کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ګرداب

    

 
سعودي د نړۍ په کچه د زياتو وسلوواردونکى هېواد پېژندل شوى

 

 

سعودي عربستان په تېر يوه کال کې د نړۍ تر ټولو هېوادونوزیاتې وسلې او پوځي تجهیزات رانيولي دي.دغه هېواد په تېر ۲۰۱۴ کال کې تر هند هم زياتې وسلې اخيستي دي، هند ٢٠١٣ کال کې د نړۍ په کچه تر ټولوزياتې وسلي پېرلي وې.
سعودي عربستان په ۲۰۱۴ کال د ۶۴ اعشاریه ۴ ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې پېرلي دي، چې هند تر دغه هېواد وروسته د ۵۶ اعشاریه اته ملیارډه ډالرو په ارزښت وسلې او نور پوځي تجهیزات پېرلي وو.
یوې امریکايي ادارې چې د پوځي وسایلو د بازار په اړه څیړنېکوي، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تېر کال د وسلو د پېراو پلور سلنه د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۱۳ اعشاریه ۴ سلنه لوړه وه.
د ایروسپیس د دفاعي او امیوه چارواکي بین موریس د وینا له مخې، سعودي عربستان او هند یو په بل پسې د پوځي تجهیزاتو او وسلو تر ټولو ستر واردوونکي هېوادونه دي.
 

د نوموړي په خبره په دغه برخه کې د دواړو هېوادونو تر ټولو ډیره غوښتنه جنګي الوتکو او رهبري شویو توغندیو ته وه.
د نوموړي په وینا د عربو د پسرلي له رامنځته کېدو وروسته وسلو او پوځي تجهیزاتو ته د نړۍ په کچه اړتیا ډېره شوې او د وسلو د پېرودونکو هېوادونو په ډله کې تر ټولو لومړی سعودي عربستان او ورپسې هند دی.
دغو دوو هېوادونو په ترتیب له امریکا، برتانیا، جرمني، او فرانسې څخه ډېرې وسلې رانيولي دي. د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر سعودي عربستان او هند وروسته په ترتیب چین، عربي متحده اماراتو، ټایوان، اسټرالیا، جنوبينیتي څېړندویې ادارې کوریا، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان زیاتې وسلې پېرودلي دي. خو په ۲۰۱۳کال کې په لومړي سر کې تر ټولو ډیره وسله او نور پوځي تجهیزات هندوستان پېرلي وو او په ترتیب سعودي عربستان، عربي متحده امارات، ټایوان، چین، اندونیزیا، جنوبي کوریا، مصر، اسټرالیا او سنګاپور په دغه نوملړ کې ځای درلود.
 

دغو ارقامو ته په کتو ایروسپیس دفاعي او امنیتي څیړندویه ټولنه وړاندوینه کوي چې په ۲۰۱۵ کال کې به په دفاعي پوځي وسایلو باندي په هرو ۷ ډالرو کې یو هغه يې د سعودي عربستان له لوري د نړۍ په کچه لګول کېږي. ویل کېږي امریکا تېر کال تر ټولو ډېرې وسلې او پوځي تجهیزات پر یادو هېوادونو باندې خرڅ کړي دي.
د امریکا بوینګ، لوکهید مارتین او رایتیون، د اروپا ایربس ګروپ او د روسيې یونایټید ایرکرافټ کارپوریشن هغه پینځه تر ټولو سترې کمپنۍ دي، چې تېر کال یې ډیرې وسلې خرڅې کړي دي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۶                      سال  یــــــــــــازدهم                        حوت/حمل         ۱۳۹۳/۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶ مارچ     ۲۰۱۵