کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
کندهار او د تریاک کښت

 

 

کندهار له هلمند وروسته د هېواد په کچه د ترياکو ستر توليدوونکى ولايت دى او سږ کال هم په کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي. که څه د دې ولايت په ډېرو ولسواليو کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته راټيټ شوى خو ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې پر ځمکو يې کوکنار کرل شوي دي.راټيټ شوى خو ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې پر ځمکو يې کوکنار کرل شوي دي.

ناامني، د دولت نه حاکميت، له کروندګرو سره د بديل معيشت په برخه کې د مرستو نه کول او د کروندګرو مشروع محصولاتو ته د وړ او ثابت بازار نشتوالى هغه لاملونه دي چې په دې ولايت کې يې د کوکنارو کښت زيات کړى دى. خو چارواکي وايي چې په يو شمېر ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، خو هومره نه دي لکه په تېرو کلونو کې چې کرل کېدل، هغوى د کوکنارو د کرکيلې د کمېدا لامل د دولتي واک غځېدا او د فوډ زون روان پروګرام ګڼي.
هغوى دا هم وايي چې که څه هم تر دې مهاله په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت د کچې د معلومولو سروې نه ده شوې، خو معلومات ښيي چې د تېر په پرتله يې کچه کمه شوې ده. چارواکي يادونه کوي چې سږ کال يوازې په ميوند ولسوالي کې ډېر کوکنار کرل شوي، ځکه دغه ولسوالي ډېره پراخه او په ځينو سيمو کې يې وسله وال فعال دي او دغه راز د هلمند له نا ارامې ولسوالۍ سنګين سره هم ګډه پوله لري.

دغه راز ويل کېږي چې سږ کال د کوکنارو د کښت د مخنيوي چارې دوې- درې مياشتې وړاندې پيل شوې او امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه په ژيړۍ، او ميوند ولسواليو کې ګڼې هغه برمې لا له وړاندې تخريب کړې چې د کوکنارو د کرلو په موخه ويستل شوې، خو پوښتنه دا ده چې په دې ولايت کې د فوډ زون د پروګرام له تطبيق سربېره لا هم ولې په دې ولايت کې د کوکنارو د کرکيلې کچه نه ده ټيټه شوې.

د کندهار د ولايتي ادارې چارواکو د دغه پروګرام له پيل کېدا مخکې ويلي و چې په دې ولايت کې به د فوډ زون پروګرام د عملي کولو له لارې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وشي.
فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي. دغه پروګرام د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
دغه پروګرام د کندهار ښار تر څنګ په ژيړۍ، ميوند، شاوليکوټ، پنجوايي او ځينو نورو ولسواليو کې عملي کېږي. د فوډ زون د پروګرام د پلي کولو په برخه کې ځينې ستونزې شته چې په اړه يې ډېر مهال نه يوازې ولايتي اداره، بلکې د ولسواليو اوسېدونکي هم شکايت کوي.

دوى وايي چې ډېرې بيارغنيزې پروژې د خلکو په خوښه نه دي طرحه شوې، ځکه نو د خلکو ستونزې نه شي هوارولاى او پايله يې دا کېږي چې لا هم د کوکنارو کښت دوام پيدا کړي.
خو د ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو ځايي چارواکي وايي چې د دې پروګرام په چوکاټ کې همدا اوس په يادو شويو ولسواليو کې د اوبو د سم وېش په موخه د خلکو په غوښتنه د ويالو، کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې روانې دي.
هغوى په دې باور دي چې د فوډ زون د پروګرام د پلي کولو چارې تازه پيل شوي، خو کله چې په بشپړه توګه عملي شي، نو د کوکنارو د کښت او قاچاق کچه به ورسره راکمه شي.
له فوډ زون پروګرام سره په خوا کې اړوندو چارواکو د کرل شوو کوکنارو د له منځه وړلو په موخه د همدې مياشتې په لومړيو کې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو کمپاين هم پيل کړى چې وروسته به په پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې هم پيل شي.

که څه هم دولت او اړوندې نورې ادارې له بېلابېلو لارو د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنيوي هلې ځلې کوي، خو د اقتصادي ستونزو او کرنيزو محصولاتو ته د مناسب مارکېټ د نشتوالي له امله لا هم خلک مجبور دي چې کوکنار وکري. د خلکو ستونزه دا ده، چې د حلال کښت لپاره وړ بازار او مارکېټ نه شي موندلاى، ځکه کوم خلک چې کوکنار کري، د خرڅلاو
لپاره يې د مارکېټ ستونزه نه لري، ځکه خريدار يې د هغه د کور په مخ کې په لوړه بيه ورڅخه رانيسي.
که دولت په رښتيا غواړي دلته د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، نو د فوډ زون پروګرام له لارې دې د کروندګرو او باغ لرونکو د اوبو ستونزه حل کړي او د هغوى روا محصولاتو ته دې يې بازار پيدا کړي.
د دې تر څنګ د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي په موخه د سيمې په کچه د هېوادونو تر منځ د يوه شريک ميکانيزم جوړولو ته هم اړتيا ده، تر څو په ګډه يې پر وړاندې مبارزه وشي. په دې توګه به هم د خلکو د اعيتاد ستونزه هواره شوې وي او هم به د مخدره توکو له کښت او قاچاق څخه د ترهګرۍ د تمويل مخنيوى شوى و ي .

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۶                      سال  یــــــــــــازدهم                        حوت/حمل         ۱۳۹۳/۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶ مارچ     ۲۰۱۵