افغانۍ اخلي، چې د دوی د ملاتړ لپاره خورا لویه سرچینه بلل کېږي.
د هلمند د شمالي ولسواليو یو شمېر اوسېدونکي مني چي د برېښنا ډېر عواید د وسله والو طالبانو جېبونو ته ځي. د پوځي چارو کار پوه فقیر محمد عسکر په دې باور دی چې د هلمند په شمال کې وسله وال طالبان د برېښنا پر سر پراخ عواید تر لاسه کوي، چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې د هغوى د جګړې زور زيات کړى دى.
نوموړی پر ولایتي ادارې ږغ کوي، چې د برېښنا د سم وېش لپاره پلان جوړ کړي. بل لور ته مدني بنسټونه هم د دولت دغه ډول بې پامي غندي چې په لوی لاس یې وسله والو ته د عوایدو ستره سرچینه په لاس ورکړې ده.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد دولت ملامتوي چې د برېښنا د چارو د تنظيم لپاره يې معياري سيسټم نه دی جوړ کړی.
د هلمند د برېښنا ځايي مسوولين په دې اړه خبرې نه کوي، خو د کندهار د برېښنا رياست مسوولينو تر دې وړاندي منلي وه چې د کجکي د برېښنا ډېر عوايد طالبان ټولوي.
ويل کېږي، چې د ټولو شوو پیسو په وسيله وسله وال مخالفين خپل جګړه ييز تجهيزات او امکانات پوره کوي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۹                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول  مَی     ۲۰۱۵