کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 


نيکمرغه دی وی ستاسی اويايمه کليزه
!

 


په ډيری خوشحا لی سره خبر شوم چی يو شميرپه فرهنګ مين افغانان دهيواد دنامتو ليکوال او نوميالی لنډه کيسه ليکونکی داکادمسين کانديد ښاغلی اکرم عثمان اويا يمه کليزه ديوه علمی اوادبی غونډی په ترڅ کی لمانځی.


زه فکر کوم چی اوس هغه دعلامه سيد جمال الدين افغان هغه ګيله چی ويلی يی وو چی په شرق کی اديب دژوند په وخت کی مړ دی اووروسته له مرګه ژوندی کيږی نوره له منځه تللی ده چی موږ يی په لسګونو مثالونه لرو چی موږ په ژوندونی هم د خپلو مفاخرو او مشاهرو یادونه او لمانځنه دهغوی په ژوندونی  کوو چی دغه ننی غونډه يی يو ډیر ښه مثال ګڼلی شو. ښاغلی اکرم عثمان يو دهغو نومياليو ليکوالو او افغانانو څخه دی چی بايد دهغه دعلمی او ادبی کارونو لمانځنه دهغه په ژوندونی وشی دهغه ليکنی او دهغه لنډی کيسی زموږ دهيواد دمعاصری لنډی کيسی ديری پياوړی او تلپاتی بيلګی جوړوی.


زه په خپله داستاد اکرم عثمان سره ډير نژدی پاتی شوی يم او هغه ډیر له نژدی نه پيژنم اوله هغه نه می ډیر څه زده کړی دی. زه دخپل ځان له خواد هغه د اويايمی کليزی د رارسيدو له امله دزړه له کومی مبارکی وايم او دژوند په لاره کی ورته د ډيرو بريو هيله کوم.


اوس همدومره
په ډيره مينه


افضل ټکور

لندن داپريل شپارلسمه2007  

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷