کابل ناتهـ، دی غمخور په قلم

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حبيب الله غمخور

پدې ډول خبروسوله راوستل ناشونې ده

 
 
 

 

يوازي اويوازی په سوله اوملي تفاهم سره کېداي شي دهيوادداماته کښتی ترساحله ورسېږې

سولي اوملي تفاهم ته رسېدل عالي تدبير ،صداقت دخبرو اوعمل يووالی ته اړتيالري

 

پدې شپو او ورځوکښې ددولت اومفالفينوتر منځ دخبرواومذاکرودپيل مسله ډير توده شوې وه ،په ځانگړې توگه کله چې دافغانستان جمهور رئيس دملگروملتودسازمان په عمومی غونډه کې دبرخې اخيستوپه موخه نيويارک ته سفروکړ . ولسمشرکرزي په نیویارک کې دافغانستان په اړه له یوه نړیوال کنفرانس وروسته خبریالانوته په خبروکې له وسله والو طالبانوسره خبرواتروته چمتووالی وښود.هغه وویل : (( دافغانستان حکومت په جدیت له طالبانوسره دسولې پرخبرو اترو کارکوي اوهڅه کوي چې وسله وال مخالفان اودهغوی پلویان له جګړې لاس اخیستلواو پخلاینې ته وهڅوي .خوکرزي په عین حال کې وویل  دا ګرانه ده هغه کسان په ګوته کړي چې سوله غواړي اوهغه چې سوله نه غواړي .))  BBC  

 زماپه عقيده داخبر دتبليغاتولپاره ښه ده چې طالبان څوډلي دي ،مگرکله چې ددواړو خواتر منځ دروغی جوړي لپاره دلېدوکتواوخبرو مسله مطرح کېږي اړينه داده چې له ټولوبې بنسټه اوهغوويناونه ډډه وشي کوم چې دواړی خوا وي سره ليري کوی اويا يوپربل دبې باوری دزياتېدولامل گرځی . داچي دولسمشروياند يوځل وايي موږحاضر يودطالبانوسره خبري وکړو، اوبله ورځ  چې په يقين سره دبهرنی بې گټی فشارپه اساس په احساسا توسره وايي چې طالبان پر څوډلوويشل شوی دي ،موږ ئې دهغوسره خبري کووکوم چې قانون منی اوسوله غواړي او . . .  . داسي معلومېږي چې داچارواکي ځانونه غولوي .داواضح ده که ددولت مخالفينوداحکومت اوقانون منلاي ستونزه چېري وه؟ ددولتي چارواکو لخواداسي دريځ دنږديوالي اوخبروامکانات نورهم له گواښ سره مخامخ کوي ، ځکه ددولت مخالفين  هم دځان لپاره ځانگړې دلايل لري .يعنی دولت اوپلويان ئي ددولت مخالفين ملامت بولی اوددولت مخالفين بيادولت ملامت گڼی . همدا دليل دی چې نړيوال اوغوڅ اکثريت افغانان ددولت اومخا لفينوترمنځ  دخپل مينځی خبروپيل اودسولي له لاري داوسنی کشالې دحل پلوی کوي اودغه وړانديزته ئي په لومړی سرکې هرکلۍ ووايه  .اړينه داده چې ټول دولتي چارواکي اونطاقان ئې پخپلو ويناوکښي جوړونکی اړخ ته زياته پاملرنه وکړی .په زرورو خبرواوغاښ چيچنو هيڅ ستونزه نشي حل کېداي اونه هم داپيداشوی واټن رالنډيږي  .

کله چي ښاغلي کرزي د یوې کاناډايي رسنۍ سره په مرکه کې ویل :(( که بهرني پوځی ځواکونه له افغانستان څخه ووزي ، هېواد به له وینې بهېدونکي اړودوړ سره مخامخ شي .)) هغه لحظه دټولودببرک کارمل خبره ورپياد شول ،هغه به هم تل داسي ويل ،خوهغه به شوروی لښکري يادولې . په حقيقت کښي داسي نده ،مگر په يوه شرط چې دبهرنياتر وتلودمخه خپل مينځي تفاهم وشي اودملی پخلاينې دولت  له ټولوپخوانيوسياسي تعصوبونونه پرته جوړشي  .ځيني دوستان وايي کله چې شورويان ووتل څوکاله په افغانستان  کې هيڅ خبره پېښه نشوه ،کيداي شی اوس هم که بهرنيان ووزي کومه خبره پېښه نشي .داسي  فکر کول لږ اشتباه راته معلومېږي ،هغه په څودليله :

اول : هغه وخت په افغانستان کې يوه پياوړې ،روزل شوې خپل هيواد اوولس ته وفاداره اردواووسله وال ځواک موجودو و. هغه يولاس  وسله وال ځواک و. هغوي پدې پوهېدل  چې پر هيوادئې څوک ،له کومې اوپه څه دلايلوتيری کوی . همدا دليل ووکله چې دپاکستاني اوغربي څارگرواداروددرغليوپه پايلوکښي دملگرو ملتودسولي پلان ناکام شو، پاکستاني جنرالانوهغه خوب چې دوي ئي درښتيا کېدوپه هکله تصورهم نشو کولاي رښتيا شو،دوي دخپلولاس پوڅوسره دکابل دښار اوپايتخت واکدار شول ،سمدلاسه ئي دافغانستان پياوړۍ ،روزل شوی اومعتقداردو دړوړی کړ . له بدمرغه ددې وسله وال ځواک په افسرانودپاکستان ،ايران کمپونه اودپخوانی شوروي اتحادنه دنووجوړشوو هيوادو بازارونه ډک شول ،اوهمدا اوس هم په ټوله نړئ کښې سرگردانه گرځئ اويادکابل په ښارکې سهاروختی په جادوکې دروز مزدوری دپيدا کېدوپه اميد ناست وی .ډيرواقسرانودکورنيواقتصادي ستونزوله امله دکابل په شار کې دجوالي دنده سرته رسول .دا دئ انصاف او داده دملي اردودجوړيدوطرحه .

پدې پوره باور لرم چې دژوند مشکلاتوزمورله هيوادوالونه زموږيوپياوړی هوابازچې دمرحوم نجيب اله دحاکميت په وخت کې دروسی دهوايي بېړی په مرسته هواته سفر وکړ ،داسي کسان ديوه هيوادملي افتخار گڼل کېږي ،مگر داملې افتخار اوس ،اوس  په جرمنی کښي دمهاجرت له ستونزوسره لاس اوپنجه نرموی . داډول برخورد ته بېله وحشيانه تنگ نظری اوتعصب نه بل کوم نوم ورکول کېداي شي .اوڅنگه ومنل شی چې چارواکی سياسي تعصب نه کوی اوله هيوادنيو افتخاراتوڅخه بې گانه ندي .

ځکه خوضيا الحق په پاکستان کې شکر وکېښ ،په زيات غرواوفخر به ئي ويل زه هغه يم چې مادافغانستان غښتلۍ اردومات کړ . مگر اوس خوټول ورته گوری چې دايو ايله جاری پوځی دی ، اوچارواکی غواړی پدې پوځ په افغانستان کې دحاکميت څخه دفاع وکړي . دنوی مسلکی  اردوجوړيدوته په هيڅ ډول پاملرنه ونشوه ټول پخوانی افسران  دهيواد دښمنان وپېړندل شوه ،دپاکستان او ايران دڅارگريواداروپه روزنتونوکې روزل شوی دافسرانوپه توگه اوهغه چې دمجبوريت او يوې گولې مړئ په خاطر هغه وخت هم جنگېدل دتنظیمو لخوا ددې لپاره چې ددوي تر همېشنی احسان لاندي وي دوسله والوقواوپه جزوتاموکې په مختلفودندووگمارل شول .دبشرپه تاريخ داډول اردوچاندی جوړکړئ لکه چې ښاغلی کرزی صاحب اودده دوستان ئي دجوړيدو په کار مصروف دی . همدا دليل دی چې دهرتنظيم رهبر اوجنگسالار کولاي شي په همدي اردوهيوادنی ټيکاوله گواښ سره مخامخ کړي  ،دکابل دښار دوه بغاوته ددې خبري پخلۍ کولاي شي .

دوهم : داشپږ کاله کيږي چې ټول بادرده اوبااحساسه افغانان  چغې وهی چې پياوړې ،روزل شوې وسله قوا کولاي شی داوسنيوستونزو مخه ونيسي اوپه هيوادکې ټيکاو راولي ، اوداسي يوه روزل شوې اردوبه وکولاي شي دافغانستان ليري اونږدې دښمنانواولاس وهونکوگاونډيانولاسونه ورلنډ کړی.د اروداووسله وال  ځواک په جوړيدوکښي بايد له هرډول تعصب نه ډډه وشوې واي چې متاسفانه ونشوه ، ټول ئې وينی چې يواله جاری اردوجوړېږي  په ميليارډو ډالره مصرف شوه ،مگردوي تراوسه بېله بهرنيانودعملياتو توان نلري اونه هم څوک باورورباندي کوي ،زماپه عقيده کله کله دبهرنيو لخوا بيله دېنه چي دولتی اړونده چارواکي (په وسله والو ځوا کونوپوري تړلې ادارې اويامسولين )خبرکړي پوځي عمليات کوي ممکن دليل ئي داوي چې دوي بېچاره گان هم پردغه ډول وسله وال پوځ چې دوې ئي په سترگو وينی چي له کومه شو،بې اعتباره وی اونشي کولاي خپل پلانونه له دوي سره شريک کړی ،په افغانستان کې داکاريوځل تجربه شوی دی.کله چې دببرک کارمل اونجيب الله دحاکميت په وختوکښې پسله هغه چې شمالي ټلواله دروسې لخوا باوری شول په اردو، څارندواوپه ځانگړې توگه دولتی امنيت په ادارو کښي خپل اجنټانوته دنده وسپارل چې ددولت دعملياتو ترپيل دمخه شمالي ټلواله خبره کړی .داسي ويل کېږي چې دوي کله کله دا ډول اطلاعات پر نوروډلوهم خرڅول . چې څوک رانه خفه نشي زماپه اردو،پوليسو اودملي امنيت په اداره کې پاک اوسپېڅلي کسان هدف نه دی اونه له يوه سره دټولوپه هکله داډول قضوت کوم . خوپدي باوريم چې دغۀ حاکميت  ته بيگانه پکښي ډيردی . خلک وايي  داوسنی وسله وال ځواک (( سر له دولت سره اوسمپتی (پښې )ئې دتنظيمواومحلي قوماندانوسره دي . پداسي بې سوا ده،اوله غرو نه راکښته شوې اردواووسله وال ځواک په هغه هيوادکښي چې له هرې خواله گواښ سره مخامخ دی هيڅکله سوله نشي ټينگېداياونه هم امنيت تأ مينېداشي .

يوتريخ حقيقت خوداهم دی چې  په دې وسله وال  ځواک کښې  ډير بېچاره اودربدره کسان هم شته چې په لس گونوکور نيواواقتصادي ستونزواخته دي . ترکومه ځايه چې ماته معلومه ده همدا بېچاره گانوته پرخپل وخت تنخوانه رسېږ ې اوياداسي  معاش ورته ټاکل شوی دي چې دهغوي دکورنۍ لپاره په هيڅ ډول کفايت نه کوی .

په کوم منطق اوعقل ددغه ډول کسانوڅخه داغوښتنه وشی چې دوي شپه اوورځ دهيوادپه دفاع کې ودرېږې ؟ اودي ددولت دمخالفينوپه مقابل کې تر ژوند تيرشي ،پدې کار يوازي  جگپوړی دولتي چارواکي  ځان اونور غولوي .

دشرم  اوله انصاف نه بېخی ليري خبره دا ده چې دپارلمان وکيلان ،دستری محکمې قاضيان  ،وزيران ،اودهغوي مرستيا لان  دخپلومعاشونودلوړوالی هڅه کوی  اويوه عادي افسرته دوه يادري زره افغانۍ لوړه تنخوا بولې  .اياداافسر او يا سر باز فاميل نلري ؟ دهغه دفاميل غړې دکورکرايي ،خوړو،لباس اودرملتوته اړتيانلري ؟ دتعليم اوتحصيل خبره خوئې ځکه نه کوم چې دداسي بېچاره ووزامن  اولوړې  خو ازلی له تعليم اوتحصل نه محرومې گڼل شوی دي . داسي گنگوسې تر اوسه په زيات قوت ترغوږوکېږي  چې په يوجزوتاموکښې دوه يادرې سوه کسان عملأ شته ،مگر سرلښکر تۀ ئې ددرې چنده ،څلور چنده اوحتاپنځه چنده کسانوتنخواگاني لېږل کېږي ،حساب خوبېله هغه په دولت کښي نشته هرې خواچور نښلېدلئ دی .

دريم : دولتی اداره پدي پيمانه لکه چې اوس ورته گوروپه فسادکې نه وه غرقه . ټوله هيوادوال خبردي چئ دهغه وخت دحاکميت ترړنگېدو وروسته دهغه حاکميت تر ټولوجگپوړوچارواکو(لکه وزير اودگونددسياسي  بورو اومرکزي کمېټې غړي)اوتر هغوراکښته  کسان کله چې له دولت نه گوښه شول بېله هغه يوه کورنه هغه هم که چادرلودبله کومه دارایې اوجايدادورپاته نشو،اونه ئې هم په بهرنيوبانکوکښي پيسې چاپيدا کړې . همدا اوس له هيواد نه بهر ژوند کوي ټول ئې له نږدې وينی چې څه ډول ژوند لري . دپاکستان اوپخوانی شوروي اتحادپه بازاروکښي دوي هم ديوې گولې ډوډئ دپيداکولولپاره سهارتر ماښامه غريبۍ کولې اودهغه حاکميت پوليسوته چې دوئ یې اوس لاهم په جاسوسی تورن اوبدنامه کېږي ديوه عادي افغان په توگه دوېزې دمودې دډيرېډولپاره رشوت ورکاوه . دابل حقيقت اوبله خبره ده بل وخت به ئې گورو. خودلته مادابصاف له مخې اوله نوروسره دپرتله کېدوپه خاطر له هغونه يادونه وکړه.

مگر په مقابل کښي دا اوس دکابل په ښار اونورولويو اووړو ښاروکې  دادنگی، دنگی بنگلې  لوکس دتورو ښيښو لرونکی دکال موډل درې څلور موټران چې اوس دکابل دښار واټونه ددوي دښه رفتارلپاره څلورخواوته تړل کېږي بيادتنظيموپه رهبرانواوقوماندانانوپوري اړه لري .دوي وايي موږپه پاکستان کي په لوږه جهاد کاوه ،دبهرنيانولخواچې کومي پيسې راکول کېدي هغه مونورومجاهدينوته ورکولې  .مگر په حقيقت کې هغه نورمجاهدين تر اوسه وږي تږی گرځي،خودتنظيمورهبران ،محلي قوماندانان (جنگسالار) هره ورځ يوپه بل پسې کارتې جوړوی اودهرڅه خاوندان دي . خلک پوښتنه کوی اوحق لري پوښتنه وکړی چې صاحبه! داهغه دبهرنيواستخباراتی سازمانو پيسې ندې چې تاسوته ئي درکولې اودرته ويل ئې ورځه په افغانستان کې پل والوزوه،کورونه اوښارونه خراب کړه ،ښونځيوکې بمونه کښېږده ، ښوونکی مړه کړه ،او ښارونه په راکټونوووله ؛خو تاسوبه موږ لېږلواوخپله به موهغه وخت هم دخپلې کورنئ سره په پاکستان  اوايران کښي چړچې کولې . همداحالت ولکه دا اوس چې دی . هغه وخت تاسوخپلونن ته ورته کړنوته جهاد وايه ،اوس چي تاسوته چوکی ورسېدلې نوم ئې وروروژنه شول .په حقيقت کښي هغه وخت هم ورور وژنه اوله ولس سره خيانت و.په زوراودخلکودژوندپه قيمت دولتي چوکی ترلاسه کول په هيڅ دين کښي رواکارندی ،اونه هم داسلام سپېڅلئ او مقدس دين پدې باندي تورن شي .

 شير پور،چورپورشو،دکابل اونورولويوښاروشاوخواواټونه دتنظيمودمشرانواومحلی قوماندانانوکارتې شوی . يوانجنير بيات  په ټوله هيوادکښي پورته کښته کېږي ،ته به وايه دايوبل دولت دی ،روغتونونه ،پلونه ويالې،لاري ،ښوونځئ .کلينيکونه اومخابراتي پروژې چې کومي په هيوادکښې پلې کېږي نودانجنيربيات نوم هرومرو ورسه يادېږي ؛دهغه دحکومت ئې کوردوان چې له بهرنه پيسي راوړی اويوڅه ئي دولس سره شريکوی .

څنگه به افغان ولس دې ټولوبې عدالتيوته غاړه کښږدی . اوپه کوم وجدان له دغوغريبواوبېچاره افسرانو او سر با زانوڅخه داغوښتنه کېږې چې دوي دي دحاکميت په دفاع کښې کلک ودرېږي ؟عملأ اوس په هيوادکې هغه حالت ته ورته شرايط حاکم دي کوم چې داستادرباني اوشمالي ټلوالی په وخت کښي وه .هغه وخت هم افغان ولس له مجبوريت نه ځکه دين اوناموس ئي له خطرسره مخامخ شوپه توهين اوتحقيرکې ئې شپې سباکولي طا لبانوته چې هغوي هم له همدې ناولو پاکستاني چارواکوترحمايه لاندي وه هرکلی ووايه ،اوس هم له دوي سره همدا ډول سپکاوی کېږي ځکه بيامجبورشول چي له دولت نه مخ واړوي اودطالبانوحمايت وکړی .کنه دانصاف له مخې پدې ربړېدلی ولس کې نوره شيمه نده پاته يوا زي  یې ترپزه ساوزی ،ډير فرېشانه دی نه پوهېږي پرکو مه  مخه وکړی اوچاته پنايوسی . که چيري يو ولس له دولت نه راضی وي اودولت ددوي دژونددښېرازی لپاره کاروکړي،څوک ليونۍ دی چې په دښتو،غرواورغوکې دبهرنيو ترړندو راکټواوبم اوريولاندي ژوندوکړی ؟؟؟

پدې شپږکاله کې بهرنيوځواکوونشوه کولاي ددوي په وينادتروريزم اوبنسټپالی جرړي وباسي ،همدا اوسه په هيوادنی کچه ملي ټيکاو له لويوننگونوسره مخامخ دی ددي پرځاي چې سوله اوامن راشی دهرې ورځې پر تير ېدوسره دعمومی نا امنی لمن غوړېږي .دخلکو داسوال چې،بهرنی پوځی ځواکونه،مځکنی اوهواويي قواوي افغانستان ته دخپلوموخواو ګټولپاره راغلي دي اوکه  دهغوی دپوځي فعالیت اساسي موخه په افغانستان کې دسولي  او ثبات راوستل دي؟ تر اوسه بې ځوابه پاته دی .

داسي معلومېږي چې تراوسه لا بهرنيان په ځانگړې توگه آمريکا اوانگلستان د پخوانیوجنگسالارو،محلي قومندانا نو اوتنظیمونودمشرانوسره دناڅرگندوموخولپاره ښې اړيکي لري اودهغوي  څخه په دولت اوتر دولت بيرون ملاتړکوي ، دانتقالي عدالت طرحه دکاغذپر مخ پاته شوه. دولتي فساددهمدغو بهرنيانو ترملاتړلاندي کسانوپه وجودکښي خپل وروستی مرحلې ته ورسيد. دملی اوخصوصی شتمنيولوټماری يومعمولي کارگر ځېدلۍ دی،دکوکناروکرکيله اود مخدره موادوسوداگری اوترانسپورټ پخپل قوت سره روان دی،پدې پنځه کاله دکروندگرولپاره دکوکناروبديل پيدانشو، ولسمشر کرزی خپل مسوليت دنوروپرغاړه اچوی وایي  : ((نړيواله ټولنه دې پخپل منځ کې سره همغږې شي. د دوى په منځ کې هغه همغږي چې ضروري ده نشته . يو، يو څه وايي او بل ، بل څه وايي)) . په داسې حالت کې چې ستونزه د افغانستان ده اود افغانستان  دولتي چارواکي پدې هکله ترهرچازيات مسوليت لري . د وروستي راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ ٩٣ په سلو کې نشه يي توکي توليدوي .

دافغانستان په اړوندکورنيواوبهرنيوحوادثوته په کتوسره ډيرو افغانانووړانديزکاوه چې دافغانستان دمسلې دسياسي حل دلارو چارودلټولوپه خاطردي دافغانستان د ښيو،کېڼواومنځ مهالوډلو اوسازمان دافغانستان دگاونډيانو، داروپا یی هيوادواتحادیی ،آمريکا،انگلستان ،هند،روسیې ،چين ،جاپان ،کانادااستراليا ، عربي هيوادوداتحاد ،اسلامي کنفرانس اونورواړونده نړيوالوسازمانوپه گډون دملگرو ملتوترسرپرتی لاندي نړيوال کنفرانس  جوړشی ،پدې کنفرانس کې دسيمې دغه لانجه پسله هر اړخيزه څېړلو وروسته حل اودپرېکړي پر پلې کېدوباندي دکنترول مسوليت دملگروملتو دامنيت شورا اواسلامي کنفرانس داستازونه جوړي  شوې کمېټې پرغاړه واچول شي .تراوسه لا دغوښتنه په خپل قوت پر ځاي پاته ،هيله منديوډير ژرنړيواله ټولنه دداسي نړيوال کنفرانس په ارزښت پوه اودهغه دجوړېدوجوگه شی .

په افغانستان کې  همدا اوس ددولت اومخالفينوترمنځ تاوتريخوالی زياتېږي ،که څه هم ددولت دمخا لفينو لپاره دبهرنی پوځ سره مخامخ جگړه ستونزمنه ده ،داسي ښکاري چي دوي هم په خپل جگړه ايزتاکتيک کښي تغير راوست ،اوس په چريکی اوځان وژنې پر حملوزياته تکيه کوي .دغه حالت افغانان اونړيوال له زيات تشو يش سره مخامخ کړی دي . په همدې خاطر دې ټکي ته په پاملرنې سره دافغانستان دجمهور رئيس  ښاغلی کرزی لخوامخالفوډلوته دخبرواترودپيل اودخبرودلاري دمسلې دحل لاروچارولټولو وړانديزپه هکله نړيوال غبرگو نونه دپاملرنې وړدي .

ددولت مخالفينوته دافغانستان دجمهوررئيس دوړانديز په اړوندنړيوال غبرگون :

۱ / دافغانستان روانوحالاتواوپرابلمونوته په کتنې سره دملگرو ملتونوعمومي منشي بان کي مون په يوه طرحه کي چي په نيويارک کي يې وړاندي کړه د افغانستان د روانوحالاتو په اړه يي يو انتقادي د ريځ نيولی دی .د ه ددې غوښتنه کړې چي په دغه هيوادکي هم دنشه يي موادو په وړاندي په مبارزه کي اوهم دمقاومت کونکو سره د مبارزې له پاره ديوې نوي ستراتيژۍ څخه بايد کارواخستل سي . په هغه رپوټ کي چي بان کي مون دافغا نستان په هکله د ملگرو ملتونو دامنيت شورا ته وړاندي کړی، د افغانستان دحکومت په اداري نظام باندي يي نيوکي کړي اوويلي يي دي چي دحکومت د ضعف اوبې کفايتۍ له امله د بډ ي اخستل په دغه هيوادکي ورځ تر بلي ډيرېږي او له بله پلوه په افغانستان کي د نشه يي موادو کښت او سوداگري هم زياته وده کړې .د همدې امله د بان کي مون په عقيده بايددافغانستان پر يونوي امنيتي پلان باندي کاروسي چي په هغه کي بايدهم په ملکي  او هم په پوځي استراتيژۍ کي نوښتونه راسي او په دې نوي ستراتيژۍ کي بايد پخپله  افغانان ډ يره ونډه ولري. 27.09.2007 المان ږغ راديو

۲ /  دطالبانوسره دسولي دخبرودپيل له وړانديزنه  نږدې يوه مياشت وړاندي دبې بې سي دخبر له مخي دراوان زکال داگست پر ۳۰ نيټه په افغانستان کې آمريکايي جنرال رابرټ ډبليوکان ويلي دي چې د طالبانو په وړاندې پوځي خوزښت د اواری لار نه ده . په افغانستان کې د امنيت د انتقال د گډې ادارې مشر جنرال رابرټ ډبليو کان وويل تاوتريخوالى بايد د سياسي خبرو اترو له لارې حل شي .

آمريکايي جنرال رابرټ ډبليو کان دبې بې سي دخبرنگارله د تمې خلاف ځواب ورکړ  وويل : (( دا ډيره سخته ده . کيداى شي ووايو چې هغوى ته ديوې مخامخ جگړې له لارې شکست ورکول کيدى شي او د يوه کال لپاره ددوى موخې له منځه تللى شي .خو ددې سيمې پيچلي چاپيريال ته په پام سره بل کال بيا راځي .ځکه خو زه په دې باور يم چې په اوږده مهال کې پوځي عمليات دحل لار نه ده .په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات دوروستی اواري لپاره خپلې اغيزې لري خوپه رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي .))

۳ / دسپتمبرپر ۱۱ د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په يوخبري کنفرانس کې  په ډاگه وويل  : هر هغه گام چې د افغانستان ددولت له خواپه هيوادکې دسولې راگرځولو لپاره پورته کيږي دوى يې ترشا ولاړ دي . دا لومړى ځل دى چې ناټو په افغانستان کې دوسله والو طالبانو په وړاندې د پخلاينې له دريځ سره چې افغان دولت اعلان کړى دى په ښکاره ډول ملاتړ وښود . بې بې سي

 ۴ / دسپتمبر پر ۱۲په کابل کې د ناټووياند نيکولاس لنټ خبريالانو ته وويل چې د پخلاينې لپاره دهغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي چې د افغانستان ددولت له خوا ترسره کيږي .  

نيکولاس لنټ وويل :چې پوځي عمليات نشې کولى اوږدمهالې هوساينه راولي ځکه خو دوى په افغانستان کې د هغه څه ملاتړ کوي چې دپياوړي ملکي حکومت د رامنځته کولو لامل گرځي .

د ناټووياندنيکولاس لينټ وړاندي څرگنده کړه : ((د افغانستان ددولت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې له وسله والو مخالفينو  سره يې د پخلاينې لپاره په لاره اچولي دي .موږ غواړو چې دافغانستان ددولت د هڅو ملاتړ کونکي واوسو. . .  زه د دې شيبې په کارولو سره له ټولو ډلو څخه غواړم چې د راتلونکي د خير لپاره ليوالتيا وښيي . افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې ښه ملکي حکومت رامنځته شي .))

۵ / د۲۰۰۷ کال دسپتمبرپر ۲۵ د برتانيې د دفاع وزير ډيس براون ويلي چې : (( د سولې په پروسه کې بايد طالبان ورگډ کړل شي،او د افغانستان لپاره د سولې وړانديز بايد پر 'اسلامي حل' ولاړ وي . هغه زياته کړه چې د سولې په پروسه کې ځکه بايد طالبان ښکېل شي چې دوى شړل کېدلى نه شي، لکه په فلسطين کې چې حماس اسلامپاله ډله له ډگره ونه وتله . )(  BBC .

مگرتراوسه نه دبرتانیې چارواکواونه هم نوروسياسی څېړونکوداجوته کړېده چې ددوي موخه د((اسلامی حل))نه څه دی

دملگروملتونوسازمان د دولت او دمخا لفينو تر منځ دخبرودپيل سره دمرستي لپاره دملاتړپه څرگندولوسره دمنځگړ توب  وعده وکړه . دروغې جوړې د خبرو دراپورته کېدوسره سم په دغه هېواد کې له خلکوسره داسې هېلې را پيداشوې  چې کېداى شي په دې هڅې سره افغانستان د سولې اوامنيت خا وند شي. تردغوخبرواود افغان ولسمشر حامد کرزي تروړانديزونووروسته طالبانودلومړي ځل لپاره دافغانستان دحکومت سره دسولې په خبروکې دگډون لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ .

۶ / دسپتمبرپر لسمه  بې بې سي راډيودطالبانودوياند له خولې اعلان وکړ چې ،طالبانو منلې ده چې له افغان حکومت سره د جوړې روغې په موخه خبرو اترو ته کېني . په خبر کې راغلي وه ،طالبانو وروسته له هغه دغه هوکړه وکړه چې افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ يو ځل بيا دوى ته د خبرو اترو وړانديز وکړ. په وروستيو کې د نړيوالې ټولنې ځينو استازو هم په افغانستان کې د روانو ناامنيو د پاى ته رسولو په موخه له طالبانو سره د کېنستلو وړانديزونه کړي وو.د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل که کابل ورڅخه مخا مخ غوښتنه وکړي دوى حاضر دي چې له حکومت سره خبرو ته کښېني .

دۀ وويل : ((موږ هېڅکله هم دخبرو اترولاره نه ده ردکړې،خوستونزه تل دحکومت لخواوي چې خپل واک نه لري. که دوى مخامخ له موږه وغواړي چې ورسره خبرې وکړو،موږ تل داسلامي اصولو په چوکاټ کې خپلو شرايطو ته په پام کې چمتو يو،دم گړۍ دطالبانودخبرواترو يوازنى شرط دا ښوولى چې حکومت دې د دوى د مرکچيانو امنيت ونيسي .)) د حامد کرزي وياندهمايون حميدزاده وويل چې دوى لومړى د هغۀ کس په اړه پلټنه کوي چې وايي دطالبانو وياند دى،که هغه سړى رښتيا هم دطالبانو په استازيتوب خبرې کوي بيا حکومت پرخپل ځواب غورکوي .  

۷ /  دروان زکال دسپتمبر پر ۱۸ دولسمشر وياند همايون حميد زاده خبر ورکړچې حکومت حاضر دی د طالبانو داغوښتنه ومني چې له حکومت سره دخبرو اترولپاره دهغوى دپلاوي دامنيت ژمنتياوکړ ي . خوحکومت دخبرو لپاره دطالبانوبل هيڅ مخکې شرط نه مني .دولسمشروياندوايي حکومت به يوازي له افغاني طالبانو سره خبرې اترې کوي چې ،دده په وينا ((د افغان حکومت لخوا چې تل د سولې کوم غږ پورته شوى، موخه يې هغه طالبان دي چې د همدې هيواد بچيان دي. دوى د همدې خاورې دي اود افغانستان د ازادۍ لپاره يې هڅۍ کړي دي. دغه خبرې اترې د همدوي لپاره دي چې ښايي د مختلفو دلاېلو له کبله له حکومت څخه خپه وي. خو له هغو سره چې د پرديو په لمسون يې دهيواد د بربادۍ لپاره مټي رانغاړلي دي، ترټولو غوره ځواب يريکون دى .))  ‌بي بې سي

پداسي شرايطوکې چې له يوې خواوايي بايد له مخالفينوسره دسولي دخبرو اتروملاتړکووله بلې خوادهغوو ژنې ته خلک هڅوي . پدې ډول څنگه کېداي شي دافغانستان حکومت دمرکچيانودامنيت ضمانت وکړی ؟

 دلته دسړې څخه ورکه شي چې دولتي چارواکي ولي دومره گونگي اوگډي وډي خبري کوي ؟دوي  ددولت په مخالفوډلوکي څوک دهمدې هيواد بچيان بولي  اوهغه کوم کسان دی چې دوطن دازادي لپاره ېې هڅی کړی دي اوکوم کسان  هغه بولي کوم چې ددوي په وينا دپرديو په لمسون يې د هيوادبربادۍ لپاره  مټي رانغښتی دي . دبهرنيوطالبانوسره خودخبرومسله هيڅ وخت هيچانده ياده کړې . ښاغلی کرزی خوپه ډاگه اوپه څرگنده بڼه وويل چې ((که ملاعمر اوحکمتيار ومومم پخپله ورځم .هغه داهم وويل چې په افغانستان کې د سولې او پايښت د رامنځته کيدو لپاره تياردى چې طالبان په حکومت کې هم شريک کړي اوهغوى ته يوشميرڅوکۍ ورکړي .)) دادی دکرزی ددي ويناپه مقابل کښي پسله څو ورځو داکتوبرله لومړئ نېټې نه بل ډول غبرگونونه اورېدل کېږي چې وروسته به ئې په لنډه توگه وڅېړو.

ښاغلي کرزی   ددولت دمخالفوډلودمشرانونوم اخيستی دی .اواساسي خبره هم داده چي له مشرانوسره ئي بايد خبري وشي . دطالبانواوياگلبدين ديوې ډلې سره خبري به کومه گټه ولري ؟ ددواړوخواپلويان په دولت کې په شکل داشکالو همدا اوس هم برخه لري ،مگر ترکومه ځايه چې خبره دټول تنظيم پرسر مطرح ده بايد په کل کښي ددواړوخواسره دخبرود پيل لپاره ومعينو اومنلوپرنصيبونوپر بنياد خبرې پيل شي .اوله بلې خواطالب چارواکي هم بايدپدې  پوه وي چې افغانانوته  ددوي  په خوښه دمنځنيوپېړيوترشرايطولاهم خراب اوتاريک رژيم  دمنلووړندی .په همدې دليل دنړيوالوله دغه وړانديزاوټينگارنه چې ((د حکومت له مخا لفانوسره به هرډول خبرې اترې په افغانستان کې د اساسي قانون د غوښتنو اوتيروشپږوکلونوکې د ترلاسه شويو برياوو په پام کې لرلو سره ترسره کيږي .)) ټول ملاتړکوی ،داځکه چې دټولوناخوالوسره په افغانستان کې دتمدن او ترقی په لوريوحرکت پيل شوی دی ،ددغه اوږده اوتاريک تونل په آخرکښي يوروښنايي معلومېږي،که څه هم داحرکت لکه څنگه چې دافغانانوغوښتنه ده اوددي لپاره دبهرنيا نومالي اوتخنيکی مرستي ترسره شوی دي  آهسته روان دي ،ولي شاته نه درومی . هغه نظام چې طالبانودخپل حاکميت په لومړيووختوکې چلاوه دهيچا لپاره دمنلو وړنه دی .دامنطق نه منې چې ټوله نړئ پرمخ درومی مگرافغانان بايدشاته دبيرته پاتي والی په لورروان اوسی اودقروني اولاپه دودژوندوکړی . البته چې پدې خبره مي څوک کافرنکړی زه داسلام مقدس ديب اواذفغاني منلوارزښتونوته درناوی کوم اوپر هغودهرچالخواچې وی تيری غندم ،خوداسلام نه په اصطالاح  ببو ۍوړول داسلام خلاف کاربولم.

۸ / پسله هغه چې ښاغلی کرزي دآمريکاله سفرڅخه کابل ته راستون شوپه خپلو خبروکښې یې په څرگنده توگه اعلان وکړچې دطالبانواوگلندين حکمتيارسره دسولي دخبرودپيل په هکله ئې دآمريکا اونړيوالي ټولني ملاتړ ترلاسه کړئ دی ،هغه د۲۰۰۷زکال دسپتمبرپر ۲۹نيټه وويل ((که ملاعمر او حکمتيار ومومم پخپله ورځم)) . افغانانوداوينادښه نيت بېلگه وگڼل اوله دې خبري ئي هرکلی وکړ.هغه دطالبانو او اسلامي گوندله مشرانو ملامحمد عمر اوگلبدين حکمتيارسره دخبرولپاره تيارى وښود . په نيو يارک کې دملگرو ملتودغونډې له راستنېدوسره جوخت ښاغلي کرزی په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل چې دسولې او ټيکاودتامين په لاره کې دملا عمر او کلبدين حکمتيا رپه گډون له ټولو افغانانو سره خبرو ته تياردى . او په ډاگه يې کړه که ددغو مخالفومشرانو ادرس ورمعلوم واى نو به يې د خبرو لپاره په خپله کسان ور ليږلي واى . BBC

ولسمشر وويل : ((کاشکې زه پوه شم چې ملاعمردطالبانو مشر دى، ادرس او د تيليفون نمبر لري چې موږيو کس ور وليږو او و رته ووايوچې دافغانستان او د طالبانو په ورانى کې دې څه گټه ليدلې، را ځه دا کار بند کړه او همدارنگه حکمتيار صاحب . که يې ادرس پيدا کړم د دې اړتيا نشته چې هغوى راشي، زه پخپله ورځم له هغوى سره اړيکه نيسم چې مولوي صاحب اوحمکتيار صاحب ولې په دغه هېواد کې ورانى کوى .))ځکه خو يوروسی ديپلومات په خپلو خبروکې وويل چې کرزی دملاعمر اوگلبدين حکمتيارليدوته ته اماده گی نسی .

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې په دې ټينگار وکړ چې دغه خبرې اترې به دافغانستان داساسي قانون اود تېرو شپږو کلونود ترلاسه شويو لاسته راوړنو په چوکاټ کې ترسره کيږي . ښاغلي کرزي دا هم وويل چې په همدې مو خه يې په کوردننه پراخې سلا مشورې پيل کړي دي .هغه وويل (( په دې اړه مې د ولسي جرگې،مشرانو جرگې ،جهادي اومخورو مشرانو سره خبرې پيل کړې دي. ددغو مشورو په لړ کې به معلومه شي چې بل گام به څه وي او په څه ډول له مخالفانو سره خبرې وشي .)) دارياناافغانستان تلويزيون خبري سرويس

ولسمشر کرزي په ډاگه کړه چې ددغو خبرو اترو په اړه يې دخپل وروستي سفر په ترڅ کې په آمريکا کې له يو شمير نړيوالومشرانوسره هم خبري وکړي اودجورج بوش په گډون يې د نړيوالې ټولنې د ملاتړ څرگندونه وکړه .

د ښاغلي کرزی ددې خبری سره چې دترهگرى سره پرمبارزه کې ئې ټينگارکړی  اوپه دغه هېوادکې دسولې اوبيا جوړونې لپاره دبهرنيو شتون اړين بولی زيات شمير هيوادوال موافق دی . خوکيداي شي دادښاغلي کرزي لخوادخپلومخالفينو سره دخبروپه وخت کې دايو شرط وگڼل شی . ځکه دټولوافغانانودمرحوم نجيب اله  هغه خبره ورپياديږي چې ويل ئې :که ددولتی خلاراشی اوبېله دينه چې دواړی خواوي يوې موفقی ته سره ورسېږې  ددولت پرېښودل به دکابل په ښارکې دمختلفودلوترمنځ دقدرت پرسرجگړه کې به دوينوويالې وبهېږی همدا سي هم شول ،يوازي دکابل په ښارکي تر ۶۵ زره زياتودکابل ښاريانوژوند دلاسه ورګړ اودکابل ښارکنډوالي ددوي ددغې جگړې روښانه بېلگې دی .دادی تر اوسه مختلفي ډلي دقدرت پر سرنه سره جوړېږی .که چېري بېله دېنه چې ټولي مخالفي اوپه جگړه کې ښکيلې ډلې يوه توافق ته سره ورسېږي اوددې توافق دپلي کېدولپاره دنړيوالو سازمانولخواتظمين وشی،دملي تفاهم اوملي پخلاينې پر اوصو لونوې دولتي داسي اداره چې دافغا نستان عام ولس ته دمنلووړوي جوړه شي دابه اساسي خبره وي  په هغه لهظه به دبهرنیو پوځی ځوا کونودوتلو مسله مطرح اوپلې کيږې .

مگردسپتمبرپر ۳۰ نيټه بيادطالبانووياندقاري يوسف احمدي بي بي سي ته ويلي دي چې طالبان به ترهغۀ له حکومت سره خبرې اترې ونه کړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي .

 اوس ددولت دمخالفينولخواددې شرط وړاندي کول دامعنا لري چې نه غواړي دسياسي حل په منظور دخبرو لپاره حاضر شي .اوس دطالبانولخواله حکومت سره دخبراومذاکرودپيل لپاره داخبره چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي دمنلو وړنده .

دافغانانوتر منځ لادښاغلي کرزی لخواددولت مخالفينوپه ځانگړې توگه ملاعمر اوگلبدين حکمتيارته دخبرو لپاره دبلنې پر سرتاوده بحثونه روان وه،اوسره له دې چې مخکې هم دمتحدو ايالاتو په گډون دځينو لوېديځو  هېوادونو استازو په ډاگه کړې وه چې د افغانستان د روانې ناکرارۍ حل له پوځي لاره نه شي کېداى . دوى داهم ويل چې افغان طالبان دسولې په پروسې اودولسواکۍ له لارې په اوسني سياسي بهير کې هم ورگډېداى شي. ددې پرځاي چې دطالبانو اوگلبدين سره خبروته دبلنې په خاطر دسولي اوملي تفاهم دارزښتونوتبلېغات پيل شوي واي  په مختلفونومونوپه کندهار ،هلمند اوروزگان کې دبهرنيوپوځی ځواکونوغښتلی عملياتي کمپاين  پيل شو.دحکومت اوطالبانوترمنځ دخبرو اترودوړانديزسره يوځاي دنړيوالوځواکونولخواپو ځی عملياتو زور واخيست دټولوافغانانواودمسلئ دڅېړونکو سره ئې يو شمير پوښتنې راپيداکړې . ډيردا پوښتنه کوي چې دا ډول حرکت اوپه شدت دعملياتوپيل ممکن د مرموزغبر گون  ماناولري ؟کيداى شي دکرزی لخواوړانديزونه دنظرياتودمعلومېدوپه خاطر شوی وي ،اوياپه افغانستان کې دملي پخلاينې پر بنسټ جوړشوي حکومت سره په بهرکې نړيوال زبرځواکونه علاقه ونلري ،اوتنهابه افغانستان ته دتروريزم دجرړودايستلوترنامه لاندي راغلي وي خونوري موخی به لري ؟

ډيرپدې  باوردي چې پوځي عمليات کولى شي دحکومت اومخالفينو ترمنځ پراحتمالي خبروناوړه اغيزې  وښندی . زه فکرکوم چې که دا حرکت دکرزي دسولې وړانديزونوسره دمخالفت په معناوي  نړيو الې ټولنې په دي بايد پوه وي چې دجگړايزوهڅواوفعاليتونوله لاري دافغانستان دمسلي حل اوپدې هيوادکې دايمی ټيکاو راوستل ډيرستونزمن برېښي .دالاره به ډيره اوږده اوله تلفاتوسره مل وی  .زماپه اند ترنورو زيات بهرني ځواکونه سولې ته اړتيا لري، ځکه د جگړې دروند مالي ،مادي اوبشری بارددوى پر اوږو دى .

ښه به داواي چې دپاکستان او ايران سره په تفاهم کښي ددواړوخواترمنځ دښه نيت اوباور د رامنځته کيدو لپاره بايد چې دلومړي گام په توگه د يو بل په وړاندې د پوځي عملياتو څخه لاس اخيستل شوی واي  اودخبرو تر وروستیو پايلوپوري عمومی ډزبند اعلان شوی واي .

نه پوهېږوچې ولې دټولوسوله ايزوتلاښونودپيل سره جوخت ناڅاپۀ،په مرموزه توگه دمخالفينواودکرزي دوړانديزپه هکله دنړيوالونظرياتو(( ۳۶۰)) درجې تغيروخوړاوطالبانوهم دخبرولپاره دبهرنيوځواکونو دتلوغيرعملي شرط مطرح کړ؟ سوال دادی کله چې نړيوالي ټولنې دکرزي له دې وړانديزڅخه چې دطالبانواوگلبدين سره دخبرواترولپاره تياردی ، اوڅرگنده یې کړه چې حاضردي چې دوي ته په دولت کې ځاي ورکړي ، هگه وخت ولی دملگرو ملتو دسازمان په گډون ټولوله يوه سره ددې وړانديزنه هرکلی وکړ؟هلته دتورلست خبره هيچانه کول ، سره لدې چې داتورلست شپږ کاله وړاندي جوړشوی و.اونه دښاغلي کرزي وياند همايون حميد زاده  دکرزي خبري اوبلنه دا ډول تعبيرول چې اوس ئي تعبيروي .عجيبه اوسوال برانگېزه خولاداده چي خپله کرزی صاحب هم چوپ شو. هغه خپل وياند ته نه وايي چې زه په خبرو پوهېږم چې څه ووايم اوڅنگه ئي ووايم . ددي ټولونوونظر ياتواوغبر گونو څخه دانتيجه لاس ته راځی چې دافغانستان په اړوند په نړيوالوحاکمومحافلوکښي داکتوبرله لومړی نېټې نه وروساته کوم اساسی بدلون راغلی دی ،داچې ددې بدلون پايلي به څه وي تراوسه هيچاته ندي څرگندي .

داکتوبرله لومړی نېټې نه نړيواله ټولنه داسي وايي  :

په افغانستان کې دملگروملتودسازمان دسرمنشي ځانگړي استازي ((ادواردس ))داکتوبرپه لومړي نيټه په يوه خبري ناسته کښي څرگنده کړه که طالب دخبرولپاره تيارهم شي زه فکرنه کوم چې ددوي ديوشميرکسانونومونه دې چې دامنيت شوراپه تورلست کې ليکل شوی دي،له هغه  لست څخه پاک شي .هغه وويل دنوموړی لست څخه دنومونوايسته کول دامنيت شوراپه واک اوصلاحيت کښي دی . هغه وويل پدې تورلست کښي داسامه  بن لادن ،ايمن الظاهرى،ملامحمدعمر،مولوى متوکل ، ملا ضعيف ،گلبدين حکمتيار اودالقاعدې دسازمان اوطالبانودډلي زيات شميرکسانو نومونه شامل دی .  پژواک خبرياژانس
جالبه ده ؟ تاسو ورته متوجه شی داخبري
په داسې حال کې راپيداشوې چې ښاغلي کرزي ملاعمراوګلبدین حکمتیارته دخبرواوسولې وړاندیزکړی .

ښاغلي والتر هم پخپلونظرياتوکښي اوښتون دخبرنگارانوسره شريک کړاوڅرگنده ئې کړه چي (( دمذاکراتو کچه نه بايدډيره کښته راشي )) داسي ئي څرگنده کړه چې دکرزی لخوانومول شوکسانوسره دخبرواتروسره مخالف دی . دآمريکادبهرنيوچارودوزارت له دغه نظر سره چې دطالبانوسره دخبروملاتړ کوي ،مگروايي دافراطيونوسره خبري ممکن بې فايدې وي . تراوسه له افراطيونوسره خبري ندي پيل شوی دوي ئي بيا بې فايده بولي . آمريکاږغ اشناراډيو

 داسي ويل کيږي چې دکابل په ښارکې ددوځان مرگی بريدوترسرته رسېدو وروسته دخلکو اوبهرنيو رسنيودگوت نيونی په پايلو کښي دطالبانوسره دخبروپه اړوندنوي تغيرات اونظريات رامنځ ته شوه . داځل بياهغوجگپوړوچارواکوچې ويل ئي دکرزي اوطالبانو ترمنځ دخبروملاتړ کوي ،پدې اعلان سره چې د۲۰۰۷ زکال داکتوبرپر دوهمه ديونامادوياندد ادریان ادواردز لخووشوچې دملاعمر اوحکمتیارنومونه دهغه لست څخه چې دامنيت شوراد((1267 )) لمبر ليک له مخی جوړشوي هيڅوک نشي ليري کولاي داڅرگنده کړه  . اودآمريکاپوځ  هم يوبل لست چې په هغه کښي د((۱۲))نفرونومونه شامل دی اعلان کړ اودخلکونه ېي وغو ښتل چې که دهغوپه هکله دوي ته خبر ورکړی اويائې له منځه يوسی،اوکه هرچاداکاروکړ آمريکابه تر دوسوه زره امريکايي ډالروپوري جايزه ورکړي .

 داکتوبرپر لومړي نېټه  (( تلگراف))نومی معتبري انگلسي ورځپاڼي  د(( دترورسره صلح ،هيڅکله )) ترنامه لاندي په خپله سرمقاله کې دکرزی لخوادخبرولپاره ملاعمر اوگلبدين حکمتيارته بلنه انتقادکړئ ،ليکی : ((کرزی  دخپل حاکميت دپراختياتوان نلري ،په همدې خاطر زموږپوځ  په افغانستان کښي پاته دی . له کرزی سره زموږ مرستي بايدپدې پوري تړلي وي چې کرزی څومره دطالبانوسره دجنگېدوعلاقه لري .

دگاردين ورځپاڼي هم داکتوبرپر ددهمه په خپله سرمقاله کې د((دطالبانودوباره راتگ؟)) ترنامه لاندي ليکې   : ((که چيري طالبانوته دافغانستان په دولت کې ښه راغلاست وويل شو،دابه دليبرال مداخلې دتيورئ  يوخارق العاده سياسي ناکامی وشميرل  شی  )).

دВрмя Новости ((ویرمیا نووستی)) مسکوچاپ ورځپاڼه کې د((ارکادي دوينوف )) په قلم ليکل شوی د((کرزی دطالبانوسره دلېدنی زيات علاقمند دی )) ترنامه لاندي  لويه سياسي تبصره کي ليکي  : ډيلي تلگراف بريتانوي ورځپاڼي خبر ورکړی چې دطالبانودخپل قانون هغه وريانت چې دمذهبی شورالخواچې ملاعمر ئي مشردی په ۲۰۰۵ زکال کې تصويب شوی وودسپتمبرپه مياشت کښې خپورکړ. ليکوال دې قانون ته په گوتنيونې سره وړاندي وایی ،په مسکوکښي دکرزی سوله ايزوفعاليتوته دشک په سترگه کتل کېږي ځکه په ساده ډول سړئ ويلاي شی چې ((ښه طالبان اصلأ وجودنلري)).دروسيې يوجگپوړی ديپلومات  دوريميانو وستی دورځپاڼي سره په مرکه کښي هغوي ته وويل ((دافغانستان جمهور رئيس کاملأ حق لري په هيواد کښي دراپيداشوی کشالي اوپرابلم دسوله ئيزحل لاري ولټوي  ترڅوپه هيواکې اختلاف پاي ته ورسېږي .هغه کولاي شي ځانته پخپله اجازه ورکړی  چې دملاعمر سره ليدنه وکړی ،موږدهغه دغه حق ته داحترام په سترگه گورو. هغه زياته کړه ،کله چې کرزی دغه خپل سيال ته په دولت کښي ځاي ورکړی ،هغه پدې کار سره دملگروملتو د سازمان دامنيت شورا((۱۲۶۷))پرېکړه ليک پخپله ترپښولاندي کوی . دهغه پرېکړه ليک پر اساس دطالبانو دغورځنگ ټول ټول فعال غړی دبنديزونو(تور) په لست کښي شامل شوی دي .دوي بايد دنژيوالوجنايت کارو په څير ونيول شی . دروسیې ديپلومات داسي فکر کوي چې ممکن کرزی موخه ددې وړانديزنه داوي چې دطا لبانواونړيوالي ټولنی غبرگون ځانته څرگند کړی .

مسکوبه پدې نامه چې گويااوس ئي ددولت  له مخالفت  څخه لاس اخيستی دافغانستان مشرتابه اوځيني غربی هيوادونه هم له هغوي نه  ملاتړ کوی ،له تور لست څخه ديوشمير طالبانودنومونودايستلوسره مخالفت وکړی . پدې  ډول به مسکو يوازنۍ هيوادپاته کېږي چې اجازه به ورنکړی  دعبدالحکيم منيب نوم چې دوه کاله وړاندي دکابل لخوادروزگان والی وټاکه له تورلست نه وايستل شي. په اغلب گمان هغه دطالبانوپه اداره کښې  ئي مقام درلود.

دهند دبهرنيوچارو وزير ښاغلي  موکرجی  په دولت کې دطالبانودگډون په هکله خپله نا ارامی ښکاره کړېده ،هغه څرگنده کړه چې داکارممکن دنړيوالی ټولنې پرملاتړ منفي تاثيرات وښندی .

دجمهور رئېس مرستيال  حميدزادهدميزان پر ١٠ تاريخ  په يوه خبري ناست کې وويل : (( طالبان يک گروه واحد نيست که رهبرى آن به عهده ملا عمر است، ممکن ده ها گروه ديگر ميان آنها وجود داشته باشد که افکار مختلف دارند. ))

 بلې ! ممکن تر يوه حده داسي وی .مگردولت دادنده لري چې هغوي وپېژنی ،هره ډله يومشرلري اود مشرانو سره ئي اړيکې ونسي اودخبرو ټغرته ئي راوبولي . ستونزه پدې کښي ده چې تر اوسه دولت دمخالفينوسره دخبرومعين پروگرام اومعينه طرح اوستراتيژی نده وړاندي کړې چې  دهغې طرحی پر بنيادقضاوت وشی چې څوک ملامت دی .په هيوادکې دسولي دخبروپيل ته دمخالفينو رابلل دژورنالستانوسره په هغو ناستو کې چې دمختلفوموخولپاره جوړی شوی وي کومه جدي بڼه نلري ،داهوایی خبري دي په هواکې پاتېږي . اوس مخالفين دسياسي اوپوځی ځواک په توگه مطرح دی ،دوي دی چې هيوادنی سوله ئي له گواښ سره مخامخ کړېده ،دوي دی چې غواړي داحاکميت چپه اوخپله واک واخلی .،بهرنيو اړېکواوملاتړنه برخمن دي . داکتوبرپر څلرمه په پارلمان کې ددفاع وزير دخپلو ځوابونوپه لړ کې څرگنده کړه چي ((يک تعدادکشورهاکه نميخواهم ازانها نام ببرم کمک هاي خودراباطالبان ازديادبخشيده))  دآزادی راډيو.

پدې حالت کې ماشوم هم پدې بايد پوه وي چي ددغې مسلې دحل لپاره چي اوس ملي بڼه لري  ،په ملي کچه دمصالحې پروگرام  دپوهواوباتجربه کسانوپه مرسته جوړ اودهغه پر بنيادمخالفين خبروته راوبلل شي  .

همایون حمیدزاده په خبرناست کې ژورنالستانوته داهم وويل (( در بین طالبان گروه های موجود است که می خواهند به پروسه مذاکرات صلح، به دولت بپیوندند و اما تحت فشار سازمان های جاسوسی و نظامی خارجی نمی توانند اراده خود را آشکار سازند. دهغه ه په وينا،چندین نفر است بنام سخنگوی طالبان که با مطبوعات به تماس می شوند و نمایندگی از گروه های مختلف آنان را می نمایند . عین کسی که نامش گرفته می شود در مرحله اول ابراز آمادگی و استقبال از مذاکره می نماید و فرد دیگری با آواز متفاوت روز دیگر تیلفون می کند و می گوید ما پیش شرط داریم که آن خروج نیروهای بین المللی است .  مگرد افغان ولسمشر په ټينگارسره دا خبره کوي چې هيڅوک دې اوس مهال له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه نه کوي . ولسمشر کرزى وايي له هيواده د بهرنيو ځواکونو په وتلوسره به يو ځل بيا،په افغا نستان کې د ١٩٩٢ کال پيښې تکرار شي چې ولايتونه، ښارونه او واټونه د ډلوترمنځ ويشل شوي و او کور په کور اوکو څه په کوڅه جگړه و ه. په دې ډول، پايله دا را وځي چې دحکومت او طالبانو ترمنځ احتمالي خبرې اترې لاهم له سختو ننگونو سره مخامخ دي چې که پيل هم شي نو ډير وخت ته به اړتيا وي . د چارو يوشمير شنونکي داخبرې هغه مهال شونې بولي چې ددوى په وينا حکومت اوطالبان دواړه دې د مخکيني قيد اوشرط پرته دخبرو اترو پر ټغرکښيني. سهارپه خير ويب سايټ

   حمید زاده وايي : ((دروازه مصالحه و مذاکره بروی آنعده از طالبان باز است . آنان که فرزندان افغانستان هستند و دست شان بخون مردم آلوده نیست و برای کسانیکه حملات انتحاری را انجام می دهند دشمنان سرسپرده مردم و ملت افغا نستان هستند، راه برخورد با آنان راه نظامی و مسلحانه است که دولت افغانستان باتمام نیرو وتوانایی خود با همکاری نیروهای بین المللی، همراه آنان برخورد خواهد کرد.))  جالب سياست  موږ افغانان خوداسي فکر کووچې پدغو ټولو عملياتوکښې هغه ډلي لاس لري اودوي ئي مسوليت هم پر غاړه اخلي چې په طالبانوپورې اړه لري اوملاعمر دځان مشر بولي . که داسي نده نودغه طالبان دچي دکرزی صاحب وياند ورته ((فرزندان افغانستان )) وايي ولي له مطبوعاتوسره تماس نه نيسي ؟افغانانو اونړيوالوته نه وايي چي موږپوځی عمليات نه کوو،خو ددولت مخالف يو،اوس غواړو له دولت سره خبرې وکړو.قيصه داسي نده لکه چې داښاغلی چې یې تحليلوی اوياژورنالستانو ته وايي .داچې  په هيوادکې بې امنی ده لامل ئې دگلبدين حکمتيار اوملاعمر اخوند ډلې دی ،له دوي سره بايد خبري وشی اوسولی ته راوبلل شی .

حمید زاده صاحب  دکرزی لخوادنوم په يادولوسره دملاعمر اوگلبدين حکمتيارته دخبرو لپاره دعوت  په غولونکې بڼه  تعبيروی وايي  : ((. . . هدف از یادآوری ملا عمر و حکمتیار توسط رییس جمهور این بود که آنان اصلا آدرس ندارند و آنان ناجوانمردانه مردم افغانستان را موردحمله قرار می دهند.))  شبکه اطلاع رساني افغان

دوياند صاحب دغه خبري  اصلأ منطقي ندی اوداتعبير یې هيچاته دمنلووړندی .هر اورېدونکی اولوستونکی پدې ښه پوهېږي چې کرزي څه ويل اونطاق یې څه وايي ؟ښاغلی کرزي په پښتواودري  دواړوژبوتکرارکړه چې (( دولت حاضر است با آنعده از طالبان  افغان ومخالفين دولت  به شمول اشخاص بالايى آن چون ملا عمر و گلبدين حکمتيار اگر خواهان تامين صلح در افغانستان اند، مذاکره نمايند. کرزى افزود که اين اشخاص مى توانند در صورت خواست خود در قدرت سهيم شوندو يا براى بدست آوردن حکومت و قدرت به شکل آزاد در انتخابات اشتراک نمايندوخودرا کانديد سازند . ))

خوښاغلی کرزی د دوهم ځل لپاره د طالبانوداشرط چې موږ هغه وخت خبروته حاضريوچي بهرنی پوځيان ووزي ردکړهغه په هغه خبري کنفرانس کې چې دميزان دمياشتي پر۷ نيټه جوړه شوې وه پداسي حال کي چې دخپل سفر پايلي بيانولې وويل: (( اگرآنها مى خواهند خارجى برآيد،خارجى راما نمى مانيم که از افغانستان برآيد تا سرک،آب ،برق ، اردو،پو ليسونظام ما بهتر شود.به گفتۀ رئيس جمهورکسانى که خارج شدن نيروهاى خار جى   رااز افغانستان مى خواهند، براى کشورهايى کارمىکنندکه آرزوى اشغال افغانستان رادرسردارند. ))پژواک خبري اژانس

مگر دښاغلی کرزی وياند داخبره داکتوبرپر دوهمه  يوځل بيادزادی راډيوسره تکرارکړه وئې ويل چې ((دکرزی هدف داووچې ملاعمر اوگلبدين حکمتيارادرسونه نلري اوناځوان مردانه انسانان وژنی )) آزادی راډيو

جالبه خوداده چي ډله ايزي رسنۍ يوځل دښاغلي کرزی خبري ږدې چې خلک ئي واوری اوبيادهغه دنطاق غير معقول اوغولونکي تعبير ،داسي تعبير کول دسړي هغه خبره  راپيادوي چې وايي ((ولی دکالوسره په سترگو راننوزې )) .

زه نه پوهېږم چې دښاغلی کرزي اودهغه دوياندله متضادوخبروڅخه گران لوستونکی کوم تعبيرکوی .زه پدې باوريم چې دښاغلی کرزی دوياند ويناهرومرودنړيوالي ټولنی اويايوشميرهيوادوتر سياسي فشارو دپايلو انعکاس دی  .

دامريکا ،انگلستان اواروپايي ټولني  ددې لپاره چي په رښتيانۍ بڼه پر پاکستان اوايران اوپه ځانگړې توگه دپاکستان پر اردو اودڅارگری ادارې پر جنرالانوفشار راوړی اودپرويزمشرف په گډون  هغوی مجبورکړئ  چې  دافغانستان سره ددښمنۍ نه لاس په سرشی ،کله چې په افغانستان کې دننه دپخلاينې لپاره کار پيل کېږي هغه کاروان په ډبروولی اوپه مختلفوبهانوورته خنډونه پېښوي .

يوپښتومتل دی وايي : ((مځکه هغه سوچی چې اورپر بل وی ))

درنو هيوادوالو!

اوس زموږاوستاسو،خويندی ،ميندی ،لوي او واړه دخپلواوپرديوتروژونکواوډارونکومرميولاندي ژوند سباکوی ،اوس زما اوستا وطن ورانېږي ،اوس زه اوته پردوته احتياج يو،اوس  ټول دواک خاوندان ما او تا زوروی ،دوي په بلډنگونوکې اوسی ما اوتاته وايي جهادوکړه ،عربان هم په مااوتاسياسي اسلام گټی ،دوسلو دفابريکوخاوندان زموږپه هيوادکې دخپلوجوړوشويو وسلوورانوونکي قوت آزمويي ،دپاکستان ،ايران  دولتي چارواکي اوپه سيمه کې يوشميرنور افغان دښمنه زبرځواکونه  په موږخپل ټاټوبی په يوه اوبل نامه ورانوی  ،په يوه خبره زموږ هيواددپردولخوادټولوانساني ضدکړنودسرته رسولواوپلانونودپلي کولولپاره بهترين  سياسي اوپوځی لابراتواردی . ددې لپاره چي له دغوراپېښوبدمرغيونه ځان  بېله زورآزماينې  ،وژنې او ورانۍ څخه خلاص کړوڅوټکوته دپام اړونه اړينه بولم :

۱ / له هغې ورځئ چې ددولت اومخالفينوترمنځ جگړه پيل شوې  په هيوادکې ټولوروڼ اندواوعاموخلکوددغه تاوتريخوالی سره مخالفت کړی . له دولت نۀ ئي غوښتی چې پر خپل ولس رحم وکړی اودزورونکولاسونه لنډ کړي ،له بهرنيومرستونه دهيوادوالو دښېرازی اوبياجوړونې په برخه کښي استفاده وکړی  اودټولوهغوناخوا لومخه ونيسي کوم چې دافغان ولس دازارلامل گرځئ .متاسفانه تر اوسه ددولتي چارواکوغوږونه کاڼه دي  .له مخالف اړخ نه  هم په وار وار غوښتنه شوې  راشی له پرمخ تللو ولسونونه ئي زده کړوچې دولتي حاکميت څنگه ترلاسه کېږي ،که ټول دولت فاسد نه وي کيداي شی دسياسي فشاروله مخی جگپوړی مجبورشی دولتي اداره له ناوړه کسانوپاکه کړي ،اوکه په لوړکچه ټوله اداره فاسده وي کيداي شي دټول ټاکنو له لاري دفاسد دولت پرځاي معقوله اداره جوړه شي . ترکومه ځايه چې په افغان وژنه اودافغانستان  په ورانۍ کښي دگاونډيانو اويو شميرسيمه ايزوحاکمانوگټی رانغښتی دي ،هغوزموږپه منځ کښي دتنظيم ،سياسي سازمان  اونورونومونو زموږ دملي گټوپر خلاف زموږيوشمير هيوادوال غلطی او ورانونکی لاري ته هڅوي ،هغوي ته وايي جگړه دقدرت دترلاسه کولويوازنی لارد.مگرپه خپلو هيوادوکښي بياښه دی که بد ټول ټاکنوته مراجعه کوی .

۲ / تر کومه ځايه چي دهرچامخ لومړی دولتي مشرتابه ته اوړي ځکه دولتي مشرتابه کورنی اوبهرنی زيات امکانات لري ،له دولت څخه  به دافغان ولس غوښتنه داده چې :

الف : جگړه دمسلې دحل لاره نده .بهرنيان به هرڅه وايي موږبايد په خپل هيوادکښې ددايمی سولي اوثبات لپاره شراېط برابرکړو.دې موخې ته درسېدولپاره موله حکومت ،پارلمان ،دقومونودمشرانو،مذهبي ملايانو، محلي قوماندانانو،روڼ اندو،سياسي ښيواوکېڼوگوندونو،ډلواوسازمانوڅخه غوښتنه داده چې پدغو حسا سواوپېچلوشرايطوکښي چې زموږهيواد اوهيوادوال دبربادی په لوردرومي خپلې ټولي خوابدی ،سياسي ،مذهبي اوقومي دريځونه اوگټی شاته پرېږدی .يوازي اويوازي دوطن نجات ،په هيوادکې سوله ،ملي تفاهم اوپخلاينه خپل ورځنۍ  شعاروگرځوی .

ب / دولتی مشرتابه بايدپه پراخه حوصله اودملت په مقابل کښي دمسؤليت داحساس په درکولوسره سمدلاسه ددولتي ساليمي ادارې دجوړيدولپاره لاس په کار شي .ديوه ځانگړي گډي پرېکړی  له مخې چي (دحکومت ،ملي شورا،ستري محکمی  اوسياسي ډلوداستازو) لخوافيصله شوې وي  دټولواداري فسادوپر خلاف ملي جهاد اعلان شي . دخلکوټولوعادلانه اوپرځاي غوښتنواوپوښتنوته ډير ژرځواب وويل شي اودټولو نا خوا لو پر خلاف دټولوهيوادوالوپه مرسته اوگډون  ملي مبارزه اعلان اوپلې شي .

ج/ تر کومه ځايه چې زموږ په هيوادکې دټولنيز ،قومي ،ژبنی ،مذهبي اوسياسي ملحوظاتوپېځلیي جوړښت اواړيکوپه نظرکې نيولوسره دملي پخلاينې پروسه پلې کول دنړی دنوروهيوادوپه پرتله يوڅه پېچلې ،له ستونزو،کړاونوسره ملگرې ،ډيرې لويي حوصلې اوتيرېدوته اړتيالري ،پرځاي به وي چې دملي تفاهم اوملي پخلايني لپاره ديومعين ميکانيزم  اوپلاتفورم پربنياددافغانستان اونړيوالوتجريبوڅخه په استفادې سره سنجول شوی اوعملي پروگرام اعلان اودهغه دصادقانه پلې کېدولپاره دټولوملي اونړيوالوگټورواوعملي امکاناتوڅخه پراخه استفاده وشي .

د / دټولوخوابدواړخوترمنځ په لومړی سرکې په جلاجلاتوگه خبری پيل اوپه وروستی تحليل کښي ديوي پراخې ملي غونډي په طرڅ کښي ټولوناخوالواوخوابديوته په اسلامي ،انسانی اوافغانی هوډدپاي ټکئ کښېښودل شي .

دپخلاينې په خبروکښې هيڅ بل شرط بېله دېنه چي په هيوادکې سوله څنگه تامين اوټولنيزعدالت راوستلوته لارپرانيستل شي نه بايد مطرح وی . زه پدي پوره باورلرم که دواړي خواوي له افغاني جرات ،پاک احساس ،د وطن اووطنوالوسره دميني په روحه يودبل ږغ ته لبيک ووايي اودهيڅ پردی دوست هغه خبروته  چي دبيلتون اوتفوق غوښتنی بوي ځينې پروته کېږي غوږونه نيول شي ،ډير ژربه دملي پخلاينی پروسه پلې شي ،زموږ هيوادبه دپردوله غلامی اولاسوهنونه نجات ومومی .

که چيږي داپروسه بريالی پاي ته ورسېږي  دملي پخلايني په عمومی يالويه غونډه کښي بايد دپرېکړي يوه ماده کښې له پرديوپوځی ځواکونه  څخه دافغانستان دپرېښېدوغوښتنه وشی .

په همدې لويه غونډه کې بايد دپخواني تفاهم پر بياددنوي حکومت تشکيل اعلانشي .ددي لپاره چې دپرديوله تصادفی خطراتواولاسوهنوڅخه په امان کې پاته اوسودهمدې ملي لوېي غونډي دپرېکړوپه اساس دپخوانۍ اردوله افسرانوته په نوې ۍوړېدونکې ملي اردوکې دخدمت ،اوپه بهرکي له ټولوکارپوهانوڅخه غوښتنه وشي چي دملي پخلاينې دلويي غونډي پرېکړوته په درناوي اومنلوسره سمدلاسه خپل هيوادته راستانه  اوهر څوک دخپل استعداداوعلمی توانايي له مخي په کاروگمال شی . ددې لپاره ځي ټول ډاډمن وی په دې لويه غونډه کې له پيل نه بيادغونډی تر پاي پورې دملگروملتو،امنيت شورا،اسلامي کنفرانس ،اروپايي اتحاديي ،چين ،روسیې ،جاپان اوکاناډاهيوادوجگپوړي استازي گډون ولري اودملي پخلاينې دلويي غونډئ دپر يکړ و  پر پلې کېدوباندي دهمدغويادشووهيوادو اوسازمانوداستازو څخه جوړي کمېټې پر غاړه واچول شي .

دپرېګړی وروستئ ماده بايد داي چې نورپه افغانستان کې دټوپک اوياپرديوپه زوراومټ دولتي قدرت ته رسېدل ملي خيا نت  اونړئ ته دمنلو وژندی .دي افغانان ټول بايدپه يوه اوازداسي ډلې ته چي غواړي بياد خلکو دژوندپه قيمت واک ته ورسېږي مخه ښه ووايي . 

راشی ملي تعقل اوافغانی وجدان ته مراجعه وکړو،دزوراوټوپک په استعمال کلي نه کېږي . افغانان داوړتيالري چي يواوبل ته سره تير شي .دپښتنودسترمشرمرحوم غفارخان پدې خبره به ئې پاي ته ورسوم چې ويل به ئي :

((راځی يوکېږوکنه ورکېږو)) .  پاي  د۲۰۰۷ زکال داکتوبر پنځمه مالمو سوېډن دشپې يونېمه بجه

........................................................................................................................

يادونه ددې ليکنې لپاره دلاندي منابعونه استفاده شوي ده:

۱ / دآرياناتلويزيون خبر سرويس

۲ / دبې بې سي راډيو اوپښتودري ويب پاڼه نه .

۳ / دآمريکاږغ اشنا راډيو اودآمريکا(اشناټيوی) .

۴ / دآزادی راډيوخبري سرويس اوسياسي تبصيرې .

۵ / دالمان ږغ راډيوپښتو اودری خبري سرويس.

۶ / بينوا ،ټول افغان ،۲۸داسد ،دعوت ،غورځنگ ،سهارپه خير پژواک شبکه ئي اطلاع رساني افغانستان اوآزمون ملي ويب پاڼونه .

۷ / ريانوستي

۸ / ايترتاس

۹ / ورېميانووستی

۱۰ / افغانستان .رو

۱۱ / کميرسانت

۱۲ / د۲۰۰۷ کال له مختلفومنابعو څخه دراټول شووشخصي ياداښتونه .

 

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵۷       اکتوبر       2007