کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

م·اكبر كرگر

    

 
زموږ ارزښتونه اودهغو بحران:
ارزښتونه څه ته وايي؟

 

 

 لومړی برخه

ارزښتونه دانسان هغه باورونو اوعقايدو ته  چې افراد پري ولاړ وي اود خپل چال چلند له پاره  دهغو پر اساس يوه ځانگړې اوخاصه لاره غوره کوي ، ويل کيږي. په انگريزي کې ورته Values ،هم وايي .يا په بل عبارت ارزښتونه هغه معنوي اصول دي  چې يو شخص يا ټولنه له هغو څخه  ديوهدف دترلاسه کولو په موخه خاصه تگ لاره غوره کوي اودهغو پر اساس پر مخ ځي . په ټولنه کي کلي تگ لارې چلندونه ، مودلونه ، نمونې اومثالونه ددې سبب کيږي چی هغه دشخصي اوفرهنگي ارزښتونو بيلگې شي. داسې چې په جمعې توگه دټولو له خوا ومنل شي  .په محدوده مانا کې کله هم دفرهنگي اخلاقي اوديني ارزښتونو يادونه هم کيږي . چې دا هم ديو ډول ټولنيز يووالي اوبيا ددغه دمنل کيدو  اوپراختيا سبب کيږي . په دې اساس عدالت ، انسان دوستي  يو ټولنيز ارزښت دی .

ارزښت دعقيدي اوباور ونو په بنسټ يو ډول دوامداره اودزيات وخت له پاره دانسان په ذهن کې په يو شي يا دستور باندې ثابت دريدل هم دي. کلي مادلونه جمعي احکام اوکرداري عادتونه ټولنيز ارزښتونه جوړوي . دا ارزښتونه عموما له شخصي , فرهنگي اوقضايي ارزښتونو نه جلا  نه دي . په دې کې هغه ټول ارزښتونه راتلای شي  چې يو ه ټولنه يا ټولنيزی ډلې پری توافق وکړي يا يې کړی وي .

 

ارزښت يو داسې مفهوم دی چې زياتره څيړونکي  ورته په بيلابيلو ساحو اوحوزو کې پام کوي  ،چې دا کار پخپله دابهام اوپيچلتيا سبب کيږي .په ټولنيزو پوهنو کې دارزښت مفهوم بيلي بيلي مانا وي لري چې په درې درجو کې پرې بحث کيږي . لکه اقتصادي ارزښتونه ،ټولنيز ارزښتونه اوفرهنگي ارزښتونه . خو د ويليام رامونډ په قول په دوه اصلي اواساسي مانا وو کارول کيږي . چی يو يې ټولنيز ارزښتونه نوميږي او هدف يې هغه ارزښتنا ک اوگټور شيان دي چې ټولنه پري پام کوي اوهغو ته درسيدو اوتر لاسه کولو له پاره هڅه کوي . په دويمه مانا ارزښت دمختلفو چارو په باره کې يو اخلاقي قضاوت کول دي . چې هغو ته فرهنگي ارزښتونه ويلي شي . 

 

دفرهنگي چلندونو اوکړو وړو يو معياردادی چې دټولني غړي ېی يو له بله توقع لري.  دا نظر يا دا توقعات له يو فرهنگ نه تر بل فرهنگ پوري توپير لري . فرهنگي برخوردونه اوچلندونه دهر فرهنگ پورې اړه لري . دا چلندونه بيلابيل شکلونه غوره کوي چې يو يې هم ارزښتونه دي . ماروين اولسون په دې برخه کې څلور عنصره  عمده بولي : باورونه ، ارزښتونه ، چلندونه  اوتخنيکي مسايل . په واقعيت کې ويلي شو چې ارزښتونه ،هغه ژور احساسسات دي  چې دټولني غړي په کې شريک دي . همدغه احساساست غالبا هغه اعمال اوچلندونه دي چې دټولني دوگړو کړنلاره ټاکي . نو په هره ټولنه کې دټولني فرهنگي مقولات  ، معيارونه با ارزښته بلل کيږي .  دځينو له نظره ارزښتونه دقضاوت اوپيژندنې له پاره ديو معيار په توگه  ياديږي  چې له عقايدو جلا وي . ارزښتونه هم داحساساتو برخه  اوهم دشناخت ټولگه کيدای شي .

هغه څه چې دلويديځې نړۍ  ټولنپوهانو ته ډير اعتبار  لري دادي چي ارزښتونه دعقل توليدا ات بولي . دهغو دتعريف له مخي ارزښتونه يوه اعتقادي مساله ده . چې دټولنيزو څيړنو اويا ارواپوهنې له مخې چې صدق اوتوجيه يې امکان نه لري چې  موجوديت يې  کشف شي . په عين حال کې ارزښتونه دهر ډول منطقي اوهدف مند اواگاهانه کړنو  نهايي سرچينه هم ده . مارکسيستان دارزښتونو دټاکلو له پاره اقتصادي گټي اوطبقاتي جگړه ټاکوونکي بولي .

 

دسنتونو  اوارزښتونو توپير په دې کې دی چی سنت له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه لري . اودنويو اوپرله پسی افاضاتو لاره ده په دې اساس سنتونه ډير ارزښت لري  خو دټولنپوهنې له نظره دچلند اوفعاليت يوه لاره ده ،  چې دزيات تکرار په وجه دعاداتو په توگه را برسيره کيږي اوپه گډ ټولنيز ذهنيت کې يا دټولنې په روان کې ځای نيسي . دانسانانو دا ډول تگ اوچلند نه شي کولای دچلند کوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړيکې وارزول شي .

همدارنگه ارزښتونه اداب اورسوم هم يو له بله سره اړيکه لري .  ارزښتونه داسې معيارونه دي چې ډټولني په کلي فرهنگ کي ځای نيسي او ټولني ته مانا اوهويت  ورکوي . چې په هغو مشخصاتو پيژندل کيږي ۔دمثال په ډول پښتانه دميلمه پالنې ازادۍ ،غوښتني ،ميړانې اوپه مجموع کې دپښتنوالي په کودکس باندې وياړې اودهغو ټول دارزښتونو ټول بولې . له بلې خوا ارزښتونه دشخصي قضاوت پورې نه رابطه ، دافرادو ترمنځ نږدې اړيکي ، دخلکو په منځ کې له ارزښتونو سره ملگرتيا اوپه دې لار کې دتداوم درعايت څخه عبارت دی .  خو رسوم اواداب دټولني دټولو وگړو ترمنځ عادي اوگډ خصلت دی چې ډټولو ارزښتونو سره درجه  بندي کيږي . چې هر فرهنگ ته ځانگړنه ورکوي .

 

 

دټولنيزو ارزښتونو بيلابيلي خواوي يا  دټولني مختلفي خواوي په يو هيواد کې مختلف ارزښتونه رامنځ ته کوي . اوس په نړيوال ډگر کې ديو گډ نړيوال فرهنگ بنسټونه رامنځ ته کيږي . ارزښتونه هم مادي اوهم معنوي اړخ لري.

په يوه ټولنه کې دبيلابيلو ډلو اوگروپونو فرهنگي مشترک عناصر هم شته خو ځيني توکي لکه شرافت  نجابت ،دابرو ساتنه  داسې ارزښتونه دي چې ټول ورته په گډه ارزښت ورکوي .

 

 

ارزښتونه په دوه سطحو کې تحليل کيږي : دټولنيز وفاق له مخې اويا هغه شيان چې دفرد اويا دټولني دفرهنگ په اساس ښه ارزول کيږي دارزوني دغه شرايط دفرد له واک نه بهر دي اومنبع يې هم دفرد په نسبت بهر ده . په مجرده اوانتزاعي توگه شخص دټولنيزو ارزښتنو منبع هم ده.  دا چې يو شخص دخپلو اعمالو مسوليت په غاړه اخلي ښه عملونه يې دستايني وړ اوبد يې دنه منلو وړ دي .  چې دا دشخص په نسبت دروني منبع لري .

 

سره له دې چې فرد ځانته هدفونه ټاکي ، خو فرهنگ په کلي توگه ځينې اهداف خپلو وگړو ته وړاندي کوي . ټولنيز ارزښتونه له اخلاقي پلوه ديوې پديدې دسمښت اواهميت ټاکوونکي دي . ارزښتونه دپوهيدنې وړ دي عاطفي دروندوالی هم لري  دزياتو افرادو اوډلو تر منځ شريک هم دي .

 

 

 په ځينو ټولنو کې ځينې ارزښیونو ته زيات اهميت  ورکول کيږي اوځينو ته کم .دارزښتونو بدلون پر ادابو اورسومو اوسنتونو هم اغيزه کوي . له کومه ځايه چې ارزښتونه اوتمايلات دفرهنگ له مخی پيژندل کيږي نو له يوې ټولني بلې ته توپير لري .

 

دويمه برخه :
ارزښتونه دسارتر اودنورو له نظره
 

په راتلونکی ګڼه کی---

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۶                      سال  یــــــــــــازدهم                        حوت/حمل         ۱۳۹۳/۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۱۶ مارچ     ۲۰۱۵