کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

گرداب

    

 
کندهار: د فرخندې د قاتلينو د محاکمه کولو غوښتنه وشوه

 

 

په کندهار کې د مدني ټولنو لسګونو ښځينه او نارينه استازو د يوې احتجاجي غونډې په جوړولو د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندله او د هغې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
٢٧ کلنه فرخنده تېره اوونۍ د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو وروسته ووژل شوه او وروسته يې جسد هم وسوځول شو. خلکو ادعا کوله، چې فرخندې قران کريم ته اور ورته کړى دى، خو د ارشاد، حج او اوقاو او کورنيو چارو وزارتونو چې د پېښې د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، ويلي چې په دې سيمه کې د قران کريم د سوځولو هېڅ پېښه نه ده شوې.

 

د کندهار لسګونه ښځينه او نارينه د همدې پېښې د غندلو په موخه په کندهار پرېس کلب کې سره راغونډ شوي وو او د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يې د فرخندې د قاتلينو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
د ګلمکۍ په نوم يوې ګډونوالې وويل، د فرخندې وژنه له دين او ټولنيزو اخلاقو څخه ناخبرو د کوڅې او بازار جاهلانو قانون تر سره کړې، هغوى د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده وکړه او په همدې نوم يې يوه بې ګناه تور سرې په ډېر وحشت ووژله او بيا يې وسوځوله.
 

هغې ويې ويل: «اوس د ټولو هېوادوالو سترګې د اړوندو مسوولينو لوري ته دي، تر څو عدالت تامين کړي. » د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال او د کندهار د بشر حقونو د ادارې استازي صاحبزاده نالان هم وويل چې دغه راز پېښې د دين تر عنوان لاندې د خلکو له احساساتو څخه په ناسمې ګټنې رامنځته کېږي. هغوى هم په خپل وار په ټولنه کې د اصلاحاتو او د جرمونو د مخنيوي په موخه د فرخندې د قاتلينو علني محاکمه وغوښته. له دې سره په خوا کې د کندهار لسګونو مېرمنو هم د ښځو چارو په رياست کې د فرخندې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. مېرمنو د هغې اروا ته دعا وکړه او دغه راز يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د عدالت د ټينګښت په موخه دې د فرخندې د قتل په جرم کې ټول شريک کسان محاکمه کړي. د کورنيو چارو وزارت وايي، چې له دې پېښې سره د تړاو په تور يې د ٢٠ پوليسو په ګډون ٤٢ کسان نيولي او دغه بهير به په دې پېښه کې د وروستي ښکېل کس تر نيولو پورې دوام وکړي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۷                      سال  یــــــــــــازدهم                       حمل         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول اپریل     ۲۰۱۵