کابل ناتهـ، Kabulnath






































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
اسد آسمایي له موږ ورك شو كه ولاړ؟!
 
 
انور وفا سمندر
 
 

اسد څه وه، څوك وه، ولې وه؟

ځواب له استاذ اسد آسمايي سره دى او هغه نور نشته! بلې! اسد نشته!! بيا وايم نور نشته!!!

اسد خپله (زه) له ځان سره يوړه. هغه نور نه تن لري، نه كالبد او نه هغه ذهن چې د فلسفې او روانپوهنې ټول دوزخونه او برزخونه ور ننوتل او هغه يې تر پايه ډيرو بشري پوښتنو ته شپيلۍ وګرځاوه او پريښوده.

دا زما ارزونه ده، زه د غوښنو حواسو او له بشري معلوماتي پوهې او د مشرانو له نصيحتونو او اخلاقو ډك ذهن سره ناست او د يوه تللي روح په ساړه، كرخت او ماده شوي كالبد او ذهن كې د هغه سفرنامه لټوم. نه! زه يوازې (زه) لرم.  

 (زه) يو فزيكي، حسي، ذهنې او رواني سفر كه څه؟ زما هويت څه شى دى؟ كله چې زړه په يوه زماني ماشين بدليږي او ودريږي، كله چې سترګې مادې ته ور ګرځي او د ډبرو په څير نه څه ويني او نه څه را كوي، هغه مهال چې غوږونه په مادي غږونو كې اشباع مومي او په همدې غږونو ترك چوي. هغه شيبه چې خوله په شرابو يا رنډيو پسې ناره نشي وهلې او د خداى په نامه مخالفو وګړو ته دوزخ نشي نقاشي كولاى، داسې شيبه كې زه څه كيږم؟!

زه څوك يم، ايا زه په خپل شتوالي، عمر، جسم، احساساتو، عواطفو، ذهني-فكري زيرمو، ويناو، ليكنو، خاطرو...كې راټول شوى يم كه نه ارت، ژور، لوړ، او نه ليدلو زمانو كې لا روان فرد يم؟

هغه څه چې د زوكړې په ورځ ما(فرد) د يوه غوښن وړوكي حجم په توګه اغوستي او بيا د زمان په فصل كې ميو، دانو، مرغانو، څارويو، اوبو، بادونو زما بدن ته وركړي او له بلې خوا هغه ذهني-فكري درك، پوهه، معلومات، پندونه، باورونه چې كورنۍ-ټولنې زما په ذهني-رواني قابليت كې ايښي، څومره را ته شخصي او خپل دي؟

موږ ولې خپله زه نشو را سپړلاى، ولې خپلو فردي پوښتنو ته ځواب نه شو موندلاى، ولې په خپله معما ايسار او بند پاتې يو؟

راشئ يو ماشوم را وښيئ چې ژوند ورته معما وي! ماشوم له فكر، باور او انديښنې تش او خالي دى. ماشوم هغه څه دى چې وينې يې. ماشوم هغه دى چې اوري يې. ماشوم خپل او پردي نه لري. ماشوم د خداى له ټولې دنيا، له ټولو افرادو او موجوداتو سره په روغه او دوستۍ كې دى. ماشوم ته ټول ژوند او ټول ژوندي دوستان دي، دا ځكه چې ټول خداى پيدا كړي.

ماشوم څه شى نه لمانځي، بوت نه لري، ويريږي هم نه! ماشوم څوك نه ردوي، ماشوم ته هر فرد او هر څيز د ژوند د راګ تالونه او څپې جوړوي. او زه، اسد، او په فكر او باور او اخلاقو كې پنډ ولاړ(پوه) او( كارپوه) په يوه ټوټه ټوټه نړۍ او يوه ټوټه ټوټه ژوند او يوه قصابي شوي هستۍ كې ژوند كو او تر هر چا نيږدې ځانته خپل قصاب وينو.

ماشومان له لويانو سپين دي. ماشوم د ځان او خالق ترمينځ هيڅ واټن نه جوړوي، نه پيژني. پرته له خدايه هيڅ نه وي. ماشوم هلته دى چې خداى يې شته، ځكه نه ويريږي، نه شرميږي او نه له چا دعا يا مرسته غواړي.

ماشوم په خپله زمانه كې اوسي. ماشوم اوسنى دى. او زه، اسد اسمايي، او كه اجازه وي ته، ته، ته...لويان يو. موږ له(اوس) وتلي يو. موږ زمانه نه لرو، ځكه يوازينې ريښتينې زمانه همدا تلپاتې اوس ده او زه كرار كرار په را لويدلو! سره له اوس، له حقيقي زمانه كډه شوى يم. موږ نصيحت او د ذهن غڼو اسير او وژلي يو. موږ وچ، مړه، او له حركته پاتې يو. موږ خپل زمان او خپل  فردي قلمرو بايللى دى. موږ په پردي فكر كې، پردۍ زمانې ته كډه شوي يو. كله كله د خوب يا خيال له لارې د خپل ورك فرديت يو څرك، يو اه، يوه قيو قيو ناره واورو، را پاڅو او چې سترګې وغړو ګورو لويان را پورې خاندي او نيږدې دوست را ته وايي(كوم خوب او خيال له ځان سره وړى وې؟!)

موږ هره خوا ځو، خو خپل اصيل (ځان) را نه ورك دى. موږ هغه څه خپل هويت ګڼو چې د مرغانو، څارويو، نباتاتو او ميو دانو له وينو جوړ شوى. موږ د ټول طبيعت وينه خوړلې، وينه څښلې او هندارو ته په غوسه يو چې ولې مو ستوري او شاهان فاتحان او اتلان نه ښيي! موږ چيرې ځو، له څه شي ځو، څه شي ته ورځو؟؟

(زه) كه زه يم، نو څه شي ته ورځم، ځان څه شى جوړوم، د څه شي خيرات غواړم؟ موږ كه شته يو، په څه شي پسې مو غاړې ټيټې كړي، د څه شي له پاره دروغو، غولولو، تورلګولو، خيانت، تيري او بل ملامتولو ته ملاتړلې؟! زما د فردي هستۍ مركز چيرى دى؟ ايا زه خپله د درك نقطه نه يم! زه په دومره تحرك سره خپلې اصيلې(زه-ځان) ته ورنيږدې شوى يم كه ليرې شوى؟!

 موږ هره لوړه لاندې كوو، خو خپلې نا اشنا ځمكې مو لا نه دي تجربه كړي. سور پوستى پيداكيږم، او ژړ او تور لاندې كوم. اتلانتيس او سومر او روم او سپنه ماڼۍ زما غورځې پرځې دي او ما لا (ځان) نه دى موندلاى، زه چيرې، چا، څه وخت غلا كړى يم!!! څه ياد ته نه راځي! اوس هم زما قافله تړلې، شپه په صحرا ده، ځم چې نوره وينه تويې كړم، نور برجونه او كلاوې ورانې كړم، نور بيرغونه را كوز كړم، ښايي چيرې په ځان را ويښ شم. ايا دا ژوند ويښه ده كه خوب!

څه شو زموږ اسد، زموږ استاد، زموږ دوست چې راته ګړيده به او موږ به ور پورې په تنګ وه! يوه پوښتنه، اسد ولاړ كه ورك شو؟!

راځئ د خپلو پوهو ماشين ته دا پوښتنه ور واچو، څه به ومومو! ايا كولاى شو يو غير ذهني ځواب ومومو! زموږ سترګې هومره مادي دي چې ذهن او حواس مو دي. موږ دې پوښتنې ته ځواب هم د راته پاتې كتابونو په وچو كلمو كې لټو. خو اسد ولاړ، اسد نشته! د اسد آسمايي په اړه زموږ ارزونې هومره خندونكې دي، چې يوازې هغه الوتې اروا او خداى يې ښه ور باندې پوهيږي.

ښايي هغه زموږ په ځوابونو اعتراض ولري! ښايي هغه د هغې اګاهۍ په ژبه چې لا نه ده ژبنۍ شوې، څه وايي! خو موږ څه نه اورو، دلته فضا يوازې زما او هغو يارانو په ساه را كښلو او ګړيدلو ډكه ده چې فزيكي دي او عيني دي او موږ ته اسد اوس په يوه غير عيني واقعيت اوښتى.

اسد يو فرد وه چې ښايي د خپلو فردي ځمكو په لور ور جلا شوى وي!

اسد اسمايي له موږ ختا شو. څوك پوهيږي چې زموږ درك د اګاهۍ لوړه ارتفاع ده كه د هغه روح چې حتا نور نو اسد آسمايي هم نه دى، ځكه اسد آسمايي هماغه بدني، حسي، ذهني او رواني ټولګه وه چې موږ ته، زموږ اكاډميكو افكارو ته نور ومړ؟! داسې لنډ او اسانه ځكه وايم چې استاد اوس هر څه پرايښي، هغه هر چيرې شته، خو نه په هغه كور كې چې موږ يې هغه ته د كور په توګه پيژنو. هغه نشته، د كابل پوهنتون د فلسفې استاد اسد اسمايي نشته! نو په دغه تشه د څه شي نوم كيږدو؟ خو ايا اسد نور نشته، اسد ورك شو؟!

نه! هغه ګرځنده جسم، هغه له توروږميو او تندرونو ډكې سترګې، هغه له زرګونو پوښتنو سره چوپ شوې خوله، هغه له نا اشنا غږونو ډك غوږونه، هغه روان چې له ځمكې او ذهني قلمرو بهر واقعيت يې د ژوند په ټوله شپه تجربه كاوه، نور نشته. نو اوس اسد څه دى؟!

زموږ ويناوې د زاړه او مړه او تللي اسد اسمايي په باره كې دي. موږ زړه زمانه غږو. يعني موږ زړه زمانه ياستو. او اسد په اوس كې دى. اسد په هغه زمانه كې دى چې خداى جوړه كړى. هغه اوسنى دى او موږ تيره. نو ژوند چيرې دى؟ ژوند شته، ژوند كو، ژوند همدا شيبه ده، خو موږ ولې په تيره كې لاره وهو؟

موږ نه پوهيږو، اسد نه وينو، دا ځكه چې اسد اوس په هغه قد او هغه هندسه كې ولاړ دى چې موږ يې نه پيژنو.

موږ خپل يونان ياستو. موږ ځان هغه ښار جوړ كړى چې لنډ قدي به د لرګيو په پښو ورننوځي. او لوړ قدي به اره كړي ور دننه كيږي. موږ په ځان كې د هغه چا ميلمه پالنه كو چې يا مو پښې ور پرې كړي يا مو د لرګيو پښې ور پورې تړلي. راځئ دا ډول هنداره كې يوځل خپله(زه) ووينو. ايا زموږ انساني اګاهي هغه هديره نه ده چې ټول ژوند او واقعيت مو يا لنډ كړى يا اوږد كړى ور ننويستي او په ژبو او قلمونو اور اچو، چې تاريخ مو فاتحانه څيرې نندارې ته وړاندې كړي او را روان سپين ماشومان موږ په خپلو ذهنونو او وجدانونو، چې خداى تك سپين او تش پيدا كړي، واغوندي او ټول ژوند د مړو فكرونو او اخلاقو وچ خواړه وخوري او خپل خداى چې نيږدې نيږدې ورسره شته، هير كړي او له فلسفې يا افسانې ورته ډبرين او مسي او د ژيړو يا الماسو(خدايان!) راووځي. 

اسد خلاص شو. اسد د ذهن له دوزخه خلاص شو. اسد ټول بارونه او وياړونه او نشانونه پريښوول، لوڅ لپړ خداى ته ورغى. چې لوڅ نشى، چې سپين نه شى، چې ميوه نه شي، خداى نه شي ليدلاى.

اسد ولاړ. موږ ولې وير نيولاى؟ ايا اسد را نه لويدلى كه لوړ تللى؟

ځمكه كې قد كول، ځمكه كې نوم او نښان لرل، ځمكه كې شهرت او وياړ جوړول، د اسارت ديوالونه دي. موږ په خپلو ځنځيرونو او اتكړيو كې ناست، نڅيږو، خاندو، غورځې پرځې كوو، ويناوې او نصيحتونه خپرو، دنيا ارزو!

موږ هغه څه يو چې پخپله مو كرلي. موږ هغه څه راغونډ كړي چې ښايي ټول يې د زندان د ژبې الفبا وي. د اثر مو خپل دى. زه خپل پنځولى رومان يم. زه مخامخ له خپل فكر، اند او ارزونو راوتى يم.

ښايي زموږ هره نښه او د وياړ هر فصل د بردګۍ د ويرنۍ يوه بله كلمه، يو بل سيلاب او يوه بله ټپه وي.

عزيزانو!

تاسو هر يو له هغې فردي ازادۍ او فردي قلمرو سره ښكلوم چې خداى دركړي. زه هم خپل فردي قلمرو يم. و مې غوښتل په داسې يوه ورځ چې را څخه د يوه فردي شوي روح په ياد را ټول شوي يو، يوه بربنډه ننداره در ته وغږوم.

استاد اسد اسمايي ته را ګرځم. په انترنت مې د استاذ وروستى هنري اثر(دوغسيان) وموندل.

سپينه واوره وريدلى

د افق په وينو ډوبى

د آسمان لمنې سرې وې

ګونګوسى شو وحشتناكه هيبتانكه

ډك له قهره اوازونه مې تر غوږ شو

د مرګ سيورى، سرخرييلو تور بوتانو...

استاد اسد د دوغسيان په پرولوګ كې ليكلي:

 (لاندې ليكنه د مرګ د واقعي ويرې په وړاندې يوه شخصي نه بيانيدونكې تجربه ده...)

ښايي (دوغسيان) يو له هغو ګوته په شمار اثارو وي چې كيږي له لارې يې تير اسد اسمايي ته لاره ور وشي. دلته ګرځنده مړى دى چې هم لوبيږي، هم ننداره كوي او هم غير فزيكي اورونه او عذابونه د كلمو نازك بدن ته را ليږدوي. د (دوغسيان) په حسي كولو سره هغه فضا ژوند مومي چې څنګه ورك فيلسوف په اورونو ور ننوت، خپل هډونه، حواس او د ذهن سره صندوقچه يې د بې شكله موجوداتو غرب او درب ته پريښوول!

اسد مخكې له دې چې مرګ ورته راشي، پخپله مرګ ته ور وخوت، په مرګ ننوت، مرګ يې تجربه كړ او له دومره نندارو سره كښيناست چې مرګ يې اسانه ونيسي او مرګ يې ښكار كړي:

ته روان وې د ناشنا كلا په لوري

ته روان وې د راتلونكي مرګ په سيوري

چې د ژوند امكان دې نه وه

ته د مرګ سيوري يو ځاى ته كشولې

نه رڼا وه، نه تياره وه

خړه پړه روشنايي وه

چې پراته پكې اموات وه لا ژوندي وه

تل تر تله په خپل مرګ باندې راضي وه...

اسد دلته ځان ويني، ځان ننداره كوي، خپل انساني كالبوت عكاسي كوي. نو دا دويم اسد څوك دى چې حتا د اورونو او بې شكله عذابګرو له ګواښ او واك جلا ودريد او خپل هغه كالبوت يې عكاسي كاوه چې د فلسفې له بار سره د بې شكله غاښونو او بې سترګو ليدونكو په زماني، مكاني دنيا كې سوځيده. اسد آسمايي زمانه ترلاسه كړه، زمانې ته ننوت، مرګ ته ور كوز شو او خپله ويرنۍ وغږوله.

دلته ده چې د اسد تلل، اوس ته تلل دي. هغه دغه شيبه كلونه وړاندې پنځولې. هغه مخكې له مخكې په مرګ كې لاره وهلې. ځكه ليكي(لاندې ليكنه د مرګ د واقعي ويرې په وړاندې يو شخصي نه بيانيدونكې تجربه ده چې تخيلي انځورونو او سمبولونو په وسيله بيان شوې...)   

كه چيرې اګاهي مو د ذهن له منګولو بهر راويښه شي، زمانه يوځاى كيږي، يوه كيږي، زمانه په حاضره شيبه په(اوس) بدليږي. موږ كولاى شو د زمانې دا ډول يوالي ته د خوبونو د تجربو يا د خيال په سترګه ورننوځو. دوغسيان هم د نيمې ويښې، نيمې ويدې تجربه ده. دا څه ډول ټاټوبى وه، دا كوم هيواد وه چې اسد مزل ور وكړ؟

نه رڼا وه، نه تياره وه

يا:

نه يې خوله وه، نه يې سر وه

يا:

نه انسان وه، نه حيوان وه، نه ملك وه...

دا د بې شكله اشياو او موجوداتو دنيا، دا غير واقعي-عيني قلمرو اسد آسمايي څنګه ومونده؟ كومې بيړۍ او كوم ماڼو هغه په دغه نا اشنا سمندرغاړو خوشې كړ؟

دروازې وې او كولپونه ځنځيرونه

چې نمناكه او تك تور و دهليزونه

وه پراته پر هره لاره

د سكروټو انبارونه

چې ناڅاپه دې تر سترګو

استوګن مړاوې ژوندي شول...

له نااشنا ځمكو فزيكي ژبې ته دومره مانا راوړل هم زړه غواړي! دلته مړي ژوندي كيږي، هيڅكله په فزيكي سترګو موږ ژوندي مړي نه دي ليدلي، خو غيرفزيكي سترګه د مادې او عينيت په سپر ور ننوځي او ټوله زمانه تجربه كوي. موږ چې ددا ډول تجربو پوله نه ده موندلې، نو ګرځو د فلسفې او فرهنګونو په وچو پاڼو كې او له افلاطون او يا سارتر او يا هم هايدګر او را وروسته مريدانو يې ذهني-رواني پوهې را قيچي كو او اسد ورباندې تفسيروو!

وړاندې ځو، دوغسيان په زماني قلمرو كې يوه ګړندۍ منډه ده. اسد په دوغس(دوزخ) ننوځي، هرڅه ويني، هرڅه بويوي او بيا هم هرڅه ژوندي ويني.

ژوند شته حتا په دوزخ كې! كه ژوندى نه وي، دوزخ به څنګه تجربه كړې؟ او استاذ اسد دا ومنله او له جسم او كالبوته والوت، د مرګ په قلمرو ننوت. هغه بې لاسو او بې پښو او بې غاښو داړونكي تجربه كړل او د هغو تصويرونه يې موږ ته په دوغسيان كې ځيل كړل.

ليكوال د حقايقو څنګ ته روان دى. ډير نيږدې ورسره لاره وهي، د حقايقو عطر حس كوي. كه چيرې هغه حسي-خيالي فضا وپنځو، نو د حقايقو وږم به په موږ هم ولګيږي او بيا اسد ترجمې او تفسير ته نه سپارو.

اسد اسمايي خپله ټوله زړه پوهه او ذهني زيرمه تر پوښتنې لاندې نيسي. هغه دا وس لري چې بيا زوكړه وكړي. هغه شيبه په شيبه تازه تازه را وځي.

زر تر زره زه خلاصيږم ازاديږم

مګر زه په تاويريږم

چې خپل ځان به دې په خپله وي ګرم كړى

يا:

په ناكړيو ګناهونو به اقرار شې

په عجيبو تهمتو كې به ايسار شې

ته نه توان لرې د بل چا د وژلو

نه د واك شته د خپل ځان د خلاصولو

عجيبه ده، دلته اسد آسمايي مخامخ ځانته ودريږي، د ازادۍ خبرتيا وركوي، ورته په ډاګه كوي چې نه يې ګناه كړې او نه يې ګناه شته! اسد د ځان په وړاندې ښه منډه اخلي، خو نشي كولاى د مسووليت پوله هم وويني. نشي كولاى ازادي يو فردي قلمرو وويني او لږ پورته نه ګوري چې فرد ذاتا ازاد دى او ازادي د اوسپنيزو كپسونو، زولنو او ځنځيرونو صنعت نه، بلكه د انسان د اګاهۍ وضعيت ايساره كړې، او انسان(د فرد په توګه) د هيچا له خوا نه دى ايل شوى. پرته دده له خپل(ذهني-رواني) وضعيته ټول دښمن فصلونه، او نسلونه او رنګونه دروغ دي او انسان په خپلو جوړو كړو دروغو كې غلام پاتى دى او خپل پټ ځنځيرونه او اتكړۍ د نورو په څيرو او رنګونو كې ويني!

اسد د حقايقو ورشو ته كوز شو، خو بيا فلسفه، بيا روانشناسي او بيا بشري معلوماتي پوهه خپل زور ښيي. دوغسيان چې وګورو، نو هلته له سارتر نه نيولې د داستايفسكي د جنايات او مكافات تر اتل، راسكولنيكوف پورې ټول د كلمو په اسونو را الوزي او زموږ د خاطرو په خاموشه لاره تيريږي.

اسد اسمايي په پرولوګ كې د دانتې دوزخ را يادوي، بيا د سارتر په ذهني دوزخ را تيريږي او بيا سنايي ته او شرقي عرفان ته اشاره كوي او چې په دوغسيان ور ګډ شو، نو دا دوزخونه په ننداره اوړي. په دې تجربه كې اسد اسمايي خپله ټوله ذهني-رواني پوهه عملا تجربه كوي. دا يوه بله سفرنامه ده چې د غير فزيكي ځمكو په اړه ليكل شوې.

دروازه په ويروونكي غږ خلاصيږي

دا وه نښه چې استازى د مرګ راغى

نه يې شونډې، نه يې خوله وه، خو غاښونه

يې ځبېښوونكي ډاروونكي

زه يې لاس نه كلك نيولى

چې په تور تاريك دهليز كې ور روان شو

چې مطلقه تاريكي وه...

معاصر او پنځونكى عرفان د(روح سفر) په نامه تجربه معرفي كوي. په دا ډول تجربه كې فرد د روح په توګه كالبوت خوشې كوي او د مادي طبقو په ګډون معنوي طبقو ته د معنوي لارښود يا استاذ په مرسته سفر كوي. نن ورځ علمي اكاډميكو ادارو داسې راپورونه ثبت كړي چې په كې د عيني افرادو له خولې دا ډول تجربې بيان شوي دي.

داسې كسان هم شته چې په لنډ مهال يې كالبوت پرايښى او خواوشا خلكو مړ ګڼلي، ولې څه ځنډ وروسته بيرته را ژوندى شوى او دا ډول ځينو وګړو خپلې خاطرې بيان كړي، چې د ځانګړي استاذي په مرسته يې مادي كالبوت پرايښى، له يوه لوى تياره دهليزه وتلي او نا اشنا قلمرونه يې ليدلي دي.

د (نور ماشومان) چې برادستايګر ليكلى دا ډول كيسې له ځانه سره لري.

اسد آسمايي په خپلو ليكنو كې داسې څه ته اشاره نه ده كړې، خو دلته چې كوم تياره دهليز يادوي، نو د تجربو ترمينځ ورته والى له ورايه څرګنديږي. اسد د مرګ د پديدې په اړه ځانګړى دريځ درلود. مرګ له هغه سره وه، مرګ هغه هره شيبه په ځان كې زبيښه. هغه ځان د ناموجودو لاسونو په مرسته د خلاصولو افسانې ته نه سپاره. هغه مرګ بل ګام ګاڼه، نو مرګ يې څنګ او څټ سره وه، ځكه ورننوت او دوغسيان يې نقاشي كړل.

ښه دا تجربې چې اسد ورپسې كډه شو، زموږ ذهني قضاوتونو او حسي-فزيكي چلندونو ته نا اشنا دي. اسد دوغسيان په خپل نندارځي اړوي. هغه خپله تيره ګوري، هغه خپل شيبه شيبه غم او تراژيك تللى ژوند له سره را سپړي، هغه د هغه ځواك پته پيدا كوي چې دې يې شپې شپې ويښ او بې خوبه ساته:

ستا جزا ستا بې سارې بې خوبي وه

د مرګ سيورى درته ناست چې ويده ته كله نه شې په لحظه كې

ته يې اوه واره هغه كوټې ته بوتلې

...

په خندا خندا يې خونې لړځولې

دروازه يې په لغته دړې وړې كړه داخل شو

د مرګ سيورى او

څوكيدار د بې خوبيو...

استاذ اسد اسمايي به كيسه كوله چې يوځل ښايي اوولس پرله پسې ورځې شپې د شوروي امپراتورۍ په يوه برخه كې بې خوبه پاتې شو. داچې په دې تقريبا څلورسوه ساعتونو كې اسد څه ډول په ژوند ځان ټينګ كړ او دا چې په دا څلورسوه ساعته تياره د مجبورې ويښې ورځ كې هغه څه وليدل، يوازې هغه روح يې تجربه كړى او زه هغه ټوله بيه چې يو ويښ روح يې ګټه كړې، يوازې د هغه حق ګڼم او يوازې په هيښو سترګو د غم او رنځ دې لوړو ته ور ګورم. حس كوم چې هغه سپين او ساړه او بې شكله اورونه چې اسد يې په لمبو كې ونيوه، د فرد له ناڅرګندو قلمرونو د معنوي طلاوو را ويستلو يوه ځانګړې كمياګري وه. چې معنوي طلا نشې، چې معنوي الماس نشې آسمان ته څنګه مخ ښكاروې؟!

ښه دا كلونه وړاندې خبره وه، خو دلته اسد آسمايي يوځل بيا پر زمانه ور ننوت او تللې او نه راغلې يې لاندې باندې كړه، ځكه وايم چې (لاروى) د حقايقو څنډ ته ورسيد، خو ذهني زيرمو بيرته مادي شپې ته را كش كړ ترڅو مادي تاريخ كې يو نه يو بيرغ واخلي، او مادي ژبې ته خوراك او څښاك وركړي.(دوغسيان)هغه ځانګړې زمانه وه چې استاذ اسد په تاريخ كې ځاى كړه. دلته كټ مټ هغه انځورونه په حروفو ننوتل چې اسد يې مرګ ته څيرمه زمانه كې ليدلو ته ور وګرځيد او ښايي په فرانسه كې يې هم دا فزيكي دوزخ ګاللى وي.

وې مړ شوى روح دى ورك وه

او جسد دې پاتې شوى...

دا چې انسان جسد خپله يوه برخه ګڼي سمه ده، خو چې روح له سړي ورك شي، بايد (ځان-زه)څه ډول ومنو؟! انسان چې جسد نه دى، نو روح به وي! نو روح چې اصيل شتوالى شي، بيا موږ څنګه روح له لاسه وركولاى شو؟ موږ ولې دا پوښتنه د ځان له پاره نه حلو چې زه څه شى يم؟ دا تيروتنه دلته هم خپله لمن را غوړوي، خو كه يو ځل فرد دې ځواب ته ورسيد چې څه شى دى او څوك دى، نو ښايي بيا ځان د روح خاوند نه، بلكه خپله اصلي هستي همدا روح وګڼي.

ښه قضاوت زما كار نه دى، اسد اسمايي هم نشته او خبره په دوغسيانو ده.

ماګڼله چې استاد يوازې يوه اشراقي-عرفاني تجربه بيان كړې، خو كه رښتيا خبره شي، دوغسيان لويه نقاشي ده:

د انسان د زړه له تله

يوه چينه ده را خوټيږي

فوارې يې د سرووينو

لاړې پورته اسمان لورته

دانګي پورته د څپې په څير هسكيږي

څو باران شي څاڅكي

چې بريښنا شي ووريږي

سري سكروټې را ټوكيږي

په شنو دښتو او صحرا كې

د يوه موج په څير خپريږي...

دوغسيان استاذ اسد آسمايي ته زموږ په لاس كې شته وروستۍ كړكۍ ده. زما موندنه داده چې رحمان يې وايي:

دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې

د جمله و مخلوقاتو پلار دى دا

مينه زما د پوهې او اګاهۍ ځمكه او آسمان جوړوي. زه چې څه وينم، څه اورم، څه ترلاسه كوم، څه كوم...ټول د خداى د مينې فصلونه دي. او ماته پرته د خداى له مينې هيڅ نه را رسيږي. مينه مې خوراك، څښاك، غږيدا، ساه راكښل او شيبه شيبه ژوند دى. پرته له مينې څه شى نشته، يوازې مينه شته، او حقيقت لري او خداى هم مينه مينه دى. خو اسد اسمايي مينه څه كړه؟ هغه مينه وه كه يوه هندسي شكله د غوښو ونه چې د فلسفې په افلاطوني سمڅه كې د سارتر او هايدګر د خبرو سيوري ونيوه وچ يې كړ او موږ ته مجسمه شو؟!

مينه څه ده، ناكامي ده

له ليلي، مجنون ويريږي...

مينه ولې رومانتيكه كيږي، ولې ژاړي، ولې سوځي، ولې له وينا او ژبې بې چيغو او ساكته ژړا جوړوي؟!

مين ولې په زخمونو اوړي، ولې بې قاتله وژل كيږي او مړى يې د تايتانيك بيړۍ پر دیوالونو ور اوړي، چې د سمندر كبان په مينه را غټ كړي او دا كيسه پيړۍ وروسته د يوې بوډۍ له مړه زړه نه پاڅون كوي او د فلم صنعت كې داسې اوراچونه جوړوي چې د ثبت كمرې هم ښكلا اوروي او مينه پنځوي، څوك وايي چې خداى به له دومره مينه ګر جهانه ليرې وي!

اسد آسمايي دوه ژورې سترګې وې چې په سړو او ونو او د سمندر په كبانو كې يې د مينې غځيدلي رګونه ليدل. اسد يو زړه وه چې مينه يې ويله نه، بلكه د مينې په شان ژړاند، دردمن او په ځان ستړى اوسيده به. دا څرنګه مجنون وه چې له ليلي ويريده! دا څه بې قايدې مينه وه چې هغه يې په خپل ډار كې وچ كړ، كالبوت يې خوشې كړ او په هغه څه كې ډوب شو چې هيچا ته يې را افشا نه كړ!

دا زوروره مينه ده، هغه حتا وركتى نشي. هغه يې ليدى نشي، هغه يې په ياد را وړى نشي. دا څه شى وه چې په داسې لومړني دريځ كې ودريد چې اسد يې په ګرځنده زمانه او څپڅپانده مكان كې ودراوه او په كې ويده شو؟!

په بل خوب كې يو نقاش و

ده څيره انځوروله

سر يې ميخ و په ديوال كې

تن يې مخامخ ولاړ و

په تابلو كې خپل ځان ويني

اسد آسمايي ځان دريم ضمير ګرځوي. هغه مينه دومره بې شكله او بې روايته تجربه ګڼي چې حتا انځورول يې، بدرنګول ګڼي.

د(اوس له پاره د لرغوني حكمت پوهه) كمال بل ګام ګڼي، دغه روش چې (اكنكار) هم نوميږي وايي چې كمال بل ګام دى. يعني هميشه بل ګام شته، ځكه نو فزيكي ژبه هميشه د(كمال) له پاره پرونۍ ژبه ده. كمال هميشه شته، خو څوك يې نشي ويلاى! كمال، مينه، حقيقت، اګاهي، معنوي ازادي...ښايي هغه څه وي، چې ريښه او تومنه يې هماغه لومړنۍ نه بيانيدونكې ماده وي.

ماده فزيكي واقعيت دى او فزيكي هستي نن د ساينس تر سترګيو لاندې را سپړل شوې، نو دا لومړنى جنس يا جوهر مادي نه دى. يوازې كولاى شو ووايو چې هغه شته، په هرڅه كې شته، هرځاى شته، خو هيڅ شى او هيڅ زماني پوړۍ هغه جوهر نشي كيدلاى.

زه نه وايم چې استاذ اسد د نااشنا ليدلو ته دومره نيږدې ورغلى، خو چې مينه ور څخه دومره وركيږي او په بيان كې ور څخه ړنګيږي، نو بيا ده ولې قلم را كاږه، ولې يې د حروفو آسونه او رمې د دوغسيان په فصل كې خوشې كول؟!

دا پوښتنې مې د ځان له پاره دي ځكه نوره خوله پرې ټپ كوم.

پاى كې دا وايم چې (دوغسيان) څه ډول يوه تجربه ده؟ دوغسيان د ذهن او حافظې يو كنډولى جوټه خواړه دي كه د يوه ستړي او ناهيلي ذهن-روان نيم تياره تصويرونه او كه يوه بله تازه اشراقي تجربه؟! نشم كولاى د استاذ اسمايي استازيتوب وكړم! زما چې څه زده دي لا را زده كوي چې انسان يو پټ او ويده خيال دى. انسان يوه غيبه بيړۍ ده، چې ورته نوح نه وي، نو نا اشنا ځمكو ته بادوانونه نه شي پورته كولاى!

او بل څه چې را ته اسانه بريښي او لږ ترلږه ذهن ډير نه ورسره جنګيږي، خيال دى. بشري معلوماتي فرهنګ او تمدن له اوسپنې، پولادو، الماسو چټك الوتونكي جوړ كړل، خو لا هم د خيال سترګه تر ټولو چټكه الوتونكې ده چې موږ يې لرو. موږ په خيال سره د ځمكې او هسك له ناڅرګندو ديوالونو اوړو، د خيال سترګه موږ په خپل لومړني دريځ او هويت را ويښوي، نو څومره له دې وړيا او هميشه موجودې سترګې د خداى ښكلې پنځولې هستۍ ته ور ګورو؟! ښه همدومره به ووځم كه نه موږ په ځان كې دننه له غټو غټو سپاهيانو ډك يو او سپاهي...نه نه تم شوم، تم شوم!!!

عزيزانو! طلايي زړونو!!تر دې ځايه راغلم، خو دوغسيان لا له اسد اسمايي ډك پاتې دي. ښايي درك په دغه متن كې پوره نه وي ځلولاى شو، نو زه به په ځان كې روان شم، ګوندې نورې تالندې او بريښناوې راسره ملې شي او يو څه وويلاى شم. او دوغسيان، دا يو نه لوستلى فصل وګڼئ. په خپله ور پاڅئ، او دوغسيان تجربه كړئ. ښايي له دې سياحت سره لوى سياح راووځئ.

بس دا شيبه زما همدومره قد رسيده. ستاسو هر يوه د اګاهۍ او زړه ګلقدونه ښكلوم.

  د ۱۳۸۸ لمريز كال د زمري ۱۲مه 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 101           سال پنجم         اسد    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی        اگست 2009