کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

د نوميالي افغان ليکوال ښاغلي اکرم عثمان

د اويايمې کليزې په مناسبت

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام


 

د 2007 د اپريل 17

جرمني ، د فرانکفورت ښار


 

د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د نامتو ليکوال ، علمي ، ادبي او اجتماعي شخصيت ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان د اويايمې کليزې جشن د يو شمېر فرهنګي مرکزونو له لورې نيول کېږي او په تېره بيا د کابل ناتهـ وېبپاڼې له لورې ورته يوه ګڼه ځانګړې کېږي .


 

ښاغلی ډاکټر عثمان د هېواد له وتليو او پياوړيو ليکوالو څخه دی او که افعانان د مهاجرتونو او پردېسيو پر دغو اوږدو رنځونو نه وای اوښتي ، داسې مناسبتونو به اوس د ټول وطن په کچه د جشنونو او لمانځنو بڼه لرلای ، خو دا چې له دغو ناخوالو سره سره زموږ د نومياليو افغان ليکوالو او نورو فرهنګي شخصيتونو يادونه او لمانځنه کېږي ، په خپل ځای کې د ارزښت او ستاينې وړ کار دی .


 

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ، په داسې حال کې چې ډاکټر اکرم عثمان د ټول افغانستان يو ګډ افتخار ګڼي ، د هغه علمي او ادبي اثار د افغاني فرهنګ او ادبياتو په ډګرونو کې د سترو ارزښتونو لرونکي او د ژورو مفاهيمو ځلوونکي بولي .


 

موږ هغوی ته د اوږد عمر هيله کوو او اميد کوو چې اتيايمه کليزه يې ټول په ګډه ، خپله د هغوی په ګډون ، په خپل ګران هېواد کې په ولمانځو .


 

په درناوي


 

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنه

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷