کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
نيمګړى غزل


اسحاق ننگیال

 
 
 

ولول زلفې خورې كړ غوړوه راباندې شپې
له تورو شپو دې جارشم ووروه راباندې شپې
ږمنځ دې كړو كاكل كې آخر زړه راته زخمي
هر څاڅكې يې شو ستورې څڅوه راباندې شپې
ما ستا دخيال يو سيورې كړ دشپو له سپوږمۍ پور
سپوږمۍ شه لكه خيال مې بلوه راباندې شپې
هر خوب مې وږې وږې دى هر خوب وهلى جل
كيږدۍ مې دليمو شه خوره راباندې شپې
ستا سترګې پښتنې دي زه يو ستړى مساپر
دسترګو په حجرو كې تيروه راباندې شپې
بس دومره چې سپرلى شم او يو ګل شم دكمڅو
خړوب مې پدې شپو كړه بهوه راباندې شپې
ارمان مې دنيمګړي غزل هيڅ نه شو پوره
په ليچو مې سر كيده زنګوه راباندې شپې
١٣٧٣ / ٩ / ٢٧
كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۳،          سال    هشتم،        اسد   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۰۱ اگست      ۲۰۱۲ عیسوی