کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

اسوشيت پروفيسور داکتر کبرا مظهری مايار
                        په پښتو ژبه د
داکتر شعور څو ليکنی

 
 

درنو او ښاغلو ليکوالو را بلل شوو ميلمنو او دغونډی مينه والو!

تر ټولو د مخه زه په کاناډاکې د افغانانو د فرهنګی ټولنی «مجمع فرهنگی افغانهای مقيم کانادا » کاراو زيار ته چې ددغې غونډی په جوړولو کې يې ښودلی په درنو سترګو ګورم او ورته کور ودانی وايم او مبارکی ور کوم او زياتوم چې:

هر ژوندی ملت د خپلو ژوند يو او مړو دواړ قدر کوی او هر مړ ملت نه د ژوند يو په قدر پوهيزی او نه د مړو په قدر.

      زه د شاعر او ليکوال قدر دانی اود هغه په آثارو چه ليکل او انتقادی نظر ور کول د شاعر او ليکوال په ژوند غوره ګڼم او په دغه عمل کې څلور ډير مهمی ګټی نغښتی دی چې په لاندي ډول سره ښودل کيږی.

لومړی: که چير ته د شاعر او ليکوال قدر دهغه په ژوند وشي شاعر او ليکوال  پخپلو خلقو او خپل کار باورپيدا کوی او دليا نورو ليکنو  دپاره هڅيږی او دخپل استعدادنه د ټولني او خلکو د روښانولو د پاره پوره ګټه اخلی.

دوهم: که چيرته د شاعراو ليکول په آثار انتقادی نظر ورکړ شی او په آثارويې نيوکی وشی، زه باور لرم چې شاعر او ليکوال  به د خپلي ليکنی او ادبی کار په نيمګړتيا و وپوهيږی اود هغي د سمون دپاره به هڅه وکړی. او داسی ګتور او ښه آثار به وليکی چې د لوستونکو ادبي او علمی تنده ماته کړی اود ټولنی د خلکو د فرهنګی غوښتنوځواب ورکونکی وی.

دريم: هغه غوښتنی، پټې غوټی او پوښتنی چې د ليکونکی له خوا په هغی رڼا نه ده اچول شوی او د راتلونکی نسل د پاره به شايد چې د پوښتنو سبب شې دشاعر او ليکوال په ژوند به هغه خپلی دغه نيمګړتياوي و مومی او دحل لياری به يې ولټوی اود راتلونکی ستونزی به پخپلو هلو ځلوسره هواری کړی.

 څلورم: د وطن نوی او تنکی ځوان نسل د څه ليکنی د پاره هڅيږی چی ګوری چې د شاعر او ليکوال کار او زيادته د هغه په ژوند او مړينه اهميت ورکول کيږی او دعلمی کنفرانسونو او سيمينارونو په ترڅ کې د هغوی د زيار او کار درناوی کيږی.

   البته د دغه ډول سيمنارونو او غونډو جوړيدل بايد رښتيني علمی شکل ولری نه نمايشی بنه چی هم جوړونکی او سازمان ورکونکی مرجع او هم هغه شاعر او ليکوال چې دهغه پر نوم ورځ لمانځل کيږی د خلکو د خندا او مسخره شی او يا ورځ د يو چا په نامه وی اولمانځل کيږی په کی د لمانځونکی خپل د نظر خاوند او خاص سياسی يا شخصی مطلب. 

په هر حال

- د ننی ادبي او فرهنګی غونډی اجندا او مقصد چی د ډاکتر اسدالله شعور د زيږيدني د ٥٥ تلين د لمانځنی په مناسبت د ښاغلي شعور د آثارو د بيلا بيلو ليکنو په باره يې د يو شمير ليکوالانو او ميلمنو د آزاد نظر او کره کتنی څخه عبارت ده  اود غونډی د هر ګډون کونکی د ليکنی سرليک د هغه په خوښه ټاکل شوی زما د ليکنی سر ليک دی « په پشتو ژبه د شعور څو ليکنی»

   شاعر او ليکوال د يوی ټولنی د سترګو مثال لري او يو عالم او متبحر څيړونکی د ټولنی د مغز او شعور پالونکی وی، همدا سبب دی چې موږه د ليکوال او شاعر ژوند د ټولنی د خلکو څخه بيل نه شو ګڼلاي ځکه چې شعر او ادب د يوي ټولنی د خلکو د ژوند سره مستقيمي اړيکي لري او يو شاعر او ليکوال  فطرتآ او ذاتآ د احوالو د تآثر او انفعال په مرحله کې نسبت نورو ته د قوي درک او دقيق تمثيل خاوند دی او بر سيره د درک په قوه د انعکاس قوه هم لري او کولاي شي چی انساني مشخص تا ثيرات نورو ته وليږدوی او هغوی آګاه کړی او په لوستونکی او اوريدونکی داسی اغيزه واچوی او پخپل واک کې يې ښکيل کړی چې لوستونکی او اوريدونکی داسی احساس کړی چې پخپله دی د ناوړو پيشو او ستونزو سره مخامخ دی او د خلاصون او سمون لياره يې بايد ولټوی همدا رنګه يو ښه څيړونکی او پلتونکی برڅيره په پوره حوصلی او لوړ دماغی طاقت بايد د لوړی تقوا خاوند وی او څيړنه او ليکنه يې د هر ډول غرض څخه پاکه وی، خصوصآ  د اجتماعي او سياسي مسايلو او د تاريخ په ليکلو کې بايد خپل شخصی اغراض او ايډيا لوژی داخله نه کړی او مسايل په پوره غور او امانت داري سره وڅيړی.

   د فيلسوف او مورخ ويل دورانت په عقيده: تاريخ ليکونکی او محقق يوازی په هغه هيواد پوری چې دی په کې ژوند کوی اړه نلری او يو رسالت لرونکی تاريخ ليکونکی د نړۍ د پراخی پوهنې د پيروانو له ډلی څخه دی چې په ټوله بشری نړۍ پوري اړه لری او د هيچا سره د دښمنی او پرديوالي سرحد نه منی او که داسی نه وی  اود حوادثو په پلټنه کې په حقايقو سترګی پټوی او د تاريخي څيړنی په وخت کې د سياسی هوسونو پيروي کړی د ژبنی او يا نژادی- دينی او مذهبی او يا د دښمنۍ او دوستۍ پر بنا ليکنه کوی- ليکنه يې بې ارزشته اود باور وړ نه ده او پخپله دی هم ددی وړ نه دی چې د څيړنونکی او مؤرخ  په نامه يې و نوموو اود څيړونکی، عالم او دانشمند صفات ورته ورکړو او په هغه څه يې وستايو کوم چې دی نه دی.

   زه ښاغلي شعور د ١٣٤٦ هجري شمسی کال نه را په دي خوا پيږنم چې د ښه استعداد، ښی انرژۍ او د پراخی حوصلی خاوند ليکوال دی، خو داخبری مې ځکه وليکلي چې ښاغلي شعور د هغو ليکوالانو له ډلی څخه شميرل کيږی چې خپل استعداد يې د تاريخ ليکنی په فن کې هم تجربه کړی دی او برڅيره په فولکلوری ليکنو هغه د موسيقی په برخه کې او همدا رنګه د کوچنيانو د ادبياتو ليکلو ته يې هم لاس غځولی دی او په دی برخه کې يې يولړ ليکنی کړی دی.

    ځينی لنډی کيسی، مقالی، نظمونه، شعرونه يې په پشتو ژبه ليکلي او د شعرونو ګډه مجموعه يې حبيب الله رفيع د شعرونو سره يو ځای د «فرياد» ترعنوان لاندی دی چی لا ندی خپره شوی. سربيره په پښتو شعرونو د فلکلوري  ليکنو په لړ کې يو لنډ شانته مضمون يې د افغانستان په جنوب کې د اوسيدونکو ځدرانو دواده په دودونو او سندرو ليکلي او یوه لنډه کيسه د «اوبو وړی هيله» تر سر ليک لاندی د ادبیاتو د پوهنځی د وږمی مجله خپره شوی ده.

  ډاکتر اسدلله شعور خپل د Ph.D  لوړ سند د افغانستان په شفاهی يا فلکلوری ادبياتو کې اخستی او يو چاپی اثر يې د «مفاهمه شفاهی و سير تاريخی آن در افغانستان»  تر سر ليک لاندی زما سره شته چې په نوموړی اثر کې ځينی د پښتو نظم پاړکی د ځينو خائينانو په نامه راغلی چې د ډاکتر شعور د نورو پښتو ليکنو په نسبت د پام او تامل وړ دی. او ددغه نظمونو د رښتيا والی کوم داسی باوری سند چې ښاغلی شعورورکړی هغه د ډاډ مسټټر ليکنه ده چې نيمګړتيا لری اود تحقيق او څيړنی د اصولو سره برابره نه ده، په دی معنی چې د مولف د نوم نه وروسته د کتاب نوم، کال، مخ د چاپ يا نشر ځای هيڅ معلوم نه دی او دغه کړنه يا روش د ټول کتاب په ليکنه کې يو ډول راغلي او په لمن ليک کې لکه څنګه چې يو علمی او تخنيکی څيړنه يوه اکادميک ليکونکی ته حکم کوی په کار وړل شوی نه ده او بر سيره پردی په نوموړی اثر کی ډيري نوری نيوکی او انتقادونه هم شته چې بايد د هغه چاله خوا نه په تفصيل سره وڅيړل شی کوم چې په  نوموړی کتاب څه ليکی.

     اوزه په مجموع کې د شعور د فلکلوري څيړنو په باره کې په لنډ ډول سره ددغی خبری ليکنه ضروري ګنم چې که څه هم کله کله واقعيتونو ته ميتودولوژيک رنګ ور کول کيږی-  خو به کل کې فلکلوری او دوديزی ليکنی، تاريخی څيړنی او کلتوری ننګرينې او کږنې هغه ځلانده مثالونه دی چې د يوی ټولنی او يو ملت دماضی په تيارو رڼا اچوی او د تيرو هيرو کيسو او نکلونو را ژوندی کول د يوه هيواد د خلکو د ماضی ژوندی کول او د دنيا خلکو ته د هغه ښودل دی نولازمه ده چې په ډير غور او امانتدارۍ سره وليکل شی او د فلکلوری څيړنو څيړونکی برسيره په دی چې د پوره سواد، پراخی مطالعی او معلوماتو څښتن وی بايد د څيړنی ديانت او صداقت هم ولری، ليکنه يې دقيقه او د هر ډول غرض نه پاکه او هر اړخيزه وی څو دخلکو باور هم پخپل ځان او هم پخپله ليکنه پيدا کړی.  اوکه چيرته دوديزی ليکنی د خاصو اغراضو پر بنا ليکل کيږی نو ليکوال او ليکنه خپل ارزشت په ټولنه کې د لاسه ور کړی اوپه وګړنيز ژوند کې د نا باوری سره مخامخ کيږی.

     دا خو عمومی نظر وو د څيړنيزو ليکنوپه باره کې او اوس به راشو شعور د پښتو نظمونو بوستان ته چی په تيرو کلونو کې د سر لوړی افغانستان په ځينو ورځپاڼو، جريدو، مجلو او خپرونو کې او ډيره برخه يې د «څارندوي » تر مستعار نامه لاندی د «پروانه» په نشريه کې خپاره شوی.

    داهم د شعور د شعر څو وړی نمونی چی په ډيره ساده ژبه د شعار په ډول ليکل شوی او دشعور د ځوانۍ د دور د ابتدايی تجربو څرک په کې موندل کيږی او دهغه وخت او زماني څرنګوالی په کې منعکس شوی کوم چې شعور نه ډاکتر وو او نه هم د ډيرو کتابونو مولف.

    د ډيورند لعنتی کرښه اود افغانی خاوری د وجود څخه د هغی د لاسونو او پيښو غوڅيدل د فلج شوی وجود معنی لری او د هر شريف  اوبا وجدانه اصيل افغان په زړه لکه د ناسور نه جوړيدونکی زخم دی جې دغه درد د ډاکتر شعور په زړه او دماغ هم ډير ژور اثر کړی او د هغه احساس او شعور يې ښکيل کړی اود پاکستانی استعماري قدرت په ضد يې د احتجاج په ډول داسی ويلی دی:

زما عزم

د استبداد په ماڼۍ اور لګوم

نور دا ځنځير د استبداد شلوم

خپلي ارزو په لاره جارکه هم شم

خوخپل ملت به په يو ځای ټولوم

 د اجتماعی عدالت د ټينګيدلو او د داخلی استثمار ګرانو د نا بودۍ او د انسان د حقوقو د تآمين او ازادۍ په برخه کې يې په شاعرانه جرآت سره داسی ويلي دی:

                              پرون، نن ، سبا

پرون:

پرون د ظلم او ستم ورځ وه              

په مظلومانو چې د غم ورځ وه

د خا ئينانو بازار ګرم ؤ ډير                

 د غربيانو د ماتـــــــــــم ورځ وه

نن:

نن را ويښږی دا مظلومه مــلت                   

حاکم محکوم به کړی محکومه ملت

ملی قيـام ته چمتو کيږی واړه                 

دغـه بی وزله او مغمومه ملت

سبا:

سبا به دام د اسارت شليږی

د آزادۍ روښان مثال بليږی

ژر نسکوريږی به د ظلم مانۍ

په دی وطن به عـدالت څليږی

 

د پرون نه مطلب هغه پرون دی کوم چې افغان ملت پخپل وطن کې که ډوډی نه در لوده وطن، عزت او نسبي روحی ارامی خويې در لوده او د سبا نه مطلب د افغان ولس د نن ورځی روانی بيمارۍ د ژوند ستونزی کشالی او په پرديو وطنونو کې د مړی ګيډی د ذلت او مزدوۍ شپی او ورځی دی چی له دريونه نيولې تر نهمه لسيزو دمخه زمان پوري دسياسي مبارزينو، ليکوالانو او شاعرانو(زما په شمول) د چيغو، نارو او مبارزو محصول دی او که نه- کوم بل ډير لري سبا به وی!؟ چې موږ به نه يو او زموږ لمسيان به د پردو د غلط کلتور په تيارو کی لار ورکی او پريشانه ګرځی او د شعور مطلب به هم شايد د هغه سبا څخه وی.!؟

   لر او بر د هغه شعر نوم دی چی اجمل خټک ليکلي او داسي يی ويلي دی:

 

پيشور دی که کـــــــــوټه زما کور دی                ننګرهار دی که کابل دی زما ورور دی

هر خايين چې دی کې خنډ اچول غواړی              که د لر دی که د بر دی مخ يې تور دی

                                                                                                                                         

اجمل خټک

 شايد چې دا شعر به په رښتيا سره د اجمل خټک د هيلو منعکس کونکی وی خو د کوزو ځينو اما تورو مبارزينو په درواغو او مکرجنو خبرو ځنی خوش باوره خلک ډير وروسته وپوهيدل خو ډاکتر شعور پری شکمن وو او په دی خبره پوهيدلي وو چی د کوزينو ځينو سياسي وګړو چيغی يوه ډرامه ده د هغوی د شخصی ژوند د سوکالۍ او ګتو د خوندی ساتلو د پاره او صادقانه رنګ نلری نو ځکه يې اجمل خټک د شعر په ځوابکې داسی ليکلی دی:

زما ورور

             زما ورور که په رښتيا را سره ورور شی             په وحدت باندی روان په يوه لور شی

             داخلی او خارجی دښمن به مات شی                       افغانان به بيا څښتن د يوه کور شی

او پخپل يو بل  شعر کې د تبعيض او نفاق په ضد خپل غږ پورته کوی او ټول افغانان وحدت او يووالی ته را بولی او د لوی افغانستان د جوړيدو ستری هیلی او ارمان ته دا ډول انعکاس ور کوی:

 

يووالی

           که شيعه يم که سني يم مسلمـــــــــان يم                      

هزاره يم که اوزبک يم يو افغان يم

که تاجيک يم که پښتون ددی وطن يم                       

اوسيدونکی زه د ګران افغانستان يم

له دی پرته کی دا ټینګه عقیده

کلک په دغه عقیده او ټینګ ایمان یم

عیسوی که بودایی او مسلم یم

که حامی یم که سامی یم که آریان

که تورپوست یم که سپین پوست یم توپیر نشته

لکه نورو لکه تاسو یو افغان یم

 

     د لوټ شوي افغانستان  د تاريخی شتمنيو او د لوټونکو او پيژندل شويو غلو د ناولی څيری نه د پردی اوچتولو په مطلب ستا سو پاملرنه د شعور د يو شعر څو کړيو ته را اړوم:      

سترګی مې چې وينی لاجورد موتالا کيږی تل!           

هره ورځ کلتور زموږ له موږ نه جلا کيږی تل!

ګران لرغون آثار موله هيواد ځنی غلا کيږی تل!       

هر څوک موچې مل شی زموږ مال ته بلا کيږی تل!

                                                  پاڅه چې د خوب او دلټۍ زمانه تيره شوه!

                                                داموده دې ډيره شوه

اود دغه ټولو خبرو په پای کې يوځل بيا راځم د ډاکتر شعور د دوديزه ليکنو په څرګنوالی او په دی برخه کې به دشعور په هغه لنډه ليکنه وغږيږم چی: « په ځدرانو کې دواده ځينی دودونه او سندری»  تر سر ليک لاندی ليکل شوی او د افغانستان د جغرافيايي  قاموس په حواله يې ليکلي چې د ځدرانو سيمه حاصلخيزه ده او خلک يې د لرګيو سوداګری کوی.

   تر کوم حده چې زه د ځدرانو په باره کې معلومات لرم د ځدرانو سيمه په دوه برخو ويشل شوی چې يوه برخه يې د «اوزي ځدران» اوبله برخه يې د «سپيری ځدران» په نامه ياديږی چې دغه دواړه برخي يو د بل څخه پوره واټن لری اوپه  دودونوکې يې هم ځينی کوچنی توپيرونه ليدل کيږی. اود ښاغلی شعور په ليکنه کې داخبره نه ده ذکر شوی چې نوموړی د کوم ځدران د خلکو په دودونو غږيدلی. د ځدرانو دواړه برخی غرنۍ دی د کرهڼۍ د پاره ډيره لږه ځمکه لری هغه هم د غرونو په لمنو کی او للمی ده خلک يې غريب دی او د داؤود خان د جمهوريت دوری تر پايه  د نوموړو خلکو سوداګری د چلغوزيو خرڅول په کابل  او د پاکستان په ځينو ښارونو کې وو.

   په هر حال د ډاکتر شعور کار او زيار د قدر وړ دی او د ځدرانو د واده د دودونو په باره کې ځينی مهم ټکی څيړونکو او لوستونکو ته ورته ګوته کوی.

   داوو د ډاکتر شعور په پښتو څو لنډه نظمونو او ليکنو يو ځغلنده نظر، نور لوستونکی کولای شی پخپل ذوق سره د ښاغلی شعور په پښتو ليکنو قضاوت وکړی.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳٤       سال شـــشم            قوس/جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی         دسمبر ٢٠۱٠