کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 




 

د ډاکټر اکرم عثمان د اويايمې کليزې په وياړ :

 

 

هغه ليکوال چې ليکنې يې له کرکې او دښمنۍ پاکې دي !

 

د افغانستان د معاصرو ادبياتو د بهير د صميميت او اخلاص نښه ، دا دی اويا کلنه شوه ، دغه کليزه دې ټولو ته مبارکه وي .

 

 ډاکټر محمد اکرم عثمان داسې يو ليکوال دی چې د قلم څاڅکي يې د اخلاص ، صداقت او صميميت پر پاڼو پرېوتلي او په دې توګه يې د معاصرو افغاني ادبياتو ډېرې ښکلې او په زړه پورې بېلګې وړاندې کړې دي .

 

د ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان شخصيت او ليکنه او قلم دواړه اړخه د افغانستان د معاصرو ادبياتو د پاملرنې وړ برخې دي ، په حقيقت کې دغه دواړه اړخه يو له بله سره نه شلېدونکي اړيکي لري . د هغه قلم لکه د هغه د شخصيت په څېر له مينې او صداقته ډک دی ، د هغه په ليکنو کې به د کرکې او دښمنۍ هيڅ نښه ونه ګورئ ، لکه خپله هغه ، چې کرکه ، دښمني ، نفرت او نفاق نه غواړي . همدغه ټکي د ډاکټر عثمان ليکنو ته داسې بڼه ورکړې ده چې د ټولو افغانانو د خوښې وړ دي ، د هغه د شخصيت او قلم د دغې ځانګړنې اغېز حتی د هغه خواږه غږ ته هم وررسېدلی دی ، د هغه اواز هم ( د وياند او ديکليماتور په توګه ) له همدې کبله پر ټولو ښه لګي او لکه د زړونو ملهم داسې دی .

 

په داسې حال کې چې د خپل دغه درانه ليکوال د اويايمې کليزې له امله خپله هغه ته او افغاني ادبي کړيو ته مبارکي وايم ، د لوی خدای له درباره هغه د ته د اوږد عمر دعا کوم او هيله لرم چې نور ډېر کلونه هم هغه په دې وتوانېږي چې همداسې لوړ او ارزښتناک اثار  خپلو خلکو ته وليکي .

 

په درنښت

م . زرين انځور

جرمني  ،  د کولن ښار

د 2007 د اپريل 16

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷