کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
بر !

پوهنمل رحمت ځواکمن
 
 

 راغلم تاته

راغلم تاته

سينده تاته

سينده تاته

سترګى برندى په شپو شپو دي

ټول خوبونه تښتيدلي

هلته پاس پسې غمجن يم 

هلته بر مې څوک يادېږي

هلته هلته

سينده هلته 

..............

وايم تاته  

 سينده تاته

هلته پاس نه چې راتللى  

او راکښته بهېدلى  

څه خبر څه ګونګسي وو 

چا څه نه ويل د ښکينيو  

چا زه هيڅ نه يادولم

چا هيڅ راز درته ونه وې  

چا هيڅ اوښکې لاهو نه کړى  

سينده ستا په تالاوونو

راته وايه  

راته وايه 

............... 

راغلم تاته

سينده تاته

په دې شنه سحر کې تاته 

چې له پاسه راروان ېې 

او له بره راتېرېږې

هلته بر پسې خفه يم

هغه بر مې ډير  يادېږي 

هغه بر مې خوب بېولې

هغه بر کې مې هر څه دي 

څه تراخه دي څه خواږه دي 

که هرڅه دي ټول دي هلته 

زړه مې هلته

خيال مې هلته 

هلته بر کې

خو له بره احوال نشته

هلته بر مې څوک يادېږي

سينده هلته

سينده هلته!!!

 

 

١٥-١٠-١٣٦٩

  پوهنمل رحمت ځواکمن

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۶       سال شـــشم           جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی        جنوری ٢٠۱۱