کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
هغه رښتيا هوا پلورلې وه؟!
طنز
پوهنمل  ځواکمن
 
 

د سړک پر غاړه روان وم، ناڅاپه مې لږ وړاندې په يوه ميداني کې په چا سترګې ولګېدې چې امسا يې پاس په هوا کې ګوډي پران ته ښوروله او پورته پورته الوت .لږ پښه نيولى شوم فکر مې وکړ کوم څوک به وي مستۍ به راخيستى وي او يا به يې ماغزه خراب شوي وي. په همدې فکر کې وم چې د ډبرو په ټولولو يې پيل وکړ او بيا يې په ګوډيپران وارونه پيل کړل، يوه ښه شېبه يې ټوپونه ووهل، وارونه يې وکړل، امسا يې ګوډيپران ته وښوروله او په لوړ غږ يې ورته بدورد وويل .خو چې ستړى شو او اخوا دېخوا يې وکتل نو سترګې يې پر ما ولګېدې او زما پر لوري راروان شو. ما غوښتل په خپله مخه ولاړ شم خو هغه راغږ کړ: ودرېږه! پوښتنه کوم ، له هغه وړاندې کلي سره څه وکړم؟ زه چې پوه نه شوم نو بيا مې په ذهن کې وګرځېده چې ځه خپله لاره وهه، دد به ماغزه خراب شوي وي هسې اوتې بوتې وايي. خو دى راورسېد او په داسې حال کې چې ساه يې په زوره زوره کښله، راته په ولي لاس کېښود او په بل لاس يې هغه ځاى ته چې پرې ګوډيپران ګرځېده خپله امسا ونيوه ويې ويل: هغه ځاى چې ګوډيپران په کې په سپين سترګۍ ټوپونه وهي او د هغه وړاندې کلي سپين سترګو کوچنيانو راالوزولى دى، زما کور دى. له ځمکې سره يې زما څه کار نه شته خو په هوا يي چې مچ تېر شي په ګولۍ يې ولم او راپرزوم يې ځکه چې اخير زما کور دى. پيسې مې ورباندې تللي، يو لک نه، دوه لکه نه، په لکونو، يوه شين خطې له لوټونو ډکه بوجۍ...! زه نور هم په چورت کې ډوب شوم خو ده ژر جيب ته لاس کړ او بيا يې وويل: وروره د درواغو خبره نه ده دغه دى د قوالې فوتوکاپي يې په لاس لرم. همدغه ځاى چې ګوډيپران په کې ټوپونه وهي د مکروريانو د دوه سوه درېيم بلاک د څلورم پوړ شپږ اتيايمه نومره پنځه کوټيزه کور دى چې د قلندرخان نه مې پېرودلى دى. ددې خبرې په اورېدو او د قوالې د فوتوکاپي په ليدلو سره نږدې و د هغه ګوډيپران په څېر د تعجب وزرونه وباسم او پورته والوزم، خو ژر مې پښې په ځمکه کلکې کړې او ورنه مې وپوښتل:

کاکا په دې خبره خو زما باور نه راځي چې قلندرخان ته دې تا په هسې هوا په لکونو پيسې ورکړې وي او بل دا چې که قلندر خان د مکروريانو د کور مستحق و  نو هغه يې بيا څرنګه پلورلى دى، هغه به ورته خپله اړتيا ولري او بيا ددې کور وداني نه ده مالومه، تراوسه لا دلته د مکروريانو نخچه په سترګو نه کتل کېږي نوتا څرنګه په هسې تشه هوا دومره پيسې ورکولې؟ سړى نږدې و چې ما هم د ګوډيپران په څېر په ډېرو وولي خو خپله حوصله يې پر ځاى کړه او راته يې وويل:

زلميه! ستا فکر خام دى ته په دې خبرو نه پوهېږې، قلندر خان قلندرخان دى، زه زه يم او ته ته يې! ډېرې خبرې دي. د مکروريانو د کورونو ځينې خاوندان خپل کورونه چې له دولت نه يې ارزانه لاسته راوړي دي اوس يې په ډېره لوړه بيه په تور بازار کې پلوري. په څه يې ځان ته کور اخلي او په پاتې نورو پيسود موټر او لوکس ژوند خاوندان کېږي، نوکله چې مکروريان دومره د ګټې وټې ځاى ګرځي نو نه شي  کېدلاى چې زه له قلندر خان سره دا ډول معامله وکړم او د مکروريانو د دوه سوه درېم بلاک د څلورم پوړ شپږ اتيايمه نومره هوا وپيرم؟!

 

٢٥-١٢-١٣٦٩ل

پوهنمل ځواکمن

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۵       سال شـــشم           جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی        اول جنوری ٢٠۱۱